رأس الجالوت سره د امام رضا مناظره

د wikishia لخوا

له رأس الجالوت سره د امام رضا مناظره د اسلام د پېغمبراکرم(ص) د نبوت د ثابتولو په موضوع کښې کلامي خبرې اترې دي. په دې مناظره کښې امام رضا(ع) د حضرت محمد(ص) د نبوت د ثابتولو لپاره له تورات، انجیل او زبور څخه عبارتونه راوړي دي. دا مناظره د شیخ صدوق له قوله په یوه حدیث کې راغلې ده چې پر اساس یې د عباسی خلیفه مامون په بلنه د یهودیانو، نصرانیانو، زردشتیانو او صابئی مذهب عالمانو له امام رضا(ع) سره مناظره کوي.

شیخ صدوق د دې بحث متن په التوحید او عیون اخبر الرضا کتابونو کې نقل کړی دی. د دې روايت پر بنسټ، رأس جالوت په دې مناظره کې د امام رضا(ع) د استدلال په ځواب کې پاتې راغلى دى.

د مناظرې د جوړیدو شرایط

د امام رضا(ع) او رأس الجالوت ترمنځ مناظره د عباسي خلیفه مامون په امر ترسره شوه. د شیخ صدوق په وینا، کله چې امام رضا له مدینې څخه په مرو کې د مامون دربار ته ولاړ، نو مامون له عیسوي، یهودي، زردشتي او صابئي عالمانو څخه وغوښتل چې له امام رضا سره مناظره وکړي.[۱]

رأس الجالوت یو یهودي عالم و او په دې غونډه کې له ده نه علاوه جاثَلیق (د عیسایانو مشر)، د صابیانو مشران، هِربِذ (د زردشتیانو مشر) او عمران صابي هم حاضر وو. او مناظره یې وکړه.[۲] د مناظرې راوي حسن بن محمد نوفلي په وینا د دې مناظرې له ترسره کولو د مامون هدف د امام رضا لپاره ازموينه وه.[۳] هم د دې راپور له مخې کله چې امام رضا(ع) د مناظرې د ترسره کیدو په اړه د نوفلي پریشاني ولیده نو هغه ته يې وفرمایل: ته وېرېږې چې مناظره کوونکي به پر ما غالب شي... ته پوهېږې چې مامون به کله له دې مناظرې پښیمانیږي؟ کله چې وګوري او واوري چې زه اهل تورات (یهودان) سره په تورات سره، د اهل انجیل (عیسایانو) سره په انجیل سره، اهل زبور سره په زبور سره، او صائبانو او رومیانو او فارسیانو سره د هغه څه په اساس چې دوی یې مني دلیل راوړم.[۴]

د مناظرې موضوع او پایله

د دې خبرو تمرکز د پېغمبر(ص) د نبوت مسله ده. رأس الجالوت له امام رضا څخه د دې مسئلې د ثابتولو غوښتنه کوي او وايي چې هغه یوازې د تورات، انجیل، زبور او یا د ابراهیم او موسی له کتابونو څخه خبرې مني. امام رضا یې مني او د پېغمبراکرم(ص) د نبوت د ثابتولو لپاره له دغو كتابونو څخه دلیلونه راوړي. په دې کې ځینې شواهد په لاندې ډول دي:

  • موسی پیغمبر بنی اسرائیلو ته وویل: «ستاسو له وروڼو څخه به یو پیغمبر راشي. هغه ومنئ او اطاعت یې وکړئ.» دې ته په پام سره چې د بني اسرائيلو يواځيني وروڼه د اسماعيل اولاده دي او د اسماعيل په اولاد کې يوازې محمد بن عبد الله پيغمبر و نو ثابته شوه چې هغه د خداى پېغمبر و.[۵]
  • په تورات کې راغلي دي: «زه دوه سپاره وینم چې ځمکه ورته ځلیږي په دوي کې یو کس په خر باندې سپور دی او بل یې په اوښ سپور دی.» هغه څوک چې په خر سپور دی هغه عیسی دی او څوک چې په اوښ سپور دی هغه حضرت محمد دی.[۶]
  • په زبور کې، د داوود له له قوله راغلي دي: "ای خدایه! د فترت له مودې وروسته د سنتو رامینځته کونکی راواستوه.» یوازینی کس چې له دې فترته وروسته یې د خدای سنت ژوندی کړ د اسلام پیغمبر و. او دغه پیغمبر عیسی نه شي کیدی. ځکه چې هغه د تورات سنت سره مخالفت ونه کړ.[۷]
  • په انجیل کې راغلي: «د نیکې ښځې زوی ځي او فارَقلیطا به د هغه څخه وروسته راشي، او هغه هغه څوک دی چې ستاسو لپاره به درانه بارونه او سختۍ اسانوي، او هر څه به ستاسو لپاره تفسیر کړي او لکه څه رنګ چې زه د هغه لپاره شاهدي ورکوم، هغه به هم زما لپاره شاهدي ورکړي. ما تاسو ته مثالونه راوړي دي او هغه به تاسو ته تأویل راوړي.»[۸]

