امام حسن عسکري علیه‌ السلام

د wikishia لخوا
د عسکریینو حرم

په امام حسن عسکري(ع) مشهور حسن بن علی بن محمد(ع) (۲۳۲-۲۶۰ق) د اثنا عشري (دولس امامي) شیعیانو یوولسم امام دی چې شپږ کاله یې امامت په غاړه درلود. هغه د امام هادي(ع) زوی او د امام مهدي(عج) پلار دی.

د هغه تر ټولو مشهور لقب عسکري دی چې په سامرا کې د هغوي جبري استوګنې ته اشاره لري. هغه په سامرا کې د عباسي حکومت تر څارنې لاندې او د خپلو فعالیتونو لپاره له پابندیو سره مخ و. امام عسکري(ع) د خپلو استازو له لارې او همداراز له شعییانو سره د لیکونو په وسیله اړیکي لرل. عثمان بن سعید د امام زمان(عج) لومړی خاص نایب(ځانګړی استازی) د هغه له خاصو استازو هم ګڼل کیده.

امام حسن عسکري(ع) د ۲۶۰ قمري کال د ربیع الاول په ۸ نېټه په اته ویشت کلنۍ کې په سامرا کې شهید او د خپل پلار د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. د دغو دوو مدفن د عسکریینو حرم په نامه مشهور دی او په عراق کې د شیعیانو له زیارتونو ګڼل کیږي.

د قرآن تفسیر، اخلاق، فقې، اعتقادي چارو، دعاګانو او زیارتونو په موضوګانو کې له امام حسن عسکري(ع) ځینې حدیثونه راغلې دي.

ژوند لیک

  • نسب:‌ د امام حسن عسکري(ع) نسب په اتو واسطو سره د شیعیانو لومړي امام علی بن ابیطالب(ع) ته رسیږي[۱] پلار یې امام هادي(ع) د دولس امامي شیعیانو لسم امام دی. د شیعي منابعو په سرچینه، مور یې وینځه وه او حُدیث یا «حدیثه» نومېده.[۲] په ځینو سرچینو کې یې نوم «سوسن»،[۳] «عسفان»[۴] او سلیل[۵] هم راغلی دی. امام حسن عسکري(ع) د جعفر په نوم یو ورور درلود چې په جعفر کذاب مشهور دی. هغه د امام عسکري(ع) له شهادته وروسته د امامت ادعا وکړه او د دې خبرې په انکار سره یې چې د امام حسن عسکري کوم زوی شوی دی د هغه حضرت د یوازیني وارث په توګه د هغه حضرت د میراث مدعي شو.[۶] سید محمد او حسین د هغه نور وروڼه وو.[۷]

اصلي مقاله: د امام حسن عسکري(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک

  • لقبونه: د هغه لقبونه یې هادي، نقي، زکي ، رفیق او صامت ذکر کړې دي. ځینې مورخانو ورته «خالص» لقب هم یاد کړی دی.[۸] ابن الرضا هم هغه لقب دی چې امام جواد(ع)، امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع)پرې مشهور دي[۹] «عسکري» لقب هم د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) تر مینځ مشترک دی ځکه چې دواړه په زوره په سامرا ښار کې استوګن کړی شوې وو.«عسکر» د سامرا یو غیر مشهور نوم و.[۱۰] همداراز د دوي او د امام حسن مجتبی(ع) تر مینځ د حسن د نوم د مشترکوالي په وجه یې هغه حضرت «حسن اخیر- دوهم حسن» هم بللی دی.[۱۱]
  • کنیه:دهغه حضرت کنیت «ابو محمد» و.[۱۲] په ځینو سرچینو کې یې کنیتونه ابوالحسن،[۱۳] ابوالحجه،[۱۴] و ابوالقائم[۱۵] هم کارول شوې دي.
  • شهادت: امام عسکري(ع) د ۲۶۰ قمري کال د ربیع الاول په اتمه [۲۳] د معتمد عباسي د حکومت په پړاو کې په ۲۸ کلنۍ کې شهید شو.[۲۴] په ربیع الثاني او جمادي الاول میاشتو کې هم د هغوي د شهادت ځینې راپورونه راغلې دي.[۲۵] شیخ مفید په دې نظر دی چې هغه د ناروغۍ له امله له دنیا لاړ؛[۲۶] [یادادشت۱] خو په اعلام الوری کې د فضل بن حسن طبرسي په وینا، ډېر شیعه عالمان په دې نظر دي چې امام عسکري(ع) (او همداراز یې پلار نیکه او ټول امامان) د مسمومیت او زهرو په وسیله شهیدان شوې دي.[۲۷][یادداشت۲] د هغوي مستند له امام صادق(ع) منقول «و الله ما منّا الا مقتول شهيد» روایت دی[۲۸] د ځینو تاریخي راپورونو له مخې له معتمده دوه مخکې خلیفه ګانو هم د امام عسکري(ع) د قتل هڅه کړې وه. په یو روایت کې راغلې دي چې معتز عباسي خپل حاجب ته حکم ورکړ چې امام د کوفې په لاره کې ووژني خو د خلکو په خبرېدو سره، کامیاب نه شول.[۲۹] د یو بل راپور په اساس مهتدي عباسي هم اراده وکړه چې امام په زندان کې شهید کړي خو دهغه فیصله عملي نه شوه او د هغه د حکومت پړاو ختم شو[۳۰] امام عسکري(ع) په خپل کور کې په سامرا کې چې مخکې امام هادي(ع) هم هتله ښخ کړی شوی و، ښخ شوی دی.[۳۱] د معتمد عباسي د وزیر عبدالله بن خاقان په قول[۳۲] د امام عسکري(ع) له شهادته وروسته بازارونه بند شول، او بني هاشمو، مشرانو، سیاسي شخصیتونو او خلکو دهغوي په جنازه کې ګډون وکړ.[۳۳] دغه ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي کال هنداره کې د امام زمان(عج) د امامت د ورځې د پېل کېدو په مناسبت عامه رخصتي ده.[۳۴]
  • مېرمن: د مشهور نقل مطابق امام عسکري(ع) واده ونه کړ او د هغه نسل یوازې د یوې وینځې له لارې دوام وموند چې د حضرت مهدي(ع) مور ده.[۳۵] سرچینو د امام مهدي د مور لپاره مختلف او ډېر نومونه ذکر کړې دي. په سرچینو کې راغلي چې امام حسن عسکري(ع) ډېر رومي، صقلايي او ترک خادمان او وینځې لرلې.[۳۶] او شاید د امام زمان د مور په نوم کې اختلاف، له یوې خوا د وینځو د شمېر د زیاتوالي او له بلې خوا د امام مهدي(عج) د زوکړې د پټ ساتلو په وجه وي.[۳۷]
  • اولاد: د اکثره شیعه سرچینو په قول د امام حسن عسکري(ع) یوازینی اولاد، امام زمان(عج) دی چې نوم یې « م ح م د» دی[۳۸] له اهل سنتو عالمانو هم ځینو کسانو لکه ابن اثیر، شبلنجي او ابن صباغ مالکي د محمد نوم د امام عسکري د زوي نوم ګڼلی دی.[۳۹]
د هغه حضرت د اولاد په باره کې نور قولونه هم شته دي او د هغه یې درې زامن او درې لوڼه ‌ذکر کړې دي.[۴۰] خصیبي پر امام مهدي(عج) سربېره د دوو لوڼو فاطمې او دلاله یادونه هم کړې ده[۴۱] او ابن ابی الثلج پر هغه امام سربېره، د موسی په نوم د یو زوي او د فاطمه او عایشه (یا ام موسی) په نامه دوه لوڼه کې هم یادې کړې دي.[۴۲] خو د انسابو په ځینو کتابونو کې ذکر شوې نومونه، د امام حسن عسکري خویندې او وروڼه دي.[۴۳] چې شاید د هغه له بچیانو سره ګډوډ شوې دي. د دې په مقابل کې ځینې اهل سنتو سرچینو د امام عسکري لپاره د اولاد د لرلو انکار کړی دی.[۴۴] چې د دغه نظر په احتمال د دولسم امام د زوکړې د پټوالي او د هغه له زوکړې د هغوي د ناخبرۍ په وجه دی.[۴۵]
امام حسن عسکري: زمونږ لپاره د خدای په کتاب کې یو حق ټاکل شوی او مونږ د خدای د رسول خپلوان یوو او خدای تعالی مونږ پاک کړې یوو، بې له دروغجنه هیڅ یو کس د دغه مقام ادعا نه کوي.[۴۹]

