ایوب (پیغمبر)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ایوب د خدای تعالی له پیغمبرانو څخه دی چې د خدای لخوا په دې ازمیښت اخته شو چې خپل مال او اولاد یې له لاسه ورکړل. هغه د الهي امتحانونو په مقابل کې صبر وکړ او د خدای له عبادت او شکر څخه یې لاس وانه خست. له همدې امله په قرآن کې په نیکۍ سره یاد شوی دی.

قرآن د ایوب د ناروغۍ تفصیل نه دی ذکر کړی، خو په عهد عتیق او ځینو اسلامي روایاتو کې د هغه په ​​اړه ځینې کیسې نقل شوي دي، چې د هغه کیسو پر اساس  د ایوب د ناروغۍ له سببه خلکو له هغه څخه ډډه کوله. البته، د مسلمانانو په اند، په پیغمبرانو کې داسې څه نه وي چې د خلکو پیغمبران بدي شي. په عهد عتیق کې او ځينو اسلامي رواياتو کې د الهي امتحان په وړاندې د ايوب عليه السلام د بې صبرۍ او ناشکرې کيسې هم شته. خو قرآن هغه د ډېر صبر کوونکي په توګه معرفي کړی دی.

ځینو په ایوب باندې د شیطان د نفوذ په اړه خبرې کړې دي او د هغه په ​​عصمت او پاکۍ کې یې شک کړی دی، د دې آیت پر اساس: «واذْکُرْ عَبْدَنَا أَیُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ»، خو له بلې خوا ویل شوي دي چې د دې آيت له مخې د شيطان نفوذ د ايوب پر بدن و نه د هغه په ​​روح باندې چې د هغه په عصمت کې کومه ستونزه مخې ته راولي. همدارنګه د قرآن د آيتونو له مخې شيطان د خداى د بنده ګانو په روح او نفس باندې تسلط نه لري او ايوب عليه السلام په قرآن کې د خداى د بنده په توګه معرفي شوى دى.

د مفسرینو په وینا، ایوب علیه السلام قسم وخوړ چې خپلې مېرمنې ته به د هغې د تېروتنې له امله سل درې(کوړې) لږوي. خو هغه له خپلې ارادې منصرف شو. د هغه قسم له امله چې یې خوړلی و، خدای هغه ته وحی وکړه چې خپله ښځه دې نرو ډنډرکو سره ووهې او خپل قسم دې نه ماتوي. د ايوب عليه السلام د قسم خوړلو د علت په اړه د مفسرينو تر مینځ اختلاف دی.

د ایوب(ع) د ښخولو د ځای په اړه دقیق معلومات نشته. په هرصورت، په مختلفو هیوادونو کې قبرونه ورته منسوب شوي دي؛ له هغو ځینې په عراق کې د حله ښار په جنوب کې په لس کیلومترۍ کې د الرّانْجِیَّه په سیمه کې یو قبر دی.

نسب و خاندان

ایوب(ع) د خدای له پیغمبرانو[1] او د حضرت ابراهیم له اولادې څخه دی.[2] د هغه نسب د خپل پلار له اړخه حضرت ابراهیم(ع) ته د څلورو [3] یا پنځو[4] منځګړیو له لارې رسیږي. هغه همدارنګ د خپلې مور له اړخه د حضرت لوط(ع) له اولادې څخه دی.[۵] د هغه د مېرمنې په اړه اختلاف شته. د علامه مجلسي په وینا مشهورو هغه د یوسف له اولادې څخه ګڼلی، یعنې د یوسف د لور میشا زوی دی.[۶] البته په ځينو رواياتو كې د يوسف [۷] لور او په نورو كې د يعقوب [۸] لور راغلې ده. ځینو ذوالکفل د ایوب(ع) زوی او له پیغمبرانو ګڼلی دی.[۹]