د حدیث سرچینې

د مناظره متن د توحید[۹] او عیون اخبار الرضا[۱۰] چې د شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ هـ) لیکل شوی دی، کتابونو کې راغلی دی. احمد بن علي طبرسي (چې په شپږمې هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه) هم د هغې لنډیز په احتجاج کې نقل کړی دی.[۱۱] همدارنګه علامه مجلسي په بحار الانوار کې د شیخ صدوق له دوو کتابونو څخه حدیث نقل کړی دی.[۱۲]

د حدیث سند اعتبار

د دې حدیث د راویانو د سلسلې په اړه رجالیانو مختلف نظرونه لري. يوې ډلې دا ټول ثقه ګڼلي او ځينو يې په کې ځینې راویان بې غیر ثقه بللي دي.[۱۳] سربېره پر دې د حديث سند مرسل دی؛ يعنې په کې د ځينو راویانو ذکر نه دی شوی. له همدې امله یې دا حدیث د سند له لحاظه ضعیف ګڼلی دی.[۱۴] سره له دې هم ځینې بیا په دې باور دي چې دا حدیث ضعیف دی خو مقبول دی؛ یعنی که څه په سند کې ضعیف دی خو ورباندې عمل کیږي؛ ځکه د صدوق په شان معتبر عالم دا روايت کړی او هغه به يوازې هغه احاديث روايتول چې هغه ته د معصوم د نقل په هکله ورته يقين وې.[۱۵]

متن او ژباړه

رأس الجالوت سره د امام رضا(ع) مناظره

متن ژباړه
فَالْتَفَتَ الرِّضَا(ع) إِلَى رأس الْجَالُوتِ فَقَالَ لَهُ تَسْأَلُنِي أَوْ أَسْأَلُكَ قَالَ بَلْ أَسْأَلُكَ وَ لَسْتُ أَقْبَلُ مِنْكَ حُجَّةً إِلَّا مِنَ التَّوْرَاةِ أَوْ مِنَ الْإِنْجِيلِ أَوْ مِنْ زَبُورِ دَاوُدَ أَوْ مِمَّا فِي صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَ مُوسَى‏ فَقَالَ الرِّضَا(ع) لَا تَقْبَلْ مِنِّي حُجَّةً إِلَّا بِمَا تَنْطِقُ بِهِ التَّوْرَاةُ عَلَى لِسَانِ مُوسَى بْنِ عِمْرَانَ وَ الْإِنْجِيلُ عَلَى لِسَانِ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَ الزَّبُورُ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ فَقَالَ رأس الْجَالُوتِ مِنْ أَيْنَ تُثْبِتُ نُبُوَّةَ مُحَمَّدٍ قَالَ الرِّضَا(ع) شَهِدَ بِنُبُوَّتِهِ(ص) مُوسَى بْنُ عِمْرَانَ وَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَ دَاوُدُ خَلِيفَةُ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ فِي الْأَرْضِ فَقَالَ لَهُ أَثْبِتْ قَوْلَ مُوسَى بْنِ عِمْرَانَ قَالَ الرِّضَا(ع) هَلْ تَعْلَمُ يَا يَهُودِيُّ أَنَّ مُوسَى أَوْصَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فَقَالَ لَهُمْ إِنَّهُ سَيَأْتِيكُمْ نَبِيٌّ هُوَ مِنْ إِخْوَتِكُمْ فَبِهِ فَصَدِّقُوا- وَ مِنْهُ فَاسْمَعُوا فَهَلْ تَعْلَمُ أَنَّ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ إِخْوَةً غَيْرَ وُلْدِ إِسْمَاعِيلَ إِنْ كُنْتَ تَعْرِفُ قَرَابَةَ إِسْرَائِيلَ مِنْ إِسْمَاعِيلَ وَ النَّسَبَ الَّذِي بَيْنَهُمَا مِنْ قِبَلِ إِبْرَاهِيمَ(ع)

