کوثر
کوثر، قرآني ټکی او د حضرت زهرا(س) له لقبونو دی،[۱] چې په لغت کې د پریمانه خېر په معنا دی[۲] دا ټکی یو ځل په قرآن کې او په کوثر سوره کې راغلی دی.[۳]
د کوثر د تفسیر او مصداق په اړه د نظر اختلاف او ډېر قولونه موجود دي.[۴] د کوثر ځینې تفسیرونه دا دي: په جنت کې یو سیند، اسلام، نبوت، قرآن، علم و حکمت، حوض کوثر، شفاعت، د ملګرو او پېروانو زیاتوالی او د نسل او بچیانو پریماني.[۵]
د مجمع البیان د لیکوال په وینا، دا ټول احتمالات صحیح دي؛ ځکه چې د کوثر په لفظ کې د دنیا او آخرت خیر کثیر شامل دی چې دغو ټولو تفسیرونو ته شاملیږي.[۶] فخر رازي د کوثر تفسیر په جنت کې په یو سیند سره مشهور او مستفیض ګڼلی دی.[۷]
علامه طباطبایي له کوثره مطلب د پېغمبر(ص) د ذریت (نسل) پریماني ګڼلې ده؛ ځکه چې د کوثر سورې په اخره کې د «ابتر» ټکی د بې نسله او بې اولاده په معنا دی او کوثر چې د ذریت او نسل د پریمانۍ په معنا دی د ابتر له معنا سره زیات سمون لري.[۸]
ویل شوي چې د شیعه مفسرانو له نظره په کوثر سوره کې د کوثر مطلب حضرت زهرا(س) ده؛ ځکه چې د دې په خلاف چې عاص بن وائل پېغمبر(ص) «ابتر» (بې اولاده،) یعنې هغه کس چې نسل او ذریت نه لري ګڼلی و، خدای تعالی د هغه حضرت د لور حضرت فاطمه(س) له لارې رسول الله مبارک(ص) ته ډېر بچیان او اولاد ورکړ.[۹]
- په نړې کې د فاطمه(س) د نسل پراختیا
نن سبا د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د فاطمه(س) له نسله سادات موجود دي. د مثال په توګه پر عربي هیوادونو او ایران سربېره، په تیونس او مراکش کې د ادریسیانو د شیعي دولت د بنسټ ګر ادریس بن عبدالله بن حسن نسل اوس هم موجود دی. په انډونیشیا کې حبشي، علوي او باکثیر کورنۍ له ساداتو دي. په یمن کې د امام حسن او امام حسین(ع) له نسله ډېرې کورنۍ موجودې دي. د مصر په اسوان ښار کې د جعافره په نوم یوه لویه قبیله ده چې په امام صادق(ع) پورې منسوبه ده. په هند او پاکستان کې رضوي او نقوي سادات ډېر دي.[۱۰]
ځینې مفسرانو د کوثر لپاره شپږ اړخونه مطرح کړې دي چې دا دي:علم او عمل، نبوت، قرآن، په دنیا او اخرت کې شرافت، او د حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها له نسله پاک ذریت او اولاد، او زیاته کړې یې ده چې د حضرت سید الشهداء امام حسین علیه السلام له شهادته وروسته، له حضرت سجاد(ع) پرته له اهل بیتو هیڅ سړی نه و پاتې. خو خدای تعالی خپله وعده پوره کړه او د هغه له نسله یې نړۍ ډکه کړه.[۱۱]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء، ۱۴۲۸ق، ج۲۲، ص۹و۲۵.
- ↑ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۲، ص۳۱۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۷۰.
- ↑ سوره کوثر، آیه۱.
- ↑ وګورئ: فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۲، ص۳۱۳-۳۱۶؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۷۰.
- ↑ وګورئ: فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۲، ص۳۱۳- ۳۱۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۸۳۶؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۷۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۸۳۷.
- ↑ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۲، ص۳۱۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۷۰.
- ↑ وګورئ: خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۶۹؛ احسانیفر، علوم حدیث، ۱۳۸۳ش، ص۵۳ـ۶۹ (ادله و متون روایی تفسیر کوثر به نسل پیامبر).
- ↑ داغر، مصادر الدراسة الأدبية، ۱۹۸۳م، ج۴، ص۳۶۴-۳۶۶.
- ↑ حسینی شاه عبدالعظیمی، حسین، تفسیر اثنی عشری، ۱۳۶۳ش، ج۱۴، ص۳۶۳.
سرچينې
- احسانیفر لنگرودی، محمد، «فاطمه(س) کوثر قرآن»، فصلنامه علوم حدیث، ش ۳۱، بهار ۱۳۸۳ش.
- انصاری زنجانی، اسماعیل، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء، قم، دلیل ما، ۱۴۲۸ق.
- حسینی شاه عبدالعظیمی، تفسیر اثنی عشری، تهران، نشر میقات، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
- خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، تهران، دوستان و ناهید، ۱۳۷۷ش.
- داغر، يوسف أسعد، مصادر الدراسة الأدبية أعلام النهضة، بیروت، المكتبة الشرقية، ۱۹۸۳م.
- طباطبایی، سیدمحمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- فخررازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر(مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.