د تشیع فرقې

د wikishia لخوا
دا مقاله د تشیع د فرقو په اړه ده. د شیعه فرقو د لړلیک لیدلو لپاره، د شیعه فرقو د لړلیک مقاله وګورئ.

د تشیع فرقې د شیعیانو مختلفې څانګې دي چې د علي ابن ابي طالب(ع) په بلا فصل امامت له عقیدې سره سره، په ځنیو نورو عقیدو لکه د معصومو امامانو په شمېر کې له یو بل سره اختلاف لري. امامیه، زیدیه او اسماعیلیه، د شیعیانو تر ټولو مهمې ژوندۍ فرقې دي. ځینې سرچینو کیسانیه، فَطَحیه، واقفیه، ناووسیه او د غالیانو ډله هم چې ټول له مینځه تللي شیعه فرقې ګڼلې دي.

د امام د جانشینۍ او ټاکلو په سر اختلاف، د غلو د عقیدو ننوتل، د مهدي موعود لپاره د مصداق په ټاکنه کې انحراف په شیعه کې د مختلفو فرقو د پېدا کېدو تر ټولو لوی عوامل دي.

د نفوسو د شمېر له اړخه امامیه د شیعه تر ټولو پر نفوسه فرقه ده چې په ایران، عراق، پاکستان، افغانستان او لبنان او ځینو نورو هیوادونو کې استوګنه ده. د تشیع د فرقو په پېژندنه کې مختلف اثار لیکل شوي دي. د حسن بن موس نوبختي لیکلی فِرَق الشیعه په دې موضوع تر ټولو لرغونی مکتوب اثر دی.

اهمیت

شیعه فرقې، د شیعه مذهب ( د اسلام له دوو لویو مذهبونو یو مذهب) څانګو ته اشاره لري چې ټول د امام علي(ع) په امامت په عقیده کې مشترک دي.[۱] د تشیع د فرقو بحث له لومړیو قمري پېړیو مطرح و؛ د حسن بن موسی نوبختي کتاب فِرَق الشیعه چې په دریمې څلورمې پېړۍ پورې اړوند دی په همدې موضوع لیکل شوی دی. نن سبا (پینځلسمه ق پېړۍ) هم د پوهنتون په ځینو برخو کې د تشیع د فرقو څانګه جوړه شوې ده.[۲]

لومړۍ څانګې

سید محمد حسین طباطبایی په شیعه در اسلام کتاب کې ویلي چې په شیعه مذهب کې لومړۍ څانګړۍ د امام حسین(ع) له شهادت [[[۶۱ هجري قمري کال|۶۱ق]]) نه وروسته جوړې شوې؛ په دې ډول چې اکثره شیعه د امام سجاد(ع) په امامت قایل شول او له دوي ګوته په شمېر چې په کیسانیه مشهور دي د امام علي بل زوی محمد بن حنفیه امام وګاڼه.[۳] هغه همداراز باوري دی چې د امام رضا(ع) له پړاوه وروسته د امام مهدي(عج) تر پړاوه پورې کوم خاص انشعاب او درز رامینځته نه شو او که ځینې پېښې د انشعاب په شکل پېښې شوي، یو څو ورځې زیاتې نه دي پاتې شوي او خپل په خپله ختمې شوې دي.[۴] البته د ځینو له نظره په شیعه کې لومړي ډله د عثمان د خلافت په وروستیو او د امام علي(ع) د خلافت په لومړیو کې د عبد الله بن سبا په لاس د سبائیه په نامه جوړه شوې ده.[۵]

د فرقو شمېر

د شیعه فرقو د شمېر په اړه مختلف نظرونه موجود دي. په فرهنګ شیعه کتاب کې، د شیعه فرقو شمېر تر سلو بلل شوی چې تر ټولو مشهورې یې دا دي: امامیه، کیسانیه، زیدیه، اسماعیلیه، فطحیه او غُلات.[۶] په څلورمه هجري پېړۍ کې شافعي فقیه ابوالحسین ملطی، په «التنبیه و الرد علی أهل الهواء و البدع»، کتاب کې د شیعه فرقو شمېر ۱۸ ګڼلی دی[۷] شافعي فقیه او متکلم عبدالقاهر بغدادی (وفات : ۴۲۹ق)په «الفَرق بین الفِرَق» کتاب کې د شیعه تر ټولو بنیادي فرقې درې امامیه، کیسانیه او زیدیه ګڼلي[۸] شهرستاني (وقات: ۵۴۸ ق) په الملل و النحل کتاب کې د شیعه تر ټولو بنیادي فرقې پینځه امامیه، زیدیه، کیسانیه، اسماعیلیه او غلات، ګڼلي[۹] او طباطبایی (وفات: ۱۴۰۲ق) په شیعه در اسلام کتاب کې، درې فرقې، امامیه، اسماعیله او زیدیه د شیعه د اصلي فرقو په توګه معرفي کړې دي.[۱۰]

