جالوت

جالوت یو پاچا و چې پر بنياسرائیلو یې واکمني لرله او په پای کې د داوود نبي(ع) لخوا ووژل شو. قرآن کریم د طالوت او جالوت د پوځونو د جګړې په کیسه کې د هغه نوم ته په صراحت سره اشاره کړې ده. په کتاب مقدس عهد قدیم کې دا کیسه له نورو جزئیاتو سره راغلې ده. د مسلمانانو په تفسیري او تاریخي سرچینو کې د طالوت او جالوت د جګړې په اړه بحثونه شوي دي. منجمله دا چې پر جالوت د داوود(ع) بری د اهل ایمان د بري نښه بلل شوې ده.
مقام و حیثیت
د طبري په څېر مورخینو په وینا، جالوت د عمالقو له پاچاهانو څخه و چې پر بنياسرائیلو یې واکمني درلوده.[۱] عمالقه یو پخوانی بتپرست قوم و، د نوح(ع) له اولاد او د شمالي حجاز اعرابو څخه چې له ۱۷۰۳ څخه تر ۲۲۱۳ ق.ز. پورې پر مصر واکمن وو.[۲] د جالوت نوم درې ځله په قرآن کې، د بقرې سورې په ۲۴۹-۲۵۱ آیتونو کې راغلی دی.[۳] په تفسیر قمي کې، له امام باقر(ع) نقل شوي چې بنياسرائیلو د موسی(ع) له وفات وروسته ګناهونه وکړل. دوی د الله دین بدل کړ او د خپل رب له امر څخه یې سرغړونه وکړه. وروسته الله پر دوی یو ظالم پاچا جالوت مسلط کړ چې دوی یې ذلیل کړل، نارینه یې ووژل، ښځې یې اسیرې کړې، له ښارونو او کورونو یې وشړل او مالونه یې ورغصب کړل.[۴]
په قرآن کې د طالوت او جالوت د جګړې شرحه
په قرآن کې د طالوت او جالوت د پوځونو د جګړې کیسه په لنډه او بې له جزئیاتو داسې راغلې ده: د بنياسرائیلو د وخت پیغمبر (چې نوم یې سموئیل بلل شوی)[۵] د الله په امر طالوت له فلسطینیانو سره د جګړې لپاره د پاچا په توګه وټاکه.[۶] بنياسرائیلو د دې انتخاب په اړه په خپل پیغمبر اعتراضونه وکړل، خو په پای کې یې طالوت د پاچا په توګه ومانه او د هغه تر قوماندې لاندې له جالوت او د هغه له ملګرو سره جګړې ته ولاړل.[۷] د جګړې په لاره، له یوې ویالې څخه له تېرېدو وروسته، چې د الهي امتحان وسیله وه، د طالوت د پوځ زیاتره کسانو د جالوت او د هغه د پوځ په وړاندې د بې وسۍ اعلان وکړ .[۸] کله چې د طالوت وفادار پوځیان د جالوت او د هغه له پوځ سره مخامخ شول، له الله څخه یې صبر او بری وغوښته.[۹] دوی د الله په امر پر هغه بریالي شول او داوود جالوت وواژه .[۱۰]
جالوت د عهد قدیم له مخې
د عهد قدیم د نقل له مخې، کله چې بني اسرائیل او فلسطینیان (د جالوت پوځ) مخامخ شول، جِلیات (د جالوت عبراني کلمه)[۱۱] د فلسطینیانو له منځه راووت او د مبارزې غوښتنه یې پیل کړه او دا کار یې تر څلویښتو ورځو پورې کاوه.[۱۲] د اسرائیلو د پوځ قوماندان شائول (طالوت) وعده کړې وه چې د جلیات قاتل ته به ډېر مال ورکړي او خپله لور به ورته واده کړي. یو ځوان داوود چې تازه د طالوت د پوځ کمپ ته رسېدلی و، د قوماندان له قانع کولو وروسته، له جالوت سره د تن په تن جګړې لپاره چمتو شو.[۱۳]
جالوت چې کله داوود ولیده چې بې له تورې او یوازې په لرګي او ډبرې سره د جګړې لپاره راغلی، هغه یې تحقیر او وګواښه او په مقابل کې داوود هم هغه ته ګواښ کړ او په مچنوغې سره یې جالوت تندی په یو ډبره وویشته او راوې پرځاوه. بیا د هغه د مړي پر سر راغی او د خپلې تورې په وسیله یې ترې سر جلا کړ، او دا بری د فلسطینیانو د بشپړې ماتې او تېښتې لامل شوه.[۱۴] د کتاب مقدس په عهد قدیم کې د جالوت لپاره غیر معمولي جسماني ځانګړتیاوې ذکر شوي؛ لکه دا چې درې متره قد یې درلود او له بني اسرائیلو سره په جګړه کې، په خورا درنو جنګي وسایلو سنبال و .[۱۵]
