بهائیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بهائیت یوه مذهبي فرقه ده چې د بابيه مذهب څخه جلا شوې، چې په 13 پیړۍ کې د میرزا حسین علي نوري چې په بهاءالله مشهور په لاس جوړه شوه. ميرزا ​​حسين علي د سيد علي محمد باب له پيروانو څخه و چې د باب له مړينې وروسته يې د بهائيت فرقې بنسټ کېښود. له بهاء الله وروسته د هغه زوي عباس افندي چې په عبدالبها‌ء مشهور و او بیا د عبدالبهاء د لور له خوا لمسي شوقي افندي د بهائیت مذهب مشري په غاړه واخیسته. له شوقي وروسته د هغه په ​​جانشیني کې اختلاف پیدا شو او بهائیت په مختلفو ډلو وویشل شوو لکه د بیت العدل بهائیان او ارتدوکسي بهائيان. نن سبا د بهائیانو مشري د بیت العدل اعظم په لاس کې ده.

بهائیان بهاء الله یو پیغمبر ګڼي او بهائیت یو نوی دین ګڼي چې د اسلام دین یې منسوخ کړی دی. بهاءالله عقيده لري چې د مسلمانانو قيامت د باب په راتلو سره پيل شو او د هغه په ​​مړينه پای ته ورسېد. همدارنګه د بابیانو قیامت د بهاء الله په ظهور پیل او د هغه په ​​مرګ پای ته رسیږي. بهائیان ځینې عبادتونه لکه لمونځ، روژه، حج او حدود د مسلمانانو په پرتله په بل معیار سره ترسره کوي.

بیت العدل د بهائیانو ترټولو مهم مرکز او د دوی د ټولو چارو لپاره مرجع دی. دا مرکز د حیفا په کَرمِل غره کې موقعیت لري او غړي یې د ملي حلقو لخوا ټاکل کیږي چې د هر هیواد د بهایي ټولنې او بیت العدل ترمنځ رابط دي. په شیراز کې د علي محمد باب کور، په بغداد کې د بهاء الله کور، د رضوان باغ (هغه ځای چې دا دعوا کیږي چې دلته د بهاء الله مظهریت شوی و)، مقام اعلی (د کرمل په غره کې د باب قبر) او سپیڅلی زیارت (په عکّا کې د حسین علي نوري مقبره) د بهائیانو له سپیڅلو ځایونو څخه بلل کیږي. همدارنګه د نوروز اختر، د هغه د مړینې کلیزه، او د باب او بهاء الله د زوکړې ورځ د بهائیانو اخترونه دي.

د بهاء الله کتابونه لکه د اَقدس، ایقان، کلمات مکنونه او الواح، د عبد البهاء او شوقي افندی کتابونه او د الفرائد او د حدودو ګنجینه او احکام کتابونه د بهائیت له سپیڅلو کتابونو څخه دي.

د مسلمانانو له نظره بهائیت یوه منحرفه فرقه ده او له اسلامه بهر ده. د شیعو مرجع تقلید په بهائیت باندې عقیده لرل کفر ګڼي او بهاییان ناپاک او کافر او د اسلام دښمنان ګڼي. د بهائیت په تنقید کې تر ۴۰۰ زیات کتابونه او مقالې لیکل شوي دي. په دې کتابونو کې ځینې هغه کسانو لیکلي دي چې له بهائیته راستانه شوي دي. لکه عبدالحسین آیتي بافقي یزدي.

د بهاء الله د خدایۍ، نبوت او موعوتیت دعوې د اسلامي عقايدو خلاف دي او یو ډول بت پرستۍ او خود پرستي ګڼل شوې ده. د بهائیت د عقیدو په خپلو کې تضاد، د دوي تر منځ لوی اختلافات او په خپلو کې د یوې بلې فرقې د مشرانو کافر ګڼل په بهائیت باندې نیوکې دي. د منتقدینو له نظره بهائیت یو سیاسي ګوند او فرقه ده چې د روسیې، انګلستان، اسرائیلو او امریکې د حکومتونو له خوا یې ملاتړ کیږي.

لنډ تاریخ

بهائیت یوه مذهبي فرقه ده چې له بابیه څخه راوتلې ده چې په دیارلسمه قمري (۱۹ میلادي کال کې) د میرزا حسین علي نوري چې په بهاء الله مشهور ده په لاس جوړه شوه.[2] د میرزا حسین علي د مړینې د سلمې کلیزې په مناسبت چې کومه رساله د بیت العدل په سپارښتنې سره خپره شوه، په هغې کې راغلي دي چې د بهاء الله رسالت د 1852 کال د اګست په میاشته کې (د 1231د زمري میاشت/ 1268 شوال) په زندان کې پیل شو.[3]

ویل کیږي چې د «بهائی» ټکی له ۱۲۸۲-۱۲۸۴ هجري لمریز کال راهیسې د بهائیت لپاره کارول شوی دی.[۴] خو بهائیان دا غوره ګڼي چې د هغوي لپاره «آیین بهائی»،‌ «دیانت بهائی» و «امر بهائی» (The Bahá’í Faith) غوندې ټکي وکارول شي.[5]

د جوړښت سریزې

په ۱۲۶۶ هـ ق کال کې د بابیانو د بنسټګر سید علي محمد باب له مړینې وروسته، بابیان عراق ته وشړل شول.[6] هلته میرزا یحی نوري چې په صبحِ ازل مشهور و، د هغوی مشري کوله؛ خو هغه په پټه ژوند کاوه او ورور يې ميرزا ​​حسين علي نوري د چارو مشري پرغاړه درلوده.[7] په 1280 سپوږمیز کال کې د هغوي د غیر اخلاقي چارو له سببه هغوي استانبول ته وشړل شول او په همدې ورځو کې میرزا حسینعلی د مظهریت دعوا وکړه [یادونه 1] چې د بابیان په مینځ کې د شخړې لامل شوه. بهائیان دغو ورځو (۱۲ ورځې) ته د رضوان او بهاء الله د بعثت ورځط وايي.[8] له دې وروسته میرزا حسینعلی د بابیت د زوړوالي مدعي شوي او د بهائیت د مذهب رسمي اعلان یې وکړ.[9] د دې دواړو تر مینځ د اختلافاتو له زیاتیدو وروسته عثماني حکومت په ۱۳۸۵ هجري کال کې میرزا حسین علي د فلسطین یو ښار عکّا ته او میرزا یحیی قبرس ته ولیږه[10] هغه بابیان چې د صبح ازل په جانشینۍ باقي پاتی شو او د حسینعلي دعوا یې ونه منله «ازلیه» ونومول شوو او د میرزا حسین علی پیروان «بهائي» ونومول شوو.[11]

احصایې او اوسنی وضعیت

نن سبا بهائیت یو نړیوال سازمان ګڼل کیږي چې مرکزي دفتر یې په اسراییلو کې دی او د نړۍ په ټولو هیوادونو کې څانګې لري، په ځانګړې توګه په اسیایي او افریقایي هیوادونو کې.[12] د جهان نوین اسلام د انسایکلوپیډیا د راپور له مخې، بهائیان په نړۍ کې 165 ملي روحاني محفلونه لري او 20,000 محلي روحاني محفلونه لري. د بهائیت اثار او ادبیات په ۸۰۲ ژبو ژباړل شوي دي. همدارنګه په نړۍ کې اوه «مشرق الاذکار» (د بهائیت معبدونه) شتون لري او د دې هدف لپاره 1256 نور ځایونه هم د بهاییانو ملکیت ګرځیدلي دي.[13]

