د ۲۵۰ کلن انسان نظریه
- دا مقاله د ۲۵۰ کلن انسان د نظریې په اړه ده. په همدې نامه له کتاب سره د اشنایۍ لپاره د ۲۵۰ کلن انسان (کتاب) وګورئ.
د ۲۵۰ کلن انسان نظریه، داسې نظریه ده چې د بني امیه او بني عباسو د حکومت په دوران کې د شیعه امامانو د سیاسي او مبارزاتي سیرت د طریقي په یو شان والي او یو هېړوالي په تکیې سره، هغوي یو۲۵۰ کلن انسان معرفي کوی. دغه نظریه د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي له اسلامي انقلابه مخکې مطرح کړې او په دې باور و چې د شیعه امامانو سیاسي ژوند له ظاهري تفاوت سره سره په ټول کې یو پرله پسې او اوږد حرکت دی چې ۲۵۰ کاله یې دوام لرلی او هغو ټولو د یو ټاکلي هدف یعنې د انسانيت د لوړاوي او ترقۍ او د اسلامي ټولنې د جوړولو د تحقق لپاره خو په مختلفو طریقو سره د خپلې زمانې له دښمنانو سره مبارزه کوله.
د دغه نظریې له مخې د معصومو امامانو ۲۵۰ کاله په څلورو پړاوونو وېشل کیږی:۱. ۲۵ کلن د صبر او چوپتیا پړاو، ۲. د امامانو د حکومت لنډ پړاو، ۳. د پټو او تشکیلاتي فعالیتونو شل کلنه دوره، او ۴. د امام سجاد(ع) د امامت له پېله د اسلام د فکري بنسټونو د احیا دوره.
د نظریې وضاحت
د ۲۵۰ کلن انسان د نظریې مطابق، معصومان(ع) له رسول الله مبارک(ص) وروسته، د یو واحد انسان په توګه ګڼل کیږي چې له ۱۱ تر ۲۶۰ قمري پېړۍ همېشه د خپل وخت د طاغوتیانو له ظلم او بې لارۍ سره د پرله پسې مبارزې او جهاد په حال کې وو.[۱] د دغه نظریې مطابق، ټول اهل بیت(ع) د یو انسان په شان و چې ۲۵۰ کاله په یو معلوم هدف او فکر سره د دغه هدف د تحقق په لاره کې د مبارزې په حال کې وو. دغه انسان د اسلام حقیقي مکتب ته د ټولنې د ټولو وګړو د رسولو لپاره له مختلفو ځانګړنو استفاده کړې ده؛ د عصمت، له قران او د پېغمبر له ویناوو د الهام اخستلو، د اسلامي مکتب او ټولنیز وضعیته د ژورې خبرتیا په شان له ځانګړنو. پر دې اساس، هغوي له دې هدفه نه دي کاږه شوې؛ بلکې اساسا - حقیقي اسلام ته د ټولنې د رسولو لپاره- دهغوي انحراف ممکن نه دی.[۲]
په ۲۵۰ کلونو کې[۳] د شیعه امامانو د ژوند د مهمو ځانګړنو په توګه سخته او پرله پسې سیاسي مبارزه د جهاد په موضوع کې د معصومانو(ع) د شخصیت وحدت بیانوي.[۴] د دغه نظریې له مخې له امام حسین(ع) وروسته ټول امامان په حقیقت کې د هغه همرزمان وو او له هماغه دشمن سره یې مبارزه وکړه چې امام حسین(ع) ورسره جنګېدلی او شهید شوی و، خو د هغوي د جهاد بڼه د شرایطو په اقتضا بدلېده.[۵]
دلایل
د علي رضا اعرافي په وینا د دغه نظریې بنسټونه په دې کې ګڼلی شو چې د شیعه له نظره شیعه امامان ټول له یوه نوره دي، لکه څنګه چې به زیارت جامعه کې هم په دې ټکي ټینګار شوی دی چې د دوي خټه یوه ده. هغه همداراز له امام صادق(ع) یو روایت نقلوي چې د امامانو علم او فضایل واحد او ټول یو حقیقت ګڼي.[۶]
وړاندې کوونکی او مخینه
د ۲۵۰ کلن انسان نظریه د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه اي له اسلامي انقلابه مخکې په ۱۳۵۰ کال کې وړاندې کړه.[۷] د هغه په باور په دغه ۲۵۰ کلونو کې یوه پرله پسې پېوسته لیکه، په مختلفو رودو سره د اهل بیتو(ع) په فکر او عمل کې لیدل کیږي[۸] او په دغه ټوله موده کې حرکت او ژوند په یو لوري و او له یو ځایه – قرآن او سنته- یې الهام اخستی دی.[۹] سره له دې ځینې کسان باوري دي چې له هغه مخکې د عراق شیعه متفکر سید محمد باقر صدر (۱۳۵۹-۱۳۱۳ لمریز) هم دغه لیدتوګه د شیعه امامانو(ع) په اړه لرلې وه؛ خو د دغه نظر مطابق، د سید علي خامنه اي نظریه د مینځ پانګې له نظره «زیاته سیاسی» او « زیاته نوښتګره» ده.[۱۰]
علي رضا اعرافي هم دغه نظریه د امامانو د شخصیت د وحدت په توګه مطرح کړې او باوري دی چې دغه باور د شیعه اجتهاد له مفروضاتو او د شیعه فقې د ستنو او بنسټونو برخه ده.[۱۱]
د ۲۵۰ کلن دوران ځانګړنې
د شیعه امامانو د حرکت کلي لیکې
د امامانو د شخصیت د وحدت د نظریې او د اعرافي په وینا د امامانو د شتون مختلفې جبهې او خطوط په څلورو اړخونو کې انځورولی شو:
- د الحاد له نظریې سره فکري، علمي او فرهنګي مبارزه؛[۱۲]
- د نورو اسلامي مذهبونو له کلامي او فقهي لیدتوګو سره مقابله[۱۳] د پردیو په وړاندې د اسلامي وحدت د ساتنې او د سوچه اسلام په توګه د تشیع له اعتقادي پولو د حفاظت دوو ټکو ته په پام سره؛[۱۴]
- په تشیع کې دننه له انحرافاتو او کږلاریو سره مقابله؛[۱۵]
- له اموي او عباسي خلیفه ګانو سره سیاسي او ټولنیزه مقابله.[۱۶]
څلور پړاویزه وېشنه
د ۲۵۰ کلن سړي نظریه د امامانو سیاسي ژوند په څلورو مختلفو دورو کې په ښکاره توپیر سره ویشلی دی:[۱۷]
- لومړی پړاو: د خلافت د زمانې د پېل پینځه ویشت کلن پړاو( د لومړیو خلیفه ګانو په زمانه کې د حضرت علي(ع) دوران) چې ورته د صبر پړاو ویل کیږي.[۱۸]
- دوهم پړاو: د امامانو د حکومت د پېل دوره چې د امام علي(ع) د خلافت (۳۵-۴۰ق) پړاو او د امام حسن(ع) د خلافت لنډ شان پړاو د. د دغه دوران تر ټولو مهمه ځانګړنه حقدار ته د حق رسېدل او د رسول الله(ص) د حکومت په شان د یو انقلابي حکومت جوړول دی.[۱۹]
- دریم پړاو: د امامانو(ع) د پټو فعالیتونو او تشکیلاتو دوره له ۴۱ ق کاله بیا تر ۶۱ قمري کاله ده، د دغه پړاو تر ټولو مهمه ځانګړنه د مجاهدو عسکرو په واسطه په ټولنه کې د فکري زمینې برابرول او د داسې کسانو روزول دي چې له امام حسین(ع) سره مرسته وکړی او خپل هدف ته د هغه د رسیدلو کار سرڅڼه کړي.[۲۰]
- څلورم پړاو: د امام سجاد(ع) د امامت له پېل سره شورو او تر ۲۵۰ ق کاله دوام مومي په دغه دوران کې دوه مهم کارونه وشول:[۲۱]
- د اسلام احیا: اسلامي ټولنه د بني امیه و د اوږد حکومت په دوران کې خپل شکل بدل کړی و او د سوچه محمدي(ص) اسلام فکري بنسټونه هېر کړی شوې وو. له همدې امله امامانو د اسلام د فکري بنسټونو احیاء ته مټې ونغاړلې او هڅه یې وکړه غیر اسلامي افکار چې په دې کلونو کې اسلامي ټولنې ته تزریق شوې وو، له مینځه یوسي.[۲۲]
- د « سوچه اسلام د اصلي فکر د حفاظت» په هدف سره د یو سیاسي مذهبي او پټ ګوند جوړېدل، « د منظم سیاسي بهېر جوړول» او « له دغه منظم سیاسی بهېر سره د اسلامي فکر په طرز د وابستګانو تر مینځ د اړیکو برابرول» د دغه پړاو له مهمو کارونو ګڼل کیږي؛ ځکه چې که امام(ع) د ضرورت په وخت له واکمن دربار سره د نښتې او حرکت اراده لرله یو لړ مجاهدو عسکرو ته یې ضرروت پیدا کاوه چې له مخکې په دغه خاطر تربیت شوې وي.[۲۳]
اته پړاویزه تقسیم بندي
اعرافي د خپل کتاب په سریزې کې له امامت سره د خلافت مقابله په اتو پړاوونو کې بیان کړې ده:
- د حضرت علي(ع) د امامت دوران؛[۲۴]
- د حضرت امام حسن(ع) د امامت دوران؛[۲۵]
- د عاشورا د پاڅون دوران؛[۲۶]
- د امام سجاد(ع) د امامت دوران؛[۲۷]
- د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) د امامت دوران؛[۲۸]
- د امام موسی بن جعفر(ع) د امامت دوران؛[۲۹]
- د امام رضا(ع) د امامت دوران؛[۳۰]
- د حق د جبهې له کامیابۍ د نهیلي کېدو او د ساډوبۍ دوران چې د نهم امام امام جواد(ع) له زمانې پېل او د غیبت زمانې ته رسیږي.[۳۱]
۲۵۰ کلن انسان
