wikishia:Featured articles/2023

د wikishia لخوا

د فدکیه خُطبه یا خطبة لُمَّة د حضرت فاطمه سلام الله علیها هغه وینا ده چې په مسجد النبي کې د فدک د غصبولو په اعتراض کې شوې وه. ابوبکر خلافت ته له رسېدو وروسته د فدک کلي چې پېغمبراکرم(ص) فاطمې(س) ته ورکړې و، له هغې د خلافت په ګټه قبضه کړ په دې دلیل چې یو روایت یې رسول الله(ص) ته منسوب کړې و چې وايي: پېغمبران له ځانه وروسته میراث نه پریږدي. وروسته له دې چې د فاطمه(س) انصاف غوښتنه بې پایلې شوه، د رسول الله(ص) جومات ته لاړه او یوه خطبه یې ورکړه چې د فدکیه په خطبې مشهوره شوه. په دې خطبه کې یې د فدک خپل ملکیت روښانه کړ. همدارنګه یې د خلافت په اړه د علي(ع) له حقه دفاع وکړه او مسلمانان یې په دې خبرې وغندل چې ولی د اهل بیتو(ع) د ظلمونو په وړاندې چوپ دي.

نور یی ولوله ...

نورې ټاکل شوې مقالې: د ظهور نښېد بني هاشمو محلهد فدک کیسه