توقیع
- دا مقاله د توقیع مفهوم په اړه ده. د دولسم امام د توقیعات په اړه د پوهیدو لپاره د امام مهدي(عج) توقیعات مدخل وګورئ.
تَوقِیع د شیعه امامانو لیکونو او لیکنو ته اشاره لري. توقیع د امامانو خط یا املا وه او معمولا د شیعیانو د پوښتنو او درخواستونو په ځواب کې ورکول کیده او د وکالت سازمان له لارې د شیعیانو لاس ته رسیده.
توقیعات په فقهي، اعتقادي، د وکیلانو په عزل او نصب، د شرعي وجوهاتو (پېسو وغیره) د وصول د خبر ورکولو، د نیابت د دروغو مدعیانو د تکذیب او داسې نورو موضوګانو په اړه وو. په سرچینو کې کابو ۱۰۰ توقیعه د امام مهدي(عج) بلل شوې چې د غیبت صغری د وخت دي.
شیعه فقیهانو د شرعي حکم د استنباط لپاره په ځینو ځایونو کې په توقیعونو استناد کړی دی. د هغوی له نظره هغه توقیعونه چې له امامانو یې صادرېدل قطعي دي، معتبر دي.
مفهوم پیژندنه
توقیع په شیعه کلتور کې د شیعه امامانو لیکنو، خطونو، او په ځینو مواردو کې ژبنیو پېغامونو ته اشاره لري.[۱] توقیع په اصل کې د خلیفه یا پاچا یا ځینو واکمنانو په خط د شکایتونو په شا یا څنډه کې لیکنې ته ویل کېدل چې په شکایت په غور کولو به یې ټنیګار کاوه.[۲]
د توقیعو پراختیا بهېر
لکه چې په امام مهدي(عج) دایرة المعارف کې راغلي له شیعه امامانو لومړۍ لیکنه چې توقیع ونومول شوه، د حسن بن علي وشاء ماما په ځواب کې د امام کاظم(ع) د لاس خط و چې پکې یې له هغه حضرته غوښتې وو چې د زوي پېدا کېدو دعا ورته وکړي.[۳] د دغه توقیع متن په قرب الاسناد کتاب کې راغلی دی.[۴] له هغه وروسته د توقیع تعبیر د امام رضا(ع) د ځینو لیکنو لپاره کارول شوی دی.[۵] د امامین عسکریین په زمانه کې د شیعه ټولنې په پراختیا او د امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) په نظربندۍ پسې د تېرو امامانو په پرتله له دغو دوو امامانو د توقیع صادرېدل زیات شول.[۶]
توقیع د امامانو په ژوند کې یوازې هغو لیکلو ځوابونو ته چې امامانو د شیعیانو په ځواب کې لیکل، ویل کېدل. خو د حضرت مهدي په اړه د هغوي ټولو لیکنو ته وایي، که څه هم د یوې غوښتنې یا پوښتنې په ځواب کې نه وي. همداراز توقیع د حضرت مهدي د غیر مکتوبو حدیثونو لپاره هم کارول شوی دی.[۷]
د توقیعاتو خط
- څلورم نایب ته د امام مهدي (عج) آخري توقیع: «ته به شپږ ورځې پس وفات شې. نو ځان تیار کړه او چا ته له ځانه وروسته د جانشینۍ لپاره وصیت مه کوه؛ ځکه چې دوهم (کامل) غیبت پېل شوی دی او زه به راڅرګند نه شم مګر د خدای په امر. دغه ظهور به له ډېرې اوږدې مودې او د زړونو له سختېدو او له ظلم اوستمه د ځمکې له ډکېدو وروسته وي. ډېر زر زما له شیعیانو ځینې کسان راشي او زما د لیدلو ادعا به کوي، خبر اوسئ چې هر څوک د سفیاني له خروج او صیحه مخکې زما د لیدلو ادعا وکړي، دروغجن او تومت زن دی»[۸]
توقیعات یا په خپله د امامانو په خط وو او یا به هغوي املا کول اونورو به لیکل.[۹] هغوي په ځینو مواردو کې تر توقیع لاندې په خپل خط د هغوي په لیکلو تصریح کړې ده.[۱۰] احتمال ورکړل شوی چې د امام مهدي (عج) په خط د توقیع په لیکلو تصریح[۱۱] د دروغو توقیعاتو د پېژندلو لپاره وه چې هغه ته یې نسبت ورکول کېده. او یا د توقیع د لیکلو په اړه د ځینو بې لارې کسانو د ادعا د پېژندلو لپاره.[۱۲] د دې خبرې شاهد دا دی چې احمد بن اسحاق قمي له امام عسکري(ع) سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې یوه لیکنه ورته وکړي چې په هغې سره د امام لیکنې وپېژني او امام د هغوي غوښتنه ومنله.[۱۳] د امامانو اصحاب د امام له لیک سره بلد وو او هغه یې له نورو لیکونو پېژنده.[۱۴]
د وکالت د چینل له لارې د توقیعاتو استول