د امامت موده او دلائل

د امام عسکري(ع) د امامت موده شپږ کاله (له ۲۴۵تر ۲۶۹ ق) وه. د امام هادي(ع) له شهادته وروسته د امام حسن عسکري(ع) د امامت لپاره تر ټولو لوی دلیل د هغه د ځان ناستي والي په باره کې د امام هادي(ع) وصیت او حدیثونه دي.[۵۰] شیخ مفید په الارشاد کې تر لسو زیات روایتونه او لیکونه په دې اړه راوړي دي.[۵۱] اکثره شیعیانو او د امام هادي(ع) ملګرو هم د هغوي له شهادته وروسته امام حسن عسکري(ع) ته مراجعه وکړه.[۵۲] خو ګوته په شمېر کسانو د امام هادي(ع) بل زوی په جعفر کذاب مشهور جعفر بن علي امام وباله او ځینو د سید محمد په امامت چې د امام هادي په زمانه کې له دنیا تللی و، عقیده پیدا کړه.[۵۳] ځینو کسانو چې د جعفر کذاب د امامت په ادعا یې باور کاوه په امام عسکري(ع) یو لړ اعتراضونه کول. دوي چې اکثرو یې مناسب علمي مقام نه درلود کله کله ادعا کوله چې د امام علمي مقام یې سنجولی او هغه یې د علم په هغه پوره سویې چې د امامانو لپاره لازم وي نه دی موندلی[۵۴] کله به یې هم ادعا کوله چې د امام په لیکونو کې یې ګرایمري غلطۍ لیدلې دي.[۵۵] هغوي په ځینو موقعو په هغه جامه چې امام به اغوستله اعتراض کاوه.[۵۶] او کله به یې د امام په چارو کې په لاسوهنې سره د امام د وکیلانو د کړچار په وجه په امام نیوکه وکوله.[۵۷] همداراز کله به یې د امام استازی او اوامر نه منل.[۵۸] همدا لامل دی چې امام عسکري(ع) فرمایلي دي د دوی له پلرونو څخه هیڅ یو د هغه په ​​څیر له شیعه ګانو لخوا په دې اړه شکمن ندی شوي.[۵۹] امام د دغه شان کړنو دوام له هغو عواملو ګڼي چې ممکنه ده د خدای د نعمتونو د اخستل کېدو سبب شي.[۶۰] مدرسي طباطبایي باوري دی چې شاید همدغه ناشکرۍ او د نعمتونو کفران سبب شو چې اخر شیعه ټولنه د معصوم امام د شتون له نعمته بې برخې شوه.[۶۱]

سیاسي حالات

د امام عسکري(ع) د امامت دوره له درېو عباسي خلیفه ګانو سره هم مهاله وه معتز عباسي(۲۵۲-۲۵۵ق)، مهتدي (۲۵۵-۲۵۶ق) او معتمد (۲۵۶-۲۷۹ق).