د جوړېدو لاملونه

په شیعه مذهب کې د مختلفو فرقو په جوړېدو کې مختلف لاملونه موجود دي چې تر ټولو مهم یې دا دي:

  • امامت: د رسول جعفریان په وینا، د امام مساله او د امام د ټاکنې او جانشینۍ په سره اختلاف په شیعه کې د مختلفو فرقو د پېدا کېدو لومړی سبب دی.[۱۱] د بېلګې په توګه، کیسانیه د شیعیانو له فرقو ګڼل کیږي چې د امام علي(ع) له شهادته وروسته په دې باور وو چې له هغه وروسته امام، امام حسن(ع) نه دی بلکې محمد بن حنفیه دی.[۱۲]
  • د غُلُو د عقیدې ورننوتل: د امام علي(ع) او نورو معصومو امامان په ژوند کې او حتی له وفاته وروسته یې، ځینو شیعیانو هغوي ته د خدایۍ په شان نظر درلود او ورته یې د غلو لرونکو اوصافونسبت ورکاوه او دا په خپله سبب شوه چې د تشیع په تاریخ کې مختلفې غالي فرقې جوړې شوې او فرقه نویسان هغه په شیعه پورې وتړلې.[۱۳] د مثال په توګه سبائیه فرقه چې یوه غالي او د عبدالله بن سبا پېرو فرقه وه، په دې باور وه چې امام علي نه دی وفات شوی او مړ کیږي هم نه، بلکې یوه ورځ به راځي او ځمکه به وروسته له دې چې له ظلم او ستمه ډکه وي له عدالته به یې ډکوي.[۱۴]
  • د مهدي موعود لپاره د مصداق په ټاکلو کې انحراف، په لومړیو درېو پېړیو کې په شیعه کې د مختلفو فرقو د جوړېدو له نورو عواملو څخه و.[۱۵]

ژوندۍ فرقې

امامیه، زیدیه او اسماعیلیه فرقې د تشیع په نړۍ کې تر ټولو مشهورې ژوندۍ او موجودې فرقې دي.[۱۶]

امامیه

اصلي مقاله: امامیه

امامیه په دې باور ده چې د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته امام علي(ع) د خدای له لورې امامت ته ورسېد او د پېغمبر بلا فصله خلیفه او ځای ناستی شو او له هغه وروسته د امامت منصب امام حسن(ع) او بیا امام حسین(ع) او بیا د امام حسین نهو اولادونو یعنې امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، امام کاظم(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادی(ع)، امام حسن عسکری(ع) او امام مهدی(ع) ته رسېدلی دی.[۱۷]

د امامیه له نظره دولسم امام یعنې امام مهدي هماغه قائم او منجي دی چې په غیبت کې دی او په اخره زمانه کې به ظهور کوي.[۱۸] امامیه د امام عصمت واجب ګڼي او په دې باور دي چې ټول امامان معصوم دي.[۱۹] د هغوي په باور، امامان د قرآن او د پېغمبر د سنتو حقیقي مفسران دي.[۲۰]

اسماعیلیه

اصلي مقاله: اسماعیلیه

اسماعیلیه، په «فرهنگ فِرَق اسلامی» کتاب کې د تاریخ لیکونکي او د تهران پوهنتون د استاد محمد جواد مشکور (وفات: ۱۳۷۴ش) په وینا د هغوی فرقو عمومي نوم دی چې له امام صادق(ع) وروسته د هغوي د مشر زوي اسماعیل بن جعفر یا د هغه د لمسي محمد بن اسماعیل په امامت باور لري.[۲۱]