د خدای ازمیښت

اصلي مقاله: د ایوب صبر

د قرآن د آيتونو له مخې، ايوب عليه السلام د خداى له خوا وازمايل شو ځکه چې خپل اولادونه یې له لاسه ورکړل او په ناروغيو اخته شو او هغه د خداى د ازموينو پر وړاندې صبر وکړ.[۱۰] له دې وروسته ورته اولادونه او روغتيا بېرته ستانه شول.[۱۱] همدارنګه د روايتونو له مخې هغه ډېر جايدادونه درلودل چې ټول يې په الهي ازموينه کې له لاسه ورکړل.[12]، قرآن هغه په عَبدنا (زما بنده)، نعم العبد (ښه بنده) صابر او اوّاب (خدای ته ستنیدوونکی)[13] عبارتونو سره یاد کړی دی.[14]

شمېره د آیت متن سوره آیت په هکله
۱ وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَیَعْقُوبَ کُلًّا هَدَیْنَا وَنُوحًا هَدَیْنَا مِنْ قَبْلُ وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَیْمَانَ وَأَیُّوبَ وَیُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَارُونَ وَکَذَٰلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ انعام ۸۴ د ابراهیم یا نوح له نسله[یاداښت۱]
۲ إِنَّا أَوْحَیْنَا إِلَیْکَ کَمَا أَوْحَیْنَا إِلَىٰ نُوحٍ وَالنَّبِیِّینَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَوْحَیْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِیمَ وَإِسْمَاعِیلَ وَإِسْحَاقَ وَیَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِیسَىٰ وَأَیُّوبَ وَیُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَیْمَانَ وَآتَیْنَا دَاوُودَ زَبُورًا نساء ۱۶۳ نبوت
۳ وَأَیُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِینَ ﴿۸۳﴾ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَکَشَفْنَا مَا بِهِ مِنْ ضُرٍّ وَآتَیْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَذِکْرَىٰ لِلْعَابِدِینَ انبیاء ۸۳-۸۴ د هغه دعا قبلیدل او زامن او سلامتي ورته بېرته ورکول.
۴ واذْکُرْ عَبْدَنَا أَیُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ ﴿٤١﴾ ارْکُضْ بِرِجْلِکَ ۖ هَٰذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ ﴿٤٢﴾ وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنَّا وَذِکْرَىٰ لِأُولِی الْأَلْبَابِ ﴿٤٣﴾ وَخُذْ بِیَدِکَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا ۚ نِعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿٤٤﴾ سوره ص ۴۱-۴۴ له ناروغۍ خلاصون، د کورنۍ بېرته ستنیدل، د قسم کیسه او د حضرت ایو صبر او اوّاب شونې ته اشاره.

د ازمیښت کیسه

حضرت ایوب ته منسوبه دعا

«اللَّهُمَّ إِنِّی أَعُوذُ بِکَ الْیَوْمَ فَأَعِذْنِی وَ أَسْتَجِیرُ بِکَ الْیَوْمَ مِنْ جَهْدِ الْبَلَاءِ فَأَجِرْنِی وَ أَسْتَغِیثُ بِکَ الْیَوْمَ فَأَغِثْنِی وَ أَسْتَصْرِخُک الْیَوْمَ عَلَى عَدُوِّکَ وَ عَدُوِّی فَاصْرُخْنِی وَ أَسْتَنْصِرُکَ الْیَوْمَ فَانْصُرْنِی وَ أَسْتَعِینُ بِکَ الْیَوْمَ عَلَى أَمْرِی فَأَعِنِّی وَ أَتَوَکَّلُ عَلَیْکَ فَاکْفِنِی وَ أَعْتَصِمُ‏ بِکَ فَاعْصِمْنِی وَ آمَنُ بِکَ فَآمِنِّی وَ أَسْأَلُکَ فَأَعْطِنِی وَ أَسْتَرْزِقُکَ فَارْزُقْنِی وَ أَسْتَغْفِرُکَ فَاغْفِرْ لِی وَ أَدْعُوکَ فَاذْکُرْنِی وَ أَسْتَرْحِمُکَ فَارْحَمْنِی.»[۱۵]

