د امانت آیت

د wikishia لخوا
د امانات له آیت سره تېروتنه مه کوئ.
د امانت آیت

د امانت آیت (احزاب: ۷۲) د هغه امانت خبره کوي چې خدای انسان ته ورکړې دی. د دې آيت له مخې خداى لومړى دا امانت اسمانونو، ځمكه او غرونو ته وړاندې كړ او هغوي قبول نه کړ. مګر سړي دا په غاړه واخیست. مسلمانانو مفسرینو په دې اړه ډېر بحثونه کړي او بېلابېل نظرونه یې وړاندې کړي چې دا امانت څه شی دی او ولې اسمانونو، ځمکې او غرونو نه دی قبول کړی او انسانانو ولی منلی دی.

د شيعه د روايي تفسيرونو له مخې، دا د رسول الله(ص) او د شیعو امامانو د ولایت او سرپرستۍ امانت دی. خو سني مفسرین وايي له دې نه مراد دیني ذمه وارۍ دي. علامه طباطبايي په دې باور دی چې امانت هغه الهی ولایت او سرپرستي ده چې په ټولو موجوداتو کې یوازې انسانان یې مستحق دي. ځکه چې یوازې انسان دا وړتیا لري چې د کمال درجې ته ورسی.

په اسلامي کلتور کې د آیت شهرت

د احزاب د سورت ۷۲ آیت د مسلمانانو مفسرینو ډیر پام ځانته اړولی دی. شیعه او سني مفسرینو په دې آیت کې په دې اړه ډېر بحث کړی چې دا امانت څه شی دی او ولې اسمانونو او ځمکې نه دی قبول کړی او انسانانو قبول کړی دی.[۱] حدیثونو هم په دې هکله خبرې کړي دي.[۲]

پر دې سربېره د عرفاني شاعرانو لکه حافظ، مولوي او خواجه عبدالله انصاري په عرفاني ادب کې د دې يادونه کړې ده.

د بېلګې په توګه حافظ صاحب لیکلي:




آسمان بار امانت نتوانست کشید قرعه فال به نام من دیوانه زدند[۳]
ژباړه:
چې اسمان یې امانت نه کړو قبول د هغې قرعه زما لیوني په نوم شوه.


د مولوي په شعر کې داسې راغلي دي:




نپذیرفت آسمان بار امانت که عاشق بود و ترسید از خطایی[۴]
ژباړه:
اسمان د امانت بار اوچت نه کړ چې و عاشق هم ویریده له خطا.


خواجه عبدالله انصاري هم په یوه دعا کې خدای ته وایي: «الهی اگر نه امانت را امینم، آن زمان که امانت می‌نهادی، دانستی که چنینم؛ ای الله، که زه امانت دار نه وم، نو ته پوهیدلې چې زه داسې یم کله چې تا توکل کاوه او امانت دې راکوه.[۵]

د آیت متن او ژباړه

اِنّا عَرَضْنَا الْاَمانَةَ عَلَی السَّموات وَ الْاَرْض وَ الْجِبال فَاَبَین اَن یحْمِلْنَها وَ اَشْفَقْن مِنْها وَ حَمَلَهَا الاِنْسان اِنَّه کان ظَلوماً جَهولاً


مونږ خپل امانت (خدايي ولايت او دين) اسمانونو او ځمکې او غرونو ته وړاندې کړ خو د هغه له اچتولو (قبلولو) يې ډډه وکړه او ترې وويريدل او انسان هغه اوچت (قبول) کړ بيشکه چې هغه ډېر ظالم او نادان دے. (احزاب ۷۲ آیت).



د امانت مراد څه دی؟

د مسلمانانو د تفسير په کتابونو کې د «امانت» د کلمې مختلفې معنې کړي دي. د له هغو څخه د رسول الله(ص) او امامانو(ع) ولایتاو امامت،[۶] ديني وظيفې،[۷] د انسان الهي ولایت،[۸] عقل، د لا اله الا الله کلمه،[۹] د بدن غړي،[۱۰] هغه امانتونه چې نور یې زموږ سره ږدي[۱۱]

د شيعو په روایي تفسيرونو کې د پېغمبر اکرم(ص) او شيعه امامانو(ع) له روايتونو سره سم مراد ترې: د اهل بيتو ولایت او امامت، د هغوى اطاعت او له هغوى سره مينه ده، چې خداى پاک د انسان پر اوږو اچولې ده.[۱۲] د اهل سنتو په تفسیرونو کې شرعي ذمه وارۍ هغه امانت دی چې الله تعالی د انسان په اوږو ایخی دی.[۱۳] طبرسي، شیعه مفسر هم همدا نظر منلی دی.[۱۴]