بهائیان، بهائیت د نفوسو د وېش له لحاظه له مسيحيت وروسته دويم مذهب ګڼل کیږي. که څه هم د نورو مذهبونو د پیروانو په پرتله، دوی د پام وړ نفوس نلري[14] ویل کیږي سره د دې چې د بهائیانو تنظیم د خپلو لارویانو له شمېره خبر دی خو تر اوسه یې د بهائیانو رسمي شمېر نه دی ښودلی[15]

غیر رسمي احصایې د بهائیت پیروانو نفوس له پنځو څخه تر اوو میلیونو پورې اعلان کړی دی.[16] د ځینو راپورونو له مخې، د بهائیت نړیوالې ټولنې په 2010 کال کې د بهائیت نفوس له پنځو میلیونو څخه ډیر ښودلی دي.[17] دا احصایې مبالغه ګڼل شوي؛ ځکه، د مثال په توګه، د هند د بهائیت نفوس له 2 ملیون څخه ډیر دی او د ایران درې لاکه کسان اعلان شوي دي، چې د دغو دوو هیوادونو د رسمي احصایې سره مطابقت نه لري.[18] د هند د حکومت د رسمي احصایې له مخې، د بهائیانو شمېر 110,000 نفر دي.[19] او د ایران د بهائیانو نفوس تر ټولو زیات یو لاک اټکل شوي دي.[20]

نن سبا د بهائیانو لویه برخه په امریکا کې اوسیږي.[۲۲] په ایران کې د بهائیانو ترټولو لوی شمیر د تهران په ولایت کې ګڼل کیږي، په ځانګړې توګه د کرج په پردیس ښار او اصفهان (په شاهین شهر او نجف آباد کې)، شیراز، همدان او تبریز کې.[22]

په بهائیت مذهب کې، خلک د بهائیت د عقیدو په منلو سره بهائي نه ګڼل کېږي؛ بلکي هغه وخت د بهائی په نوم پيژندل کيږي چي د بلوغت عمر ته ورسيږي او په بهائیت سازمان کي نوم ولیکي، د غړيتوب کوډ تر لاسه کړي او د سازمان د اداري چارو اطاعت وکړي.[23]

عقیدې

بهاء الله اسلام نسخ کړ او یو نوی دین یې معرفي کړ.[۲۴] بهائیان د بهاء الله د تعلیماتو په نوی شونې باندې ټینګار کوي او هغه د نوي او بې ساري پیغامونو سره د پیغمبر په توګه معرفي کوي. د دوی په وینا، انسانیت د بهاء الله په وخت کې د بلوغت هغه حد ته رسیدلی و چې د خدای لخوا د نوي تعلیماتو د ترلاسه کولو وړ و. له همدې امله خدای حسین علي بهاء مبعوث کړ چې نوي تعلیمات انسانانو ته ورسوي.[25] د بهائیانو په وینا، خدای د تاریخ په اوږدو کې انسانانو ته یو لړ ښوونکي او الهي پیغمبران لیږلي دي چې ترټولو وروستی یې بهاء الله دی.[۲۶] د بهائیانو ځینې تعلیمات او عقیدې دا دي:

توحید

بهائیان ادعا کوي چې بهاء الله خدای نه دی؛ بلکې هغه بنده دی چې د الهی مظهریت مقام ته رسېدلی دی او په ځمکه کې د خدای مظهر دی.[۲۷] خو بهائیت پوهان او نقادان د بهاء الله د قول په دلیل سره په دې باور دي چې بهائیان هغه د خدای نړیوالو خدای مني.[28] له هغه عبارتونو څخه چې د هغه د خدایۍ دعوا ترې ثابتیږي[29] یو عبارت دا دی:

«لا اله اِلّا اَنا المَسجونُ الفَرید؛ زما یوازیني زنداني پرته بل معبود نشته، «هغه ذات چې نړۍ یې د خپل ځان لپاره پیدا کړه، د ظالمانو په لاسونو کې په خورا خرابو ځایونو کې بندي شوی دی.»، «ستا رب داسې امر وکړ، کله چې هغه په تر ټولو فاسد ښارونه کې زنداني و.» [30] ««انَّهُ لا الهَ اِلّا اَنا الباقی الفردُ القدیم... لا الهَ اِلّا اَنا الباقی الغفورُ الکریم؛‌ بې له ما بل خدای نیشته چې باقی، یکتا او قدیم یم... هیڅ خدای نشته مګر زه چې رحم کوونکی او کریم یم.»[31] مرزا حسین علي نوري د خپلې زوکړې د شپې په هکله لیکي: وَ فیهِ وُلِدَ مَنْ لَمْ یَلِدْ وَ لَمْ یُولَدْ؛ او دې شپه کې هغه څوک پیدا شو چې نه له چا پیدا دی او نه ترې څوک پیدا دي.»[۳۲]

د بهائیت فرقې امریکايي مبلغ ډاکټر جي. اي اِسلِمُنت ( J. E. Esslemont) په وینا چې په «بهائیت او نوی زمانه» کتاب کې لیکلي، بهاء الله کله کله د انساني اړخ په اړه خبرې کوي او خپل مقام د یو خالص بنده او عبادت کوونکي په ځای ګڼي او کله کله د الوهیت د حیثیت په اړه خبرې کوي، او د هغه په عبارتونو کې، د هغه د انساني شخصیت هیڅ نښه نه لیدل کیږي. د هغه له نظره، د الوهیت د حيثيت له مخې، خداى د بهاء الله په وسيله له خپل مخلوق سره خبرې کوي، خپله مينه څرګندوي او د خپل احکام او فرمانونه خلکو ته اعلانوي.[۳۳]


میرزا حسین علي نوري د ورقائیه په قصیده کې وايي: «کُلُّ الاُلوه من رَشح أمری تألّهتْ و کُلُّ الرُبوبِ من طَفح حُکمی تَربَّت؛ ټول خدایان چې زما د حکم د منلو په سبب خدایان شول او او ټول پروردګاران زما د فرمان د زیاتیدو له امله پروردګاران شول».

* سرچينه: عبدالبهاء، مکاتیب، ۱۹۲۱م، ۲ټوک، ۲۵۵مخ.

د بهاء الله د خدایۍ عقیده د عبدالبهاء په آثارو کې او د هغه د مبلغانو په آثارو کې هم موندی کیږي.[۳۴]

د بهائیت په نصوصو کې د کلماتو او عبارتونو تأویل منع دی او حکم شوی دی چې د هغو په لغوي او ظاهري مانا واخستی شي[۵۳]

نبوت

میرزا حسین علي نوري په خپلو کتابونو کې د نبوت ادعا کړې او ځان یې د خدای پیغمبر بللی دی.[۳۶] د هغه زوی او د بهائیانو دوهم مشر عباس افندي هم علی محمد باب د پیغمبرانو په قطار کې لکه د حضرت ابراهیم(ع)، موسی(ع)، عیسی(ع) او محمد(ص) راوستی دی او باب د بهاء الله د ظهور زیرې ورکونکی ګڼي. د هغه په ​​اند بهاء الله له هغو انبياوو څخه دی بلې له هغوی څخه هم لوړ دی.[۳۷] ​

د جی. ای. اِسلِمُنت ( J. E. Esslemont)، په وینا. بهائي د ټولو پیغمبرانو درناوی کوي او باور لري چې بهاء الله د اوسني عصر لپاره د الهي پیغام راوړونکی دی. هغه په ​​نړۍ کې تر ټولو ستر روزونکی او ښوونکی دی چې د پخوانیو پیغمبرانو د هڅو د بشپړولو لپاره راغلی دی.[38] خو بیا هم میرزا حسینعلی په ځینې کتابونو کې د پیغمبر(ص) خاتمیت منی دی.[39]