له امام صادق (ع) څخه د یو روايت پر بنسټ، خداى ايوب ته نعمت ورکړی و او هغه به یې همېشه شکر کاوه؛ تر دې چې یوه ورځ شیطان د ایوب شکر وکته او حسد یې وکړ او ویې ویل: خدایه، که ته له ایوب څخه دنیا واخلې، نو هغه به نور ستا شکر ونه کړي. له همدې امله، خدای هغه د ایوب په مال او اولاد باندې برلاسې کړ. څه موده نه وه تېره چې د ایوب شتمنۍ او اولادونو ورک شوو. خو د ایوب شکر نور هم زیات شو. بیا یې فصلونه او پسونه له منځه لاړل، بیا یې شکر زیات شو. بیا ابلیس د ایوب علیه السلام پر بدن چوپ کړ او په بدن کې یې ورته ډیر زخمونه پیدا کړل او په هغو کې چینجي ولګېدل. نو هغه د بد بویۍ له امله له کلي څخه وشړل شو؛ خو ایوب به بیا هم د خدای شکر ادا کاوه. بیا شیطان د ایوب علیه السلام له څو اصحابو سره ورغی او ورته یې وویل: موږ فکر کوو په تا کوم مصیبتونه راغلي دي د هغه ګناه له امله دي چې تا کړی دي؟ ایوب علیه السلام قسم وخوړ چې هیڅ خواړه به یې نه خوړل، پرته له دې چې کوم یتیم یا ضعیف ورسره شریک شي، او هغه دوه لارې کې چې دواړه د خدای اطاعت وي، یوه یې نه ده انتخاب کړی مګر دا چې د خدای اطاعت په کې له بلې سخت و.... بیا خدای یوه فرښته راولېږله چې په ځمکه یې پښه ووهله او اوبه په بهېدو شوې او ایوب په هغه کې ولامبل او زخمونه یې روغ شول.[۱۶]

علامه طباطبايي دغه روايت د اهل بيتو له ځينو نورو روايتونو سره متناقض ګڼي؛[17] له امام باقر(ع) نقل شوي دي چې د ایوب(ع) په بدن کې د زخم سخا کیدل او چینجي او د مخ سخا کیدل نه وو؛ بلکه له ایوبه د خلکو د لری والي لامل د هغه د پیسو نشتوالی او ښکاره کمزوری وه؛

ځکه چې خلک د خدای په نږد د هغه له مقام څخه خبر نه وو او نه پوهیدل چې هغه به ژر شفا ومومي [18] همدارنګه ذکر شوی حدیث له هغه روایتونو سره هم مخالف دی چې له مخې یې ایوب او نور پیغمبران معصوم دي؛[19] ځکه چې دا د عصمت د درجې څخه دی چې په انبیاوو کې داسې څه نشی راتلی چې له سببه خلک له هغوي لرې شي. ځکه چې له پیغمبرانو څخه لری کیدل د رسالت له هدف او مقصد (د خدای پیغام خلکو ته رسولو) سره په ټکر کې دی.[20]

د بایبل راپور

د ایوب کتاب د عهد عتیق له 39 کتابونو څخه یو دی. په دې کتاب کې ایوب ته د خدای نعمتونه،[۲۱] د هغه د ازمیښت کیسه، د هغه په ځان او مال باندې د شیطان کنټرول[۲۲] او همدارنګه د څو ځوانانو هڅې چې ایوب په خپلې ګناه قانع کړي[۲۳] خبرې شوې دي. ویل شوي چې د ایوب په اړه په عهد عتیق کې چې څه ذکر شوي، د قرآن برعکس چې هغه یې د صابر په توګه معرفي کړی، هغه یې د کړاوونو په وړاندې ناشکره او بې صبره معرفي کړی دی.[24] همدارنګه د هغه د قسم کیسه. په بایبل کې نه ده ذکر شوې.[۲۵]

