منځپانگې ته ورتلل

احمد یاسین

د wikishia لخوا
احمد یاسین
د حماس غورځنګ بنسټګر
لقبد مجاهدینو شیخ • د مقاومت سمبول
د زیږیدو نیټهد ۱۹۳۶ز کال د جون په ۲۸مه
د زیږیدو ښارالجورة
د زیږیدو هیوادفلسطین
د شهادت نیټهد ۲۰۰۴ ز کال د مارچ په ۲۲مه (د ۱۳۸۳ل کال د وري ۳مه)
د شهادت ښارغزه
قبرد غزې په مرکزي برخه کې د شیخ رضوان هدیره
د ښځې نومحلیمه حسن یاسین
دیناسلام
مذهباهل سنت
مسلکعالم • سیاستوال
پوستونهد حماس مشر
مخکې لهعبدالعزیز رنتیسي

شیخ احمد یاسین (۱۹۳۶–۲۰۰۴ز) د حماس غورځنګ بنسټګر، روحاني مشر او د فلسطین د مقاومت له مخکښو څېرو څخه و. هغه په ۱۹۸۷ز کال کې د یو شمېر اسلام‌پالو فعالانو په ملتیا حماس غورځنګ جوړ کړ او له خپلې بدني ناتوانۍ سره سره یې د فلسطین په مبارزاتي جوړښت کې چورلیزي رول ولوباوه. په ۲۰۰۴ز کال کې د اسراییلو لخوا د هغه ترور غبرګونونه راوپارول او هغه یې د مبارزې او مقاومت په سمبول بدل کړ.

د مقاومت مشر او سمبول

د مجاهدانو شیخ په نوم مشهور،[۱] شیخ احمد یاسین د فلسطین د مقاومت د یوې مبارزې څېرې او سمبول په توګه پېژندل کېږي.[۲] ویل شوي چې پر فلسطینیانو سیاسي او ټولنیز فشارونو، د اسراییلو د رژیم جوړېدلو او په سیمه‌ییزو جګړو کې د عربي هېوادونو ماتې د هغه پر نظریاتو اغېز وشینده.[۳]

یاسین خپلې دیني زده‌کړې د مصر په الازهر پوهنتون کې ترسره کړې او په همدې موده کې د اخوان المسلمین له نظریاتو سره اشنا شو. هغه د دې افکارو تر اغېز لاندې په دې باور و چې فلسطین یوه اسلامي خاوره ده چې د اسراییلو لخوا غصب شوې او تل یې په ټول فلسطین د اسلامي حاکمیت پر اړتیا ټینګار کاوه.[۴] د دې غورځنګ د نفوذ په پراختیا سره، احمد یاسین د فلسطین د نیواک یو له مهمو مخالفانو څخه وپېژندل شو.[۵]

د اسراییلو په اړه د احمد یاسین مرکه. هغه په دې مرکه کې وړاندوینه کړې چې اسراییل به د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو پینځه ویشتو کلونو کې(له ۲۰۲۵ ز کال مخکې) له منځه ولاړ شي او ۲۰۲۷ز کال ته به ونه رسېږي.

د هغه له ترور وروسته، د هغه کور په یوه موزیم بدل شو چې د هغه یاد او خاطره وستایل شي.[۶] د هغه شهادت د فلسطین په خاوره کې د غوسې او اعتراض څپه راوپاروله؛ په غزه کې زرګونو خلک واټونو ته راووتل او د مقاومت ډلو د انتقام وعده وکړه .[۷]

له یاسین وروسته، عبدالعزیز رنتیسي د حماس د نوي مشر په توګه وټاکل شو.[۸]

ژوندلیک

احمد یاسین د ۱۹۳۶ز کال د جون په ۲۸مه د فلسطین په سویل کې د عسقلان د خواوشا الجوره کلي کې، چې د بریتانیا تر قیومیت لاندې و، وزېږېد .[۹] د هغه د پلار له مړینې وروسته، د یاسین په کورنۍ کې د احمد نوم د زیاتوالی له امله، هغه د خپلې مور (السیدة سعدة عبدالله الهبیل) په نسبت سره د «احمد سعدة» په نوم پېژندل کېده.[۱۰]

هغه په ماشومتوب کې د یوې پېښې له امله په لاسونو او پښو معلول شو، خو دې محدودیت د هغه د زده‌کړو او فعالیتونو مخه ونه نیوله او په ۱۹۶۴ز کال کې د انګلیسي ژبې په څانګه کې د زده‌کړو لپاره د مصر عین‌شمس پوهنتون ته ولاړ.[۱۱] د ۱۹۶۷ز کال په جګړه کې د عربو د ماتې او د اسراییلو لخوا د غزې تړانګې له نیواک وروسته، هغه خپلې پوهنتوني زده‌کړې پرېښودې او غزې ته راستون شو چې خلک له نیواکګرو سره مبارزې او د مقاومت د روحیې پیاوړتیا ته وبلي.[۱۲]

