مفسد فی الارض

د wikishia لخوا


دا مقاله د مفسد فی‌الارض په اړه ده. د محارب په اړه د زده کړې لپاره، د محاربه مدخل وګورئ.

مُفسِد فِی الاَرض (په ځمکه کې فساد کوونکی) هغه کس دی چې د ځینو ګناهانو او بې ځایه کارونو په کولو سره عمومي ازادي، امنیت ، انصاف او ارامښت له مینځه یوسي او ټولنه د اعتدال او انډول له حالته وباسي. دغه اصطلاح له قرآنه اخستل شوې ده. ځینې فقیهان په محاربه ایت په استناد سره مفسد فی الارض له محاربې جدا ګڼي او د قتل سزا یې ورته په نظر کې نیولې ده. ځینو بیا دغه دواړه نومونه یو ګڼلی او هماغه د محاربې سزاګانې یې ورته ټاکلې دي.

شیعه فقیهانو ځینې چارې لکه سړي تښتونه، د اهل ذمې په وژلو روږدې کېدل، د کفن تښتولو عادت، جادو او د محرماتو تکرار د افساد فی الارض له مصداقونو ګڼلي دي. د ایران د اسلامي مجازاتو د قانون د ۲۸۶ مادې له مخې چې په ۱۳۹۲ لمریز کې تصویب شوی د هیواد د داخلي او بهرني امنیت په خلاف جرمونه، د دروغو خپرول، د هیواد په اقتصادي نظام کې د ګډوډۍ رامینځته کول او د فساد او فحشا د مرکزونو جوړول په ځمکه د فساد له مصداقونو دي او ورته د پانسۍ سزا په نظر کې نیول شوې ده.

اهمیت او مقام

په ځمکه کې فساد هغه نوم چې له قرآنه اخستل شوی او د سختې سزا په وجه پرې ډېر بحث کیږي. د مفسد فی الارض [۱] عنوان او د فساد فی الارض [۲] عبارت د قرآن په ډېرو ایتونو کې یو ځای راغلی دی.

د شیعه په روایي او فقهي سرچینو کې د «مفسد فی الارض» یا «افساد فی الارض» په نامه جدا برخه نه ده راغلې؛ په دغه موضوع پورې اړوند روایتونه په مختلفو بابونو لکه د قصاص په باب[۳] د محارب د حدودو په باب [۴] او دیاتو په باب[۵] کې راغونډ شوې دي. همداراز د احکامو بحث یې د خورو ورو فقهي بحثونو لکه غصب، ضمان، تعزیرات، قصاص، محاربه، حدودو او دیاتو په ترڅ کې مطرح شوی دی.[۶]

له محارب سره یې فرق

اصلي مقاله: محاربه

ځینو فقیهانو د محاربه آیت په استناد، مفسد فی الارض له محاربه جدا ګڼلی او ځینو نورو بیا دا دوه نومونه یو ګڼلي دي. د ځینې فقیهانو نظر په دې ډول دی:

  • شیعه فقیه او د اسلامي جمهوري نظام بنسټ ګر امام خمیني (۱۲۸۱-۱۳۶۸لمریز) مفسد فی‌الارض له محارب سره یو ګڼلی دی. د هغه له نظره محارب هغه کس دی چې خپله وسله د خلکو د وېرولو او په ځمکه کې د فساد خپرولو لپاره راوباسي او سنبالوي یې.[۷]
  • د شیعه فقیه محمد مؤمن قمي (۱۳۱۶-۱۳۹۷لمریز) په وینا مفسد فی‌الارض په آیت کې موضوعیت لري او محاربه د افساد فی الارض یو مصداق ګڼل کیږي، پر دې اساس کله چې «افساد فی الارض» تحقق ومومي، که څه هم د محاربې عنوان ونه لري، په ایت کې راغلې څلور سزاګانې ( قتل، په دار ځړول، د مخالف لاس او پښې پرې کول او یا جلاوطني) ورباندې اجرا کیږي.[۸]
  • د تقلید د مرجع محمد فاضل لنکراني (۱۳۱۰ش-۱۳۸لمریز) په وینا مفسد فی‌الارض او محارب، عموم او خصوص مطلق دي؛ یعنې هر محارب مفسد فی الارض دی خو هر مفسد محارب نه دی او په هر مفسد د محارب سزا نه جاري کیږي.[۹]
  • د تقلید مرجع ناصر مکارم شیرازي (زوکړه ۱۳۰لمریز) باوري دی چې مفسد فی‌الارض او محارب دوه جدا جدا مفاهیم دي؛ مثلا څوک چې په پراخه سویه نشه ایز توکي خپروي مفسد فی الارض دی، خو محارب نه دی؛ ځکه چې وسله یې نه ده راوېستلې، خو څوک چې حتی یو ځل هم خلک په وسلې سره وګواښي محارب دی خو مفسد فی الارض نه دی، مګر دا چې دا کار تکرار کړي.[۱۰]