فَقَالَ رأس الْجَالُوتِ هَذَا قَوْلُ مُوسَى لَا نَدْفَعُهُ فَقَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) هَلْ جَاءَكُمْ مِنْ إِخْوَةِ بَنِي إِسْرَائِيلَ نَبِيٌّ غَيْرُ مُحَمَّدٍ(ص) قَالَ لَا قَالَ الرِّضَا(ع) أَ وَ لَيْسَ قَدْ صَحَّ هَذَا عِنْدَكُمْ قَالَ نَعَمْ وَ لَكِنِّي أُحِبُّ أَنْ تُصَحِّحَهُ لِي مِنَ التَّوْرَاةِ فَقَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) هَلْ تُنْكِرُ أَنَّ التَّوْرَاةَ تَقُولُ لَكُمْ جَاءَ النُّورُ مِنْ جَبَلِ طُورِ سَيْنَاءَ وَ أَضَاءَ لَنَا مِنْ جَبَلِ سَاعِيرَ وَ اسْتَعْلَنَ عَلَيْنَا مِنْ جَبَلِ فَارَانَ قَالَ رأس الْجَالُوتِ أَعْرِفُ هَذِهِ الْكَلِمَاتِ وَ مَا أَعْرِفُ تَفْسِيرَهَا قَالَ الرِّضَا(ع‏) أَنَا أُخْبِرُكَ بِهِ أَمَّا قَوْلُهُ جَاءَ النُّورُ مِنْ جَبَلِ طُورِ سَيْنَاءَ فَذَلِكَ وَحْيُ اللَّهِ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى الَّذِي أَنْزَلَهُ عَلَى مُوسَى(ع) عَلَى جَبَلِ طُورِ سَيْنَاءَ وَ أَمَّا قَوْلُهُ وَ أَضَاءَ لَنَا مِنْ جَبَلِ سَاعِيرَ فَهُوَ الْجَبَلُ الَّذِي أَوْحَى اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ إِلَى عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ(ع) وَ هُوَ عَلَيْهِ وَ أَمَّا قَوْلُهُ وَ اسْتَعْلَنَ عَلَيْنَا مِنْ جَبَلِ فَارَانَ فَذَلِكَ جَبَلٌ مِنْ جِبَالِ مَكَّةَ بَيْنَهُ وَ بَيْنَهَا يَوْمٌ وَ قَالَ شَعْيَا النَّبِيُّ ع فِيمَا تَقُولُ أَنْتَ وَ أَصْحَابُكَ فِي التَّوْرَاةِ رَأَيْتُ رَاكِبَيْنِ أَضَاءَ لَهُمَا الْأَرْضُ أَحَدُهُمَا رَاكِبٌ عَلَى حِمَارٍ وَ الْآخَرُ عَلَى جَمَلٍ فَمَنْ رَاكِبُ الْحِمَارِ وَ مَنْ رَاكِبُ الْجَمَلِ قَالَ رأس الْجَالُوتِ لَا أَعْرِفُهُمَا فَخَبِّرْنِي بِهِمَا قَالَ(ع) أَمَّا رَاكِبُ الْحِمَارِ فَعِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَ أَمَّا رَاكِبُ الْجَمَلِ فَمُحَمَّدٌ(ص) أَ تُنْكِرُ هَذَا مِنَ التَّوْرَاةِ قَالَ لَا مَا أُنْكِرُهُ ثُمَّ قَالَ الرِّضَا(ع) هَلْ تَعْرِفُ حيقوقَ النَّبِيَ‏ قَالَ نَعَمْ إِنِّي بِهِ لَعَارِفٌ- قَالَ(ع) فَإِنَّهُ قَالَ وَ كِتَابُكُمْ يَنْطِقُ بِهِ جَاءَ اللَّهُ بِالْبَيَانِ مِنْ جَبَلِ فَارَانَ وَ امْتَلَأَتِ السَّمَاوَاتُ مِنْ تَسْبِيحِ أَحْمَدَ وَ أُمَّتِهِ يَحْمِلُ خَيْلَهُ فِي الْبَحْرِ كَمَا يَحْمِلُ فِي الْبَرِّ يَأْتِينَا بِكِتَابٍ جَدِيدٍ بَعْدَ خَرَابِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ يَعْنِي بِالْكِتَابِ الْقُرْآنَ أَ تَعْرِفُ هَذَا وَ تُؤْمِنُ بِهِ؟قَالَ رأس الْجَالُوتِ قَدْ قَالَ ذَلِكَ حَيْقُوقُ(ع) وَ لَا نُنْكِرُ قَوْلَهُ

قَالَ الرِّضَا(ع) وَ قَدْ قَالَ دَاوُدُ فِي زَبُورِهِ وَ أَنْتَ تَقْرَأُ اللَّهُمَّ ابْعَثْ مُقِيمَ السُّنَّةِ بَعْدَ الْفَتْرَةِ فَهَلْ تَعْرِفُ نَبِيّاً أَقَامَ السُّنَّةَ بَعْدَ الْفَتْرَةِ غَيْرَ مُحَمَّدٍ(ص) قَالَ رأس الْجَالُوتِ هَذَا قَوْلُ دَاوُدَ نَعْرِفُهُ وَ لَا نُنْكِرُهُ وَ لَكِنْ عَنَى بِذَلِكَ عِيسَى وَ أَيَّامُهُ هِيَ الْفَتْرَةُ قَالَ الرِّضَا(ع) جَهِلْتَ إِنَّ عِيسَى لَمْ يُخَالِفِ السُّنَّةَ وَ قَدْ كَانَ مُوَافِقاً لِسُنَّةِ التَّوْرَاةِ حَتَّى‏ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ‏ وَ فِي الْإِنْجِيلِ مَكْتُوبٌ إِنَّ ابْنَ الْبَرَّةِ ذَاهِبٌ وَ الْفَارَقَلِيطَا جَاءٍ مِنْ بَعْدِهِ‏ وَ هُوَ الَّذِي يُخَفِّفُ الْآصَارَ وَ يُفَسِّرُ لَكُمْ كُلَّ شَيْ‏ءٍ وَ يَشْهَدُ لِي كَمَا شَهِدْتُ لَهُ أَنَا جِئْتُكُمْ بِالْأَمْثَالِ وَ هُوَ يَأْتِيكُمْ بِالتَّأْوِيلِ- أَ تُؤْمِنُ بِهَذَا فِي الْإِنْجِيلِ قَالَ نَعَمْ لَا أُنْكِرُهُ فَقَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) يَا رأس الْجَالُوتِ أَسْأَلُكَ عَنْ نَبِيِّكَ مُوسَى بْنِ عِمْرَانَ فَقَالَ اسَلْ

