منځپانگې ته ورتلل

ابراهیم عقیل

د wikishia لخوا
ابراهیم عقیل
لقب/ کنیتحاج‌عبدالقادر
مذهبامامې شیعه
د زیږیدو نیټه۱۹۶۲ میلادي
د زیږیدو ځاید بقاع په لبنان کې
د اوسیدو ځایلبنان
شهادتد ۱۴۰۳لمریز کال د وژي ۳۰ مه
د دفن ځاید بیروت د روضة الشهیدین هدیره


ابراهیم عقیل (۱۹۶۲-۲۰۲۴م) چې په «حاج عبدالقادر» او «حاج تحسین» مشهور و، د لبنان د حزب‌الله یو مخکښ پوځي قوماندان و چې د رضوان کنډک بنسټ یې اېښی و. هغه د حزب‌الله لپاره د پوځي عملیاتو له اصلي طراحانو څخه و او څو ځله یې د صهیونیستي رژیم پر ضد پوځي اقدامات کړي وو. د هغه له مهمو فعالیتونو څخه یو هم له اسرائیلو سره ۳۳ ورځنۍ جګړه وه. نوموړی د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۳۰مه، د اسرائیلو د پوځ د هوايي برید په ترڅ کې په لبنان کې ترور شو.

ژوند

ابراهیم عقیل د ۱۹۶۲م کال په دسمبر میاشت کې د لبنان په بقاع سیمه کې وزېږېد او په ۱۹۸۰مې لسیزې کې په لبنان کې د اسلامي مقاومت له بنسټ‌اېښودونکو څخه و.[۱] ابراهیم عقیل د لبنان او اسرائیلو په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې هم مهم رول درلود او د خپلو جګړه‌ییزو تاکتیکونو له لارې یې د اسرائیلو پوځ له جدي ننګونو سره مخ کړی و. هغه همداراز د لبنان د حزب‌الله او د حماس د ځواکونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې محوري رول درلود.[۲] نوموړی په «حاج عبدالقادر»[۳] او «تحسین»[۴] لقبونو پېژندل کېده.

د حزب‌الله په جوړښت کې مقام

ابراهیم عقیل د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله په څنګ کې

ابراهیم عقیل د لبنان د حزب‌الله د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د عماد مغنیه په څنګ کې د دغه ډلې د پنځه کسیزې بنیادي ډلې غړی و.[۵] عقیل، د حزب‌الله له بل قوماندان فؤاد شکر وروسته، په حزب‌الله کې د پوځي قوماندې تر ټولو لوړ مقام پر غاړه درلود.[۶] هغه له ۲۰۰۸م کال راهیسې د حزب‌الله د عمومي منشي د عملیاتو مرستیال و.[۷] نوموړي د رضوان ځانګړي ځواک قومانده هم پر غاړه لرله.[۸] د فؤاد شکر تر ترور وروسته، ابراهیم عقیل د حزب‌الله د ځانګړو عملیاتو د ادارې د مسئول په توګه وټاکل شو. هغه د « مجلس شورا»(د شورا غونډې) غړیتوب هم درلود چې د حزب‌الله تر ټولو لوړ پوځي بنسټ ګڼل کېږي.[۹]

ترور

د امریکا حکومت د هغه د ترور یا د داسې معلوماتو د وړاندې کولو لپاره چې د هغه تر نیولو یا ترور پورې ورسېږي، ۷ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.[۱۰] د ځینو سرچینو د راپور له مخې، ابراهیم عقیل د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشتې کې د حزب‌الله د پیجرونو په چاودنو کې ټپي شوی و او تر یوې مودې وروسته له روغتونه رخصت شو.[۱۱] د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۳۰مه، د اسرائیلو هوايي ځواک د بیروت په سوېلي ضاحیه کې د حزب‌الله پر اصلي مرکز برید وکړ. په دې برید کې د ابراهیم عقیل په ګډون د حزب‌الله ۱۶ غړي، شهیدان شول.[۱۲] هغه د ۱۴۰۳ کال د تلې په لومړۍ نېټه په لبنان کې تشییع شو او د بیروت په «روضة الشهیدین» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۱۳]

