پولک لرونکی کب
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
پولک لرونکی یا پڼکه لرونکی کب، هغه کب دی چې خوړل یې حلال دي. په شیعه فقه کې د کب پولک یا پڼکې (چې ځینې خلک ورته ستاره هم وایي) لرل د هغه د حلالوالي معیار دی. ځینې فقیهان دا حکم د امامیه له خاصو احکامو ګڼي. په اسلامي روایتونو کې، د دغه حکم په اساس، ځینو د خوړلو له لحاظه حلال غوښو او حرام غوښو کبانو ته اشاره شوې ده.
فقیهان د بې پولکه یا بې پڼکې کب پېر پلور د خوراک لپاره باطل او حرام ګڼي. د هغوي د فتوا مطابق، که د کب د بدن یوه برخه هم پولک یا پڼکې ولري کافی ده او خوړل یې حلال دی. د هغو کبانو په هکله چې پولک يې په مایکروسکوپ کې لیدل کیږي او د سر په سترګو د هغو د پولکو د لیدلو امکان نه وی، د عالمانو تر مینځ اختلاف دی.
پېژندګلو
پولک لرونکی کب هغه کب ته ویل کیږي چې د بدن په بهرنۍ برخه یعنې څرمنه یې پولک او پڼکې وي.[۱] په اسلامي فقه کې د پولک لرونکي کب په اړه د ښکار،ذباحه، اطعمه او اشربه (خوراکونه او څښاکونه) په بابونو کې خبره کیږي.[۲] د کب پولک لرل، د کب د حلالوالي لپاره یو معیار دی.[۳] د شیعه په روایي سرچینو کې، د پولک لرونکي کب په اړه ځینې روایتونه راغونډ کړی شوې دي.[۴]
فقهي حکم
امامیه فقیهانو د پولک لرونکې کب خوړل حلال او د هغه کب چې پولک نه لري خوړل حرام ګڼلې دي.[۵] د بې پولکه کب نه مطلب هغه کب دی چې ذاتا پولک او پڼکې نه لري.[۶] نو له دې امله هغه کبان چې پولک لري، خو پولک او پڼکې یې توې شوې وي پکې نه شاملیږي.[۷]
د بې پولکه کبانو د غوښو د حراموالي په اړه ویل شوي چې دغه کبان اصولا غوښه خوړونکي یا مردار خواره دي او د بدن غوښه یې د پولک او پڼکو د نه لرلو په وجه ککړتیا لري.[۸]
د کبانو د هګیو حکم
د اکثره فقیهانو په فتوا د کبانو د هګیو (خاویار) د خوړلو حکم په خپله د ماهي تابع دی، نو که یو کب حلال وي د هګیو خوړل یې هم حلال دي.[۹] ځينو نورې لارې چارې هم راوړي دي؛ منجمله دا چې که د کب هګۍ ځیږې او سختې وي حلالې او که نرمې وي، حرامې دی؛[۱۰] خو ځینو دغه لاره چاره هغه ځای ګڼلې چې معلومه نه وي دغه کب د حلالې غوښې دی که د حرامې.[۱۱]
د پولک لرونکي کب د حلالوالي حکم، د شیعه مخصوص حکم
ځینو شیعه فقیهانو لکه شیخ طوسي او سید مرتضی، د پولک لرونکو کبانو حلال والی او د نورو سمندري حیواناتو حراموالی د امامیه له خاصو حکمونو ګڼلی دی.[۱۲] ځینو نورو په دې اړه د روایتونو تواتر[۱۳] او په اصحابو کې یې شهرت ته په اشارې سره،[۱۴] د هغه لپاره د اجماع ادعا کړې[۱۵] او هغه یې د شیعو د مذهب له اصولو ګڼلی دی.[۱۶]
غیر امامیه فقیهان د کب حلالوالی په پولک او پڼکو لرلو پورې ځانګړی نه ګني. ابو حنیفه ټول کبان حلال ګڼلي دي. همداراز محمد بن ادریس شافعي او مالک بن انس ټول سمندري حیوانات حلال بللې دي.[۱۷] له دې امله ځینو فقیهانو د پولک لرونکي کب حلالوالی د مسلمانانو اجماع او د بې پولکه کبانو او هغو سمندري حیواناتو چې کبان نه ګڼل کیږي حراموالی د امامیه د اصحابو اجماع ګڼلې ده.[۱۸]