اسماعیلیه په اوله کې په دوو ډلو خاص اسماعیلیه او عام اسماعیلیه وویشل شول.[۲۲] خاصه اسماعیلیه په دې باوروو چې اسماعیله د خپل بلار به زمانه کې امام و او غایب شو او هغه د شیعیانو اوم امام دی. عام اسماعیله باوري وو چې اسماعیل د خپل پلار په ژوند کې وفات شو او له خپله وفاته مخکې یې خپل زوی محمد خپل ځای ناستی وټاکه.[۲۳]

طباطبایي په شیعه در اسلام کتاب کې ویلي چې دغه دوه ډلې له یوې مودې وروسته له منیځه لاړې او یوه بله ډله چې باوري وه اسماعیل د خپل پلار په ژوند کې امام و او له هغه وروسته امامت د هغه زوي محمد بن اسماعیل او هغه ذرات(اولادونه) ته یې ورسېد تر اوسه باقي پاتې ده او هماغه شان پېروان لري.[۲۴]

ویل کیږي چې اسماعیلیه له امامیه وروسته تر ټولو زیات پېروان لري او په خپله په تاریخ کې په څو څانګو وېشل شوې او په اسیا، افریقا، اروپا او شمالي امریکا کې تر پینځه ویشتو زیاتو هیوادونو کې خپاره دي.[۲۵]

زیدیه

اصلي مقاله: زیدیه

د زید بن علي پېروان او د هغه په امامت عقیده لرونکي دي.[۲۶] ویل کیږي چې هغوي زید بن علي پینځم امام ګڼي.[۲۷] شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) په اوائل المقالات کې ویلي چې هغوي د امام علي، امام حسن، امام حسین او بیا د زید بن علي په امامت قایل دي.[۲۸] زیدیه همداراز باوري دي چې امام باید د حضرت فاطمې(س) له اولاده وي نو څوک هم چې د حضرت فاطمې له نسله عالم، میړنی او سخي وي او د حق د اقامه کولو لپاره خروج وکړی، هماغه امام دی.[۲۹]

زیدیه د امامانو په عصمت او همداراز رجعت باور نه لري او د امامیه په اپوټه چې د امام علي(ع) د جانشینۍ لپاره د جلي نص په شتون قایل دی، باوري دي چې پېغمبر(ص) چې کوم نص د امام علي په اړه بیان کړی، خفي نص ده او امام علي د ځینو مصحلتونو په اساس هغه یوازې خپلو خاصو اصحابو ته بیان کړی دی.[۳۰]

زیدیه سره له دې چې امام علي د پېغمبر بلا فصل جانشین ګڼي خو له امام علي مخکې د درې ګونو خلیفه ګانو خلافت هم صحیح او مشروع ګڼي.[۳۱] محمد جواد مشکور په فرهنګ فرق اسلامي کې، ۱۶ فرقې د هغوی فرقو په توګه معرفي کړي چې له زیدیه بیلې شوي دي.[۳۲] درې فرقې جارودیه، سلیمانیه ( د سلیمان بن جریر پېروان) او بُتریه ( د حسن بن صالح بن حی) پېروان د زیدیه فرقې له مهمو څانګو څځه دي.[۳۳]

له مینځه تللي فرقې

د شیعیانو ځینې مهمې فرقې چې په خوا موجودې وې او بیا له مینځه لاړې دا دي:

  • کیسانیه: ځینې شیعیان وو چې د محمد بن حَنَفیه په امامت یې عقیده لرله.[۳۴] شهرستاني په الملل والنحل کې ویلي چې له محمد بن حنفیه له وفاته وروسته یې په پېروانو کې اختلاف پېدا شو.[۳۵] ځینې په دې باور وو چې محمد بن حنفیه نه دی وفات شوی او بیا به راستنیږي او په ځمکه کې به عدل و انصاف خپروي.[۳۶] ځینو نورو ویل چې هغه وفات شوی او امامت یې زوی ابو هاشم ته منتقل شوی دی دی.[۳۷] د محمد جواد مشکور په راپور کیسانیه فرقه د محمد بن حنفیه له وفاته وروسته په دولسو فرقو بدله شوه[۳۸] چې ټولو یې د محمد بن حنفیه په امامت عقیده لرله.[۳۹] ځینې کیسانیه فرقې چې د غالي فرقو په توګه پېژندل شوي دا دي: هاشمیه،[۴۰] کَرُبیه،[۴۱] حَمْزیه،[۴۲] بیانیه،[۴۳] حَربیه.[۴۴]
  • فطحیه: یو شمېر شیعیانو د امام صادق(ع) له وفاته وروسته د هغه د زوي عبد الله افطح په امامتۍ باور درلود.[۴۵] د شهرستاني په راپور عبد الله د امام صادق(ع) له شهادته اویا ورځې وروسته له دنیا لاړ او هیڅ بچی ترې پاتې نه شو.[۴۶] په نتیجه کې د عبدالله بن افطح په امامتۍ عقیده هم ختمه شوه او زیاتره پېروان یې د امام کاظم(ع) امامت ته واوړېدل.[۴۷]
  • ناووسیه: د شیعیانو یوه فرقه چې د امام صادق په ژوندي والي یې عقیده لرله او په دې باور وو چې هغه هماغه موعود مهدي دی چې په اخرالزمان کې به راڅرګندیږي.[۴۸] ویل کیږي چې ناووسیه د عجلان بن ناووس په نامه د بصرې د یو کس پیروان وو.[۴۹]
  • وافقیه: یو شمېر شیعیان وو چې د امام موسی کاظم(ع) په امامت یې توقف وکړ او د هغه د زوي امام رضا(ع) د امامت منکران شول.[۵۰] د رجال کشي کتاب په نقل د امام موسی کاظم(ع) د بندیتوب په وخت د هغه د ځینو اصحابو په نزد د سهم امام ځینې مالونه پراته وو چې هغوي پرې خېټه اچولې وه، او کله چې د امام موسی کاظم د شهادت خبر هغوي ته ورسید د هغه د شهادت او دهغه د زوی امام رضا د امامت انکار یې وکړ او توقف یې وکړ نوځکه د هغوي پېروانو ته واقفیه ویل کیږي.[۵۱]

غالي فرقې

اصلي مقاله: غالیان

غالیان هغه کسان وو چې امام علي(ع) او دهغه بچیانو ته یې د خدایۍ یا نبوت نسبت ورکاوه او دهغوي په صفتونوکې به یې افراط کاوه.[۵۲] د فرقه پېژندنې کتابونه د غالي فرقو د شمېر په ذکرولو کې د نظر اختلاف لري، په دې ډول چې د غالي فرقو تر ټولو کم شمېر نهه او زیات نه زیات سل فرقې راپور شوی دی.[۵۳] ځینې مشهورې غالي فرقې چې شیعیانو ته یې نسبت ورکړل شوی او اوس ختمې شوې دا دي: سبائیهعبد الله بن سبأ پېروان)، بیانیه، خطابیه، بشیریه، مُفَوِّضه و مغیریه.[۵۴]

علي اللهي یا اهل حق د شیعه له نورو غالي فرقو څخه دي چې دم ګړۍ یې د ایران په مختلفو سیمو کې پېروان استوګن دي.[۵۵] ویل کیږي چې هغوي په دې باور دي چې خدای تعالی پېغمبرانو ته یو راز ویلی چې همدغه نبوت دی او د حضرت آدم له زمانې څخه د حضرت محمد تر زمانې پورې روانی د او بیا امام علي او بیا له هغه وروسته امامانو تر دولسمه پورې رسېدلی دی.[۵۶] د دولسم امام له غیبت وروسته دغه سّر (امامت) د هغه پېروانو او اقطابو ته چې یو په بل پسې راځي ویل کیږي.[۵۷]

د غیبت صغرا د زمانې انحرافي ډلې

نوبختي په فرق الشیعه کې شیعه ډلې د امام حسن عسکري(ع) له وفاته وروسته چي د هغه وروسته د امام ټاکنه او د مهدي موعود لپاره د مصداق په ټاکنه کې بې لارې شوي، ۱۴ فرقې جوړې شوې..[۵۸] د مثال په توګه ځینو وویل چې امام حسن عسکري نه دی وفات شوی او هغه همدغه مهدي قایم دی.[۵۹] ځینو ویلي چې امام حسن عسکري وفات شو خو زوی یې نه درلود نو له مرګه وروسته یې ژوند بیا پېل شو او هغه هماغه مهدي موعود دی.[۶۰] یوې بلې ډلې بیا د امام حسن عسکري له وفاته وروسته وې ویل چې له امام حسن عسکري وروسته د هغه ورور جعفر امام شو.[۶۱] شیخ مفید په الفصول المختاره کې د نوبختي په قول لیکلي چې دغه څوارلس فرقې بې له امامیه څخه چې د حضرت مهدي(ع) په امامت باور لري، نور فرقې ټولې ختمې شوې دي.[۶۲]

