په حدیث بندیز

د wikishia لخوا

په حدیث بندیز یا د حدیث په لیکنه بندیز په لومړۍ هجري قمري پېړۍ کې د پېغمبر اکرم(ص) د حدیثونو په نقلولو او لیکلو بندېز و. د حدیث په نقل بندېز د لومړي او دوهم خلیفه د خلافت له وخته پېل او د عمر بن عبدالعزیز تر زمانې یعنې کابو سل کاله روان و.

اهل سنت عالمان د لومړي او دوهم خلیفه د دغه سیاست علت له قرآن سره د حدیث د ګډوډېدو مخنیوی، د مسلمانانو د اختلاف مخه نیول، له قرآنه په غېر څیز د خلکو له مشغولېدو وېره او له کتابت او لیکنې سره د راویانو نه بلدتیا ګڼي.

شیعه عالمان د حدیث د کتابت د منع کولو محرک د امام علي(ع) د فضایلو د خپرېدو مخنیوی او د خلیفه ګانو د واکمنۍ د ټینګولو لپاره هڅه ګڼي، د شیعیانو په باور د حدیث په لیکنه بندېز د حدیث د جعل کېدو، د لومړیو حدیثي متونو د نابودۍ، د مختلفو مذهبونو د پېدا کېدو او د پېغمبر د سنتو د بدلېدو سبب شوی دی.

تاریخچه

د حدیث منع د پېغمبر(ص) د حدیثونو د لیکلو او نقلولو مخنیوي ته ویل کیږي. د دې کار د رسمي کېدو مخینه د شیخینو د خلافت زمانې ته ورګرځي.[۱] له هغه مخکې په مسلمانانو کې د حدیث لیکنه رایجه وه.[۲] او پېغمبر به اصحاب د حدیثونو لیکلو او نقلولو ته هڅول.[۳]

ابوبکر په خپل خلافت کې، د حدیثونو لیکل منع کړل او ډېر حدیثونه یې له مینځه یوړل.[۴] همداراز د ځینو تاریخي متونو له مخې، دوهم خلیفه خپل ګورنران د پېغمبر(ص) د حدیثونو له نقلولو منع کول او قرآن ته پاملرنې ته یې بلل.[۵] د اهل سنت د ځینو سرچینو په راپور، عمر بن خطاب اول اراده لرله د پېغمبر حدیثونه راغونډ او ولیکي؛ خو یوه موده پس یې له دې کاره ډډه وکړه او د دې سبب یې له قرآن سره د روایتونو د ګډوډېدو احتمال وباله.[۶]

د حدیث د نقلولو منع کول

د حدیث د لیکلو د ممنوعیت له اعلانه وروسته، د پيغمبر ځینو اصحابو، نبوي حدیثونه خلکو ته نقلول. له دې امله دوهم خلیفه، له اجازې پرته له مدینې د اصحابو وتل[۷] او د حدیثونو نقلول منع کړل.[۸] هغه ځینې اصحاب لکه ابودرداء او ابن مسعود د پېغمبر د حدیثونو د نقلولو په جرم بندي کړل.[۹] ځینو محققانو احتمال ورکړی چې د حدیث د لیکلو مخنیوی د حدیثونو په نقلولو له بندیزه وروسته شوی دی.[۱۰]

د ممنوعیت ختمول

د کتابت بندیز د اتم اموي واکمن عُمَر بن عَبدالعَزیز (۶۳-۱۰۱ق) تر زمانې جاري و. هغه د مدینې واکمن ابوبکر بن حزم ته په یو لیک کې له هغه وغوښتل چې د پېغمبر حدیثونه ولیکي؛ ځکه چې وېره کیږي علم او اهل علم ختم شي.[۱۱]

موافقان او مخالفان

ویل شوي چې ځینو اصحابو او تابعین لکه زید بن ثابت، ابوموسی، ابوسعید خدري، ابوهُرَیره او این عباس د حدیثونو لیکل مکروه ګڼل او د امام علي(ع)، امام حسن(ع)، عبدالله بن عمر، انس بن مالک، عطاء بن یَسار او سعید بن جُبَیر په شان کسانو هغه جایز ګڼل.[۱۲]

محرکونه او لاملونه

اهل سنت او شیعیان د حدیث د لیکلو د مخنیوي د علت په اړه د نظر اختلاف لري. اهل سنت عالمان وایي: د حدیثونو په لیکلو د بندیز سبب له قرآن سره د هغه د ګډوډېدو وېره[۱۳] د مسلمانانو له اختلافه مخنیوی[۱۴] د حدیثو حفظ کولو ته له کم پامۍ اندیښنه او دا چې یوازې په لیکلو باور وشي،[۱۵] له قرآنه پرته په بل څه د خلکو له مشغولېدو وېره،[۱۶] د غیر معتبرو حدیثونو د خپرېدو مخنیوی،[۱۷] د قرآن په څنګ کې د بل کتاب د جوړېدو اندیښنه[۱۸] او له کتابت او لیکنې سره د حدیثونو د راویانو نابلدي و.[۱۹]