روایي مصداقونه
ځینو فقیهانو، مختلفو روایتونو ته په پام سره، د حلالې غوښې او حرامې غوښې د ځینو کبانو نومونو ته اشاره کړې[۱۹] او په دې اړه یې د عالمانو حکمونه راغونډ کړې دي.[۲۰]
سُلحفَاة (شمشتۍ)، ضِفْدِع ( چیندخه) و صَرَطَان ( چنګاښ یا کوني کبر) له هغو سمندري حیواناتو دي چې په روایتونو کې له دې امله چې کبان نه دي یا پولک نه لري د حرام حکم لري.[۲۱] همداراز کنْعَتْ (یا کنعد= آزادماهی)، رُبَیثا (وړوکی کب چې ډېر نري پولک او پڼکې لري)،ارْبَیان (د اوبو ملخ یا شرمپ shrimp )، طِمْر او طِمْرانی د حلالو کبونو له ډولونو ګڼل شوې دي.[۲۲]
د شیخ طوسي،[۲۳] محقق حلي[۲۴] او اصباح الشیعهُ کتاب لیکوال کیدري په شان فقیهانو[۲۵] په روایتونو په استناد سره ځینې دریایي حیوانات لکه جِرّی (مارماهي)، زَهو او زِمار مکروه ګڼلې او ځینو نورو له دې امله چې هغه کبان نه ګڼي یا یې پولک لرونکي نه ګڼي، حرام بللي دی.[۲۶] دغه کسانو هغه روایتونه چې په کراهت دلالت لري د تقیې له مخې ګڼلې دي.[۲۷] د ځینو کبانو چې په روایتونو کې ورته اشاره شوې د ماهي په مصداق والي کې هم اختلاف موجو دی.[۲۸]
د پولک (پڼکې) اندازه او مصداق
د ځینو مجتهدانو په فتوا، ضروري نه ده چې د کب په ټول بدن پولک او پڼکې وي او که د بدن په یوه برخه یې وي نو کافی ده.[۲۹] د دې خبرې معلومول چې کب پولک لري او که نه، دا په شخص پورې اړه لري[۳۰] یا دا چې خبر او پوه خلک ووایي چې کب پولک لري.[۳۱]
ځینې باوري دي چې که یو کس په دې کې شک وکړي چې کب پولک لري، باید بنا پر حراموالي کیږدي؛[۳۲] مګر دا چې د مسلمانانو په بازار کې خرڅیږي.[۳۳] یا یو عادل کس ووایي چې کب پولک لري.[۳۴] پر دې اساس که په هغو کبانو چې د غیر مسلمو په بازار کې خرڅیږي، مشکوک وي باید له خوړلو یې ډډه وکړي.[۳۵]
په فقیهانو کې د هغو کبانو په حلالوالي کې چې پولک او پڼکې یې په ذره بین کې لیدل کیږي او د سر په سترګو نه شي لیدل کیدی اختلاف موجود دی. ازونبرون، فیلماهي، تاسماهي،[۳۶] کوسهماهي[۳۷] او خاویار ماهي[۳۸] له هغو کبانو دي چې له فقیهانو یې د حلیت په اړه پوښتنه شوې ده.
ځینې مراجع عقیده لري چې د پولک لرونکي کب پولک باید د سر په سترګو او بې له ذره بینه ولیدل شي او د ټولنې د عرف په نظر کې ورته پولک او پڼکې وویل ششي.[۳۹] له دې امله ایت الله تبریزي په دې باور دی چې د خاوریار کب پولک لرنه نه ده ثابته شوې.[۴۰] ځینې نور لکه ایت الله بهجت په ذره بین لیدل هم کافي ګڼي.[۴۱] ایت الله مکارم شیرازي د کوسه ماهي د حلیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې د عرف نظر [۴۲] یا د اهل اطلاع تصدیق[۴۳] د کب په حلالوالي کې کافی ګڼي.