د «مفسد فی‌الارض» او «محارب»په عنوانونو کې د فقیهانو د نظر اختلاف د ایران د اسلامي جمهوریت د مجازاتو په قانون کې هم اثر لری دی؛[۱۱] په دې ډول چې د اسلامي مجازاتو په قانون کې چې په ۱۳۹۲ کال کې تصویب شوی افساد فی الارض له محاربې جدا تعریف شوی دی.[۱۲]

مصداقونه

فقیهانو ځینې چارې د افساد فی الارض له مصداقونو ګڼلي چې ځینې یې دا دي:

  • ځینې فقیهانو هغو سزاګانو ته په پام سره چې په روایتونو کې د ځینو جرمونو لپاره په نظر کې نیول شوي، ځینې چارې لکه د نورو کور او مال ته اور اچول،[۱۳] سړي تښتونه،[۱۴] د اهل ذمه د وژلو عادت [۱۵] د افساد فی الارض له مصداقونو ګڼلې دي.
  • د محمد فاضل لنکراني په نظر هغه ټول څیزونه چې سزا یې قتل ده لکه محصنه (واده کړې سره) زنا، له محارمو سره زنا، لواط او.. د افساد فی الارض له مصداقونو ګڼل کیږي.[۱۶]
  • په ۱۳۹۲ لمریز کې تصویب شوې د ایران د اسلامي مجازاتو د قانون ۲۸۶ ماده ځینې چارې لکه د وګړو د جسماني بشپړتیا په خلاف جنایت، د هیواد د داخلي یا بهرني امنیت په خلاف جرمونه، د هیواد په اقتصادي نظام کې ګډوډی، سوزول او ویجاړول، د فساد او فحشا د مرکزونو جوړول یا په دې کار کې مرسته، په دې ډول چې د هیواد په عمومي نظم کې د سختې ګډوډۍ سبب شي، د وګړو جسماني تمامیت یا عمومي او خصوصي مالونو ته لوی تاوان رسول او ناامني او د فساد او فحشا خپرول افساد فی الارض ګڼلي دي.[۱۷]
  • ځینو بیا یو شمېر اقدامات لکه د فحشا او منکر او د نشه ایزو موادو د قاچاق د ډلو او بانډونو جوړول او داسې نور چې د اعتدال له حالته د ټولنې د یوې برخې د وتل کېدو سبب کیږي د افساد فی الارض له مصداقونو ګڼلي دي.[۱۸]
  • په ایران د ۱۳۹۲ لمریز کال د تصویب شوې د اسلامي مجازاتو په قانون کې، افساد فی الارض په اقتصادي جرمونو کې په رسمیت وپېژندل شو.[۱۹] او له اقتصادي مفاسدو سره د مبارزې لپاره د کیفري اثار لکه د مجازاتو د ځنډولو او تعلیقولو د امکان نه لرل او په اجرا یې تاکید اوهمداراز د اعدام سزا په نظر کې ونیول شوه.[۲۰] ځینې څېړاندو د اقتصادي مفسدانو لپاره د اعدام د سزا ټاکل د فقهي استناد او ملاتړ نه لرلونکي ګڼلې او په دې باور دي چې دغه سزا له اقتصادي مفاسدو سره په مبارزې کې مخنیوونکي نه واقع کیږي.[۲۱]

