منځپانگې ته ورتلل

د مبعث اختر

د wikishia لخوا
(له بعثت نه مخ گرځېدلی)
د مبعث اختر
په ایران کې د مبعث په مناسبت د سړک‌ سرو جشنونو جوړول
په ایران کې د مبعث په مناسبت د سړک‌ سرو جشنونو جوړول
د دود معلومات
د ترسره کیدو وختد رجب ۲۷مه
د ترسره کیدو ځایمذهبي او عامه ځایونه
د جغرافیایي ساحهد نړۍ د بېلابېلو ځایونه
د تاریخي منشأد پیغمبر(ص) بعثت
دعاګانېروژه، صلوات، له ځانګړې آداب او اذکار سره دعا او لمونځ
ملي راجسټرد ایران او د عراق ځینې سیمو کې رسمي رخصتي
نور دودونه
سینه وهنه • روژه ماتی • د جنازې مراسم • تعزیه ویل


د مبعث اختر د اسلامي نړۍ له سترو اخترونو څخه دی او د حضرت محمد(ص) د نبوت د پیل له کلیزې سره برابره ورځ ده. شیعیان او د اهل‌سنتو ځینې ډلې د رجب ۲۷مه د مبعث ورځ ګڼي او دا ورځ په ځانګړو مراسمو لمانځي؛ خو د اهل‌سنتو ډېری علما د بعثت د نېټې په اړه د اختلاف له امله د مبعث لپاره ځانګړي مراسم نه لري.

د شیعه‌وو په روایتونو کې د مبعث د ورځې لپاره ځینې مستحب اعمال لکه غسل، روژه، لمونځ او صلوات (درود شریف) نقل شوي دي.

مقام او اهمیت

د مبعث اختر د اسلامي اخترونو له تر ټولو سترو اخترونو څخه دی[۱] او هغه ورځ ده چې حضرت محمد(ص) د نبوت لپاره غوره شو.[۲] د حضرت محمد(ص) بعثت د اسلام د تاریخ له مهمو پېښو څخه ګڼل کېږي. د دې پېښې د دقیقې نېټې په اړه اختلاف دی. د شیعه‌و او د اهل‌سنتو د ځینو ډلو د مشهور نظر له مخې، دا پېښه د رجب په ۲۷مه رامنځته شوې ده؛ خو د اهل‌سنتو د مشهور نظر له مخې، بعثت د رمضان په میاشت کې شوی دی.[۳] البته د روژې د میاشتې د ورځې په اړه هم د نظر اختلاف شته.[۴] له همدې امله، شیعیان او د اهل‌سنتو ځینې ډلې د رجب ۲۷مه د مبعث په توګه لمانځي.[۵]

د جشن مراسم

د مبعث اختر په ډېرو شیعه ټولنو کې له مذهبي جشنونو او مراسمو سره مل وي.[۶] په دغو مراسمو کې معمولاً په جوماتونو، حسینیو او نورو مذهبي ځایونو کې غونډې، ویناوې، د قرآن کریم تلاوت، مداحي لوستنه، دعا، خلکو ته د خوړو وېشل او د ښارونو او مذهبي ځایونو سینګار شامل وي.[۷] په ایران[۸] او د عراق په ځینو سیمو[۹] کې د رجب ۲۷مه رسمي رخصتي ده.

د مبعث د اختر مراسم د آسیا، اروپا او افریقا په ګډون، د شیعه‌وو د نفوس لرونکو یا اسلامي مرکزونو لرونکو پ ډېرو هېوادونو کې، ترسره کېږي.[۱۰] د اهل‌سنتو ځینې ډلې هم دغه مناسبت لمانځي.[۱۱]

په ایران کې د ۱۳۷۴ لمریز کال د مبعث اختر د یادګاري ډاک ټکټ خپرېدل

د مبعث د شپې او ورځې اعمال

د دعا په کتابونو کې د مبعث د شپې او ورځې لپاره یو شمېر اعمال ذکر شوي چې ترسره کول یې مستحب دي.[۱۲] په زاد المعاد کتاب کې د امام جواد(ع) له قوله روایت شوی چې د رجب د ۲۷مې شپې او ورځې د عبادتي اعمالو فضیلت د هر هغه څه له فضیلت څخه غوره ګڼل شوی چې لمر پرې راختلی وي، او شیعیان د دغو اعمالو ترسره کولو ته هڅول شوي دي.[۱۳] د رجب ۲۷مه شپه د «لیلة‌المَحیا» په نوم هم یاده شوې، چې د عبادت او شپه روڼولو معنا لري.[۱۴] د رجب د ۲۷مې شپې او ورځې ځېنې اعمال په دې ډول دي:

د اووه‌ویشتمې شپې اعمال
  • غسل
  • د «اللّٰهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُك بِالتَّجَلِّى الْأَعْظَمِ فِى هٰذِهِ اللَّيْلَةِ مِنَ الشَّهْرِ الْمُعَظَّمِ، وَالْمُرْسَلِ الْمُكَرَّمِ...» دعا لوستل.
  • د امیرالمؤمنین(ع) زیارت
  • دولس رکعته لمونځ، چې په هر رکعت کې د حمد، فلق او ناس سورتونه یو ځل او د اخلاص سوره څلور ځله لوستل کېږي. د لمانځه له پای ته رسېدو وروسته دا ذکر ویل کېږي:
  • «لا إله إلا الله و الله أکبر، الحمد لله و سبحان الله و لا حول و لا قوة إلا بالله العلی العظیم.»[۱۵]
د اووه‌ویشتمې ورځې اعمال
  • غسل
  • روژه
  • صلوات
  • د امیرالمؤمنین (ع) زیارت
  • د پیغمبر(ص) زیارت
  • دولس رکعته لمونځ، چې په هر رکعت کې د حمد او یس سورتونه لوستل کېږي. له لمانځه وروسته د حمد سورت څلور ځله لوستل کېږي؛ ورپسې څلور ځله دا ذکر ویل کېږي:
  • «لا إله إلا الله و الله أکبر و الحمد لله و سبحان الله و لا حول و لا قوة إلا بالله العلی العظیم»
  • او له هغې وروسته څلور ځله دا ذکر ویل کېږي:
  • «الله ربی لا أشرک به شیئاً».[۱۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ اکبری، احکام مناسبت‌ها، مخ۱۳۸.
  2. ↑ راغب اصفهانی، المفردات، ټوک۱، مخ۱۳۲.
  3. ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، مخ۸۴.
  4. ↑ طبری، تاریخ الطبری، ټوک۲، مخ۴۴.
  5. ↑ «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن می‌گیرند؟»، د رضوي خبري آژانس.
  6. ↑ «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن می‌گیرند؟»، د رضوي خبري آژانس.
  7. ↑ «عید مبعث ۱۴۰۳ در جهان اسلام»، د ایمنا خبري آژانس.
  8. ↑ «لایحه قانونی تعیین تعطیلات رسمی کشور»، د مجلس د څیړنو مرکز وېبپاڼه.
  9. ↑ «النجف تعطّل الدوام الیوم بمناسبة المبعث النبوی، د بغداد الیوم وېبپاڼه.
  10. ↑ «جشن مبعث پیامبر(ص) در کشورهای مختلف جهان برگزار شد.»، د حوزه خبري آژانس.
  11. ↑ «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن می‌گیرند؟»، د رضوي خبري آژانس.
  12. ↑ مجلسی، زاد المعاد، مخ۳۴.
  13. ↑ مجلسی، زاد المعاد، مخ۳۴.
  14. ↑ انصاری، «رجب»، مخ۱۷۶.
  15. ↑ قمی، مفاتیح الجنان، ۲۴۸-۲۵۳مخونه.
  16. ↑ قمی، مفاتیح الجنان، ۲۵۳-۲۵۵مخونه.

سرچينې

  • «عید مبعث ۱۴۰۳ در جهان اسلام» (په اسلامي نړۍ کې د ۱۴۰۳ کال د مبعث اختر)، ایمنا خبري آژانس، خپرېدل: ۸ سلواغه ۱۴۰۳ل، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • آیتي، محمد ابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۶۹ل.
  • اکبري، محمود، احکام مناسبت‌ها، قم، فتیان، ۱۳۸۸ل.
  • انصاري، محمد رضا، «رجب»، د تشیع دایرة المعارف په پوهنغونډ کې، قم، سعید محبي، ۱۳۷۹ل.
  • راغب اصفهاني، ابوالقاسم حسین بن محمد، مفردات الفاظ قرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري، بیروت، ۱۸۷۹ م.
  • «لایحه قانونی تعین تعطیلات رسمی کشور» (د هېواد د رسمي رخصتیو د ټاکلو قانوني لایحه)، د اسلامي شورا د پارلمان د څېړنو مرکز، تصویب: ۸ چنګاښ ۱۳۵۹ ل، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • قمي، عباس، مفاتیح الجنان، قم، دار العرفان، ۱۳۸۸ل.
  • «جشن مبعث پیامبر(ص) در کشورهای مختلف جهان برگزار شد» (د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پېغمبر(ص) د مبعث اختر ولمانځل شو)، حوزه خبري آژانس، خپرېدل: ۲۶ وری ۱۳۹۷ ل، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن می‌گیرند؟» (د مبعث اختر یا معراج، اسلامي مذاهب د رجب ۲۷مه څنګه نمانځي؟)، رضوي خبري آژانس، خپرېدل: ۳ وری ۱۳۹۹ل، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.
  • «النجف تعطّل الدوام الرسمي غدًا الخميس» (نجف سبا، پنجشنبه، رسمي رخصتي اعلانوي.)، د بغداد الیوم په سایټ کې خپور شوی، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۷ فبروري ۲۰۲۴ م، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل کال د تلې ۵مه.