د افتراق حدیث

د wikishia لخوا
دا مقاله د افتراق د حدیث په اړه ده. د ناجیه فرقه د مصداق په اړه، د ناجيه فرقه مقاله وګورئ.

د افتراق حدیث د اسلامي امت د اویا څخه په ډیرو فرقو باندې د ویشلو په اړه رسول الله(ص) ته منسوب شوی. د دې حدیث له مخې اسلامي امت له رسول الله(ص) وروسته له اویاو څخه په زیاتو فرقو وویشل کیږي چې له هغوي څخه یوازې یوه فرقه ژغورل کیږي. د ناجيه فرقه د مصداق په اړه د اسلامي مکتبونو د علماوو تر مینځ اختلاف دی. له پیغمبر(ص) څخه روایت شوی دی چې ناجیه فرقه د علی(ع) شیعه دي.


د افتراق حدیث او د هغې شاوخوا مسایل په کلامي بحثونو، فرقه پيژندنو علمونو او فرقه ییزو شخړو کې منعکس شوي دي.

د حدیث محتوا او شرحه

د افتراق حدیث د رسول الله(ص) هغه حدیث ته اشاره کوي چې په مختلفو روایتونو کې یې مشترکه موضوع دا ده: «مجوسیان په اویا فرقو، یهودیان په اویا فرقو، او عیسایان په دوه اویاوو فرقو ویشل شوي، او زما امت. په ٧٣ فرقو ويشل کیږي، او له دغو فرقو څخه يواځې يوه فرقه  ناجيه فرقه ده.»[۱] البته په ځينو روايایتونو كې راغلي دي چې ۷۲ فرقې به نجات مومي او يوه فرقه دوزخي ده.[۲]


د دې روايت په مختلفو احاديثو کې د اسلامي فرقو شمېر کله درې اویا فرقې،[۳] کله دوه اويا فرقې[۴] او کله هم يو اويا فرقې بیان شوی دی.[۵]


د افتراق د حدیث په تفسیر کې راغلي چې د ناجیه فرقې پرته د ډیرو اسلامي فرقو ګمراهي د عقیدې د اختلاف له امله ده چې د یو بل په وړاندې د تکفیر او دښمنۍ لامل کیږي او د فقهاو د فقهي اختلاف سره تړاو لري چې ټول به د قرآن او سنتو په استنباط سره معذور او د نجات وړ دي.[۶] ځينو دا خبره هم کړې ده چې په دې حديث کې د مسلمانانو اختلاف د مال، ژوند او حکومت په برخه کې دنیاوي اختلاف ته هم شامل دی چې د دښمنۍ او فرقه پالنې لامل ګرځي.[۷]

اعتبار

د افتراق حدیث د شیعو په څلورو کتابونو او د سنیانو په صحیحینو کتابونو کې نه دی ذکر شوی او د فرقو څیړونکیو علماو لکه نوبختي په فرق الشیعه کې او ابوالحسن اشعري په مقالات الاسلامیین کې دې سره دلیل نه دی راوړی او نه یې دی ذکر کړی. ابن حزم اندلسي (وفات ۴۵۶ هـ ق) چې د سني عالمانو له ډلې څخه دی، دا حدیث ناروا او ناسم ګڼلی دی.[۸] او د ابن وزیر په اند چې د زیدي مذهب فقیه دی (وفات ۸۴۰ هـ ق) هغه یې وروستۍ برخه (له یوې فرقې پرته نورې ټولې جهنمي دي) جعلي ګڼي.[۹]


په هرصورت، د شیعه[۱۰] او سنیانو[۱۱] د حدیثو ځینو کتابونو او ځینو ملل او نحل لیکوالانو[۱۲] دا حدیث نقل کړی او منلی دی او ځینو فرقه پوهانو لکه عبدالقهار بن طاهر بغدادي،[۱۳] شهفور بن طاهر اسفرايني[۱۴] او ابن عبدالرحمن ملطي شافعي[۱۵] هم د اسلامي فرقو د 73 فرقو پر بنسټ دسته بندي کړې ده. نو ځکه ویلي شوي دي چې د افتراق حدیث نه یوازې مشهور او مستفیض دی[۱۶] بلکې متواتر[۱۷] یا متواتر ته نږدې دی.[۱۸]


د آیت الله سبحاني په وینا، د دې حدیث د مستفیض شونه او په شیعه او سني کتابونو کې په ګڼ شمېر سره راتلل، د دې سندي ضعف جبران کوي. او په دې منابعو کې د مختلفو اسنادو سره د دې نقلیدل په دې باندې د باور او اعتماد لامل کیږي.[۱۹] همدارنګه د احسن التقاسیم فی معرفة الأقالیم کتاب لیکوال محمد بن احمد مقدسي (وفات ۳۸۱ هجري) هم دغه روایت د نورو روایتونو په پرتله ډېر مشهور ګڼي، چې د نجات موندونکیو فرقو شمېر ۷۲ فرقې ګڼي او د یوه فرقه هلاکیدونکی ګڼي. او البته په دې باور دي چې دویم روایت ترې زیات صحیح دی.[۲۰]

ناجیه (ژغوریدونکی) فرقه

اصلي مقاله: ناجیه فرقه

د ناجيه فرقې د مصداق په ټاکلو کې د بېلابېلو مذهبونو د علماوو اختلاف شته. هر یو په کې خپل مذهب د ناجیه فرقې په توګه ګڼي او نور مذهبونه په 72 فرقو کې ګڼي چې هلاکیږي به.[۲۱] جمال الدین رازي، یو له امامي عالمانو څخه دی، په تبصرة العوام فی معرفة مقالات الانام،[۲۲] کتاب کې جعفر بن منصور الیمن چې یو له اسماعیلی علماوو څخه دی، په «سرائر و اسرار النطقاء» کتاب کې[۲۳] او شهرستاني چې یو له سني عالمانو څخه دی په «الملل و النحل»[۲۴] کتاب کې د ناجیه فرقې مصداق خپله فرقه ګنلې ده.


په څلورمه هجري پېړۍ مشهور شیعه محدث عالم شیخ صدوق په کمال الدین و تمام النعمه کتاب کې د ثقلین حدیث په دلیل سره، هر هغه څوک چې د قرآن او عترت (د رسول الله ص د آل) پیروي وکړي ناجیه فرقه ګڼي.[۲۵] همدارنګه علامه مجلسی په بحار الانوار کی له امام علی(ع) څخه نقل کړي چی زما شیعه نجات موندونکي دي.[۲۶] علامه حلي هم په احادیثو تکیه کړې، دولس امامان او د هغوی پیروان یې د ناجیه فرقې د مصداق په توګه معرفي کړي دي.[۲۷] بيا يې د شيعه مذهب د صداقت د ثابتولو لپاره ځينې دلايل راوړي دي.[۲۸]


خو بیا هم، سنيان د نورو حدیثونو په دلیل سره، ناجیه فرقه د جماعت[۲۹] یا اکثریت[۳۰] یا د خلفاء راشدین پیروان ګڼي.[۳۱] د افتراق د حدیث په اړه یو بل ګزارش کې هم راغلي چې له مخې یې ټولې اسلامي فرقې، له زندیقانو پرته، نجات موندونکي ګڼي.[۳۲]

هلاکیدونکی فرقه

د اسلامي مذهبونو علماوو له خپل ځان پرته نور ۷۲ فرقې هلاک شوي ګڼي.[۳۳] البته د ابراهیم بن موسی شاطبي (وفات ۷۹۰ هـ ق) چې د اهل سنتو له مالکي مذهب له عالمانو څخه دی، وايي چې هلاک شوي فرقې په دوه اویاو کې هیڅ کوم عقلي او نقلي دلیل نه لري.[۳۴]

ابن حزم، سني عالم (وفات ۴۵۶ هـ ق) په کتاب فقهی المُحَلّی بالآثار کې د دې حدیث په دلیل سره چې «تفترق اُمتی علی بضع وسبعین فرقة اعظمهم فتنة علی امتی قوم یقیسون الامور...» چې له رسول الله(ص) څخه نقل شوی دی[۳۵] وايي: په فقهه کې قیاس کوونکي له هلاکیدونکو او ګمراهو فرقو څخه ده.[۳۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن حنبل، مسند، ۱۴۱۹ ق، ج۳، ص۱۴۵؛ ابن ماجه، سنن ابن ماجه، دارالفکر، ج۲، ص۳۶۴؛ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۲۸، ص۴.
  2. وګوري: مقدسی، احسن التقاسیم، دار صادر، ج۱، ص۳۹.
  3. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۸۱؛ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲۶؛ طبرانی، المعجم الکبیر، مطبعةالامة، ج۱۸، ص۵۱؛ ابن حنبل، مسند، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۰۲.
  4. هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۶۰؛ طبرانی، المعجم الکبیر، مطبعةالامة، ج۱۷، ص۱۳.
  5. دانی، السنن الواردة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۶۲۴.
  6. بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۵-۸؛ شاطبی، الاعتصام، ۱۴۲۰ق، ص۴۴۲.
  7. شاطبی، الاعتصام، ۱۴۲۰ق، ص۴۶۰-۴۶۱.
  8. ابن حزم، الفِصَل، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۲۹۲.
  9. ابن‌وزیر، العواصم و القواصم، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۷۰-۱۷۲.
  10. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۵۸۴-۵۸۵؛ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۱۳
  11. مثال په توګه وګورئ: ابن‌حنبل، مسند، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۵۶۹؛ ابن‌ابی‌عاصم، السنة، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۷۵-۸۰؛ طبرانی، المعجم الکبیر، مطبعةالامة، ج۱۸، ص۵۱.
  12. مثال په توګه وګورئ: بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۵-۸؛ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۵-۲۶.
  13. بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۱۱-۲۱.
  14. اسفراینی، التبصیر فی الدین، ۱۴۰۸ق، ص۲۳-۲۵.
  15. ملطی شافعی، التنبیه و الردّ، ۱۴۱۳ق، ص۱۲.
  16. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۳؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۲۸۹.
  17. ابن طاووس، الطرائف، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۸۷ و ج۲، ص۷۴ و ص۲۵۹؛ مناوی، فیض‌القدیر، ۱۳۹۱ق، ج۲، ص۲۰.
  18. الآمدی، الاحکام فی أصول الاحکام، دارالکتب العلمیة، ج۱، ص۲۱۹.
  19. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۲۵.
  20. مقدسی، احسن التقاسیم، دار صادر، ص۳۹.
  21. بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۱۱-۲۱؛ اسفراینی، التبصیر فی الدین، ۱۴۰۸ق، ص۲۳-۲۵؛ ملطی شافعی، التنبیه و الردّ، ۱۴۱۳ق، ص۱۲.
  22. رازی، تبصرة العوام، ۱۳۶۴ش، ص۱۹۴-۱۹۹.
  23. الیمن، سرائر و اسرارالنطقاء، ۱۴۰۴ق، ص۲۴۳.
  24. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۹-۲۰.
  25. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۶۶۲.
  26. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۱۱.
  27. مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، منهاج الکرامه، ۱۳۷۹ش، ص۵۰.
  28. علامه حلی، منهاج الکرامه، ۱۳۷۹ش، ص۳۵-۱۱۱.
  29. ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، ۱۴۳۰ق، ج۵، ص۱۲۸-۱۳۰.
  30. الآمدی، الاحکام فی اصول الاحکام، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۲۱۹.
  31. ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۲۸-۲۹.
  32. دیلمی، الفردوس بمأثور الخطاب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۶۳؛ دیلمی، الفردوس بمأثور الخطاب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۶۳.
  33. بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۱۱-۲۱؛ اسفراینی، التبصیر فی الدین، ۱۴۰۸ق، ص۲۳-۲۵؛ ملطی شافعی، التنبیه و الردّ، ۱۴۱۳ق، ص۱۲.
  34. شاطبی، الاعتصام، ۱۴۲۰ق، ص۴۸۱.
  35. طبرانی، المعجم الکبیر، مطبعةالامة، ج۱۷، ص۱۳.
  36. ابن حزم، المُحَلّی بالآثار، دارالجیل، ج۱، ص۶۲.

سرچينې

  • ابن ابی‌عاصم، احمد بن عمرو، السنة، ریاض، چاپ باسم‌بن فیصل جوابره، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • ابن حنبل، احمد بن محمد، مسند، تحقیق: ابوالمعاطی نوری، بیروت، عالم الکتب، بیروت، ۱۴۱۹ق.
  • ابن حنبل، احمد بن محمد، فضائل الصحابه، تحقیق محمد عباس وصی الله، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • ابن ماجه، محمد بن یزید، سنن ابن ماجه، تحقیق: محمدفؤاد عبدالباقی، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • ابن‌حزم، ابومحمد، الفِصَل فی‌الملل و الأهواء و النحل، بیروت، چاپ محمدابراهیم نصر و عبدالرحمان عمیره، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • ابن‌حزم، ابومحمد، المُحَلّی بالآثار، تحقیق: احمد شاکر، بیروت، دارالجیل، بی‌تا.
  • ابن‌طاووس، سید علی، الطرائف فی معرفة مذاهب الطوائف، بیروت، چاپ علی عاشور، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • ابن‌وزیر، محمد بن ابراهیم، العواصم و القواصم فی الذَّبِّ عن سنة ابی‌القاسم، بیروت، چاپ شعیب ارنؤوط، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۴م.
  • اسفراینی، شهفور بن طاهر، التبصیر فی‌الدین و تمییز الفرقة الناجیة عن‌الفرق الهالکین، بروت، چاپ محمد زاهد کوثری، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
  • الآمدی، علی بن محمد، الإحکام فی أصول الأحکام، المکتب الاسلامی، دارالکتب العلمیة، بی‌تا.
  • الیمن، جعفر بن منصور، سرائر و اسرارالنطقاء، بیروت، چاپ مصطفی غالب، ۱۴۰۴ق.
  • بغدادی، عبدالقاهر، الفرق بین الفرق و بیان الفرقة الناجیة منهم، بیروت، دار الجیل- دار الآفاق، ۱۴۰۸ق.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۳ق.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق: مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
  • دانی، عثمان بن سعید، السنن الواردة فی الفتن و غوائلها و الساعة و اشراطها، تحقیق: ضاءالله بن محمد ادریس مبارکفوری، ریاض، دارالعاصمة، ۱۴۱۶ق.
  • دیلمی، شیرویة بن شهردار، الفردوس بمأثور الخطاب، تحقیق سعید بن بسیونی زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • رازی، جمال‌الدین، تبصرة العوام فی معرفة مقالات الانام، چاپ عباس اقبال آشتیانی، تهران، اساطیر، ۱۳۶۴ش.
  • زیلعی، عبداللّه بن یوسف، تخریج الاحادیث و الآثار الواقعة فی تفسیرالکشاف للزمخشری، ریاض، چاپ سلطان‌بن فهد طبیشی، ۱۴۱۴ق.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی‌الملل و النحل، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.
  • شاطبی، ابراهیم بن موسی، الاعتصام، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۲۰ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، چاپ الشریف الرضی، ۱۳۶۴ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کتاب الخصال، قم، چاپ علی‌اکبر غفاری، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • طبرانی، ابوالقاسم، المعجم الکبیر، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم‌الکبیر (ج۱۸)، بغداد، مطبعةالامة، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، منهاج الکرامة فی معرفة الامامة، مؤسسه عاشورا، ۱۳۷۹ش.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۲۲ق.
  • مقدسی، محمد بن احمد، احسن التقاسیم فی معرفة الاقالیم، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • ملطی شافعی، محمد بن احمد، التنبیه والرد علی اهل الاهواء و البدع، قاهره، مکتبة مدبولی، ۱۴۱۳ق.
  • مناوی، محمد عبدالرئوف، فیض‌القدیر: شرح الجامع الصغیر، بیروت، ۱۳۹۱ق/۱۹۷۲م.
  • هیثمی، علی بن ابی‌بکر، مجمع الزوائد و منبع الفوائد، بیروت، دارالمعارف، ۱۴۰۶ق.