تعبد

د wikishia لخوا

تَعَبُّد یوه دیني اصطلاح ده چې معنا یې ده د خدای د امر په وړاندې د مومنانو تسلیمېدل، بې له دې چې د هغه امر په واقعي مصلحت پوه شي. ځینې عبادتونه چې د تعبد له مخې ترسره کیږي، له غیر واقعي مومنانو څخه د رښتینو مومنانو د پيژندلو لپاره یو ډولي الهی ازمېښت دی. البته مسلمان عالمان باوري دي چې د احکامو د علت نه روښانه کېدل په دې معنا نه دي چې هغه علت نه لري؛ له همدې امله شیخ صدوق په علل الشرایع کتاب کې هڅه کړې د احکامو فلسفه روښانه کړي.

په شرعي احکامو کې تعبد په ټولو مذهبونو کې یو منل شوی شی دی او هغه ته له پام پرته دین په نظر کې نه شو نیولی. په فقهي احکامو کې د تعبد مساله اهمیت لري او د هغو یو واکمن اصل ګڼل شوی دی. د تعقل او تعبد رابطه د علم و دین په بحثونو کې یو مهم بحث دي. د اسلامي څېړاندو په وینا، د تعبد مطلب د عقلانیت رخصتېدل نه شي کېدلی؛ ځکه چې د دین په اصلي مسایلو د استدلال او تعقل په اساس پوهېدلی شو.

د ځینو روڼ اندو په باور، تعبد د فکر په مرحله کې له عقلانیت او د عمل په مرحله کې له ازادۍ سره په تضاد کې دی. ځینې څیړاندي وایي چې دا خبره متناقضه ده؛ ځکه چې له یوې خوا د دین او تعبد د پیوند انکار نه کوي او له بلې خوا هڅه کوي د دیني مفاهیمو چې کوم تفاسیر وړاندي کوي تعبدي نه وي. همداراز یې ویلي چې د پېغمبرانو د خبرو تعبدي منل، عالمانو ته د جاهلانو د مراجعې په شان ده چې له عقلي نظره ستونزه نه لري.

«تعبد و عقلانیت» د محمد جعفري په قلم یو کتاب دی چې د تعبد په موضوع لیکل شوی دی.

په اسلامي بحثونو کې د تعبد اهمیت

تَعَبُّد یوه دیني اصطلاح ده چې معنا یې ده د خدای د امر په وړاندې د مومنانو مازې تسلیمېدل.[۱] د دې اصطلاح پر اساس، مومنان حتی که د خدای د اوامرو په واقعي مصلحت او علت پوه هم نه شي په هغو عمل کوي.[۲] ویل شوي چې شریعت او د دین اساسي ستنې بې له تعبده په نظر کې نه شو نیولی.[۳] له دې امله تعبد او توحید نه بېلېدونکي دي.[۴] د اسلامي روح او د دیندارۍ بنسټ، د خدای د امر په وړاندې تسلیمېدل او تعبد[۵] او له تعبده خالي دین یې له حقیقته خالي دین ګڼلی دی.[۶]

په ټولو اسلامي مذهبونو کې په شرعي احکامو کې تعبد یوه منل شوې خبره ده.[۷] د تعبد د پولو ماتېدل د دین د تباهۍ سبب کیږي.[۸] تعبد په دوو اصلونو بصیرت (د الهي اوامرو په حکمت ایمان لرل) او له معبود سره په مینې او عشق ولاړ دی.[۹] هر موحد متفکر مجبوره دی چې تعبد ومني او د خدای عقل کل په خپل فکر مقدم او مخکې کړي.[۱۰]

د تعبد فلسفه

د احکامو د علت نه روښانوالی د احکامو د بې علتوالي په معنا نه دی.[۱۱] د هغه روایت له مخې چې له امام رضا(ع) نقل شوی، خدای تعالی له بندګانو غوښتي چې د کارونو په کولو کې تعبد ولري؛ ځکه چې له الهي امر و نهي شاته ځینې مصالح او مفاسد پراته دي چې د هغه کار کول یا نه کول د بندګانو په صلاح دي او د هغوي ژوند په دغو اوامرو په تعبد پورې اړه لري.[۱۲] سره له دې، اسلام، د نورو اسماني دینونو په شان ځینې احکام لري چې فلسفه یې انسانانو ته معلومه نه ده.[۱۳] مومنان دغه احکام له خدایه د تعبد له مخې مني او پرې عمل کوی.[۱۴] هغه عبادتونه چې د احکامو په فلسفې له پوهېدو پرته ترسره کیږي له غیر واقعي مومنانو څخه د رښتیني مومنانو د پېژندلو لپاره یو ډول الهي ازمېښت دی.[۱۵]