هغه په ۱۹۶۱م کال کې له حلیمه حسن یاسین سره واده وکړ او د ۱۱ اولادونو (۳ زامنو او ۸ لوڼو) پلار شو.[۱۳]

ایران ته د سفر په جریان کې له ایت الله خامنه اي سره لیدنه

ایران ته سفر

شیخ احمد یاسین په ۱۳۷۷ل کال (د اپریل ۱۹۹۸ز) کې ایران ته سفر وکړ او د ایران د چارواکو، په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر ایت‌الله خامنه‌اي سره یې وکتل. هغه همدارنګه د اهل‌بیتو د نړیوالې ټولنې په بلنه د قم ښار ته هم سفر وکړ.[۱۴]

شهادت

د ۲۰۰۴ ز کال د مارچ په ۲۲مه (د ۱۳۸۳ل کال د وري ۳مه) په غزې تړانګې کې د سهار لمانځه تر ادا کولو وروسته د اسراییلو د هوايي برید هدف وګرځېد او شهید شو .[۱۵] دا عملیات د اسراییلو د هغه وخت د لومړي وزیر آریل شارون تر نېغ په نېغه څارنې لاندې ترسره شول.[۱۶] د هغه قبر د غزې په مرکز کې په شیخ رضوان هدیره کې دی.[۱۷]

شیخ احمد یاسین د شهادت په مناسبت د ایت‌الله خامنه‌اي د تسلیت پیغام یوه برخه:

«د شیخ احمد یاسین وینه به د اسلامي مقاومت پیاوړې ونه خړوبه او د فلسطین د سرښندونکي ملت د غوسې اور به نور هم بل کړي او د هغه مظلومیت به د فلسطین د مظلومیت بیرغ پورته کړي. هغه څه چې د شیخ احمد یاسین او د فلسطین له ملت څخه په دې جنایت سره واخیستل شول، یو ناروغ او کمزوری جسم و. د هغه فکر، هغه کرښه چې هغه انځور کړه او هغه لاره چې هغه پرانیسته، له فلسطیني ملت څخه نشي اخیستل کېدای. د شیخ روح ژوندی دی او د هغه درس به، چې اوس د هغه په مظلومانه وینې سره لا زیات تلپاتې او رابرسېره شو، د فلسطین د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او راتلونکي نسل زمزمه وي.»[۱۸]

د احمد یاسین د شهادت په مناسبت، ایت‌الله خامنه‌اي[۱۹] او ایت‌الله سیستاني[۲۰] د تسلیت پیغامونه صادر کړل او د لبنان د حزب‌الله د هغه وخت عمومي منشي سید حسن نصرالله د هغه د یادښت دستورو کې وینا وکړه.[۲۱]

سیاسي فعالیتونه

احمد یاسین په لومړي سر کې د اخوان المسلمین فلسطیني څانګې سره یوځای شو، خو تر ۱۹۸۷ز کال پورې یوه پېژندل شوې څېره نه وه.[۲۲] په ۱۹۸۷ز کال کې د لومړۍ انتفاضې په پیل سره، هغه د نورو اسلام‌پالو سره یوځای د اخوان المسلمین د فلسطیني څانګې په توګه د «ټولې فلسطیني خاورې د ازادۍ» شعار سره حماس غورځنګ تأسیس کړ او د هغه مشري یې پر غاړه واخیسته.[۲۳]

اسراییلو په لومړي سر کې دا غورځنګ بې اهميته ګڼه، خو د حماس د فعالیتونو په پراختیا سره، د دې جنبش موقعیت پیاوړی شو. په ۱۹۸۹ز کال کې، هغه د اسراییلو سره د ملګرتیا کوونکو فلسطینیانو د وژنې د امر صادرولو په تور په عمري بند محکوم شو، خو په ۱۹۹۷ز کال کې د اسیرانو د تبادلې په جریان کې ازاد شو او د مقاومت په سمبول بدل شو.[۲۴]

دریځونه او اقدامات

  • د سولې د بهیر مخالفت: احمد یاسین هیڅکله له اسراییلو سره سوله ونه منله او ټول فلسطین یې په مسلمانانو پورې اړوند وباله. هغه په ۲۰۰۳ز کال کې د عقبې په ناستې، چې د سولې د پرمختګ لپاره جوړه شوې وه، اعتراض وکړ.[۲۵]
  • د شهادت غواړو عملیاتو ملاتړ: یاسین که څه هم په نظامي عملیاتو کې خپل مستقیم رول نه په ډاګه کاوه، خو د «شهادت» مفهوم یې ترویجاوه او د انتحاري بم‌چاوونکو څخه یې د مجاهدانو په توګه یادونه کوله.[۲۶]
  • ټولنیز خدمات: د هغه تر مشرۍ لاندې حماس ښوونځي، وړیا روغتونونه او خیریه صندوقونه تأسیس کړل، چې د دې غورځنګ د محبوبیت د زیاتېدو لامل شول.[۲۷]