قَالَ مَا الْحُجَّةُ عَلَى أَنَّ مُوسَى ثَبَتَتْ نُبُوَّتُهُ قَالَ الْيَهُودِيُّ إِنَّهُ جَاءَ بِمَا لَمْ يَجِئْ بِهِ أَحَدٌ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ قَبْلَهُ قَالَ لَهُ مِثْلِ مَا ذَا قَالَ مِثْلِ فَلْقِ الْبَحْرِ وَ قَلْبِهِ الْعَصَا حَيَّةً تَسْعَى وَ ضَرْبِهِ الْحَجَرَ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ الْعُيُونُ وَ إِخْرَاجِهِ يَدَهُ بَيْضَاءَ لِلنَّاظِرِينَ وَ عَلَامَاتٍ لَا يَقْدِرُ الْخَلْقُ عَلَى مِثْلِهَا قَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) صَدَقْتَ إِذَا كَانَتْ حُجَّتُهُ عَلَى نُبُوَّتِهِ أَنَّهُ جَاءَ بِمَا لَا يَقْدِرُ الْخَلْقُ عَلَى مِثْلِهِ أَ فَلَيْسَ كُلُّ مَنِ ادَّعَى أَنَّهُ نَبِيٌّ- ثُمَّ جَاءَ بِمَا لَا يَقْدِرُ الْخَلْقُ عَلَى مِثْلِهِ وَجَبَ عَلَيْكُمْ تَصْدِيقُهُ قَالَ لَا لِأَنَّ مُوسَى لَمْ يَكُنْ لَهُ نَظِيرٌ لِمَكَانِهِ مِنْ رَبِّهِ وَ قُرْبِهِ مِنْهُ وَ لَا يَجِبُ عَلَيْنَا الْإِقْرَارُ بِنُبُوَّةِ مَنِ ادَّعَاهَا حَتَّى يَأْتِيَ مِنَ الْأَعْلَامِ بِمِثْلِ مَا جَاءَ بِهِ قَالَ الرِّضَا(ع) فَكَيْفَ أَقْرَرْتُمْ بِالْأَنْبِيَاءِ الَّذِينَ كَانُوا قَبْلَ مُوسَى(ع) وَ لَمْ يَفْلِقُوا الْبَحْرَ وَ لَمْ يَفْجُرُوا مِنَ الْحَجَرِ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ عَيْناً وَ لَمْ يُخْرِجُوا أَيْدِيَهُمْ بَيْضَاءَ مِثْلَ إِخْرَاجِ مُوسَى يَدَهُ بَيْضَاءَ وَ لَمْ يَقْلِبُوا الْعَصَا حَيَّةً تَسْعَى قَالَ لَهُ الْيَهُودِيُّ قَدْ خَبَّرْتُكَ أَنَّهُ مَتَى جَاءُوا عَلَى دَعْوَى نُبُوَّتِهِمْ مِنَ الْآيَاتِ بِمَا لَا يَقْدِرُ الْخَلْقُ عَلَى مِثْلِهِ وَ لَوْ جَاءُوا بِمَا لَمْ يَجِئْ بِهِ مُوسَى أَوْ كَانَ عَلَى غَيْرِ مَا جَاءَ بِهِ مُوسَى وَجَبَ تَصْدِيقُهُمْ‏

قَالَ الرِّضَا(ع) يَا رأس الْجَالُوتِ فَمَا يَمْنَعُكَ مِنَ الْإِقْرَارِ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَ قَدْ كَانَ يُحْيِي الْمَوْتَى وَ يُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَ الْأَبْرَصَ وَ يَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ ثُمَّ يَنْفُخُ فِيهِ‏ فَيَكُونُ طَيْراً بِإِذْنِ اللَّهِ‏ قَالَ رأس الْجَالُوتِ يُقَالُ إِنَّهُ فَعَلَ ذَلِكَ وَ لَمْ نَشْهَدْهُ قَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) أَ رَأَيْتَ مَا جَاءَ بِهِ مُوسَى مِنَ الْآيَاتِ شَاهَدْتَهُ أَ لَيْسَ إِنَّمَا جَاءَ فِي الْأَخْبَارِ بِهِ مِنْ ثِقَاتِ أَصْحَابِ مُوسَى أَنَّهُ فَعَلَ ذَلِكَ قَالَ بَلَى قَالَ فَكَذَلِكَ أَتَتْكُمُ الْأَخْبَارُ الْمُتَوَاتِرَةُ بِمَا فَعَلَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ فَكَيْفَ صَدَّقْتُمْ بِمُوسَى وَ لَمْ تُصَدِّقُوا بِعِيسَى فَلَمْ يُحِرْ جَوَاباً قَالَ الرِّضَا(ع) وَ كَذَلِكَ أَمْرُ مُحَمَّدٍ(ص) وَ مَا جَاءَ بِهِ وَ أَمْرُ كُلِّ نَبِيٍّ بَعَثَهُ اللَّهُ وَ مِنْ آيَاتِهِ أَنَّهُ كَانَ يَتِيماً فَقِيراً رَاعِياً أَجِيراً لَمْ يَتَعَلَّمْ كِتَاباً وَ لَمْ يَخْتَلِفْ إِلَى مُعَلِّمٍ ثُمَّ جَاءَ بِالْقُرْآنِ الَّذِي فِيهِ‏ قِصَصُ الْأَنْبِيَاءِ وَ أَخْبَارُهُمْ حَرْفاً حَرْفاً وَ أَخْبَارُ مَنْ مَضَى وَ مَنْ بَقِيَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ- ثُمَّ كَانَ يُخْبِرُهُمْ بِأَسْرَارِهِمْ وَ مَا يَعْمَلُونَ فِي بُيُوتِهِمْ وَ جَاءَ بِآيَاتٍ كَثِيرَةٍ لَا تُحْصَى