شاید د امام حسن عسکري په ژوند کې لومړی ثبت شوی سیاسي دریځ هغه زمانې پورې اړوند وي چې امام کابو شل کلن و او پلار یې لا ژوندی و. دوي په عباسي دربار کې خپل یو نفوذ لرونکي عبدالله بن عبدالله بن طاهر ته په یو لیک کې چې د وخت د خلیفه مستعین له دښمنانو ګڼل کېده، خلیفه سرغړوونکی کس وباله او له خدایه یې د هغه د زوال غوښتنه وکړه.[۶۲]

د مستعین له وژل کېدو وروسته، معتز قدرت ته ورسید او د خپل حکومت په پېل کې یې له امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) سره د بد چلند راپور نه دی راغلی. د امام هادي(ع) له شهادته وروسته هم شواهد ښیي چې له هغو محدودیتونو سره سره چې د امام عسکري(ع) په فعالیتونو لګېدلې وو، امام له نسبي ازادۍ برخمن و. د خپل امامت په لومړیو کې له شیعیانو سره د هغه حضرت ځینې ملاقاتونه دغه مساله تاییدوي. خو د یو کال له تېرېدو وروسته، خلیفه په امام بدګمانه شو او په ۲۵۵ ق کال کې یې هغه حضرت بندي کړ. امام د بل خلیفه (مهتدي) په یو کلن پړاو کې هم په بند کې و.


په ۲۵۶ کال کې د معتمد د خلافت په پېل سره چې له شیعي پاڅونونو سره هم مهاله و. امام له زندانه خوشی شو او د امامیه د مالي او ټولنیزو منظمولو کار یې پیل کړ. له دې امله د ۲۶۰ ق کال په صفرې کې هغه حضرت د معتمد په امر په بند کې واچول شو او خلیفه هره ورځ په امام پورې اړوند خبرونه تعقیبول.[۶۳] یو میاشت پس امام له زندانه خوشی شو خو تر څارنې لاندې واسط ښار ته نزدې د مامون د وزیر حسن بن سهل کور ته منتقل کړی شو.[۶۴]

یو لامل چې د امام حسن عسکري(ع) او د هغه د شیعیانو لپاره یې سیاسي حالات سختول د دولسم امام(عج) مشهورېدل و. شیخ مفید د امام حسن عسکري(ع) د امامت دوران له سختو پړاوونو ګڼلی دی.[۶۵] هغه باوري دی چې په امامیه مذهب کې د منتظَر امام راتګ مشهور شوی وی او خلیفه چې پوهېده شیعیان د هغه د راتلو په انتظار دي د امام حسن عسکري(ع) د زوي په لټه کې و او د هغه حضرت د موندلو ډېره هڅه یې کوله. له همدې امله وه چې امام عسکري(ع) د خپل زوي زوکړه پټه ساتلې وه.[۶۶] شیخ طوسي په دې باور دی چې امام عسکري(ع) دغه شرایطو ته په پام سره وه چې په خپل وصیت کې خپل موقوفات او صدقات خپلې مور حُدیث ته حواله کړل.[۶۷]

پاڅونونه او بلواګانې

د امام حسن عسکري(ع) په زمانه کې اعتراضیه خوځښتونه وشول چې ځینې د شیعیانو له لوري او ځینې یې د علویانو له نومه په ناوړه استفادې سره وو.

  • د علي بن زید او عیسی بن جعفر پاڅون: دغه دوه چې علویان او د امام حسن مجتبی(ع) له نسله وو، په ۲۵۵ ق کال کې په کوفې کې پاڅون وکړ. معتز د سعید بن صالح په مشرۍ ځینې لښکر هغوی ته ولیږل او دغه پاڅون یې وځپه.[۶۸]
  • د علي بن زید بن حسین پاڅون: هغه د امام حسین(ع) له لمسیانو و او د مهتدي عباسي په زمانه کې یې په کوفه کې پاڅون وکړ. شاه بن میکال له یو شمېر سپایانو سره د هغه مقابلې ته ورغی خو ماته یې وخوړه . کله چې معتمد عباسي واکمن شو، کیجور ترکي یې دهغه مقابلې ته ولیږه، علي بن زید څه موده له تېښتې او تعقیبه وروسته په ۲۵۷ قمري کال کې ووژل شو.[۶۹]
  • د احمد بن محمد بن عبدالله پاڅون: هغه د معتمد عباسي په زمانه کې په مصر کې د برقې او اسکندریې په مینځ کې پاڅون وکړ او له ډېرو پېروانو سره چې ملګري شوې یې وو د خلافت ادعا وکړه. د هغه سیمې د خلیفه ترک چاروال احمد بن طولون د هغه په لور لښکر ولیږه او ملګري یې ترې جدا او هغه یې وواژه.[۷۰]

د امام او شیعیانو اړیکي

پر شیعیانو د عباسیانو فشارونو ته په پام سره شیعه ټولنه په تقیې کې وه. سره له دې امام حسن عسکري (ع) د شیعیانو د چارو د چلولو او د وجوهاتو د راغونډولو اقدام کاوه او مختلفو سیمو ته یې وکیلان لېږل.[۷۴]

له امام سره کتنه

له تاریخي راپورونو معلومیږي چې د امام عسکري(ع) د ژوند په ځینو برخو کې له امام سره د شیعیانو د نیغ په نېغه اړیکو په لاره کې ځینې خنډونه موجود وو.[۷۵]

امام عسکري (ع):«عبادت په ډېرو روژو او لمونځونو نه دی، بلکې عبادت د خدای په چاره کې په ډېر فکر کولو کې دی»[۷۶]


