د حضرت فاطمه(س) د دفن ځای

د wikishia لخوا
دا مقاله د حضرت فاطمه(س) د دفن د ځای په هکله ده. د تړلي پیښو د خبرتیا لپاره د حضرت فاطمه(س) د جنازې او د حضرت فاطمه(س) شهادت مقالې کتلی شئ.

د حضرت فاطمې(س) د دفن ځای یو نامعلوم ځای دی چې د هغې ځای په هکله ډېر احتمالي ځایونه لکه د حضرت فاطمې(س) کور، د پیغمبر(ص) روضه، بقیع او د عقیل کور(د بقیع د امامانو قبرونه) بیان شوي دي. د فاطمې(س) کور د شیعه علماوو له مشهورو نظریو څخه شمیرل کیږي. که څه هم شیخ طوسي په دې باور دی چې اکثره شیعه عالمان د پيغمبر(ص) روضه د هغې بی بی د دفن کولو ځای خورا قوي ګڼي. د علامه مجلسی په وینا، د شیعو د عقیدې له مخې، روضه د فاطمې(س) کور ته هم شاملیږي. له همدې امله ځينو څېړونکو د روضې قول د کور د قول تأييد ګڼلی دی.

سید جعفر مرتضي عاملي چې یو تاریخ پوه دی د حضرت فاطمې(س) د قبر د موقعیت معلومول ناشوني ګڼلي دي. د شیخ طوسي او امین الاسلام طَبْرسی په وینا، غوره ده چې د حضرت فاطمې(س) زیارت په دریو واړو ځایونو کې وشي: روضة النبی، د فاطمه(س) کور او د بقیع په هدیره کې.

شيعه په دې اند دي چې د فاطمې(س) د قبر د نه پيژندلو دليل دا دى چې د فاطمې د وصیت مطابق هغه په پټه دفن شوې وه. د دوي په وینا، فاطمې(س) د امام علی(ع) د خلافت د غصبولو، د فدک د نیولو او د مسلمانانو له هغې سره د مرستې نه کولو له امله امام علی ته وصیت وکړ چې هغه دې په پټه دفن شي.

اکثره سني عالمان د حضرت فاطمه(س) قبر د امام بقيع په مقبره کې ګڼي. يو شمېر شيعه عالمانو د دې نظر د څرګندولو موخه د فاطمې(س) د قبر د پټیدو په اړه د شيعه پيروانو د مذهبي فشار کمول ګڼلي دي.

د حضرت فاطمة الزهرا(س) د ښخولو د ځای په اړه ځینې کتابونه هم لیکلي شوي دي لکه: «مرقدُ سیّدةِ النِّساءِ فاطمةِ الشهیدةِ الزهراء(س) فی اَیِّ مکان؟!» او «اَیْنَ قبرُ فاطمة(س)»

د دفن د ځای اهمیت

د حضرت فاطمې(س) د ښخولو موضوع د شيعه ګانو په کلامي كتابونو كې راغلې ده او د هغې له پټ شونې د لومړي خليفه ابوبكر په غندنه كې ګټه اخستل شوې ده.[۱] شیعه د حضرت فاطمې(س) د قبر ځای پټیدل په دې باندې دلیل ګني چې هغه بي بي له ابوبکر او عمر ناراضي وه، ځکه چې دوي ترې خلافت او فدک غصب کړی و.[۲] د سید محمد حسین جلالي (وفات 1399) په وینا، فاطمې وصیت وکړ چې په پټه ذفن شي د دې لپاره چې تاریخ د هغې د شهادت عوامل هېر نه کړي.[۳]

د فاطمې د قبر پټ شونه په ادبیاتو کې منعکس شوي دي.[۴] د بېلګې په توګه د ایران معاصر شاعر سید محمد حسین شهریار په دې اړه لیکلي دي:[۵]






بر سرِ دوشْ جسم بی‌جانی حمل می‌شد به نقطه‌ای مرموز
همه خواهان به دلْ درازیِ شب گرچه شب بود تلخ و طاقت‌سوز
تا مگر رازِ شب نگردد فاش نَبَرَد پی به راز شبْ دلِ روز
رازِ شب بود پیکر زهرا که شب آغوشِ خاکْ گشتش جا


