پیشوای صادق (کتاب)

د wikishia لخوا
د پیشوای صادق د کتاب انځور

پیشوای صادق د امام صادق(ع) د فرهنګي او سیاسي سیرت په اړه د ایت الله خامنه ای په وېناوو مشتمل کتاب دی چې له انقلابه په مخکې کلونو ( ۱۳۴۵-۱۳۵۰ل) کې یې کړې دي، همداراز دا مطالب په ۱۳۵۸ کال کې د یادښتونو د ټولګې په شکل په اسلامي جمهوری ورځپاڼه کې خپاره شوي او له ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۰ لمریز کاله د کتاب په شکل کې چاپ شوې دي.

د دغه کتاب د لیکلو اصلي لامل، د امام صادق(ع) په باره کې د غلطو اخستونونو او نظرونو اصلاح ده چې ګمان کېده امام له سیاسي اقداماتو ډډه او د وخت له واکمنانو سره ساز باز کړی دی. په دې کتاب کې، د امامت د مفهوم او اهدافو په بیان او د ۲۵۰ کلن انسان د نظریې په وضاحت سره د امام صادق(ع) مقام او اقداماتو ته اشاره شوې ده.

د کتاب موضوع

پیشوای صادق د امام صادق(ع) د سیاسي فرهنګي سیرت په اړه د سید علي خامنه ای په وینا مشتمل یو کتاب دی چې په هغه وخت کې د پهلوي حکومت په خلاف یو فعال عالم و او د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته یې مختلف مسوولیتونه منجمله د اسلامي جمهوریت د نظام رهبري په غاړه لرلې ده. ویل شوي چې د اسلامي انقلاب په لومړیو کلونو کې د شپږم امام(ع) له سیرته د ځینو خلکو د غلطو اخستونونو اصلاح، د دغه یادښتونو د لیکل کېدو له عواملو وه.[۱] د دغه اخستون مطابق، امام صادق(ع) له سیاسي اقداماتو ډډه کوله او د وخت له واکمنانو سره یې ساز باز کړی و.[۲]

په دې کتاب کې هڅه شوې په تاریخي استدلالونو سره ثابته شي چې امام صادق(ع) له سیاسته ډډه نه ده کړې او هیڅکله یې د وخت له واکمنانو سره سازباز او معامله نه ده کړې.[۳]

د لیکوال اصلي آیډیا

په پیشوای صادق کتاب کې، د معصومو امامانو(ع) سیرت یو ۲۵۰ کلن انسان ته ورته بلل شوی چې د زماني شرایطو په اساس یې د اسلام اهدافو ته د رسېدلو لپاره تر ټولو ښه طریقه خپله کړې ده.[۴] چوپتیا، ملګرتیا،[۵] اوربند، جهاد[۶] پټې مبارزې، فرهنګي او تبییني کارونه[۷] له دغو فعالیتونو څخه دي.

په دې مینځ کې امام صادق(ع) د اهل بیتو په سیاسي تاریخ کې د پام وړ اثر لرلی او د امامانو(ع) د مطلوب حکومت د جوړولو لپاره یې هڅه کړې ده.[۸] په دې کتاب کې، د امامت د اهدافو په تشریح او ۲۵۰ کلن انسان د نظریې د بنسټونو په توضیح سره د امام صادق(ع) مقام او د هغوي اقدامات سپړل شوې دي.[۹]

د کتاب د مینځ پانګې راپور

د کتاب په لومړۍ نیمایي کې د امامت فلسفه د د امام باقر(ع) تر زمانې پورې د ۲۵۰ کلن انسان د نظریې په اساس بیان شوې ده.[۱۰] لیکوال په دې برخه کې، د امام صادق(ع) په اړه درې «قضاوتونه» مطرح کړې دي؛[۱۱] دوه قضاوتونه چې د لیکوال په وینا په خلکو کې دود دي، په هغو یې کره کتنه کړې او دریم قضاوت چې په خپله د هغه نظر دی بیانوي:

  • « پلویتوب لرونکی قضاوت»: د دغه نظر په اساس، امام صادق(ع) د ښوونې او روزنې لپاره طلایي فرصت لاسته راوړ او د علم او دین په خپراوي کې داسې ډوب شو چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په دندې یې عمل ونه کړی شو. له دې امله مجبوره شو د ظالمو واکمنانو په مقابل کې د هغوي ستاینه وکړي. دا نظر د هغو کسانو له خوا مطرح کیږي چې ځانونه د امام مینه وال ګني.[۱۲]
  • «معترضانه قضاوت»: د دې نظر مطابق، امام صادق(ع) په هغه زمانه کې چې ظلم په هر ځای کې خپور و، د عافیت لاره خپله کړه او د یو رهبر او مشر له انساني دندې یې غفلت وکړ او په درس او بحث لګیا شو؛ په داسې حال کې چې شیعیان په تعقیب، زندان، شکنجو، جلاوطنۍ قتل او لوټېدو کې ښکېل وو.[۱۳]

