د جمعې د لمانځه آیت

د wikishia لخوا

د جمعې د لمانځه آیت د جمعې د سورت نهم آیت دی چې د جمعې په لمانځه کې د ګډون او په هغه کې د پېر او پلور پرېښودلو امر کوي. د ځينو فقهاوو د فتوا له مخې، د دې آيت پر بنسټ، پر مسلمانانو د جمعې په لمانځه کې ګډون واجب دى او په دې ترڅ کې سوداګري حرامه ده. د علامه طباطبايي په وينا د آيت له مفهومه څرګنديږي چې د جمعې د لمانځه په وخت کې هر هغه عمل چې انسان يې له ترسره کولو څخه منع کوي، حرام دی. ځینو فقهاوو د جمعې په لمانځه کې ګډون واجب ګڼلی او د جمعې د لمونځ د ادا کولو په وخت کې په ځانګړې توګه د معصومینو علیهم السلام د حضور په وخت کې، سوداګري حرامه ګڼلې ده. د آيت شان نزول د مسلمانانو د جمعې لومړۍ لمونځ ګڼل شوى دى، چې د اسعد بن زراره په امامتۍ کې ترسره شو.

د آیت متن او ژباړه

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ‌ اللَّـهِ وَذَرُ‌وا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ‌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴿۹﴾

ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی کله چې د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره غږ (اذان) وشي نو د خدای ذکر (د جمعې لمونځ) ته وځغلئ او اخستل خرڅول (تجارت) پريږدئ که تاسو پوهيږئ نو دا ستاسو لپاره غوره ده.

شأن نزول

طبرسي چې د مجمع البيان ليکوال دی، د جمعې د لمانځه د آيت نزول په مدينه کې د اسلام د پيغمبر(ص) له هجرت څخه مخکې د مسلمانانو د لومړۍ جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال ګڼلي.[۱] د هغه د راپور له مخې مسلمانانو پریکړه وکړه چې د دې لپاره ځانګړې ورځ ولري ځکه چې دوی ولیدل چې یهود او نصاری په اونۍ کې یوه ورځ راټولیږي او عبادت کوي. [جمعه|د جمعې په ورځ]] د اسعد بن زرارة خوا ته راټول شول، د هغه په امامتۍ کې یې لمونځ ادا کړ او دغه ورځ یې د جمعې ورځ وبلله. له دې سببه چې په دې لمانځه کې د مسلمانانو يوې وړې ډلې ګډون وکړ، نو د جمعې د لمانځه آيت نازل شو او په دې لمانځه کې د ګډون کولو امر وشو.[۲]

تفسیر

د تفسیر نمونه له مخې په آیت کې د لمانځه لپاره غږ کولو مطلب اذان دی. ځکه چې په اسلام کې له اذان پرته د لمانځه لپاره بل غږ نشته. له همدې امله د قرآن په بل ځای کې راغلي دي: «وَ إِذا نادَیتُمْ إِلَی الصَّلاة»(او كله چې ته خلك لمانځه ته رابلې). د دې خبرې په اساس د دې آيت معنا دا ده چې كله د جمعې په ورځ د ماسپښين اذان وشي، نو مسلمانان باید چې خپل كارونه پرېږدي او د جمعې د لمانځه لپاره بيړه وكړي[۳] د الميزان د تفسير پر بنسټ په دغه آيت کې د جمعې د لمانځه پر وجوب او په هغه کې د تجارت پر ممانعت ټينګار شوی دی[۴] د دې کتاب له مخې د «وَ ذَرُوا البَیع» (سوداګري پرېښدئ)، دا یوازې له تجارته منع نه کوي؛ بلکي له هر هغه کار څخه چي انسان د جمعې له لمانځه منع کوي، منع کوي. د دې مسئلې دليل د دې آيت مفهوم دى، چې د جمعې د لمانځه په وخت كې د بل كار كول روا نه دي؛[۵] البته دا حكم يې د معصوم امام د حضور په وخت پورې خاص شوی ګڼلى دى. چې هغه وخت کې د جمعې په لمانځه کې حاضرېدل عینی واجب دي.[۶]

د جمعې لمونځ

اصلی مقاله: د جمعې لمونځ

د جمعې لمونځ دوه رکعته لمونځ دی چې د جمعې په ورځ د ماسپښین د لمانځه پر ځای په جماعت سره ادا کیږي[۷] د جمعې لمونځ دوه خطبې لري چې باید د جمعې د امام له خوا له لمانځه مخکې ادا شي.[۸] دا لمونځ هم دوه قنوتونه لري، لومړی قنوت د رکوع څخه مخکي په لومړي رکعت کي او دوهم قنوت د رکوع څخه وروسته په دوهم رکعت کي ويل کيږي.[۹] شیعه فقهاء د جمعې د لمانځه ادا کول د معصومینو په حضور کې واجب عیني ګڼي[۱۰] خو د غیبت په زمانه کې په دې مسله کې اختلاف دی.[۱۱]

د امام خمیني، آیت الله خوي، آیت الله اراکي، ایت الله تبریزي، ایت الله سیستاني او ایت الله مکارم شیرازي په شمول د ډیرو معاصرو د تقلید مراجعو د فتواو له مخې، د جمعې لمونځ واجب تخییري دی؛ یعني انسان کولای شي د جمعې په ورځ یا د ماسپښین څلور رکعته لمونځ وکړي او یا د جمعې لمونځ.[۱۲]

د فقهې په کتابونو کې دې آیت سره دلیل راوړل

د فقهې په کتابونو کې د جمعې د لمانځه آیت په هغو مواردو کې راغلی دی لکه د جمعې د لمانځه د فرضیت ثابتول، له اذان وروسته خطبه لوستل او د جمعې د لمانځه په وخت کې د تجارت حرمت.[۱۳] د بېلګې په توګه علامه حلي ليکلي دي: په آيت کې د «نُودِی لِلصَّلاة» له کلمې وروسته د کوښښ فرض (فَاسْعَوْا) کارول شوی چې په اذان باندې دلالت کوي، له دې څخه څرګندېږي چې د جمعې د لمانځه خطبه له اذان وروسته ورکول واجب دي.[۱۴]

د جمعې په ورځ د دې آیت د تلاوت کول سنت

د من لایحضره الفقیه، کتاب په یوه روایت کې راغلي چې په مدینه منوره کې دا رواج وو چې کله به یې د جمعې د لمانځه اذان لوستلو نو ویل به یې چې تجارت حرام شو او بیا به یې د جمعې د لمانځه آیت تلاوت کاوه.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲، ج۱۰، ص۴۳۱، ۴۳۲.
  2. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲، ج۱۰، ص۴۳۱، ۴۳۲.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۲۶.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۲۷۳.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۲۷۳.
  6. سروش، «اقامه جمعه در دولت اسلامی»، ص۱۰۱.
  7. توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۰۶۲، ۱۰۶۳، ۱۰۶۸.
  8. توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۰۶۸.
  9. توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۰۶۸.
  10. سروش، «اقامه جمعه در دولت اسلامی»، ص۱۰۱.
  11. سروش، «اقامه جمعه در دولت اسلامی»، ص۱۰۱.
  12. وګورئ: توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۰۶۲، ۱۰۶۴، ۱۰۷۹، ۱۰۸۳.
  13. مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۴؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱۰، ص۱۷۲؛ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۹۸.
  14. علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۳.
  15. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۹.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره فی احکام العترة الطاهره، تحقیق محمدتقی ایروانی و سیدعبدالرزاق مقرم، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • توضیح المسائل مراجع، تحقیق سیدمحمدحسین بنی‌هاشمی خمینی‌، قم، ‌چاپ هشتم، ۱۳۹۲ق.‌
  • سروش، محمد، «اقامه جمعه در دولت اسلامی»، حکومت اسلامی، ش۳۲، ۱۳۸۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، ابوجعفر محمد بن حسن، الخلاف، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه فی احکام الشریعة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • محقق حلی، نجم الدین محمد بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سید الشهداء، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.