د بهائیت څېړونکی معاصر عالم علیرضا روزبهاني په وینا، دا څرګنده نه ده چې بهاء الله خدای دی یا پیغمبر او که یو هم نه؛ ځكه چې په ځينو عبارتونو كې د عبدالبهاء په پيروۍ كې یې هغه پيغمبر ګڼلی دی او په ځينو نورو كې د اسلام د پېغمبر(ص) خاتمیت ته په پام سره بهاء الله  موعود او مظهر الهی او پر انبیاوو لوړ ګڼلی دی.[۴۰]

معاد

د روزبهاني په وينا، په بهائیت فرقه کې د قيامت په اړه په مبهم ډول خبرې شوې دي، داسې چې په دې پوهیږو چې له مرګه وروسته يوه دنيا شته[41] بهائیان هغه څه چې په قرآن کې د قیامت او د هغه د خصوصیاتو په هکله راغلي دي د باب او بهاء څرګندیدو سره یې تأویل کوي.[42]باب په خپل کتاب «بیان» کې ویلي دي چې زما راتلو سره د مسلمانانو قیامت شورو شو او تر څو چې زه ژوندی یم د هغوي قیامت باقي دی او کله چې زه مړ شم نو قیامت به یې ختم شي.[43] د حسینعل بهاء په وینا هم د بابیانو قیامت د هغه ظهور سره شورو شوی او په کومه ورځ چې هغه مړ شي، قيامت به یې ختم شي.[44]

د اِسلِمُنت  ( J. E. Esslemont) په وینا، بهاء الله او عبدالبها‌ء هغه څه چې په تیرو مقدسو کتابونو کې د جنت او دوزخ په اړه ذکر شوي دا رمز ګڼي او د دوی ظاهري معنې سمې نه ګڼي. د دوی په وینا، جنت د کمال حالت دی، او دوزخ د نیمګړتیاوو نړۍ ده. جنت دا دی چې د خدای رضا او د انسانیت سره مینه ترلاسه کړې، او دوزخ داسې مینې نه شونه ده. خوشحالي جنت دی چې د نفس خوښي او لذت دی او د جهنم دردونه او مصیبتونه د همدې خوښۍ او لذت څخه محرومیت دی.[۴۵]

دولس ګوني تعلیمات

د بهائیانو دوهم مشر عباس افندي اروپا او امریکا ته سفرونه وکړل او په غونډو، کلیساګانو او عبادت خانو کې یې د بهاء الله د افکارو او کارونو د ترویج په خاطر ګډون وکړ او د بهائیت لپاره یې د دولسو عنوانونو لاندې اصول معرفي کړل چې د بهائیانو د دولسو اصولو او تعلیماتو په نامه مشهور شو.[۴۶] دا اصول او تعلیمات په لاندې ډول دي:

  1. «تَحَرّی حقیقت» (د حقیقت لټون)؛
  2. د انساني عالم وحدت؛
  3. دین باید د مینې محبت سبب وي؛
  4. دین باید علم او عقل سره مطابقت ولري؛
  5. د جنسي، دیني، مذهبي، وطني او سیاسي تعصباتو پریښودل چې د انسان د بنیاد ختموونکي دي؛
  6. د خلکو د معیشت برابری؛
  7. د دینونو وحدت؛
  8. د عمومي زده کړې او روزنې لزوم؛
  9. د خط او ژبی وحدت (د عالمیانو لپاره دویمه ژبه ایجادول)؛
  10. د ښځو او سړو وحدت او د هغوي د حقونو برابری؛
  11. عمومي صلحه رامنځته کول او نړیوال عدالت جوړل؛
  12. ټوله نړۍ د روح القدس نفثاتو ته اړتیا لري (یعنی انساني نړۍ په فکري او مادي قوتونو سره پرمختګ نه کوي؛ بلکه د صوري او معنوي او د انسان د ډېرې نیکمرغۍ لپاره د روح القدس الهام او فضل اړین دی).[۱]

بهائیت ادعا کوي چې دا تعليمات نوي دي او تر دې وړاندې هيچا انسانانو ته داسې تعليمات نه وو راوړی؛[۴۸] خو بهائیت پوهانو له دغو ښوونو څخه ځينې له مذهبونو په تېره بيا له اسلام او ځينې يې د لویدیځ له فکري او کلتوري فضا څخه اختسې شوی ګڼي.[49]

احکام

د پوهانو په اند، د بهائیت اصول هماغه اصول دي، چې د علي محمد باب په بیان کتاب کې راغلي دي؛ البته د دواړو تر منځ ځینط اختلافات هم شته.[۵۰] د بهائیت ځينې احکام په لاندې ډول دي:

د عکّا په ښار کې د بهاء الله قبر (د بهائیانو قبله).
  • لمونځ: په کتاب اقدس کې د بهاء الله له قوله، لمونځ د بلوغ له پیل څخه فرض دی.[۵۱] په بهاء کې درې لمونځونه دي: کوچنی لمونځ، منځنی لمونځ او لوی لمونځ.[52]لوی لمونځ په ورځ کې یو ځل کافي دی[53] او څوک چې دا لمونځ وکړي نو نور دواړه لمونځونه ورته معاف دي.[54] د مینځني لمانځه وخت، سهار او ماسپښین او ماښام دی او د کوچني لمانځه وخت د ماسپښين (لمر د زوال) وخت دی.[۵۵] د بهاءالله د متنونو له مخې بهاء الله یو نهه رکعتي لمونځ هم نازل کړی دی [۵۶] او په بله پاڼه کې د هغې طریقه ليکلې وه. خو د عبدالبهاء په وينا، هغه پاڼه غلا شوې ده.[57] د دې لمونځ څه رنګ والی تر اوسه نه دی پيژندل شوی.[58]

د اقدس کتاب له مخې، بې د جنازې له لمانځه د په جمې سره لمونځ منعه دی.[۵۹]

د بهاء الله په اند، د بهاء قبله د بهاء الله په ژوند کې د هغه د اوسیدو ځای دی او د هغه تر مرګه وروسته د هغه مبارک قبر دی.[60]

روژه: روژه په بهاييانو باندې د بلوغت له پيل څخه فرض ده.[61] د بهائیت روژه د العلاء په مياشت کې (چې د بهائیانو د بدیع کلینډر له میاشتو څخه ده) پيليږي او په د نوروز اختر ته ختميږي.[62] د نوروز اختر، د صیام اختر (د فطر اختر) دی.[63] مسافران، ناروغان، حامله او شیدې ورکوونکی، او حیض لرونکي میرمنې، سخت کارګران او د اویا کالو څخه پورته خلک له روژې څخه معاف دي.[64]

حج: په بهائیت کې حج يوازې پر نارينه فرض دی.[۶۵] د بهائیت حج په شيراز کې د علي محمد باب کور يا په بغداد کې د بهاء الله د کور زيارت دی.[66]

حدود: د کتاب اقدس له مخې قتل، زنا، غیبت او تور لګول حرام دي.[۶۷] که څوک په قصدي توګه بل کس مړ کړي، باید ووژل شي او که څوک د بل کور ته قصداً اور واچوي هغه باید وسوزول شي.[58] د کتاب اقدس له مخې د زنا حد نهه مثقال سره زر دي چې باید بیت العدل ته ورکړل شي.[۶۹] د تکرار په صورت کې دیه دوه چنده کیږي.[۷۰]

په بهاييزم کې هر څه پاک دي او نجاست نشته.[۷۱] د بهاء الله په وينا که د بهائیانو مال سل مثقال سرو زرو ته ورسيږي نو نولس مثقاله یې د خداي حق باید ورکړی شي.[72] دا حکم د بهائیت د ساتلو لپاره له اسلام څخه اخستی شوی ګڼلی شوی دی.[۷۳] په دې دين کې بې د پلار له ښځې نورو محارمو سره نکاح کول روا دي.[74]