احتمالي ځایونه

شيعه علماوو د حضرت فاطمې(س) د دفن د ځاى په اړه ځینې احتمالات وړاندې کړي دي.[۶] مشهور نظر دا دی چې هغه بي بي په خپل کور کې دفن شوې ده؛[۷] که څه هم د شیعه محدث شیخ طوسي او نورو ډېرو شیعه پوهانو په وینا بي بي فاطمه په روضة النبي کې خاورو ته سپارل شوې ده.[۸] د شيعو په سرچینو کې نور احتمالات هم راغلي دي چې په هغو کې د بقيع هدیره،[۹] او د عقيل کور (د بقيع د امامانو قبرونه) هم شامل دي.[۱۰]

سید جعفر مرتضی عاملی چې شیعه مورخ دی، د حضرت فاطمې(س) د قبر د ځای معلومول ناممکن ګڼلی دی.[۱۱]] د شیخ طوسي[۱۲] او امین الاسلام طبرسي[۱۳] په وینا غوره دا ده چې د حضرت فاطمه(س) د قبر زیارت په دریو واړو ځایونو کې وشي؛ روضة النبی کې، د فاطمه(س) کور او بقیع[۱۴] کې. سید ابن طاووس په مصباح الزائر کې د زیارت ځای روضة النبی ګڼلی دی.[۱۵] خو په اقبال کتاب کې راغلي چې د رسول الله(ص) کوټه د هغه بي بي د زیارت ځای دی.[۱۶]

په مسجد نبوي کې د فاطمې(س) د کور نقشه چې د فاطمې(س) د دفنولو له ځایونو څخه یو ځای ګڼل شوی دی.

د حضرت فاطمه(س) کور

همدارنګ وګورئ: د حضرت فاطمه(س) کور

د شيعه علماوو په منځ کې مشهوره نظريه دا ده چې فاطمه(س) په خپل کور کې دفن شوې ده[۱۷] شيخ صدوق،[۱۸] ابن ادريس حلي،[۱۹] ابن طاووس،[۲۰] علامه مجلسي[۲۱] او سيد محسن امين[۲۲] هم دا امکان د نورو امکاناتو په پرتله پیاوړی ګڼلی شو. د دوي دلیل د امام رضا(ع) یو روایت[۲۳] دی چې له مخې یې فاطمه(س) په خپل کور کې دفن شوې او کله چې بنی امیه جومات پراخاوه نو په مسجد نبوي کې دننه یې قبر راغلی دی.[۲۴]

د ځینو شیعه پوهانو په وینا، هغه روایت چې امام علی(ع) فاطمه(س) د پیغمبر(ص) په څنګ کې دفن شوې معرفي کوي[۲۵] په کور کې د هغې د دفنیدو احتمال تاییدوي؛ ځکه چې د پېغمبراکرم(ص) د دفن ځای ته تر ټولو نږدې ځای د فاطمې(س) کور دی،[۲۶] او دا ویاړ چې پیغمبر(ص) سره څنګ ته دفن شي دا یو بل تایید دی، لکه څه رنګ چې امام حسن(ع) هم وصیت وکړ چې د رسول الله(ص) د قبر تر څنګ دې دفن شي.[۲۷]

ځينو شيعه عالمانو په کور کې د ښخولو احتمال له هغو روايتونو سره مخالف ګڼلى دى چې وايي امام علي(ع) د فاطمې(س) جنازه د ښخولو لپاره له کوره بهر کړې وه.[۲۸] د دې په ځواب کې ویلي شوي دي چې هغه جنازه حقیقي نه وه بلکې د جنازې مراسم جوړ شوي وو.[۲۹] او یا د دې لپاره جنازه جوړه شوې وه چې د قبر اصلي ځای پټ وساتي.[۳۰] د شیعه څیړونکو څخه یو په دې باور دی چې جنازه د علي(ع) او فاطمې(س) له بل کور څخه چې بقیع ته نږدې و د فاطمې(س) د بل کور په لور شوې وه.[۳۱] د هغه په باور، د پیغمبر(ص) له وفات وروسته پیښې د فاطمې(س) په کور باندې د برید په شمول د بقیع په کور کې پیښ شوي وو.[۳۲]