سزا

د مفسد فی الارض د سزا په اړه د نظر اختلاف لري او سرچینه یې په تعریف کې او د «مفسد فی الارض» او «محارب» د عنوانونو تر مینځ رابطه ده.[۲۲] هغه عالمانو چې دا دوه عنوانونه یو ګڼي، یوازې په هغو سزاګانو چې د محاربې لپاره ویل شوي بسنه کړې ده.[۲۳] فقیهانو په محاربه آیت په استناد سره، د محاربې سزا څلور څیزونه: قتل، صلب،( د صلیب په شان په یو شي د مجرم د لاس پښو تړل)[۲۴] د یو بل اپوټه لاس او پښې پرې کول او نفی بلد (جلاوطنول) ګڼلي او پرې اجماع لري.[۲۵] د محارب د سزا فلسفه، د بې ګناه کسانو د وینې حفاظت او د خلکو په ځان، مال او ناموس د زورورو کسانو د تیري مخنیوي ګڼل شوی دی.[۲۶]

د ځینو فقیهانو په نظر، د مفسد فی الارض ( په مستقل عنوان سره) سزا قتل ده.[۲۷] همداراز د اسلامي مجازاتو د قانون د ۲۸۶ مادې له مخې د مفسد فی الارض سزا پانسي ده.[۲۸]

د پانسۍ د سزا په باره کې اختلاف

په ایران کې د قضایي عالي شورا د وخت د یو غړي سید محمد موسوي بجنوردي په وینا د امام خمیني له نظره مفسد فی الارض خپل په خپله داسې یو مجرمانه عنوان نه دی چې د پانسۍ د سزا مستحق دې وي؛ مګر دا چې له ځان سره وسله ګرځوي؛[۲۹] له همدې امله په قضایي محکمو کې د مفسدین فی الارض لپاره د پانسۍ د سزا د ټاکلو په هکله د هیواد د لوړې شورا د هغه وخت د مشر عبدالکریم موسوي اردبیلي د لیک په ځواب کې یې هغوي ته اجازه ورکړه چې د حسینعلي منتظري په نظر عمل وکړی.[۳۰] منتظري د مفسد فی الارض پانسي کول جایز ګڼلي وو.[سرچینې ته اړتیا]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. سوره بقره، آیه۶۰؛ سوره اعراف، آیه۷۴؛ سوره هود، آیه۸۵، سوره شعراء، آیه ۱۸۳؛ سوره عنکبوت، آیه۳۶؛ سوره کهف، آیه۹۴؛ سوره ص، آیه ۲۸
  2. سوره مائده، آیه۳۳؛ سوره قصص، آیات ۷۷ و ۸۳.
  3. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲۹، ص۹.
  4. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲۸، ص۳۰۷.
  5. کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۱۴، ص۲۷۷.
  6. دایرة المعارف الفقه الاسلامی، الموسوعة الفقهیة، ۱۴۲۳ق، ج۱۵، ص۲۹۷.
  7. امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۴۹۲.
  8. مؤمن قمی، کلمات سدیده، ۱۴۱۵ق، ص۴۰۹.
  9. لنکرانی، تفصیل الشریعة، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۸.
  10. «وجه تفاوت افساد فی‌الارض و محاربه»، سایت اطلاع‌رسانی دفتر آیت‌الله مکارم شیرازی.
  11. فرح‌زادی و فتح‌اللهی، «مقایسه محاربه با مفاهیم مشابه»، ص۱۱۶.
  12. «قانون مجازات اسلامی مصوب ۱۳۹۲ش»، ماده ۲۸۶.، سایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  13. علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۹، ص۳۵۳.
  14. علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۹، ص۳۳۷.
  15. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۹۸۶؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۲۳ق، ج۱۵، ص۱۴۲.
  16. فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة: الحدود، ۱۴۲۲ق، ص۶۳۹.
  17. «قانون مجازات اسلامی مصوب ۱۳۹۲ش»، سایت مرکز پژوهش های جلس شورای اسلامی.
  18. فرح‌زادی و فتح‌اللهی، «مقایسه محاربه با مفاهیم مشابه»، ص۱۱۴.
  19. میرخلیلی و حیدری، «بررسی مبانی فقهی اعدام مجرمان اقتصادی»، ص۸۵.
  20. «قانون مجازات اسلامی، مصوب ۱۳۹۲ش، ماده ۴۷ و ۲۸۶»، سایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  21. میرخلیلی و حیدری، «بررسی مبانی فقهی اعدام مجرمان اقتصادی»، ص۹۴.
  22. شاهرودی، «محاربه چیست و محارب کیست؟»، ص۱۸۷.
  23. شاهرودی، «محاربه چیست و محارب کیست؟»، ص۱۸۷.
  24. موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات‌، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۶۰۹.
  25. موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات‌، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۵۸.
  26. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ۳۶۱.
  27. فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة: الحدود، ۱۴۲۲ق، ص۶۳۹.
  28. «قانون مجازات اسلامی مصوب ۱۳۹۲ش»، سایت مرکز پژوهش های جلس شورای اسلامی.
  29. «امام مخالف اعدام مفسد فی الارض بود»، پرتال امام خمینی.
  30. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۰، ص۳۹۷.