ځینې څېړاندي باوري دي چې د کب د خوړلو د جایزوالي معیار د پولک او پڼکې لرل دي که هغه د سر په سترګو لیدل کیږي که په ذره بین کې.[۴۴]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهل بیت(ع)، قم، ج۹، ص۲۶۸.
- ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۹۱.
- ↑ وګورئ: خمینی، تحریر الوسیلة، قم، ج۲، ص۱۵۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صدوق، من لا یحضره الفقیه،۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۲۳؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۴، ص۱۲۹؛ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شریف مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۴۰۰؛ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۶۹.
- ↑ غفاری، ترجمه و شرح من لا یحضره الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۴۴۴.
- ↑ علامه حلی، قواعد الأحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۲۴؛ غفاری، ترجمه و شرح من لا یحضره الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۴۴۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۶۳.
- ↑ علت حرام گوشت بودن ماهیان بدون پولک چیست؟، سایت مشرق.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، مشهد، ج۲، ص۱۶۰؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۲۳۵.
- ↑ دیلمی، المراسم العلویة، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۷.
- ↑ علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، مشهد، ج۲، ص۱۶۰؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۲۳۵.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۷۸ق، ج۶، ص۲۷۶؛ شریف مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۴۰۰.
- ↑ کوهکمرهای، «تحقیق بر التنقیح الرائع»، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۱.
- ↑ اردبیلی، مجمع الفائدة، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۱۸۷.
- ↑ راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۴۹.
- ↑ ابنادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۹۹.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۳۲۸.
- ↑ اردبیلی، مجمع الفائدة، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۱۸۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، ص۵۷۶؛ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ص۵۷۶؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۷۸ق، ج۶، ص۲۷۶؛ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۶۹؛ علامه حلی، تبصرة المتعلمین، ۱۴۱۱ق، ص۱۶۳.
- ↑ فاضل آبی، کشف الرموز، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۶۱.
- ↑ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۲۳۵.
- ↑ شیخ بهایی، جامع عباسی، ۱۴۲۹ق، ص۷۵۴.
- ↑ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ص۵۷۶.
- ↑ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۶۹.
- ↑ کیدری، إصباح الشیعة، ۱۴۱۶ق، ص۳۸۷.
- ↑ ابنادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۹۹.
- ↑ شهید اول، الدروس الشرعیة، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۸.
- ↑ وګورئ: شعرانی، ترجمه و شرح تبصرة المتعلمین، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۶۳۴.
- ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۹۱.
- ↑ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۳.
- ↑ بهجت، استفتاءات، ۱۴۲۸ق، ج۴، ص۳۷۶.
- ↑ حکیم، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۶۷.
- ↑ تبریزی، استفتاءات جدید، قم، ج۲، ص۳۹۳.
- ↑ خویی، صراط النجاة، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۰۶؛ بجنوردی، القواعد الفقهیة، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۴۱.
- ↑ تبریزی، صراط النجاة، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۰۶.
- ↑ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۳-۶۴.
- ↑ تبریزی، استفتاءات جدید، قم، ج۱، ص۴۰۲؛ بهجت، استفتاءات، ۱۴۲۸ق، ج۴، ص۳۷۶؛ مکارم شیرازی، استفتاءات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۲۸۶؛ صافی گلپایگانی، جامع الأحکام، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۶.
- ↑ تبریزی، صراط النجاة، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۰۶؛ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۳.
- ↑ تبریزی، استفتاءات جدید، قم، ج۲، ص۳۹۰.
- ↑ تبریزی، صراط النجاة، ۱۴۲۷ق، ج۵، ص۴۰۶.
- ↑ بهجت، استفتاءات، ۱۴۲۸ق، ج۴، ص۳۷۶.