قَالَ رأس الْجَالُوتِ لَمْ يَصِحَّ عِنْدَنَا خَبَرُ عِيسَى وَ لَا خَبَرُ مُحَمَّدٍ وَ لَا يَجُوزُ لَنَا أَنْ نُقِرَّ لَهُمَا بِمَا لَمْ يَصِحَّ قَالَ الرِّضَا(ع) فَالشَّاهِدُ الَّذِي شَهِدَ لِعِيسَى وَ لِمُحَمَّدٍ(ص) شَاهِدُ زُورٍ فَلَمْ يُحِرْ جَوَاباً.[۱۶]

امام رضا(ع) رأس جالوت ته مخ شو او ویې ویل: اوس زه له تا پوښتنه وکړم که ته له ما کوې؟ هغه وویل: زه پوښتنه کوم او زه یوازې هغه ځواب منم چې یا له تورات څخه وي یا د انجیل څخه یا د داؤد له زبور څخه یا د ابراهیم او موسی له صحیفو څخه. امام وفرمایل: زما څخه هیڅ ځواب مه قبلوه، مګر دا چې د موسی تورات، د عیسی انجیل او د داود زبور نه وي. رأس جالوت پوښتنه وکړه چې ته د محمد نبوت له کومه ځایه ثابتوې؟ امام وفرمایل: ای یهودي موسی بن عمران، عیسی بن مریم، داؤد چې د ځمکې پر مخ د خدای خليفه دی، د هغه د نبوت شاهدي ورکړې ده. ویې ویل: ثابت کړه چې موسی بن عمران څه ویلي دي. امام وفرمایل: آیا ته دا مني چې موسی بني اسرائیلو ته امر کړی و او ویلی یې وو: ستاسو له وروڼو څخه به یو پیغمبر راشي، نو هغه ومنئ او اطاعت یې وکړئ؟ اوس که تاسو د بني اسرائیلو او اسماعیل علیه السلام د خپلوۍ او د ابراهیم علیه السلام له طرفه د دواړو تر منځ د اړیکو په اړه پوهیږئ نو آیا تاسو دا منئ چې بني اسرائیلو د اسماعیل علیه السلام له اولادونو پرته نور وروڼه نه وو؟

رأس الجالوت وویل: هو، دا هغه څه دي چې موسی وویل او موږ یې رد نه کوو. امام وفرمایل: آیا د بنی اسرائیلو له وروڼو څخه بې له محمد صلی الله علیه وآله پرته بل کوم پیغمبر راغلی دی؟ ويې ويل: نه. حضرت وفرمايل: آيا دا خبره ستاسو له نظره سمه نه ده؟ ويې ويل: هو، سمه ده، خو زه غواړم چې ته يې له تورات څخه ثابته کړې. حضرت وفرمایل: ایا ته له دې انکار کوې چې تورات درته وایي: «نور د سینا له غره راوت او د ساعیر له غره څخه پر موږ وځلید او د فاران له غره څخه مونږ ته راښکاره شوه؟» رأس جالوت وويل: زه له دې کلمو سره اشنا يم، خو په تفسير يې نه پوهېږم. حضرت وفرمایل: زه به درته ووایم. دا جمله «نور د سینا له غره څخه راغلی» د خدای وحی ته اشاره کوي چې موسی ته یې د سینا په غره کې نازله کړه او دا جمله «د ساعیر له غره په مونږ وځلید» هغه غره ته اشاره کوي چیرې چې خدای د مریم زوی عیسی باندې وحي نازله کړه او دا جمله «د فاران له غره پر مونږ څرګند شو» د مکې له غرونو یو غر ته شاره ده، چې له مکې څخه يوه ورځ واټن لري، او ستا او ستاسو د ملګرو د وينا پر اسا «شعیا» پيغمبر په تورات کې ویلي دي: «زه دوه سپاره ګورم چې ځمکه ورته ځلیږي: یو یې په خر او بل یې په اوښ سپور دی.» په خر او په اوښ سپاره څوک دي؟ رأس جالوت وویل: زه دوي نه پیژنم، ته یې معرفي کړه. حضرت وفرمایل: هغه څوک چې پر خر سپور دی عیسی علیه السلام دی او څوک چې په اوښ سپورد هغه محمد صلی الله علیه و آله دی. آیا د تورات له دې مطلبه انکار کوې؟ هغه وویل: نه، زه انکار نه کوم. بیا حضرت وپوښتل: ایا ته حیقوق پیغمبر پيژنې؟ هغه وویل: هو، زه پيژنم. حضرت وفرمايل: حیقوق هم دا خبره کړې او ستا کتاب هم همدا خبره کوي: خداى پاک د فاران له غره «بيان» راوړ او اسمانونه يې د محمد او د هغه د امت له تسبيحاتو ډک دي، د هغوي سپاره به په سمندر او مځکه سپروي، او دا په دریاب او خشکۍ باندې د هغه د امت د مسلط شونې کنایه ده. د بیت المقدس له ویجاړولو وروسته هغه موږ ته یو نوی کتاب راوړی او له کتابه یې مطلب فرقان دی. ایا تاسو په دې مطلب باور لرئ؟ رأس جالوت وویل: دا خبرې حیقوق ویلي دي او موږ یې نه ردوو.

