بچي راوړل په قران او د معصومینو په حدیثونو کې یو ښه کار ګڼلی شوی دی. د حضرت ابراهیم(ع) او زکریا(ع) په بوډاوالي کې د بچو د پیدا کیدو لپاره دعا او د هغوي د دعا د قبلیدو زیرې د دې موضوع د اهمیت نښه ګڼل شوې ده. همدارنګ په یو حدیث کې له پيغمبر(ص) څخه نقل شوي دي چې هغه به په قیامت کې د خپل امت په زیات والي ویاړ کوي.

د ماشومانو د کمښت لپاره جبران نه کیدونکي زیانونه ګڼل شوي دي چې په هغې کې د اقتصادي پرمختګ، د کارمندانو کمښت او د کلتوري او سیاسي مشکلات دي. د بچو د راوړلو له منعې کوونکو عواملو څخه د خلکو د ژوند په طریقو کې بدلون او اقتصادي او تربیتي فکرونه ګڼل شوي دي. د دې کار مخالفین وايي په دیني کلتور، د بچو روزي د خدای له خوا ضمانت شوې ده. دوي باوري دي چې که په دې برخه کې د ماشومانو ګڼ شمېر شونه ستونزه وي، د یو ماشوم لرونکي کورنۍ باید غوره ماشومان کړی وې.

په ۶۰ لسیزه کې د ایران د نفوس له زیاتوالي وروسته، د دغه هېواد چارواکو د نفوسو د کنټرول پالیسیو ته مخه کړه؛ خو ایت الله خامنه اي په ۱۳۹۱ کال کې د اویایمې لسیزې له نیمایي څخه د دغې تګلارې دوام یوه تېروتنه وګڼله او د اولاد پر لرلو یې ټینګار وکړ. د ایران اسلامي شورا د ۱۴۰۰م کال د تلی د میاشتې په ۲۴ نیټه د کورنۍ او ځوانانو د حمایت قانون تصویب کړ.

مقام

په قرآن کریم کې ماشوم په ځانګړنو الفاظو سره ذکر شوی دی لکه نعمت[۱] د ژوند ښکلا،[۲] د سترګو رڼا[۳] او د الهي مرستې سبب[۴] ګڼلی شوې دی. د ماشوم لپاره دا صفتونه د قرآن له نظره د اولاد لرلو د خوښې څرګندونه ګڼل شوې ده.[۵] همدارنګه د حضرت ابراهیم(ع)[۶] او زکریا(ع)[۷] په بوډاتوب کې د اولاد لرلو لپاره دعا او له بلې خوا د خدای دا زیرې چې دعاګانې به یې قبلیږي[۸] دا هم د قرآن له مخې د اولاد لرلو د اهمیت نښه ګڼلې شوې ده[۹]

په احادیثو کې هم د معصومو(ع) ډیر احادیث شته چې د اولاد لرل او د کورنۍ زیاتوالی ښه ګڼي.[۱۰] په کافي کتاب کې چې له معتبرو حدیثي کتابونو څخه دی له رسول الله(ص) مختلف احادیث راغلي دي چې په اولاد راوړونکې ښځې سره په نکاح کولو باندې تاکید کوي او فرمایي: زه به د قیامت په ورځ د خپل امت په ګڼ شمېر باندې فخر کوم.[۱۱] په بل حدیث کې چې د هغه سند هم قبول شوی دی،[۱۲] پېغمبراکرم(ص) په ښکاره توګه د ډېرو اولادونو د لرلو امر کړی دی.[۱۳]

د بچو راوړلو د کمښت پایلې

په ځینې څیړنو کې، د «ټولنې بوډاتوب» د بچو راوړلو د کمښت له ټولو اصلي پایله ګڼل شوی او ویلي شوي دي دا کار داسې بدې پایلې لري چې بیا جبران نه کیږي لکه:

  • اقتصادي مشکلات: د اقتصادي پيدایښت او پرمختګ کمې، د بیمې درون لګښت، د ریټایرډ کسانو د مرستې لپاره ځینې طرحې پلي کول چې هیواد ورسره اقتصادي بحران سره مخامخ کیږي.
  • د کارګرانو د کمښت ستونزه: د کارګرانو د کمښت سره، د فابریکو د تړلو د مخنیوی او حتی د مهمو پوستونو لپاره باید بهرنیان وکارول شي.
  • سیاسي او امنیتي خطرونه: د ټولنې د نسل په جوړښت کې بدلون او د هیواد د دفاع لپاره د ځوانان کمښت.[۱۴]

د ماشومانو د راوړلو ستونزې او غرضونه

ډیری ستونزې او خنډونه د دي لپاره بیان شوي دي چې د دې لامل کیږي چې خلک له اولاد راوړلو څخه ډډه وکړي.؛[۱۵] چې ځینې یې دا دي:

اقتصادي ستونزې

د ماشومانو لپاره د مالي ملاتړ نه چمتو کولو ویره او د دوي لګښتونه، د ماشومانو د راوړلو په اړه د والدینو له دوامداره اندیښنو څخه وه.؛[۱۶] په داسې حال کې چې په اسلامي کلتور کې د ماشومانو رزق د خدای له خوا ضمانت شوی دی.[۱۷] قرآن مجید هغه کسانو ته په خطاب کې چې د فقر او کمښت له امله به یې خپل ماشومان وژل. دا کار یوه لویه ګناه ګڼلې ده او فرمایي: «موږ هغوي ته او تاسو ته روزي درکوو».[۱۸] همدارنګ په اصول کافي کتاب کې راغلي دي چې د امام کاظم(ع) یوه صحابي له هغه څخه د روزنې د سختۍ ​​او د مالي ستونزو له امله د اولاد راوړلو په اړه پوښتنه وکړه. امام ځواب ورکړ: «بچي راوړه ځکه چې الله تعالی هغوي ته روزي رسوي».[۱۹]

د تربیت فکر

ځینې ​​یې د اولادونو ډېر والی د دوي د سمې روزنې او تربیت پر وړاندې خنډ ګڼي او له همدې امله نه غواړي چې ډېر اولادونه ولري.[۲۰] په ځواب کې ویل شوي دي چې لومړی د قرآن کریم د ځینو آیتونو له مخې،[۲۱] د انسانانو د ښوونې او روزنې مسله د خدای په لاس کې ده. دوهم، که په رښتیا هم د زیات اولاد راوړلو مسله په دې کې له اصلي ستونزو څخه وي، نو هغه کورنۍ چې یو ماشوم لري هغوي باید غوره ماشومان تربیت کړي وي. دریم: که د ماشومانو د تربیت مرکز د اهل بیتو(ع) مینه او ولایت وي نو د تربیت په مسله کې ډیرې اندیښنې له منځه ځي.[۲۲]

د ژوند په طریقو کې بدلون

د اولاد د لرلو په لاره کې له خنډونو څخه یو خنډ دا هم ګڼل کېږي چې د ځينو کورنيو د ژوند طریقه بدله شوې او مور پلار په هوساینې او ځان غوښته کې لګیا شوي دي او له ځانه د تیریدو او ایثار عادت ترې هېر شوی نو د ماشوم یوازیتوب ته پاملرنه نه کوي او د ځان په هوساینې لګیا دي؛ ځکه چې د ماشوم درلودل د خپلې هوساینې خنډ ګڼي؛[۲۳] په داسې حال کې چې په اسلامي ژوند کې هوساینه او آسانتیا د ژوند اصلي هدف نه دی ګڼل شوی او هر یو سوکالي او سختۍ که د هغې پایلې د خدای بندګي وي نو د خوښې وړ ګڼل کیږي.[۲۴]