همداراز د حسن شریعي، محمد بن نصیر نُمیَری، احمد بن هلال عَبَرتایی په شان کسان او ځینې نور له هغو شیعیانو وو چې د بابیت ادعا یې وکړه او مدعي شوله چې د امام مهدي له لوري نیابت لري او ځینې ډلې یې جوړې کړې چې ټولې ختمې شوې.[۶۳]

نفوس او جغرافیایي خپرښت

د هغه راپور له مخې چې په «نقشه جمعیت مسلمانان جهان» (تألیف: ۱۳۹۳ل) کتاب کې راغلي د نړۍ د شیعیانو (امامیه، اسماعیلیه و زیدیه) شمېر تر درې سوو میلیونو زیات اټکل شوی دی چې د نړۍ د مسلمانانو له ټول شمېره پينځمه برخه ده[۶۴] په ۱۳۹۴ل کال کې د بي بي سي فارسي خبري اژانس په راپور د اسماعیلي شیعه و شمېر تر پینځلسو میلیونو زیات ګڼل شوی چې د نړۍ د شیعیانو تر لسو فیصدو کم دي او زیاتره یې په هند، پاکستان، افغانستان، تاجیکستان او کابو دېرش زره په ایران کې په خراسان، کرمان او په مرکزي ولایتونه کې ژوند کوي.[۶۵] په بریتانیکا پوهنغونډ کې هم د «شیعه» مقالې په عنوان ویل شوي چې یوازې نزاریه فرقه چې د اسماعیلیه تر ټولو ګڼ نفوسه څانګه ده له پینځو تر پینځلسو میلیونو نفوس لري.[۶۶]

ویل کیږي چې زیدیه په موجودو شیعه فرقو کې تر ټول کم نفوس لري او زیاتره یې نن سبا (پینځلسمه قمري پېړۍ) په یمن کې اوسیږي. په دې ډول چې د دغه هیواد نیمایي نفوس جوړوي.[۶۷] ځینې پکې د عربستان د جنوب په نجران سیمه کې اوسیږي.[۶۸] په موجودو شیعه فرقو کې ترټولو زیات پیروان د امامیه شیعه دي.[۶۹] او زیاتره په ایران، عراق، پاکستان، افغانستان[۷۰] او لبنان کې ژوند کوي.[۷۱]

کتاب پیژندنه

د شیعه فرقو د پېژندلو لپاره ځینې جدا اثار لیکل شوي چې دا دي:

  • فِرَق الشیعه کتاب د حسن بن موسی نوبختی. دغه کتاب د دریمې قمري پېړۍ تر پایه پورې دی . په دې کې د شیعه فرقو پر پېژندلو سربیره د ځینو نورو اسلامي فرقو په اړه مفصل بحث شوی. ویل کیږي چې د غیبت صغرا او په هغه زمانه کې د شیعیانو د ټوټې کیدو له وخت سره د مولف د هممهالوالي په و دغه اثر په دې اړه له لومړیو سرچینو ګڼل کیږی.[۷۲]
  • «آشنایی با فرق تشیع» کتاب تألیف د مهدی فرمانیان. په دې کتاب کې یوه سریزه او شل درسونه د شیعه فرقو د معرفۍ په اړه دي چې د درسي متونو لپاره برابر شوې دي. همداراز دوه بحثونه د «فرقه‌های انحرافی و انشعابی از مذهب تشیع» او «فرقه‌های شیعی براساس کتب مشهور ملل و نحل»،د کتاب له اخر سره یو ځای کړی شوې دي.[۷۳]