روضةالنبی

همدارنګ وګورئ: روضة النبی

شیخ مفید په خپل کتاب المُقْنَعه کې د فاطمې(س) د دفنیدو احتمال په روضة النبی کې صحیح ګڼلی دی[۳۳] او شیخ طوسي چې یو شیعه عالم دی، د فاطمې(س) په روضة النبی کې د دفنیدو قول د اکثرو شیعه عالمانو باور ګڼلی دی.[۳۴] روضة النبی په مسجد النبی کې د منبر او د پیغمبر(ص) د قبر مبارک تر مینځ فاصله ده چې پیغمبر(ص) هغه ځای د جنت له شنو ځایونو یو روضه (یو شین ځای[۳۵]) بللی دی[۳۶] د معانی الاخبار د یو روایت له مخې پیغمبر(ص) هغه ځای ته ځکه روضه نامه ورکړې وه چې د فاطمې(س) د دفن ځاى دى.[۳۷]

امین الاسلام طبرسي د شپږمې هجري قمري پېړۍ مفسر او متکلم،[۳۸] او ابن شهر آشوب چې د شپږمې قمري پیړۍ مفسر او محدث دی[۳۹] د کور او د روضې دواړه احتمالات یې حقیقت ته نږدې ګڼلي دي. شیخ طوسي دغه دوه احتمالات یو له بل سره نږدې ګڼلي دي.[۴۰] او علامه مجلسي دا دواړه د جمع کیدو وړ ګڼلي دي؛ ځکه چې د شيعو د عقيدې له مخې روضه د فاطمې(س) کور ته هم شاملیږي[۴۱] له همدې امله ځينو څیړونکو د روضې قول د کور د قول تاييد ګڼلى دى.[۴۲]

د بقیع هدیره

همدارنګ وګورئ: بقیع

په مسجد نبوي کې د فاطمې(س) په کور کې دننه؛ د فاطمې(س) محراب او د محراب شاته زيارت چې خلک يې فاطمې(س) ته منسوب ګڼي.

د اوومې پیړۍ د شیعه مورخ بهاءالدین اِرْبِلی په وینا، د خلکو او تاریخ پوهانو په منځ کې دا مشهوره ده چې فاطمه په بقیع کې دفن شوې ده. هغه د دې احتمال د تایید لپاره یو روایت هم راوړی دی. هغه د بقيع د هديرې کوم مشخص ځاى نه دى په ښودلی.[۴۳]

شیخ طوسي[۴۴] او امین الاسلام طبرسي[۴۵] دا احتمال ډېر لری ګڼلی. په الکافي کتاب کې په يو روايت کې راغلي دي چې فاطمه(س) په بقيع کې نه ده دفن شوی.[۴۶] د دغه روايت له مخې امام حسن(ع) امام حسين(ع) ته وصيت وکړ چې: له شهادت وروسته ما د پیغمبر د قبر سر لورې ته یوسه چې هغه سره تجدید عهد وکړم بيا مې د مور قبر ته يوسه او له هغه ځايه مې جنازه بقيع ته یوسه.[۴۷]

د عقیل کور (د بقیع د امامانو مقبره)

همدارنګ وګورئ: د بقیع ګنبدونه او د شیعه امامانو ګنبدونه

علامه مجلسي په مصباح الانوار کتاب کې په يو روايت کې نقل کړي چې فاطمه(س) د عقيل بن ابي طالب په کور کې دفن شوې ده.[۴۸] د عقيل کور د بقيع له هديرې بهر او هغې ته څېرمه پروت و.[۴۹] او د عباس بن عبدالمطلب له دفن کولو وروسته او د څلور امامانو له دفن کولو وروسته، دا د استوګنې له ځای څخه په عامه زیارتګاه بدل شو.[۵۰] او د بقیع په پراخولو سره له دې سره یوځای شو.[۵۱]