د شیخ یاسین بنسټ تأسیس

د شیخ احمد یاسین نړیوال بنسټ یا فاونډیشن، یو بشري او کلتوري بنسټ دی، چې په ۲۰۱۸ ز کال کې په غزې ښار کې تأسیس شو. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د دې بنیاد موخه د شیخ احمد یاسین د میراث او یاد ساتنه، د بشري حقونو د ملاتړ په موخه د ظرفیتونو او مهارتونو لوړول د د بشري فعالیتونو پراختیا او د ازادۍ او ازاد ژوند د مفاهیمو ترویج دی؛ لکه څنګه چې شیخ یاسین خپل عمر د دې آرمانونو دفاع ته وقف کړی و.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ ماضی، احمد یاسین امیر الشهداء، ۱۴۲۵ق، ص۱۱.
  2. ↑ شیخ احمد یاسین؛ بنیان‌گذار حماس و سمبل مقاومت، خبرگزاری دفاع مقدس.
  3. ↑ زندگینامه شیخ احمد یاسین، بی‌بی‌سی فارسی.
  4. ↑ في الذكرى الـ18 لاغتياله.. تعرف على الشيخ أحمد ياسين مؤسس "حماس"، شبکه الجزیرة.
  5. ↑ زندگینامه شیخ احمد یاسین، بی‌بی‌سی فارسی.
  6. ↑ دوازدهمین سالگرد شهادت شیخ احمد یاسین، مؤسس حماس، خبرگزاری آناتولی.
  7. ↑ اسرائیل رهبر گروه اسلام‌گرای حماس را ترور کرد، بی‌بی‌سی فارسی.
  8. ↑ رهبر جدید جنبش حماس در غزه اعلام شد، بی‌بی‌سی فارسی.
  9. ↑ خامنه‌ای، توهم سلطه، ۱۳۹۲ش، ص۴۷۹؛ دوازدهمین سالگرد شهادت شیخ احمد یاسین، مؤسس حماس، خبرگزاری آناتولی.
  10. ↑ ماضی، احمد یاسین امیر الشهداء، ۱۴۲۵ق، ص۹.
  11. ↑ في الذكرى الـ18 لاغتياله.. تعرف على الشيخ أحمد ياسين مؤسس "حماس"، شبکه الجزیرة.
  12. ↑ خامنه‌ای، توهم سلطه، ۱۳۹۲ش، ص۴۷۹؛ زندگینامه شیخ احمد یاسین، بی‌بی‌سی فارسی.
  13. ↑ في الذكرى الـ18 لاغتياله.. تعرف على الشيخ أحمد ياسين مؤسس "حماس"، شبکه الجزیرة.
  14. ↑ حضور شیخ احمد یاسین در ایران، سایت فردانیوز.
  15. ↑ خامنه‌ای، توهم سلطه، ۱۳۹۲ش، ص۴۷۹.
  16. ↑ ماضی، احمد یاسین امیر الشهداء، ۱۴۲۵ق، ص۱۵.
  17. ↑ حضور هنیه بر سر مزار شیخ احمد یاسین، خبرگزاری قدس.
  18. ↑ صلح‌میرزایی، فلسطین از منظر حضرت آیت‌الله خامنه‌ای، ۱۳۹۱ش، ص۳۷۳.
  19. ↑ پیام تسلیت در پی شهادت شیخ احمد یاسین رهبر جنبش مقاومت فلسطین حماس، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  20. ↑ بيان مكتب سماحة السيد ( دام ظله ) حول اغتيال الشيخ احمد ياسين، سایت آیت‌الله سیستانی..
  21. ↑ كلمة السيد نصر الله في تأبين الشيخ أحمد ياسين، العلاقات الإعلامية في حزب الله.
  22. ↑ زندگینامه شیخ احمد یاسین، بی‌بی‌سی فارسی.
  23. ↑ روحانی، آشنایی با کشورهای اسلامی، ص۱۶۰؛ حضرتی، خورشید در سایه، ۱۳۹۷ش، ص۲۸۱.
  24. ↑ روزشمار تاریخ، ۱۳۹۰ش، ص۱۷۸۱.
  25. ↑ زندگینامه شیخ احمد یاسین، بی‌بی‌سی فارسی.
  26. ↑ زندگینامه شیخ احمد یاسین، بی‌بی‌سی فارسی.
  27. ↑ «أحمد یاسین الشیخ المجاهد الشهید»، ص۱۶.
  28. ↑ في الذكرى الـ18 لاغتياله.. تعرف على الشيخ أحمد ياسين مؤسس "حماس"، شبکه الجزیرة.

سرچينې