تکتف

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

تَکَتُّف، په تړلو لاسونو لمونځ کول په دې ډول چې د ښي لاس تلی د کیڼ لاس په شا او لاسونه د نامې لپاسه یا په سینه کېښودل شي.

شیعه فقیهان تکتف حرام ګني او عقیده لري چې دا کار لمونځ باطلوي. هغوي په یو روایت استناد کوی چې پکې راغلي پېغمبر بې تکتفه لمونځ کړی دی. همدرازا له اهل بیتو (ع) روایتونه نقل شوي چې پکې له تکتفه نهي شوې ده. شیعه فقیهان تکتف د تقیې په حالاتو کې جایز ګڼي.

د اکثر اهل سنتو عالمانو له نظره، تکتف مستحب دی. ځینې یې واجب او ځینې یې مکروه هم ګڼي. د تکتف د څرنګوالي،په لمانځه کې د لاسونو د کېښودلو د ځای او د تکتف د وخت په اړه په اهل سنتو فقیهانو کې د نظر اختلاف موجود دی.

اهل سنتو فقیهانو د تکتف لپاره په ځینو روایتونو استناد کړی چې د تکتف د جایزوالي ښودنه کوي؛ خو شیعیان د دغو ځینو روایتونو په سند او د ځینو په مینځ پانګه اعتراض او اشکال کوي.

د تکتف تعریف او د شیعه او سني په نزد یې مقام

تکتف د لمانځه په حال کې د په سینې یا خیټې د یو بل لپاسه د لاسوونو کیښودلو (تړلو) ته وایي.[۱] دغه کار ته تَکتیف،[۲] تکفیر،[۳] قَبض[۴] او وَضع هم ویل شوې دي. [۵] د تکتف په مقابل کې د ارسا او اِسدال یا سدَل ټکی دی چې د لاسونو خلاصو پرېښودلو ته وایي.[۶]

تکتف له نورو مذهبونو سره د شیعه مذهب له اختلافي مسالو دی.[۷] اکثر اهل سنت تکتف د لمانځه له مستحبو ادابو ګڼي.[۸]

د تکتف طریقه

اهل سنت فقیه، تکتف د کیڼ لاس په مړوند د ښي لاس د تلي کیښودل ګڼلي دي، په دې ډول چې د مړوند، د لاس د تلي په مینځ کې راشي؛ خو ځینو نورو اهل سنتو عالمانو، پر د کیڼ لاس د مړوند په ځای د لیچو لپاسه د ښي لاس کېښودل غوره کړې دي.[۹] ځینو ویلي چې کیڼ لاس داسې ونیسي چې د کیڼ لاس غټه ګوته او کچه ګوته د ښي لاس په تلي کې راشي .[۱۰]

په تکتف کې لاس کوم ځای کېښودل کیږی؟

په مختلفو مذهبونو کې د تکتف ډولونه

اهل سنت فقیهان په دې اړه چې لاسونه په تکتف کې د بدن په کوم ځای کېښودل کیږي، د نظر اختلاف لري. ځینو یې د لاسونو کېښودلو ( تړلو) ځای تر نامې لاندې،[۱۱] او ځینو نورو د سینې لپاسه یا له سینې لاندې ګڼلی دی.[۱۲] حنفیان او حنبلیان د نامې لاندې لاسونه تړل او شافعیان یې تر سینې لاندې تړل سنت ګڼي[۱۳] وهابي عالم بن باز باوري دی چې په تکتف کې باید لاسونه په سینه کېښودل شي.[۱۴]

ځینو هم ویلي چې سړي باید لاسونه تر نوم لاندې او ښځې یې په سینه کېږدي.[۱۵]

په لمانځه کې د تکتف ځای

اهل سنت عالم عیني ویلي چې ابو حنیفه او ابو یوسف تکتف د قیام په وخت کې سنت ګڼي او ځینې نور یې د قرائت په وخت کې.د عیني له نظره، تکتف د هغو قیامونو په وخت دی چې «ماثور» ذکر (هغه ذکر چې په روایتونو کې راغلی) لري. د هغه په وینا،ځینو اهل سنتو عالمانو له شیعه سره د مخالفت په غرض، تکتف په هر ډول قیام کې سنت ګڼلی دی.[۱۶] له دې امله له رکوع وروسته د تکتف، د قنوت په وخت، د جنازې په لمانځه او د عیدینو د لمانځه د تکبیرونو په مینځ کې په تکتف کې اختلاف شوی دی.[۱۷]