سرچينې

  • ابطحی کاشانی، سید محمد، «بحثی پیرامون مفسد فی الارض»، در فصلنامه نور علم، شماره ۴، ۱۳۶۳ش.
  • ابن‌منظور، جمال الدین، لسان العرب، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، نجف اشرف، دار الکتب العلمیة، ۱۳۹۰ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • «امام مخالف اعدام مفسد فی الارض بود»، سایت پرتال امام خمینی، تاریخ درج مطلب: ۱۲ اسفند ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲۲ آذر ۱۴۰۰ش.
  • بای، حسینعلی، «افساد فی الارض چیست؟ و مفسد فی الارض کیست؟»، فقه و حقوق، شماره ۹، ۱۳۸۵ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام لإحیاء التراث، چاپ سوم، ۱۴۱۶ق.
  • دایرة المعارف الفقه الاسلامی، الموسوعة الفقهیة، قم، دایرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • راغب اصفهانی، ابوالقاسم حسین بن محمد، مفردات عن غریب القرآن، دمشق، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • شاهرودی، سید محمود، «محاربه چیست؟ محارب کیست؟»، مجله فقه اهل بیت، شماره ۱۱ و ۱۲، ۱۳۷۶ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعة، قم، مرکز فقه الائمة الاطهار، ۱۴۲۲ق.
  • فرح‌زادی، علی‌اکبر، و سید کامران فتح‌اللهی، «مقایسه محاربه با مفاهیم مشابه»، دوفصلنامه فقه مقارن، شماره ۲، پاییز و زمستان ۱۳۹۲ش.
  • «قانون مجازات اسلامی مصوب ۱۳۹۲ش»، سایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی، تاریخ بازدید: ۵ آذر ۱۴۰۰ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دار الحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • «لایحه مجازات اسلامی مصوب ۱۳۷۰ش»، سایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی، تاریخ بازدید: ۵ آذر ۱۴۰۰ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، تهران، استقلال، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • منتظری، حسینعلی، رسالة الحقوق فی الاسلام، تهران، انتشارات سرایی، چاپ هفتم، ۱۳۹۴ش.
  • موسوی اردبیلی، سیدعبدالکریم، فقه الحدود و التعزیرات‌، قم، مؤسسة النشر لجامعة المفید رحمه الله‌، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
  • مؤمن قمی، محمد، کلمات سدیده، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
  • «وجه تفاوت افساد فی الارض و محاربه»، سایت اطلاع رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۲ آذر ۱۴۰۰ش.