په ایران کې د اولاد راوړلو سیاست

له ۱۳۵۵ څخه تر ۱۳۷۵ پورې د ایران نفوس دوه چنده شو.[۲۵] د پوهنې، روغتیا او کور جوړونې په برخو کې د ستونزو په رامنځته کېدو او د دې وړاندوینې سره چې ۸۰ لسیزه به د ځوانانو لپاره د واده او ماشومانو راوړلو لسیزه وي، ایراني سیاستوالو په جدي توګه د نفوسو کنټرول ته مخه کړه.[۲۶] خو په ۱۳۹۱ کال کې د ایران لارښود ایت الله خامنه اي د نفوسو د کنټرول د پالیسي پیل سم وګڼه خو د اویایمې لسیزې له نیمایي څخه یې دې پالیسۍ ته دوام یوه تېروتنه وبلله او د نسل د زیاتولو او اولاد راوړلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.[۲۷]

د ایران اسلامي شورا د ماشومانو زیږولو ته د کورنیو د هڅولو په خاطر د ۱۴۰۰ کال د تلی د میاشت په ۲۴ مه نیټه د کورنیو او ځوانانو د ملاتړ قانون تصویب کړ.[۲۸] په دې قانون کې ځینې خبرې دا دي چې نوي ماشومانو ته به قرضه ورکوي او وړیا ځمکه به ورته ورکوي.[۲۹]

ځانګړی لیکنی

  • «رسالهٔ نکاحیه؛ کاهش جمعیت، ضربه‌ای سهمگین بر پیکر مسلمین» د سید محمد حسین طهراني کتاب: دا کتاب د لیکوال هغه ویناوې دي چې د 1390 کال د روژې په میاشته کې یې په تهران کې په مسجد قایم کړی وې، چې لیکوال بیا په خپله وکته او بشپړ یې کړ او په هغه وخت کې چې د نسل د کنټرول سیاست په خپل عروج کې و دا کتاب د یو اعتراض په شکل خپور شو.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. سوره نحل، آیه ۷۲.
  2. سوره کهف، آیه ۴۶.
  3. سوره فرقان، آیه ۷۴.
  4. سوره اسراء، آیه ۶ و سوره شعراء، آیه ۱۳۴.
  5. حیدری و غبیشاوی، «فرزندآوری در آئینه آیات قرآن»، آیین رحمت.
  6. سوره صافات، آیه ۱۰۰.
  7. سوره آل عمران، آیه ۳۸؛ سوره مریم، آیات ۵ و ۶.
  8. سوره هود، آیات ۷۱-۷۳؛ سوره مریم، آیات ۷ و ۸.
  9. حیدری و غبیشاوی، «فرزندآوری در آئینه آیات قرآن»، آیین رحمت.
  10. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۴۴.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۳۳ و ۳۳۴، حدیث ۱، ۲، ۳ و ۴.
  12. حیدری و غبیشاوی، «فرزندآوری در آئینه روایات اسلامی»، آیین رحمت.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲، حدیث ۳.
  14. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۳۵-۳۹؛ غبیشاوی، «فرزندآوری در میزان عقلانیت اجتماعی و اخلاق»، آیین رحمت.
  15. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۹۶.
  16. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۹۶.
  17. حیدری و غبیشاوی، «فرزندآوری در آئینه روایات اسلامی»، آیین رحمت.
  18. سوره اسراء، آیه ۳۱.
  19. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳، حدیث ۷.
  20. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۱۰۹.
  21. سوره قصص، آیه۵۶.
  22. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۱۰۹-۱۱۱.
  23. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۱۱۷-۱۱۹.
  24. موسوی، مثبت سه، ۱۴۰۰ش، ص۱۱۸.
  25. «سیاست‌های کنترل جمعیت؛ اهداف و نتایج»، پرتال جامع علوم انسانی.
  26. «سیاست‌های کنترل جمعیت؛ اهداف و نتایج»، پرتال جامع علوم انسانی.
  27. «بیانات در اجتماع مردم بجنورد»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای.
  28. «قانون حمایت از خانواده و جوانی جمعیت»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی.
  29. «قانون حمایت از خانواده و جوانی جمعیت»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی.
  30. پایگاه اینترنتی مکتب وحی

سرچينې

بهرنۍ لینکونه