د ۲۵۰ کلن انسان په کتاب کې د دغه نظریې په اړه د ایت الله خامنه اي خبرې دې. دغه کتاب په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د صهبا خپرندویه مرکز له خوا په ۳۷۵ مخونو کې چاپ شوی دی.[۳۲] دغه کتاب د ۱۳۹۹ لمریز کال تر پایه ۸۵ ځله بیا چاپ او په عربۍ، انګریزۍ، اردو، ترکي استانبولي، کردي، آذري، سندي، هندي، جرمن او تایي لینډۍ ژبو ژباړل شوی دی.[۳۳]
فوټ نوټ
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۶.
- ↑ خامنهای، دو امام مجاهد، ۱۳۹۶ش، ص۶۱.
- ↑ سیاهپوش، سیاست، ۱۳۹۸ش، ص۴۸۳.
- ↑ جبرائیلی، روایت رهبری، ۱۳۹۸ش، ص۳۱۹.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۵، ۹۹، ۱۰۰، ۲۳۶.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۲۴-۲۵.
- ↑ غفاری، از نیمه خرداد، ۱۳۹۸ش، ص۷۴؛ خامنهای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۱ش، ص۱۵.
- ↑ غفاری، از نیمه خرداد، ۱۳۹۸ش، ص۷۵.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۶۱.
- ↑ نجفی، مولفههای تمدنساز در مکتب سیاسی امام رضا(ع)، ۱۳۹۶ش، ص۲۹.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۲۴-۲۵.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۱.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۱.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۱.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۲.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۳.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۶۱.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۱۱۸.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۱۲۴.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۱۲۴، ۱۴۸.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۱۲۴، ۱۵۰.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۱۵۰، ۱۵۱.
- ↑ خامنهای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۱۵۴.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۴.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۵.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۵-۳۶.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۶.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۶-۳۷.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۸.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۸.
- ↑ اعرافی، خورشید عاشورا، ۱۳۹۶ش، ص۳۹.
- ↑ خامنهای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۱ش، ص۵٬۴.
- ↑ «انسان ۲۵۰ ساله تبیین استراتژی امامان در جریانِ مبارزه سیاسی»، خبرگزاری فارس
سرچينې
- اعرافی، علیرضا، خورشید عاشورا، تدوین: محمد آزادی، مؤسسه اشراق و عرفان، قم، ۱۳۹۶ش.
- «انسان ۲۵۰ ساله تبیین استراتژی امامان در جریانِ مبارزه سیاسی»، خبرگزاری فارس، انتشار ۱۱ آذر ۱۳۹۹ش، مشاهده ۴ اردیبهشت ۱۴۰۱ش.
- جبرائیلی، یاسر، روایت رهبری، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
- خامنهای، سید علی، انسان ۲۵۰ ساله، مرکز صهبا، ۱۳۹۱ش.
- خامنهای، سید علی، دو امام مجاهد، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۶ش.
- خامنهای، سید علی، همرزمان حسین، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۷ش.
- سیاهپوش، امیر، سیاست، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
- غفاری، مصطفی، از نیمه خرداد، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
- نجفی، موسی، مؤلفههای تمدنساز در مکتب سیاسی امام رضا(ع)، آرما، ۱۳۹۶ش.