له دې امله کله چې امام دارالخلافې ته بوتلل کېده [یادداشت۳] شیعیان یې د حرکت په لاره کې حاضرېدل چې ورسره ملاقات وکړي.[۷۷] شیخ طوسي یو خبر نقل کړی چې د امام عسکري(ع) د تېرېدو په وخت د خلکو دغونډېدو او د هغه حضرت د درناوي په اړه دی.[۷۸] خو د حکومتي څارنو په وجه کله کله به امام شیعیان له ځان سره له دغه ډول رابطې هم منعې کول. علي بن جعفر حلبي نقلوي چې : یوه ورځ چې ټاکل شوې وه امام دارالخلافه ته لاړ شي مونږ یې د لیدلو په انتظار راغونډ شو؛ په دې حال کې هغه حضرت یو توقیع (لیکنه) په دې مضمون راولېږله:« څوک دې ماته سلام او ان اشاره دې هم زما لور ته نه کوي؛ ځکه چې په امان کې نه یئ»[۷۹]

د امام استازي

اصلي مقاله : د وکالت سازمان

امام عسکري(ع) له ځانه د مخکې امامانو په شان له شیعیانو سره د اړيکو لپاره له ځینو استازو کار اخیست. په امامي سرچینو کې عثمان بن سعید باب (له خلکو سره د امام رابط او استازی) پېژندل شوی دی. هغه د امام عسکري(ع) له شهادته وروسته په غیبت صغری کې د امام زمان(عج) لومړی خاص نایب و.[۸۰] همداراز د امام خاص خادم عقید چې امام هغه لوی کړی و شعیانو ته د هغه حضرت ډېر لیکونه رسول.[۸۱] د هغه حضرت خادم د ابوالادیان په عجیبه کنیت سره کس هم د امام د ځینولیکونو استول په غاړه لرلي دي.[۸۲]

لیکونه استول

له امام عسکري سره د شیعیانو د اړیکو یوه لاره مکاتبه او خط وکتابت و؛ د مثال په توګه علي بن حسین بن بابویه[۸۳] ته او د قم او آبه (آوه) خلکو ته[۸۴] د هغه حضرت لیک ته اشاره کولی شو. په کمال الدین کتاب کې راغلي چې دوي له شهادته لږ مخکې ډېر لیکونه په خپل لاس د مدینې لپاره ولیکل[۸۵] شیعیانو هم په مختلفو مسایلو او موضوګانو کې هغوي ته لیک لیکه او ځواب به یې اخیسته.

د غیبت د زمانې لپاره د خلکو تیارول

ځینې سرچینې چې د امام عسکري(ع) د زمانې تاریخي حقایق یې تحلیل کړي، باوري دي چې دوي د غیبت زمانې ته د شیعیانو د داخلېدو د تیاري لپاره یو لړ اقدامات وکړل: تر پردې شاته له خپلو اصحابو سره د امام عسکري(ع) خبرې کول او دا چې په امام پورې اړوند زیاتره فعالیتونه د وکیلانو په لاس کېدل له دغو اقداماتو ځنې دي.[۸۶] مدرسي طباطبایي په دې باور دی چې امام عسکري د علمي مسایلو د حل د څرنګوالي د ښودلو لپاره کله کله فقهي پوښتنې په پوره توګه نه بیانولې.[۸۷] او کله کله به یې کلي قاعده بیانوله چې فقیهان وکړی شي د هغو په مرسته ځواب ته ورسیږي.[۸۸] ځینې وختونه به امام فقهي مسایلو ته د ځواب لپاره د شیعه حدیثي کتابونو ته مراجعه وړاندیز کوله.[۸۹] په دغه شان اقداماتو سره شیعه ټولنې زده کول چې خپل فقهي او عقیدتي مسایل حاضر امام ته مراجعې ته له ضرورت پرته حل کړي.[۹۰]

د دیني معارفو بیانول

شیعي تعلیمات

په هغه زمانه کې د امام په ټاکلو پورې اړوندو پیچلتیاوو او ابهاماتو ته په پام سره د امام حسن عسکري په ویناوو او لیکونو کې دا تعلیمات وینو چې ځمکه له حجته باقي نه پاتې کیږي[۹۱] او دا چې که امامت غوڅ شي او اتصال یې خراب شي، د خدای تعالی په چارو کې اختلال راځي.[۹۲] او په ځمکه د خدای حجت یو نعمت دی چې خدای مومنانو ته ورکړی او هغوي ته یې په دغه هدایت سره عزت ورکړی دی.[۹۳]

یو بل تعلیم چې په هغه زمانه کې په شیعیانو موجودو فشارونو ته په پام سره د هغه حضرت په ویناوو کې ډېر لیدل کیږي، صبر ته بلنه او د هغه حضرت په فرَج باور او ورته انتظار دی.[۹۴] همداراز د هغه حضرت په حدیثونو کې د شیعه ټولنې دننه د اړیکو په برابرولو او له دیني وروڼو سره په ناسته پاسته خاص تاکید لیدل کیږي.[۹۵]

د قرآن تفسیر

اصلي مقاله: د امام حسن عسکري(ع) تفسیر

د قرآن تفسیر له هغو زمینو دی چې امام حسن عسکري(ع) ورته خاص پام کړی دی. یو تفسیر کتاب چې د امامیه د تفسیري میراث په تر ټولو زړو تفسیرونو کې ګڼل کیږي هغوي ته منسوب دی.