خو په منعُ تدوینِ الحدیث،کې د شهرستاني په وینا، اکثره شیعه لیکوالان باوري دي چې د حدیث د لیکلو د منع کولو یو عامل د امام علي(ع) د فضایلو د خپرېدو مخنیوي و.[۲۰] د دوي یو دلیل دا دی چې د صحاح سته یو لیکوال نسائي له ابن عباس نقل کړې چې هغوي د هغه بغض او کینې په وجه چې له امام علي سره یې لرله، د پېغمبر سنت پرېښودل.[۲۱] همداراز په دیني احکامو د خلیفه ګانو د تسلط او پوره پوهې نه لرل او د سیاسي واکمنۍ تر څنګ د شرعي واکمنۍ د ټینګولو لپاره د هغوي هڅه، د حدیث د منعې له نورو محرکاتو ذکر شوې دي.[۲۲]

بدعت یا سنت؟

د حدیث د منعې پلویان، د خپلې نظریې د اثبات لپاره د پېغمبر (ص) په یو روایت استناد کوي چې وایي:« هر چا چې بې له قرآنه بل څه له ما لیکلي هغه دې له مینځه یوسي»[۲۳] د دې په مقابل کې د حدیثو د منعې مخالفان له پېغمبره ځینې روایتونه نقلوي چې پکې د هغه د حدیثونو د لیکولو سپارښتنه شوې ده؛ منجمله هغه روایت چې عبدالله بن عمر ته سپارښتنه شوې ده چې حدیثونه ولیکي. د دغه روایت له مخې، قریشو عبدالله بن عمر د پېغمبر(ص) د خبرو د لیکلو او ساتلو په وجه ملامتوه، خو پېغمبر هغه د حدیثونو لیکلو ته وهڅوه.[۲۴] همداراز دا روایت « هر څوک چې له ما علم یا حدیث نقل کړي، تر هغه وخت چې هغه لیکنه باقي وي د هغه لپاره به اجر وي.[۲۵]

د ځینو په وینا، د پېغمبر په ژوند کې ځینو اصحابو د صحیفه په نوم د حدیثونو ټولګه راغونډوله؛ منجمله د امام علي(ع) صحیفه او د اُبَیّ بن‌ رافع صحیفه چې نه یوازې پېغمبر منعې نه کړه[۲۶] بلکې ځینې برخې یې د هغه حضرت(ص) په اجازه ولیکل شوې.[۲۷]

د ګلډزیهر نظریه

یهودي ختیځ پېژاندی ګلدزیهر د دوهمې پېړۍ په دوهمې نیمایۍ کې د اسلامي حدیثونو د ټولګې په جوړېدو باور لري. هغه باوري دی چې د حدیثونو د لیکلو د نهي او د هغو د لیکلو د اجازې روایتونه دواړه جعلي دي او په حقیقت کې د اسلام د لومړي وختونو د نظرونو د اختلاف ښودونکي او انعکاس دی.[۲۸]

پایلې

د شیعه عالمانو په باور، د حدیث د لیکلو مخنیوي لویې منفي پایلې لرلي چې د لومړیو حدیثي متونو ختمېدل، د حدیثونو جعلېدل، د پېغمبر د سنتو بدلېدل او د مختلفو مذهبونو پېدا کېدل یې ځینې پایلې دي:

  • د لومړیو حدیثي متونو نابودي: د پېغمبر(ص) د نزدې اصحابو له خوا د هغه حضرت لیکل شوې خبرې په دغه پړاو کې نابودې او ختمې او له لاسرسۍ ووتې.[۲۹] د هغه څه مطابق چې عایشې نقل کړي، ابوبکر د پېغمبر(ص) پینځه سوه حدیثونه وسوزول.[۳۰] همداراز ځینې حدیثونه چې د اصحابو په حافظه کې وو، په لیکلو د بندیز په وجه ونه لیکل شول او د حافظانو په مرګ سره له لاسه لاړل.[۳۱]
  • د حدیثونو جعلول: د حدیثونو د منعې د سیاست په اجرا او د پېغمبر د روایتونو په له مینځه تللو سره د جعلي روایتونو جوړول او هغه حضرت(ص) ته منسوبول یې دود شول.[۳۲] د بېلګې په توګه د سیاسي مذهبي شخصیتونو لپاره د فضیلت جوړولو په غرض په پېغمبر پورې داسې روایتونه منسوب شول چې حتی له هغو کسانو وو چې له رسول الله مبارک(ص) وروسته پېدا شوې وو.[۳۳] د حدیثو د جعلولو اندازه دومره زیاته ده چې په صحیح بخاري کتاب کې ۲۷۶۱ غیر تکراري حدیثونه دي چې هغه یې له شپږو لکو حدیثونو غوره کړې دي.[۳۴] او په صحیح مسلم کې څلور زره غیر تکراري حدیثونه دي چې د لیکوال په وینا یې له درې لکو صحیح حدیثونو یې استخراج کړې دي.[۳۵]
  • د پېغمبر د سنتو بدلون: ځینو ویلي چې د حدیث په لیکلو بندیز سبب شو چې په ټولنه کې د پېغمبر(ص) سنت بدل شي.[۳۶] د دې مسالې د ثابتولو لپاره په ځینو تاریخي نقلونو استناد شوی؛ منجمله هغه روایت چې د شافعیانو امام شافعي، له وهب بن کیسان نقل کړی دی چې په اساس یې د خدای د رسول ټول سنت حتی لمونځ بدل شو.[۳۷]
  • د مذهبونو جوړېدل: د پېغمبر د سنتو په له مینځه تللو او د جعلي او سلیقه ای روایتونو د شمېر په زیاتېدلو سره، ورو ورو مختلف مذهبونه او ډول ډول کلامي او فقهي مشربونه او مسلکونه راپېدا شول؛[۳۸] ځکه چې هر د سلیقې اختلاف د یو حدیث له جعلېدو سره یو ځای او د اسلامي ټولنې له تنې د ځینو کسانو د جدایۍ او د نوي مذهب د جوړېدو سبب کېده.[۳۹]

لیکنې

کتاب مَنعُ تدوینِ الحدیث، اسباب او نتائج، لیک د سیدعلی شهرستاني د پېغمبر د حدیثونو له لیکلو د مخنیوي د پایلو او علتونو په باره کې دی. د کتاب د ژباړونکي په وینا، لیکوال په دې کتاب کې ثابتوي چې د «د اجتهاد او رای» د مکتب جوړېدل د حدیثو د منعې ثمره ده.[۴۰] دا کتاب چې په عربۍ ژبه لیکل شوی موسسه الاعلمي للمطبوعات په ۱۴۱۸ ق کال کې په بېروت کې خپور کړی دی. د اهل بیتو نړیوالې ټولنې (مجمع جهاني اهلبیت) هم د هغې ترجمې په انګریزۍ او فارسۍ ژبې چاپ کړې دي.[۴۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق،‌ ج۱۰،‌ ص۲۸۵؛ طبری، تاريخ‏ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۲۰۴.
  2. دیاری بیدگلی، «نقد و بررسی علل و انگیزه‌های منع نگارش حدیث»، ص۳۸.
  3. مثال په توګه وګورئ: ابی‌داود،‌ سنن ابی‌داود، المکتبه العصریه، ج۳، ص۳۱۸.
  4. متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق،‌ ج۱۰،‌ ص۲۸۵.
  5. طبری، تاريخ‏ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۲۰۴.
  6. متقی هندی، کنزالعمال، ۱۴۰۱ق، ج۱۰، ص۲۹۱-۲۹۲، ح۲۹۴۷۴.
  7. مرتضی عاملی،‌ الصحیح من سیرة النبی الاعظم،‌ ج ۱، ص۷۷.
  8. ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۱-۱۲.
  9. ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۲.
  10. شهرستانی، منع تدوین الحدیث، ۱۴۱۸ق، ص۳۱-۳۲.
  11. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۳.
  12. مامقانی، مقباس‌الهدایة، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۸۹-۱۹۴، دیاری بیگدلی څخه نقل شوي، «نقد و بررسی علل و انگیزه‌های منع نگارش حدیث»، ص۳۸.
  13. متقی هندی، کنزالعمال، ۱۴۰۱ق، ج۱۰، ص۲۹۱-۲۹۲، ح۲۹۴۷۴.
  14. ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۹.
  15. ابوزهره، الحدیث و المحدثون، ۱۳۷۸ق، ص۱۳.
  16. غزالی، احیاء العلوم، ج۱۰، ص۷۹ به نقل از دیاری بیگدلی، «نقد و بررسی علل و انگیزه‌های منع نگارش حدیث»، ص۴۴.
  17. متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق،‌ ج۱۰،‌ ص۲۸۵.
  18. ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۹۱-۲۹۲.
  19. دیاری بیدگلی، «نقد و بررسی علل و انگیزه‌های منع نگارش حدیث»، ص۴۰-۴۸.
  20. شهرستانی، منع تدوین الحدیث، ۱۴۱۸ق، ص۵۷.
  21. نسائی، سنن نسائی،‌ ۱۴۰۶ق،‌ ج۵، ص۲۵۳.
  22. شهرستانی، منع تدوین الحدیث، ۱۴۱۸ق، ص۵۴، ۸۵-۱۲۶.
  23. مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء العربی، ج۴، ص۲۲۹۸، ح۳۰۰۴.
  24. ابی‌داود،‌ سنن ابی‌داود، المکتبه العصریه، ج۳، ص۳۱۸.
  25. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۷۷.
  26. موسوی بیرجندی، «منع کتابت و انتشار حدیث»، ص۷۶.
  27. ابن‌حبان، صحیح ابن حبان، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۶۵.
  28. اعظمی، دراسات فی الحدیث النبوی و تاریخ تدوینه، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۸۲.
  29. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۷۸ش، ج١، ص۹۱.
  30. متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق،‌ ج۱۰،‌ ص۲۸۵.
  31. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۷۸ش، ج١، ص۹۲.
  32. حسینی، «پیامدهای منع نقل حدیث»، ص۶۲.
  33. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۷۸ش، ج١، ص۹۵.
  34. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۴.
  35. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۱۰۲.
  36. حسینی، «پیامدهای منع نقل حدیث»، ص۶۷.
  37. شافعی، الام، ۱۴۱۰ق، ج۱، کتاب الصلاة -کتاب صلاة العیدین- أن یبدأ بالصلاة قبل الخطبة، ص۲۶۹.
  38. حسینی، «پیامدهای منع نقل حدیث»، ص۶۸.
  39. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ج١، ص۹۱.
  40. شهرستانی، منع تدوین حدیث، ۱۳۹۰ش، مقدمه سید هادی حسینی (مترجم)، ص۱۹.
  41. شهرستانی، منع تدوین حدیث، ۱۳۹۰ش، مقدمه سیدهادی حسینی (مترجم)، ص۲۰.

