ابدی حرام
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
اَبدی حرام یا حرمت مُؤبد، د همېشه لپاره د یوې ښځې او سړي د واده حراموالی دی. په شیعه فقه کې، محصنه زنا، لعان، د عدې او احرام په موده کې د نکاح د صیغې جاري کول، د یوې ښځې له زوي، پلار او ورور سره لواط او له نهم ځل وروسته ښځې ته طلاق ورکول د همېشه لپاره د ښځې او سړي د واده د حراموالي سبب کیږي.
د ابدي حرام اصطلاح د نکاح، طلاق، حج او لعان په فقهي بابونو کې کارول شوې ده. د « ایران د مدني قانون» له ۱۰۵۰ تر ۱۰۵۹ پورې مادې په ابدي حرمت پورې ځانګړې دي.
مفهوم پېژندنه
ابدي حرام، د موقت حرام په مقابل کې او د همېشه لپاره د یو سړي او ښځې د واده د حراموالي په معنا دی.[۱] د ابدي حرام اصطلاح دوه استعمالونه لري:
- له محارمو (نَسبی، رِضاعی و سَببی).[۲] سره د واده همېشنی حراموالی
- له هغه غیر محارمو سره د واده همېشنی حراموالی چې ورسره واده جایز دی؛ خو د ځینو خنډونو د جوړېدو په وجه له هغوي سره واده د همېشه لپاره حرامیږي.[۳]
دا اصطلاح د نکاح، طلاق، حج او لعان په فقهي بابونو کې استعمال شوې ده.[۴] د « ایران د مدني قانون» له ۱۰۵۰ تر ۱۰۵۹ پورې مادي د ابدي حرمت په مواردو پورې مخصوصې دي.[۵]
سببونه
په اسلامي فقې کې ځېنې اسباب ذکر شوې دي چې د هغو په شتون سره، د ښځې او سړي واده د تل لپاره حرامیږي:
- لعان: په داسې بڼه کې چې د ښځې او مېړه تر مینځ لعان وشي. هغه دوه د همېشه لپاره په یو بل حرامیږي.[۶] لعان په فقه کې یوه اصطلاح ده چې پکې، مېړه په خاصو قسمونو سره د قاضي په نزد خپلې ښځې ته د زنا نسبت ورکوي او ښځه په ورته قسمونو سره د خپل مېړه د تور انکار کوي.[۷] د ښځې او مېړه لخوا د لعان په جاري کېدو سره،(په ښځې د زنا د تور په دلیل) له مېړه د قذف حد او له ښځې د زنا حد اوچتیږي.[۸]
- د مېرمنې نهه طلاقه کول: د شیعه فقې په اساس که یو سړی خپلې مېرمنې ته درې طلاقه ورکړي، له هغه سره د بیا واده کولو حق نه لري مګر وروسته له یو مُحَلِّل نه ( یو بل څوک له هغه ښځې سره واده وکړي او بیا ورته طلاق ورکړي)[۹] او که هغه درې ځله درې طلاقه کړي یعني که یو سړی خپلې مېرمنې ته نهه ځله طلاق ورکړي نو هغه ښځه په هغه د ابد لپاره حرامیږي.[۱۰]
- افضاء: که یو سړی یوه ښځه مخکې له دې چې د بالغېدو عمر ته ورسیږي، افضاء کړي، هغه ښځه په هغه د ابد لپاره حرامیږي.[۱۱] د افضاء مطلب دی د بولو او حیض د لارې یو کول.[۱۲]
- زنا: د فقیهانو د مشهور نظر مطابق که یو سړی له یوې ښځې سره له واده کولو مخکې د هغې له له مور یا لور سره زنا وکړي هغه ښځه د همېشه لپاره په هغه طلاقیږي.[۱۳] همداراز له مېړوخې ښځې سره د سړي زنا کول او یا له هغه ښځې سره چې د رجعي طلاق په عدې کې ده، په هغه سړي د هغه ښځې د ابدي حرمت سبب کیږي.[۱۴]
- لواط: که یو سړی له یوې ښځې سره له واده مخکې د هغې زوي، ورور یا پلار سره لواط کړی وي، هغه ښځه د تل لپاره په هغه حرامیږي.[۱۵]
- د عدې په حال کې واده: له هغه ښځې سره چې د عدې په حال کې ده واده جایز نه دی[۱۶] له دې امله که واده له دې خبرېدو او علم سره سره چې ښځه په عده کې ده او په دې حالت کې واده حرام دی، وشي، ښځه په سړي د ابد لپاره حرامیږي. حتی که همبستري هم نه وي شوې.[۱۷] خو که په دې خبره خبر نه وي، نو یوازې په هغه بڼه کې پرې ښځه ابدي حرامیږي چې دخول یې کړی وي او که دخول نه وي شوی، یوازې د واده عقد باطل دی او د عدې له ختمېدو وروسته له هغه ښځې سره واده کولی شي.[۱۸]
- د احرام په حال کې واده: د احرام په حال کې د ښځې او سړي واده حرام او باطل دی.[۱۹] واده په دې علم سره چې په دې موقعیت کې واده حرام دی، حتی که همبستري یې هم نه وي کړي پر سړي د ښځې د ابدي حرمت سبب کیږي.[۲۰] او که خبر نه وي نو مشهور قول دا دی چې حتی که همبستري یې هم کړې وي، یوازې عقد باطل دی.(او د ابدي حرمت سبب نه کیږي)[۲۱]
فوټ نوټ
- ↑ مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۲۹۱.
- ↑ اکبری، احکام روابط محرم و نامحرم، ۱۳۹۲ش، ص۲۴.
- ↑ مجتهدی تهرانی، سه رساله: گناهان کبیره، محرم و نامحرم، احکامالغیبه، ۱۳۸۱ش، ص۱۸-۱۹.
- ↑ مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۳۹۲.
- ↑ حجتی اشرفی، مجموعه قوانین اساسی-مدنی، ۱۳۷۸ش، ص۲۲۷-۲۲۸.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۴، ص۳-۴.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۱.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۱؛ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۳۴۲.
- ↑ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۱.
- ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۷۹ش، ص۷۳۱.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۰۴-۱۰۵.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۴۱۹.
- ↑ شهید ثانی، مسالکالافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۲۹۷-۲۹۸.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۴۴۶.
- ↑ خویی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۶۵.
- ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، الموسوعةالفقهیة، ۱۴۲۹ق، ج۱۰، ص۴۷۳.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۴۵۰.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۴۵۰.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۴۵۰.
سرچينې
- اکبری، محمود، احکام روابط محرم و نامحرم، قم، انتشارات فتیان، ۱۳۹۲ش.
- امام خمینی، سید روحالله، تحریرالوسیله، قم، مؤسّسة تنظیم ونشر آثار الإمام الخمینی، چاپ اول، ۱۴۳۴ق.
- حجتی اشرفی، مرتضی، مجموعه قوانین اساسی- مدنی با آخرین اصلاحات و الحاقات، تهران، کتابخانه گنج دانش، ۱۳۷۸ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مدینة العلم، چاپ بیست و دوم، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- مؤسسة دائرةالمعارف الفقه الاسلامی، الموسوعةالفقهیة، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۹ق.
- مؤسسه دائرةالمعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.
- مجتهدی تهرانی، احمد، سه رساله: گناهان کبیره، محرم و نامحرم، احکامالغیبه، قم، مؤسسه در راه حق، ۱۳۸۱ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.