د ایوب(ع) د ازمیښت فلسفه

د ایوب(ع) ناروغي او د هغه د ماشومانو له لاسه ورکول د خدای لخوا یوه ازموینه وه. د سني مفسرينو په وینا چې یو ترې قرطبي دی، هغه وايي، د ايوب عليه السلام حالت له ازموينې مخکې، د ازموينې پر مهال او له هغې وروسته همداسې و او په هر حالت کې يې د الله شکر ادا کاوه.[۲۶] همدارنګه د هغه روایتونو له مخې چې علامه طباطبايي یې نقلوي، د ایوب علیه السلام د ازمیښت لامل دا و چې خلک د هغه په ​​اړه د ربوبیت دعوه ونه کړي، او د خدای د نعمتونو په لیدو سره چې هغه ته يې ورکړي دي هغه ته خدای ونه وايي؛ همدارنګه د هغه له حالت څخه عبرت او پند واخلي او د هغه د ضعف، بې وزلۍ او ناروغۍ له امله د کمزورو، بې وزلو او ناروغانو سپکاوې ونه کړي؛ ځکه چې دا ممکنه ده چې خدای کمزوری پیاوړی کړي، غریب شتمن شي، او ناروغان روغ کړي. او دوي ته دا هم معلومه شي چې دا خدای دی چې څوک چې وغواړي ناروغ کوي، که څه هم هغه یو پیغمبر ولی نه وي او چاته چې وغواړي شفا ورکوي.[27]

د ایوب(ع) قسم

ایوب د خپلې ناروغۍ پر مهال قسم وکړ چې کله روغ شي، خپله مېرمن به سل دُرې ووهي؛[۲۸] خو له رغېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د هغې د وفادارۍ او خدمتونو له امله هغه وبښي، خو قسم یې خنډ و.[۲۹] له همدې امله هغه ته وحي راغله، چې د لرګیو یو وړوکی پنډ واخلي او خپله ښځه دې پرې ووهي او قسم دې نه ماتوي.[30] .

د ايوب عليه السلام د قسم خوړلو د علت په اړه د مفسرينو اختلاف دی: د اولې پېړۍ مفسر ابن عباس څخه روايت دی، چې شيطان د ايوب عليه السلام مېرمنې ته حاضر شو او ورته يې وويل: زه به ستا د خاوند علاج وکړم، په دې شرط. چې له روغېدو وروسته وايي چې زه (شیطان) د هغه د روغېدو یوازینی لامل وم. د ایوب(ع) میرمن چې د هغه له ناروغۍ ستړی شوې وه، شیطان وړاندیز ومانه. نو له همدې امله ایوب علیه السلام قسم وکړ چې هغه به په دُرّو ووهي.[۳۱] نورو ویلي دي چې ایوب خپله ښځه د یو کار لپاره لېږلې وه او هغې ناوخته کړ. ایوب چې په ناروغۍ اخته و، خپه شو او داسې قسم یې پورته کړ.[۳۲] ځینو نورو د قسم د علت په اړه ویلي دي چې د ایوب او د هغه د مېرمنې تر منځ ستونزه پیدا شوه.[۳۳] او هغې ایوب علیه السلام خپلو خبرو سره ناراضه کړ.[34]

د يو روايت له مخې د ايوب عليه السلام د قسم خوړلو کيسه د هغه له روغېدو وروسته داسې ده: کله چې ايوب ناروغه شو او له کلي بهر و، مېرمن يې کلي ته د ډوډۍ راوړلو لپاره تللې وه او د ډوډۍ په بدل کې يې خپل ويښتان پلورلي وو. کله چې هغه ایوب ته راستنه شوه، هغه د خپلې ناروغۍ څخه روغ شوی و او ویې لیدل چې د هغه د میرمنې ویښتان پرې شوي. په همدې خاطر يې قسم وخوړ چې سل دُرّې به يې وهي. خو کله چې يې دليل معلوم کړ نو په خپله پرېکړه پښيمان شو.[۳۵] البته د دې روايت اعتبار د پېغمبرانو د عصمت په اړه د شيعو له عقايدو سره په تضاد کې دی.[۳۶] او له نورو روايتونو سره په ټکر کې دی.[۳۷] د ایوب تعصب (د خپلې میرمنې په اړه شک کول او د هغې له پوښتنې دمخه د هغې لپاره د سزا ټاکل) او همدارنګه د دې روایت د یو راوي مجهول شونه،[38] په دې کیسه کې د شک سبب شوی دی.

