د توحید په هکله د امام رضا مناظره
د توحید په هکله د امام رضا(ع) مناظره، هغه حدیث دی چې په کښې امام رضا(ع) د خدای له وجوده له یو انکاري کس سره، د خدای تعالی د شتون په هکله خبرې اترې کوي. په دغه حدیث کښې امام رضا علیه السلام د خدای په شتون باندې درې دلیلونه مطرح کړي او د خدای له شتونه د منکر کس نیوکو او پوښتنو ته یې ځواب ورکړی دی.
د دغه حدیث متن د کلیني(وفات ۳۲۹ق) په لیکلي کتاب کافي کې او د شیخ صدوق(۳۰۵-۳۸۱ق) په لیکلي کتابونو، توحید و عیون اخبار الرضا کښې راغلی دی. په شپږمې قمري پيړۍ کښې تیر شوي احمد طَبْرسي هم په احتجاج کتاب کښې دغه حدیث راوړی دی.
د مناطرې مختصر احوال
د توحید په هکله مناظره کښې امام رضا علیه السلام له هغه کس سره بحث کوي چې د خدای تعالی له وجوده انکاري دی.[۱] د خبرواترو په پیل کښې امام رضا(ع) د خدای په وجود باندې د باور د عقلانیت په هکله یو دلیل وړاندې کړ. د خدای له شتونه منکر کس د دغې پوښتنې ځواب ور نه کړې شو او د خدای تعالی د شتون په هکله یې مختلف اشکالات مطرح کړل. امام رضا(ع) د هغه د اشکالاتو په ځواب کښې د خدای په شتون باندې دوه نور دلیلونه هم وړاندې کړل.[۲] د حدیث د بیانونکي په وینا، دغه کس په پاې کښې د خدای تعالی په شتون باندې ایمان راوړه.[۳]
د خدای د شتون په هکله د امام رضا علیه السلام استدلالونه
په دې مناظره کښې امام رضا(ع) د خدای د شتون په هکله درې استدلالونه مطرح کړي دي: یو د بحث په پیل کښې او دوه نور د خدای له وجود له منکر کس سره د پوښتنو او ځوابونو په دوران کښې. دغه درې دلیلونه په دا ډول دي:
- که خدای شتون ونه لري نو له مړینې وروسته د کافرانو او مؤمنانو حالت یو شان وي؛ خو که خدای وي نو کافران به دوزخ ته ځي او مؤمنان به جنت ته.[۴]
- زمونږ خپل بدن ته په پام سره وینو چې نه ترې څه کمولې شو او نه یې ترې زیاتوې شو. همداشان ځینې خوشالۍ او خفګانونه راباندې راځي چې خپله یې د ترلاسه کولو یا یې له ځانه د لرې کولو توان نه لرو. له دې مسئلې پوهیږو چې د بدن جوړښت، یو جوړونکی لري.[۵]
- د اسمانونو ګردش، د وریځو او باد پيدایښت او د لمر او سپوږمۍ ګرځیدل او ستوري او نورې عجیبه او پياوړې نښې د دې ښودنه کوي چې یو څوک شته چې دا یې پنځولې دي.[۶]
د خدای د منکر کسی نیوکې او د امام رضا علیه السلام ځوابونه
د توحید په هکله د امام رضا(ع) په مناظره کښې د خدای له وجوده انکاري کس د خدای په شتون باندې د امام رضا(ع) له هر یو استدلال وروسته یو شمیر ستونزې مطرحې کولې او امام رضا(ع) به د هرې یوې ځواب ورکوه. یوه پوښتنه یې دا وه: که خدای شته نو څرنګه وجود لري؟ خدای چرته دی؟ له کومې زمانې موجود دی؟ که شته نو ولې لیدل کیږي نه؟ همداشان پوښتنه کوي چې که خدای سمیع او بصیر وي نو ضروري ده چې غوږونه او سترګې ولري.[۷]