شیخ صدوق په عِلَلُ‌الشَّرایع کتاب کې هڅه کړې د احکامو فلسفه بیان کړي.[۱۶] د فقه سیاسي کتاب د مولف عباسعلي عمید زنجاني په وینا احتمالا شیخ صدوق (وفات ۳۸۱ق) یوازینی محدث او فقیه دی چې د احکامو فلسفه یې راغونډه کړې ده.[۱۷] عمید زنجاني باوري دی چې شیعه فقیهانو په فقهي بحثونو کې د قیاس له کولو د وېرې له امله او د تعبد د روحیې د نه کمزورېدو په وجه د علل الشرایع حدیثونو ته پوره پام نه دی کړی.[۱۸] خو عمید زنجاني دغه چلند د قرآني رودې پر خلاف ګڼي؛ ځکه چې په قران کې هم د ځینو احکامو فلسفه او ګټې تاوانونه بیان شوې دي.[۱۹]

شیعه فیلسوف او متکلم محمد تقي جعفري هم باوري دی چې عبادي احکام مُتقَنه فلسفه لري او غیر عبادي احکام هم په عقل سلیم سره د پوهېدو وړ دي.[۲۰] سره له دې ځینې په دې باور دي چې ډېر اسلامي تعلیمات باید په تعبد سره ومنو او د هغو په فلسفې او حکمت نه شو پوهېدلی.[۲۱]

تعبد او عقلانیت

د مسلمانو عالمانو په وینا، هغه تعبد چې په دین کې موجود دی، د تعقل په اساس ولاړ دی؛ لکه څنګه چې په احکامو کې تقلید د تحقیق او تعقل په اساس ولاړ دی.[۲۲] پر دې اساس د تعبد مطلب د عقلانیت رخصتول نه دي؛ځکه چې د دین اصلي مسایل (اعتقادات) د استدلال او تعقل په اساس ودرېدلې دي.[۲۳] د قران د مفسر او فیلسوف محمد حسین طباطبایي په وینا، د ځینو دینونو پېروانو غیر عقلي مسایل په خپل دین کې مطرح او هڅه کړې چې په دې استدلال سره چې ځینې تعبدي مسایل له عقلي نظره محال دي، هغه توجیه کړي.[۲۴] طباطبایي دغه کار متناقض ګڼي او وایي چې څنګه ممکنه ده چې له یوې خوا د دین حقانیت په عقل سره ثابت شي؛ خو له بلې خوا، هماغه دین داسې مسایل ولري چې عقل یې ونه مني؟[۲۵]

د تعقل او تعبد موضوع له مهمو بحثونو ده چې د عقل او وحي په رابطې یا د دین او علم د اړیکو په بحث کې مطرح کیږي.[۲۶] د څېړاندو په وینا، د فهم په مقام کې باید تعقل او د عمل په مقام کې باید تعبد ولرو.[۲۷] له دې امله ویل شوي چې د اعقتاداتو اصول باید د تعقل له لارې ومنل شي او باید هغه په تعبد سره ومنو.[۲۸] د ځینو څېړاندو په وینا، د اهل تسننو د څلورو مذهبونو په پېدایښت او جدایۍ کې اصلي خبره په عقل ګروهنې یا تعبد ګروهنه کې د هغوي د نظر اختلاف و.[۲۹]

