ام هاني د ابوطالب لور
| بښپړ نوم | فاخته، جمانه، هند |
|---|---|
| کنیت | ام هاني |
| د زیږیدنې ځای | مکه |
| د اوسیدو ځای | مکه او مدینه |
| نسب/ قبیله | بني هاشم |
| مشهور خپلوان | ابوطالب (پلار) • فاطمه بنت اسد (مور) • امام علی (ورور) • پیغمبر (د تره زوی) |
| د وفات نیټه او ځای | مدینه |
| د اسلام راوړلو وخت | د مکې فتحه |
| د شهرت لامل | د پیغمبر(ص) د صحابو او د حدیثو له راویانو څخه |
| ممتاز رولونه | د غدیر د پیښې او د ثقلین د حدیث له راویانو څخه |
اُمّهانِي، د ابو طالب لور، د امام علي(ع) خور، د پېغمبر(ص) صحابۍ او د غدیر حدیث او ثقلین حدیث له راویانو ده. د مورخانو په وینا، د پېغمبر معراج د ام هاني له کوره پېل شو. د مکې له فتحې وروسته هم پېغمبر(ص) هغه کسان چې د ام هاني په کور کې یې پناه اخستې وه وبخښل. ځینو مورخانو د ام هاني مسلمانېدل د مکې له فتحې وروسته ګڼلې دي؛ خو د هغه روایت له مخې چې قاضي نعمان مغربي له پېغمبره (ص) نقل کړی هغه همېشه موحده وه. هغه همداراز د فدک په پېښه کې د حضرت فاطمه(س) او ابوبکر د اختلاف له راویانو څخه ده. د ام هاني زوی جَعدَة بن هُبَیرَه په خراسان کې د امام علي(ع) چاروالی و.
پېژندګلو
ام هاني د ابوطالب او فاطمه بنت اسد لور او د امام علي(ع) خور ده.[۱] له ابن عباسه نقل شوې چې پېغمبر اکرم(ص) هغې ته اُمّ هاني خطاب کړی دی.[۲] د هغې نوم فاخِته او د ځینو په وینا جُمانه و.[۳]
د صحابه د ژوند لیکونکي اهل سنت ابن عبدالبر په وینا، ام هاني د مکې له فتحې وروسته اسلام راوړی دی؛[۴] خو د هغه روایت په اساس چې په شرح الاخبار کتاب کې قاضي نعمان له پېغمبر(ص) نقل کړی، هغه همېشه یکتا پرسته وه.[۵]
هانی، عمر، یوسف او جَعدَه، د ام هاني بچیان دي.[۶] د هغې مېړه هُبَيْرَة بن ابي وهب له هغو کسانو و چې پېغمبر(ص) یې ځوراوه.[۷]
د پېغمبر(ص) په نزد د ام هاني مقام
الطبقات الکبری کتاب کې د ابن سعد په راپور، پېغمبر(ص) د معراج په شپه، د ام هاني په کور کې و او له معراجه له ستنېدو وروسته هم د ام هاني کور ته تللی دی.[۸] همداراز په لیلة المبیت کې پېغمبر(ص) تر سهاره د ام هاني په کور کې استوګن و او له هغه ځایه یې د مدینې په لور هجرت پېل کړی دی.[۹][لا ښې سرچنې ته اړتیا ده] ابن هشام په السیرة النبویه کې، د مکې د فتحې په ورځ د اسلام د پېغمبر (ص) له خوا د دوو مشرکانو چې د ام هاني په کور کې یې پناه اخستې وه، بخښل کېدو ته اشاره کړې ده[۱۰]
له پېغمبر(ص) څخه په یو روایت کې، ام هاني له ډېرو غوره ښځو[۱۱] او له جنتیانو[۱۲] معرفي شوې ده. د مسجد الحرام یوه دروازه هم باب ام هاني نومېده؛[۱۳] البته دا باب د سعودي دوران (۱۳۶۹-۱۳۷۵ق.) په لومړۍ پراختیا کې ختم کړی شو.[۱۴]
له ام هاني د پېغمبر مرکه
په «الطبقات الکبری» کتاب کې د ابن سعد په راپور، پېغمبر(ص) دوه ځله په ام هاني مرکه وکړه؛ په لومړي ځل یې له هبیره سره له واده مخکې او په دوهم ځل د مکې له فتحې وروسته چې ام هاني اسلام راوړ او اسلام د هغې او د هبیره په مینځ کې جدایي راوسته.[۱۵] د ابن سعد په راپور، ام هاني دواړه ځله د پېغمبر غوښتنه ونه منله. هغې په لومړي ځل د قبیله ای اړیکو په وجه له هبیره سره واده وکړه او په دوهم ځل یې له پېغمبر سره د خپلې مینې د څرګندولو په ترڅ کې د دې لپاره چې هغه حضرت ته کوم تاوان ونه رسوي، د هغه غوښتنه رد کړه.[۱۶] سره له دې، په رجال بَرقي کتاب کې ام هاني د پېغمبر(ص) له مېرمنو معرفي شوې ده.[۱۷]
ځینې مورخان باوري دي چې د ام هاني مېړه هبیره، د مکې له فتحې وروسته نجران ته وتښتېد او هلته د کفر په حال کې مړ شو.[۱۸] ځینو ویلي چې هبیره په خندق غزا کې وژل شوې ده.[۱۹]
ام هاني د امام علي(ع) په حکومت کې
شیخ مفید په الجَمَل کتاب کې ام هاني ته د امام علي(ع) یو لیک راوړی چې پکې یې د جمل جنګ پېښو او د طلحه او زبیر انجام ته اشاره کړې ده.[۲۰] همداراز هغه په الاختصاص کې له بیت الماله په استفاده کې له ام هاني سره د امام علي(ع) د چلند ذکر کوي چې د ام هاني د خپګان سبب کیږي او امام علي دغه چلند د عدالت او انصاف د خیال ساتلو په وجه ګڼي.[۲۱] د ام هاني زوی جَعده په خراسان کې د امام علي(ع) چاروالی و او په صفین جنګ کې هم د امام علي په سپایانو کې موجود و.[۲۲]