امام رضا(ع) یې په ځواب کښې وفرمایل: خدای د کیفیت(څرنګوالي) او مکان(ځاې) پنځونکی دی. نو بس په هیڅ ځاې کښې ګېر نه دی او کیفیت یې وجود ته نه شي ورتلی. همداشان هیڅ زمانه او وخت نه و چې خدای په کښې شتون نه وي لرلی. په دې وجه نه شو ویلې چې خدا کله رامینځته شوی دی. د خدای د نه لیدل کیدو وجه هم دا ده چې اول خو باید د خالق او مخلوق ترمینځ باید یو توپیر وي او دویمه دا چې خدای له دې ډیر ستر او لوړ دی چې په سترګو ولیدې شي یا په عقل او پوهې سره یې وپیژنو.[۸]
د خدای تعالی سمیع او بصیر صفت هم د مخلوقاتو د لیدلو او اوریدلو په شان نه دي چې غوږونو او سترګو ته ضرورت ولري بلکې خدای تعالی ته په دې وجه اوریدونکی ویل کیږي چې په ځمکې او آسمان کښې هر غږ که هغه وړوکی وي او که غټ، اوري. همداشان لیدونکی ورته ځکه وايي چې هر څه ویني، حتی د شپې په توره تیاره کښې په یو تور کاڼي باندې د تور میږي د پښې پل.[۹]
د مناظرې سرچینې
د توحید په هکله د امام رضا(ع) مناظره وړومبنیو شیعه محدثانو لکه کلیني(وفات ۳۲۹ق) په خپل الکافي[۱۰] کښې او شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ق) په توحید[۱۱] او عیون اخبار الرضا[۱۲] کښې بیان کړې ده. دغه روایت په شلمه پيړۍ کښې د تیر شوي احمد طَبْرسي په لیکلي احتجاج کتاب کښې هم راغلی دی.[۱۳] د کلیني روایت له نورو دوو روایتونو لنډ او د هغو تقریباً نیمايي دی. په بحارالانوار کښې هم دغه حدیث د شیخ صدوق د عیون اخبار الرضا او توحید کتابونو په حوالې سره راغلی دی.[۱۴]
متن او ترجمه
د توحید په هکله د امام رضا مناظره
متن | ژباړه |
---|---|
دَخَلَ رَجُلٌ مِنَ الزَّنَادِقَةِ عَلَى الرِّضَا(ع) وَ عِنْدَهُ جَمَاعَةٌ فَقَالَ لَهُ أَبُو الْحَسَنِ(ع) أَ رَأَيْتَ إِنْ كَانَ الْقَوْلُ قَوْلَكُمْ وَ لَيْسَ هُوَ كَمَا تَقُولُونَ أَ لَسْنَا وَ إِيَّاكُمْ شرع سواه [شَرَعاً سَوَاءً] وَ لَا يَضُرُّنَا مَا صَلَّيْنَا وَ صُمْنَا وَ زَكَّيْنَا وَ أَقْرَرْنَا فَسَكَتَ
فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) وَ إِنْ يَكُنِ الْقَوْلُ قَوْلَنَا وَ هُوَ قَوْلُنَا وَ كَمَا نَقُولُ أَ لَسْتُمْ قَدْ هَلَكْتُمْ وَ نَجَوْنَا قَالَ رَحِمَكَ اللَّهُ فَأَوْجِدْنِي كَيْفَ هُوَ وَ أَيْنَ هُوَ قَالَ وَيْلَكَ إِنَّ الَّذِي ذَهَبْتَ إِلَيْهِ غَلَطٌ وَ هُوَ أَيَّنَ الْأَيْنَ وَ كَانَ وَ لَا أَيْنَ وَ كَيَّفَ الْكَيْفَ وَ كَانَ وَ لَا كَيْفَ فَلَا يُعْرَفُ بِكَيْفُوفِيَّةٍ وَ لَا بِأَيْنُونِيَّةٍ وَ لَا يُدْرَكُ بِحَاسَّةٍ وَ لَا يُقَاسُ بِشَيْءٍ قَالَ الرَّجُلُ فَإِذاً