کلام او عقاید

امام حسن عسکری(ع) په داسې حالاتو کې امامت ته ورسید چې د امامیه په صفونو کې اعتقادي اختلافات پېدا شوې وو او ځینې اختلافات د هغوي د امامت په دوره کې پېدا شول. د مثال په توګه په دې کې یوه مساله« دخدای تعالی د جسمانیت نفي» وه چې له کلونو مخکې مطرح وه. د امام حسن عسکري(ع) په زمانه کې دغه اختلاف دومره زیات شو چې سهل بن زیاد آدمی امام ته یو لیک ولیکه او له دوي یې په دې اړه لارښوونه وغوښته. امام په ځواب کې د ذات په بحثونو کې له ډوبېدو هغوي منع کړل او بیا یې د قرآن ځینو آیتونو ته په اشارې سره وفرمایل:

خدای، یکتا او یوازینی دی؛ نه یې څوک زوولي او نه له چا زېږېدلی دی. نه ورپاره هم څنګ شته دی. پېدا کوونکی دی ، نه پېدا شوی. هر هغه جسم چې وغواړي پېدا کوي یې، په خپله جسم نه دی.. هغه ته ورته هیڅ شی نیشته او هغه اورېدونکی او لیدونکی دی.[۹۶]

فقه

د حدیثو په علم کې یو لقب چې امام حسن عسکري(ع) ته کارول شوی د «فقیه»لقب دی.[۹۷] دا ښیي چې امام د خپلو اصحابو له لوري په خاصه توګه په دغه صفت پېژندل کېده. د هغوي ځینې حدیثونه د فقې له برخې او د هغي په مختلفو بابونو پورې اړوندیږي. دې ته په پام سره چې د امامیه د فقهي مذهب تدوین له دې مخکې امام جعفر صادق(ع) کړی و او بیا یې د امام کاظم(ع) او امام رضا(ع) په زمانه کې د کمال پړاوونه وهلې وو. امام حسن عسکري(ع) زیاتره په هغو فروعو خبره کړې چې د هغوي په زمانه کې پېدا شوې وو او په یو سبب د هغوي په زمانه کې جنجالي وو لکه د رمضان د پېل مساله او د خمس بحث.[۹۸]

حرم

اصلي مقاله: د عسکریینو حرم

امام عسکري(ع) له شهادته وروسته، د خپل پلار امام هادي(ع) په څنګ کې ښخ کړی شو.[۹۹] وروسته په دغه ځای کې یو زیارت جوړ شو چې په حرم عسکریین مشهور دی.

اصلي مقاله: د عسکریینو د حرم ویجاړتیا

د امامین عسکریین حرم په ۱۳۸۴ [۱۰۰] او ۱۳۸۶ کال کې د تکفیري ترهه ګرو له خوا ویجاړ کړی شو.[۱۰۱] د عسکریین د حرم ویجاړتیا دغه پېښو ته اشاره لري. د حرم بیا رغاونه په ۱۳۸۹ کال کې پېل[۱۰۲] او په ۱۳۹۴ کال کې پای ته ورسیده.[۱۰۳]

کتاب پیژندنه

د یوولسم امام په اړه په مختلفو ژبو لکه فارسۍ، عربۍ ، انګریزۍ ، اردو او اسپانیولۍ ژبه کې مختلف کتابونه لیکل او خپاره شوې دي.[۱۰۴] په ځينو سایټونو کې تر ۲۵۰ زیات کتابونه، مقالې او تیسیز په دې اړه راغونډ او فهرست شوې دي.[۱۰۵] ځینې کتابونه یې دا دي:

  • د امام عصر(ع) د څیړنیزې موسسې د علمي ډلې کتاب موسوعة الامام العسکری(ع)، ویل شوې چې په دې شپږ ټوکیزه موسوعه کې له امام عسکري(ع) سره اړوند ټول مطالب راغونډ شوې دي او په کتاب کې د امام خبرې او هغه څه چې له نورو د امام په اړه نقل شوي راغلي دي.[۱۰۶] دغه کتاب د یوولسم امام په اړه تر ټولو جامع کتاب ګڼل شوی دی.[۱۰۷]

