خضراء ټاپو
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
خضراء ټاپو یا جَزیرۀ خَضْراء، یو ټاپو دی چې ادعا شوې امام مهدي (عج) او بچیان یې هلته استوګن دي. په خضراء جزیرې پورې اړوند کیسه په دوو جدا راپورونو کې(یو د شپږمې پېړۍ او بل د اومې پېړې) ذکر شوې ده، خو یوازې د لسمې پېړۍ او له هغې په وروسته کتابونو کې ثبت شوې او له دې مخکې کتابونو کې نیشته.
په خضراء جزیرې پورې اړوند کیسه د صفویانو په زمانه کې د اخباریانو د ولکې په دوران کې مشهوره شوه. په دې راپور شیعه عالمانو مختلف غبرګونونه لرل؛ ځینو یې ومنه خو اکثرو یې لکه جعفر کاشف الغطاء ، آقا بزرګ تهراني او سید جعفر مرتضی عاملي هغه رد کړې دي. د دغه راپورنو د اصلي سرچینې نامعتبروالی، له ځینو شیعه عقیدو سره د هغه ټکر او په کیسو کې دننه تناقض او تضاد، هغه اعتراضونه دي چې په دې راپور شوې دي.
شیعه تاریخ څېړونکی رسول جعفریان باوري دی چې په خضراء ټاپو پورې د اړوندې کیسې تاییدول یا ردول د وګړو په فکري او مذهبي ذوق پورې اړه لري، په دې ډول چې اخباریان هغه تایید او نور یې ردوی. د ابوالحسن شعراني او حسن حسن زاده آملي په شان عالمان هم په دې باور دي چې د جزیره خضراء کیسه، د مهدي په نوم د فاطمیانو په یو کس پورې اړوند وه چې زامن یې په خضرا ټاپو کې استوګن وو او د نوم د شباهت په وجه، دغه کیسه په غلطۍ سره امام مهدي (ع) ته منسوبه شوې ده.
ځینو لیکوالانو د خضراء ټاپو د ځینو ځانګړنو په جاجولو سره، هغه په اطلس سمندر کې واقع برمواد مثلث باندې تطبیق کړی دی. خو نورو څېړاندو د بل شان ځانګړنو په ذکرولو سره، دغه ادعا ناسمه ګڼلې ده. الجزیرة الخضراء و قضیه مثلث برمودا کتاب تر ټولو مهم کتاب دی چې د امام مهدي او جزیره خضراء د تعلق او له برمودا مثلث سره د هغه د ارتباط په اړه لیکل شوی دی. مختلفو څېړاندو په دغه کتاب کره کتنه کړې چې پکې د سید جعفر مرتضی عاملي کتاب «الجزیرة الخضراء و مثلث برمودا» ته اشاره کولی شو.
په اسلامي بحثونو کې د خضراء ټاپو اهمیت
خضراء جزیره، یوه د ښې اب وهوا ټاپو دی چې ویل شوي امام مهدي (ع) او بچیان یې هلته اوسیږي.[۱] دغه ټاپو د اسپانیا په جنوب کې، جبل الطارق اوبلارې ته نزدې واقع دی او په زړو سرچینو کې د باب الاندلس په نوم پېژندل کیږی.[۲] د امام مهدي د ژوند او استوګنې ځای هغه مسایل دي چې شیعیان یې پوښتنه کوي او خضراء جزیره د دغه پوښتنې ځواب کېدلی شی.[۳] ځینو څېړاندو خضراء جزیره هماغه برمودا مثلث ګڼلی او لیکوالانو د ځینو کتابونو په لیکلو سره دغه خبره رد یا تایید کړې ده.[۴]
د جزیره خضراء کیسې ته د صفویانو په زمانه کې پاملرنه وشوه.[۵] په پینځلسمې پېړۍ کې شیعه تاریخ څېړونکي رسول جعفریان په وینا، د صفویانو په پړاو کې د اخبارګرۍ د ولکې په وجه، دا راپور مشهور شو او عامو خلکو ومانه.[۶] سره له دې ویل شوي چې په خضراء ټاپو پورې اړوند کیسه، یوه تاریخي مساله ده او اعتقادي ارزښت نه لري.[۷] له دې امله چې د خضراء جزیرې په راپور کې ځینې فقهي مسایل هم مطرح شوې، ځینو فقیهانو د شهادت ثالثه د صحیح والي او په معصوم امام یا د هغه په نایب پورې د جمعې لمانځه د اختصاصوالي په شان د ځینو فقهي نظرونو په تایید کې په دغه راپور استناد کړی دی. [۸]
د خضراء جزیرې کیسه
د خضراء جزیرې راپور په دوو کیسو کې راغلی دی.[۹] یو علي بن فاضل مازندراني په ۶۹۹ق کال کې [۱۰] او بل احمد بن محمد بن یحیی انباري په ۵۴۳ق کال کې نقل کړی دی.[۱۱] سره له دې دغه دوه کیسې یوازې له لسمې پېړۍ په وروسته کتابونو کې ثبت شوې او له دې مخکې کتابونو ته لاسرسي نیشته.[۱۲] البته قاضي سید نور الله شوشتري وروسته له دې چې جزیره خضراء داستان یې په مجالس المومنین کتاب کې راپور کړی، د هغې نقل یې شهید اول (وفات ۷۸۶ق) ته هم منسوب کړی دی.[۱۳] محمد محسن فیض کاشاني په نوادرالاخبار کتاب کې دواړه راپورونه ذکر کړې دي.[۱۴] ځینو شیعه عالمانو دغه راپور منلی،[۱۵] خو ډېرو لکه جعفر کاشفالغطاء، آقابزرګ تهرانی او سید جعفر مرتضی عاملي هغه رد کړی دی.[۱۶]
لومړی راپور
لومړی راپور علامه مجلسي په بحار الانوار کتاب کې د علي بن عیسی اِربلي د شاګرد فضل بن یحیی طیبي له رسالې[۱۷] نقلوي.[۱۸] د صفویانو د زمانې فقیه قاضي سید نور الله شوشتري، چې د د غه راپور په صحیح والي باور لري، د هغه په ساتنې ټینګار کړی دی.[۱۹] د دغه راپور په اساس، فضل بن یحیی په ۶۹۹ق کال کې په حله ښار کې د علي بن فاضل مازندراني څخه خضراء جزیرې ته د هغه د سفر کیسه اورېدلې ده.[۲۰]
علی بن فاضل مازندراني په دغه صفر کې د شیعیانو د جزایرو (رافضه جزایرو) په نوم یو ټاټوبي ته ځي او له یوې لنډې مودې وروسته خضراء جزیرې ته ځي چې د امام مهدي (عج) بچیان هلته استوګن وو؛ داسې جزیره چې بحر ابیض (سپین دریاب) ترې چاپېر و او د دښمنانو کشتۍ هغه ته په ننوتلو سره غرقېدې.[۲۱] علي بن فاضل هلته د سید شمس الدین محمد په نوم د امام له خاص نایب سره چې نسب یې په پینځو واسطو سره حضرت مهدي ته رسیږي، اشنا کیږي.[۲۲] سید شمس الدین په خپله د زمانې له امام سره نیغ په نېغه اړیکي نه لري، خو د جمعې په هر سهار، یو ځای ته ځی او له هغه ځایه د امام زیارت کوي، او هلته داسې پاڼې مومي چې د خلکو د ضروت احکام او مسایل پرې لیکلي شوي دي.[۲۳] علي بن فاضل له سید شمس الدین څخه ډېرې دیني پوښتنې کوي او هغه د الفوائد الشمسیه په نوم یوې رسالې کې راغونډوي.[۲۴] علي بن فاضل اخر د سید شمس الدین په امر راستنیږي، له هغه ځایه د حج لپاره مکې ته ځي او اخر عراق ته ځي او په نجف کې استوګن کیږی.[۲۵]
دوهم راپور
دوهم راپور علی بن محمد بیاضی (وفات: ۸۷۷ق) په الصراط المستقیم[۲۶] کتاب کي او میرزا حسین نوري (وفات: ۱۳۲۰ق) په جنةالماوی کتاب کې له کمال الدین انباري څخه په ۵۴۳ق کال کې نقل کړی دی.[۲۷] د دغه راپور په اساس انباري په یو محفل کې و چې یو عباسي وزیر هلته د شیعه په غندنه کې خبرې وکړې.[۲۹] په دې وخت کې یو سړي د شیعیانو په ملاتړ کې خضراء جزیرې ته د خپل اتفاقي ورتګ کیسه نقل کړه.[۳۰] هغه ادعا وکړه چې په یو سمندري سفر کې داسې شنو ټاپوګانو ته ورسید چې د کشتۍ کپتان هم هغه نه پېژندې.[۳۱] د هغه ځای خلک ډېر دینداره وو.[۳۲] په هغه جزیره کې مختلف ښارونه وو چې د امام مهدي (عج) بچیانو پرې حکومت کاوه.[۳۳]
د جزیره حضراء په کیسې نقد او کره کتنه
څېړاندو د خضراء جزیرې د راپور په اړه لاندیني اعتراضونه کړې دي:
دواړه کیسې د شپږمې او اومې پېړۍ له نامعتبرو سرچینو روایت شوي له همدې امله پرې استناد نه شي کېدی.[۳۴] علامه مجلسي هم له همدې امله دا کیسه د معتبرو کتابونو د مطالبو په لیکه کې نه ده راوړې او هغه یې د نوادرو او کم سارو په برخه کې نقل کړې ده.[۳۵] په دې کیسه کې داسې مطالب نقل شوي چې اسلامي څېړاندو یې انکار کړی دی؛[۳۶] ځینې مطالب لکه د قرآن تحریف؛[۳۷] او له امام مهدي (عج) سره همیشنی ارتباط.[۳۸] د کیسې ځینې برخې له ځینو نوروسره تناقض لري؛ منجمله دا چې یو کس ادعا کوي چې د امام مهدي خاص نایب دی، هغه یې بیخي نه دی لیدلی او غږ یې نه دی اورېدلی.[۳۹] رسول جعفریان په دغه کیسې زیاتره کره کتنې بې فایدې ګڼلي دي؛ ځکه چې دا کیسه له معصومانو په کوم حدیث کې نه ده نقل شوې چې د نورو حدیثونو په شان د سند جاجولو ته اړتیا ولري، بلکې دا کیسه یو تاریخي نقل دی او باید له هغه سره په مناسبو معیارونو سره پرې کره کتنه وشي.[۴۰] د جعفریان په باور، په خضراء جزیرې پورې د اړوندې کیسې تایید یا ردول، د وګړو په مذهبي او فکري ذوق کې جرړه لري او اخباریانو دغه کیسه منلې او نورو رد کړې ده.[۴۱] جعفریان احتمال ورکړی چی علي بن فاضل مازندراني یا یو بل کس د خضراء جزیرې کیسه په خوب کې لیدلې وي.[۴۲]
په حضرت مهدي د خضراء جزیرې غلط تطبیق
د شیعه حدیث پېژاندي علي اکبر غفاري (وفات ۱۳۸۳ل) په وینا، د خضراء جزیرې کیسه، له امام مهدي سره اړوند نه ده بلکې د «القایم بامر الله» په نامه مشهور د امام صادق (ع) په یو لمسي پورې اړوند ده.[۴۳] د غفاري په وینا، د عباسي خلفاوو په زمانه کې د امام صادق(ع) د زوي اسماعیل ځینو بچیانو د افریقا په شمال او نورو سیمو کې قدرت وموند.[۴۴] ځینو یې د عباسیانو په خلاف پاڅون او د امامت ادعا یې وکړه.[۴۵] په هغوي کې یو «القائم بامر الله» نومېده چې خضراء جزیره کې استوګن و چې د هغه نوم او موقعیت یې د دغه غلطۍ سرچینه ګرځېدلې ده.[۴۶] په څوارلسمه پېړۍ کې شیعه عالمان ابوالحسن شعراني او حسن زاده آملي، هم باوري دي چې د خضراء ټاپو کیسه د مهدي په نوم په یو فاطمي کس پورې اړوند ده چې د هغه بچي په خضراء جزیره کې استوګن وو چې په غلطۍ سره دغه مساله په امام مهدي تطبیق شوې ده.[۴۷]
له مثلث برمودا سره د خضراء جزیرې اړیکي
مثلث برمودا په اطلس سمندر کې یوه سیمه ده چې په خضراء جزیرې تطبیق شوې ده. په اطلس سمندر کې د برمودا مثلث په نوم یوه سیمه ده چې احتمال ورکړل شوی خضراء جزیره هلته وی.[۴۸] ویل شوي چې د برمودا مثلث او خضراء جزیرې مشابهې ځانګړنې سبب شوي چې دغه دوه سیمې یوه وګڼل شي.[۴۹] ځکه چې د دغه راپورونو له مخې په دواړو سیمو کې سپین دریاب یا سمندر دی چې له هغه ځای تېرېدونکو کشتیو ته پیښه ورپیښیږي او ورکیږي.[۵۰] سره له دې ځینو څېړاندو په لاندینیو دلیلونو دغه ادعا رد کړې ده:
خضراء جزیره په مدیترانه سمندر کې، خو برمودا مثلث په اطلس سمندر کې دی.[۵۱] د ځینو مشترکو صفتونو لرل په دې کافي دلیل نه شي کیدی چې خضراء جزیره او برمودا مثلث یو وي.[۵۲] په ډېرو مواردو کې ځینې کشتۍ برمودا مثلث ته تللي او بې له کومې پیښې راستنې شوې دي.[۵۳] احتمال شته یو کس د برمودا مثلث په لیدلو سره په خضراء جزیرې پورې اړونده کیسه جوړه کړې وي.[۵۴] دا احتمال ورکړل شوی چې د کشتیو او الوتکو د ورکېدو خبرونه رښتیا نه وي او د ځینو سیاسي مسایلو په وجه جعل شوې وي.[۵۵] پر برمودا مثلث سربېره، نورې سیمې هم شته چې ویل شوي تر برمودا مثلثه زیات اهمیت لري، سره له دې هغه یې په خضراء جزیرې نه دي تطبیق کړې.[۵۶]
مونو ګراف
«الجزیرة الخضراء و قضیة مثلث برمودا» کتاب په قلم د ناجي النجار د خضراء جزیرې او برمودا مثلث په تایید کې. الجزیرة الخضراء و مثلث برمودا کتاب په قلم د سید جعفر مرتضی عاملي د خضراء جزیرې او له امام مهدي (عج) سره د هغې د تعلق د تایید یا تنقید په اړه زیات کتابونه لیکل شوې چې پکې لاندینیو کتابونو ته اشاره کولی شو:
«الجزیرة الخضراء و قضیة مثلث برمودا» کتاب په قلیم د ناجی النجار؛ لیکوال په دې کتاب کې په خضراء جزیرې پورې اړونده کیسه صحیح ګڼلې او هغه یې په برمواد مثلث تطبیق کړې ده.[۵۷] دا کتاب په لومړي ځل په ۱۳۹۹ ق کال کې په بغداد کې چاپ شو.[۵۸] خپرېدو یې د دیني عالمانو مختلف غبرګونونه لرل او په رد یا تایید کې یې ځینې کتابونه لیکل شوې دی.[۵۹]دا کتاب په فارسۍ، اردو او آذرۍ ژبه ژباړل شوي دی.[۶۰] شیعه د تقلید مرجع سید شهاب الدین مرعشي نجفي په دې کتاب تقریظ لیکلی دی.[۶۱]
«الجزیرة الخضراء و مثلث برمودا» تألیف د سید جعفر مرتضی عاملي؛ لیکوال د دې کتاب بحثونه په څلورو څپرکو کې برابر کړي دي، په لومړي څپرکي کې، په خضراء جزیرې پورې اړوند روایت نقل او په دوهم او دریم څپرکي کې، دا راپور د سند او مینځپانګې له پلوه جاجول کیږی.[۶۲] په څلورم څپرکي کې یې د جزیره خضراء او برمودا مثلث تطبیق جاجولی دی.[۶۳] دا کتاب د المرکز الاسلامي للدراسات خپرنځي په لومړي ځل په ۱۴۲۳ق کال کې په بیروت کې خپور کړ.[۶۴]
«جزیره خضرا، افسانه یا واقعیت؟» تألیف د ابوالفضل طریقهدار؛ لیکوال دا کتاب د ناجي النجار د لیکلي کتاب «الجزیرة الخضراء و قضیة مثلث برمودا» په نقد کې لیکلی دی او پکې د زمانې له امام (عج) سره د خضراء جزیرې ارتباط نقد کوي.[۶۵] د دغه کتاب مطالب په دوو اصلي برخو کې تنظیم شوي دي؛ په لومړۍ برخه کې په جزیره خضراء پورې اړونده کیسه او په برمودا مثلث د هغه تطبیقول نقل او په دوهمه برخه کې په دې نظریې تنقید کیږي.[۶۶] بوستان خپرنځي دا کتاب په ۱۳۹۴ ل کال کې په دیارلسم ځل چاپ کړ.[۶۷]
«پژوهشی درباره جزیره خضرا» په قلم د مجتبی کَلباسي؛ د دې کتاب بحثونه په دریو برخو کې برابر شوې دي؛ په لومړي برخه کې د فضل بن یحیی ، په دوهمه برخه کې د برمودا مثلث او په دریمه برخه کې د کمال الدین انباري کیسه نقل او جاجول شوې ده.[۶۸] لیکوال په دې کتاب کې د زمانې له امام (ع) سره د خضراء جزیرې ارتباط نامعتبره ګڼلی دی.[۶۹] دا کتاب په لومړي ځل په ۱۳۸۵ ل کال کې د مهدي موعود (ع) د خپرنځي په هڅه په تهران کې چاپ شو.[۷۰]