کفاره جمع

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

کَفّاره جمع د یو غلام آزادولو، شپېتو ورځو روژې او شپېتو فقیرانو ته ډوډۍ ورکولو ته اشاره لري چې په حرامو سره د روژې ماتولو او قتل عمد په وجه واجبیږي. البته ځینې فقیهان په حرامو سره د روژې د ماتولو لپاره کفاره جمع، د احتیاط مطابق ګڼي.

په کفاره جمع کې باید یو دېرش ورځې پرله پسې روژه ونیسي او په اطعام کې، هر یو فقیر ته لږ تر لږه یو مد طعام (۷۵۰ ګرام غنم، اوربشې او داسې نور) ورکړل شي. د فقیهانو په فتوا که د درې واړو کفارو په یو ځای امکان نه و.، هره یوه یې چې ممکنه ده باید ترسره کړي او که هیڅ یوه یې او په هیڅ اندازه یې نه شوه کولې باید استغفار وکړي.

مفهوم پېژندنه

کفاره جمع په یو ځای د څو کفارو کول دي چې د ځینې حرامو کارونو د کولو په وجه واجبیږي او هغه دا ده: د یو غلام ازادول، د شپېتو ورځو روژه نیول او شپېتو فقیرانو ته ډوډۍ ورکول.[۱] کفاره مالي او بدني جرمانه ده چې د ځینو ګناهانو د ارتکاب په بدل کې باید ورکړل شي.[۲]

د واجبېدو موارد

کفاره جمع په ځینو مواردو کې واجبیږي لکه په حرام شي سره د روژې ماتول او عمدي قتل.

په حرامو سره د روژې ماتول

د ځینو فقیهانو په فتوا په حرام کار سره د روژې ماتول لکه د نجاست خوړل، زنا او استمنا د کفاره جمع د واجبېدو سبب کیږی.[۳] که هغه څه چې حرام وي په اصل کې حرمت لرلی وي او که نه د کوم سبب له امله لکه غصب والی، نجسېدو یا د ضرري خوراک د خوړولو په وجه حرام شوی وي.[۴] د یو روایت له مخې چې له امام رضا(ع) نقل شوی، په حرام سره د روژې خوړل د کفاره جمع سبب کیږي.[۵] ځینو د فقهي قواعدو په استناد او ځینو د نورو روایتونو له مخې، په حرام سره د روژې د ماتولو لپاره یوازې یوه کفاره لازمه ګڼلې ده.[۶] آیت‌الله خامنه‌ای[۷] او آیت‌الله سیستانی[۸] د کفاره جمع ورکول د احتیاط له مخې مستحب ګڼلي دي. ځینو هم په په دې مساله کې د واجب احتیاط حکم ورکړی دی.[۹]

د تقلید د ځینو مراجعو په وینا، له حرامو سره د روژه ماتي په وجه کفاره جمع یوازې د روژې له میاشتې سره مخصوص نه ده او نورو واجبو روژو ته هم شاملیږي.[۱۰] ځینو د سر او سینې د خلط تېرول هم له دغه حکم سره یو ځای کړې دي.[۱۱] همداراز د هغو لاړو تېرول چې وینه پکې وي، د ځینو د فتوا مطابق د کفاره جمع سبب کیږي.[۱۲] او یا باید د واجب احتیاط مطابق درې ګونې کفاره ادا کړي.[۱۳]

د ځینو مراجعو د فتوا مطابق د روژې په حالت کې په خدای او پېغمبر(ص) درواغ تړل د کفاره جمع سبب کیږي؛ که څه هم په دې اړه اختلافات شته دي.[۱۴]

عمدي وژله

د یو مسلمان کس عمدا وژل کفاره جمع لري.[۱۵] دا حکم په حدیثونو کې راغلی دی.[۱۶] همداراز د روایتونو له مخې د قاتل د توبې د منلو شرط د کفاره جمع ورکول دي.[۱۷]

ځینې باوري دي چې کفاره جمع په هغه بڼه کې واجبه ده چې انسان په خپله په قتل لاس پورې کړی وي او که د قتل سبب یا واسطه ګرځېدلی وي او یا یې د هغه امر کړی وي، پرې کفاره واجبه نه ده.[۱۸]

د قتل کفاره، د مسلمانې ښځې، سړي، ازاد، غلام، عاقل، لیوني، بالغ او ماشوم په وژلو سره واجبیږي.[۱۹] په دغه حکم کې هغه جنین هم شاملیږي چې روح پکې ننوتی وي.[۲۰]

