د پیغمبر(ص) میرمنې

د wikishia لخوا
امهات المؤمنین

د پیغمبر(ص) میرمنې هغه ښځې چې رسول الله مبارک ورسره واده کړی او په قرآن کښې د امهات المومنین (د مؤمنانو د میندو) په توګه یادې شوي او په هکله یې ځانګړي حکمونه راغلي دي.

مسلمان عالمان د پیغمبر(ص) د میرمنو د شمیر په هکله د نظر اختلاف لري. ځینو د پیغمبر(ص) د میرمنو شمیر دیارلس او ځینو نورو پنځلس بللی او په دې لړ کښې نورې نظریې هم شته دي. د دغه اختلاف سرچینه د پیغمبر(ص) په میرمنو کښې د وینځو شمیرنې یا نه شمیرنې ته ورګرځي. د پیغمبراکرم(ص) ودونه د هغه د ماموریت(د دین د تبلیغ) په لړ کښې وو او د سترو عرب قبیلو د ملاتړ د جلبولو، د جاهلیت د غلطو افکارو د ختمولو، د زیانمن شویو ښځو د ټولنیز مقام د پیاوړتیا او د هغوي د حوصلې زیاتولو او هم د اسیرانو د آزادولو په شان انګیزو سره یې کړي دي.

ساده ژوند، له تکبر او تَبَرُّج نه ځان ساتل او ښې خبرې کول د رسول الله(ص) مېرمنو ته د خدای له حکمونو څخه دي. همداشان مسلمانانو ته امر شوی دی چې د پیغمبر(ص) له میرمنو سره د پردې تر شا څخه خبرې وکړي او د پیغمبر(ص) له وفات وروسته ورسره واده ونه کړي.

مسلمانان د پیغمبر(ص) د میرمنو په پاکلمنۍ باور لري او د هغوي سپکاوی روا نه ګڼي. البته د پیغمبر له وفات وروسته د جمل جنګ په شان پیښو کښې د عایشې په کړچار باندې نیوکه لري.

موقعیت

«د اهل سنت وروڼو د سمبولونو سپکاوی له هغو نه د اسلام د پیغمبر(ص) په میرمنې عایشې باندې تور پورې کول حرام دي. په دې موضوع کښې د ټولو پیغمبرانو په تیره بیا د پیغمبرِ اعظم حضرت محمد مصطفی(ص) میرمنې شاملیږي».

* سرچينه: د آرشیو نیټه، رسالت ورځپاڼه، د ۱۳۷۹لمریز کال د تلې یوولسمه، دریم مخ.

د پېغمبر اکرم میرمنې د اسلام د پېغمبر(ص) ښځو ته اشاره کوي چې د دې آیت: «وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ؛ د هغه میرمنې، د هغوي(مؤمنانو) میندې دي.[۱] چې د اُمُّ الْمُؤْمِنین‌ (د مؤمنانو د میندو) لقب ورکړې شو.[۲] په قرآن کښې د هغوي په هکله ځانګړي حکمونه راغلي دي.[۳]