غوره ویناوې

  • د مخ ښکلا، ظاهري او ښکاره ښکلا ده او د ښکلی فکر د باطن او پټه ښکلا ده.[۱۱۰]
  • څوک چې پرهیزګاري یې د وجود خټه، سخاوت یې د طبعیت برخه او زغم یې ملګری وګرځي، هم به یې دوستان زیات شي هم ستاینې او تعفریفونه او له دښمنانو په دغه ستاینې سره انتقام اخلي.[۱۱۱]
  • غوسه د هرې بدۍ او خرابۍ کنجي ده.[۱۱۲]
  • د خدای په نزد تر ټولو لوړ کس هغه دی چې د خپلو وروڼو له حقوقو زیات خبر او د حقوقو د ادا کولو هڅه کوی. او څوک چې په دنیا کې د خپل ورور لپاره فروتني او خاکساري وکړي، د خدای په نزد له صدیقانو او د علي ابن ابیطالب(ع) له رښتینو شیعیانو ګڼل کیږی.[۱۱۳]
  • کوم انسان چې دوه مخه او دوه ژبې ولري، بد بنده دی، په مخامخ د ورور تعریف کوي او پس شا یې غوښې خوري (غیبت کوي) که کوم نعمت ورکړی شي ورسره حسد کوي او که په ستونزه اخته شي ورسره خیانت کوي.[۱۱۴]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. سمعانی، الانساب، ۱۳۸۲ق، ج۹، ص۳۰۰.
  2. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۳؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۳
  3. ابن طلحه، مطالب السؤول، ۱۳۷۱ق، ج۲، ص۷۸؛ سبط ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۳۸۳ق، ص۳۶۲
  4. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۵ق، ص۹۶.
  5. حسین بن عبدالوهاب، عیون المعجزات، ۱۳۶۹ق، ص۱۲۳.
  6. طبسی، حیاه الامام العسکری، ۱۳۸۲ق، ص۳۲۰-۳۲۴.
  7. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱-۳۱۲.
  8. ابن رستم طبری، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۴۲۵.
  9. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۳.
  10. ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۹۷۱-۱۹۷۲م، ج۲، ص۹۵.
  11. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۶.
  12. ابن رستم طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۴۲۴.
  13. ابن رستم طبری، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۴۲۴
  14. خزعلی، موسوعة الإمام العسکری(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۲.
  15. خزعلی، موسوعة الإمام العسکری(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۲.
  16. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۳؛ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۹۲.
  17. ابن حاتم، الدر النظیم، مؤسسه النشر الاسلامی، ص۷۳۷.
  18. وګورئ: نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۵ق، ص۹۵؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۳؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۳
  19. ابن رستم طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۴۲۳.
  20. وګورئ: ابن ابی‌الثلج، «تاریخ الائمه» مجموعه نفیسه، ۱۳۹۶ق، ص۱۴؛ مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۵۸.
  21. شیخ مفید، مسار الشیعه، ۱۴۱۴ق، ص۵۲؛ نک: ابن طاووس، الاقبال، ج۳، ص۱۴۹؛ شیخ طوسی، مصباح المجتهد، ۱۳۳۹ق، ص۷۹۲.
  22. وګورئ: ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۳؛ طبرسی، تاج الموالید، ۱۳۹۶ق، ص۵۷.
  23. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۳؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۴.
  24. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۱.
  25. نک: مقدسی، بازپژوهی تاریخ ولادت و شهادت معصومان، ۱۳۹۱، ص۵۳۰-۵۳۳.
  26. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۳۶.
  27. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۱.
  28. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۲.
  29. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۳۹۸ق، ص۲۰۸؛ عطاردی، مسند الإمام العسكری(ع)، ۱۴۱۳ق، ص۹۲.
  30. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۶۸؛ کلینی، کافی، ۱۳۹۱ق، ج۱، ص۳۲۹.
  31. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۳.
  32. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۰۳.
  33. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۵ق، ص۹۶؛ کلینی، الکافی، ۱۳۹۱ق، ج۱، ص۵۰۵، به نقل از: پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص ۶۱۹.
  34. روز آغاز امامت امام زمان(عج) تعطیل شد، مگیران.
  35. پاکتچی، «حسن عسکری،‌امام»، ص۶۱۸
  36. مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۴۰۹ق، ص۲۶۶، به نقل از: پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص ۶۱۸.
  37. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۱۹۴.
  38. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۳؛ طبرسی، «تاج الموالید» در مجموعه نفیسه، ۱۳۹۶ق، ص۵۹.
  39. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ج۷، ص۲۷۴؛ ابن صباغ، الفصول المهمه، ص۲۷۸؛ شبلنجی، نور الابصار، ص۱۸۳، به نقل از: پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶۱۸.
  40. زرندی، معارج الوصول، ص۱۷۶، به نقل از پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶۱۸۶۱۹.
  41. خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۳۲۸.
  42. ابن ابی‌الثلج، «تاریخ الائمه» مجموعه نفیسه، ۱۳۹۶ق، ص ۲۱-۲۲.
  43. مثلاً نک: فخرالدین رازی، الشجرة المبارکة، ص۷۸، به نقل از: پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص ۶۱۹.
  44. وګورئ: ابن حزم، جمهره انساب العرب، ۱۹۸۲م، ص۶۱؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ج۱۳، ص۱۲۲، به نقل از: پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶.
  45. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۹ش، ص۱۸۴.
  46. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۵۹.
  47. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۵ق، ص۹۲.