د قاجار دورې شاعر او لیکوال محمد حسین فراهاني په خپل سفرنامې کې د ۱۳۰۲ او ۱۳۰۳ هجري لمریز کال په اوږدو کې د بقیع د امامانو په مقبره کې د یوه قبر د موجودیت په اړه چې ګمان کیده حضرت فاطمې(س) ته منسوب دی، خبر ورکړی دی. او په هغه ځای کې به شیعه او سنیانو ټولو عبادت کاوه.[۵۲]

د سني علماوو په منځ کې مشهوره نظريه دا ده چې د حضرت فاطمې(س) قبر د بقیع د امامانو په مقبره کې دی[۵۳] د هغه یو دلیل د امام حسن(ع) هغه وصیت دی چې فرمایلي یې وو چې ما دې د خپلې مور فاطمه(س) په خوا کې دفن کړي.[۵۴] شیعه د يو روايت پر بنسټ،[۵۵] په دې باور دي چې هغه فاطمه په بقيع کې دفن شوې ده هغه فاطمه بنت اسد د امام علی(ع) مور ده[۵۶] شیعه څیړونکی محمد صادق نجمی په دې باور دی چې سني لیکوالانو دا هڅه کړې ده چې د فاطمې(س) قبر د بقیع د امامانو په حرم کې دننه معرفي کړي چې د فاطمې د قبر د پټ والي په اړه د شیعه پیروانو نظریاتي فشار کم کړي.[۵۷]

په سني منابعو کې د حضرت فاطمې(س) د ښخولو ځای لپاره د نورو احتمالاتو یادونه شوې ده. ځینې یې په لاندې ډول دي: د هغې کور،[۵۸] روضة النبی،[۵۹] د عقیل بن ابی طالب د کور بهرنی کونج[۶۰] او بیت الاحزان[۶۱].

د قبر د پټ پاتی کیدو اسباب

همدارنګ وګورئ: د حضرت فاطمه(س) وصیتونه او د حضرت فاطمه(س) جنازه او تدفین

د حسین وحید خراساني مرجع تقلید یو شعر چې د حضرت فاطمې(س) د پټ قبر په موضوع یې ویلی دی؛ خطاطی د محمد جاوید زاده، انځور د رامین ماراتی لخوا.

شیعه علماوو د فاطمې(س) د قبر د پټیدو علت د هغې د خپل وصیت له مخې د هغې پټې دفن کیدل ګڼلي دي.[۶۲] د شیعو سرچینو له مخې د دې وصیت دلیل له علي(ع) څخه د خلافت، او د فدک غصبیدل او له مسلمانانو له هغې سره مرسته نه کول وو.[۶۳] د شیخ مفید د وینا مطابق[۶۴] او د دلائل الامامة کتاب د لیکوال په قول[۶۵] حضرت فاطمه(س) د خپل قبر د پټ پاتی کیدو وصیت کړی و.[یادونه 1]

امام علي(ع) د شپې په پټه فاطمه(س) دفن کړه[۶۶] او له دفنولو وروسته يې د هغې د قبر نښې له منځه یوړې.[۶۷] له دې وروسته یې د قبر څلویښت شکلونه[۶۸] او یا اویا شکلونه[۶۹] جوړ کړل د دې لپاره چې د فاطمې(س) قبر ونه پيژندل شي. په ځینو شیعه منابعو کې راغلي چې عمر بن خطاب پریکړه وکړه چې د قبر جوړ شوي شکلونه دوباره وکني او په فاطمې باندې جنازه وکړي. خو د امام علی(ع) له ګواښه وروسته هغه له دې کاره لاس واخست.[۷۰]

ويل شوي دي چې فاطمې(س) ته کوم خاص قبر نه دى منسوب شوى[۷۱] قاضي نورالله ششتري[۷۲] او سيد محمد شيرازي[۷۳] له شيعو علماوو څخه د فاطمې(س) د قبر څرګندیدل د امام مهدي(عج) له ظهور وروسته د هغه په لاس ګڼي؛ خو دوي د دې ادعا لپاره کوم دلیل نه دی یاد کړی.