د تفسیر المیزان د لیکوال سید محمد حسین طباطبایی په وینا، له امانت مراد د الله تعالی ولایت دی چې د انسان پر اوږو ایښودلی شوی دی او دا د دې لپاره چې د مخلوقاتو په مینځ کې یوازې انسان کولی شي چې د سمې عقیدې او نیک عمل سره د کمال لاره ووهي او د هغې حد ته ورسي چې هیڅ مخلوق ورته نشي رسیدی.[۱۵]

هغه د امام صادق(ع) د يو حديث په يادولو سره چې په هغه کښې د امام علي(ع) د ولایت معنا بيان شوې ده،[۱۶] د اهل بيتو ولایت د انسان په نزد د الهي امانت يو مصداق ګڼلی دی.[۱۷]

اسمانونو، ځمکی او غرونو ته وړاندی کول

د امانت د آيت په اړه د مفسرينو يوه پوښتنه دا ده چې اسمانونو، ځمکي او غرونو د امانت له وړاندې کولو مراد څه دی؟ په دې اړه د نظرونه مختلف دي: ځینو مفسرینو ترې حقیقي معنی اخستې ده او ځینو بیا ویلي دي چې مجازی معنی لري:

حقیقي معنی

د شيعو په تفسيرونو کښې د نقل شوي روايت له مخې خداے پاک اسمانونو، زمکې او غرونو ته وويل محمد او اهل بيت زما دوستان، اولیاء او په خلقو باندې حجت دي او هيڅ يو مخلوق ماته له هغوي نه زيات محبوب نۀ دی، او د دوي ولایت زما له مخلوقاتو سره زما امانت دی. له تاسو څخه څوک دا ولایت د ځان لپاره غواړي، نه هغه څوک چې ما غوره کړي دي؟ دوي وویریدل چې د داسې ستر مقام غوښتنه وکړي.[۱۸]

په ځینو سني تفسیرونو کې، خدای اسمانونو، ځمکې او غرونو ته وویل، ایا تاسو کولی شئ دا امانت (شرعي حکمونه) پوره کړئ؟ هغوی وویل، موږ له دې امانت څخه څه ترلاسه کوو؟ خدای فرمایي چې که په سمه لاره روان یئ نو اجر به درکول کیږي او که په غلطه لاره روان یئ نو عذاب به درکول کیږي. هغوي له دې وېرې ونه منله چې هسې نه خپله ديني وظيفه اداء نه کړی شي، خو انسان ومنله.[۱۹]

مجازی معنی

علامه طباطبايي وايي: «مونږ دغه امانت اسمانونو، ځمکې او غرونو ته وړاندې کړ» دا جمله د اسمانونو، ځمکې او غرونو له استعدادونو سره د انسان د استعداد پرتله کول دي او دا په دې مانا ده چې د دوي له عظمت سره سره بیا هم دا توان نه لري چې د خدای امانت یعنی ولایت قبول کړي، او یوازې انسان دومره وړتیا لري چې د خدای ولایت په غاړه واخلي او د کمال لوړې درجې ته ورسیږي.[۲۰]

د الوسي په اند، چې له سني مفسرینو دی، خدای دلته د الهي امانت د اهمیت د ښودلو لپاره یو تمثیل کارولی دی، چې ورسره دیني دندې او د هغو د سختۍ  څرګندې کړي او دا هم بیان کړي چې انسان یې په خپله خوښه مني او قبلوي یې. ځکه لکه څنګه چې اسمانونه، ځمکې او غرونه نه ده منلی، هغه هم دا کولی شو چې قبوله یې نه کړي. د ده په اند خداى په دې تمثيل سره د الهي امانت اهميت څرګند كړى او ويلي يې دي چې د ديني وظيفو پوره كول دومره اهمیت لري، چې كه اسمانونه، ځمكه او غرونه چې د قدرت بېلګې دي، د عقل او هوښيارۍ خاوندان وې او ورته د دې کار امر شوې وې نو هغوي به نه و قبول کړی.[۲۱]