د اهل سنتو ځینو مفسرانو د حضرت ایوب(ع) د قسم له کیسې دا دلیل راوباسلی دی چې خاوند د خپلې ښځې د سمولو لپاره هغه وهلی شي.[۳۹]

عصمت او پاکي

ځینو دې آیت ته په پام «واذْکُرْ عَبْدَنَا أَیُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ»[۴۰] د ایوب په وجود کې د شیطان نفوذ ته اشاره کړې ده او د هغه په ​​عصمت کې یې شک کړی دی. دليل يې دا دى چې د ياد شوي آيت له مخې ايوب عليه السلام د شيطان له نفوذ څخه په عذاب او رنځ کې ګېر شوی و او د شيطان نفوذ له عصمت سره مطابقت نه لري.[۴۱] په ځواب کې ويل شوي چې شيطان د ايوب عليه السلام په روح باندې تسلط نه دى پیدا کړى چې عصمت ته یې ضرر ورسي؛ بلکي د هغه پر بدن، مال او اولاد کې یې اغېز کړی دی.[۴۲] ځکه د آيت له مخې «إِنَّ عِبَادِی لَیْسَ لَکَ عَلَیْهِمْ سُلْطَانٌ؛ بیشکه چې ته (شیطان) زما په بندګانو مسلط نه یې»[43] شیطان د خدای په بندګانو تسلط نه لري او د ص سورت د 41 آیت له مخې، ایوب د خدای بنده دی.[44]

په تنزیه الانبیاء کتاب کې چې د پيغمبرانو د عصمت په هکله لیکلی شوی دی، د ایوب(ع) په هکله هم خبرې شوي دي.[۴۵]

زیارت

په بخارا کې د حضرت ایوب علیه السلام قبر

ایوب(ع) د بحرالمیّت په جنوب لوېدیځ او د عقبه د خلیج په شمال کې د عُوص په سیمه کې او یا د دمشق او اَذرِعات تر منځ په کې بَثَنِیَّه سیمه کې یې ژوند کاوه.[۴۶] همدارنګ د ترکیې په  اورفه ښار کې هم یو غار دی چې ویل کېږي چې ایوب(ع) د خپلې ناروغۍ پر مهال هلته و.[۴۷]

په بخارا کې حضرت ایوب ته منسوب زیارت

ویل شوي چې ایوب(ع) ۲۰۰ کاله ژوند کړی و[۴۸] د عهد عتیق له مخې، ۱۴۰ کاله له ناروغۍ د روغیدو وروسته وو،[49] همدارنګ د روایتونو پر اساس هغه اووه[50] یا اتلس کاله[51] په سختۍ کې و او د هغه چینی په خوا کې خارو ته وسپارل شو چرته چې یې شفا موندی وه.[52] د هغه د دفن د ځای په هکله دقیق معلومات نیشته؛ خو بیا هم په بیلا بیلو هیوادونو لکه عراق، لبنان، فلسطين او عمان کې ځینې قبرونه هغه ته منسوب دي.[53] له هغو ځنې یو زیارت د عراق د حله ښار د جنوب خوا په لس کلومیټرۍ کې په الرّانْجِیَّه سیمه کې دی چې ویل کیږي له دې سببه چې د هغه حضرت د اوسیدو ځای ته نږدی دی نو ډېر مشهور دی.[۵۴]

د صلاله له بندر څخه اوه کیلومتره لرې په عمان کې د اِتّین د غره پر سر، او بل زیارت د ایران په بوجنورد کې د ګرماب په کلي او همدارنګ د ازبکستان په بخارا کې هم هغه ته ځینې قبرونه منسوب دي،[55] البته دا اټکل شوی دی چې په بخارا کې هغه ته منسوب مزار، د تیموري او تیمور لنګ د دورې له ابداعاتو څخه وي.[۵۶]

هنري آثار

اصلي مقاله: ایوب پیغمبر (فلم)

د ایوب(ع) کیسه په هنري کارونو کې منعکس شوې ده. د ایوب پیغمبر فلم په ۱۳۷۲ کال کې چې د فرج الله سلحشور په ډارکټرۍ سره جوړ او په ایراني تلویزیون کې خپور شو، د ایوب د ژوند او د هغه د ناروغۍ په اړه دی.[57]

فوټ نوټ

سرچينې