د سني مورخ علي بن عبدالله سَمْهودي (وفات ۹۱۱ هـ ق) د حضرت فاطمې(س) د قبر د پټېدو يو لامل دا ګڼي چې د اسلام په پيل کې د قبرونو د پلستر او خښتو ټينګول عام نه وو.[۷۴] په دې دليل نيوکې شوي دي؛ ځکه چې د رسول الله(ص) د یو شمېر اصحابو او د پيغمبر د نورو خپلوانو قبرونه معلوم دي.[۷۵]

ځانګړي کتابونه

ځینې کتابونه چې د حضرت فاطمه(س) د قبر په هکله لیکلي شوي دي دا دي:

  • مرقدُ سیّدةِ النِّساءِ فاطمةِ الشهیدةِ الزهراء(س) فی اَیِّ مکان؟! د سيد هاشم ناجي موسوي جزائري ليکنه: په دې کتاب کې د فاطمې د قبر د پټولو علتونه او د ښخولو د ځاى د احتمالات د شيعه روايتونو له مخې راغونډ شوي دي.[۷۶] دا کتاب دانش خپرندویې په 1395 کال کې په قم کې خپور کړی دی[۷۷]
  • اَیْنَ قبرُ فاطمة(س) چې حسين رازي ليکلی دی: په دې کتاب کې د حضرت فاطمې(س) د دفن د ځاى احتمالات ياد شوي او صحیح احتمال د هغې د کور په پام کې نيول شوى دى.[۷۸] دار المحجة البیضاء په بیروت کې دا کتاب په 1432 سپوږمیز کال کې چاپ کړی دی.[۷۹]

همدارنګه، دا کتابونه «قبر مادرم کجاست؟ در جستجوی مزار بی‌نشان مادرم زهرا(س)» د م. ام المحسن په لاس لیکلی شوی[۸۰] او «راز ص‍دف: ق‍ب‍ر م‍خ‍ف‍ی ح‍ض‍رت ف‍اطم‍ه(س) از م‍ن‍ظر س‍ی‍اس‍ی و ع‍رف‍ان‍ی‌» د مهرداد ویس کرمي لیکلی کتاب په دې اړه چاپ شوي دي.[۸۱]