رهبران

د بهائیت رهبران دا دي:

بهاءالله

اصلي مقاله: میرزا حسینعلي نوري
میرزا حسینعلي نوري چې په بهاءالله مشهور دی، د بهائیت بنسټګر دی

میرزا حسین علي نوري (په ۱۲۳۳ هـ ق/۱۱۹۷ هـ ق) کې چې په بهاء الله مشهور دی، د بهائیت مذهب بنسټ ایښودونکی دی او د بهائیت مذهب نوم له همدې لقب څخه اخیستل شوی دی.[۷۵] هغه لیک لوست له خپل پلار، میرزا عباس نوري څخه زړه کړل.[۷۶] او د سید علي محمد شیرازي د بابیت له دعوې وروسته بیابیت کې شامل شو او په تبلیغ یې بوخت شو.[۷۷] میرزا حسین علي په 1863 میلادي کال کې د علي محمد باب له مړینې شاوخوا دیارلس کاله وروسته، د موعود شونې او د «من یظهره الله» شونې دعوا وکړه. او د بهائي په نامه مشهور شو.[78]

په ۱۸۶۸ کال کې میرزا حسن علي بهاء له خپلو پیروانو سره د فلسطین یو ښار عکّا ته جلاوطن شو.[۷۹] هغه هلته په ۱۳۰۹ هـ ق (۱۸۹۲ م) کې د ۷۵ کلونو په عمر مړ شو[80] او په خپل هستوګنځي کې په باغِ بَهجي کې ښخ شو.[81]

عبدالبهاء

عبدالبهاء، د بهاءالله مشر زوی او د هغه ځای ناستی.

میرزا عباس نوري چې په عباس افندي او عبد البهاء (۱۲۶۰-۱۳۴۰هـ ق) مشهور و د میرزا حسین علي بهاء مشر زوی و، چې له هغه وروسته د بهائیت رهبري هغه ته په لاس ورغله. بهاء الله په «کتابُ عَهْدی» (د بهاء وصیت نامې) کې هغه د خپل ځای ناستی په توګه وټاکه او د «غَصن اعظم» په نوی یې نومولی و.[۸۲] بهائیان هغه ته «مرکز میثاق» وايي؛ خو هغه ځان ته عبدالبهاء ويل.[83]

عبدالبهاء په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې د اروپا او امریکا د بهائیانو په بلنه له فلسطین څخه مصر او له هغه ځایه اروپا او امریکا ته ولاړ. په دې سفر کې چې درې کاله یې دوام وکړ، عبدالبها هغه درسونه وړاندې کړل چې اوس د «دولسو تعلیماتو» په نوم یادېږي.[84] عبدالبهاء په لومړي نړیوال جنګ کې د انګریزانو لپاره د خوراک بندوبست وکړ.[85] او 1920 میلادي کال په 27 اپریل (1399لمریز کال) یې د برتانیې له حکومت څخه یې د «نایټ هوډ»  Knighthood او سر (Sir) لقب ترلاسه کړ.[۸۶]

هغه په ۱۳۴۰سپوږمیز/۱۹۲۱ میلادی کال کې وفات شو. د هغه قبر د باب د مقبرې څنګ ته دی چې په فلسطین کې د کرمل په غره کې موقعیت لري.[87]

شوقی افندی

شوقی افندی، د عبدالبهاء جانشین او بهائیانو دریم لارښود

هغه د عباس افندي د لور له خوا لمسى دى چې له هغه وروسته د بهاييانو لارښود او مشر شو. هغه د میرزا هادي افنان او د عبد البهاء د لور زوی و، چې د ۱۲۷۶ کال د کب د میاشتي په ۱۱ مه په عکّا ښار کې زیږیدلی او تر یوولس کلنۍ پورې یې هلته ژوند کاوه.[۸۸] کله چې په 1908 میلادی کال کې عثماني حکومت ماتی وخوړه شوقي له خپلې کورنۍ سره د حیفا ښار ته لاړ او هلته یې د بیروت په پوهنتون او بیا د انګلستان د اکسفورډ په پوهنتون کې زده کړې وکړې.[89] د بهائیت د اداري او مذهبي سازمان پراختیا [90] او د بهائیت نړیوال بورډ جوړول د هغه د کړنو څخه وو. د هغه په ​​دوره کې، د بهائیت له مبلغینو څخه عبدالحسین تفتي (آیتي) او میرزا صالح اقتصاد مراغه ای بیرته اسلام ته راستانه شول.[92]

هغه د 1336 کال (1957 میلادی) د لړم په دیارلسمه په لندن کې له دنیا لاړ او هلته خاورو ته وسپارل شو.[۹۳]

له شوقي افندي وروسته د بهائیت مشري

له شوقي افندي وروسته د بهاييانو تر منځ د هغه د ځای ناستي په اړه شخړه رامنځته شوه او د دوي د وېش لامل شوه. د شوقي افندي میرمن روحیّه ماکْسوِل او د شوقي افندي یو شمیر غوره شوې ډلې چې د «ایادیان امرالله» لقب یې درلود، د بهائیانو اکثریت جذب کړ او بیت العدل اعظم یې جوړ کړ او د بهائیت مشري یې په غاړه واخیسته. دا ډله د «بیت العدلي بهائیانو» په نوم مشهوره شوه او د ولی امری مقام یې د تل لپاره پریښوده.[۹۴]

له بلې خوا، چارْلز میسُن ریمی د شوقي د جانشینۍ او ولی امرالله ادعا وکړه او یوه ډله یې د «ادتدکس بهائیان» یا «ریمي» په نوم جوړه کړه.[95] د ریمي لارویان باوري دي چې هر یو سازمان که هغه ایادیان امرالله وي یا سازمان بنت العدل وي باید د بهائیانو د ولایت امر د نظر لاندې وي او له دې پرته مشروعیت نه لري. له همدې امله، د ایادیان امرالله سازمان او بیت العدل مشروع نه ګڼي.[96] میسن ریمي جویل برای مارانجلا (Joel Bray Marangella)  د بهائیت د دریم ولی امر او جانشین په توګه وټاکه. او په 2006میلادي کال کې مارنجلا، نصرت الله بهرمند د بهائیت د څلورم ولی امر په توګه وټاکه.[97]

څانګې

د بهاء الله له مرګه وروسته په بهائیت کې فرقې رامنځ ته شوې چې د شوقي افندي په زمانه کې خپل اوج ته ورسېدې.[۹۸] د دې فرقې ځينې څانګې په لاندې ډول دي:

  1. موحد بهائیان: هغه بهائيان چې په دې باور دي چې له بهاء الله وروسته د هغه زوی ميرزا ​​محمد علي (غصن اکبر) د هغه رښتينی جانشين دی.
  2. ازاد بهائیان: د «زیمر هِرمان» پیروان چې په دې باور دي چې د بهاء الله په مړینې سره د بهائیت د واکمنۍ موده پای ته رسېدلې ده او باید زر کاله انتظار وکړو چې د موعود ظهور وشي.
  3. اصلاح طلب بهائیان: هغه بهائیان چې د «روت وايټ» او ميرزا ​​احمد سهراب له افکارو او تفکراتو اغېزمن دي، چې د حیفايي بهائیت (د بيت العدل پيروان) منحرف ګڼي. د دې ډلې اوسنی مشر فردریک ګلیشر دی.
  4. د ميثاق تر مشرۍ لاندې بهائیان: هغه بهائیان چې شوقي افندي يې د افنان مشر او ميسن ریمي يې د اغصان مشر ګڼلی. جوزف پیه د اغصان دوهم ولي امر او نیل چیس د اغصان دریم ولي امر او د دې ډلې اوسنی مشر دی.
  5. ارتدکس بهائیان: دا ډله په هره زمانه کې د ولي امر شتون اړین ګڼي. شوقي، ریمي او مارنجلا، د دې کټګورۍ ولي امر دي.
  6. د بیت العدل پیروان: (حیفايي بهائیان) دا ډله چې د بهائیانو اکثریت تشکیلوي، په دې باور دي چې له شوقي وروسته د ولي امر شتون ته اړتیا نشته، او د مراجعې ځای اداري ارګانونه، د فیصلې ځای او د حکم صادرولو واک په حیفا کې د بیت عدل اعظم په لاس دی.[99]

د بهائیت ځینې نورې ډلې او څانګې دا دي:

  • د بهائیت د آئین لنډیز (د جمشید معني پیروان چې ځان یې له باب او بهاء وروسته دریم «مَن یَظهَرُهُ الله» ګڼلی و)؛
  • د بهائیت ښوونيزه ټولنه (هغه بهاييانو چې ریمي يې د نائب په توګه منلی او باور لري چې په راتلونکي کې به د بهاء الله له نسل څخه يو ولي امر راځي)
  • د نوي تاریخ ټولنه (د میرزا احمد سهراب پیروان، په امریکا کې د بهائیت له فعالانو او د عبدالبهاء منشي او ژباړونکی)؛
  • د بهائي آیین زړه؛
  • د پيرانِ خمسه پیروان؛
  • دهشي یان (د ډاکټر دهش سلیم موسی الاوشي پیروان).[۱۰۰]

سازماني جوړښت

د بهائیت اداره چې له دوو څانګو: انتخابي او انتصابي، څخه جوړه شوې ده، د بیت العدل اعظم تر څارنې لاندې اداره کېږي.[101]

د بهائیانو نړیوال مرکز (بیت العدل او ورسره شاو خوا کې ودانۍ) د حیفا په کرمل غره کې.
  • بیت العدل اعظم: بهاء الله د بیت العدل د جوړولو حکم صادر کړ [۱۰۲] خو دا ځای په ۱۹۶۳ میلادي کال کې جوړ شو[103] او لومړی انتخابات یې ترسره شول.[۱۰۴] دا مرکز له نهه کسانو جوړ شوی دی چې ټول یې باید نارینه وي[۱۰۵] او د نړۍ د بهائیانو د ملي محافلو له خوا په پینځه کاله کې یو ځل ټاکل کیږي.[۱۰۶] دا مرکز د حیفا په ښار کې د کَرمِل په غره کې موقعیت لري[107]

بیت العدل اعظم د بهائیانو د ټولو چارو مرجع ګڼل کیږي.[۱۰۸] او ځینې دندې لري چې تر ټولو مهمه یې د بهائیت د مشرانو د متنونو او اثارو تفسیر، د وخت حالاتو ته په پام سره د نالیکل شوي قوانینو او احکامو رامینځته کول دي.[109] هر وخت په ټوله نړۍ کې د بهائیت د ټولنې د چارو اداره کول، د بهائیت تبلیغ او تبلیغاتي بنسټونو جوړول او د بهائیت د ټولنې د اختلافاتو حل کول.[۱۰۹]

د بهائیت څېړونکي او لیکوال عبدالحمید اشراق خاوري په وینا، هغه څه چې په بیت العدل کې تصویب شي هغه حق او د خدای اراده وي او د بیت العدل له قوانینو سره مخالفت د منافقت څرګندونه او د خدای له درګاه څخه مخ اړول دي.[111] د بهائیت د متنونو له مخې، بهائیت سازمانونه په دوو بنسټونو ولاړ دي یو ولی امر الله او بل بیت العدل. ولی امر الله د بیت العدل دایمي مشر دی او د عبدالبهاء د وینا له مخې بیت العدل له سرپرست پرته مشروعیت نه لري. له همدې امله ځينې وايي چې د شوقي افندي د بې اولادۍ له امله د ولایت امري لړۍ د هغه په ​​مرګ پای ته ورسېده. له همدې امله بیت العدل مشروعیت نه لري او هم دغه کار په بهائیت کې د ګڼو څانګو د جوړیدو لامل شوی دی.[112]

  • ملي او محلي محفلونه: په هر ښار یا کلي کې چې لږ تر لږه نهه بهائیان په کې شتون ولري، هغوي ته لازمه ده چې یو محلي روحاني محفل یا حلقه جوړه کړي. محلي محفلونه د ملي محفل یوه فرعي ډله ده او د دې محفلونو استازي د ملي روحاني محفل غړي ټاکي. ملي محفلونه د هر هېواد د بهائیت ټولنې او د بیت العدل ترمنځ اړیکه ده او د بیت العدل د پالیسۍ او اهدافو پلي کونکی دی.[۱۱۴] ملي او محلي روحاني محفلونه هر دوه کاله وروسته انتخابیږي او ټول انتخابات هر دوه کاله کې یو ځل د رضوان د ضیافت په ورځ ترسره کیږي.[۱۱۵]

په هره بهائی مياشته کې (په هرو نولسو ورځو کې يو ځل) هر یو محفل د خپلې سيمې له بهاييانو سره ملاقات کوي چې د دغو غونډو ته «د نولسو ورځو ضیافت» وايي او په خپله تشکیلات او تنظیم لري.[116]

بهائیت انتصابي تشکلیلات یا سازمانونه هم لري، چې په کې انټرنیشنل دارالتبلیغ، ایادي امرالله،[یادداشت 4] براعظمي مشورتي بورډونه او مرستیالان شامل دي او د بیت العدل له خوا ټاکل کیږي.[117]

مقدس ځایونه

مشرق‌الاَذکارِ عشق‌آباد، د بهائیانو لومړنۍ مشرق‌الاذکار.

په بهائیانو کې ځینې ځایونه مقدس او د احترام وړ دي چې ځینې یې دا دي:

  • د علی‌محمد باب کور په شیراز کې (بیت‌النقطه)؛
  • په بغداد کې د بهاءالله کور؛
  • باغ رضوان (باغ نجیب‌پاشا) په بغداد کې چې د بهاء الله د اظهار ځای و؛
  • مقام اعلیٰ چې په حیفا ښار کې په کَرمِل غره کې د باب ځای دی،
  • په عکا ښار کې د میرزا حسینعلي نوري قبر (روضه مبارکه)؛
  • د عبدالبهاء قبر چې د باب د قبر خوا ته دی؛
  • په لندن کې د شوقي افندي قبر؛
  • مشرق‌الاذکار یا معابد بهائیان؛
  • حظیرةالقدس په تهران کې؛
  • د بهائیانو مقبرې چې په «گلستان جاوید» مشهورې دي.[۱۱۸]

د عشق آباد مشرق الاذکار د بهائیت لومړنی مشرق الاذکار ګڼل کیږي چې په 1320 هجري (1902میلادي) کې جوړ شوی دی.[119] د بهائیانو د مشرق الاذکار یا معابدو شکلونه د دائرې په شکل دي چې په کې نهه روډونه، نهه باغونه، نهه حوضونه چې د اوبو فوارې لري او شاوخوا نهه دروازې دي.[۱۲۰] په امریکا کې د شیکاګو مشرق الاذکار، په استرالیا کې د سیډني، په جرمني کې د فرانکفورت[۱۲۱] او په هند کې نیلوفر آبي مشرق الاذکار (د لوتوس معبد)[۱۲۲] نور د بهائیت مهم معبدونه دي.

د بهائیت کلیزې

د بهائیت د کلیزې او کال له مخې چې د ورته بدیع[۱۲۳] یا دور بهائي[۱۲۴] ویل کیږي،، د بهائیت هر کال نهه میاشتې لري او هره میاشت نهه ورځې لري[۱۲۵] د بهائیت کلیزه د 1844/1260 هجري لمریز کال څخه ده چې د باب د ظهور کال دی،[126] شورو کیږي او د کال لومړۍ میاشت شهر البهاء ده چې معمولا د وري د میاشتې له لومړۍ (21مارچ) څخه پیل کیږي.[۱۲۸] او د بدیع د کال اخرنۍ میاشته شَهرُالعلا ده چې د کب د میاشتې له 11  (دوم مارچ) پیل کیږي.[128]

د بهائیت اخترونه

د بهائیت اخترونه چې رخصتي ګڼل کېږي او هر ډول کار او تجارت په کې حرام دی، [۱۲۹] هغه دا دي:

  1. عید نوروز: (د بهائیانو د کار لومړۍ نیټه)، د وري لومړۍ نیټه (۲۱ مارچ)؛
  2. د عید رضوان لومړۍ نیټه (د بهاءالله د دعوت اعلان)، ۱۱ د غويي 11 (۲۱ اپریل)؛
  3. د عید رضوان نهمه (۳۰ اپریل)؛
  4. عید رضوان دولسمه (۲ مئي)؛
  5. د باب د دعوت اعلان، د غبرګولي دریمه (۲۳ مئي)؛
  6. د بهاءالله وفات، د غبرګولي اتمه (۲۹ مئي)؛
  7. د باب وفات، د غبرګولي 19 (۹ جون)؛
  8. د باب زوکړه، د تلی 28 (۲۰ اکتوبر)؛
  9. د بهاءالله زوکړه، د لړم 21 (۱۲ نومبر).[۱۳۰]

نهه او پنځه عددونه د بهائیانو لپاره مهم او مبارک دي. نهه ګوټۍ او پنځه ګوټۍ ستوري د بهائیت له سمبولونو څخه دي. د ابجد حروف له مخې د باب نوم له پنځو سره برابر دی او د بهاء نوم له نهو سره برابر دی. د مشرق الاذکار نهه ګوټه شونه هم د نهم عدد او د بهاء نوم له امله دي.

* سرچينه: شاهرخ، د بهائي د دیانت اصول، ۱۹۹۸م، ۵۸مخ.

د میثاق ورځ (د لیندۍ پینځمه 26 نوامبر) او د عبد البهاء د مړینې ورځ (د لندۍ اوومه او د نوامبر 28) ته هم د «امریه مناسبات» ویل شوي.[131] خو په ځینو سرچینو کې دا دوه ورځې د عید رضوان نهمه او دولسمه دي چې د بهائیت له اخترونو څخه شمیرل کیږي.[132]

د اِسلِمُنت په وینا، د نوروز اختر، د رضوان اختر، د باب او بهاء الله د زوکړې ورځې او د باب د اظهار د دعوې (چې د عبدالبهاء له زوکړې سره سمون خوري) ترټولو لوی اخترونه او د بهائیانو د خوشحالۍ ورځې ګڼل کیږي.[133]

د بهائیانو کتابونه

د بهايي مشرانو په ځانګړي ډول د میرزا حسین علي او د هغه د زوی عباس افندي لیکنې د بهائیانو لپاره سپېڅلي دي او د دوي په مجلسونو کې لوستل کیږي.[۱۳۴] د بهائیانو ځینې اثار او مقدس کتابونه په لاندې ډول دي:

  • د بهاء الله اثار: اقدس کتاب، ایقان کتاب، هفت وادي، کلمات مَکنونه مبین، اِشراقات،‌ اِقتدارات، بَدیع و الواح سلاطین[یادداشت ۵] د ميرزا ​​حسين علي نوري له آثارو ګڼل کیږي.[۱۳۵] د عبدالبهاء په وینا کتاب اقدس «د ټولو کتابونو او صحیفو ناسخ دی او د ټولو احکامو، اوامرو او نواهي ناسخ دی»[136] او د شوقي افندي په وینا، کتاب اقدس د بهاء الله ترټولو مهم اثر او ام الکتاب دی.[۱۳۷] په دې کتاب کې د بهائیت احکام او تعلیمات شامل دي او په عکّا کې لیکل شوی دی.[۱۳۸] بهائیان کتاب بیان د قرآن ناسخ ګڼي او کتاب اقدس د کتاب بیان ناسخ ګڼي.[139]

د بهاء الله ټول اثار او تابلوګانې په شپږو ټوکونو کې د «آثار قلم اَعلیٰ» (The Works of the Supreme Pen) په نوم په یوه ټولګه کې چاپ شوي دي.[140]

  • د عبدالبهاء اثار: د شخصي سیاح مقاله، رساله مَدَنیّه، کتاب سیاسیه، کتاب مُفاوِضات، کتاب مَکاتیب، تذکره الوفا، خطابات مبارکه، الواح وصایای مبارکه(وصیتنامه) د عبدالبها له اثارو دي.[141]
  • د شوقي افندي اثار: د شوقي ځینې اثار دا دي: نظم بدیع، د بهايي دیانت اداري نظم (د بهائي سازمانونو د حکمونو په شمول)، ظهور عدل الهی، لوح قرن، قرن بدیع، نظامات بهائي، دور بهائي (د نبیل زرندي د تاریخ کتاب انګریزۍ ژبه) او مَطالِع‌الاَنوار. د هغه ځینې اثار په انګلیسي او ځینې یې په فارسي ژبه دي.[۱۴۲]

د میرزا ابوالفضل ګلپایګاني کتاب «الفرائد» چې د بهايي له مشهورو مبلغینو او لیکوالانو څخه دی، «ګنجینه حدود و احکام» د عبدالحمید اشراق خاوري کتاب چې د بهائیانو له مشهورو مبلغینو او لیکوالانو څخه دی او «کَواکِبُ الدُّرّیَّة فی مَآثر البَهائیّة» (د بابیت او بهائیت تاریخ بیانوي) د عبدالحسین آیتي کتاب، د بهائیانو له پخوانیو مبلغینو څخه دی چې مسلمان شوی دی، د بهائیانو له مقدسو کتابونو ګڼل کیږي.[143] د بهائيانو تر ټولو استدلالي «الفرائد» کتاب دی.[144] ګنجینه حدود و احکام د بهائیانو د احکامو او قواعدو یوه مهمه مجموعه ده. په دې کتاب کې د بهائیانو له احکامو څخه ډېر احکام بیان شوي دي.[145]

دُرَرُالبَهیّه، حُجَجُ‌البَهیّه، کشف‌الغِطاء د ابوالفضل ګلپايګاني له کتابونو څخه دي او رحيق مختوم در شرح و تفسیر لوح قرن، د نبيل زرندي د تاريخ لنډيز، اَقداح‌الفلاح او قاموس ایقان د عبدالحميد اشراق خاوري له اثارو څخه دي او اصول نظم اداریِ بهائی د علي اکبر فروتن او ظهور الحق (د بهائیت تاریخ) او اسرارالآثار خصوصی د اسدالله فاضل مازندراني د بهائیت له نورو مهمو کتابونو څخه ګڼل کیږي.[146]

د شیعه مراجع تقلید نظر

له امام خمیني څخه د بهائیت په هکله پوښتنه

د شیعه د تقلید مراجع په بهائیت عقیده کفر ګڼي.[147] او بهائیان نجس[148] ګڼي او له دوي سره د هرډول تړاو په اړه خبرداری ورکوي.[149] د دوی په وینا، بهائیان د دین او ایمان دښمنان دي.[150] او محارب کافران دي[151] له دوي سره نکاح حرام او باطله ده.[۱۵۲] او د هغوي په ملکیت کې تصرف کول حرام نه دي.[۱۵۳] او هر هغه څه چې د دې فرقې د تقویې او ترویج لپاره وي روا نه دي.[۱۵۴]