د تاریخي او تفسیري سرچینو په راپور
په اسلامي تاریخي او تفسیري سرچینو کې د جالوت په اړه ځینې خبرې ذکر شوي دي: د دویمې هجري پیړۍ مفسر قمي[۱۶] هغه قبطي (د مصر اصلي اوسیدونکي)[۱۷] او ابنخلدون (مورخ)،[۱۸] هغه د فلسطین له کنعانیانو څخه بللی دی. البته، ځینو احتمال ورکړی چې هغه د فلسطین اصلي اوسیدونکی نه و او د فلسطین د پوځ په خدمت کې د سرباز په توګه و.[۱۹] طبري جالوت د عمالقو له پاچاهانو او یو جنګي او پیاوړی کس معرفي کړی دی.[۲۰] یعقوبي د هغه قد پینځه ذراع (هر ذراع شاوخوا نیم متر) لیکلی دی.[۲۱]
د جالوت او بنياسرائیلو د مخامختیا کیسه، په ځانګړي ډول له داوود سره د هغه جګړه، په اسلامي سرچینو کې په تفصیل سره راپور شوې ده.[۲۲] دا راپورونه عموماً د یهودو له روایاتو متأثره بلل شوي[۲۳] چې کله ناکله یې په ځینو توپیرونو سره د مسلمانانو تاریخي او تفسیري سرچینو ته لاره موندلې ده.[۲۴]
مورخینو د جالوت د جګړې او وژنې د ځای په اړه بېلابېل اقوال بیان کړي دي؛ مسعودي،[۲۵] د جالوت د وژنې ځای په اردن کې بیسان او ابنعساکر په دمشق کې قصر امحکیم ته نږدې بللی دی.[۲۶] دباغ هم دا پېښه د بیت لحم سویل لویدیځ کې په یوه کلی کې ذکر کړې ده.[۲۷] د فلسطین د عین جالوت سیمې نومول هم د داوود او جالوت له جګړې سره تړاو لري.[۲۸]
د داوود بری، د اهل ایمان د بریا نښه
په ځینو تفسیرونو کې، د بقرې سورې د ۲۴۹ آیت په استناد، پر جالوت د داوود معجزانه بری د دې یادونه کوي چې په جګړه او شخړه کې، بری د اهل ایمان دی او الله د دوی ملاتړ کوي، که څه هم په ظاهره لږ شمېر او تجهیزات ولري؛[۲۹] لکه څنګه چې ځینو په بدر جګړه کې د رسول الله(ص) اصحاب د طالوت د پوځ شمېر ته ورته بللي او دا جګړه یې د طالوت او جالوت د پوځونو ترمنځ له جګړې سره تشبیه کړې ده.[۳۰] د رسول الله له اصحابو جابر بن عبدالله انصاري، د امام علي(ع) لخوا په خندق جګړه کې د عمرو بن عبدوَد وژنه د جالوت او داوود له کیسې سره تشبیه کړې ده.[۳۱]
فوټ نوټ
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۴۶۷.
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، ذیل واژه عمالقه؛ میبدی، تفسیر خواجه عبدالله انصاری، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۲۲.
- ↑ واعظزاده خراسانی، المعجم فی فقه لغة القرآن، ۱۳۸۸ش، ج۸، ص۷۷۱.
- ↑ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۸۱.
- ↑ مرکز فرهنگ و معارف قرآن، اَعلام قرآن، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۱۹۲.
- ↑ سورهٔ بقره، آیه ۲۴۷.
- ↑ سورهٔ بقره، آیه ۲۴۸-۲۴۸.
- ↑ سورهٔ بقره، آیه ۲۴۸.
- ↑ سورهٔ بقره، آیه ۲۵۰.
- ↑ سورهٔ بقره، آیه ۲۵۱.
- ↑ شرتونی، أقرب الموارد فی فصح العربیة و الشوارد، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ وګورئ: کتاب مقدس، کتاب اول سموئیل، باب ۱۷، آیه ۱-۱۰.
- ↑ وګورئ: کتاب مقدس، کتاب اول سموئیل، باب ۱۷، آیه ۲۵-۴۲.
- ↑ وګورئ: کتاب مقدس، کتاب اول سموئیل، باب ۱۷، آیه ۴۲-۵۲.
- ↑ وګورئ: کتاب مقدس، کتاب اول سموئیل، باب ۱۷، آیه ۴-۷.
- ↑ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۸۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۴۴۹.
- ↑ ابنخلدون، تاریخ ابنخلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۱۰۰.
- ↑ ارجح و عباسی، «جالوت»، ج۹، ص۲۷۴.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۴۶۷-۴۷۲.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی،دار صادر، بیروت، چاپ اول، بیتا، ج۱، ص ۴۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۴۶۷-۴۷۳؛ ثعلبی، قصص الأنبیاء، المکتبة الثقافیة، ص۲۳۹-۲۴۱.
- ↑ ارجح و عباسی، «جالوت»، ج۹، ص۲۷۵.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۸۲-۸۳؛ عیاشی، التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۳۴-۱۳۵.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۹.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۷، ص۸۰.
- ↑ دباغ، بلادنا فلسطین، ۱۹۹۱م، بخش ۱، ص۵۳۹.
- ↑ ارجح و عباسی، «جالوت»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۴ش،ج۹، ص۲۷۵.
- ↑ قشیری، لطائف الاشارات، ۲۰۰۰م، ج۱، ص۱۹۴؛ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۲۵۵.
- ↑ أحمد بن حنبل، المسند، ۱۴۲۱ق، ج۳۰، ص۵۲۴؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۱۸.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۶؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۰۲.
سرچينې
- قرآن کریم.
- ابنخلدون، عبد الرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الأکبر (تاریخ ابن خلدون)، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دار الفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- ابنعساکر، ابوالقاسم علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- احمد بن حنبل، مسند الإمام أحمد بن حنبل، محقق: شعیب الأرنؤوط، عادل مرشد، بیجا، مؤسسة الرسالة، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
- ارجح، اکرم، و عباسی، مهرداد، «جالوت»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۴ش.
- ثعلبی، احمد بن محمد، قصص الأنبیاء، بیروت، المکتبة الثقافیة، بیتا.
- جفری، آرتور، واژههای دخیل در قرآن مجید، محقق: بدرهای، فریدون، تهران، نشر توس، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبد الله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق: مصطفی عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- دباغ، مصطفی مراد، بلادنا فلسطین، بیجا، دار الهدی، ۱۹۹۱م.
- دهخدا، لغتنامه، تهران، دانشگاه تهران، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- شرتونی، سعید، أقرب الموارد فی فصح العربیة و الشوارد، تهران، اداره اوقاف و امور خیریه، ۱۳۷۴ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، ترجمه موسوی همدانی، سید محمد باقر، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۳۷۴ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، مصحح: رسولی، هاشم، لبنان، دار المعرفة، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- طبری، أبو جعفر محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک(تاریخ طبری)، تحقیق: ابراهیم، محمد أبو الفضل، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- عیاشی، محمد بن مسعود، التفسیر، محقق و مصحح: رسولی محلاتی، هاشم، تهران، المطبعة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
- قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
- قشیری، عبدالکریم بن هوازن، لطائف الاشارات، بسیونی، ابراهیم، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ سوم، ۲۰۰۰م.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، محقق و مصحح: موسوی جزائری، سید طیب، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- کتاب مقدس (عهد عتیق و عهد جدید)، لندن ، ۱۹۲۵م.
- مرکز فرهنگ و معارف قرآن، اَعلام قرآن از دایره المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- مسعودی، ابو الحسن علی بن الحسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق: داغر، اسعد، قم، دار الهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تحقیق و تصحیح: مؤسسة آل البیت(ع)، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- میبدی، احمد بن محمد، تفسیر خواجه عبد الله انصاری، تهران، امیر کبیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۱ش.
- واعظزاده خراسانی، محمد، المعجم فی فقه لغة القرآن و سر بلاغته، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهشهای اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
- یعقوبی، احمد بن أبی یعقوب، تاریخ یعقوبی، دار صادر، بیروت، چاپ اول، بیتا.
| ||||||||||||||||||||||||||||