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۷۳.
  2. مثال په توګه وګورئ: تبریزی، سیره استاد الفقهاء و المجتهدین میرزا جواد تبریزی، دار الصدیقة الشهیده، ص۸۹؛ مظاهری، اندیشه‌های ناب، ۱۳۹۰ش، ص۶۵.
  3. حسینی جلالی، فهرس التراث، ۱۴۳۶ق، ص۷۱.
  4. شاهرخی، آئینه عصمت، انتشارات اسوه، ص۱۱۶، ۱۲۷، ۱۴۰، ۵۵۰، ۵۵۵.
  5. شهریار شوریده شهر شعر، خبرگزاری صدا و سیما
  6. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۱.
  7. حسینی شیرازی، الدعاء و الزیارة، ۱۴۱۴ق، ص۵۸۸؛ انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء، دلیلنا، ج۱۶، ص۱۱۳، به نقل از التاریخ و السیر (مخطوط)، ص۳۰.
  8. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۱۱.
  9. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۰۱.
  10. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۹، ص۲۷.
  11. عاملی، مأساة الزهرا(س)، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۵۲ و ۲۵۳.
  12. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۱۱.
  13. طبرسی، تاج الموالید، ۱۴۲۲ق، ص۸۰.
  14. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۱۱.
  15. ابن طاووس، مصباح الزائر، مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، ص۵۲.
  16. ابن طاووس، الاقبال بالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۱۶۱.
  17. حسینی شیرازی، الدعاء و الزیارة، ۱۴۱۴ق، ص۵۸۸؛ انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء، دلیلنا، ج۱۶، ص۱۱۳، به نقل از التاریخ و السیر (مخطوط)، ص۳۰.
  18. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۷۲.
  19. ابن ادریس حلی، االسرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۶۵۲.
  20. ابن طاووس، الاقبال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۱۶۳.
  21. علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۳۴۹.
  22. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۳۲۲.
  23. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۲۶۸.
  24. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۷۲.
  25. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه۲۰۲، ص۳۱۹؛ ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۶۴.
  26. مثال په توګه وګورئ: مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۴ش، ج۷، ص۲۰۸؛ حسن‌زاده آملی، هزار و یک نکته، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۴۴۶.
  27. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۲.
  28. حمود، أبهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۴۷.
  29. حسینی شیرازی، الدعاء و الزیارة، ۱۴۱۴ق، ص۵۸۸.
  30. ترابی، «جستاری در چگونگی و مکان دفن حضرت فاطمه زهرا(س) در منابع نخستین»، ص۱۳۱.
  31. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۶.
  32. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۳.
  33. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، ص۴۵۹.
  34. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۱۱.
  35. ابن سیده، المحکم والمحیط الاعظم، ۱۴۲۱ق، ج۸، ص۲۴۵، ذیل واژه روض.
  36. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۹، ص۲۵۷.
  37. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۳۶۶ش، ص۲۶۷.
  38. طبرسی، تاج الموالید، ۱۴۲۲ق، ص۸۰.
  39. ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۳۶۵.
  40. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۹.
  41. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۷، ص۱۹۳؛ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۳۴۹.
  42. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۲۱۰.
  43. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۰۱.
  44. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۹.
  45. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۱.
  46. انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء، دلیلنا، ج۱۶، ص۵۱.
  47. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۴۳.
  48. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۹، ص۲۷.
  49. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۲۰۸.
  50. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۷.
  51. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۸۱.
  52. فراهانی، سفرنامه میرزا محمدحسین فراهانی، ۱۳۶۲ش، ص۲۲۹.
  53. مثال په توګه وګورئ: سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۹۳؛ ابن نجار، الدرة الثمینه فی اخبار المدینه، شرکة دار الارقم، ص۱۶۶؛ هم وګورئ: قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۲۰۹.
  54. محب‌الدین طبری، ذخائر العقبی، ۱۳۵۶ق، ص۵۴ و ۱۴۱.
  55. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷.
  56. مثال په توګه وګورئ: قمی، الانوار البهیة، الجماعة المدرسین بقم المشرفة، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۱۷۴؛ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۲۰۹.
  57. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۸.
  58. ابن جوزی، مثیر الغرام، ۱۴۱۵ق، ص۴۶۴.
  59. سبط ابن جوزی، مرآة الزمان فی تواریخ الاعیان، ۱۴۳۴ق، ج۵، ص۶۰.
  60. ابن شبة، تاریخ المدینه، ۱۳۹۹ق، ج۱، ص۱۰۵.
  61. دیار بکری، تاریخ الخمیس، دار صادر، ج۲، ص۱۷۶.
  62. مثال په توګه وګورئ: طبرسی، تاج الموالید، ۱۴۲۲ق، ص۸۰؛ ناجی جزائری، مرقد سیدة النساء فاطمة الشهیدة الزهراء(س) فی ای مکان؟!، ۱۳۹۵ش، ص۱۶.
  63. خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۱۷۸؛ فتال نیشابوری، روضة‌ الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱.
  64. شیخ مفید، الامالی، ۱۴۱۳ق، ص۲۸۱.
  65. طبری آملی صغیر، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۳.
  66. ابن شبة، تاریخ المدینه، ۱۳۹۹ق، ج۱، ص۱۰۷.
  67. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۴۹۰.
  68. طبری آملی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۶؛ خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۱۷۹.
  69. ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۶۳.
  70. هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۸۷۱؛ مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۸، ص۳۰۴.
  71. عاملی، مأساة الزهرا(س)، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۵۲ و ۲۵۳؛ نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۳.
  72. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۲۸، ص۵۳۴.
  73. حسینی شیرازی، فاطمة الزهراء افضل اسوة للنساء، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۳۱.
  74. سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۹۳.
  75. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۴.
  76. ناجی جزائری، مرقد سیدة النساء فاطمة الشهیدة الزهراء(س) فی ای مکان؟!، ۱۳۹۵ش، فهرست.
  77. ناجی جزائری، مرقد سیدة النساء فاطمة الشهیدة الزهراء(س) فی ای مکان؟!، ۱۳۹۵ش، شناسه کتاب.
  78. راضی، این قبر فاطمه(س)، ۱۴۳۲ق، ص۱۳۵.
  79. راضی، این قبر فاطمه(س)، ۱۴۳۲ق، شناسنامه کتاب.
  80. «کتابشناسی قبر مادرم کجاست؟»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
  81. «کتابشناسی راز صدف»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.

