د تکلیف عمر
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
د تکلیف عمر (د شرعي مکلف کېدو عمر) هغه ځانګړې دوره ده چې پکې یو کس له شرعي لحاظه د دیني تکالیفو په ترسره کولو مکلف کېږي او الهي حدود پرې جاري کېږي[۱].
د شیعه فقیهانو د مشهور نظر له مخې، د تکلیف عمر د هلکانو لپاره د پنځلس قمري کلونو پای (چې تقریباً د ۱۴ کلونو، شپږو میاشتو او ۱۲ ورځو لمریز کال سره برابر دی) او د نجونو لپاره د نهه قمري کلونو پای (چې تقریباً د اته کلونو، اته میاشتو او ۲۰ ورځو لمریز کال سره برابر دی) دی.[۲] دا نظر د معصومو امامانو(ع) له روایاتو څخه مستند او اخستل شوی دی.[۳]
د نجونو د تکلیف د عمر په اړه فقیهانو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي[۴]، چې ډېری یې د روایاتو د اختلاف له امله دي.[۵] د څوارلسمې شمسي پېړۍ شیعه فقیهان، محمد اسحاق فیاض[۶] او یوسف صانعي [۷]، د نجونو د تکلیف سن دیارلس کلنی ګڼلی دی، چې د دوی تر ټولو مهم دلیل له امام صادق(ع) څخه د عمار ساباطي روایت دی.[۸] په دې روایت کې، د هلکانو او نجونو لپاره د تکلیف عمر د دواړو لپاره دیارلس کاله ذکر شوی دی.[۹]
ځینو نورو فقیهانو د بېلابېلو روایاتو د جمعبندۍ او یو ځای کولو لپاره، د تکالیفو ترمنځ تفکیک کړی دی.[۱۰] د بېلګې په توګه، فیض کاشاني (مړینه: ۱۰۹۱ق) د نجونو د تکلیف عمر د انفرادي چارو لکه لمانځه او روژې لپاره دیارلس کاله، د حدودو د اجرا لپاره نهه کاله، او د عتق او وصیت په څېر چارو لپاره لس کاله په پام کې نیولی دی.[۱۱]
د تکلیف د عمر مسئله له بلوغ سره نږدې اړیکه او تعلق لري او په بېلابېلو فقهي ابوابو کې د تکلیف د شرایطو د یوې برخې په توګه پرې بحث شوی دی .[۱۲] فقیهان د تکلیف عمر ته رسېدل د بلوغ له معیارونو څخه یو ګڼي.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، ص۱۶۶؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۹۷-۱۹۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ج ۲۰، ص۳۴۸.
- ↑ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، ص۱۵۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ج۱، ص۱۴.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: بروجردی، جامع احادیث الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۵۳ و ج۲۰، ص۱۸۱-۱۸۲؛ نورمفیدی، بررسی فقهی بلوغ دختران، ۱۳۹۵ش، ص۲۰۱.
- ↑ «تغییر فتوای یکی از مراجع تقلید درباره سن تکلیف دختران»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ صانعی، بلوغ دختران، ۱۳۸۶ش، ص۳۵-۳۶.
- ↑ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، ص۱۶۸.
- ↑ بروجردی، جامع احادیث الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۵۳.
- ↑ نورمفیدی، بررسی فقهی بلوغ دختران، ۱۳۹۵ش، ص۲۵۲-۲۵۳.
- ↑ فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ج۱، ص۱۴.
- ↑ جناتی، «نظریه تحول شریعت با تحول زمان»، در کتاب بلوغ دختران (به کوشش مهدی مهریزی)، ۱۳۷۶ش، ص۲۶۹.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الامامیة، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۸۳؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۶، ص۴۲.
سرچينې
- بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
- بروجردی، سیدحسین، جامع احادیث الشیعة، قم، نشر مهر، ۱۴۱۵ق.
- «تغییر فتوای یکی از مراجع تقلید درباره سن تکلیف دختران»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۳۰ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ مشاهده: ۲۷ اسفند ۱۴۰۳ش.
- جناتی، محمدابراهیم، «نظریه تحول شریعت با تحول زمان»، در کتاب بلوغ دختران (به کوشش مهدی مهریزی)، قم، مرکز مطالعات و تحقیقات اسلامی، ۱۳۷۶ش.
- رجایی، سیدمحمد، المسائل الفقهیة، قم، انتشارات علمیة، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تصحیح محمدباقر بهبودی، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
- صانعی، یوسف، بلوغ دختران، قم، میثم تمار، ۱۳۸۶ش.
- فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، مفاتیح الشرایع، تحقیق سیدمهدی رجایی، قم، کتابخانه عمومی آیتالله مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۱ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء تراث العربی، ۱۳۶۲ش.
- نورمفیدی، سیدمجتبی، بررسی فقهی بلوغ دختران، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۵ش.