نقل شوي چې حنفیان او شافعیان له رکوع وروسته په سینه د لاسونو کېښودل بدعت ګڼي. د حنبلي مذهب له امام ابن حنبل څخه هم په دې اړه متفاوت نظر نقل شوی چې یو یې دا دی چې اختیار لرو چې دا کار وکړو که وې نه کړو.[۱۸]

د شیعه له نظره فقهي حکم

د شیعه فقیهانو په مینځ کې د مشهور نظر په اساس، تکتف حرام دی او د لمانځه د باطلېدلو سبب کیږي.[۱۹] سید مرتضی[۲۰] او شیخ طوسي په دې حکم د اجماع ادعا کړې ده.[۲۱] ځینو شیعه فقیهانو یوازې هغه حرام ګڼلی دی، نه د لمانځه باطلوونکی.[۲۲] محمد حسن نجفي په جواهر الکلام کتاب کې ویلي چې ابوالصلاح حلبي تکتف مکروه او اسکافي د هغه پرېښودل مستحب ګڼي.[۲۳]

د دغه حکم لپاره د شیعه فقیهانو دلیل هغه حدیثونه دي چې بې تکتفه د پېغمبر د لمانځه کولو راپور یې ورکړی دی.[۲۴] منجمله هغه حدیث چې ابو حمید ساعدي نقل کړی او پکې یې د پېغمبر (ص) د لمونځ کولو وضاحت کړی، خو د تکتف هیڅ خبره یې نه ده کړې.[۲۵] همداراز له شیعه امامانو ځینې حدیثونه نقل شوي چې په لمانځه کې یې د تکتف او تکفیر منع کړې ده.[۲۶] له امام علي (ع) [۲۷] او امام باقر (ع) نقل شوي چې تکتف، د مجوسو رسم و.[۲۸] صاحب جواهر په دې باور دی چې دا سنت عمر بن خطاب او د ایرانیو اسیرانو په تقلید سره دود کړ.[۲۹]

د تقیې له مخې د تکتف حکم

شیعه فقیهانو لکه شهید ثاني او شیخ مرتضی انصاري، تکتف د تقیې په حال کې جایز بلکې واجب ګڼلی دی.[۳۰] البته د پینځلسمې قمري پېړۍ د تقلید مرجع ایت الله خامنه ای ویلي چې په اوسنۍ زمانه کې تکتف د تقیې له موردونو نه دی او یوازې د اضطرار په حال کې جایز دی.[۳۱]

د اهل سنتو له نظره یې فقهي حکم

اهل سنت عالمان تکتف د خشوع و خضوع او د تعظیم نښه ګڼي.[۳۲] سره له دې د هغه د فقهي احکامو په اړه د نظر اختلاف لری:

  • استحباب: د اهل سنت فقیه عینی په وینا (۷۶۲-۸۵۵ق) حنفیان، شافعي ، بن حنبل او د اهل سنتو عام عالمان تکتف مستحب ګڼي. [۳۳]،
  • استحباب تخییری: اوزاعی (۷۰۷–۷۷۴م)[۳۴] او ابن‌‌عبدالبر (۳۶۸–۴۶۳ق‌) د تکتف به تخییر استحباب او ارسال قایل وو.[۳۵]
  • وجوب: اَلبانی (۱۳۳۳-۱۴۲۰م) او شوکانی (۱۱۷۳-۱۲۵۰ق) د تکتف په وجوب عقیده لري.[۳۶]
  • کراهت: د مالکي مذهبه مفسر قرطبي په وینا مالک بن انس په واجب لمانځه کې تکتف مکروه او په مستحبي لمونځونو کې مستحب ګاڼه.[۳۷] ویل شوي چې عبدالله بن زبیر او حسن بصري په دې عقیده وو.[۳۸]
  • ځینې اهل سنت سنت فقیهان تکتف له هغه وخت سره مخصوص ګڼي چې لمونځ کوونکی د اوږد قیام په وجه ستړی شي.[۳۹]