فوټ نوټ

  1. فرمانیان، آشنایی با فرق شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۱-۲۲.
  2. «گروه تاریخ و فرق تشیع»، دانشگاه ادیان و مذاهب.
  3. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۰.
  4. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۱.
  5. فضایی، «مقدمه»، در تاریخ عقاید و مذاهب شیعه، ۱۳۵۳ش، ص۹.
  6. خطیبی کوشک و دیگران، فرهنگ شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۳۵۸.
  7. ملطی، التنبیه و الرد، ۱۴۱۳ق، ص۱۶.
  8. بغدادی، الفرق بین الفرق، دار الجیل، ص۳۸.
  9. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۷۰.
  10. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۱-۶۲.
  11. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۱۹.
  12. نوبختی، فرق الشیعة، دار الاضواء، ص۲۳.
  13. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۱۹.
  14. نوبختی، فرق الشیعة، دار الاضواء، ص۲۲.
  15. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۱۹.
  16. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۱؛ امین، فرهنگنامه فرقه‌های اسلامی، ۱۳۷۸ش، ص۲۵.
  17. شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۹۳؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۹۷.
  18. شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۲۲؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۷۷.
  19. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۶۴؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۲ و ۳۷۴-۳۷۵.
  20. مثال په توګه وګورئ: کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۴.
  21. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۴۷.
  22. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۴۸.
  23. نوبختی، فرق الشیعه، دار الاضواء، ص۶۷-۶۸؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۴۸.
  24. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۳.
  25. دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۸۶ش، ص۱۱.
  26. نوبختی، فرق الشیعه، دار الاضواء، ص۵۸؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۷۹.
  27. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۲.
  28. شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات دانشگاه تهران، ص۳۹.
  29. شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات دانشگاه تهران، ص۳۹؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۷۹.
  30. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۱۵.
  31. حمیدالدین، الزیدیة، ۱۴۲۴ق، ص۹۶؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۱۶.
  32. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ص۲۱۶.
  33. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۸۳.
  34. نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۲۳.
  35. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۷.
  36. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۷.
  37. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۷.
  38. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۳۷۵.
  39. بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۹۷۷م، ص۲۷.
  40. نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۳۰-۳۱؛ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۲۰.
  41. خوارزمی، مفاتیح العلوم، دار الکتاب العربی، ص۴۹؛ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۲۷.
  42. اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۵۶.
  43. نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۳۴؛ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۹۷۷م، ص۲۸؛ مقریزی، المواعظ و الاعتبار، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۱۸۲.
  44. اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۲۸؛ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۲۲.
  45. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۹۵-۱۹۶.
  46. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج ۱، ص۱۶۹.
  47. شیخ طوسی، اختیار معرفه الرجال، ۱۴۰۹ق، ج ۲، ص۱۶۱.
  48. نوبختی، فرق الشیعه، دار الاضواء، ص۶۷؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۹۷.
  49. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۷، ص۵۲.
  50. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۷ق، ج۸، ص۳۷۹.
  51. شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۹۳.
  52. شیخ مفید، تصحیح الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۳۱.
  53. مثال په توګه وګورئ: صفری فروشانی، غالیان (چاوشی در جریان‌ها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۶۱-۶۲.
  54. مثال په توګه وګورئ: اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۱۵؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۱۰؛ نوبختی، فرق الشیعة، انتشارات دار الاضواء، ص۶۳ و ۸۳.
  55. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۷۸.
  56. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۷۸-۷۹.
  57. مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۷۸-۷۹.
  58. نوبختی، فرق الشیعة، دار الاضواء، ص۹۶.
  59. نوبختی، فرق الشیعة، دار الاضواء، ص۹۶.
  60. نوبختی، فرق الشیعة، دار الاضواء، ص۹۷.
  61. نوبختی، فرق الشیعة، دار الاضواء، ص۹۸.
  62. شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۳۲۱.
  63. بېلګۍ په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۹۸-۳۹۹؛ صفری فروشانی، غالیان (جریان‌ها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۳-۱۳۶.
  64. تقی‌زاده داوری، نقشه جمعیت مسلمانان جهان، ۱۳۹۳ش، ص۱۱.
  65. «شیعیان اسماعیلی ایران؛ اقلیتی به دور از جنجال»، سایت خبرگزاری بی بی سی فارسی.
  66. Newman, Shiʿi, Britannica.
  67. فرمانیان، آشنایی با فرق تشیع، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۱.
  68. فرمانیان، آشنایی با فرق تشیع، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۱.
  69. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۸ش، ص۶۷.
  70. وګورئ: حسین عبدلی،شیعیان افغانستان، 1391 ش، صفحات ۴۳ ، ۷۵-۷۶ .
  71. Newman, Shiʿi, Britannica.
  72. مشکور، «پیشگفتار»، در کتاب ترجمه فرق الشیعه، ۱۳۵۳ش، ص۹-۱۰.
  73. فرمانیان، آشنایی با فرق تشیع، ۱۳۸۷ش، ص۷-۱۶.

