د حضرت فاطمې(س) جنازه او تدفین
- دا مقاله د حضرت فاطمه(س) د جنازې او تدفین په اړه ده. د اړونده پیښو په اړه د معلوماتو لپاره، د حضرت فاطمه(س) شهادت او د حضرت فاطمه(س) د دفن ځای مدخلونه وګورئ
د حضرت فاطمې(س) جنازې کول او تدفین په یوولسم هجري قمري کال د حضرت فاطمې(س) په پټه جنازه کېدو او د شپې ښخېدو ته اشاره لري. فاطمې(س) وصیت کړی و چې هغه د شپې او په پټه ښخه کړئ چې ابوبکر بن ابی قحافه او عمر بن خطاب یې خاورو ته سپارلو کې نه وي. دغه وصیت په خلفاوو د فاطمې د اعتراض او د پېغمبر(ص) له رحلته له وروسته پېښو د هغې د خپګان نښه بلل شوې ده.
د فاطمې جنازه د ډېرو کمو کسانو لکه امام علی(ع)، حسنین(ع)، عقیل بن ابیطالب، عباس بن عبدالمطلب، عمار یاسر، مقداد بن اسود، زبیر بن عوام، ابوذر غفاري او سلمان فارسي په شتون او د ابوبکر او عمر له شتونه پرته ښخه کړې شوه، د فاطمې(س) د ښخولو ځای نامعلوم دی.
د حضرت فاطمې(س) د شپې له ښخېدو د خلکو له خبریدو وروسته عمر بن خطاب د هغې د قبر د سپړلو او په هغه بي بي د بیا لمونځ کولو غوښتنه وکړه خو د امام علي(ع) له ګواښه وروسته له خپلې غوښتنې تېر شو.
د حضرت فاطمه(س) شهادت
اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) شهادت
د پېغمبر اکرم(ص) لور فاطمه(س) له یوې مودې له ناروغۍ او د پېغمبر له رحلته وروسته پېښو څخه د رسېدلو جسمي تاوانونو په وجه د هجرت په یوولسم کال له دنیا لاړه.[۲] د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته له څلویښتو شپو تر اتو میاشتو پورې د هغې د شهادت په تاریخ کې اختلاف موجود دی.[۳] د پېغمبر اکرم(ص) له رحلته وروسته ۹۵ ورځې[۴] یعنې د جمادی الثاني په دریمه[۵] یې د شیعو په نزد تر ټولو نزدې قول ګڼلی دی.[۶] او د پېغمبر(ص) له رحلته پینځه اویا ورځې یعنې د جمادي الاول ۱۳[۷] نور نقلونه دي.
د جنازې کولو لپاره د خلکو راغونډېدل
حضرت فاطمه د لمر له پرېوتو وروسته له دنیا لاړه.[۸] په روضة الواعظین کې د فَتّال نیشابوري په نقل، د مدینې خلک په ژړا انګولا د امام علي(ع) کور ته لاړل او په تمه پاتې شول چې په جنازه لمونځ وکړی؛ خو ابوذر خلکو ته ورغی او وې ویل: د پېغمبر د لور د جنازې کول ځنډل شوې دي او خلک خواره شول.[۹]
د پېغمبر(ص) تره عباس له امام علي(ع) وغوښتل چې مهاجران او انصار په جنازې او د لمانځه لپاره راغونډ کړ چې په دې کار کې د دین لپاره ښکلا ده. امام علي(ع) یې په ځواب کې وویل چې دهغه په سپارښتنه عمل نه شي کولی، ځکه چې فاطمه(س) وصیت کړی چې د هغې جنازه دې په پټه وشي.[۱۰] د سلیم بن قیس په نقل د فاطمې د وفات په شپه ابوبکر او عمر له امام علي(ع) وغوښتل چې د فاطمې په جنازې په لمونځ کولو کې له هغوي مخکې نه شي.[۱۱]
لامبول(غسل)، کفن او لمونځ
فاطمې(س) وصیت وکړ چې مېړه دې یې علي(ع) د هغې بدن ته غسل ورکړي.[۱۳] همداراز له اسماء بِنْت عُمَیس یې وغوښتل چې د هغې د بدن په غسل کې له امام علي(ع) سره مرسته وکړي.[۱۴] امام علي او اسماء د فاطمې د وصیت مطابق، هغې ته غسل ورکړ[۱۵] او کفن یې کړه.[۱۶]
حسین بن عبدالوهاب په عیون المعجزات کتاب کې[۱۷] او محمد بن جریر طبري په دلایل الامامه کتاب کې[۱۸] په پینځمې قمري پېړۍ کې له شیعه عالمانو نقل کړې چې یوازې امام علي(ع) له امام حسن(ع) او امام حسین(ع) سره یو ځای د فاطمې(س) په جنازه لمونځ وکړ.
په ځینو سرچینو کې د ګډونکوونکو شمېر زیات ذکر شوی دی منجمله د پېنځمې او شپږمې پېړۍ شیعه عالم فتال نیشابوري په روضة الواعظین کې[۱۹] او د شپږمې پېړۍ عالم فضل بن حسن طبرسي په اعلام الوری کتاب[۲۰] کې نقل کړې چې پر امام علي او حسنینو(ع) سربېره د امام علي ورور عقیل، عمار، مقداد، زبیر، ابوذر، سلمان، بُرَیدة بن حصیب او یو شمېر بني هاشمو د حضرت فاطمې(س) په جنازې لمونځ وکړ او هغه یې ښخه کړه. علامه مجلسي په بحارالانوار کې یو روایت نقل کړی چې په د حضرت فاطمه په ښخولو کې موجود کسان،سلمان فارسی، مقداد، ابوذر غفاری، عبدالله بن مسعود، عباس بن عبدالمطلب او زبیر بن عوام وو.[۲۱] د سلیم بن قیس په کتاب کې راغلي دي چې د پېغمبر تره عباس د حضرت فاطمه(س) په جنازې امام و.[۲۲]
د خلکو د نه خبرولو لامل
د لمانځه او ښخولو د دستورو د پټ ساتلو علت د فاطمې(س) وصیت و؛ د فتال نیشابوري په وینا فاطمې(س) امام علي(ع) ته وصیت کړی و چې له هغو کسانو چې په هغې یې ظلم کړی او حق یې غصب کړی دی یو کس دې هم په هغې لمونځ ونه کړي او په جنازې کې دې یې برخه وانه خلي.[۲۳] هغې همداراز وصیت وکړ چې د شپې په تیاره کې یې چې خلک اوده وي، ښخه کړي.[۲۴]
شیخ صدوق هم روایت کړی چې کله یې له امام علي(ع) په پټه او په شپه کې د فاطمې(س) د ښخولو پوښتنه وکړه، امام په ځواب کې وفرمایل: فاطمه له ځینو کسانو غصه وه او نه یې غوښتل هغوي یې په جنازه کې شرکت وکړي.[۲۵] په دریمې هجري قمري پېړۍ کې اهل سنت عالم ابن قتیبه دینوري هم نقل کړې چې فاطمه وصیت وکړ چې د شپې یې ښخه کړي چې ابوبکر یې په ښخولو کې نه وي موجود.[۲۶]
خاورو ته سپارل
اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) د دفن ځای
«ای د خدای رسوله، ستا د غوره لور په مرګ مې صبر کم دی او توان او سېکه مې له لاسه تللې .. هغه امانت درستون کړی شو او هغه امانت خپل څښتن ته ورسېد. زما غم پای نه لري؛ ټوله شپه مې سترګو له خوب نه راځي تر دې چې خدای زما لپاره هغه سرای چې تاسو ورته تللي یئ، اختیار کړي. ډېر زر به دې لور خبر کړي چې څنګه دې امت راغونډ شو او په هغې یې ظلم وکړ.»[۲۷]
په یعقوبي تاریخ کې د دریمې پېړۍ له تاریخي سرچینو راغلي دي چې د فاطمه(س) جنازه د شپې ښخه کړی شوه او خاورو ته د سپارلو په وخت یوازې سلمان، ابوذر او مقداد موجود وو.[۲۸] فتال نیشابوري د موجودو کسانو شمېر تر دې لږ زیات ګڼلی دی.[۲۹] د امام علي د یوې وینا له مخې د فاطمه(س) د ښخولو په وخت د خدای د پېغمبر(ص) لاسونو ته ورته دوه لاسونه د قبر له دننه راښکاره شوه او د فاطمه(س) په ښخولو کې یې مرسته کړې ده.[سرچینې ته اړتیا]
امام علي(ع) د فاطمې(س) له ښخولو وروسته، د هغې د قبر نښې له مینځه یوړې چې قبر یې معلوم نه وي.[۳۰]
د فاطمه(س) قبر او حتی هغه ځای چې پکې قبر موجود دی نامعلوم دی. د هغې د ښخېدو د ځای په اړه مختلف نقلونه راغلې دي،[۳۱] منجمله:
- روضة النبی[۳۲]
- د حضرت فاطمه او امام علي(ع) کور. دا ځای د بني امیه و په زمانه کې د مسجد النبي په پراختیا سره د جومات یوه برخه وګرځېد.[۳۳]
- ځینو سرچینو په مطلقه توګه د بقیع هدیره د حضرت فاطمه(س) د ښخېدو ځای ذکر کړی دی.[۳۴]
- د عقیل ابن ابیطالب کور[۳۵] د عقیل کور د بقیع هدیرې ته نزدې یوه لوی کور و[۳۶] چې د فاطمه بنت اسد، عباس بن عبدالمطلب او څو نورو شیعه امامانو له ښخېدو وروسته دغه ځای له استوګن ځایه په یو زیارت ځای بدل شو.[۳۷]
له ښخولو وروسته پېښې
همداراز وګورئ: د فاطمه(س) د قبر د پټولو لپاره د نورو قبرونو جوړول
امام علي د فاطمه(س) د قبر د پټولو او د دې لپاره چې څوک یې ونه مومي، د قبر د نښو پر ختمولو سربېره [۳۸] اوه نور قبرونه[۳۹] او په یو قول څلویښت قبرونه[۴۰] جوړ کړل.
د سلیم بن قیس په کتاب کې راغلي دی، د فاطمه(س) له ښخولو په بله ورځ سهار، ابوبکر او عمر بن خطاب له خلکو سره یو ځای د فاطمه په جنازې د لمانځه لپاره ورغلل او مقداد هغوي ته وویل چې جنازه یې بیګا ښخه کړې ده.[۴۱]
خلک چې د فاطمې(س) له ښخول کېدو خبر شول نو په دې وجه چې د پېغمبر(ص) د یوازینۍ لور په جنازه کې یې شرکت نه و کړی، خپه وو او یو بل یې ملامتول.[۴۲]
د سلیم بن قیس په نقل، عمر بن خطاب په پټه له جنازې او دفنه له خبرېدو وروسته ابوبکر ته وویل: ما تاته ویلي وو چې دوي به داسې کوي.[۴۳] همداراز عمر بن خطاب له عباس بن عبدالمطلب سره شخړه وکړه او بني هاشم یې په حسد کولو تورن کړل. عباس هم دا د فاطمه وصیت وباله او وې ویل هغې وصیت کړی و چې تاسو دواړه پرې لمونځ ونه کړئ.[۴۴]
د هغه څه مطابق چې په بحارالانوار کې راغلي عمر بن خطاب [یادداشت۱] وویل: ځینې مسلمانې ښځې راولئ چې قبر وسپړي او او د فاطمې جنازه پېدا کړي، چې مونږ پرې لمونځ وکړو او بیا یې ښخه کړو او د قبر زیارت یې وکړو.[۴۵] کله چې دا خبر امام علي(ع) ته ورسېد، ډېر غصه شو او توره یې راووېستله او بقیع ته لاړ [۴۶] او له هغه شخړې وروسته چې د هغه او عمر تر مینځ وشوه،[۴۷] عمر ته یې وویل: که توره مې له تیکي راووېستله واپس یې نه ږدم تر هغې چې تا ووژنم.[۴۸] هغه همداراز هغو کسانو ته چې د قبر پرانستل یې غوښتل وویل چې که چا له قبره کاڼی هم پورته کړ وبه یې وژني.[۴۹] له دغه ګواښونو وروسته عمر له خپلې ارادې تېر شو.[۵۰] د ځینو نقلونو له مخې له دغو خبرو وروسته، ابوبکر امام علي(ع) قرار کړ او وې ویل هغه کار به ونه کړي چې د علي(ع) نه خوښیږي.[۵۱]
فوټ نوټ
- ↑ «لاهوت در تابوت»، پایگاه آرتیبیشن.
- ↑ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۹۳.
- ↑ شهیدی، زندگانی فاطمه زهرا، ۱۳۶۳ش، ص۱۵۴.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۰.
- ↑ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۹۳.
- ↑ شبیری، «شهادت فاطمه(س)»، ص۳۴۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۲۴۱ و ۴۵۸.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۲۰۰.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱-۱۵۲.
- ↑ شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۱۵۶.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۷۰.
- ↑ «مجموعه آثار استاد رضا بدرالسماء برای حضرت زهرا(س)»، سایت رهیافته.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۱۵.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۶۴.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۱۵.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۲۰۱.
- ↑ ابنعبدالوهاب، عیون المعجزات، قم، ص۵۵.
- ↑ طبری آملی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۶.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱-۱۵۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۰.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۲۰۰.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۷۰.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱.
- ↑ شیخ صدوق، الأمالی، ۱۴۰۰ق، ص۶۵۸.
- ↑ ابنقتیبه، تأویل مختلف الحدیث، ۱۹۹۹م، ص۴۲۷.
- ↑ نهج البلاغة، خطبه ۱۹۳، ۱۳۷۷ش، ص۴۲۰-۴۲۱.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۱۵.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱-۱۵۲.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۱۹۳.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۰.
- ↑ طبری آملی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۶۱.
- ↑ ابنعبدالوهاب، عیون المعجزات، قم، ص۵۵.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۹۹.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۳۳.
- ↑ نجمی، «قبر فاطمه(س) یا قبر فاطمه بنت اسد»، ص۱۰۰.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۶۳.
- ↑ ابنعبدالوهاب، عیون المعجزات، قم، ص۵۵.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۷۰-۸۷۱.
- ↑ ابنعبدالوهاب، عیون المعجزات، قم، ص۵۵؛ طبری آملی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۶.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۷۱.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۳۰۴.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۲۱۲.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۲۱۲.
- ↑ طبری آملی، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۷.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۳۰۴.
- ↑ طبری آملی، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۷.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۳۰۴.
- ↑ طبری آملی، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۷.
سرچينې
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- ابنشهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل ابیطالب علیهالسلام، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
- ابنعبدالوهاب، حسین، عیون المعجزات، قم، مکتبة الداوری، چاپ اول، بیتا.
- ابنقتیبه دینوری، عبدالله بن مسلم، تأویل مختلف الحدیث، بیجا، الاشراق، ۱۹۹۹م.
- سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، محقق و مصحح: محمد انصاری زنجانی خوئینی، قم، نشر الهادی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
- شبیری، سید محمدجواد، «شهادت فاطمه(س)»، دانشنامه فاطمی(س)، ج۱، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
- شهیدی، سید جعفر، زندگانی فاطمه زهرا(س)، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۳ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، اعلمی، بیروت، چاپ پنجم، ۱۴۰۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد و سلاح المتعبّد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- طبری آملی، محمد بن جریر، دلائل الامامة، قم، بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: ابراهیم، محمد ابوالفضل، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- «لاهوت در تابوت»، پایگاه آرتیبیشن، تاریخ بازدید: ۱۳ خرداد ۱۴۰۱ش.
- «مجموعه آثار استاد رضا بدرالسماء برای حضرت زهرا(س)»، سایت رهیافته، تاریخ درج مطلب: ۱۲ اسفند ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۱ فروردین ۱۴۰۱ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- نجمی، محمدصادق، «قبر فاطمه(س) یا قبر فاطمه بنت اسد»، میقات حج، شماره۷: بهار ۱۳۷۳ش.
- نهج البلاغة، ترجمه عبدالمحمد آیتی، تهران، نشر و پژوهش فرزان روز، ۱۳۷۷ش.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، چاپ اول، بیتا.