د اهل سنتو په نزد د تکتف مستندات

اهل سنتو د تکتف لپاره په ځینو روایتونو استناد کړی دی. ځینې حدیثونه یې دا دي:[۴۰]

  • د سهل بن‌ سعد حدیث: په دې حدیث کې راغلي چې خلکو ته امر کېده چې په لمانځه کې خپل ښی لاس د کیڼ لاس په لیچو کیږدي.[۴۱]
  • د وائِل بْن حُجْر حدیث : وائل نقلوي چې پېغمبر (ص) له تکبیرة الاحرام وروسته خپل لاسونه له لستوڼي راووېستل او له جامو لاندې یې کېښودل او خپل ښی لاس یې په کیڼ لاس کېښود.[۴۲]
  • د عبدالله بن مسعود حدیث: ابن مسعود د لمانځه په حال کې خپل کیڼ لاس په ښي لاس ایښی و او پېغمبر (ص) د هغه ښی لاس په کیڼ لاس کېښوده.[۴۳]
  • د ابن عباس حدیث: ابن عباس له پېغمبر (ص) څخه نقلوي چې وې فرمایل: پېغمبرانو ته امر شوی چې په لمانځه کې خپل ښی لاس په کیڼ لاس کېږدي.[۴۴]
  • له امام علي منقول روایت: د دغه روایت له مخې د لمانځه یو سنت تر نامه لاندې د لاسونو کېښودل دي.[۴۵]

د شیعو نېوکې

شیعیان باوري دي چې په دوي کې د ځینو روایتونو سند ستونزې لري؛ ځکه د سند په سلسلو کې یې داسې راویان دي چې د اهل سنتو عالمانو له نظره هم د باور وړ نه دي.[۴۶] د ځینو نور له منیځپانګې هم دا مطلب لاسته نه راځي چې تکتف واجب یا مستحب دی.[۴۷]

ځانګړنې لیکنې

سدل الیدین فی الصلاه کتاب، لیک د شنقیطی او قبض الیدین و ارسالهما فی الصلاه کتاب، لیک د طهطاوی

ځینې کتابونه چې پکې د تکتف مساله جاجول او کره کتل شوې دا دي:

  • الاِرسالُ و التَّکفیر بینَ السُّنةِ و البِدعَه: لیک د نجم‌الدین طبسی او د بینَ السُّنةِ و البِدعَه ټولګې یوه برخه ده چې پکې د شیعه سني اختلافي مسایل لکه موقته واده جاجول شوی دی.[۴۸] دا ټولګه د یو کتاب په توګه د دراساتٌ فِقهیَّه فی مسائلَ خِلافِیَّه په نامه چاپ شوې ده.[۴۹]
  • توضیحُ المَقال فی الضَّمّ و الاِرسال: لیک د محمد یحیی سالم عزّان دی چې په دارُ التُّراثِ الیُمنیٰ چاپخونه په صنعا کې چاپ شوی دی.[۵۰]
  • القولُ الفَصل فی تأییدِ سُنَّةِ السَّدْل، لیک د محمد عابد: دا کتاب د تکتف په کره کتنه کې او په لمانځه کې د لاسونو د خلاصو پرېښودو د اثبات په هدف، د ملک بن انس د مذهب مطابق لیکل شوی دی.[۵۱]
  • رسالةٌ مُختَصَرةٍ فی السَّدْل، لیک د عبدالحمید مبارک آل‌شیخ.[۵۲]
  • رسالةٌ فی حکم سَدْلِ الیَدَین فی الصَّلاة علی مذهبِ الامام مالک، لیک د محمد بن محمد المغربی مشهور په شنقیطی:دا کتاب دارالفضیله خپرنځي چاپ کړی دی.[۵۳]
  • القَبضُ فی الصَّلاه: دا کتاب د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې له خوا تیار او خپور شوی او د فی رحاب اهل البیت د ټولګې یوه برخه ده.[۵۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې