جاثلیق سره د امام رضا مناظره

د wikishia لخوا

له جاثَلیق نصراني سره د امام رضا مناظره هغه کلامي خبرې اترې دي چې پکې د اسلام د پېغمبر(ص) د نبوت او د حضرت عیسی د انسان شونی په شان موضوعاتو باندې خبرې شوې دي. دغه خبرې اترې په هغه غونډه کښې وشوې چې د عباسي خلیفه مامون په غوښتنه د يهودي، مسيحي، زردشتي او صابئي مذهبو عالمانو له امام رضا(ع) سره مناظرې وکړې.

د دې بحث حدیث لومړی د شیخ صدوق په کتاب توحید او عیون اخبار الرضا کې راغلی دی. د دې حدیث د راوی حسن بن محمد نوفلي په وینا، امام رضا(ع) د پیغمبر(ص) د نبوت په اړه د عیسایانو د مذهبي کتاب انجیل پر بنسټ استدلال کوي. همدارنګه د انجیل په حواله، دا وایي چې عیسی خدای نه دی او انسان دی.

د دغه روايت پر بنسټ، جاثليق په دې بحث کې ناکام شو او د امام رضا(ع) اعتراضونو ته یې کوم ځواب پيدا نه کړ.

د جوړیدو څرنګوالی

د امام رضا(ع) له جاثلیق سره مناظره په یوه حدیث کښې ذکر شوې ده چې په هغه کښې له عیسایي، یهودي، زردشتی او صابئی عالمانو سره مناظره کړې ده.[۱] د دغه حدیث د راوی حسن بن محمد نوفلی په وینا دغه مناظره د عباسي خلیفه مامون په غوښتنه وشوه. کله چې امام رضا(ع) له مدینې څخه مرو ته د مامون په لور ځي، مامون د مختلفو مذهبونو له عالمانو او پوهانو غواړي چې راغونډ شئ او له امام رضا(ع) سره کلامي خبرې وکړئ.[۲] نوفلي له دې مناظرې د مامون موخه، د امام رضا آزموینه ذکر کړې ده.[۳]

جاثلیق د عیسایانو ستر مشر هغه لومړنۍ کس دی چې په دې غونډه کې یې له امام رضا(ع) سره مناظره وکړه. له هغه پرته رأس الجالوت (د یهودیانو مشر)، د صابئانو مشر، هِربِذ (د زردشتیانو مشر) او عمران صابئی هم په دې مجلس کې حاضر وو او مناظره کې یې ګډون کوي.[۴]

د امام رضا(ع) طریقه او د بیان آزادۍ ته درناوې

مامون چې کله جاثلیق ته وايي چې مناظره شورو کړه نو هغه ورته وايي چې زه به له هغه سره څنګه بحث وکړم، په داسې حال کې زه ستاسو دیني کتاب او پيغمبر نه منم؟ امام رضا(ع) ځواب ورته فرمايي چې هغه سره په بحث کې به د مسیحیانو کتاب انجیل سره دلیل راوي او جاثلیق یې مني چې په داسې حال کې به یې هغه نه رد کوي.[۵] په دې طریقه امام رضا(ع) په مناظره کښې په ډېرو ځایونو کې د خپلې خبرې لپاره له انجیل څخه دلیل راوړي.[۶] امام رضا(ع) په دې بحث کې په څرګنده اعلان وکړ چې هر څوک چې د اسلام مخالف وي هغه دې خپله پوښتنه وکړي بې له دې چې د هغه مقام (د مامون دربار او د هغه ولیعهد شونې ته) پام وکړي.[یاداښت ۱] او همدا اطمینان چې امام هغوي ته ورکړی هغوي بې له وېرې خپلې پوښتنې وپوښتلې او هغوي هم دا وویل چې که امام ورته دا ضمانت نه وې ورکړې نو پوښتنې به یې نه کولې.[۷] د امام رضا(ع) په مناظرو کښې یو بل مهم ټکی دا دی چې هغه به مخالفانو او د مختلفو عالمانو او د نظر خاوندانو سره بحث یوې نتیجې ته رساوه بې له دې نیمګړې یې پریږدي. تر دې چې که د لمانځه لپاره بحث نیمګړې پاتی شي نو له لمانځه وروسته سمدلاسه ورته بیا دوام ورکوي.[۸]

موضوع

د امام رضا(ع) او جاثلیق په خبرو کښې په دوه موضوعګانو بحث وشو: يو د پېغمبراکرم(ص) د نبوت ثابتول او بله دا چې عيسى خدای دی او که انسان. د دغو دوو بحثونو په منځ کې د عیسی(ع)[۹] د حواریون (شاګردانو) شمېر او د انجیل د اصلي نسخې د ورکیدو په اړه هم خبرې شوي دي.[۱۰]

امام رضا(ع) د پيغمبر(ص) د نبوت د ثابتولو لپاره له انجيل او تورات څخه هغه عبارتونه نقلوي چې په هغه کښې د داسې پيغمبر د راتلو خبر ورکړے شوے دے چې د پيغمبر(ص) په څېر نښې ولري. د نورو شیانو تر څنګ هغه وايي چې په انجیل کې راغلي دي چې یوحنا دیلمي وویل چې مسیح زه د محمد عربي د دین زیرې راکړ چې له هغه وروسته به راشي او ما هم حواریونو ته زیری ورکړ. او هغوي په هغه ایمان راوړ.[۱۱] عیسی هم په انجیل کې ویلي دي زه به ستاسو د خدای او د خپل خدای په لور لاړ شم او فارِقلیطا به راشي.[۱۲]

هغه د عیسایانو د دې عقیدې په وړاندې، چې عیسی خدای دی، دوه دلیلونه راوړي:

یو دا چې که عیسی خدای و، نو هغه باید لمونځ نه وې کړی او روژه یې نه وای نیولی؛ ځکه چې د عیسی عبادت له دې پوښتنې سره مخ کیږي چې کوم کس خدای دی هغه د چا لپاره لمونځ کوي او روژه نیسي.[۱۳]

دويم استدلال د جاثليق دې وينا ته اشاره کوي چې ويل يې عيسى ځکه خداى دى چې هغه مړى ژوندي کول او ړانده او جذام وهلي یې روغول.[۱۴] امام رضا(ع) اعتراض کوي چې نورو پيغمبرانو هم همداسې کړي دي. نو هغوي هم باید خدای وګڼل شي؛ په داسې حال کې عیسایان هغوي خدای نه ګڼي. د مثال په توګه، یَسَع به هم مړي ژوندي کول کړ او ړانده او جذام وهلي به یې روغول. همدارنګه، حِزقیل پیغمبر ۳۵ زره کسان له مړینې شپیته کاله وروسته بیا راژوندي کړل.[۱۵]

پایله

د حدیث د راوي له مخې، جاثلیق د دې خبرو په څو ځایونو کې د امام رضا(ع) د اعتراضاتو ځواب ونه مونده او چپ پاتې شو. د بېلګې په توګه، کله چې امام رضا(ع) وپوښتل چې که عیسی خدای وې نو د چا لپاره یې لمونځ کاوه او روژه یې نیوله، جاثلیق غلی پاتې کیږي او ځواب نه ورکوي.[۱۶]

همدارنګه کله چې امام رضا(ع) له انجیل څخه د اسلام د پیغمبر(ص) په نبوت او د عیسی د انسان شونی لپاره دلیل راوړي، جاثلیق له هغه اجازت غواړي چې د دې پوښتنې ځواب ورنه کړي.[۱۷] د مناظرې په پای کې جاثليق امام رضا ته وايي: هغه دا فکر نه کاوه چې په مسلمانانو کښې د امام رضا په شان هم څوک شته.[۱۸]

د حدیث سرچینې

د مناظرې متن د لومړي ځل لپاره په توحید[۱۹] او عیون اخبار الرضا[۲۰] کتابونو کې چې د شیخ صدوق(305-381 هـ.ق) لیکلي دي، راغلی دی. لنډيز یې د احمد بن علي طبرسي(په شپږم قمري پېړۍ کې اوسیده) په احتجاج کتاب کې راغلی دی.[۲۱] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کې د شيخ صدوق له دوو کتابونو څخه دا حديث نقل کړی دی.[۲۲]

د حدیث د سند اعتبار

د دې حدیث د راویانو د سلسلې په اړه فقهاء مختلف نظرونه لري. يوې ډلې دا ټول ثقه ګڼلي او ځينو يې ځینې کسان غیر ثقه بللي دي،[۲۳] سربېره پر دې د حديث سند مُرسل دی. يعنې د سند په لړۍ کې یې د ځينو راويانو ذکر نه دی شوی. له همدې امله دا حدیث د سند له لحاظه ضعیف ګڼل کیږي.[۲۴] سره له دې هم ځینې بیا په دې باور دي چې دا حدیث ضعیفِ مقبول دی. یعنی دا چې په سند کې د ضعف سره سره، بیا هم ورباندې عمل کیږي؛ ځکه چې د صدوق په شان معتبر عالم دا روايت کړی او هغه به يوازې هغه روايتونه روايت کوي چې په کومو باندې مطمئن و چې له معصوم(ع) څخه نقل شوي دي.[۲۵]

متن او ژباړه

جاثَلیق سره د امام رضا مناظره

متن ژباړه
فَقَالَ يَا جَاثَلِيقُ هَذَا ابْنُ عَمِّي عَلِيُّ بْنُ مُوسَى بْنِ جَعْفَرٍ وَ هُوَ مِنْ وُلْدِ فَاطِمَةَ بِنْتِ نَبِيِّنَا وَ ابْنُ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ فَأُحِبُّ أَنْ تُكَلِّمَهُ أَوْ تُحَاجَّهُ وَ تُنْصِفَهُ

فَقَالَ الْجَاثَلِيقُ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ كَيْفَ أُحَاجُّ رَجُلًا يَحْتَجُّ عَلَيَّ بِكِتَابٍ أَنَا مُنْكِرُهُ وَ نَبِيٍّ لَا أُومِنُ بِهِ فَقَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) يَا نَصْرَانِيُّ فَإِنِ احْتَجَجْتُ عَلَيْكَ بِإِنْجِيلِكَ أَ تُقِرُّ بِهِ قَالَ الْجَاثَلِيقُ وَ هَلْ أَقْدِرُ عَلَى رَفْعِ مَا نَطَقَ بِهِ الْإِنْجِيلُ نَعَمْ وَ اللَّهِ أُقِرُّ بِهِ عَلَى رَغْمِ أَنْفِي فَقَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) سَلْ عَمَّا بَدَا لَكَ وَ اسْمَعِ‏ الْجَوَابَ. فَقَالَ الْجَاثَلِيقُ مَا تَقُولُ فِي نُبُوَّةِ عِيسَى وَ كِتَابِهِ هَلْ‏ تُنْكِرُ مِنْهُمَا شَيْئاً قَالَ الرِّضَا أَنَا مُقِرٌّ بِنُبُوَّةِ عِيسَى وَ كِتَابِهِ وَ مَا بَشَّرَ بِهِ أُمَّتَهُ وَ أَقَرَّتْ بِهِ الْحَوَارِيُّونَ وَ كَافِرٌ بِنُبُوَّةِ كُلِّ عِيسًى لَمْ يُقِرَّ بِنُبُوَّةِ مُحَمَّدٍ ص وَ بِكِتَابِهِ وَ لَمْ يُبَشِّرْ بِهِ أُمَّتَهُ قَالَ الْجَاثَلِيقُ أَ لَيْسَ إِنَّمَا نَقْطَعُ الْأَحْكَامَ‏ بِشَاهِدَيْ عَدْلٍ قَالَ(ع) بَلَى قَالَ فَأَقِمْ شَاهِدَيْنِ مِنْ غَيْرِ أَهْلِ مِلَّتِكَ عَلَى نُبُوَّةِ مُحَمَّدٍ ص مِمَّنْ لَا تُنْكِرُهُ النَّصْرَانِيَّةُ وَ سَلْنَا مِثْلَ‏ ذَلِكَ مِنْ غَيْرِ أَهْلِ مِلَّتِنَا قَالَ الرِّضَا(ع) أَلْآنَ جِئْتَ بِالنَّصِفَةِ يَا نَصْرَانِيُّ أَ لَا تَقْبَلُ مِنِّي الْعَدْلَ الْمُقَدَّمَ عِنْدَ الْمَسِيحِ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ع قَالَ الْجَاثَلِيقُ وَ مَنْ هَذَا الْعَدْلُ سَمِّهِ لِي قَالَ مَا تَقُولُ فِي يُوحَنَّا الدَّيْلَمِيِّ قَالَ بَخْ بَخْ ذَكَرْتَ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَى الْمَسِيحِ قَالَ فَأَقْسَمْتُ عَلَيْكَ هَلْ نَطَقَ الْإِنْجِيلُ أَنَّ يُوحَنَّا قَالَ إِنَّمَا الْمَسِيحُ أَخْبَرَنِي بِدِينِ مُحَمَّدٍ الْعَرَبِيِّ وَ بَشَّرَنِي بِهِ أَنَّهُ يَكُونُ مِنْ بَعْدِهِ فَبَشَّرْتُ بِهِ الْحَوَارِيِّينَ‏ فَآمَنُوا بِهِ قَالَ الْجَاثَلِيقُ‏ قَدْ ذَكَرَ ذَلِكَ يُوحَنَّا عَنِ الْمَسِيحِ وَ بَشَّرَ بِنُبُوَّةِ رَجُلٍ وَ بِأَهْلِ بَيْتِهِ وَ وَصِيِّهِ وَ لَمْ يُلَخِّصْ مَتَى يَكُونُ ذَلِكَ وَ لَمْ تسم [يُسَمِ‏] لَنَا الْقَوْمَ فَنَعْرِفَهُمْ قَالَ الرِّضَا ع فَإِنْ جِئْنَاكَ بِمَنْ يَقْرَأُ الْإِنْجِيلَ فَتَلَا عَلَيْكَ ذِكْرَ مُحَمَّدٍ وَ أَهْلِ بَيْتِهِ وَ أُمَّتِهِ أَ تُؤْمِنُ بِهِ قَالَ سَدِيداً قَالَ الرِّضَا(ع) لِنِسْطَاسَ الرُّومِيِّ كَيْفَ حِفْظُكَ لِلسِّفْرِ الثَّالِثِ مِنَ الْإِنْجِيلِ قَالَ مَا أَحْفَظَنِي لَهُ ثُمَّ الْتَفَتَ إِلَى رَأْسِ الْجَالُوتِ فَقَالَ أَ لَسْتَ تَقْرَأُ الْإِنْجِيلَ قَالَ بَلَى لَعَمْرِي قَالَ فَخُذْ عَلَى السِّفْرِ فَإِنْ كَانَ فِيهِ ذِكْرُ مُحَمَّدٍ وَ أَهْلِ بَيْتِهِ وَ أُمَّتِهِ فَاشْهَدُوا لِي وَ إِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ ذِكْرُهُ فَلَا تَشْهَدُوا لِي ثُمَّ قَرَأَ ع السِّفْرَ الثَّالِثَ حَتَّى بَلَغَ ذِكْرَ النَّبِيِّ ص وَقَفَ ثُمَّ قَالَ يَا نَصْرَانِيُّ إِنِّي أَسْأَلُكَ‏ بِحَقِّ الْمَسِيحِ وَ أُمِّهِ أَ تَعْلَمُ‏ أَنِّي عَالِمٌ بِالْإِنْجِيلِ قَالَ نَعَمْ ثُمَّ تَلَا عَلَيْنَا ذِكْرَ مُحَمَّدٍ وَ أَهْلِ بَيْتِهِ وَ أُمَّتِهِ ثُمَّ قَالَ مَا تَقُولُ يَا نَصْرَانِيُّ هَذَا قَوْلُ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ع فَإِنْ كَذَّبْتَ بِمَا يَنْطِقُ بِهِ الْإِنْجِيلُ فَقَدْ كَذَّبْتَ مُوسَى وَ عِيسَى ع وَ مَتَى أَنْكَرْتَ هَذَا الذِّكْرَ وَجَبَ عَلَيْكَ الْقَتْلُ لِأَنَّكَ تَكُونُ قَدْ كَفَرْتَ‏ بِرَبِّكَ وَ نَبِيِّكَ وَ بِكِتَابِكَ قَالَ الْجَاثَلِيقُ لَا أُنْكِرُ مَا قَدْ بَانَ لِي فِي الْإِنْجِيلِ وَ إِنِّي لَمُقِرٌّ بِهِ قَالَ الرِّضَا(ع) اشْهَدُوا عَلَى إِقْرَارِهِ ثُمَّ قَالَ يَا جَاثَلِيقُ سَلْ عَمَّا بَدَا لَكَ قَالَ الْجَاثَلِيقُ أَخْبِرْنِي عَنْ حَوَارِيِّ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ع كَمْ كَانَ عِدَّتُهُمْ وَ عَنْ عُلَمَاءِ الْإِنْجِيلِ كَمْ كَانُوا قَالَ الرِّضَا(ع) عَلَى الْخَبِيرِ سَقَطْتَ‏ أَمَّا الْحَوَارِيُّونَ فَكَانُوا اثْنَيْ عَشَرَ رَجُلًا وَ كَانَ أَعْلَمُهُمْ وَ أَفْضَلُهُمْ أَلُوقَا وَ أَمَّا عُلَمَاءُ النَّصَارَى فَكَانُوا ثَلَاثَةَ رِجَالٍ يُوحَنَّا الْأَكْبَرُ بِأَجٍ‏ وَ يُوحَنَّا بِقَرْقِيسِيَا وَ يُوحَنَّا الدَّيْلَمِيُّ بِرِجَازَ وَ عِنْدَهُ كَانَ ذِكْرُ النَّبِيِّ ص وَ ذِكْرُ أَهْلِ بَيْتِهِ وَ أُمَّتِهِ وَ هُوَ الَّذِي بَشَّرَ أُمَّةَ عِيسَى وَ بَنِي إِسْرَائِيلَ بِهِ ثُمَّ قَالَ لَهُ يَا نَصْرَانِيُّ وَ اللَّهِ إِنَّا لَنُؤْمِنُ‏ بِعِيسَى الَّذِي آمَنَ بِمُحَمَّدٍ ص وَ مَا نَنْقِمُ عَلَى عِيسَاكُمْ‏ شَيْئاً إِلَّا ضَعْفَهُ وَ قِلَّةَ صِيَامِهِ وَ صَلَاتِهِ‏ قَالَ الْجَاثَلِيقُ أَفْسَدْتَ وَ اللَّهِ عِلْمَكَ وَ ضَعَّفْتَ أَمْرَكَ وَ مَا كُنْتُ ظَنَنْتُ إِلَّا أَنَّكَ أَعْلَمُ أَهْلِ الْإِسْلَامِ قَالَ الرِّضَا ع وَ كَيْفَ ذَاكَ قَالَ الْجَاثَلِيقُ مِنْ قَوْلِكَ أَنَّ عِيسَى كَانَ ضَعِيفاً قَلِيلَ الصِّيَامِ قَلِيلَ الصَّلَاةِ وَ مَا أَفْطَرَ عِيسَى يَوْماً قَطُّ وَ لَا نَامَ بِلَيْلٍ قَطُّ وَ مَا زَالَ صَائِمَ الدَّهْرِ وَ قَائِمَ اللَّيْلِ قَالَ الرِّضَا(ع) فَلِمَنْ كَانَ يَصُومُ وَ يُصَلِّي قَالَ‏ فَخَرِسَ الْجَاثَلِيقُ وَ انْقَطَعَ قَالَ الرِّضَا ع يَا نَصْرَانِيُّ أَسْأَلُكَ عَنْ مَسْأَلَةٍ قَالَ سَلْ فَإِنْ كَانَ عِنْدِي عِلْمُهَا أَجَبْتُكَ قَالَ الرِّضَا ع مَا أَنْكَرْتَ أَنَّ عِيسَى ع كَانَ يُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ قَالَ الْجَاثَلِيقُ أَنْكَرْتُ ذَلِكَ مِنْ أَجْلِ‏ أَنَّ مَنْ أَحْيَا الْمَوْتَى وَ أَبْرَأَ الْأَكْمَهَ وَ الْأَبْرَصَ فَهُوَ رَبٌّ مُسْتَحِقٌّ لِأَنْ يُعْبَدَ قَالَ الرِّضَا ع فَإِنَّ الْيَسَعَ قَدْ صَنَعَ مِثْلَ مَا صَنَعَ عِيسَى ع مَشَى عَلَى الْمَاءِ وَ أَحْيَا الْمَوْتَى وَ أَبْرَأَ الْأَكْمَهَ وَ الْأَبْرَصَ فَلَمْ تَتَّخِذْهُ أُمَّتُهُ رَبّاً وَ لَمْ يَعْبُدْهُ أَحَدٌ مِنْ دُونِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ لَقَدْ صَنَعَ حِزْقِيلُ‏ النَّبِيُّ ع مِثْلَ مَا صَنَعَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ فَأَحْيَا خَمْسَةً وَ ثَلَاثِينَ أَلْفَ رَجُلٍ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِمْ بِسِتِّينَ سَنَةً ثُمَّ الْتَفَتَ إِلَى رَأْسِ الْجَالُوتِ فَقَالَ لَهُ يَا رَأْسَ الْجَالُوتِ أَ تَجِدُ هَؤُلَاءِ فِي شَبَابِ بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي التَّوْرَاةِ اخْتَارَهُمْ بُخْتَ‏نَصَّرُ مِنْ سَبْيِ بَنِي إِسْرَائِيلَ حِينَ غَزَا بَيْتَ الْمَقْدِسِ ثُمَّ انْصَرَفَ بِهِمْ إِلَى بَابِلَ فَأَرْسَلَهُ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ إِلَيْهِمْ فَأَحْيَاهُمْ هَذَا فِي التَّوْرَاةِ لَا يَدْفَعُهُ إِلَّا كَافِرٌ مِنْكُمْ قَالَ رَأْسُ الْجَالُوتِ قَدْ سَمِعْنَا بِهِ وَ عَرَفْنَاهُ قَالَ صَدَقْتَ ثُمَّ قَالَ يَا يَهُودِيُّ خُذْ عَلَى هَذَا السِّفْرِ مِنَ التَّوْرَاةِ فَتَلَا (ع) عَلَيْنَا مِنَ التَّوْرَاةِ آيَاتٍ فَأَقْبَلَ الْيَهُودِيُّ يَتَرَجَّجُ‏ لِقِرَاءَتِهِ وَ يَتَعَجَّبُ ثُمَّ أَقْبَلَ عَلَى النَّصْرَانِيِ‏ فَقَالَ يَا نَصْرَانِيُّ أَ فَهَؤُلَاءِ كَانُوا قَبْلَ عِيسَى أَمْ عِيسَى كَانَ قَبْلَهُمْ قَالَ بَلْ كَانُوا قَبْلَهُ فَقَالَ الرِّضَا ع لَقَدِ اجْتَمَعَتْ قُرَيْشٌ عَلَى‏ رَسُولِ اللَّهِ ص فَسَأَلُوهُ أَنْ يُحْيِيَ لَهُمْ مَوْتَاهُمْ فَوَجَّهَ مَعَهُمْ عَلِيَّ بْنَ أَبِي طَالِبٍ ع فَقَالَ لَهُ اذْهَبْ إِلَى الْجَبَّانَةِ فَنَادِ بِأَسْمَاءِ هَؤُلَاءِ الرَّهْطِ الَّذِينَ يَسْأَلُونَ عَنْهُمْ بِأَعْلَى صَوْتِكَ يَا فُلَانُ وَ يَا فُلَانُ وَ يَا فُلَانُ يَقُولُ لَكُمْ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ ص قُومُوا بِإِذْنِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ فَقَامُوا يَنْفُضُونَ التُّرَابَ عَنْ رُءُوسِهِمْ فَأَقْبَلَتْ قُرَيْشٌ يَسْأَلُهُمْ عَنْ أُمُورِهِمْ ثُمَّ أَخْبَرُوهُمْ أَنَّ مُحَمَّداً قَدْ بُعِثَ نَبِيّاً فَقَالُوا وَدِدْنَا أَنَّا أَدْرَكْنَاهُ فَنُؤْمِنُ بِهِ وَ لَقَدْ أَبْرَأَ الْأَكْمَهَ وَ الْأَبْرَصَ وَ الْمَجَانِينَ وَ كَلَّمَهُ الْبَهَائِمُ وَ الطَّيْرُ وَ الْجِنُّ وَ الشَّيَاطِينُ وَ لَمْ نَتَّخِذْهُ رَبّاً مِنْ دُونِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ لَمْ نُنْكِرْ لِأَحَدٍ مِنْ هَؤُلَاءِ فَضْلَهُمْ فَمَتَى اتَّخَذْتُمْ عِيسَى رَبّاً جَازَ لَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْيَسَعَ وَ حِزْقِيلَ رَبّاً لِأَنَّهُمَا قَدْ صَنَعَا مِثْلَ مَا صَنَعَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ ع مِنْ إِحْيَاءِ الْمَوْتَى وَ غَيْرِهِ وَ إِنَّ قَوْماً مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ خَرَجُوا مِنْ بِلَادِهِمْ مِنَ الطَّاعُونِ‏ وَ هُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ‏ فَأَمَاتَهُمُ اللَّهُ فِي سَاعَةٍ وَاحِدَةٍ فَعَمَدَ أَهْلُ تِلْكَ الْقَرْيَةِ فَحَظَرُوا عَلَيْهِمْ حَظِيرَةً فَلَمْ يَزَالُوا فِيهَا حَتَّى نَخِرَتْ‏ عِظَامُهُمْ وَ صَارُوا رَمِيماً فَمَرَّ بِهِمْ نَبِيٌّ مِنْ أَنْبِيَاءِ بَنِي إِسْرَائِيلَ فَتَعَجَّبَ مِنْهُمْ وَ مِنْ كَثْرَةِ الْعِظَامِ الْبَالِيَةِ فَأَوْحَى اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ إِلَيْهِ أَ تُحِبُّ أَنْ أُحْيِيَهُمْ لَكَ فَتُنْذِرَهُمْ قَالَ نَعَمْ يَا رَبِّ فَأَوْحَى اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ إِلَيْهِ أَنْ نَادِهِمْ فَقَالَ أَيَّتُهَا الْعِظَامُ الْبَالِيَةُ قُومِي بِإِذْنِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ فَقَامُوا أَحْيَاءً أَجْمَعُونَ يَنْفُضُونَ التُّرَابَ عَنْ رُءُوسِهِمْ ثُمَّ إِبْرَاهِيمُ خَلِيلُ الرَّحْمَنِ ع حِينَ أَخَذَ الطَّيْرَ فَقَطَعَهُنَّ قِطَعاً ثُمَّ وَضَعَ‏ عَلى‏ كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءاً ثُمَّ نَادَاهُنَّ فَأَقْبَلْنَ سَعْياً إِلَيْهِ ثُمَّ مُوسَى بْنُ عِمْرَانَ ع وَ أَصْحَابُهُ السَّبْعُونَ الَّذِينَ اخْتَارَهُمْ‏ صَارُوا مَعَهُ إِلَى الْجَبَلِ فَقَالُوا لَهُ إِنَّكَ قَدْ رَأَيْتَ اللَّهَ سُبْحَانَهُ فَأَرِنَاهُ كَمَا رَأَيْتَهُ فَقَالَ‏ لَهُمْ إِنِّي لَمْ أَرَهُ فَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً ... فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ فَاحْتَرَقُوا عَنْ آخِرِهِمْ وَ بَقِيَ مُوسَى وَحِيداً فَقَالَ يَا رَبِّ اخْتَرْتُ سَبْعِينَ رَجُلًا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ فَجِئْتُ بِهِمْ وَ أَرْجِعُ وَحْدِي‏ فَكَيْفَ يُصَدِّقُنِي‏ قَوْمِي بِمَا أُخْبِرُهُمْ بِهِ فَ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُمْ مِنْ قَبْلُ وَ إِيَّايَ أَ تُهْلِكُنا بِما فَعَلَ السُّفَهاءُ مِنَّا فَأَحْيَاهُمُ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِمْ وَ كُلُّ شَيْ‏ءٍ ذَكَرْتُهُ لَكَ مِنْ هَذَا لَا تَقْدِرُ عَلَى دَفْعِهِ لِأَنَّ التَّوْرَاةَ وَ الْإِنْجِيلَ وَ الزَّبُورَ وَ الْفُرْقَانَ قَدْ نَطَقَتْ بِهِ فَإِنْ كَانَ كُلُّ مَنْ أَحْيَا الْمَوْتَى وَ أَبْرَأَ الْأَكْمَهَ وَ الْأَبْرَصَ وَ الْمَجَانِينَ يُتَّخَذُ رَبّاً مِنْ دُونِ اللَّهِ فَاتَّخِذْ هَؤُلَاءِ كُلَّهُمْ أَرْبَاباً مَا تَقُولُ يَا يَهُودِيُ‏ فَقَالَ الْجَاثَلِيقُ الْقَوْلُ قَوْلُكَ وَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ثُمَّ الْتَفَتَ إِلَى رَأْسِ الْجَالُوتِ فَقَالَ يَا يَهُودِيُّ أَقْبِلْ عَلَيَّ أَسْأَلْكَ بِالْعَشْرِ الْآيَاتِ الَّتِي أُنْزِلَتْ عَلَى مُوسَى بْنِ عِمْرَانَ ع هَلْ تَجِدُ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوباً بِنَبَإِ مُحَمَّدٍ ص وَ أُمَّتِهِ إِذَا جَاءَتِ الْأُمَّةُ الْأَخِيرَةُ أَتْبَاعُ رَاكِبِ الْبَعِيرِ يُسَبِّحُونَ الرَّبَّ جِدّاً جِدّاً تَسْبِيحاً جَدِيداً فِي الْكَنَائِسِ الْجُدُدِ فليفرغ [فَلْيَفْزَعْ‏] بَنُو إِسْرَائِيلَ إِلَيْهِمْ وَ إِلَى مَلِكِهِمْ لِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُهُمْ فَإِنَّ بِأَيْدِيهِمْ‏ سُيُوفاً يَنْتَقِمُونَ بِهَا مِنَ الْأُمَمِ الْكَافِرَةِ فِي أَقْطَارِ الْأَرْضِ أَ هَكَذَا هُوَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ قَالَ رَأْسُ الْجَالُوتِ نَعَمْ إِنَّا لَنَجِدُهُ كَذَلِكَ ثُمَّ قَالَ لِلْجَاثَلِيقِ يَا نَصْرَانِيُّ كَيْفَ عِلْمُكَ بِكِتَابِ شَعْيَا ع قَالَ أَعْرِفُهُ حَرْفاً حَرْفاً قَالَ لَهُمَا أَ تَعْرِفَانِ هَذَا مِنْ كَلَامِهِ يَا قَوْمِ إِنِّي رَأَيْتُ صُورَةَ رَاكِبِ الْحِمَارِ لَابِساً جَلَابِيبَ النُّورِ وَ رَأَيْتُ رَاكِبَ الْبَعِيرِ ضَوْءٌ مِثْلُ ضَوْءِ الْقَمَرِ فَقَالا قَدْ قَالَ ذَلِكَ شَعْيَا ع قَالَ الرِّضَا ع يَا نَصْرَانِيُّ هَلْ تَعْرِفُ فِي الْإِنْجِيلِ قَوْلَ عِيسَى ع إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّكُمْ وَ رَبِّي وَ الْبَارِقْلِيطَا جَاءَ هُوَ الَّذِي يَشْهَدُ لِي بِالْحَقِّ كَمَا شَهِدْتُ لَهُ وَ هُوَ الَّذِي يُفَسِّرُ لَكُمْ كُلَّ شَيْ‏ءٍ وَ هُوَ الَّذِي يُبْدِئُ فَضَائِحَ الْأُمَمِ وَ هُوَ الَّذِي يَكْسِرُ عَمُودَ الْكُفْرِ فَقَالَ الْجَاثَلِيقُ مَا ذَكَرْتَ شَيْئاً مِنَ الْإِنْجِيلِ‏ إِلَّا وَ نَحْنُ مُقِرُّونَ بِهِ فَقَالَ أَ تَجِدُ هَذَا فِي الْإِنْجِيلِ ثَابِتاً يَا جَاثَلِيقُ قَالَ نَعَمْ قَالَ الرِّضَا ع يَا جَاثَلِيقُ أَ لَا تُخْبِرُنِي عَنِ الْإِنْجِيلِ الْأَوَّلِ حِينَ افْتَقَدْتُمُوهُ عِنْدَ مَنْ وَجَدْتُمُوهُ وَ مَنْ وَضَعَ لَكُمْ هَذَا الْإِنْجِيلَ فَقَالَ لَهُ مَا افْتَقَدْنَا الْإِنْجِيلَ إِلَّا يَوْماً وَاحِداً حَتَّى وَجَدْنَاهُ غَضّاً طَرِيّاً فَأَخْرَجَهُ إِلَيْنَا يُوحَنَّا وَ مَتَّى فَقَالَ لَهُ الرِّضَا ع مَا أَقَلَّ مَعْرِفَتَكَ بِسُنَنِ‏ الْإِنْجِيلِ وَ عُلَمَائِهِ فَإِنْ كَانَ هَذَا كَمَا تَزْعُمُ فَلِمَ اخْتَلَفْتُمْ فِي الْإِنْجِيلِ وَ إِنَّمَا وَقَعَ الِاخْتِلَافُ فِي هَذَا الْإِنْجِيلِ الَّذِي فِي أَيَادِيكُمُ‏ الْيَوْمَ فَلَوْ كَانَ عَلَى الْعَهْدِ الْأَوَّلِ لَمْ تَخْتَلِفُوا فِيهِ وَ لَكِنِّي مُفِيدُكَ عِلْمَ ذَلِكَ اعْلَمْ أَنَّهُ لَمَّا افْتُقِدَ الْإِنْجِيلُ الْأَوَّلُ اجْتَمَعَتِ النَّصَارَى إِلَى عُلَمَائِهِمْ فَقَالُوا لَهُمْ قُتِلَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ ع وَ افْتَقَدْنَا الْإِنْجِيلَ وَ أَنْتُمُ الْعُلَمَاءُ فَمَا عِنْدَكُمْ فَقَالَ لَهُمْ أَلُوقَا وَ مرقابوس‏ إِنَّ الْإِنْجِيلَ فِي صُدُورِنَا وَ نَحْنُ نُخْرِجُهُ إِلَيْكُمْ سِفْراً سِفْراً فِي كُلِّ أَحَدٍ فَلَا تَحْزَنُوا عَلَيْهِ وَ لَا تُخْلُوا الْكَنَائِسَ فَإِنَّا سَنَتْلُوهُ عَلَيْكُمْ فِي كُلِّ أَحَدٍ سِفْراً سِفْراً حَتَّى نَجْمَعَهُ كُلَّهُ فَقَعَدَ أَلُوقَا وَ مرقابوس وَ يُوحَنَّا وَ مَتَّى فَوَضَعُوا لَكُمْ هَذَا الْإِنْجِيلَ بَعْدَ مَا افْتَقَدْتُمُ الْإِنْجِيلَ الْأَوَّلَ وَ إِنَّمَا كَانَ هَؤُلَاءِ الْأَرْبَعَةُ تَلَامِيذَ تَلَامِيذِ الْأَوَّلِينَ أَ عَلِمْتَ ذَلِكَ فَقَالَ الْجَاثَلِيقُ أَمَّا هَذَا فَلَمْ أَعْلَمْهُ وَ قَدْ عَلِمْتُهُ الْآنَ وَ قَدْ بَانَ لِي‏ مِنْ فَضْلِ عِلْمِكَ بِالْإِنْجِيلِ وَ سَمِعْتُ أَشْيَاءَ مِمَّا عَلِمْتُهُ شَهِدَ قَلْبِي أَنَّهَا حَقٌّ فَاسْتَزَدْتُ‏ كَثِيراً مِنَ الْفَهْمِ فَقَالَ لَهُ الرِّضَا ع فَكَيْفَ شَهَادَةُ هَؤُلَاءِ عِنْدَكَ قَالَ جَائِزَةٌ هَؤُلَاءِ عُلَمَاءُ الْإِنْجِيلِ وَ كُلَّمَا شَهِدُوا بِهِ فَهُوَ حَقٌّ قَالَ الرِّضَا ع لِلْمَأْمُونِ وَ مَنْ حَضَرَهُ مِنْ أَهْلِ بَيْتِهِ وَ مِنْ غَيْرِهِمْ اشْهَدُوا عَلَيْهِ قَالُوا قَدْ شَهِدْنَا ثُمَّ قَالَ ع لِلْجَاثَلِيقِ بِحَقِّ الِابْنِ وَ أُمِّهِ هَلْ تَعْلَمُ أَنَّ مَتَّى قَالَ إِنَّ الْمَسِيحَ هُوَ ابْنُ دَاوُدَ بْنِ إِبْرَاهِيمَ بْنِ إِسْحَاقَ بْنِ يَعْقُوبَ بْنِ يَهُوذَا بْنِ خضرون‏ فَقَالَ مرقابوس فِي نِسْبَةِ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ع إِنَّهُ كَلِمَةُ اللَّهِ‏ أَحَلَّهَا فِي جَسَدِ الْآدَمِيِّ فَصَارَتْ إِنْسَاناً وَ قَالَ أَلُوقَا إِنَّ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ ع وَ أُمَّهُ كَانَا إِنْسَانَيْنِ مِنْ لَحْمٍ وَ دَمٍ فَدَخَلَ فِيهَا الرُّوحُ الْقُدُسُ ثُمَّ إِنَّكَ تَقُولُ مِنْ شَهَادَةِ عِيسَى عَلَى نَفْسِهِ حَقّاً أَقُولُ لَكُمْ يَا مَعْشَرَ الْحَوَارِيِّينَ إِنَّهُ لَا يَصْعَدُ إِلَى السَّمَاءِ إِلَّا مَنْ نَزَلَ مِنْهَا إِلَّا رَاكِبَ الْبَعِيرِ خَاتَمَ الْأَنْبِيَاءِ فَإِنَّهُ يَصْعَدُ إِلَى السَّمَاءِ وَ يَنْزِلُ فَمَا تَقُولُ فِي هَذَا الْقَوْلِ قَالَ الْجَاثَلِيقُ هَذَا قَوْلُ عِيسَى لَا نُنْكِرُهُ قَالَ الرِّضَا ع فَمَا تَقُولُ فِي شَهَادَةِ أَلُوقَا وَ مرقابوس وَ مَتَّى عَلَى عِيسَى وَ مَا نَسَبُوهُ إِلَيْهِ قَالَ الْجَاثَلِيقُ كَذَبُوا عَلَى عِيسَى فَقَالَ الرِّضَا(ع) يَا قَوْمِ أَ لَيْسَ قَدْ زَكَّاهُمْ وَ شَهِدَ أَنَّهُمْ عُلَمَاءُ الْإِنْجِيلِ وَ قَوْلَهُمْ حَقٌّ فَقَالَ الْجَاثَلِيقُ‏ يَا عَالِمَ الْمُسْلِمِينَ أُحِبُّ أَنْ تُعْفِيَنِي مِنْ أَمْرِ هَؤُلَاءِ قَالَ الرِّضَا ع فَإِنَّا قَدْ فَعَلْنَا سَلْ يَا نَصْرَانِيُّ عَمَّا بَدَا لَكَ قَالَ الْجَاثَلِيقُ لِيَسْأَلْكَ غَيْرِي فَلَا وَ حَقِّ الْمَسِيحِ مَا ظَنَنْتُ أَنَّ فِي عُلَمَاءِ الْمُسْلِمِينَ مِثْلَك‏.[۲۶]


مامون جاثلیق ته مخ شو او ویې ویل: ای جاثلیقه، دا علي بن موسی بن جعفر او زما د تره زوی دی، او زموږ د پیغمبر د لور فاطمې او علي بن ابي طالب صلوات الله علیهم له اولادونو څخه دی. زه غواړم چې تاسو له دوي سره خبرې وکړئ او بحث وکړئ او دلیل راوړئ او انصاف وکړئ.

جاثلیق وويل: اې د مؤمنانو سرداره، زه څنګه له هغه چا سره بحث وکړم، چې له د يو داسې کتابه استدلال کوي، چې زه يې نه منم او د يو داسې پېغمبر په وينا سره دلیل راوړي چې زه پرې ايمان نه لرم؟ حضرت وفرمایل: ای عیسايي کسه! که زه تاته له انجیل څخه دلیل راوړم، آیا ته به یې ومنی؟ جاثلیق وويل: آيا زه هغه څه ردولای شم چې انجيل ويلي دي؟ زه په خدای قسم خورم چې که د زړه مې نه وي خوښه هم زه به یې منم. حضرت وفرمایل: اوس چې څه غواړې پوښتنه وکړه او ځواب ترلاسه کړه. جاثلیق وپوښتل: د عیسی علیه السلام د نبوت او د هغه د کتاب په اړه څه نظر لرې؟ ایا تاسو له دې دوو څخه انکار کوئ؟ حضرت وفرمایل: زه د عیسی علیه السلام په نبوت او د هغه په ​​کتاب ایمان لرم او په هغه څه چې هغه خپل امت ته زیری ورکړی او حواریونو هم هغه قبول کړی دی، ایمان لرم. او له هر هغه عیسایی انکاري یم، چې د محمد صلی الله علیه و آله په نبوت او د هغه په کتاب ایمان نه لري او خپل امت ته یې د هغه بشارت نه وي ورکړی. جاثلیق وويل: ايا هره فيصله دوه صالحو شاهدانو ته اړتيا نه لري؟ حضرت وفرمایل: ولې نه، هغه وويل: نو له غير له خپل مذهبانو څخه دوه صالح شاهدان وښایه چې عيسایان يې هم مني او له موږ څخه دوه صالح شاهدان چې له غيرزمونږ له مذهبه وي، وغواړه. حضرت وفرمايل: اوس تا انصفا سره سمه خبره وکړه. ایا تاسو یو صالح سړی منئ چې د مسیح سره یې مقام او منزلت درلود؟ جاثلیق وويل: دا صالح سړی څوک دی؟ نوم یې ووایه حضرت وفرمايل: د يوحنا ديلمي په اړه څه وايې؟ ويې ويل: واه واه! تاسو مسیح ته ترټولو محبوب شخص نوم واخست. حضرت وفرمایل: زه تاته قسم درکوم، آیا په انجیل کې داسې نه دي راغلی چې یوحنّا وویل: مسیح ما ته د محمد عربی د دین خبر راکړ او خوشخبری یې راکړه چې له هغه وروسته به راشي او ما هم حواریینو ته زیری ورکړ او ورباندې ایمان راوړ؟ جاثليق وويل: هو، یوحنّا د مسيح له قوله دا خبره نقل کړې ده او د يو سړي د نبوت زيرى يې ورکړى دى او د هغه کورنۍ او وصی ته يې هم دا زيرى ورکړى دى او دا يې نه ده ټاکلې چې دا پيښه به کله وي. او هغه یې موږ ته هم نه دي معرفي کړي چې مونږ یې وپيژنو. حضرت وفرمایل: که چیرې یو کس چې انجیل لوستلی شي دلته شتون ولري او تاسو ته د محمد، د هغه کورنۍ او د هغه د امت مطالب تلاوت کړي ، ایا تاسو به ایمان راوړئ؟ ويې ويل: ښه خبره ده. حضرت نسطاس رومي ته وفرمایل: تا ته د انجیل دریم سفر تر کوم حده حفظ دی؟ هغه وویل: زما په بشپړه توګه حفظ دی. بیا رأس الجالوت ته مخ کړ او ویې فرمایل: آیا تا انجیل لوستلی دی؟ هغه وویل: هو، حضرت وفرمایل: زه دریم سفر لولم، که هلته د محمد صلی الله علیه و آله او د هغه د کورنۍ په اړه څه وو نو شاهدي ورکړه او که په دې هکله څه نه وو نو ګواهي مه ورکوه. بیا حضرت د دریم سفر تلاوت پیل کړ او کله چې د رسول الله صلی الله علیه وآله موضوع ته ورسېدل، نو هلته ودرید او ویې فرمایل: تا ته د مسیح او د هغه په ​​​​مور قسم درکوم، تاسو پوهیږئ چې زه د انجیل عالم یم؟ ويې ويل: هو، بيا يې د محمد او د هغه د کورنۍ او امت مطلب ولوستله، ويې ويل: اوس څه وايې؟ دا د حضرت مسیح(ع) همغه وینا ده. که تاسو د انجیل له محتوا څخه انکار وکړئ، نو تاسو د موسی او عیسی څخه انکار کړی دی، او که تاسو د دې محتوياتو څخه انکار وکړئ، نو ستاسو وژل واجب دي. ځکه تا په خدای، پیغمبر او په خپل کتاب کافر شوی یې. جاثليق وويل: زه له هغه څه څخه انکار نه کوم چې له انجيل څخه راته څرګند شي. بلکه زه یې منم. حضرت وفرمایل: د هغه په ​​اقرار باندې شاهد اوسئ. حضرت وفرمایل: څه چې غواړې پوښتنه وکړه. جاثلیق وپوښتل: د عیسی مسیح حواریون او د انجیل علماء څو کسان وو؟ حضرت وفرمایل: تا له ښه سړی پوښتنه وکړه. حواریوون دولس کسان وو، چې تر ټولو عالم او فضیلت اَلوقا و. او د عیسایانو عالمان درې کسان وو: یوحنا اکبر په اج کې، یوحنا په قرقیسیا کې، او یوحنا دیلمي په رجّاز کې، او د رسول الله صلی الله علیه و آله او د هغه د کورنۍ او امت اړوند مواد له هغه سره وو. او هم هغه و چې د حضرت عیسی علیه السلام امت او بني اسرائیلو ته یې د رسول الله صلی الله علیه وآله او د هغه د اهل بیتو او امت زیری ورکړ. بیا یې وویل: ای مسیحي په خدای قسم موږ په هغه عیسی علیه السلام ایمان لرو چې پر محمد صلی الله علیه وآله او د هغه پر کورنۍ یې ایمان راوړی و، او ستاسو په عیسی کوم اعتراض نه لرو بې له کمزورتیا او عاجزۍ او د هغه د لمانځه او روژې په کموالي. جاثلیق وويل: په خداى قسم چې تا خپل علم خراب کړ او خپل ځان دې کمزورى کړ. ما فکر کاوه چې ته په مسلمانانو کې تر ټولو پوه سړی یې. حضرت وفرمایل: ولی څخه وشو؟ هغه وویل: ته وایې: عیسی ضعیف و، او لږې روژې به یې نیولې او لږ لمونځ به یې کاوه، په داسې حال کې چې عیسی علیه السلام یوه ورځ هم له روژې پرته نه وه تېره کړې او یوه شپه یې هم خوب نه دی کړی هغه به تل د ورځې روژه نیوله او شپې به یې روڼولې؟! حضرت وفرمایل: چا ته یې د نږدې کېدو لپاره به یې روژه نیوله او لمونځ به یې کاوه؟! جاثلیق له خبرو وغورځید او غلی شو. حضرت وفرمایل: زه غواړم له تا یو څه وپوښتم؟ جاثلیق وويل: پوښتنه وکړه، که ځواب مې زده وي نو ځواب به درکړم. حضرت وپوښتل: ته ولې له دې انکار کوې چې عیسی به د خدای په حکم مړي ژوندي کول؟ جاثلیق وويل: ځکه چې هغه څوک چې مړي ژوندي کوي او ړانده او ناروغ ته شفا ورکوي هغه خداى دى او د عبادت وړ دى. حضرت وفرمایل: عیسی یَسَع به هم د عیسی په شان کارونه کول: پر اوبو به تله، مړي به یې ژوندی کول، ړانده او په جذام اخته کسان به یې روغول، خو قوم یې هغه خدای ونه ګڼه او نه یې چا عبادت وکړ. حزقیل پیغمبر به هم د عیسی ابن مریم په څیر مړي ژوندي کول، هغه پنځه دیرش زره کسان له مرګه شپیته کاله وروسته ژوندي کړل. بيا یې رأس الجالوت ته مخ کړ او ويې فرمايل: آيا تا په تورات کې د بني اسرائيلو د دې ډلې اړونده محتوا ليدلې ده؟ «بخت نصر» هغوي د بني اسرائيلو له هغو بنديانو څخه غوره کړل چې پر بيت المقدس د بريد پر مهال نيول شوي وو او بابل ته يې بوتلل. خدای هم هغه دوي ته ولیږه او هغوي یې ژوندي کړل. دا مطلب په تورات کې شته او څوک چې ترې انکار وکړي هغه کافر دی. رأس الجالوت وويل: موږ دا خبره اورېدلې او خبر يوو. حضرت وفرمایل: دا رښتیا ده. اوس پام وکړه او وګوره چې ایا زه د تورات دا آیت په سمه توګه لولم؟ بیا یې موږ ته د تورات ځینې آیتونه تلاوت کړل. یهودي به د هغه حضرت د تلاوت او غږ په اوریدلو سره په حیرانتیا سره خپل بدن کیڼ او چپ اړخ ته خوځوه. بيا يې جاثليق ته مخ واړوه او ويې پوښتل: ايا دوي له حضرت عیسی(ع) څخه مخکې وو که عیسی له دوي څخه مخکې و؟ هغه وویل: دوي له عیسی څخه مخکې وو. حضرت وفرمایل: ټول قریش رسول الله صلی الله علیه وآله ته راغلل او عرض یې وکړ چې هغه حضرت(ص) د دوي مړي را ژوندي کړي. هغوی علي بن ابي طالب (عليه السلام) له دوي سره دښتې (يا قبرستان) ته واستاوه او ويې فرمايل: «دښتې ته لاړ شه او په لوړ غږ د هغه کسانو نامې واخله چې  دوي یې د ژوندي کیدو غوښتنه کوي او د هر یوه نوم واخله او ووایه: محمد(ص) فرمایلي دي: د خدای په حکم پورته شئ. (امیرالمومنین هم ورته غږ وکړ) دوي ټول پاڅیدل او له سرونو یې خاورې څنډلې.». قريشو هم له هغوى څخه د خپلو چارو په اړه وپوښتل او ورته يې ويل: محمد پيغمبر شوى دى. مړی له مځکې راپاڅېد او ویې ویل: کاش موږ هغه لیدلی وای او پر هغه مو ایمان راوړی وای. رسول الله(ص) هم ړندو ته يا د پېسي په ناروغۍ اخته کسانو ته شفاء ورکړې ده او هم يې ليونيانو ته شفا ورکړی، له حيواناتو، مرغانو، پيريانو او شيطانانو سره خبرې کړي دي، خو موږ هغه حضرت(ص) خداى نه ګڼو او په عين حال کې د دې ډلې د پیغمبرانو د عیسی، یَسَع، حزقیل او محمد صلی الله علیه وآله له فضیلتونو انکار نه کوو، تاسو چې عیسی علیه السلام خدای ګڼئ، تاسو باید یسع او حزقیل هم خدای وګڼئ، ځکه چې هغوي به هم د عیسی په څیر مړي راژوندي کول او د عیسی(ع) نورې معجزې به یې هم ترسره کولې او د بني اسرائیلو ځینې کسان چې شمیر یې زرګونو ته رسېده د طاعون له وېرې له ښاره ووتل خو خدای په یوه شېبه کې د هغوی ژوند واخیست. ښاریانو له هغوي ګېر چاپېر دیوال جوړ کړ او هغه مړي یې همداسې پریښودل تر دې چې هډوکې یې وراسته شوو. د بني اسراييلو يو پېغمبر له هغه ځايه تېر شو، د دومره ډېرو ورستو هډوکو په لیدو حيران شو. خدای تعالی ورته وحی وکړه: آیا ته غواړې چې زه یې ستا لپاره را ژوندی کړم تر څو هغوی وویرې او د خپل دین تبلیغ ورته وکړې؟ هغه وویل: هو. خدای پاک وحي نازله کړه او ویې فرمایل: دوي ته غږ ورکړه. هغه پېغمبر هم په دې ډول غږ وکړ: اې وراسته شوې هډوکو! د خدای په حکم پورته شئ. ټول ژوندي شول او په داسې حال کې چې له خپلو سرونو یې دوړې څنډلې پاڅېدل. همدارنګه ابراهیم خلیل الرحمان علیه السلام چې کله یې مرغان واخیستل او ټوټې ټوټې یې کړل او هره ټوټه یې په یوه غره کېښوده بیا یې غږ ورته وکړ او هغه ژوندۍ شوې او د هغه پر لور راغلې. همدارنګه موسی بن عمران(ع) او د هغه اویا ملګري چې له بني اسرائیلو څخه یې غوره کړي وو، او له هغه سره د طور غره ته ولاړل او ویې ویل: تا خدای لیدلی دی، هغه موږ ته هم وښیه. حضرت وفرمایل: ما هغه نه دی لیدلی، خو هغوي په دې خبره اصرار وکړ او ویې ویل: «لَنْ نُؤْمِنَ لَک حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً» تر ​​څو چې مو الله تعالی په ښکاره توګه نه وي لیدلی نو ایمان نه راوړو (سوره بقره، آیه ۵۵). په پایله کې، بریښنا دوي وسوځول او دوی یې له منځه یوړل، موسی یوازې پاتې شو او خدای ته یې عرض وکړ: خدایه ما له اسراییلو څخه اویا کسان غوره کړل او له ځان سره مې راوستل او اوس زه یواځې بیرته ستون شم. نو زما خلک به څنګه د دې پېښې په اړه زما خبرې ومني؟ که تا غوښې نو هم به دې زه او هم به دې زما قوم له وړاندې تباه کړې وای. ایا ته مونږ د ناپوهانو د کړنو له امله تباه کوې؟ (د سوره اعراف د ۱۵۵ آيت مضمون). خدای هغوي هم له مرګ وروسته بیا ژوندي کړل. بیا حضرت دوام ورکړ: کوم څه چې مې درته وویل په دې کې تاسو د هیڅ شی څخه انکار نشئ کولی ځکه چې دا ټول موضوعات د تورات، انجیل، زبور او قرآن آیتونه دي. که څوک مړي راژوندي کوي او ړندو، ناروغ او لېونو ته شفا ورکوي که هغه خدای وي نو دوی هم خدای وګڼه. اوس، تاسو څه وايئ؟ جاثلیق وويل: هو، ستا خبره سمه ده او له الله پرته بل معبود نشته. بيا یې رأس الجالوت ته مخ کړ او ويې فرمايل: تا ته په هغو لسو آيتونو قسم درکوم چې په موسى بن عمران نازل شول، آيا په تورات کې د محمد او د هغه د امت په اړه کوم معلومات شته؟ (او هغه خبر په لاندې ډول دی:) "کله چې وروستنی امت، د هغه اوښ سپاره پیروان، راشي او د خدای ډېر ډېر تسبیح وکړي؛ په نوي معبدونو کې یو نوی تسبیح. په هغه وخت کې بنى اِسرائيل د هغوي په لور او د بادشاهانو په لور روان شي چې زړونه يې آرام شي، ځکه د هغوي به په لاسونو کې داسې تورې لري چې د ځمکې په هر ګوټ کې به له کفارو (محاربو) غچ اخلي.» آیا دا مطلب همدارنګ په تورات کې نه دی لیکل شوی؟ رأس الجالوت وویل: هو، موږ هم په تورات کې په دا مطلب همدارنګ موندلی دی. بیا یې جاثلیق ته وفرمایل: ته د «شعیا» له کتاب سره څومره اشنا یې؟ هغه وویل: هغه مې ټکي په ټکي زده دی. بيا يې دواړو ته وويل: ايا تاسو موافق ياست چې دا د هغه له قوله دي: «اې خلکو ما د هغه سړي انځور وليد چې په خر سپور و، په داسې حال کې چې د نور جامې اغوستې وې او ما هغه په اوښ سپور وليد چې نور یې د سپوږمۍ په شان و؟» هغو دواړو ځواب ورکړ: هو، شعیا داسې خبره کړې ده. حضرت وفرمایل: ایا ته په انجیل کې د عیسی علیه السلام له دې وینا سره اشنا یې: «زه به ستاسو د خدای او د خپل خدای په لور ورځم او فارقلیطا به راشي». او هغه، هغه څوک دی چې زما لپاره او د حق لپاره به شاهدي ورکوي لکه څنګه چې ما د هغه لپاره ګواهي ورکړه. او هغه هغه څوک دی چې ستاسو لپاره به هر څه تشریح کوي او هغه دی چې د قومونو شرمونه (انحرافات) به ښکاره کړي. او هغه دی چې د کفر د خیمې ستنې به ماتوي. جاثلیق وويل: هر هغه څه چې ته له انجيل څخه لولې موږ يې منو. حضرت وفرمایل: ایا تاسو موافق یاست چې دا په انجیل کې دی؟ هغه وویل: هو. حضرت وفرمایل: کله چې تاسو لومړنۍ انجیل له لاسه ورکړ، نو بیا مو له چا سره پیدا کړ او دا انجیل درته چا وضع کړ؟ هغه وویل: موږ یوازې د یوې ورځې لپاره انجیل ورک کړ او بیا مو دا تازه او نوی وموندل. یوحنّا او متّی دا زموږ لپاره وموندل. حضرت ورته وفرمایل چې ته د دې انجیل او د هغه د علماوو په اړه څومره بې اطلاع یې! که دا مطلب د انجیل په هکله همداسې وي لکه څنګه چې یې تاسو وایئ، نو بیا ستاسو په مینځ کې د انجیل په اړه اختلاف ولی شو؟ دا اختلاق د همدې انجیل په هکله دی چې نن ستاسو په لاس کې دی. که دا د لومړۍ ورځې په څیر و، نو تاسو به د هغې په اړه اختلاف نه درلود. خو زه به تاسو ته دا مطلب روښانه کړم: کله چې لومړی انجیل ورک شو، عیسایان خپلو عالمانو ته راټول شول او ویې ویل: د مریم زوی عیسی ووژل شو او موږ انجیل له لاسه ورکړ. تاسو علما له ځان سره څه لرئ؟ الوقا او مرقابوس وویل: زموږ انجیل حفظ دی او هره یکشنبه به یې یو سفر تاسو ته تلاوتوو. مه خپه کیږئ او د عبادت ځایونه خالي مه پریږدئ. هره یکشنبه، به موږ ستاسو لپاره له دې څخه یو سفر ولولوو، تر څو ټول انجیل راټول شي. بیا الوقا، مرقابوس، یوحنّا او متی کښیناستل او دا انجیل یې ستاسو لپاره د لومړۍ انجیل له ورکیدو وروسته ولیکله و او دا څلور کسان د لومړیو شاګردانو شاګردان وو. آیا ته له دې خبرې خبر وې؟ جاثلیق وويل: زه تر اوسه په دې نه وم خبر او ستا د انجيل د پوهې له برکته نن ماته څرګنده شوه. او ما له تاسو څخه مې نور داسې څیزونه واوریدل چې تاسو ته زده وو. زما زړه ګواهي ورکوي چې هغه حق دي. ستاسو له خبرو مې ډیره ګټه واخسته. حضرت وفرمايل: ستاسو په اند د دې خلکو شاهدي څنګه ده؟ هغه وویل: د دوی شهادت په بشپړه توګه د منلو وړ دی. دا د انجیل عالمان دي، او هر څه چې دوي تایید کړي او ګواهي یې ورکړي حق دي. حضرت مامون او د هغه کورنۍ او نورو ته وفرمايل: تاسو شاهد اوسئ. هغوی وویل: موږ شاهدان یو. بيا يې جاثليق ته وويل: زه تاته د زوي (عیسی علیه السلام) او د هغه د مور (مريم علیها السلام) په حق قسم درکوم، آيا ته خبر يې چې متی ويلي دي: مسيح د داود بن ابراهیم بن اسحاق بن یعقوب بن یهوذا بن خضرون زوی دی او مرقابوس د عیسی بن مریم علیه السلام د نسب په اړه ویلي دي: هغه د خدای کلمه ده چې خدای د انسان په بدن کې کېښوده او د انسان په شکل جوړ شو. او الوقا ویلي دي: عیسی ابن مریم او مور یې د غوښې او وینې انسانان وو چې روح القدس په کې حلول وکړ. او دا هم تاسو منئ چې یو له هغه شیانو څخه چې عیسی د خپل ځان په اړه وویل دا دي: «اې حواریونو، زه تاسو ته په ریښتیا او ایماندارۍ سره وایم: هیڅوک به جنت ته لاړ نشي خو هغه څوک چې له هغه څخه ښکته راغلی وي. مګر هغه په اوښ سپور، خاتم الانبیاء چې هغه به آسمان ته پورته کیږي او ښکته به راځي.» د دې خبرو په اړه ستاسو نظر څه دی؟ جاثليق وويل: دا د عيسى (عليه السلام) خبرې دي او مونږ ترې انکار نه کوو. حضرت وفرمایل: د عیسی علیه السلام د نسب په اړه دې د الوقا، مرقابوس او متّی د شهادت او ګواهۍ په اړه څه نظر لرې؟ جاثلیق وويل: په عيسى عليه السلام پسې یې دروغ تړلي دي. حضرت حاضرینو ته وفرمایل: ایا هغه (همدا اوس) د هغوي پاکي او صداقت تایید نه کړ او دا یې ونه ویل چې هغوي د انجیل عالمان دي او د هغوي خبرې ریښتیا او حق دي؟! جاثلیق وويل: اې مسلمانانو عالمه، زه له تا څخه غواړم چې د دغو څلورو کسانو په اړه ماته بخښنه وکړې. حضرت وفرمايل: قبول ده، موږ تاته بخښنه وکړه. اوس هر څه چې غواړې پوښتنه وکړه. جاثلیق وويل: غوره ده چې بل څوک پوښتنه وکړي. زه په مسیح قسم خورم، ما دا فکر نه کاوه چې په مسلمانو علماوو کې به ستا په شان څوک وي.[۲۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  2. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۱۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۵۵.
  3. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۹؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۵.
  4. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  5. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۶.
  6. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۷-۱۶۳.
  7. شیخ صدوق،عیون اخبارالرضا، ج۱، ص۱۶۸.
  8. شیخ صدوق، عیون اخبارالرضا، ج۱، ص۱۷۲.
  9. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۸.
  10. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۲-۱۶۳.
  11. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۷.
  12. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۲.
  13. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۹.
  14. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۹.
  15. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۹.
  16. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۹؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۱.
  17. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۳-۱۶۴؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۶-۴۲۷.
  18. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۴؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۷.
  19. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱.
  20. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  21. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  22. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۹۹-۳۱۸.
  23. قایدان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) درعراق و خراسان»، ص۱۱۲-۱۱۳، ۱۱۶-۱۲۵.
  24. قایدان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  25. قایدان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  26. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۶-۱۶۴.
  27. شیخ صدوق، ترجمه عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۲ش، ص۳۱۷-۳۳۲.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه