د تأسي آیت

د wikishia لخوا
د تأسی آیت خطاطی په معلی رسم الخط کې

تَأَسّی آیت (احزاب: ۲۱) پېغمبر(ص) د ښې بېلګې او اسوې په توګه معرفي کړی او له مسلمانانو غواړي چې د هغه پېروي وکړي او له مخالفته یې ډډه وکاندي.

دا آیت د احزاب د جنګ د آیتونو په مینځ کې نازل شوی دی. د ځینو مفسرانو په نظر د پېغمبر(ص) بېلګه والی یوازې په دغه جنګ پورې نه دی محدود او ټول وختونه او ځایونه او د پېغمبرټولې کړنې، ویناوې او سنت پکې شاملیږي.دا د ټولو مسلمانانو لپاره یوه همېشه پاتې، او دایمي دنده ده خو هغه کسان له دې بېلګې استفاده کولی شي چې د خدای په رحمت او د قیامت په ورځ ایمان ولري او یوه شېبه هم د خدای له یاده غافله نه شي.

ځینې مفسران د پېغمبر(ص) تاسي او بېلګه ګرځول واجب اوځینې یې مستحب ګڼي؛ لکه څنګه چې ځینې نور یې بیا په تفصیل قایل شوې او په دیني چارو کې تاسي واجبه او په دنیاوي چارو کې مستحبه ګڼي.

د آیت متن او ترجمه

لَقَدْ کانَ لَکمْ فی رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ یرْجُوا اللَّهَ وَ الْیوْمَ الْآخِرَ وَ ذَکرَ اللَّهَ کثیراً[۱]

بې شکه ستاسو لپاره د خدای د رسول [په اقتدا] کې ښه بېلګه ده: د هغه چا لپاره چې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لري او خدای ډېر یادوي.[۲]

پېژندګلوي

د احزاب سوري ۲۱ آیت، تأسی ایت نومول شوی دی.[۳] خدای تعالی په تېرو ایتونو کې د منافقانو له غندنې وروسته[۴] او د حقیقي مومنانو د ځینو ځانګړنو له بیانه مخکې، په دغه ایت کې پېغمبر(ص) د مومنانو لپاره اسوه او لارښود معرفي کړی او له مسلمانانو یا مکلفانو[۵] او یا هغو کسانو چې د پېغمبر تبعیت او پېروي یې نه ده کړې او ورسره مخالفت ته پاڅېدل،[۶] غواړي چې د پېغمبر(ص) پېروي وکړي او له هغه سره له مخالفته ډډه وکاندي.[۷] دا ایت واقعي مسلمان هغه کس ګڼي چې په پېغمبر(ص) پسې یې اقتدا کړې او د هغه حضرت له هیڅ یوه امر سره مخالفت ونه کړي.[۸] قرآن د ممتحنه سورې په څلورم او شپږم آیت کې حضرت ابراهیم(ع) له مشرکانو او شرکه په برائت کې د اسوې په توګه معرفي کړی دی.[۹] [یادداښت]

د اسوې د معنې پېژندل

اسوه په لغت کې د لارښود، او بېلګې[۱۰] په معنا او د داسې حالت معنا لري چې انسان یې له نورو د پېروۍ په وخت خپلوي؛[۱۱] یعنې هماغه د پېروۍ او د اقتدا کولو حالت دی.[۱۲] او یا په ښور کارونو کې له نورو د پېروۍ او د هغوي په لاره د تللو په معنا دی[۱۳] او په دې ایت کې د خدای د پېغمبر(ص) د اقتدا کولو معنا لري؛[۱۴] په دې ډول چې پېغمبر(ص) د پېروۍ او اقتدا لپاره د انسان تر ټولو غوره نمونه ده او د هغه په اقتدا سره کولی شي ځان اصلاح او په نېغه لاره کې راولي.[۱۵]

د ایت د تفسیر او معنا په اړه په ځینو تفسیري کتابونو کې ډېر روایتونه راغلي دي.[۱۶] لکه څنګه چې د ابن عباس د روایت په استناد له اسوه حسنه مطلب، د پېغمبر(ص) سنت ګڼل شوی دی.[۱۷] ځینې مفسرانو د ایت د معنې په حقیقت کې دوه قوله راوړې دي لومړی دا چې په خپله پېغمبر(ص) اسوه حسنه دی او یا دا چې هغه حضرت په خپله اسوه نه دی بلکې په هغه کې داسې صفت دی چې په هغه صفت کې د اقتدا کولو لپاره غوره او وړ دی.[۱۸]

د بېلګه ګرځولو شرایط

خدای تعالی په دغه ایت کې پېغمبر(ص) د هغو کسانو لپاره تر ټولو ښه بېلګه معرفي کړې چې د خدای په رحمت او د قیامت په ورځ یې ایمان لرلی[۱۹] او دنیاوي او اخروی ثواب ته[۲۰] چې د صالح عمل مېوه ده[۲۱]هیله من وي؛ هغه کسان چې یوه شېبه د خدای له یاده نه غافله کیږي[۲۲]او په هر حالت کې که په سختۍ کې وي او که په آسانۍ کې، د خدای له ذکر څخه یې غفلت نه دی کړی.[۲۳] او هیله له ډېرو اطاعتونو سره یو ځای کوي.[۲۴] که څه هم له ذکر کثیره مطلب یې پینځه ګوني لمونځونه ګنلي دي.[۲۵] پر دې اساس د ایت دوام ته په پام سره ویلی شو چې په خدای او قیامت ایمان او د خدای دایمي ذکر، په پېغمبر(ص) پورې د اقتدا لپاره یوه انګېزه ده.[۲۶]

د پیغمبر د تاسی حدود

له پېغمبر سره تأسي د ایت اطلاق ته په پام سره ټولو جنګي او غیر جنګي زمینو ته شاملیږي.[۲۷]د پېغمبر(ص) اقتدا هم په وینا او هم عمل کې[۲۸] په بله ژبه په ټولو افعالو، احوالو او اخلاقو کې ګڼل شوې ده؛[۲۹] لکه څنګه چې مکارم شیرازي په تفسیر نمونه کتاب کې وایي چې پېغمبر(ص) په لوړو روحیاتو، استقامت او صبر، هوښیارۍ، درایت، اخلاص، خدای ته توجه او د سختیو او ستونزو په وړاندې نه تسلیمیدو کې د ټولو مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره بېلګه ده.[۳۰] ځینې نور بیا د پېغمبر د اقتدا دایره یوازې په صبر [۳۱] یا په جنګونو کې او د ټپونو او پریمانه سختیو په زغملو کې ګنلې ده.[۳۲] او د پېغمبر(ص) په نورو افعالو کې اقتدا که څه هم غوره ګڼي؛[۳۳] خو واجبه یې نه ګڼي.[۳۴]

د تأسی ایت په احزاب جنګ پورې اړوندو نورو ایتونو په مینځ کې نازل شوی دی. ځینې د «لکم»عبادت ته په پام سره د دغه ایت مخاطبان د احزاب په جنګ کې حاضر کسان ګڼلي چې پېغمبر یې په سختیو کې یوازې پرېښود؛[۳۵] خو ځینو نورو مفسرانو د دغه ایت مخاطبان یوازې د جنګ حاضر کسان نه دي ګڼلې او باوري دي چې پېغمبر(ص) په ټولو برخو کې د ټولو مومنانو لپاره غوره بېلګه ده.[۳۶] او د هغه پېروي، د ټولو مسلمانانو لپاره یوه دایمي او همېشه پاتې دنده ده.[۳۷]

د تأسی حکم

د پېغمبر(ص) د اقتدا په وجوب یا استحباب کې د عالمانو تر مینځ اختلاف موجود دی؛ ځینې یې واجب او ځینې نور یې مستحبه ګڼي [یادداشت۳] او ځینو په دغه حکم کې اصل مستحب ګڼلی دی؛ مګر دا چې پر وجوب یې یو دلیل موجود وي اوځینې بیا په تفصیل قایل شوې دي؛ په دې ډول چې په دیني چارو کې په پېغمبر پورې تاسي واجبه او دنیاوي چارو کې مستحب ګڼي.[۳۸]