سرچينې

  • فضایی، یوسف، «مقدمه، در تاریخ عقاید و مذاهب شیعه، تهران، مؤسسه انتشارات عطایی، ۱۳۷۱ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، شیعه در اسلام، قم، بوستان کتاب، چاپ پنجم، ۱۳۸۸ش.
  • خطیبی کوشک، محمد و دیگران، فرهنگ شیعه، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۶ش.
  • ملطی شافعی، محمد بن احمد، التنبیه و الرد، قاهره، مکتبة مدبولی، ۱۴۱۳ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، قم، الشریف الرضی، چاپ سوم، ۱۳۶۴ش.
  • جعفریان، رسول، اطلس شیعه، تهران، انتشارات سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، انتشارات دار الاضواء، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، قم، كنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • امین، شریف‌یحیی، فرهنگ‌نامه فرقه‌های اسلامی، ترجمه محمدرضا موحدی، تهران، انتشارات باز، ۱۳۷۸ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • عبدلی، حسین، ،شیعیان افغانستان، تهران، نشر مضراب، چاپ اول، 1391 ش.
  • علامه حلی، یوسف بن مطهر، کشف المراد، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله‌مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
  • کاشف‌الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۰ق.
  • مشکور، محمدجواد، فرهنگ فرق اسلامی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۵ش.
  • دفتری، فرهاد، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ترجمه فریدون بدره‌ای، فرزان روز، تهران، ۱۳۷۵ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات فی المذاهب و المختارات، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، بی‌تا.
  • حمیدالدین، عبدالله بن محمد، الزیدیة، صنعا، مرکز الرائد للدراسات و البحوث، ۱۴۲۴ق.
  • بغدادی، عبدالقاهر، الفرق بین الفرق، مصر، مکتبة و مطبعة محمدعلی صبیح و اولاده، ۱۹۷۷م.
  • خوارزمی، محمد بن احمد بن یوسف، مفاتیح العلوم، بیروت، دار الکتاب العربی، بی‌تا.
  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۱ش.
  • مقریزی، تقی الدین، المواعظ و الإعتبار فی ذكر الخطط و الآثار، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۸ق.
  • اشعری، ابوالحسن، مقالات الاسلامیین و اختلاف المصلین، آلمان، فرانتس شتاینر، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، اختیار معرفة الرجال، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۲۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، تصحیح الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • صفری فروشانی، نعمت‌الله، غالیان (کاوشی در جریان‌ها و برآیندها)، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۸ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، کتاب الغیبة، تصحیح عبادالله تهرانی و علی‌احمد ناصح، قم، دار المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • تقی‌زاده داوری، محمود، نقشه جمعیت مسلمانان جهان، قم، شیعه‌شناسی، ۱۳۹۳ش.
  • «شیعیان اسماعیلی ایران؛ اقلیتی به دور از جنجال»، سایت خبرگزاری بی بی سی فارسی، تاریخ درج مطلب: ۲۹ اردیبهشت ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۲۵ بهمن ۱۴۰۲ش.
  • فرمانیان، مهدی، آشنایی با فرق تشیع، قم، مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه قم، ۱۳۸۷ش.
  • مشکور، محمدجواد، «پیشگفتار»، در کتاب ترجمه فرق الشیعه، تهران، بنیاد فرهنگ ایران، ۱۳۵۳ش.
  • Newman, Andrew J, Shiʿi, Britannica, Visited in, 25 February 2024.
  • «گروه تاریخ و فرق تشیع»، دانشگاه ادیان و مذاهب، تاریخ بازدید: ۱۴ اسفند ۱۴۰۲ش.