سرچينې

  • ابن ادریس حلی، محمد بن احمد، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، مؤسسة النشر الاسلامي التابعة لجماعة المدرسين، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، مثیر الغرام الساکن الی اشرف الاماکن، تحقیق مصطفی محمدحسین ذهبی، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سیده، علی بن اسماعیل‏، المحکم والمحیط، تحقیق و تصحیح عبدالحمید هنداوی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌شبه، عمر بن شبة بن عبیدة، تاریخ المدینة لابن شبة، تحقیق فهیم محمد شلتوت، جدة، السید حبیب محمود أحمد، ۱۳۹۹ق.
  • ابن‌شهر آشوب مازندرانی، محمد بن علی‏، مناقب آل أبی طالب(ع)، قم، علامه‏، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی‏، مصباح الزائر، تحقیق مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث‏، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث‏، بی‌تا.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی‏، الإقبال بالأعمال الحسنة، تحقیق و تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی‏، ۱۳۷۶ش.
  • ابن‌قتیبه دینوری، تأویل مختلف الحدیث، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌نجار، محمد بن محمود، الدرة الثمینه فی اخبار المدینه، بی‌جا، شرکة دار الارقم، بی‌تا.
  • اربلی، علی بن عیسی‏، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تحقیق و تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، بنی‌هاشمی‏، ۱۳۸۱ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تحقیق حسن امین، بیروت، دار التعارف للمطبوعات‏، ۱۴۰۳ق.
  • ام‌المحسن، م، قبر مادرم کجاست؟ قم، دلیل ما، ۱۳۹۲ش.
  • انصاری زنجانی، اسماعیل، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهرا(س)، بی‌جا، دلیلنا، بی‌تا.
  • ترابی، حمزه، و مجید احمدی کچایی، «جستاری در چگونگی و مکان دفن حضرت فاطمه زهرا(س) در منابع نخستین»، در فصلنامه علمی-پژوهشی تاریخ اسلام، سال بیست و یکم، شماره ۸۳، پاییز ۱۳۹۹.
  • حسینی جلالی، سید محمدحسین، فهرس التراث، تعلیقات سید محمدرضا حسینی جلالی و دیگران، بیروت، دار الولاء لصناعة النشر، ۱۴۳۶ق.
  • حسینی شیرازی، سید محمد، فاطمة الزهراء افضل اسوة للنساء، بیروت، مؤسسة التبلیغ العالمیة، ۱۴۱۴ق.
  • حسینی شیرازی، سید محمد، الدعاء و الزیارة، بیروت، مؤسسة الفکر الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • حمود، محمد جمیل، أبهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، بیروت، مؤسسة الأعلمی‏، ۱۴۲۳ق‏.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، هزار و یک کلمه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • خصیبی، حسین بن حمدان‏، الهدایة الکبری‏، بیروت، البلاغ‏، ۱۴۱۹ق.
  • دیار بکری، حسین، تاریخ الخمیس فی احوال انفس النفیس، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • «دیدار شهریار و مقام معظم رهبری»، روزنامه فرهیختگان، شماره ۳۱۳۷، ۲۷ شهریور ۱۳۹۹ش.
  • راضی، حسین، أین قبر فاطمة(س)، بیروت، دار المحجه البیضاء، ۱۴۳۲ق.
  • زمخشری، محمود بن عمر، مقدمة الأدب‏، تهران، مؤسسه مطالعات اسلامی دانشگاه تهران‏، ۱۳۸۶ش.
  • سبط بن جوزی، یوسف بن غزاوقلی، مرآة الزمان فی تواریخ الاعیان، تحقیق محمد برکات و دیگران، دمشق، دار الرسالة العالمیه، ۱۴۳۴ق.
  • سمهودی، علی بن عبدالله، وفاء الوفاء باخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق.
  • شاهرخی، محمود و مشفق کاشانی، آئینه عصمت، قم، انتشارات اسوه، چاپ اول، بی‌تا.