ایت الله بروجردي (۱۲۹۲هـ ق-۱۳۸۰هـ ق/۱۲۵۴هـ ق-۱۳۴۰هـ ق) چې د شیعه د تقلید مرجع دی، بهائیت د شیعو او د ایران د هیواد خپلواکۍ پر ضد ګڼي[۱۵۵] هغه به د بهائیت خطر جدي ګاڼه او د بهائیت پر وړاندې مبارزه د هغه له خوا پيل شوې وه. هغه د همدې هدف لپاره یو شمېر عالمان لکه ایت الله منتظري، ابراهیم امیني او احمدي شاهرودي نورو ښارونو ته ولېږل.[۱۵۶] د سید حسین بروجردي کړنې د دې لامل شوې چې د شاه په حکم د خظیرة القدس وادي چې د بهائیانو مرکزي اداره وه په ۱۳۳۴ کال کې په تهران وتړل شي.[۱۵۷]

امام خمیني بهائیان د اسرائیلو اجنټان[۱۵۸] او د اسرائیلو او امریکې جاسوسان ګڼل.[۱۵۹] د هغه له نظره بهائیت د شیعه مذهب د ماتولو لپاره رامینځته شوی دی.[۱۶۰] د امام له نظره صهیونیسټان په ایران کې د بهائیت ګوند په بڼه راڅرګند شول او هڅه کوي چې د ایران استقلال او اقتصاد په خپله ولکه کې واخلي.[۱۶۱]

په ۲۰۰۳ کال کې د مصر په الازهر پوهنتون کې د اسلامي څېړنو شورا بهائیت یو بدعت وګڼه او اعلان یې وکړ چې دغه فرقه له آسماني مذهبونو سره هېڅ تړاو نه لري. د الازهر شیخ محمد سید طنطاوی هم بهائیت له اسلام سره په بشپړه توګه په ټکر کې ګڼي او په دې باور دی چې دا باید د یوه خپلواک دین په توګه ونه پېژندل شي. د ده په اند، بهائیت یو ابداعي دین دی چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د انګریزي ښکېلاکګرو له خوا د اسلام تر پوښتنې لاندې راوستلو او د مسلمانانو د وېش لپاره رامنځته شو.[۱۶۲]

نیوکې

ویل شوي دي چې که څه هم د بهايي مشران په اصل کې شیعه وو او د دوی لومړنی خوځښت د شیعه تعلیماتو پر بنسټ ولاړ و، خو د یوه نوي دین او شریعت په ادعا سره چې د پیغمبر اکرم(ص) د خاتمیت انکار دی، دا فرقه د شیعه نوې بڼه نه شي ګڼل کېدای. له همدې امله، شیعه او مسلمان عالمان بهائیت د اسلامي مذهب څخه بهر ګڼي.[163] او بهائي مذهب د مسلمانانو په منځ کې د یو مذهبي انحراف او ګمراهۍ په توګه پیژندل کیږي.[۱۶۴] بیا هم بی. تاد. لاوسون «بهائيت» د مقالې ليکوال، په «نوي اسلامي نړۍ انسائیکلو پيډیا» کې بهائيت د اسلام او شيعه د توحيد نوې بڼه ګڼلې ده.[165]

د پنځلسمې هجري قمري پېړۍ د شيعه مفسر او فقيه حسن مصطفوي په خپل کتاب «محاکمه و بررسی در عقاید و احکام و آداب و تاریخ باب و بهاء» کښې د اسلام د لسو عامو او بنيادي اصولو نومونه ياد کړي او وايي: په دې لسو اصولو کې هر یو د بابيت او بهائیت د بې بنسټۍ او جعلي شونی لپاره کافي دي.[۱۶۶] له دې لسو اصولو څخه ځينې دا دي: د قيامت تر ورځې پورې د اسلامي دين پايښت او خاتمیت. د دولسم امام امام مهدي علیه السلام امامت؛ نبوت، توحید، د عبادتونو توقیفي شونه او په دین کې د تناقض نشتوالی.[۱۶۷] د علامه مصطفوی په وینا، که د اسلام دین او قرآن او د اسلام احکام او اسلامي آداب هغه کتاب مقدس او کتاب بیان سره مقایسه شي چې دا دواړه له ادبی او معنوی تېروتنو ډک دي، نو ثابته به شي چې د اسلام دين تلپاتی او ابدي دی.[۱۶۸]

په بهائیت باندې د ځینې نیوکو شرحه داسې ده:

  • د الوهيت دعوه: د مکاتیب په کتاب کې د عبد البهاء له قوله، بهاء الله د په ځلونو ځلونو د خدای والي  او ربوبيت دعوې کړې دي او د صمد په تفسير کې يې يو کتاب هم ليکلی، چې د کتاب له عنوان څخه تر پای پورې په کې «انی انا الله» «زه خدای یم» ذکر دی.[۱۶۹] میرزا حسین علي نوري هم په مختلفو مواردو کې د خدایۍ دعوه کړې ده.[۱۷۰] د خدایۍ دعوه د اسلام د تعلیماتو په خلاق او یو ډول بت پرستۍ ته بلنه جهالت او نادانۍ ته بلنه ده.[۱۷۱] همدارنګه په بهائیت کې د اسلام د څرګندو لارښوونو پر خلاف، مرزا حسین علي نوري ته خدای ویل شوي دي او د هغه عبادت د بهائیانو له وظیفو څخه ګڼل شوي دي.[۱۷۲]
  • د نبوت دعوه: څرنګه چې د نبوت د مقام پيژندل او د پيغمبر د دعوا تصدیقول ستونزمن دي، نو پیغمبران باید د نبوت د ثابتولو لپاره معجزې وړاندې کړي،[۱۷۳] میرزا حسین علی که څه هم د نبوت ادعا کړې خو نبوت یې یوازې د آیتونو نزول ته اړمن ګڼه. له همدې امله هغه کتاب مقدس کې او نورو الواحو کې راوړي مطلبونه د الفاظو او جملو له ځانګړي ترکیب او د قرآن په تقليد سره، خو له لفظي، معنوي او ادبي تېروتنو څخه ډک دي، هغه یې آسماني آيتونه او يو ډول معجزه بلې ده.[۱۷۴] د بهائیت د آیتونو په نقد کې ویل شوي دي چې په دې صورت کې هر هغه عرب چې په فصاحت سره خبرې کوي هم د پیغمبرۍ دعوه کولی شي. همدارنګه د میرزا یحیی صبح ازل په شان د هغو کسانو نبوت هم ثابتیږي چې د بهاء الله په شان آیتونه یې راوړي دي او د نبوت دعوه یې کړې ده.[۱۷۵]
  • خاتمیت: د بهائیت له انتقادونو څخه یو د پیغمبر(ص) خاتمیت نه منل دي. د مسلمانانو له نظره هره هغه دعوه چې له دې عقیدې سره مطابقت نه لري رد او باطله ده او هره هغه فرقه چې دا اصل نه مني، له اسلامه بهر ده.[۱۷۶] مرزا حسین علی خپل ځان «مَن یَظهَرُهُ الله» بللی دی د خپلواک شریعت دعوه یې وکړه.[۱۷۷]
  • د موعود شونې دعوه: مرزا حسین علي نوري که څه هم د خپل نبوت دعوا منلی شوی ګڼله، خو ځان به موعود منتظر(امام زمان) بله او په عین حال کې یې د غیبت او ظهور او د منتظر امام په اړه روایتونه ضعيف او موهوم ګڼل؛ په داسې حال کې که دغه روایتونه ضعیف وې، نو د هغه د منتظر شونې د دعوې  لپاره هيڅ زمينه نه پاتی کیده.[۱۷۸] پر دې سربیره د رواياتو او د علماوو او محدثينو د ویناوو له مخې د حقیقي موعود نښې، نوم او نسب له میرزا حسین علی سره سمون نه خوري؛[۱۷۹] من یظهره الله او موعود باب هم حسین علی سره مطابقت نه لري؛ ځکه چې د باب په بیان کتاب کې د څرګندونې له مخې د هغه نوم محمد دی، لقب یې قایم دی او د ظهور ځای یې مسجد الحرام دی او په دې شرطونو کې هیڅ یو هم په بهاء الله کې نشته.[۱۸۰] همدارنګه د علي محمد باب د وينا له مخې د من یظهره الله ظهور په ۱۵۱۱ يا ۲۰۰۱ کال کې د باب له ظهوره وروسته دی.[۱۸۱]
  • تناقضات: په دين او آسماني كتاب كې بايد ضد او نقیض محتوا نه وي؛[۱۸۲] خو د «بهائیان» كتاب د مؤلف سيد محمد باقر نجفي په وينا، د بهائیانو کتابونه په مهمو عقیدتي مسايلو كې متناقض دي. او موږ باید ځینې عقیدې او نظرونه د ځینې نورو په رد کولو سره ومنو. او ټول په یوځای نه شو منلی.[۱۸۳] حسن مصطفوي هم د میرزا حسین علی لیکنې او خبرې له تضادونو ډکې ګڼي. او ځینې یې بیانوي.[۱۸۴] د بېلګې په توګه، د مهمو بهايي منابعو له مخې، قرآن تحريف شوی نه دی، خو په عين حال کې دوي په دې اند دي، چې قرآن د تحريف له امله د بيان کتاب په راتلو سره منسوخ شوی دی.[۱۸۵]
  • په بهائیت کې اختلاف او شخړه: د حسن مصطفوی له نظره، په هیڅ مذهب او مسلک کې دومره اختلاف، شخړه او تکفیر نیشته څومره چې په بهائیت کې دی.[۱۸۶] د باب له مړینې وروسته میرزا بهاء له خپل ورور صبح ازل سره اختلاف پيدا کړ او د یو بل په لعنت او بدګویۍ کې یې کتابونه ولیکل. د بهاء له مړینې وروسته د غصن اعظم (عبدالبهاء) او غصن اکبر (محمد علي) تر منځ سخت اختلاف پیدا شو.[۱۸۷] عبدالبها میرزا محمد علي ناقص اکبر وبله او محمد علي هم د عباس او شوقي لارویان مشرکان وګڼل.[۱۸۸] له شوقي افندي وروسته هم اختلافات اوج ته ورسېدل او په دې فرقه کې د ډېرو وېشلو لامل شول.[۱۸۹]
  • بهائیت، یو سیاسي ګوند: د بهائیت منتقدین دا فرقه یو سیاسي ګوند او فرقه ګڼي.[190] چې د یو سیاسي سازمان په څیر خپل ټول پیروان په کنټرول کې ساتي او له هغوي ګټه اخلي.[191] او د روسیې،[۱۹۲] انګلستان، اسراييل او امریکې د حمایت لاندې دي.[۱۹۳] ويل شوي دي چې دغه هېوادونه د بهائیت ملاتړ د دې لپاره کوي چې د بهائیت د عقيدو خپرول د اسلامي تحريکونو په تېره بيا په منځني ختيځ کې د مقابلې يوه مهمه لاره ده[۱۹۴] د بهائي څیړونکي علی رضا روزبهاني له نظره، استعماري حکومتونو سره د بهائیت اړیکې دومره څرګندې دي چې د ایران د معاصر تاریخ لیکونکو بهائیت د اسلامي ټولنو د فکري او ټولنیز بنسټ د بدلولو لپاره د غربي استعماري سیاستونو جوړه شوې پروژه ګڼي.[۱۹۵] بهائیت نن سبا یو نړیوال سازمان دی چې مرکز یې په اسراییلو کې دی او ډیر لارویان یې په امریکا کې ژوند کوي.[۱۹۶]

سید سعید زاهدزاهداني، ټولنپوه او «په ایران کې بهائیت» کتاب لیکوال، بهائیت په ایران کې د مذهبي واکمنۍ د ماتولو لپاره د استعماري قوتونو وسیله ګڼلې ده. ځکه چې په هر ځای کې چې د سیاست یا ټولنې د سیکولر کولو مسله راپورته شوې یعنی سیاست له دینه د جدا کولو مسئله، هلته بهائیت فعال رول لوبولی دی. هم د مشروطه انقلاب په وخت کې او هم د پهلوي په دوران کې، دین او روحانیت سره په مقابله کې د بهرنیانو او بهائیانو همکاري په څرګنده توګه لیدل کیږي. دا حرکت حتی اوس په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د اسلامي حرکتونو سره د مقابلې لپاره د نړۍ د سترو قدرتونو په لاس کې یو کلتوري اوزار دی.[۱۹۷]

د روزبهاني په وینا، په اسلامي هیوادونو کې یو هم، بهائیت په رسمیت نه پيژني.[۱۹۸]

کتاب پيژندنه

اصلي مقاله: د بهائیت د نقد کتابونو لړلیک
د کشف الحیل کتاب انځور

د بهائیت او د هغه د انتقاد په اړه ډېر کتابونه او مقالې لیکل شوي دي. د اصفهان د مدرسې او اوقاف موسسې له خوا په جوړ شوي سافټ ویر «به سوی حقیقت: رد فرقه ضاله بهائیت» کې ۳۱۳ کتابونه او مقالې راټولې شوي دي او د احرار اندیشه له خوا په تولید شوي سافټ ویر «بهاء بی بها» کې ۴۱۶ کتابونه او مقالې راټولې شوي دي.[199]

په دې کې ځینې کتابونه د بهائیت هغه مبلغانو لیکلي دي چې له بهائیته راستانه شوي دي؛ لکه:

  • کشف‌الحیل، عبدالحسین آیتی(آواره)؛
  • فلسفه نیکو، میرزا حسن نیکو؛
  • ایقاظ یا بیداری در کشف خیانات دیني و وطني بهائیان، صالح اقتصاد مراغه‌ای؛
  • خاطرات صبحي، فضل‌الله صبحي مهتدی (مخصوص کاتب عباس افندی)؛
  • راه راست؛ چرا از بهائیت برګشتم، مسیح‌الله رحمانی (د بشرویه بهائیانو تېر مشر)؛
  • نامه‌ای از سن‌پالو، د امان‌الله شفا تألیف.[۲۰۰]

ځینې نور کتابونه چې د بهائیت په رد او نقد کې لیکلي شوي دي، هغه دا دي:

  • «محاکمه و بررسی در عقاید و احکام و آداب و تاریخ باب و بهاء» (۳ ټوکه)، حسن مصطفوی؛
  • بهائیان، سید محمدباقر نجفي،
  • تاریخ جامع بهائیت، بهرام افراسیابي؛
  • مِفتاحُ بابِ الابواب، محمدمهدی خان زعیم‌الدوله تبریزي؛
  • بابی‌ګری و بهائی‌ګری، محمدمهدي اشتهاردي؛
  • بهائیت در ایران، سید سعید زاهدزاهداني؛
  • پشت پرده تشکیلات به روایت بهزاد جهانګیري، سعید سجادي؛
  • ماجرای باب و بهاء، سید مصطفی حسیني طباطبایي.[۲۰۱]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. با اندکی اختلاف، نگاه کنید به نیازی، گذرگاه تاریکی، ۱۳۹۳ش، ص۳۱۵؛ روزبهانی، تحلیل و نقد بهائیت، ۱۳۸۹ش، ص۱۰۷-۱۲۴؛ موسوی‌زاده، منادیان تاریکی، ۱۳۹۳ش، ص۱۱۳-۱۱۴.

سرچينې