تعبد او د شرعي احکامو استنباط

تعبد، د تعقل پر وړاندې، په فقهي احکامو کې یو واکمن اصل دي.[۳۰] د تعقل او تعبد د پولو ټاکل او معلومول په شرعي احکامو کې یو مهم بحث ګڼل شوی دی.[۳۱] د ځینو فقیهانو په باور، په دین کې د د تعبد په دایره کې عبادتونه شاملیږي او معاملات پکې نه شاملیږي.[۳۲] له دې امله فقیهان باید د معاملاتو په باب کې د احکامو ملاک له روایتونو استنباط کړي.[۳۳] د عمید زنجاني په وینا په شیعه فقه کې، د تعقل او تعبد تر مینځ تضاد یوه حل شوې مساله ده؛ ځکه چې شیعه فقیهان د تعبد دایره له منصوصو احکامو سره ځانګړې ګڼي؛ یعنې هغه احکام چې قرآن یا روایي دلیل لري، او د تعقل ساحه له غیر منصوص احکامو او حکومتي احکامو سره مخصوصه ګڼي.[۳۴]

د روڼ اندو نظر

د دین په اړه د روڼ اندو تر ټولو لویه اندیښنه او فکر په دین کې له تعبد سره د عقلانیت ټکر ګڼل شوی دی.[۳۵] ویل شوي چې له تعبده تېښته د ماډرنېدو تر ټولو لویه بریا ده.[۳۶] مصطفی ملکیان باوري دی چې په فکري مرحله کې تعبد له عقلانیت او په عملي مرحله کې تعبد له ازادۍ سره په ټکر کې دی.[۳۷] سره له دې ملکیان هغه تعبد چې عقلي ملاتړ ولري منلی دی.[۳۸]

عبدالکریم سروش باوري دی چې په فقه کې د عباداتو برخه رازآلوده ده او باید هغه په تعبد سره ومنل شي خو وایي چې د فقې د معاملاتو برخه راز آلوده نه ده.[۳۹] محمد مجتهد شبستري باوري دی چې د معاملاتو پر برخې سربېره، د فقې د عبادتو برخه هم راز آلوده نه ده.[۴۰] د شبستري په وینا، د سیاسات په برخه کې د فقیهانو اکثره فتواګانې عقلایي توجیه نه لري او د مسلمانانو د مصالحو د ختمېدو سبب کیږي.[۴۱]

د روڼ اندو په لیدتوګه کره کتنه

د ځینو څېړاندو په وینا روڼ اندي د دین او ماډرنیزم تر مینځ دوه زړي دي او دې تردید هغوي په تناقض ویلو اخته کړې دي؛ ځکه چې هغوي له یوې خوا د دین او تعبد انکار نه کوي او له بلې خوا، همېشه هڅه کوي له دیني مفاهیمو داسې تفاسیر وړاندې کړي چې تعبدي نه وي.[۴۲] محمد تقي جعفري باوري دی چې روڼ اندو له دې امله تعبد د عقلانیت پروړاندې راوستی چې دین او عقلانیت یې متضاد ګڼلی دی.[۴۳]

عبد و عقلانیت کتاب، د جعفري په قلم

د څېړاندو په وینا، تعبد منل او راز باوري په دین کې د عقلانیت په بنیاد ولاړه ده؛ ځکه چې له یوې خوا دین له عالم غیب او عالم راز سره پېوند لري او الهي پېغمبران د غیبو د نړۍ پېغام د انسانانو د کامیابۍ لپاره هغوي ته بیانوي. له بلې خوا، د ژغورنې او کامیابۍ لپاره د پېغمبرانو خبرې، عالم ته د جاهل د رجوع له عقلاني احکامو څخه دي[۴۴] ځینو څېړاندو د تعبد ګریزو تفسیرونو په وړاندې کولو کې افراط غلط ګڼلی او ویلې یې دي چې روڼ اندي له دیني تعلیماتو سره په چلند کې په وارمخکې قضاوتونو اخته شوې دي؛ ځکه چې دیني متون داسې تشریحوي چې راز او تعبد ونه لري.[۴۵] محمد تقي مصباح یزدي باوري دی چې په تعبدي مسایلو کې روڼ اندي، په ځینو سیاسي ډلو کې چې د اسلام ادعا لري د بې لارۍ او کږېدو پېل و.[۴۶]

ځانګره لیکنې

لاندیني اثار له هغو کتابونو دي چې د تعبد په موضوع لیکل شوې دي:

  • «تعبد و تعقل در فقه اسلامی» لیک د محمد تقي جعفري: دا کتاب په ۱۳۷۳ ل کال کې د شیخ انصاري د لمانځغونډې له خوا په په قم کې خپور شوی دی.[۴۷]
  • «تعبد و عقلانیت» تألیف د محمد جعفری: دا کتاب کانون اندیشه جوان مرکز په ۱۴۰۲ ل کې په ۱۶۷ مخونو کې خپور کړی دی.[۴۸] د تعبد څرنګوالی، د هغې مختلف اړخونه او د تعبد او تعقل نسبت د دغه کتاب له بحثونو څخه دي.[۴۹]

فوټ نوټ

  1. مظفر، اصول الفقه، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۶۶.
  2. مظفر، اصول الفقه، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۶۶.
  3. عمید زنجانی، دانشنامه فقه سیاسی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۰۱.
  4. عمید زنجانی، دانشنامه فقه سیاسی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۰۱.
  5. مصباح یزدی، بر درگاه دوست، ۱۳۸۲ش، ص۸۵.
  6. امامی، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، ص۲۱۹.
  7. قانت، «تعبد و تعقل در احکام شرعی از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۴۲.
  8. مصباح یزدی، بر درگاه دوست، ۱۳۸۲ش، ص۹۴.
  9. اکبری، احکام آموزشی دختران، ۱۳۸۷ش، ص۲۲-۲۳.
  10. عمید زنجانی، دانشنامه فقه سیاسی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۰۱.
  11. جعفری، «جایگاه تعقل و تعبد در معارف اسلامی»، ص۸۱-۸۲.
  12. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۵۹۲.
  13. مصباح یزدی، بر درگاه دوست، ۱۳۸۲ش، ص۸۵.
  14. رضایی اصفهانی، مباحث اعتقادی، ۱۳۹۱ش، ص۹۸.
  15. رضایی اصفهانی، مباحث اعتقادی، ۱۳۹۱ش، ص۹۹.
  16. جعفری، «جایگاه تعقل و تعبد در معارف اسلامی»، ص۸۱-۸۲.
  17. عمید زنجانی، قواعد فقه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۵۷.
  18. عمید زنجانی، قواعد فقه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۵۷.
  19. عمید زنجانی، قواعد فقه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۵۷.
  20. جعفری، «جایگاه تعقل و تعبد در معارف اسلامی»، ص۸۱-۸۲.
  21. جعفری، «جایگاه تعقل و تعبد در معارف اسلامی»، ص۶۹.
  22. غرویان، «میزگرد جایگاه عقل در دین»، ص۱۴.
  23. جعفری، «مسئله تعبد و چالش‌های عقلانی فرارو»، ص۱۰۶.
  24. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۲۳-۳۲۴.
  25. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۲۳-۳۲۴.
  26. لطفی، «تعقل و تعبد در احکام شرعی»، ص۳۲۸.
  27. لطفی، «تعقل و تعبد در احکام شرعی»، ص۳۴۰.
  28. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۵۹.
  29. امامی، «جدال تعبد و تعقل در فهم شریعت(۱)»، ص۱۹۰.
  30. عمید زنجانی، دانشنامه فقه سیاسی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۰۱.
  31. لطفی، «تعقل و تعبد در احکام شرعی»، ص۳۲۵.
  32. معرفت، «اقتراح»، ص۲۶؛ قانت، «تعبد و تعقل در احکام شرعی از دیدگاه مذاهب اسلامی»، ص۴۲.
  33. معرفت، «اقتراح»، ص۲۷.
  34. عمید زنجانی، دانشنامه فقه سیاسی، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۵۷۱.
  35. امامی، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، ص۲۳۳.
  36. امامی، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، ص۲۱۳.
  37. ملکیان، «اقتراح؛ سنت و تجدد در نظرخواهی از فرهیخته معاصر»، ص۱۵.
  38. ملکیان، «اقتراح؛ سنت و تجدد در نظرخواهی از فرهیخته معاصر»، ص۱۶.
  39. وګورئ: سروش، سیاست‌نامه، ۱۳۷۹ش، ص۲۵۲-۲۵۶.
  40. وګورئ: مجتهد شبستری، نقدی بر قرائت رسمی از دین، ۱۳۷۹ش، ص۱۶۴-۱۷۵.
  41. مجتهد شبستری، نقدی بر قرائت رسمی از دین، ۱۳۷۹ش، ص۱۶۸-۱۶۹.
  42. امامی، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، ص۲۱۵.
  43. جعفری، «مسئله تعبد و چالش‌های عقلانی فرارو»، ص۱۰۲.
  44. امامی، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، ص۲۱۴.
  45. امامی، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، ص۲۳۳.
  46. مصباح یزدی، بر درگاه دوست، ۱۳۸۲ش، ص۸۵.
  47. جعفری، عبد و تعقل در فقه اسلامی، شناسنامه کتاب.
  48. جعفری، تعبد و عقلانیت، شناسنامه کتاب.
  49. جعفری، تعبد و عقلانیت، فهرست کتاب.