په لیوني یا ماشوم چې قتل یې کړی وي د کفارې په وجوب کې اختلاف دی؛ ځینو لیکلي چې اکثره فقیهان په دې عقیده دي چې باید د هغوي له مالونو د اطعام او د غلام د ازادولو خرچه یې له ماله واخستل شي او روژه دې له ښه کیدو او یا بالغېدو وروسته په خپله ونیسي.[۲۱]

اکثره فقیهان باور لري چې له قصاصه وروسته د فقیرانو د اطعام او د روژې نیولو لګښت د قاتل له ماله اخستل کیږي؛[۲۲] همداراز که قاتل د کفارې له ورکولو مخکې ووژل شي، د کفارې خرچه د هغه له ماله اخستل کیږي.[۲۳] که قاتل ته د قصاص حکم نه وي شامل؛ لکه د پلار په لاس د زوي قتل، پر هغه کفاره جمع نه ده واجبه.[۲۴]

که څو کسان په ګډه یو کس ووژني په هر یو یې کفاره جمع واجبه ده.[۲۵] په ځینو روایتونو کې راغلي چې که څوک په حرامو میاشتو کې څوک ووژني په کفارې کې په عمل کې باید په هماغه میاشتو کې روژه ونیسي.[۲۶]

احکام

د کفارې ځینې احکام دا دي:

  • په شپېتو ورځو کې لږ تر لږه یو دېرش ورځې باید پرله پسې روژه ونیسي.[۲۷]
  • هر فقیر ته په اطعام کې د یو مد طعام په اندازه ( ۷۵۰ ګرامه غنم یا اوربشې او یا داسې نور) ورکړل شي.[۲۸] البته د علامه مجلسي په وینا د یو یا دوو مده طعام په اړه په فقیهانو کې اختلاف دی.[۲۹]
  • که په یو ځای د دریو کفارو امکان نه و، هر یوه یې چې ممکنه وه باید ترسره کړي او که هیڅ یوه یې او په هیڅ اندازه یې نه شوه کولې، باید استغفار وکړي.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ج‌۳، ص۴۵۹؛ آبی، کشف الرموز، ۱۴۱۷ق، ج‌۲، ص۲۵۹؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۸۵.‌
  2. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۸.
  3. شیخ بهایی، جامع عباسی، ۱۴۲۹ق، ص۴۶۲؛ بحرانی، سداد العباد، ۱۴۲۱ق، ص۲۲۹؛ علامه حلی، إرشاد الأذهان، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۹۷؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج‌۱، ص۹۳۱.
  4. فقعانی، مسائل ابن طی، بی‌تا، ص۱۷۸؛ شهید ثانی، حاشیة المختصر النافع، ۱۴۲۲ق، ص۶۱؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج‌۱، ص۹۳۰–۹۳۱.
  5. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۷۸.
  6. صیمری، غایة المرام، ۱۴۲۰ق، ج‌۱، ص۳۱۹.
  7. خامنه‌ای، اجوبة الاستفتائات، ۱۴۲۰ق، ج‌۱، ص۱۳۵.‌
  8. سیستانی، توضیح المسائل، ۱۳۹۳ش، ص۲۹۸-۲۹۹.‌
  9. امام خمینی، تحریرالوسیلة، ۱۴۰۹ق، ج‌۲، ص۱۲۶؛ امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۴.
  10. فقعانی، مسائل ابن طی، بی‌تا، ص۱۷۸.
  11. مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج‌۳، ص۲۴۸؛ شهید ثانی، حاشیة الإرشاد، ۱۴۱۴ق، ج‌۱، ص۳۰۹.‌
  12. کرمانشاهی، مقامع الفضل، ۱۴۲۱ق، ج‌۲، ص۲۴۹.
  13. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۹.
  14. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج‌۱، ص۹۳۱.
  15. بحرانی، عیون الحقائق الناظرة، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۳۱۰.
  16. مثال په توګه وګورئ:‌ کلینی، الکافی، ج۷، ص۲۷۶؛ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۱۶۲-۱۶۵؛ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۹۵-۹۶؛ حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۹، ص۳۴.
  17. مثال په توګه وګورئ:‌ فاضل مقداد، کنزالعرفان، ۱۴۲۵ق، ج‌۲، ص۳۶۷‌؛ ابن ادریس حلی، السرائر الحاوی، ۱۴۱۰ق، ج‌۳، ص۳۳؛ حرعاملی، هدایة الامة، ۱۴۱۲ق، ج۸، ص۴۶۷.
  18. فخرالمحققین، إیضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ج‌۴، ص۷۵۱؛ مجلسی، حدود و قصاص و دیات، تهران، ص۱۶۰.
  19. آبی، کشف الرموز، ۱۴۱۷ق، ج‌۲، ص۶۸۱؛ مجلسی، حدود و قصاص و دیات، تهران، ص۱۶۰.
  20. حائری، الشرح الصغیر، ۱۴۰۹ق، ج‌۳، ص۵۲۰.
  21. مجلسی، حدود و قصاص و دیات، ص۱۶۱.‌
  22. مجلسی، حدود و قصاص و دیات، تهران، ص۱۶۰.
  23. فقعانی، الدرالمنضود، ۱۴۱۸ق، ص۳۳۳.
  24. علامه حلی، تحریرالأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج‌۵، ص۴۶۰.
  25. حلی،إرشاد الأذهان، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۹۷؛ فخرالمحققین، إیضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ج‌۴، ص۷۵۱؛ مجلسی، حدود و قصاص و دیات، تهران، ص۱۶۱.
  26. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱۰، ص۳۸۰-۳۸۱.
  27. امام خمینی، تحریرالوسیلة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۳۰۲.‌
  28. مکارم شیرازی، توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۲۶۳.
  29. مجلسی، حدود و قصاص و دیات، تهران، ص۱۶۰.
  30. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج‌۱، ص۹۳۰–۹۳۱.