د دغه دوو نظرونو اشکالات او اعتراضات

د لیکوال په باور، لومړی قضاوت د څو جعلي روایتونو په اساس جوړ شوی چې په محتوا کې یې ځیرتیا، د هغې جعلي والی ښکاره کوي؛ ځکه چې د امامت شان او وجود تر دې لوړ او اوچت دی چې په بې ځایه چاپلوسۍ او غوړه مالۍ ککړه شي؛ هغه هم د ظالمانو او طاغوتیانو.[۱۴] دوهم قضاوت هم سست او غېر علمي او د مستشرقانو د قضاوتونو په شان دی چې په زیاتو مواردو کې په غرض ککړ یا د جهل او بې خبرۍ له امله دی.[۱۵]

دریم قضاوت، د لیکوال نظر

د لیکوال له نظره د امام صادق(ع) او نورو امامانو (ع) په اړه صحیح قضاوت او فیصله دا ده چې شیعه امامانو په خپله د پېغمبر(ص) په شان له دې پرته بل هدف نه درلود چې عادلانه اسلامي نظام په هماغه ځانګړنو او اهدافو سره چې قرآن څرګند کړی، جوړ کړي یا ورته دوام ورکړي؛ ځکه چې امامت د نبوت دوام دی[۱۶]

لیکوال په دوام کې د امام صادق(ع) د ژوند سپړنه او شننه کړې او د امام له ژوند سره د بلدتیا یوازینۍ لاره یې په دری محورونو کې د امام د ژوند د ګراف په تشریح کې ګڼلې ده.[۱۷]

  1. د امامت د مسالې بیان او تبلیغ[۱۸]
  2. د شیعي فقې په روده د احکامو بیان او تبلیغ او همداراز د شیعه نظر په طریقه د قرآن تفسیر[۱۹]
  3. د پټو نظریاتي-سیاسي تشکیلاتو شتون[۲۰]

چاپ او ژباړه

د پیشوای صادق کتاب متن د امام صادق(ع) د فرهنګي او سیاسي سیرت په اړه د ایت الله خامنه ای ویناوې دي چې له انقلابه په مخکې کلونو کې له ۱۳۴۵ تر ۱۳۵۰لمریز کال کې یې کړې دي.[۲۱] دغه ویناوې په سر کې د لیکوال له خوا د یادښتونو د ټولګې په شکل کې د ۱۳۵۸ کال په غبرګولي کې د اسلامي جمهوری ورځپاڼې په اولسو ګڼو کې چاپ شوې، بیا له ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۰ کلونو پورې د کتاب په بڼه د پیشوای صادق په نوم سره چاپ شوې.[۲۲] له څه مودې وروسته د ټایپي غلطیو د شتون په وجه د کتاب چاپېدل بند شول.[۲۳] وروسته د اسلامي انقلاب موسسې اصل یادښتونو ته په رجوع سره هغه اصلاح کړې[۲۴] او په ۱۳۸۳ ل کال کې د اسلامي فرهنګ د نشر دفتر په ۱۱۳ مخونو کې چاپ کړې.

د اهلبیتو نړیوالې ټولنې دا کتاب په انګریزۍ، عربۍ او سندۍ ژبو ژباړلی دی.[۲۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. کتاب پیشوای صادق برداشت‌های اشتباه از سیره امام صادق(ع) را تصحیح کرده است خبرگزاری رسمی حوزه
  2. کتاب پیشوای صادق برداشت‌های اشتباه از سیره امام صادق(ع) را تصحیح کرده است خبرگزاری رسمی حوزه.
  3. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۶۹-۱۱۳.
  4. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۱.
  5. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۶.
  6. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۹.
  7. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۹-۱۱۳.
  8. وګورئ: خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۷۲-۸۷.
  9. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۶۷-۱۱۳.
  10. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۱-۶۷.
  11. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱.
  12. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۲.
  13. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۵.
  14. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۸.
  15. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۰.
  16. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۱۱-۱۳.
  17. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۶۷.
  18. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۶۹.
  19. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۸۸.
  20. خامنه‌ای، پیشوای صادق، ۱۳۸۳ش، ص۹۶.
  21. سیره فرهنگی و سیاسی «پیشوای صادق (ع)» از زبان امام خامنه‌ای خبرگزاری آنا.
  22. معرفی کتاب |کتاب پیشوای صادق تألیف امام خامنه‌ای پایگاه اطلاع‌رسانی هیئت رزمندگان.
  23. کتاب «پیشوای صادق» در قم معرفی شد خبرگزاری مهر.
  24. کتاب «پیشوای صادق» در قم معرفی شد خبرگزاری مهر.
  25. کرمانی و روزبه، آینه آثار: کارنامه ترجمه مجمع جهانی اهل‌بیت، ۱۴۰۱ش، ص۱۹.

سرچينې