د پیغمبر د میرمنو د سپکاوي حرمت

ټول مسلمانان د پیغمبر د میرمنو په پاکلنمۍ باور لري. په عین حال کښې ځیني وهابیان شیعه تورنوي چې هغوي د پیغمبر میرمنو ته ناروا نسبت ورکوي. که څه هم شیعه عالمان او ځیني اهل سنت عالمان د پیغمبر اکرم(ص) له وفات وروسته، د جمل جنګ په جوړیدو کښې د عایشې د رول او له امام علي علیه السلام سره د هغې د دښمنۍ په شان پیښو کښې د پیغمبر د ځینو میرمنو په کړچار باندې نیوکه لري.[۴] خو د پیغمبر(ص) په هیڅ کومې میرمنې یې ناروا تور نه دی پورې کړی او د هغوي سپکاوی روا نه ګڼي.[۵] د بیلګې په توګه د پنځمې قمري پيړۍ شیعه متکلم سید مرتضی په فحشاؤ د پیغمبرانو د میرمنو ککړتیا د پیغمبرانو له عصمت سره ناسازګاره ګڼي، ځکه چې د امامیه د اعتقاد له مخې، پیغمبران له هر هغه څه پاک دي له هغوي نه د خلکو د کرکې او لرې والي سبب شي.[۶] شیخ طوسي هم په تفسیرِ تبیان کښې څرګنده کړې چې د پیغمبرانو هیڅ کومه میرمنه ناپاک لمنه نه وه ځکه چې دغه کار هم له پیغمبر(ص) څخه د خلکو د ډډه کولو سبب کیږي او هم د هغه د شرم او عار سبب دی او بیشکه چې هر کس داسې غیرعالمانه خبره وکړي او داسې تور پورې کړي، ډیره ستره خطا او تیروتنه یې کړې ده.[۷] دا په داسې حال کښې دي چې ځینو اهل سنت پوهانو د پیغمبرانو د ځینو میرمنو په هکله د فحشاؤ د کولو او هم د دغه کار د ترسره کیدو امکان مطرح کړی دی.[۸] همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیت الله خامنه اي د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) د میرمنو او د اهل سنت د سمبولونو د سپکاوي د حرمت په هکله د هغوي مقدساتو ته د سپکاوي د حرمت فتوا صادره کړې ده.[۹]

شمېر

د پیغمبر(ص) د مېرمنو د شمېر په اړه اختلاف دی: د ابن هشام په سیرت النبویة کښې د رسول الله مبارک د مېرمنو شمېر دیارلس وو:[۱۰] خدیجه، سوده، عایشه، زینب د خُزَیمه لور، حفصه د عمر لور، ام سلمه، زینب د جحش لور، جویریه، ام حبیبه، صفیّه او میمونه، عمره بن یزید کلابي او اسماء بنت نعمان کندي[۱۱] د پیغمبر(ص) د وفات په وخت  له خدیجې او زینب د خُزیمه د لور پرته د هغه نورې مېرمنې ژوندۍ وې.[۱۲]

له امام صادق علیه السلام نه په یو روایت کښې د پیغمبر د میرمنو شمیر پنځلس ښځې ذکر شوی دی.[۱۳] علي بن حسین مسعودي او شمس‌الدین ذَهَبی هم د پیغمبر(ص) میرمنې پنځلس بللې دي.[۱۴] په ځینو روایتونو کښې د هغوي شمېر تر اتلسو ذکر شوی دی.[۱۵] البته حضرت محمد(ص) ترڅو چې حضرت خدیجه ژوندۍ وه- یوازې یوه میرمنه درلوده او د حضرت خدیجې له وفات کیدو او مدینې ته له هجرت کولو وروسته یې نورې ښځې وکړې.[۱۶]

ویل شوي چې د پیغمبر(ص) د میرمنو په شمیر کښې د اختلاف وجه دا ده چې ځینو مورخانو هغه ښځې هم چې په یوه وجه یې له هغه سره ژوند نه دی تیر کړی او یا وینځې هم د هغه په میرمنو کښې شمېر کړې دي.[۱۷] په سرچینو کښې له هغو نه د ماریه قبطیه او د زید د لور ریحانې نومونه راغلي دي.[۱۸]

د بقیع یو انځور، څلورم نمبر، د پیغمبر د میرمنو قبرونه ښیي

اولادونه

اصلي مقاله: د اسلام د پیغمبر اولادونه

د پېغمبراکرم(ص) له مېرمنو څخه يوازې خديجې او ماريه قبطيې اولادونه درلودل.[۱۹] ماريې ته خدای د ابراهيم په نوم زوی ورکړ.[۲۰] د مشهور قول له مخې حضرت خدیجې ته خدای څلور لوڼې (فاطمه(س)، زینب، ام کلثوم او رقیه) او دوه زامن (عبدالله او قاسم) ورکړل.[۲۱] البته ځیني شیعه محققان باوري دي چې زینب، ام کلثوم او رقیه د پیغمبر(ص) او خدیجې لوڼه نه وې بلکې د خدیجې د خور لوڼه وې چې د هغې په کور کښې لوې شوې وې.[۲۲]