- ↑ استفتاءات جدید مکارم، ج۱، ص: ۲۸۲
- ↑ مکارم شیرازی، استفتاءات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۲۸۶.
- ↑ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، ج۴۳، ص۲۳۷.
سرچينې
- ابنادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
- اردبیلی، احمد بن علی، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، تحقیق آقا مجتبی عراقی و علیپناه اشتهاردی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
- بجنوردی، سید حسن، القواعد الفقهیة، تحقیق مهدی مهریزی و محمدحسن درایتی، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۹ق.
- بهجت، محمدتقی، استفتاءات، قم، دفتر حضرت آیتالله بهجت، ۱۴۲۸ق.
- تبریزی، جواد، استفتاءات جدید، قم، بیجا، بیتا.
- تبریزی، جواد، صراط النجاة، قم، دارالصدیقه الشهیده، ۱۴۲۷ق.
- جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، فارسی، قم، موسسه دائر المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، بیتا.
- حرّ عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آلالبیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
- حکیم، سید محسن، منهاج الصالحین (المحشی)، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۰ق.
- خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعات دارالعلم، بیتا.
- خویی، سید ابوالقاسم، صراط النجاة (المحشی)، قم، مکتب نشر المنتخب، ۱۴۱۶ق.
- دیلمی، سلار، المراسم العلویة و الأحکام النبویة، تحقیق محمود بستانی، قم، منشورات الحرمین، ۱۴۰۴ق.
- راوندی، قطبالدین، فقه القرآن للراوندی، قم، انتشارات کتابخانه آیتالله مرعشی، ۱۴۰۵ق.
- شریف مرتضی، علی بن حسین موسوی، الانتصار فی انفرادات الإمامیة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۵ق
- شعرانی، ابوالحسن، تبصرة المتعلمین فی أحکام الدین، ترجمه و شرح، تهران، منشورات إسلامیة، چاپ پنجم، ۱۴۱۹ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الإمامیة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، محمدتقی و علی اصغر مروارید، بیروت، دارالتراث، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، کتابفروشی داوری، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
- شیخ بهایی، بهاءالدین، جامع عباسی و تکمیل آن محشی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ جدید، ۱۴۲۹ق.
- صافی گلپایگانی، لطفالله، جامع الأحکام، قم، انتشارات حضرت معصومه(س)، ۱۴۱۷ق.
- صدوق، محمّد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، تحقیق سید محمدتقی کشفی، تهران، مکتبه المرتضویه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
- طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دارالکتب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تحقیق حسن الموسوی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تبصرة المتعلمین فی أحکام الدین، تحقیق محمدهادی یوسفی غروی، تهران، مؤسسه چاپ و نشر، ۱۴۱۱ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، مشهد، مؤسسه آلالبیت(ع)، بیتا.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، قواعد الأحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- غفاری، علیاکبر و محمدجواد صدر بلاغی، ترجمه و شرح من لا یحضره الفقیه، تهران، نشر صدوق، ۱۴۰۹ق.
- فاضل آبی،حسن بن ابیطالب، کشف الرموز فی شرح مختصر النافع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ سوم، ۱۴۱۷ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله سیوری، التنقیح الرائع لمختصر الشرائع، قم، انتشارات کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، ۱۴۲۵ق.
- کیدری، محمد بن حسین، إصباح الشیعة بمصباح الشریعة، قم، موسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۶ق.
- گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل للگلبایگانی، قم، دارالقرآن الکریم، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، قم، مؤسسه دائره المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعه لدرر اخبار الائمه الاطهار، بیروت، مؤسسه الطبع و النشر، ۱۴۱۰ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعه، قم، کنگره جهانی شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتاءات جدید، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی طالب(ع)، ۱۴۲۷ق.
- «علت حرام گوشت بودن ماهیان بدون پولک چیست؟»، سایت مشرق، تاریخ انتشار:۱۳۹۵/۱۱/۱۰، تاریخ بازدید: ۱۳۹۸/۱۰/۲۵.