سرچينې

  • ابن‌حبان، محمد بن حبان، صحیح ابن‌حبان، تحقیق شعیب الارنؤوط، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • ابوزهره، محمد، الحدیث و المحدثون، قاهره، دار الفکر العربی، ۱۳۷۸ق.
  • اعظمی، محمد مصطفی، دراسات فی الحدیث النبوی و تاریخ تدوینه، بیروت، المکتب الاسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۱ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، دارالطوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • حسینی، سیدجواد، «پیامدهای منع نقل حدیث»، در نشریه فرهنگ کوثر، قم، آستانه مقدس حضرت معصومه(س)، شماره ۷۵، پاییز ۱۳۸۷ش.
  • حسینی جلالی، سیدمحمدرضا، تدوین السنة الشریفه، بی‌نا، بی‌تا.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بيروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۱۷ق.
  • دیاری بیدگلی، محمدتقی، «نقد و بررسی علل و انگیزه‌های منع نگارش حدیث»، در پژوهش‌های فلسفی-کلامی، شماره۱، پاییز ۱۳۷۸ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تذکرة الحفاظ، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • سبحانی، جعفر، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، قم، توحید، ۱۳۷۸ش.
  • سیوطی، تاریخ الخلفاء، تحقيق حمدی الدمرداش، مکتبة نزار مصطفى الباز، ۱۴۲۵ق.
  • شافعی، محمد بن ادریس، الام، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۰ق.
  • شهرستانی، سیدعلی، منع تدوین الحدیث اسباب و نتایج، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمبطوعات، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۷م.
  • شهرستانی، سیدعلی، منع تدوین حدیث انگیزه‌ها و پیامدها، ترجمه سیدهادی حسینی، قم، مجمع جهانی اهل‌بیت، ۱۳۹۰ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق ابراهیم، محمد ابوالفضل، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • عاملی، جعفر مرتضی،‌ الصحیح من سیرة النبی الاعظم،‌ قم، دارالحدیث، ۱۳۸۵ش.
  • مامقانی، عبدالله، مقباس ‌الهدایة فی علم الدرایة، قم، آل‌البیت لاحیا‌ء التراث، ۱۴۱۱ق.
  • متقی هندی، علی بن حسام‌الدین، کنز العمال، تحقیق بکری حيانی و صفوة السقا، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۷۷ش.
  • موسوی بیرجندی، سیدحسین، «منع کتابت و انتشار حدیث و سنت نبوی»، در مجله معرفت، شماره ۵۲، فروردین ۱۳۸۱ش.
  • نسائی، سنن نسائی، تحقيق عبدالفتاح ابوغدة، حلب، مکتب المطبوعات الإسلامية، ۱۴۰۶ق.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاء العربی، بی‌تا.

بهرنۍ لینک