  48. شيخ صدوق، عيون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۳۵؛ اربلی، کشف الغمه، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۱۹۸.
  49. علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۳۶۳لمریز، ټوک۷۵، مخ۳۷۲.
  50. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۳۹۸ق، ص۱۲۰-۱۲۲؛ اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۴۰۴-۴۰۷.
  51. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۴-۳۲۰.
  52. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۳۷.
  53. اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ۱۰۱.
  54. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۰.
  55. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۳۸۴ش، ص۲۵۲.
  56. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۴۶ـ۲۴۷.
  57. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۱۸.
  58. رک: شیخ طوسی، اختیار معرفه الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۵۴۱.
  59. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۲۲.
  60. رک: شیخ طوسی، اختیار معرفه الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۵۴۱.
  61. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرآیند تکامل، ۱۳۷۴ش، ص۹۳.
  62. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ج۷، ص۱۵۱.
  63. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۶۸.
  64. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۶۹.
  65. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۶.
  66. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۶.
  67. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۱۰۸.
  68. مسعودی، مروج الذهب، ۱۳۶۳ق، ج۴، ص۹۴
  69. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ج۷، ص۲۳۹-۲۴۰.
  70. مسعودی، مروج الذهب، ۱۳۶۳ق، ج۴، ص۱۰۸.
  71. ابوالفداء، المختصر فی أخبار البشر، مصر، ج۲، ص۴۶.
  72. ابن‌العمرانی، الإنباء فی تاریخ الخلفاء، ۲۰۰۱م، ج۱، ص۱۳۸.
  73. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۹
  74. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۰؛ کشی، رجال کشی، ۱۳۴۸ش، ص۵۶۰
  75. پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶۲۶.
  76. ابن شعبه حراني، تحف العقول، ص۴۸۸
  77. اربلی، كشف الغمة، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۹۳۰.
  78. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۱۵-۲۱۶.
  79. راوندی، الخرائج و الجرائح، ج۱، ص۴۳۹.
  80. پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶۲۶.
  81. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۷۲، به نقل از: پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶۲۶.
  82. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۰ق، ص۴۷۵
  83. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۷؛ خوانساری، روضات الجنان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۷۳-۲۷۴
  84. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۶
  85. صدوق، کمال الدین،۱۳۹۰ق، ج۲، ص۴۷۴.
  86. پورسید آقایی و دیگران، تاریخ عصر غیبت، ۱۳۷۹ش، ص۱۶۸ـ۱۶۹.
  87. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۵.
  88. برای نمونه نگاه کنید به: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۵.
  89. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرآیند تکامل، ۱۳۷۴ش، ص۹۹.
  90. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرآیند تکامل، ۱۳۷۴ش، ص۹۸ـ۱۰۰.
  91. مثال په توګه: مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۱
  92. مثال په توګه: شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۰ق، ص۲۲۲
  93. وګورئ: کشی، رجال کشی، ۱۳۴۸ش، ص۵۴۱
  94. مثال په توګه: ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۷
  95. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۵۲۶
  96. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۰۳
  97. مثال په توګه: طریحی، جامع المقال، ۱۳۵۵ش، ص۱۸۵
  98. پاکتچی، «حسن عسکری(ع)، امام»، ص۶۳۰
  99. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۱۳.
  100. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‌‎های اسلامی در کشورهای عربی، ص۲۹ و ۳۰
  101. خامه‌یار، تخریب زیارتگاههای اسلامی در کشورهای عربی، ص۳۰.
  102. خبرگزاری ابنا: آخرین وضعیت ساخت ضریح حرمین عسکریین(ع)
  103. خبرگزاری ایلنا؛ عملیات بازسازی گنبد حرم امامین عسکریین پایان یافت
  104. مثال په توګه وګورئ: «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، پایگاه اطلاع‌رسانی حدیث شیعه؛ «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، وبسایت سازمان تبلیغات اسلامی؛ «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، وبسایت بنیاد فرهنگی امامت.
  105. نگاه کنید به «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، وبسایت سازمان تبلیغات اسلامی.
  106. صالحی، «شناخت و جایگاه موسوعة الامام العسکری(ع)»، ص۹۹ و ۱۰۰.
  107. فاطمی، «نقد موسوعة الامام العسکری(ع)»، ص۸۴.
  108. «فرهنگ جامع سخنان امام حسن عسکری(ع)»، پاتوق کتاب فردا.
  109. شکوه سامرا: مجموعه مقالات درباره امام هادی و امام عسگری علیهما السلام پاتوق کتاب فردا
  110. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۷ ص ۹۵.
  111. شهید اول، الدرّة الباهرة من الأصداف الطاهرة، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۴۷.
  112. حرّانی، ابن شعبه، تحف العقول،۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۸۸.
  113. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۵، ص۱۱۷.
  114. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۸، ص۳۷۳.