د امامانو د وکیلانو چې ورته د وکیلانو چینل هم ویل کېدل له لارې د توقیعاتو رد و بدل کېده. شیعیانو به له مختلفو سیمو شرعي وجوهات او پېسې، غوښتنې او پوښتنې د ائمه و د وکیلانو په لاس امامانو ته رسولې او له دې لارې به یې ځوابونه او توقیعات لاسته راوړل.[۱۵] د وړوکي غیبت په موده کې هم دغه دنده د څلورو نایبانو یا نواب اربعه په غاړه وه.[۱۶] او هغوي به د خپلو وکیلانو له لارې په مختلفو سیمو کې له شیعیانو سره اړیکي درلودل.[۱۷] البته روایي راپورونه هم شته دي چې پر اساس یې شیعیانو له نورو لارو او د وکیلانو له واسطې پرته هم خپلې غوښتنې امامانو ته رسولې او یا یې له هغوي توقیعات لاسته راوړل. د مثال په توګه د قطب راوندي په قول، محمد بن یوسف شاشي د یوې ښځې په واسطه چې د امام مهدي(ع) کورته به یې تګ راتګ کاوه، خپل لیک هغه ته رسولی او توقیع یې لاسته راوړی دی.[۱۸]
توقیعات له صادرېدو وروسته د یو مخصوص استازي په لاس د یوې نښې په ښودلو سره استول کېدل.[۱۹] د استازو شناخت په راپورونو کې نه دی ذکر شوی او د «امرأة» (ښځې) غلام اسود (تور ځوان) الرسول من عند الحسین بن روح (د حسین بن روح استازی ) او رسول الخلف ( جانشین استازي) په توګه له هغوي یادونه شوې ده.[۲۰] د دغه کار سبب تقیه ګڼل شوې ده.[۲۱]
موضوع
توقیعات کومې خاصې موضوع ته بیل نه وو؛ ځکه چې اکثره یې د شیعیانو د فقهي او اعتقادي پوښتنو او د هغوي د درخواستونو په ځواب کې وو. له دې امله په هغو کې مختلف موضوعات راغلې دي. د وکیلانو لرې کول او ټاکل، د وکیلانود دندې بیانول، د شرعي وجوهاتو او پېسو د وصول اعلان، د نیابت د دروغجنو مدعیاتو تکذیب او د شیعیانو شخصي پوښتنو ته ځواب د توقیعاتو له موضوګانو وو.[۲۲]
د توقیعاتواعتبار
د فقیهانو له نظره هر توقیع چې ډاډ حاصل شي له امامه راغلی، معتبر دی.[۲۳] له دې امله ځینې شیعه فقیهانو په یو لړ مواردو کې د شرعي حکم د استنباط لپاره په توقیعاتو استناد کړی دی.[۲۴] سره له دې، ځینو فقیهانو د مکاتباتو( توقیعات معمولا د مکاتبو او لیک په شکل کې وو) په اعتبار کې شخړه کړې ده.[۲۵] او هغه یې له شفاهي حدیث سره برابر او په څنګ کې نه دي ګڼلې؛[۲۶] خو په فقهي کتابونو کې د مکاتبې د بې اعتبارۍ یا یې له شفاهي حدیث سره د اعتبار د نه برابرۍ په اړه څه نه دي ذکر شوې.[۲۷]
همداراز د دې خبرې په مقابل کې ویل شوي چې کتابت د شیعه امامانو سیرت او د مختلفو قامونو یوه دوده طریقه وه.[۲۸] او مکاتبات د عمل کولو لپاره صادرېدل.[۲۹]
د امام مهدي(عج) توقیعات
اصلي مقاله:د امام مهدي(عج) توقیعات
د شیعیانو د دولسم امام لیکونو او لیکنو ته اشاره لري چې د وړوکي غیبت په موده کې د شیعیانو د پوښتنو په ځواب کې ورکول کېدل، د شیعه په حدیثي سرچینو کې له امام مهدي(ع) په فقهي اعتقادي او... موضوعاتو کې کابو سل توقیعات نقل شوې دي.[۳۰]
سرچینه پېژندل
توقیعات په شیعه روایتونو کې په خواره واره ډول ذکر شوې دي. په رجال کَشّی کتاب کې له شیعه امامانو ډېر توقیعات نقل شوې دي.[۳۱] د شیخ صدوق په کمال الدین او د شیخ طوسي په الغیبه کې د امام مهدي توقیعات په مختلفو برخو کې راغونډ شوې دي.[۳۲]
د توقیعاتو په اړه ځینې آثار په مستقل ډول په دریمې قمري پېړۍ کې او ترې وروسته لیکل شوې دي. په رجال نجاشي کې د «مسائل ابیمحمد و توقیعات»، «قرب الاسناد الی صاحب الامر علیهالسلام» او «مسائل الرجال و مکاتباتهم اباالحسن الثالث علیهالسلام» چې په دریمه قمري پېړۍ کې د شیعه محدث عبدالله بن جعفر حمیري کتاب دی[۳۳] او د امام جواد له اصحابو د محمد بن عیسی بن عبید د لیکلي التوقیعات یادونه شوې ده.[۳۴]
د امام رضا(ع) د صحابي عبدالله بن صلت لیکلی التواقیع په دې اړه یو بل اثر دی.[۳۵]
فوټ نوټ
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ج۴، ص۱۱۵.
- ↑ زَبیدی، تاجالعروس، ۱۴۱۴ق، ج۱۱، ص۵۲۵، ذیل «وقع».
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۵-۱۱۶.
- ↑ حمیری، قربالاسناد، ۱۴۱۳ق، ص۳۳۲.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ج۴، ص۱۱۶.
- ↑ شبیری، «توقیع»، ص۵۷۷.
- ↑ صدوق، کمالالدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ ۵۱۶.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۹۶، ۱۰۲ـ۱۰۳، ۱۰۷، ۵۱۰.
- ↑ وګورئ: کشی، رجالالکشی، ۱۴۰۹ق، ص۵۱۳، ۵۵۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۹۰.
- ↑ شبیری، «توقیع»، ص۵۷۹-۵۸۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۱۳.
- ↑ شبیری زنجانی، کتاب نکاح، ج۹، درس ۳۲۹، ص۳ به نقل از شبیری، «توقیع»، ص۵۸۴.
- ↑ وګورئ: طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۵۴.
- ↑ وګورئ: طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۵۶.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۸۸.
- ↑ وګورئ: قطب راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۹۵.
- ↑ شبیری، «توقیع»، ص۵۸۱.
- ↑ صدوق، کمالالدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۷ و ۴۹۱ و ۴۹۵ و ۴۹۷ و ۵۰۵.
- ↑ شبیری، «توقیع»، ص۵۸۱.
- ↑ شبیری، «توقیع»، ص۵۸۲.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۲۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: به عاملی، مفتاح الکرامه، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۲۱۲-۲۱۴؛ امام خمینی، کتاب البیع، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص ۶۳۵؛ د نورو توکو لیدنه لپاره وګورئ: محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۲۵۵-۳۲۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۲۴۸؛ طوسی، الاستبصار، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۱۷۱.
- ↑ وګورئ: محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۵۹.
- ↑ شبیری، «توقیع»، ص۵۸۴.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۲۱.
- ↑ کنی، توضیحالمقال، ۱۴۲۱ق، ص۲۶۰.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۷.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۳.
- ↑ وګورئ: صدوق، کمالالدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۲-۵۳۲؛ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۸۱ به بعد.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۲۲۰.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۳۴.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۷.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، کتابالبیع، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
- جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
- حارثی، حسین بن عبدالصمد، وصول الاخبار الی اصول الاخبار، عبداللطیف حسینی کوهکمری، مجمع الذخائر الاسلامیه، ۱۰۴۱ق.
- حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الاسناد، قم، موسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۳ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مرکز نشر الثاقة الاسلامیة فی العالم، ۱۳۷۲.
- زبیدی، مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، تصحیح علی شیری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
- شبیری، محمدجواد، «توقیع»، دانشنامه جهان اسلام(ج۸)، تهران، ۱۳۸۳ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، کمالالدین و تمام النعمه، تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
- طوسی، محمد بن حسن، الاستبصار فیما اختلف من الاخبار، تصحیح حسن موسوی خرسان، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، کتاب الغیبه، قم، تصحیح عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
- عاملی، سید جواد بن محمد، مفتاح الکرامه فی شرح القواعد العلامه، تصحیح محمدباقر خالصی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه فی احکام الشریعه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- قطب راوندی، سعید بن هبة الله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسة الامام المهدی علیه السلام، ۱۴۰۹ق.
- کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی-اختیار معرفة الرجال، تصحیح محمد بن حسن طوسی، تصحیح: حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- کنی تهرانی، علی، توضیح المقال فی علم الرجال، تحقیق محمدحسین مولوی، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۴۲۱ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، تصحیح محمدعلی حیدری، سید مهدی شمس الدین، سید ابومحمد مرتضوی و سید علی موسوی،قم، مؤسسه سیدالشهداء، ۱۴۰۷ق.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
- نجاشی، احمد بن علی، رجال نجاشی، قم، مؤسسه نشراسلامی، ۱۳۶۵ش.