إِنَّهُ لَا شَيْءَ إِذَا لَمْ يُدْرَكْ بِحَاسَّةٍ مِنَ الْحَوَاسِّ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) وَيْلَكَ لَمَّا عَجَزَتْ حَوَاسُّكَ عَنْ إِدْرَاكِهِ أَنْكَرْتَ رُبُوبِيَّتَهُ وَ نَحْنُ إِذَا عَجَزَتْ حَوَاسُّنَا عَنْ إِدْرَاكِهِ أَيْقَنَّا أَنَّهُ رَبُّنَا وَ أَنَّهُ شَيْءٌ بِخِلَافِ الْأَشْيَاءِ قَالَ الرَّجُلُ فَأَخْبِرْنِي مَتَى كَانَ قَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) أَخْبِرْنِي مَتَى لَمْ يَكُنْ فَأُخْبِرَكَ مَتَى كَانَ قَالَ الرَّجُلُ فَمَا الدَّلِيلُ عَلَيْهِ قَالَ أَبُو الْحَسَنِ إِنِّي لَمَّا نَظَرْتُ إِلَى جَسَدِي فَلَمْ يُمْكِنِّي زِيَادَةٌ وَ لَا نُقْصَانٌ فِي الْعَرْضِ وَ طَوْلٍ وَ دَفْعُ الْمَكَارِهِ عَنْهُ وَ جَرُّ الْمَنْفَعَةِ إِلَيْهِ عَلِمْتُ أَنَّ لِهَذَا الْبُنْيَانِ بَانِياً فَأَقْرَرْتُ بِهِ مَعَ مَا أَرَى مِنْ دَوَرَانِ الْفَلَكِ بِقُدْرَتِهِ وَ إِنْشَاءِ السَّحَابِ وَ تَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَ مَجْرَى الشَّمْسِ وَ الْقَمَرِ وَ النُّجُومِ وَ غَيْرِ ذَلِكَ مِنَ الْآيَاتِ الْعَجِيبَاتِ الْمُتْقَنَاتِ عَلِمْتُ أَنَّ لِهَذَا مُقَدِّراً وَ مُنْشِئاً قَالَ الرَّجُلُ فَلِمَ احْتَجَبَ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ إِنَّ الْحِجَابَ عَلَى الْخَلْقِ لِكَثْرَةِ ذُنُوبِهِمْ فَأَمَّا هُوَ فَلَا يَخْفَى عَلَيْهِ خَافِيَةٌ فِي آنَاءِ اللَّيْلِ وَ النَّهَارِ قَالَ فَلِمَ لَا يُدْرِكُهُ حَاسَّةُ الْأَبْصَارِ قَالَ لِلْفَرْقِ بَيْنَهُ وَ بَيْنَ خَلْقِهِ الَّذِينَ تُدْرِكُهُمْ حَاسَّةُ الْأَبْصَارِ مِنْهُمْ وَ مِنْ غَيْرِهِمْ ثُمَّ هُوَ أَجَلُّ مِنْ أَنْ يُدْرِكَهُ بَصَرٌ أَوْ يُحِيطَهُ وَهْمٌ أَوْ يَضْبِطَهُ عَقْلٌ قَالَ فَحُدَّهُ لِي قَالَ لَا حَدَّ لَهُ قَالَ وَ لِمَ قَالَ لِأَنَّ كُلَّ مَحْدُودٍ مُتَنَاهٍ إِلَى حَدٍّ وَ إِذَا احْتَمَلَ التَّحْدِيدَ احْتَمَلَ الزِّيَادَةَ وَ إِذَا احْتَمَلَ الزِّيَادَةَ احْتَمَلَ النُّقْصَانَ فَهُوَ غَيْرُ مَحْدُودٍ وَ لَا مُتَزَائِدٍ وَ لَا مُتَنَاقِصٍ وَ لَا مُتَجَزِّئٍ وَ لَا مُتَوَهَّمٍ قَالَ الرَّجُلُ فَأَخْبِرْنِي عَنْ قَوْلِكُمْ إِنَّهُ لَطِيفٌ وَ سَمِيعٌ وَ حَكِيمٌ وَ بَصِيرٌ وَ عَلِيمٌ أَ يَكُونُ السَّمِيعُ إِلَّا بِأُذُنٍ وَ الْبَصِيرُ إِلَّا بِالْعَيْنِ وَ اللَّطِيفُ إِلَّا بِالْعَمَلِ بِالْيَدَيْنِ وَ الْحَكِيمُ إِلَّا بِالصَّنْعَةِ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) إِنَّ اللَّطِيفَ مِنَّا عَلَى حَدِّ اتِّخَاذِ الصَّنْعَةِ أَ وَ مَا رَأَيْتَ الرَّجُلَ يَتَّخِذُ شَيْئاً يَلْطُفُ فِي اتِّخَاذِهِ فَيُقَالُ مَا أَلْطَفَ فُلَاناً فَكَيْفَ لَا يُقَالُ لِلْخَالِقِ الْجَلِيلِ لَطِيفٌ إِذْ خَلَقَ خَلْقاً لَطِيفاً وَ جَلِيلًا وَ رَكَّبَ فِي الْحَيَوَانِ مِنْهُ أَرْوَاحَهَا وَ خَلَقَ كُلَّ جِنْسٍ مُتَبَايِناً مِنْ جِنْسِهِ فِي الصُّورَةِ لَا يُشْبِهُ بَعْضُهُ بَعْضاً فَكُلٌّ لَهُ لُطْفٌ مِنَ الْخَالِقِ اللَّطِيفِ الْخَبِيرِ فِي تَرْكِيبِ صُورَتِهِ ثُمَّ نَظَرْنَا إِلَى الْأَشْجَارِ وَ حَمْلِهَا أَطَائِبَهَا الْمَأْكُولَةَ فَقُلْنَا عِنْدَ ذَلِكَ إِنَّ خَالِقَنَا لَطِيفٌ لَا كَلُطْفِ خَلْقِهِ فِي صَنْعَتِهِمْ وَ قُلْنَا إِنَّهُ سَمِيعٌ لَا يَخْفَى عَلَيْهِ أَصْوَاتُ خَلْقِهِ مَا بَيْنَ الْعَرْشِ إِلَى الثَّرَى مِنَ الذَّرَّةِ إِلَى أَكْبَرَ مِنْهَا فِي بَرِّهَا وَ بَحْرِهَا وَ لَا يَشْتَبِهُ عَلَيْهِ لُغَاتُهَا فَقُلْنَا عِنْدَ ذَلِكَ إِنَّهُ سَمِيعٌ لَا بِأُذُنٍ وَ قُلْنَا إِنَّهُ بَصِيرٌ لَا بِبَصَرٍ لِأَنَّهُ يَرَى أَثَرَ الذَّرَّةِ السَّحْمَاءِ فِي اللَّيْلَةِ الظَّلْمَاءِ عَلَى الصَّخْرَةِ السَّوْدَاءِ وَ يَرَى دَبِيبَ النَّمْلِ فِي اللَّيْلَةِ الدُّجُنَّةِ وَ يَرَى مَضَارَّهَا وَ مَنَافِعَهَا وَ أَثَرَ سِفَادِهَا وَ فِرَاخَهَا وَ نَسْلَهَا فَقُلْنَا عِنْدَ ذَلِكَ إِنَّهُ بَصِيرٌ لَا كَبَصَرِ خَلْقِهِ قَالَ فَمَا بَرِحَ حَتَّى أَسْلَمَ وَ فِيهِ كَلَامٌ غَيْرُ هَذَا.[۱۵]
|
له زنادقه څخه یو سړی حضرت رضا علیه السلام ته راغی، په داسې حالت کښې چې له هغه حضرت سره یوه ډله خلک ناست وو. حضرت رضا(ع) هغه ته وفرمایل: که ستا دا خبره چې وایې هیڅ خدای او جنت او دوزخ نشته، سمه او صحیح وي حال دا چې صحیح نه ده، نو مونږ او تاسو برابر یوو او دا لمونځ او روژه او زکات او اقرار چې مونږ یې کوو، که زمونږ لپاره ګټه ونه لري نو هیڅ تاوان هم نه لري. هغه دهریه غلی پاتې شو. امام رضا وفرمایل: که زمونږ دا خبره چې وایو چې خدای شته او جنت او دوزخ هم شته دي، لکه څنګه چې دا خبره رښتیا ده، نو آیا داسې نه ده چې ته به هلاک شې او مونږ به وژغورل شو؟ نو ولې زمونږ ژمنه نه مني؟ هغه وویل: رحمکاللَّه ماته وښایه چې خدای څنګه دی او چیرته دی؟ امام ورته وفرمایل: افسوس دې وي پر تا! دا خیال دې غلط او باطل دی. ځکه چې زمونږ خدای د مکان او ځاې رامینځته کونکی دی او هغه لره هیڅ ځانګړی ځاې نشته او د کیف او کیفیت جوړونکی دی نو بس هغه کیفیت ته اړتیا نه لري. نو بس په کیفیت او مکان نه پیژندل کیږي او په پنځګونو حواسو نه درک کیږي او په هغه باندې د هیڅ څیز قیاس نه شي کیدې. هغه سړي عرض وکړ، داسې هیڅ نشته چې په یو حس سره درک نه شي.
امام وفرمایل، افسوس دې وي پر تا! له دې امله چې ستا سترګې او غوږونه او پوزه او خوله او لاسونه د خدای له لیدو، اوریدو، بو کولو، څکلو او لمس کولو ناتوانه دي نو ته د خدای د ذات انکار کوې او مونږ د هغه له ادراکه د خپلو حواسو د دې عاجزۍ په وجه یقین ته رسیدلې یوو چې هغه زمونږ پروردګار دی او دا چې هغه له دې شیانو لوړ او اپوټه دی. دهریه عرض وکړ، نو بس مونږ خبر کړه چې ستاسو خدای له کله راهیسې دی؟ حضرت وفرمایل، ته مونږ ته ووایه چې خدای کله نه و، نو زه به درته ووایم چې کله و. دهریه عرض وکړ، نو بس دلیل یې راته ووایئ. ویې فرمایل، ځکه چې زه خپل بدن ته ګورم چې ممکنه نه ده ځان کم یا زیات کړم په پلن والي یا په اوږدوالي او ممکنه راته نه ده چې له خپل بدنه مکرونه او ناخوښۍ دفع کړم او هر څه چې ترې زما لپاره ګټه لري یعنې ښه والي یې جلب کړم. نو بس پوهیږم چې د دې وجود لپاره یو جوړونکی شته او هغه دا بدن جوړ کړی دی. نو اقرار مې وکړ په دې چې وینم هغه څرخه چې تل د هغه په قدرت په څرخیدو او ګردش کښې ده، او هم په اسمان کښې د وریځو پیدا کیدل او د مختلفو بادونو چلیدل او د لمر، سپوږمۍ او ستورو او داسې نورو جاری کیدل، له عجیبه پياوړو نښو نښانو څخه دي. نو بس پوه شوو چې یو څوک شته چې دا یې جوړ کړي دي. دهریه وویل، نو بیا ولې دغه خدای له مونږه پټ دی؟ حضرت وفرمایل: په خلکو باندې حجاب د هغوي د ډیرو ګناهونو په وجه دی، خو له خدای تعالی نه د شپې او ورځې په ساعتونو کښې هیڅ پټ نه دي. عرض یې وکړ، ولې یې زمونږ سترګې نه ویني؟ ویې فرمایل، لپاره د دې چې د هغه او د هغه د مخلوق ترمینځ فرق وي چې د هغوي سترګې ویني او خدای تعالی جَلَّشأنُه له دې ډیر لوې دی چې سترګې یې ولیدې شي او درک کړي او وهم پرې احاطه وکړي او عقل یې ضبط کړي. عرض یې وکړ، نو بس حد یې راته وښایه. حضرت وفرمایل، د هغه لپاره هیڅ حد نشته. عرض یې وکړ، ولې ورپاره حد نشته؟ ویې فرمایل، ځکه چې هر محدود تر یو حده متناهي او ختمیدونکی وي او کوم څیز چې هغه محدودولی شي، د ډیروالي تصور په کښې دی او کوم شی چې د ډیروالي احتمال ولري، د نقصان او زیان احتمال لري. نو بس خدای تعالی نه محدود دی او نه زیاتوالی قبلوي او نه نقصان مني او نه اجزاء لري او نه په وهم کښې راځي. دهري عرض وکړ، نوبس په خپلو خبرو مې پوه کړه چې وایئ خدای لطیف دی او سمیع دی او حکیم دی او بصیر دی او علیم دی. آیا اوریدل ولې له غوږ پرته کیدې شي او لیدل له سترګو پرته کیدې شي او د کار لطافت او نازکي ولې په دواړو لاسو له عمل پرته ده او حکمت ولې له صنعت پرته دی؟ حضرت وفرمایل: لطیف له مونږ څخه د صنعت د جوړولو په حد باندې دی. آیا هغه سړی دې نه دې لیدلی چې یو څیز جوړ کړي چې په جوړولو کښې یې لطافت او نازکوالی او استقامت یا مضبوطوالی کارول شوی وي، نو وايي، فلانې څیز یې څومره لطیف جوړ کړی دی؟ نو بس د جلیل خالق لپاره څنګه نه وايي چې لطیف دی، په دې وجه چې هغه نرم او غوره مخلوقات پیدا کړي، هغه یې یوځای کړي او د دې مخلوقاتو څخه یې نر او ښځه پیدا کړي، او هر جنس یې له خپل هم جنس څخه توپیر لرونکی او مخالف پیدا کړی دی، د هر جنس په مقابل کې، د ځینو مخونه د نورو سره ورته نه دي. نو له دې څخه هر یو د هغه لطیف خالق څخه د نرمۍ له امله دی چې د خپل شکل په ترکیب کې ماهر دی. له هغې وروسته، راځئ چې هغه ونې وګورو چې له هغې څخه دا پاک خوراکونه او نور شیان ورڅخه راټوکیږي. نو په دې صورت کې مونږ وایو چې زموږ خالق لطیف دی، نه په خپلو هنرونو کې د هغه د مخلوق د نرموالي په څیر؛ او وایو چې خالق سمیع یعنې اوریدونکی دی، يعنې د اسمان او ځمکې تر منځ غږونه له هغه څخه پټ نه دي، له يوې ذرې څخه او له هغه څخه زيات په دښتو او سمندرونو کې؛ او د هغه لپاره هیڅ غلطی نشته او هغه د مخلوقاتو په ټولو کلمو او ژبو پوهیږي. نو په دې وخت کې وايو چې هغه سمیع او اوریدونکی دی، نه په غوږونو، او وايو چې ليدونکې دی او ويني، نه په سترګو؛ ځکه چې هغه په توره شپه کې په سخته توره ډبره باندې د تور مېږي د پښو نښان ويني او په توره شپه کې د مېږي د تګ لاره ويني چې ورو تګ وکړي او د هغوي ګټې او ضررونه او په چرګې د چرګ اغیزه او د دوي چرګوټي او نسل ویني. نو بس دغه وخت وایو چې بصیر دی او ویني، نه د مخلوق د لیدلو په شان. راوي وايي چې هغه کس له پاڅیدو مخکښې د امام رضا علیه السلام په لاس اسلام راوړه.[۱۶] |
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۰؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۱؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶.
- ↑ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۰-۲۵۲؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۳؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶-۳۹۷.
- ↑ نگاه کنید به شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۲؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۳؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۳؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۲؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶.
- ↑ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۲؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸-۷۹.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶-۳۹۷؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۰-۲۵۲؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۳.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۱-۲۵۲؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۷؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۲؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸-۷۹.
- ↑ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۰-۲۵۲.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۳.
- ↑ طبرسی، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶-۳۹۷.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۳۶-۳۸.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۳؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۰-۲۵۲.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبارالرضا، انتشارات علمیه اسلامیه، ج۱، ص۸۵-۸۶.
سرچينې
- شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپاول، ۱۳۷۸ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا علیهالسلام، ترجمه محمدتقی آقانجفی اصفهانی، تهران، انتشارات علمیه اسلامیه، چاپ اول، بیتا.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.