  • شوشتری، قاضی نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، قم، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع‏، قم‏، کتاب فروشی داوری‏، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی‏، معانی الأخبار، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‏، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی‏، من لا یحضره الفقیه‏، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‏، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن‏، الأمالی، تحقیق و تصحیح مؤسسة البعثة، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن‏، مصباح المتهجد و سلاح المتعبد، بیروت‏، مؤسسة فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، تحقیق و تصحیح حسن الوسوی خرسان، تهران، دار الکتب الإسلامیه‏، ۱۴۰۷ق‏.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تحقیق و تصحیح مؤسسة آل البیت(ع)، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الامالی، تحقیق حسین استادولی و علی‌اکبر غفاری، قم، دار المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن‏، إعلام الوری بأعلام الهدی، تحقیق و تصحیح مؤسسة آل البیت‏، قم، ‏۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن‏، تاج الموالید، بیروت، دار القاری‏، ۱۴۲۲ق.
  • طبری آملی صغیر، محمد بن جریر، دلائل الإمامة، تحقیق و تصحیح قسم الدراسات الإسلامیه مؤسسة البعثه، قم، بعثت‏، ۱۴۱۳ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، مأساة الزهرا(س)، بیروت، دار السیره، ۱۴۱۸ق.
  • علامه حلی، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح حسن حسن‌زاده آملی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی‏، ۱۳۷۵ش.
  • فرات کوفی، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق و تصحیح محمد کاظم، تهران۷ مؤسسة الطبع و النشر فی وزارة الاشاد الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • فراهانی، محمدحسین، سفرنامه میرزا محمدحسین فراهانی، تهران، فردوس، ۱۳۶۲ش.
  • قائدان، اصغر، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • قسم الدراسات الاسلامیة مؤسسة الزهرا، فاطمة الزهرا(س) فی دیوان الشعر العربی، بیروت، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۸ق.
  • قمی، شیخ عباس، الانوار البهیه فی تواریخ الحجج الاهیة، بی‌جا، مؤسسة الاسلامی المدرسین قم، بی‌تا.
  • «کتابشناسی قبر مادرم کجاست؟»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۹ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • «کتابشناسی راز صدف»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، تاریخ بازدید: ۹ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح دارالحدیث‏، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۹ق.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی، با حاشیه ابوالحسن شعرانی، با تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، المکتبة الاسلامیة للنشر و التوزیع، ۱۳۸۴ش.
  • مظاهری، حسین، اندیشه‌ای ناب، اصفهان، مؤسسه فرهنگی مطالعاتی الزهراء، ۱۳۹۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمد، بحار الأنوار، تحقیق و تصحیح جمعی از محققان‏، بیروت، دار إحیاء التراث العربی‏، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تحقیق و تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۱۴ق.
  • محب‌الدین طبری، احمد بن عبدالله، ذخائر العقبی فی مناقب ذوی‌القربی، قاهره، مکتبه القدسی، ۱۳۵۶ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه والإشراف، تصحیح عبدالله إسماعیل الصاوی، قاهره، دار الصاوی، بی‌تا.
  • ناجی جزائری، سید هاشم، مرقد سیدة النساء فاطمة الشهیدة الزهراء(س) فی ای مکان؟!، قم، دانش، ۱۳۹۵ش.
  • نجمی، محمدصادق، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • نهج‌البلاغه، گردآوری محمد بن حسین شریف‌الرضی، تصحیح صبحی صالح،قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ق.
  • هلالی، سلیم بن قیس‏، کتاب سلیم بن قیس الهلالی‏، تحقیق و تصحیح محمد انصاری زنجانی خوئینی، قم، الهادی، ۱۴۰۵ق.

بهرنې لینکونه