سرچينې

  • اکبری، محمود، احکام آموزشی دختران، قم، فتیان، ۱۳۸۷ش.
  • امامی، مسعود، «روشنفکران دینی و مدرنیزاسیون فقه»، در مجله فقه اهل‌بیت(ع)، شماره ۳۹ و ۴۰، زمستان ۱۳۸۳ش.
  • امامی، مسعود، «جدال تعبد و تعقل در فهم شریعت(۱)»، در مجله فقه اهل‌بیت(ع)، شماره ۴۶، تابستان ۱۳۸۵ش.
  • جعفری، محمد، «مسئله تعبد و چالش‌های عقلانی فرارو»،‌ در مجله قبسات، شماره ۱۰۰، تابستان ۱۴۰۰ش.
  • جعفری، محمد، تعبد و عقلانیت، تهران، کانون اندیشه جوان، ۱۴۰۲ش.
  • جعفری، محمدتقی، «جایگاه تعقل و تعبد در معارف اسلامی»، در مجله حوزه، شماره ۴۹، فروردین و اردیبهشت ۱۳۷۱ش.
  • جعفری، محمدتقی، تعبد و تعقل در فقه اسلامی، قم، کنگره بزرگداشت شیخ انصاری، ۱۳۷۳ش.
  • حاجی‌صادقی، عبدالله، «تقابل‌های دروغین و ساختگی، تعقل یا تعبد»، در مجله مربیان، شماره ۳۰، زمستان ۱۳۸۷ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، مباحث اعتقادی، قم، نسیم حیات، ۱۳۹۱ش.
  • سروش، عبدالکریم، سیاست‌نامه، تهران، صراط، ۱۳۷۹ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتاب‌فروشی داوری، ۱۳۸۵ق.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • عمید زنجانی، عباسعلی، دانشنامه فقه سیاسی، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۸۹ش.
  • عمید زنجانی، عباسعلی، قواعد فقه، تهران، سمت، ۱۳۸۸ش.
  • غرویان، محسن، «میزگرد جایگاه عقل در دین»، در مجله معرفت، شماره ۶۱، دی ماه ۱۳۸۱ش.
  • قانت، عبدالباسط، «تعبد و تعقل در احکام شرعی از دیدگاه مذاهب اسلامی»، در مجله مطالعات تقریبی مذاهب اسلامی، شماره ۵۱، بهار و تباستان ۱۳۹۸ش.
  • لطفی، اسدالله، «تعقل و تعبد در احکام شرعی»، در مجله فقه، شماره ۷ و۸، بهار و تابستان ۱۳۷۵ش.
  • مجتهد شبستری، نقدی بر قرائت رسمی از دین، تهران، طرح نو، ۱۳۷۹ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، بر درگاه دوست، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۸۲ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۸۹ش.
  • مظفر، محمدرضا، اصول الفقه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۰ش.
  • معرفت، محمدهادی، «اقتراح»، در مجله نقد و نظر، شماره ۵، زمستان ۱۳۷۴ش.
  • ملکیان، مصطفی، «اقتراح؛ سنت و تجدد در نظرخواهی از فرهیخته معاصر»، در مجله نقد و نظر، شماره ۱۹، تابستان و پاییز ۱۳۷۸ش.

بهرنۍ لینکونه