حضرت وفرمایل: داود په خپل زبورکې، چې ته یې هم لولی، وویل: «ای خدایه، له فترته وروسته د خپل سنت جاري کوونکی مبعوث کړه.» ایا ته له محمد صلی الله علیه وآله پرته بل داسې پیغمبر پېژنې چې له فترت څخه وروسته یې (الهي) سنت ژوندی او جاري کړې وي؟ رأس جالوت وویل: دا د داود خبره ده، زه یې منم او نه یې ردوم، خو له هغه څخه یې مراد عیسی دی او د عیسی زمانه هماغه د فترت  زمانه وه. حضرت وفرمايل: ته نه پوهېږې او غلطي کوې. عیسی د تورات له سنت سره مخالفت ونه کړ؛ بلکې هغه له هغې سنت او طریقې سره تر هغه وخته پورې موافق و چې خدای پاک هغه خپل ځان ته پورته کړ او په انجیل کې راغلي دي: «د نیکې ښځې زوی ځي او فارقلیطا به له هغه وروسته راشي او هغه هغه څوک دی چې بوجونه او سختۍ به اسانه وي او ټول څیزونه به ستاسو لپاره تفسیر کړي او هغه به زما لپاره شاهدي ورکړي لکه څنګه چې زه د هغه لپاره شاهدي ورکوم. ما تاسو ته مثالونه راوړي دي او هغه به تاسو ته تأویل راوړي.» ایا تاسو د انجیل په دې مطلب باور لرئ؟ هغه وویل: هو، زه یې نه منم. حضرت وفرمایل: اې رأس الجالوته زه ستا د پېغمبر موسی بن عمران په اړه له تا پوښتنه کوم، هغه وویل: راته ووایه.

حضرت وفرمایل: د موسی په پيغمبرۍ باندې څه دلیل دی؟ یهودي وویل: هغه داسې معجزې راوړې دي چې پخوانیو پیغمبرانو نه وې راوړې. حضرت وفرمايل: لکه څنګه؟ هغه وفرمایل لکه د بحر شلول او کونټۍ په مار بدلول، په ډبره ګوزار کول او له هغې څخه د څو چینو بهیدل، ید بیضاء (سپین او ځلانده لاس) او همدارنګه هغه نښې او نښانې چې نورو یې توان نه درلود او نه یې لري. حضرت وفرمایل: د موسی علیه السلام د بلنې د حقانیت دلیل دا دی چې هغه یو داسې کار کړی چې نور یې نشي کولی، تاسو صحیح وایئ. اوس چې هر څوک د پیغمبرۍ دعوه وکړي، بیا داسې کار وکړي چې نور یې نه شي کولای، آیا پر تاسو یې تصدیق کول واجب نه دي؟ هغه وویل: نه، ځکه چې موسی له خدای سره داسې نږدېوالی او درنښت درلود چې نور څوک ورسره سیال نه وو او څوک چې د پیغمبرۍ ادعا وکړي نو په په مونږ باندې واجب نه دي چې په هغه باندې ایمان راوړو، مګر دا چې هغه د موسی د معجزې په څیر معجزې نه ولري. حضرت وفرمایل: نو تاسو څنګه په هغو پیغمبرانو ایمان راوړئ چې له موسی څخه مخکې وو، په داسې حال کې چې هغوي سمندر نه دی شلولی او له کاڼي یې دولس چینې نه دي جوړې کړي او د موسی په شان یې «ید بیضاء» نه درلود او کونټۍ یې په مار نه ده بدله کړی؟ یهودي وویل: لکه څنګه چې ما وویل، که هغوي د خپل نبوت د ثابتولو لپاره معجزې راوړي، که څه هم د موسی له معجزې پرته بل څه وي، تصدیقول یې واجب دي.