د پیغمبر(ص) د ګڼو ودونو فلسفه

د رسول الله(ص) په زمانه کښې ګڼ ودونه کول یو عام شی و.[۲۳] خو داسې ویل شوي چې پیغمبر(ص) په حکمت او د الهي رسالت (د اسلام د تبلیغ) له مخې څو ودونه کړي دي.[۲۴] د رسول الله(ص) د ډیرو میرمنو لرلو ځیني لاملونه په لاندې ډول دي:

  1. له عایشې سره د واده په شان د لویو عربو قومونو او قبیلو سره د نسبي تړون له لارې د هغوي د ملاتړ راجلبول او د خپل سیاسي او ټولنیز نفوذ پیاوړی کول.
  2. د جحش له لور زینب سره واده کول. د زید بن حارثه چې رسول الله مبارک ورته زوی ویلې وو، د مېرمن زینب سره د واده کول د الهي حکم پلي کول او د جاهلیت د غلطو افکارو ختمول وو ځکه چې د جاهیت د رسم له مخې عربانو به د خولې ویلي زوی د خپل زوي او اولاد په شان ګڼه. په دې وجه به یې د خپل دغه اولاد له مړینې یا طلاق وروسته د هغه له میرمنې سره واده نه کوه.
  3. د زیانمن شویو ښځو د ټولنیز مقام پیاوړتیا، لکه کونډې او اسیرې میرمنې(د پیغمبر(ص) زیاتره میرمنې کونډې وې).
  4. د ښځو زړه ساتنه، د هغو زیانونو په وجه چې د اسلام د منلو په خاطر ورته رسیدلي وو، لکه له ام حبیبه سره واده.
  5. د کونډو او بې وزله ښځو(د شهیدانو د میرمنو) او د یتیمانو ساتنه او د ژوند تامینول، لکه له ام سلمه او د خزیمه له لور زینب سره واده.
  6. د اسلام او مسلمانانو د سترتوب او پیاوړتیا ښودنه لکه له صفیې سره واده.
  7. د سر له خطرونو د ښځو ساتنه لکه له سوده سره واده.
  8. د اسیرانو او مریانو آزادول لکه له جُوَیریه بنت حارث سره واده.[۲۵]

په عین حال کښې ځینو لیکوالانو د پیغمبر د میرمنو ګڼ شمېر د هوا او هوس له امله بللی دی. علامه طباطبايي په ځواب کښې ویلي دي چې د پیغمبر سیرت د دې اپوټه ثابتوي، ځکه چې پيغمیر د خپل عمر شل کاله(له دریو نه یوه برخه ژوند) یوازې له خدیجې بي بي سره تیر کړ او د عمر په وروستیو کښې یې له نورو ښځو سره ودونه وکړل.[۲۶] همداشان که چیرې د پيغمبر ودونه د هوا او هوس له مخې وو نو له ځوانو او پيغلو ښځو سره به یې ودونه کولې نه له کونډو او د ډیر عمر ښځو سره.[۲۷]

همداشان د علامه طباطبايي په وینا، له ښځو سره د پیغمبر اکرم(ص) کړچار د دې یو دلیل دی چې هغه به ښځه د شهوت لپاره یوه وسیله نه ګڼله بلکې هڅه یې کړې چې هغوي له ذلت او مرئیتوبه وژغوري.[۲۸] محمد حسین کاشف الغطاء په دې باور دی چې پيغمبر(ص) په ډیرو ودونو سره غوښتل چې خپل ملکوتي نفس وښايي او د ځان ساتنې او زغم، استقامت او د انصاف او مساواتو څرګنده نمونه نندارې ته وړاندې کړي.[۲۹] [یادداشت ۱]

د پیغمبر میرمنو ته د قرآن حکمونه

د قرآن یوشمیر آیتونه د پیغمبر(ص) د میرمنو په هکله نازل شوي دي او هغوي ته په خطاب کښې یې یوشمېر احکام بیان کړي دي:

د پیغمبر د میرمنو سزا او انعام دوه چنده دی

د يا نِساءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضاعَفْ لَهَا الْعَذابُ ضِعْفَيْنِ وَ كانَ ذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيراً (۳۰) وَ مَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تَعْمَلْ صالِحاً نُؤْتِها أَجْرَها مَرَّتَيْنِ وَ أَعْتَدْنا لَها رِزْقاً كَرِيماً[احزاب–۳۰-۳۱.] آیتونو؛ که د پیغمبر اکرم(ص) میرمنې صالح او نیک عمل وکړي نو اجر یې دوه چنده او که فحش کار وکړي نو عذاب به یې هم دوه برابره وي.[۳۰] ځکه چې هغوي په پیغمبر پورې د نسبت لرلو په وجه په یو داسې موقعیت کښې دي چې د نورو ښځو لپاره مثال ګرځي.[۳۱] هم دا شان مفسرانو په، يا نِساءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّساءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ؛ ای د پیغمبر(ص) میرمنو تاسو له نورو ښځو سره برابر نه یئ که تقوا خپله کړئ  [سوره احزاب–۳۲]، آیت باندې په استناد سره د هغوي دنده له نورو درنه بللې ده، ځکه چې معقوله نه ده چې دنده یو هومره وي خو انعام یې بیل وي.[۳۲]

که پیغمبر او آخرت غواړئ نو ساده ژوند وکړئ

يا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْواجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَياةَ الدُّنْيا وَ زِينَتَها فَتَعالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَ أُسَرِّحْكُنَّ سَراحاً جَمِيلاً (۲۸) وَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ الدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِناتِ مِنْكُنَّ أَجْراً عَظِيماً[سوره احزاب–۲۸-۲۹] آیتونو له مخې د پیغمبر میرمنې که پیغمبر او آخرت غواړي نو باید ساده ژوند تیر کړي او که دنیا غواړي نو پیغمبر باید هغوي ته طلاق ورکړي او مهر یې ورکړي.[۳۳] لکه څنګه چې په تفیسیرِ نمونه کښې راغلي دي، دغه آیت د خپل مادي ژوند له حالته د پیغمبر(ص) د ځینو میرمنو د شکایت او نارضایتۍ په غبرګون کښې نازل شوی دی. هغوي د هغو غنیمتونو په لیدو سره چې له جنګونو به د مسلمانانو په برخه کیدل، له پیغمبر نه مادي غوښتنې درلودلې، پیغمبر(ص) د هغوي غوښتنې پوره نه کړې او یوه میاشت یې ترې ډډه وکړه تر دې چې دغه آیتونه نازل شول.[۳۴]

خپل غږ مه نری کوئ

د فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌاحزاب سوره–۳۲] آیت له مخې، د پيغمبر اکرم(ص) میرمنې له سړیو سره د خبرو کولو په وخت خپل غږ باید نری او نازک نه کړي ترڅو شهوت پاله خلک راونه پاریږي.[۳۵]

ښې خبرې وکړئ

د وَ قُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفاًاحزاب سوره–۳۲] آیت له مخې د پیغمبر(ص) میرمنې باید په داسې ښه توګه خبرې وکړي چې د خدای او د پیغمبر(ص) د رضا وړ او له حق او عدالت سره مل وي.[۳۶]

په کور کې پاتې شئ او له تبرج څخه ډډه وکړئ

د وَ قَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجاهِلِيَّةِ الْأُولى... [سورة احزاب-33] په آيت کې د پېغمبر له مېرمنو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د ابتدايي جاهلیت په شانخپل بدنونه او سينګارونه د نورو د سترګو په وړاندې نه ښکاره کوي.[۳۷] ​​د مفسرینو په وینا دا یو عمومي حکم دی او ټولې مسلمانې ښځې په کښې شاملې دي خو د زیات تاکید لپاره یې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ښځو تکیه کړې ده.[۳۸]

لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ

د أَقِمْنَ الصَّلاةَ وَ آتِينَ الزَّكاةَ وَ أَطِعْنَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ[سوره احزاب–۳۳] آیت له مخې، د پيغمبر ښځې باید لمونځ قائم کړي، زکات ورکړي او د خدای او د هغه د پیغمبر اطاعت وکړي. البته د مفسرانو په وینا، دا حکمونه یوازې د پیغمبر ښځو لره ځانګړي نه دي او ټول په کښې شاملیږي، که څه هم د پيغمبر د ښځو په هکله لاډیر ټینګار لري.[۳۹] علامه طباطبايي لیکلي دي، د دې وجه چې په آیت کښې له احکامو څخه یوازې د لمونځ او زکات ذکر شوی دی، دا ده چې دغه دواړه د عبادتونو او معاملاتو ارکان دي او نور حکمونه د «اطعن الله و رسوله» لاندې راغلي دي.[۴۰]

له پیغمبر سره د ملګرتیا له فرصته ګټه پورته کړئ

د علامه طباطبايي په وینا، « وَاذْكُرْنَ ما يُتْلى‏ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آياتِ اللَّهِ وَ الْحِكْمَةِ[سوره احزاب–۳۴] آیت په دې معنا دی چې د پیغمبر(ص) میرمنې باید د خدای هغه آیتونه چې په خپلو کورونو کښې اوري، حفظ کړي او تل یې یاد وساتي او له هغې لارې چې خدای ورته ټاکلې ده، زیاتی ونه کړي.[۴۱] ځینو مفسیرنو هم ویلي دي چې د آیت مطلب دا دی چې د پیغمبر میرمنې باید د دې نعمت شکر وکړي چې په یو داسې کور کښې دي چې قرآن او حدیث په کښې تلاوت کیږي.[۴۲]

د پیغمبر له میرمنو سره په چلند کښې مسلمانانو ته د قرآن حکمونه

په قرآن کښې د پیغمبر(ص) له میرمنو سره د مسلمانانو د چلند لپاره هم ځیني احکام ذکر شوي دي:

د پردې له شا څخه خبرې کول

د «وَ إِذا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتاعاً فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ ذلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ احزاب سوره–۵۳]» آیت له مخې، مسلمانان چې هر کله د پیغمبر له میرمنو کومه غوښتنه لري، باید د پردې له شا نه یې وغواړي. په دې آیت کښې له حجاب نه مطلب د نورو ښځو په شان عام حجاب نه دی بلکې ورباندې یو اضافه حکم او د پيغمبر میرمنو لره ځانګړی دی[۴۳] چې د پیغمبر په میرمنو کښې د دښمنانو د عیب لټونې د مخنیوي[۴۴] او د هغوي د حیثیت د ساتنې لپاره[۴۵] نازل شوی دی.

د پیغمبر(ص) له ښځو سره په واده بندیز

د «وَ لا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْواجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَداً؛ نه ښايي چې له پیغمبر وروسته د هغه له میرمنو سره واده وکړئ [سوره احزاب–۵۳]» آیت له مخې، د پيغمبر له وفات کیدو وروسته د هغه له میرمنو سره واده روا نه دی ځکه چې هغوي د مؤمنانو لپاره د معنوي میندو په مثال دي.[۴۶] د دې بندیز د علت په هکله ځیني احتمالونه ورکړی شوي دي، له هغو نه:

  • د پیغمبر د سپکاوي مخنیوی: ځینو کسانو نیت کړی و چې د پیغمبر له وفات نه پس د هغه له میرمنو سره واده وکړي او له دې لارې د رسول الله مبارک حیثیت خراب کړي.
  • د ناوړه استفادې مخنیوی: که د پیغمبر له میرمنو سره واده روا او جایز وی نو دا احتمال و چې ځیني کسان د دغه واده له لارې ځانګړي ټولنیز مقام ته ورسیږي او ورڅخه ناوړه استفاده وکړي، یا په دې پلمه چې د پیغمبر(ص) د کور له دننې څخه او د هغه د مکتب په هکله خاص خبرتیا لري، د اسلام تحریف ته مخه کړي.[۴۷]
  • د پیغمبر له میرمنو سره واده په دې وجه جایز نه و چې هغوي به په جنت کښې هم د پيغمبر اکرم(ص) میرمنې وي.[۴۸]