د ترور پر وړاندې غبرګونونه

د لبنان حزب‌الله په یوه رسمي اعلامیه کې د هغه شهادت تایید کړ او د هغه له خدمتونو یې ستاینه وکړه.[۱۴] د حزب‌الله د هغه وخت مرستیال عمومي منشي، نعیم قاسم، په خپلې وینا کې د صهیونیسټي ځواکونو پر ضد په نږدې راتلونکي کې د غچ اخیستنې خبر ورکړ.[۱۵] د فلسطین حماس غورځنګ هم په یوه اعلامیه کې د ابراهیم عقیل ترور وغنده او د هغه د وینې د غچ اخیستنې ژمنه یې وکړه.[۱۶] د آیت‌الله خامنه‌اي سلاکار علي‌اکبر ولایتي،[۱۷] د اسلامي شورا د جرګه رئیس محمدباقر قالیباف[۱۸] او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په جلا جلا پیغامونو کې د ابراهیم عقیل په شهادت تسلیت ووایه او یا یې غبرګون وښود.[۱۹] په نړیوالو غبرګونونو کې، د ایران او یمن په څېر هېوادونو دغه ترور وغنده، او په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي هم د دې پېښې په اړه غبرګون څرګند کړ.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. «حاج ابراهیم عقیل به شهادت رسید»، د فرهیختګان خبري آژانس.
  2. «جمعه تراژیک بیروت»، د دنیای اقتصاد خبري آژانس.
  3. «حزب‌الله لبنان شهادت ابراهیم عقیل را تأیید کرد»، عصر ایران.
  4. «حاج ابراهیم عقیل به شهادت رسید»، د فرهیختګان خبري آژانس.
  5. «ابراهیم عقیل، فرمانده حزب‌الله که توسط اسرائیل ترور شد، کیست؟»، رویداد ۲۴.
  6. «حاج ابراهیم عقیل به شهادت رسید»، د فرهیختګان خبري آژانس.
  7. «انتشار ویدئویی از شهید ابراهیم عقیل توسط حزب‌الله»، مشرق‌نیوز.
  8. «جمعه تراژیک بیروت»، د دنیای اقتصاد خبري آژانس.
  9. «تصاویر «ابراهیم عقیل» فرمانده کشته شده حزب‌الله با قاسم سلیمانی و زاهدی»، العربیه.
  10. «حاج ابراهیم عقیل به شهادت رسید»، د فرهیختګان خبري آژانس.
  11. «ابراهیم عقیل، فرمانده حزب‌الله که توسط اسرائیل ترور شد، کیست؟»، رویداد ۲۴.
  12. «جمعه تراژیک بیروت»، د دنیای اقتصاد خبري آژانس.
  13. «تشییع پیکر ابراهیم عقیل، فرمانده یگان رضوان حزب الله و همراهان او در ضاحیه جنوبی بیروت»، د انتخاب خبري آژانس.
  14. «حزب‌الله لبنان شهادت ابراهیم عقیل را تأیید کرد»، عصر ایران.
  15. «حزب‌الله: هنوز انتقام ابراهیم عقیل را نگرفته‌ایم»، د کیهان خبري آژانس.
  16. «حماس: دشمن بهای خون شهید «ابراهیم عقیل» را خواهد داد»، د فرهیختګان خبري آژانس.
  17. «ولایتی شهادت ابراهیم عقیل را به سیدحسن نصرالله تسلیت گفت»، د مهر خبري آژانس.
  18. «قالیباف شهادت ابراهیم عقیل را به سیدحسن نصرالله تبریک و تسلیت گفت»، د ایرنا خبري آژانس.
  19. «واکنش عراقچی به شهادت ابراهیم عقیل»، د دنیای اقتصاد خبري آژانس.
  20. «إدانات للغارة الإسرائیلیة علی الضاحیة الجنوبیة لبیروت»، الجزیره.

سرچينې