سرچينې

  • ابن‌العمرانی، محمد بن علی،‌ الإنباء فی تاریخ الخلفاء، محقق، قاسم السامرائی، القاهرة، دارالآفاق العربیة، ۲۰۰۱م.
  • ابن ابی‌الثلج، «تاریخ الائمه»، در مجموعه نفیسه، قم، ۱۳۹۶ق.
  • ابن اثیر، علی بن ابی الکریم، الکامل فی التاریخ، به کوشش کارلوس یوهانس تورنبرگ، لیدن، بی نا، ۱۸۵۱-۱۸۷۱م.
  • ابن حاتم عاملی، یوسف، الدر النظیم، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • ابن حزم، علی، جمهرة انساب العرب، به کوشش عبدالسلام محمد هارون،‌ قاهره، بی‌نا، ۱۹۸۲م.
  • ابن حمزه طوسی، محمد بن علی، الثاقب فی المناقب، قم، انتشارات انصاریان، چاپ سوم، ۱۴۱۹ق.
  • ابن خلکان، شمس الدین احمد بن محمد، وفیات الاعیان و انباء ابناء الزمان، به تحقیق احسان عباس، بیروت، دار صادر، ۱۹۷۱-۱۹۷۲م.
  • ابن رستم طبری، محمد بن جریر، دلائل الامامة، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • ابن شعبه حرانی، حسن، تحف العقول عن آل الرسول(ص)، به تصحیح و تعلیق علی‌اکبر غفاری، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۴ق/۱۳۶۳ش.
  • ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، نجف، بی‌نا، ۱۳۷۶ق.
  • ابن صباغ، علی، الفصول المهمه، به کوشش سامی غریری، قم، بی نا، ۱۳۷۹ق.
  • أبوالفداء، إسماعیل بن علی، المختصر فی أخبار البشر، مصر، المطبعة الحسینیة المصریة، بی‌تا.
  • اشعری، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تصحیح محمد جواد مشکور، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال الحسنه، به کوشش جواد قیومی، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • سمعانی، عبدالکریم بن محمد، الانساب، تحقیق: عبدالرحمن بن یحیی، حیدرآباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیه، ۱۹۶۲م/۱۳۸۲ق.
  • شهید اول، الدرة الباهره من الاصداف الطاهره، ترجمه: عبدالهادی مسعودی، قم، نشر زائر، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • ابن طلحه، محمد، مطالب السؤول، نجف، بی نا، ۱۳۷۱ق-۱۹۵۱م.
  • ابوالمعالی بلخی، محمد، بیان الادیان، به کوشش محمدتقی دانش‌پژوه، تهران، روزنه، ۱۳۷۶ش.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، نشر بنی‌هاشمی، چاپ اول، ۱۳۸۱ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه فی معرفه الائمه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۵ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه فی معرفه الائمه، قم، رضی، ۱۴۲۱ق.
  • امین، محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف‏، ۱۴۰۳ق.
  • پاکتچی، احمد، «حسن عسکری(ع)، امام»، در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۲۰، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۱ش.
  • پورسیدآقایی و دیگران، تاریخ عصر غیبت، قم، موسسه فرهنگی انتشاراتی حضور، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انتشارات انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • حسین بن عبدالوهاب، عیون المعجزات، نجف، المطبعة الحیدریه، ۱۳۶۹ق.
  • خامه‎‌یار، احمد، تخریب زیارت‌گاه‎‌های اسلامی در کشورهای عربی، قم، دار الإعلام لمدرسة اهل‌‎البیت(ع)، ۱۳۹۳ش.
  • خزعلی، الامام العسکری علیه‌السلام، قم، مؤسسة ولی العصر عجّل الله تعالی فرجه الشریف، چاپ اوّل، ۱۴۲۶ق.
  • خصیبی، حسین بن حمدان، الهدایة الکبری، بیروت، موسسة البلاغ، ۱۴۱۹ق.
  • خوانساری، محمد باقر، روضات الجنان فی احوال العلماء و السادات، قم، اسماعیلیان، ۱۳۹۰ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، به کوشش شعیب ارنؤوط و دیگران، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق-۱۹۸۵م.
  • زرندی، جمال‌الدین محمد بن یوسف، معارج الوصول الی معرفة فضل آل الرسول(ص)، به کوشش ماجد عطیه، قم، انتشارات عامری، بی تا.
  • سبط ابن جوزی، تذکرة الخواص، نجف، بی نا، ۱۳۸۳ق-۱۹۶۴م.
  • سلیمیان، خدامراد، درسنامه مهدویت: حضرت مهدی از ولادت تا امامت، قم، بنیاد فرهنگی مهدی موعود، ۱۳۸۹ش.
  • شبلنجی، مؤمن بن حسن، نور الابصار فی مناقب آل بیت النبی المختار، به کوشش عبدالعزیز سالمان، قاهره، مکتبه التوفیقیه، بی تا.
  • شيخ صدوق‏، محمد بن علی، عيون أخبار الرضا عليه السلام‏، تهران‏، نشر جهان‏، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، به کوشش علی اکبر غفاری، تهران، بی‌نا، ۱۳۹۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام،‌ دار الکتب الاسلامیه، تهران، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال (رجال کشی)، مشهد، موسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبه، به کوشش عبادالله طهرانی و علی احمد ناصح، قم، م‍وس‍س‍ه‌ال‍م‍ع‍ارف‌الاس‍لام‍ی‍ه‌‏‫، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبه، تهران،‌ مکتبه النینوا، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ طوسی، الغیبة، قم، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، تهران، بی نا، ۱۳۳۹ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة‌ حجج الله علی العباد، قم، مؤسسة‌ اهل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، مسار الشیعه، به تحقیق مهدی نجف، بیروت،‌ دار المفید، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۴ش.
  • صالحی، عبدالله، «شناخت و جایگاه موسوعة الامام العسکری(ع)»، مجله فرهنگ کوثر، شماره ۶۰، زمستان ۱۳۸۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، «تاج الموالید»، مجموعه نفیسه، قم، ۱۳۹۶ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، آل البيت‏، ۱۴۱۷ق.
  • طبسی، محمد جواد، حیاه الامام العسکری(ع)، سوم، قم، موسسه بوستان کتاب، چاپ سوم، ۱۳۸۲ش.
  • طریحی، فخرالدین، جامع المقال فیما یتعلق باحوال الحدیث و الرجال، به کوشش محمدکاظم طریحی، تهران، بی نا، ۱۳۵۵ش.
  • علامه مجلسی، بحار الانوار، بیروت، موسسه وفا، ۱۴۰۳ق.
  • فاطمی، سیدحسن، «نقد موسوعة الامام العسکری(ع)»، مجله آینه پژوهش، شماره ۱۰۳، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۶ش.
  • فخرالدین رازی، م‍ح‍م‍دب‍ن‌ ع‍م‍ر، الشجرة المبارکة، قم، م‍ک‍ت‍ب‍ه‌ آی‍ه‌ال‍ل‍ه‌ ال‍م‍رع‍ش‍ی‌، ۱۴۰۹ق.
  • «فرهنگ جامع سخنان امام حسن عسکری(ع)»، پاتوق کتاب فردا، تاریخ بازدید: ۱۷ مهر ۱۴۰۰ش.
  • قطب الدین راوندی، سعید بن عبد الله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسه امام مهدی(عج)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، پایگاه اطلاع‌رسانی حدیث شیعه، تاریخ درج مطلب: ۱۷ آذر ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مهر ۱۴۰۰ش.
  • «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، وبسایت بنیاد فرهنگی امامت، تاریخ درج مطلب: ۲۰ دی ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مهر ۱۴۰۰ش.
  • «کتاب‌شناسی امام حسن عسکری(ع)»، وبسایت سازمان تبلیغات اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۳ دی ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مهر ۱۴۰۰ش.
  • کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی (اختیار معرفة الرجال)، مشهد، دانشگاه مشهد، ۱۳۴۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، انتشارات اسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، إثبات الوصیة للإمام علی بن أبی طالب، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۹ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه للإمام علی بن أبی طالب، قم، انصاریان، ۱۴۲۶ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب، قم، دارالهجره، چاپ دوم، ۱۳۶۳ق. و مصر(بی نا)، ۱۳۶۴ق.
  • مقدسی، یدالله، بازپژوهی تاریخ ولادت و شهادت معومان، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۱ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، تصحیح سیدمحمدصادق آل بحرالعلوم، نجف، المکتبة المرتضویة، ۱۳۵۵ق.