د پيغمبر د میرمنو حق مهر

اصلي مقاله: مهر السنة

د روایتونو له مخې، د پیغمبر د میرمنو د مهریې اندازه ۵۰۰ درهم وه.[۴۹] هغې مهریې ته چې د اسلام ګران پیغمبر(ص) د خپلو میرمنو لپاره او همداشان د شیخ صدوق په نقل یې د خپلو لوڼو لپاره[۵۰] ټاکله، مهرالسنه ویل کیږي.[۵۱] البته د هغه روایت له مخې چې شیخ صدوق له امام باقر علیه السلام نه نقل کړی، د ام حبیبه(د پیغمبر د میرمنې) مهریه څوارلس زره درهم وه.[۵۲] ویل شوي چې په دې روایت کښې امام باقر علیه السلام دغه مهریه یوه استثنا بللې چې هغه د حبشې واکمن نجاشي، چې د پيغمبر لپاره د ام حبیبه د رشتې په غوښتنه کښې د رسول الله مبارک وکالت یې کوه، ټاکلې وه او په خپله یې دغه مهر ورکړی دی او پیغمبر(ص) ورسره مخالفت نه دی کړی.[۵۳]

له خپلو میرمنو سره د پیغمبر د چلند طریقه

د مصري لیکوال محمد حسنین هیکل (وفات ۱۳۷۶ق) په وینا، پیغمبر د خپلو میرمنو لپاره د داسې ځانګړي مقام قائل و چې عربانو ته ناآشناو.[۵۴] د قرآن د ځینو آیتونو له مخې، هغه د خپلو ځینو میرمنو د رضایت لپاره ځیني مباح څیزونه په ځان حرام کړل. د مثال په توګه، د «یا أَیهَا النَّبِی لِمَ تُحَرِّ‌مُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَک تَبْتَغِی مَرْ‌ضَاتَ أَزْوَاجِک ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّ‌حِیمٌ؛ ای پیغمبره، ولې د خپلو میرمنو د خوشالۍ لپاره هغه څه په ځان حراموې چې خدای درته حلال کړي دي؟ خدای دی چې بخښونکی او مهربان دی»،[۵۵] آیت په شانِ نزول کښې راغلي دي چې دا آیت پس له هغې نازل شو چې پيغمبر د حفصې د رضایت لپاره د شاتو د هغه شربت څښل پر ځان حرام کړل چې زینب بنتِ جحش ورله تیار کړی و.[۵۶]

همداشان به پیغمبر د خپلو میرمنو ترمینځ په انصاف او عدالت سره چلند کوه. د هغوي ترمینځ په مساوي او برابر توګه د مال د ویش په هکله روایتونه شته دي. له هغو نه په المغازي کتاب کښې د محمد بن عمر واقدي روایت دی چې وايي، پیغمبر د خیبر له جنګ وروسته خپلې هرې میرمنې ته اتیا وَسَق (پیمانه) خرما یا کجورې او شل پیمانې اوربشې ورکړې.[۵۷] همداشان یې خپلې شپې به یې هم په هغوي تقسیمولې او د جنګ یا سفر په وختو کښې به یې د قرعې په بنیاد، یوه میرمنه له ځان سره بووله، یا دا چې داحزاب سوره د ۵۱ آیت له مخې، هغه ته اجازه وه چې د خپلې هرې میرمنې نوبت چې وغواړي، ویې ځنډوي.[۵۸]

کتاب پيژندنه

د پیغمبر د میرمنو په هکله شیعو او اهل سنتو عالمانو په عربۍ او فارسۍ ژبو ډیر کتابونه لیکلي دي. ځینې یې په دا ډول دي:

  • د زبیر بن بکار (وفات۲۵۶ق) لیکلی المُنتَخب مِن کتاب اَزواج النبی(ص)، دا کتاب د سکینه شهابي په تحقیق سره د په ۱۴۰۳قمري کال کښې د بیروت د الرساله مؤسسې له خوا خپور شوی دی.
  • د مصري مستبصر[۵۹] سعید ایوب (زیږون ۱۳۶۳ق) لیکلی زوجات النبی(ص) کتاب
  • سبک زندگی رسول خدا با همسرانش، د فرزانه حکیم زاده اثر دی. دغه کتاب له خپلو میرمنو سره د پیغمبر له چلند څخه د مثال اخیستنو په کړنلارې سره لیکل شوی دی.[۶۰]
  • د محمد بن یوسف صالحی دمشقي لیکلی اَزواج‌ُالنبی(ص) کتاب.
  • په ۱۴۱۱قمري کښې خپور شوی د امیر مهیا الخیامي، زوجات النبی و اولاده نومې کتاب.
  • او د په ۱۳۵۲لمریز کال کښې خپور شوی د عقیقي بخشایشي لیکلی «همسران پيامبر» کتاب.

فوټ نوټ

  1. سوره احراب، آیه۶.
  2. نگاه کنید به سوره احزاب، آیه۶.
  3. مثال په توګه وګورئ: سوره احزاب، آیات ۲۸-۳۴ و ۵۳و ۵۴.
  4. وګورئ: حسینی فیروزآبادی، سبعة من السلف، ۱۴۱۷ق، ص۲۵۸-۲۶۹.
  5. میلان نورانی، «بررسی دیدگاه علمای شیعه، در مورد همسران پیامبر»، ص۵۶-۵۸.
  6. سید مرتضی، امالی، ۱۹۹۸م، ج۱، ص۵۰۳.
  7. طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ج۵، ص۴۹۵.
  8. بخاری، صحیح بخاری، ج۴، ص۷۲۹.
  9. «استقبال جهان اسلام از استفتای جدید آیت‌الله خامنه‌ای»، روزنامه رسالت، ۱۱ مهر ۱۳۸۹ش، ص۳.
  10. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۶۴۳.
  11. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۶۴۷.
  12. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۶۴۷.
  13. شیخ صدوق، الخصال، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۹.
  14. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۳۸۰ش، ج۳، ص۲۳؛ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۹۲.
  15. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۴.
  16. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۱۹۵.
  17. ابوالقاسم‌زاده، «کنکاشی درباره علل تعدد همسران پیامبر»، ص۸۴.
  18. وګورئ: ذهبی، تاریخ‌الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۹۸.
  19. هیکل، حیاة محمد، دارالکتب، ص۲۰۵.
  20. هیکل، حیاة محمد، دارالکتب، ص۲۰۵.
  21. مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۳۴.
  22. جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۲۱۲.
  23. هیکل، حیاة محمد، دارالکتب، ص۲۰۵.
  24. ابوالقاسم‌زاده، «کنکاشی درباره علل تعدد همسران پیامبر»، ص۸۴.
  25. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۱۹۶-۱۹۷.
  26. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۱۹۵.
  27. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۱۹۵.
  28. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۱۹۶-۱۹۷.
  29. کاشف الغطاء، الفردوس الاعلی، ص۱۲۲.
  30. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج‏۱۶، ص۳۰۷.
  31. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۲۸۸.
  32. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج‏۱۶، ص۳۰۸.
  33. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج‏۱۶، ص۳۰۷.
  34. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۲۷۸-۲۷۹.
  35. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۲۸۹.
  36. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۲۸۹.
  37. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۲۹۰.
  38. مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۲۹۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۰۸.
  39. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۲۹۱.
  40. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج‏۱۶، ص۳۰۹.
  41. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۱۳.
  42. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج‏۶، ص۲۱۷.
  43. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۴۰۱.
  44. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۴۰۳.
  45. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ۳۹۸.
  46. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۲۰۴.
  47. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱۷، ص۴۰۴.
  48. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۴، ص۲۲۹.
  49. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۰، ص۳۴۷-۳۴۸؛ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۳۰۲؛ شهید ثانی، ۱۴۱۰، ج۵، ص۳۴۴.
  50. شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۳۰۲.
  51. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۳۴۴.
  52. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۴۷۳.
  53. مسعودی، «پژوهشى درباره مَهرُالسُّنّه (مهر محمّدى)»، ص۱۱۳.
  54. هیکل، حیاة محمد، دارالکتب، ص۲۷۹.
  55. سوره تحریم، آیه۱.
  56. وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۲۷۱-۲۷۴.
  57. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۹۳.
  58. عابدینی، «شیوه همسرداری پیامبر(ص) به گزارش قرآن»، ص۱۷۲.
  59. «مستبصرین: سعید ایوب»، مجمع جهانی شیعه‌شناسی.
  60. «نحوه برخورد پیامبر(ص) با همسرانش الگو برای بشر دوره معاصر است»، خبرگزاری ایکنا.

