د زرتشتي عالم سره د امام رضا مناظره

د wikishia لخوا

له زرتشتي عالم سره د امام رضا مناظره، د حضرت موسی او حضرت عیسی او د حضرت محمد مصطفی(ص) د نبوت د ثابتولو په هکله د امام رضا علیه السلام او هرِبِذ زرتشتي ترمینځ علمي خبرې اترې.

په دې مناظره کښې امام رضا(ع) د زرتشت په نبوت باندې د هرِبِذ د دلیل په بنیاد هغه ته د یهودیت، عیساییت او د اسلام د پیغمبرانو پیغمبري ثابتوي.

دا خبرې اترې په هغې غونډې کښې وشوې چې په کښې د عباسي خلیفه مأمون په غوښتنه امام رضا علیه السلام له یهودي، مسیحي، زرتشتي او صابئي عالمانو سره تفصیلي بحث وکړ. د مناظرې حدیث په اول ځل شیخ صدوق په توحید و عُیُونُ اَخبارِ الرّضا کښې نقل کړی دی.

د هغه د روایت له مخې، هربِذ د امام رضا(ع) د پوښتنو ځواب ورنه کړې شو او دغه بحث پاې ته ورسید.

د مناظرې د جوړیدو زمینه او د هغې موضوع

د زرتشتي عالم هرِبِذ اکبر سره د امام رضا(ع) مناظره هغه لنډې خبرې اترې دي چې په کښې زرتشت او د حضرت موسی او حضرت عیسی او د حضرت محمد(ص) د نبوت د اثبات په هکله بحث شوی دی. دغه مناظره د عباسي خلیفه مامون په غوښتنه ترسره شوه. هغه، هغه مهال چې امام رضا(ع) له مدینې څخه مرو ته لاړ، له عیسائي، یهودي او زرتشتي او صابئي عالمانو یې وغوښتل چې ورسره مناظره وکړي.[۱]

په دغې غونډې کښې جاثلیق (د عیسایانو مشر)، رأس الجالوت (د یهودیانو مشر) او صابئانو مشران او عمران صابي هم موجود وو او مناظره یې وکړه.[۲] د مناظرې راوي حسن بن محمد نوفلي، د دغې مناظرې له ترسره کولو موخه، د امام رضا(ع) آزموینه بیان کړې ده.[۳]

د مناظرې متن

  • امام رضا: ته چې زرتشت پیغمبر ګڼې، د هغه د نبوت دلیل څه دی؟
  • هِربِذ: هغه مونږ ته یو داسې شی راوړی دی چې مخکښې ترې بل چا نه و راوړی. البته مونږ په خپلو سترګو هغه نه دی لیدلی، خو زمونږ له پخوانیو خلکو راته په دې هکله خبر رارسیدلی چې هغه زمونږ لپاره ځینې داسې شیان حلال  کړل چې بل چا راته نه وو حلال کړې  او یو شمیر شیان یې حرام کړل چې له هغه پرته بل چا نه وو حرام کړې. په دې وجه مو د هغه پیروي وکړه.
  • امام رضا: نو بس تاسو د هغه په هکله د دررسیدلو خبرونو په وجه له هغه پیروي کوئ؟
  • هربذ: هو.
  • امام رضا: نور امتونه هم دغه ډول دي. کوم خبرونه چې د حضرت موسی او عیسي او حضرت محمد(ص) په شمول د هغوي پیغمبرانو ورته راوړي دي، هغوي ته رسیدلي دي. که د زرتشت د نبوت د منلو لپاره دې دلیل، پرله پسې خبرونه دي نو ولې د دغو نورو پيغمبرانو په نبوت اقرار نه کوې؟

هربذ د دې پوښتنې هیڅ ځواب ور نه کړ او خبرې اترې یې ختمې کړي.[۴] [یادداشت ۱]

د حدیث سرچینې

د مناظرې متن په وړومبي ځل د شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ق) په توحید[۵] او عیون اخبار الرضا،[۶] کتابونو کښې راغلی دی. له هغه وروسته د شپږمې پیړۍ عالم احمد بن علي طبرسي هغه په احتجاج کښې نقل کړی دی.[۷] په بحارالانوار کښې هم دغه حدیث د شیخ صدوق د دوو کتابونو په حواله روایت شوی دی.[۸]

د حدیث د سند اعتبار

رجالي علماوو د دغه حدیث د راویانو د لړۍ په سر د نظر اختلاف لري. ځینو دغه ټول ثقه (باوري) ګڼلي دي خو یوشمیر فقیانو ترې ځیني راویان غیرثقه او بې اعتباره بللي دي.[۹] پر دې سربیره، د حدیث سند، مُرسَل دی؛ یعنې ځینې کسان یې د راویانو په لړۍ کې نه دي ذکر شوې. په دې وجه حدیث د سند له نظره، ضعیف ګڼي.[۱۰] خو بیا هم ځیني په دې باور دي چې دغه حدیث ضعیفِ مقبول دی؛ یعنې سره له دې چې په سند کښې کمزوري لري خو ورباندې عمل کیږي ځکه چې د شیخ صدوق په شان یو معتبر عالم روایت کړی دی او هغه به یوازې هغه روایتونه نقلول چې له معصوم څخه به یې د هغو په صادریدو ډاډ او اطمینان درلود.[۱۱]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۱۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۵۵.
  2. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  3. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۹؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۵.
  4. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۹؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۷-۱۶۸.
  5. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۹.
  6. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۷-۱۶۸.
  7. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۲۴.
  8. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۳۱۰.
  9. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۱۲-۱۱۳، ۱۱۶-۱۲۵.
  10. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  11. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.

سرچينې

  • خسرویان قله‌زو، جعفر، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، در پژوهش‌های قرآن و حدیث، شماره ۱، ۱۳۹۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.

بهرنۍ لینکونه