سرچينې

  • آبی، حسن بن ابی‌طالب، کشف الرموز فی شرح مختصر النافع، تحقیق علی‌پناه اشتهاردی و حسن یزدی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریرالوسیلة، قم، موسسه مطبوعات دارالعلم، ۱۴۰۹ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشی)، تحقیق سیدمحمدحسین بنی‌هاشمی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل، تحقیق مسلم قلی‌پور گیلانی، بی‌جا، ۱۴۲۶ق.
  • بحرانی، حسین بن محمد، سداد العباد و رشاد العباد، تحقیق محسن آل‌عصفور، قم، کتابفروشی محلاتی، ۱۴۲۱ق.
  • بحرانی، حسین بن محمد، عیون الحقائق الناظرة فی تتمیم الحدائق، قم، دفتر انتشارات اسلامی، قم، ۱۴۱۰ق.
  • حائری، سید علی، الشرح الصغیر فی شرح مختصرالنافع - حدیقة المؤمنین، تحقیق سیدمهدی رجائی، قم، انتشارات کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی احکام الأئمة - منتخب المسائل، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
  • خامنه‌ای، سید علی، اجوبة الاستفتائات، بیروت، الدار الاسلامیة، ۱۴۲۰ق، چاپ سوم.
  • سیستانی، سید علی، توضیح المسائل، مشهد، دفتر حضرت آیت‌الله العظمی سیستانی، ۱۳۹۳ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، تحقیق محمدتقی مروارید و علی‌اصغر مروارید، بیروت، دارالتراث، ۱۴۱۰ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، غایة المراد فی شرح نکت الإرشاد، تحقیق رضا مختاری، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، حاشیة الإرشاد، تحقیق رضا مختاری، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، حاشیة المختصر النافع، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • شیخ بهایی، بهاء‌الدین، جامع عباسی و تکمیل آن محشی، چاپ جدید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۲۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • صیمری، مفلح بن حسن، غایة المرام فی شرح شرائع الإسلام، تحقیق جعفر کوثرانی، بیروت، دارالهادی، ۱۴۲۰ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، إرشاد الأذهان إلی أحکام الإیمان، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، تحقیق ابراهیم بهادری، قم، موسسه امام صادق، ۱۴۲۰ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، حدود و قصاص و دیات، تحقیق علی فاضل، تهران، موسسه نشر آثار اسلامی، بی‌تا.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنزالعرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، ۱۴۲۵ق.
  • فخرالمحققین، محمد بن حسن، إیضاح الفوائد فی شرح مشکلات القواعد، تحقیق سید حسین موسوی کرمانی، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۳۸۷ق.
  • فقعانی، علی بن علی، الدرالمنضود فی معرفة صیغ النیات و الإیقاعات و العقود، تحقیق محمد برکت، قم، مکتبه امام العصر(عج) العلمیه، ۱۴۱۸ق.
  • فقعانی، علی بن علی، مسائل ابن طی - المسائل الفقهیة، استنساخ از سلسله ینابیع الموده، بی‌تا.
  • کرمانشاهی، محمدعلی، مقامع الفضل، قم، موسسه علامه مجدد وحید بهبهانی، ۱۴۲۱ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، موسسه اسماعیلیان، ۱۴۱۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، توضیح المسائل، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ پنجاه و دوم، ۱۴۲۹ق.