سرچينې

  • «استقبال جهان اسلام از استفتای جدید آیت‌الله خامنه‌ای»، روزنامه رسالت، ۱۱ مهر ۱۳۸۹ش.
  • ابن هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبدالحفیظ شلبی، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • ابوالقاسم‌زاده، مجید و مهری کاظم‌نژاد، «کنکاشی دربارهٔ علل تعدد همسران پیامبر»، معرفت، شماره ۱۰۸، آذر ۱۳۸۵ش.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۰م.
  • حسینی فیروزآبادی، سید مرتضی، سبعة من السلف، تحقیق سید مرتضی رضوی، الطبعة الاولی، قم، مؤسسه دارالهجره، ۱۴۱۷ق/۱۳۷۵ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الاعلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، الطبعة الثانیة، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، امالی للمرتضی، قاهره، دارالفکر العربی، ۱۹۸۸م.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تحقیق سیدمحمد کلانتر، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، انتشارات جامعه مدرسین قم، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، مؤسسة الهادی علیه‌السلام، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، قم‏، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • عابدینی، احمد، «شیوه همسرداری پیامبر به گزارش قرآن»، بینات، شماره ۵۲، زمستان ۱۳۸۵ش.
  • عاملی، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، الطبعة الاولی، ۱۴۲۶ق/۱۳۸۵ش.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • «مستبصرین: سعید ایوب»، مجمع جهانی شیعه‌شناسی، درج مطلب: ۲۹ مهر ۱۳۹۷ش، مشاهده: ۸ خرداد ۱۳۹۹ش.
  • کاشف الغطاء، محمدحسین، الفردوس الاعلی، بی تا، بی جا، بی نا.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، عبدالهادی، «پژوهشى درباره مَهرُ السُّنّه (مهر محمّدى)»، در تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، به کوشش محمد محمدی ری‌شهری، ترجمه حمیدرضا شیخی، قم، سازمان چاپ و نشر‌ دار الحدیث، چاپ دوم، ۱۳۸۹ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، انتشارات الشریف الرضی، ۱۳۸۰ش.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بما للنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیه، الطبعة الاولی، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف‏، تهران‏، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۴ش.
  • میلان نورانی، محمدجعفر، «بررسی دیدگاه علمای شیعه در مورد همسران پیامبر صلی الله علیه و آله و سلم»، سراج منیر، شماره ۳۵، پاییز ۱۳۹۸ش.
  • هیکل، محمد حسین، حیاة محمد صلی الله علیه و آله و سلم، دارالکتب، قاهره، بی‌تا.
  • «نحوه برخورد پیامبر(ص) با همسرانش الگو برای بشر دوره معاصر است»، خبرگزاری ایکنا، تاریخ انتشار: ۱۵ آذر ۱۳۹۶ش.
  • واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الاعلمی، الطبعة الثالثة، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.

بهرنۍ اړیکې