محصنه زنا

د wikishia لخوا

مُحصَنه زنا، د میړوخې ښځې یا مېرمن لرونکې سړي زنا ده چې په یو لړ شرایطو سره تحقق پیدا کوي او سزا یې سنګسار دی. محصنه زنا هغه وخت تحقق پېدا کوي چې واده کړې ښځه یا ښځه لرونکی سړی په فقهي اصطلاح کې د «اِحصان»لرونکی وي؛ یعنې بالغ او عاقل وي، مریی یا وینځه نه وي، له خپلې مېرمنې سره یې همبستري کړې وي او همداراز په شواروز کې یې له هغې سره د همبسترۍ امکان لرلی وي.

د محصنه زنا سزا په هغه بڼه کې سنګسار دی چې پکې، زناکار له عاقل او بالغ کس سره زنا وکړي؛ په بله بڼه کې یې سزا سل متروکې وهل دي.

فقهي تعریف

په فقه کې د میړوخې ښځې او مېرمن لرونکي سړي زنا ته «مُحصَنه» زنا وایي.[۱] «مُحصَن» او «مُحصَنه» هغه سړي او ښځې ته وایي چې احصان ولري؛[۲] یعنې دایمي مېرمن یا مېړه ولري، ورسره یې همبستري کړې وي، ورسره د همبستري امکان برابر وي، مریی یا وینځه نه وي، بالغ او عاقل وي.[۳]

احکام

د فقیهانو په فتوا که ځینې چارې لکه سفر، بندي توب، د جنسي اړیکي مخنیوونکې ناروغۍ، د زناکار کس په جوړه کې موجودې وي، د هغه زنا محصنه نه ده.[۴] [لا غوره سرچینې ته اړتیا ده] البته په همسر کې د شرعي عذر لکه حیض، روژې او احرام د لرلو په بڼه کې د فقیهانو په مینځ کې اختلاف دی.[۵] همداراز که ښځه خپل مېړه ته ځان نه ورکوي د هغې د مېړه زنا به محصنه نه وي.[۶]

په دې مساله کې له فقیهانو یوه بله فتوا شته ده چې بائن طلاق له احصانه د وتلو سبب کیږي؛ خو په دې کې چې ایا رجعي طلاق هم له احصانه د سړي او ښځې د وتلو سبب کیږي، د نظر اختلاف موجود دی.[۷][ لاښې سرچینې ته اړتیا ده] امام خمیني رجعي طلاق له احصانه د سړي او ښځې د وتلو سبب نه ګڼي او په دې باور دی چې په دوي کې هر یو که د مسالې په حکم پوه شي او زنا وکړي حد پرې جاري کیږي.[۸] د شیعه فقیه شیخ مفید په وینا، له میړوخې ښځې سره زنا د ابدي حرمت ( د همېشه لپاره په یو بل د زناکارې ښځې او سړي د حراموالي) سبب کیږي حتی له توبې او له خپل مېړه له جدایۍ وروسته هم.[۹]

سزا

په اسلامي شریعت کې، له عاقل او بالغ کس سره د مُحصنه زنا سزا سنګسار ده.[۱۰] که زناکار بوډا سړی یا ښځه وي، له سنګساره مخکې سل متروکې هم وهل کیږي.[۱۱] د هغه کس چې د احصان ټول شرایط نه لري د زنا شرعي حد، او همداراز د ځینو روایتونو له مخې له نابالغ او لیوني کس سره د محصنه زنا سزا سل متروکې ده.[۱۲] که څه هم ځینو فقیهانو په دې بڼه کې هم سنګسار لرې نه دی ګڼلی.[۱۳]

ځینې فقیهان باوري دي هغه زناکار چې واده یې کړی خو له خپل همسر سره یې همبستري نه ده کړې، پر سل متروکو وهلو سربېره جلاوطن کیږي هم.[۱۴] همداراز ځینې فقیهان وایي چې که یو کس خپله مېرمنه له بل سره د زنا په حال کې وویني کولی شي دواړه ووژني؛ خو ځینې نورو دا کار جایز نه دی ګڼلی.[۱۵] امام خمیني د مېرمنې وژله په داسې بڼه کې جایزه ګڼلې چې پوه شي ښځې یې په خپله خوښه دغه کار کړی دی.[۱۶] او فرق نه کوي چې مېرمن یې دایمي وي او که موقت، ورسره یې همبستري کړې وي او که نه، محصن وي او که غیر محصن.[۱۷]

په سپېڅلي کتاب کې، د محصنه زنا سزا قتل ده.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. شهید اول، اللمعةالدمشقیه، ۱۴۱۰ق، ص۲۵۴.
  2. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۳۰۷.
  3. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۳۷و۱۳۸.
  4. منتظری، مجازات‌های اسلامی و حقوق بشر، ۱۴۲۹ق، ص۱۵۱.
  5. جمعی از پژوهشگران، موسوعة الفقه الإسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۷، ص۱۲۶.
  6. گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۴۲.
  7. موسوی اردبیلی، فقه الحدود والتعزیرات، ۱۴۳۷ق، ج۱، ص۲۳۴.
  8. امام خمینی، تحریر الوسیله، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، ج۲، ص۳۴۵.
  9. مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۱.
  10. موسوی اردبیلی، فقه الحدود والتعزیرات، ۱۴۳۷ق، ج۱، ص۱۹۸.
  11. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲-۱۳۹۵ش، ج۱، ص۲۸۱.
  12. طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۴۲۹ق، ج۳۰، ص۶۳۷.
  13. امام خمینی، تحریر الوسیله، مؤسسه مطبوعات دار العلم، ج۲، ص۴۶۳.
  14. امام خمینی، تحریر الوسیله، مؤسسه مطبوعات دار العلم، ج۲، ص۴۶۴.
  15. مجله فقه اهل بیت، بی‌تا، ج۲۲، ص۱۶۷.
  16. امام خمینی، تحریر الوسیله، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، ج۱، ص۴۶۷.
  17. امام خمینی، تحریر الوسیله، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (ره)، ج۱، ص۴۶۷.
  18. کتاب مقدس، تثنیه، ۲۲: ۲۲.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى(ره)، بی‌تا.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، قم، مؤسسه مطبوعات دار العلم، بی‌تا.
  • تبریزی، جواد، اسس الحدود و التعزیرات، قم، دفتر مولف، ۱۴۱۷ق.
  • جمعی از پژوهشگران (زیر نظر سیدمحمود هاشمی شاهرودی)، موسوعة الفقه الإسلامی طبقا لمذهب أهل البیت علیهم السلام، قم، مؤسسه دائره المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت علیهم السلام، ۱۴۲۳ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقة فی فقه الامامیه، تحقیق علی‌اصغر مروارید و محمدتقی مروارید، بیروت، دارالتراث، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی بروجردی، حسین، جامع احادیث الشیعه، تهران، فرهنگ سبز، ۱۴۲۹ق.
  • گلپایگانی، محمدرضا، مجمع المسائل، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۰۹ق.
  • مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت(ع)، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم السلام، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت(ع)، ۱۳۹۲-۱۳۹۵ش.
  • مجله فقه اهل بیت، قم، موسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، بی‌تا.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • منتظری، حسین‌علی، مجازات‌های اسلامی و حقوق بشر، قم، ارغوان دانش، ۱۴۲۹ق.
  • موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، فقه الحدود والتعزیرات، قم، موسسةالنشر الجامعه للمفید، ۱۴۳۷ق.