د آیت پېغامونه

محسن قرائتي په تفسیر نور کتاب کې له دغه ایته ځینې پېغامونه اخستې دي؛ منجمله دا چې د بېلګې معرفي کول د تربیت یوه روده ده او د ښې بېلګې معرفي کول د خلکو د هدایت سبب کېدلی او د بدلي او جعلي بېلګې د پېروۍ مخه نیولی شي.[۳۹] همداراز د قرآن مهر تفسیر کتاب لیکوال له دغه ایته په یو اخستون کې د ټولو انسانانو لپاره د بېلګې په ضرورت سربېره، د اسلام رهبر د ټولو لپاره ښه بېلګه ګڼلې ده.[۴۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. احزاب: ۲۱
  2. ترجمه محمدمهدی فولادوند
  3. جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۶۸.
  4. نظام الاعرج، غرائب القرآن، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۴۵۵.
  5. طوسی، التبیان، بیروت، ج۸، ص۳۲۸؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۴۸؛ سبزواری، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۹ق، ص۴۲۵.
  6. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش،ج۱۴، ص۱۵۵، طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۱، ص۹۱.
  7. ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۲۲؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۱، ص۹۱.
  8. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۲۰۵.
  9. سوره ممتحنه، آیه ۴، ۶
  10. ابن منظور، لسان العرب، بیروت، ج۱۴، ص۳۵.
  11. راغب اصفهانی، مفردات ألفاظ القرآن، بیروت، ص۷۶.
  12. ابن عطیه، المحرر الوجیز، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۷۷؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۶، ص۳۳۰.
  13. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۷، ص۳۴۴.
  14. سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۵۳؛ جرجانی، درج الدرر، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۴۵۶.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۳.
  16. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۸۹؛ قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش ج۱۰، ص۳۴۹.
  17. ماتریدی، تأویلات أهل السنة، ۱۴۲۶ق، ج۸، ص۳۶۸.
  18. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵۳۱؛ قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ج۸، ص۳۳۵.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۱.
  20. طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۵، ص۱۷۹.
  21. ابن عطیه، المحرر الوجیز، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۷۷.
  22. سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۵۳.
  23. ثعلبی، الکشف و البیان، ج۸، ص۲۲؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۱، ص۹۱.
  24. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۳۰۸.
  25. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۲۰۵.
  26. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۳.
  27. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۶، ص۳۳۱.
  28. طوسی، التبیان، بیروت، ج۸، ص۳۲۸؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۱۶، ص۲۸۸.
  29. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۴، ص۱۵۵؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۱۸۰؛ شکوری، تفسیر شریف لاهیجی، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۶۲۲.
  30. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۲.
  31. ابن جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۴۵۵؛ ثعالبی، تفسیر الثعالبی، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۳۴۰.
  32. ابن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۴۸۳؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۱۰۰۸م، ج۵، ص۱۷۹؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۵، ص۳۷۹.
  33. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۳۰۸؛ طوسی، التبیان، بیروت، ج۸، ص۳۲۸.
  34. طوسی، التبیان، بیروت، ج۸، ص۳۲۸.
  35. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۲۰۵؛ دینوری، الواضح، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۷۴.
  36. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۶، ص۳۳۱؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۷، ص۳۴۴.
  37. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۱۶، ص۲۸۸.
  38. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۴، ص۱۵۶.
  39. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۷، ص۳۴۵.
  40. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۶، ص۳۳۲-۳۳۳.

سرچينې

  • ابن سلیمان، مقاتل، تفسیر مقاتل بن سلیمان، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۳ق.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، چاپ سوم، بی‌تا.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، زاد المسیر فی علم التفسیر، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌عطیه، عبدالحق بن غالب، المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ثعالبی، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر الثعالبی المسمی بالجواهر الحسان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان المعروف تفسیر الثعلبی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • جرجانی، عبدالقاهر بن عبدالرحمن، درج الدرر فی تفسیر القرآن العظیم، عمان، دارالفکر، ۱۴۳۰ق.
  • جمعی از پژوهشگران، زیر نظر سیدمحمود هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، موسسه دائره المعارف فقه اسلامی، ۱۴۲۶ق.
  • دینوری، عبدالله بن محمد، الواضح فی تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، بیروت، دارالقلم، بی‌تا.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهش‌های تفسیر و علوم قرآن، ۱۳۸۷ش.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • سبزواری، محمد، ارشاد الاذهان الی تفسیر القرآن، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
  • سمرقندی، نصر بن محمد، تفسیر السمرقندی المسمی بحر العلوم، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۶ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
  • شکوری، محمد بن علی، تفسیر شریف لاهیجی، تهران، دفتر نشر داد، ۱۳۷۳ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر القرآن العظیم، اربد اردن، دارالکتاب الثقافی، ۲۰۰۸م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، قم، حوزه علمیه قم، مرکز مدیریت، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، تفسیر الصافی، تهران، مکتبة الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • قرائتی، محسن، قرائتی، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
  • قرشی بنابی، علیاکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • کامیابی، محمدمهدی، تأملی در معناشناسی واژه اسوه در قرآن و حدیث، مجله علوم حدیث، سال بیست و سوم، شماره دوم، ۱۳۹۷ش.
  • ماتریدی، محمد بن محمد، تأویلات أهل السنة، دارالکتب العلمیة، بیروت، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۲۶ق.
  • مغنیه، محمدجواد، مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ش، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • نظام الاعرج، حسن بن محمد، تفسیر غرائب القرآن و رغائب الفرقان، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۶ق.