د ام هاني رجالي حیثیت
په شیعه سني سرچینو کې له ام هاني ډېر روایتونه نقل شوې دي. ځینو د هغو شمېر ۱۱۲ بللی دی.[۲۳] قندوزي په ینابیع الموده کې ام هاني د ثقلین حدیث له راویانو ګڼلې ده.[۲۴] همداراز هغه په حجة الوداع کې له حاضرو کسانو او د غدیر پېښې له راویانو ګڼلې شوې ده.[۲۵] ام هاني د فدک په پیښه کې د پېغمبر(ص) د لور فاطمه(س) او ابوبکر د اختلاف له راویانو هم وه.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰؛ خرگوشی، شرف المصطفی، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۴.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰؛ خرگوشی، شرف المصطفی، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۴.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۶۳.
- ↑ قاضی نعمان، شرح الاخبار، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۶۶و۱۶۷.
- ↑ کراجکی، کنزالفوائد، ۱۴۱۰ق، ص۲۰۶.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت، ج۲، ص۴۱۱.
- ↑ محمدی ریشهری، موسوعة الامام الحسین(ع)، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۳۳۱.
- ↑ محمدی ریشهری، موسوعة الامام الحسین(ع)، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۳۳۲؛ قاضی نعمان، شرح الاخبار، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲۰.
- ↑ خرگوشی، شرف المصطفی، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۴.
- ↑ تاریخ عمارة و اسماء ابواب المسجد الحرام، مکه مکرمه، ص۱۱۴.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۲۰.
- ↑ برقی، رجال برقی،۱۴۳۰ق، ص۳۷۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۹۶۳.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۰، ص۲۴۲.
- ↑ شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۳۹۷.
- ↑ شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۵۱.
- ↑ قاضی نعمان، شرح الاخبار، ۱۴۱۴ق. ج۳، ص۲۴۴.
- ↑ غروی نائینی، محدثات شیعه، ۱۳۷۵ش، ص۳۳۹.
- ↑ قندوزی، ینابیع المودة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۲۳.
- ↑ سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰، ص۱۴۰و ۱۴۱؛ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۸.
- ↑ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۵۶م، ج۱، ص۳۵-۳۶.
سرچينې
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، بیروت، دارالمعرفة، بیتا.
- امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق.
- برقی، احمد بن محمد، رجال برقی، قم، مؤسسة الامام الصادق(ع)، ۱۴۳۰ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، قاهره، مکتبة النهضة المصریة، ۱۹۵۶م.
- تاریخ عمارة و اسماء ابواب المسجد الحرام، مکه مکرمه، جامعة امالقری-مرکز ابخاث الحج، بیتا.
- خرگوشی نیشابوری، عبدالملک بن محمد، مناحل الشفا و مناهل الصفا بتحقیق کتاب شرف المصطفی، مکه، دارالبشائر الاسلامیة، ۱۴۲۴ق.
- سید بن طاووس، علی بن موسی، الطرائف فی معرفة مذهب الطوائف، قم، خیام، ۱۴۰۰ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الجمل و النصرة لسید العترة فی الحرب البصرة، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- غروی نائینی، نهله، محدثات شیعه، تهران، دانشگاه تربیت مدرس، ۱۳۷۵ش.
- قاضی نعمان، نعمان بن محمد، شرح الاخبار فی فضائل الأئمة الأطهار، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۴ق.
- قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، قم، دارالاسوة للطباعة و النشر، ۱۴۲۲ق.
- کراجکی، محمد بن علی، کنزالفوائد، قم دارالذخائر، ۱۴۱۰ق.
- محمدی ریشهری، محمد، موسوعة الامام الحسین(ع)، قم، مؤسسه دارالحدیث، ۱۴۳۱ق.