ولې انسان د «ظالم» او «نادان» په توګه بیان شوی؟

د علامه طباطبایی په وینا، خدای تعالی انسان ته د ظلم او جهالت صفت په دې خاطر ذکر کړی دی، چې انسان د دې امانت اهمیت له پامه غورځولو سره په خپل ځان ظلم کولای شي، او نه پوهیږی، چې په دې کار کې ورته کوم لوي عذاب ورکول کیږي. خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې ټول انسانان داسې دي؛ بلکې مطلب یې دا دی چې انسان هم د علم او عدالت وړتیا لري او همدارنګه د ظلم او ناپوهۍ وړتیا هم لري.[۲۲] یو له هغو احتمالاتو څخه چې فخرالدین رازي چې د سني مفسرینو له ډلې څخه دی، مطرح کړی دی هغه همدا دی.[۲۳]

د اهل سنتو د مفسر الوسي په اند د انسان ظالم او جاهل صفت د دې ښکارندوی دی چې ډېر خلک نه شي کولای دغه امانت ته وفادار پاتې شي او خپل شرعي مکلفيتونه ادا کړي. له همدې امله په راتلونکي آيت کې راغلي چې خداى منافقانو او مشرکانو ته سزا ورکوي او د مؤمنانو توبه قبلوي.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. بېلګۍ په توګه وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۴۸-۳۴۹؛ طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ۵۸۴-۵۸۶؛ به فخرالدین رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۵، ص۱۸۷-۱۸۹؛ آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۲۷۰-۲۷۱.
  2. بېلګۍ په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۱۳؛ بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۱ص۱۸۳-۱۸۴؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۱۹۸.
  3. حافظ شیرازی، دیوان حافظ، غزل شمارهٔ ۱۸۴.
  4. مولوی، کلیات شمس، ۱۳۶۷ش، ص۹۹۳، غزل شمارهٔ ۲۶۷۴.
  5. خواجه عبدالله انصاری، رساله دل و جان، ۱۳۸۲ش، ص۳.
  6. وګورئ: بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۱ص۱۸۳-۱۸۴؛ قمی مشهدی، کنزالدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۱۰، ص۴۵۰-۴۵۱؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۴۲-۳۴۳.
  7. مثال په توګه وګورئ: فخرالدین رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۵، ص۱۸۷؛ آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۲۷۰؛ میبدی، کشف‌الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۹۲-۹۳.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۴۹.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۴۹.
  10. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۸۴.
  11. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۸۴.
  12. وګورئ: بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۱ص۱۸۳-۱۸۴؛ قمی مشهدی، کنزالدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۱۰، ص۴۵۰-۴۵۱؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۴۲-۳۴۳؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۱۹۸.
  13. مثال په توګه وګورئ: فخرالدین رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۵، ص۱۸۷؛ آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۲۷۰؛ میبدی، کشف‌الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۹۲-۹۳.
  14. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۸۵.
  15. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۴۹.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۱۳.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷، ج۱۶، ص۳۵۴.
  18. وګورئ: بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۱ص۱۸۳-۱۸۴؛ قمی مشهدی، کنزالدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۱۰، ص۴۵۰-۴۵۱؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۴۲-۳۴۳.
  19. بېلګۍ په توګه وګورئ: فخرالدین رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۵، ص۱۸۷؛ میبدی، کشف‌الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۹۲-۹۳.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۴۹.
  21. آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۲۷۰.
  22. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۵۰-۳۵۱.
  23. فخرالدین رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۵، ص۱۸۸.
  24. آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۲۷۱.

سرچينې

  • آلوسی، محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، تحقیق علی عبدالباری عطیه، گردآوری ابراهیم شمس‌الدین و سناء بزیع شمس‌الدین، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • بحرانی، هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تحقیق بنیاد بعثت، واحد تحقیقات اسلامی، قم، بنیاد بعثت، واحد تحقیقات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • حافظ شیرازی، شمس‌الدین محمد، دیوان حافظ، بی‌تا.
  • خواجه عبدالله انصاری، مناجات‌نامه خواجه عبدالله انصاری، تصحیح محمد حماصیان، کرمان، خدمات فرهنگی کرمان، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • فرات کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق و تصحیح محمد کاظم، تهران، مؤسسه چاپ و نشر وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی‏، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • قمی مشهدی، محمد، کنز الدقائق و بحر الغرائب، تحقیق حسین درگاهی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۸ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیرالقمی، تحقیق طیب موسوی جزایری، قم دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق‏.
  • مولوی، جلال‌الدین محمد، کلیات شمس، تصحیح بدیع‌الزمان فروزان‌فر، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۷ش.
  • میبدی، احمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، به همت علی‌اصغر حکمت، تهران، امیرکبیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۱ش.