حضرت وفرمایل: نو ته ولې د مريم په زوى عيسىٰ ايمان نه راوړې، حال دا چې هغه به مړى راژوندى کول او ړانده او جذامى به يې روغول او له خټو نه به يې مرغۍ جوړه کړه او په هغې کښې يې وپوکل او د خټې مجسمه د خدای تعالی په حکم سره په ژوندۍ مرغۍ بدله شوه؟ رأس جالوت وويل: هغوى وايي چې هغه دا کارونه کول، خو مویږ نه دي ليدلي. حضرت وفرمایل: آیا تا د موسی معجزې لیدلې دي؟ آیا د دې معجزو خبر تاته د معتبرو خلکو له لارې نه دی رسیدلی؟ ويې ويل: هو، همداسې ده. حضرت وفرمایل: ښه نو همداشان تاته د عیسی بن مریم علیهما السلام د معجزو خبر هم په متواتر ډول نقل شوی دی، نو ولې مو د موسی اقرار وکړ او پر هغه مو ایمان راوړ، خو په عیسی مو ایمان رانه وړ؟ یهودي سړي ځواب ورنه کړ. حضرت وفرمايل: او همدارنګ دی د محمد صلی الله عليه و آله د نبوت موضوع، او همدارنګه د خدای له لوري چې کوم بل پيغمبر رالېږلی شوی وي. او زمونږ د پیغمبر له معجزو څخه دا هم ده چې هغه یو یتیم او مسکین و چې د شپونۍ کار به یې کاوه او مزدوري به یې اخیسته. هیڅ علم یې نه و زده کړی او نه یې له استادانو څخه لیدنه کړې وه او له دې ټولو صفاتو سره سره یې یو داسې قرآن راوړ چې په کې د پیغمبرانو کیسې او د هغوی تاریخونه ټکي په ټکي لیکلې شوي او د تېرو او راتلونکو خبرونه په کې تر قیامته پورې بیان شوي دي او د هغوي هغه رازونه او هغه اعمال چې په کور کې به يې ترسره کول هغوي ته بیانول. او بې شمېره آیتونه او معجزې یې وړاندې کړې.

رأس الجالوت وویل: زموږ له نظره د عیسی او محمد مسله نه ده ثابته شوې او په هغه څه ایمان راوړل روا نه دي چې ثابت نه وي. حضرت وفرمایل: نو هغه شاهد چې د عیسی او محمد صلی الله علیه وآله په هکله شاهدي ورکړه، هغه باطله ګواهي ورکړې ده؟ يهودي ځواب ورنه کړ.[۱۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۱۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۵۵.
  2. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  3. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۹؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۵.
  4. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۵۷ش، ص۴۱۹.
  5. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۷؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۴-۱۶۵.
  6. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۵.
  7. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۶.
  8. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۶.
  9. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱.
  10. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  11. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  12. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۹۹-۳۱۸.
  13. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۱۲-۱۱۳، ۱۱۶-۱۲۵.
  14. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  15. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  16. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۴-۱۶۷.
  17. شیخ صدوق، ترجمه عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۲ش، ص۳۳۳-۳۳۹.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذريعة إلى تصانيف الشيعة، قم و تهران، ۱۴۰۸ق.
  • حسینی، محمدرضا، «تحقیق» در شرح حدیث رأس الجالوت تألیف ملاعبدالصاحب محمّد بن احمد نراقى، بی‌تا.
  • خسرویان قله‌زو، جعفر، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، در پژوهش‌های قرآن و حدیث، شماره ۱، ۱۳۹۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ترجمه عیون اخبار الرضا‏، ترجمه علی‌اکبر غفاری و حمیدرضا مستفید، تهران، نشر صدوق، چاپ اول، ۱۳۷۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپاول، ۱۳۷۸ش.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.

بهرنۍ لینک