ابو قره سره د امام رضا مناظره

د wikishia لخوا

اَبوقُرّه سره د امام رضا مناظره په دې اړه یو علمي بحث دی چې آیا خدای جسم لري که نه. په دې مناظره کې د امام رضا(ع) مخالف کس ابو قره په دې باور دی چې خدای جسم دی، لیدل کیدی شي، په یو ځای کې موقعیت لري، ژبه لري او د انسانانو په څیر خبرې کوي.

هغه هڅه کوي چې د قرآن په آیتونو او احادیثو سره خپل باور ته دلیل راوړي. له بلې خوا امام رضا(ع) د قرآن کريم آيتونه نقلوي او د هغه په خبرو باندې نیوکه کوي. د احمد طبرسي په وینا، ابو قره په دې مناظره کې د امام رضا(ع) د اعتراضاتو له ځوابه ناتوانه شو.

دا حدیث د محمد بن یعقوب کلیني په کتاب الکافی، د شیخ صدوق په توحید او د احمد طبرسی په احتجاج کتاب کې راغلی دی.

د مناظرې لنډ راپور

د مناظرې د راوي صفوان بن يحيى په وينا، دا مناظره د ابوقره چې د مجسمه (هغه کسان چې خدای جسم ګڼي) فقیه او مشر و په غوښتنه رامنځته شوې ده.[۱] هغه له صفوان څخه وغوښتل چې له امام رضا(ع) څخه اجازه واخلي چې هغه ته ورشي.[۲]

په پیل کې، ابو قره د شرعي احکامو په اړه پوښتنې کوي، چې البته د حدیث په متن کې نه دي ذکر شوي.[۳] بیا د خدای د صفاتو بحث کوي هغه د قران کریم ځینو آیتونو او احادیثو ته په اشارې سره وايي چې خدای د انسانانو په څیر خبرې کوي او لیدل کیدی شي. همدارنګه خدای په یو ځای کې واقع دی.[۴]

امام رضا(ع) هم د قرآن د آيتونو په نقلولو سره د هغه نظر ردوي.[۵] د دې روايت له مخې په دې مناظره کښې د امام رضا(ع) د اعتراضاتو په ځواب کښې ابو قره حيران پاتې کیږي او د هغوی لپاره کوم ځواب نه مومئ.[۶]

د مناظرې ځنې برخه

  • ابو قره: روایت دی چې: «الله تعالی خپل لیدل او خبرې د دوو پیغمبرانو تر منځ ویشلې دي: موسی ته یې خبرې کول او محمد(ص) ته لیدل ورکړي دي.»
  • امام رضا: نو کله چې د خداى له لوري يې هر چا ته ويلي شوي دي: «لا تُدْرِكُهُ الْأَبْصارُ» (سترګې يې نه ويني)،[۷] «وَ لا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْماً»[۸] (مخلوق په هغه باندې علمي احاطه نه لري) «لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ»[۹] (د هغه په ​​شان هیڅ شی نشته)، نو ایا دا له محمد صلی الله علیه وآله پرته بل څوک وو؟
  • ابو قره: نه.
  • امام رضا: دا څنګه ممکنه ده چې یو څوک خلکو ته ووایي چې د خدای له لوري راغلی دی او د خدای په حکم خلک د خدای لور ته وبلي او وایي: «سترګې خدای نه ویني» او «مخلوقات په هغه علمي احاطه نه لري» او «د هغه په ​​څیر هیڅ شی نیشته»، مګر په عین حال کې ووایې: ما په خپلو سترګو خدای لیدلی او ما پر هغهو علمي احاطه پیدا کړې ده او هغه د انسان په شکل کې دی؟!
  • ابوقره: خدای فرمايي: «لَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرى»[۱۰] (او خامخا يې بل ځل هم هغه ليدلی دی).
  • امام رضا: آیا له دې آيته وروسته هغه څه بيان کړل چې پېغمبر څه ليدلي دي: «ما كَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأى»[۱۱] (زړه چې څه وليدل، دروغ يې ونه ګڼل)؛ يعنې د محمد زړه هغه څه چې سترګو يې ليدلي دروغ ونه ګڼل. بیا خدای د هغه څه په هکله خبر ورکړی دی چې محمد لیدلي دي او ویې ویل: «لَقَدْ رَأى‏ مِنْ آياتِ رَبِّهِ الْكُبْرى»[۱۲] (پیغمبر د خپل رب ځینې لویې نښې ولیدلې) او «د خدای نښې» د «پخپله له خدایه» پرته نورې دي. «وَ لا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْماً»[۱۳] (خلک په هغه باندې علمي احاطه نه لري). که موږ خدای په خپلو سترګو لیدلی شو، نو موږ به په هغه علمي احاطه پیدا کړې وې.
  • ابو قره: نو ته احادیث دروغ ګڼې؟
  • امام رضا: کله چې د قرآن خلاف روايت وي زه يې دروغ ګڼم. په دې سربیره، مسلمانان په دې یو نظر دي چې په خدای باندې علمي احاطه موندل ممکن نه دي.[۱۴]

د مناظرې سرچینې

له ابو قره سره د امام رضا(ع) مناظره د لومړي ځل لپاره په کتاب الکافي کې چې د محمد بن یعقوب کلیني لیکلی کتاب دی، راغلې ده،[۱۵] کلیني دغه مناظره په دوو حدیثونو کې ذکر کړې ده چې دواړه یو سند لري. لومړۍ حدیث یې په «ابطال‌الرؤیه» (د خدای لیدل امکان نه لرل)[۱۶] او دویم حدیث د «عرش او کرسي» برخه کې روایت کړی دی.[۱۷]

شیخ صدوق د توحید په کتاب کې لومړی حدیث له کلیني څخه نقل کړی دی؛[۱۸] خو احمد بن علي طبرسي چې د شپږمې پیړۍ یو شیعه محدث او متکلم دی، دا ټوله مناظره په احتجاج کتاب کې راوړې ده چې له هغو دوو حدیثونو مجموعې څخه چې کلیني روایت کړې ده، ډېره اوږده ده.[۱۹]

په بحار الانوار کې چې علامه مجلسي لیکلې، دا مناظره کلیني[۲۰] شیخ صدوق[۲۱] او احمد طبرسي[۲۲] روایت کړې ده.

متن او ژباړه

ابو قره سره د امام رضا مناظره

متن ژباړه
سَأَلَنِي أَبُو قُرَّةَ الْمُحَدِّثُ صَاحِبُ شُبْرُمَةَ- أَنْ أُدْخِلَهُ عَلَى أَبِي الْحَسَنِ الرِّضَا(ع) فَاسْتَأْذَنَهُ فَأَذِنَ لَهُ فَدَخَلَ فَسَأَلَهُ عَنْ أَشْيَاءَ مِنَ الْحَلَالِ وَ الْحَرَامِ وَ الْفَرَائِضِ وَ الْأَحْكَامِ حَتَّى بَلَغَ سُؤَالُهُ إِلَى التَّوْحِيدِ فَقَالَ لَهُ أَخْبِرْنِي جَعَلَنِيَ اللَّهُ فِدَاكَ عَنْ كَلَامِ اللَّهِ لِمُوسَى فَقَالَ اللَّهُ أَعْلَمُ بِأَيِّ لِسَانٍ كَلَّمَهُ بِالسُّرْيَانِيَّةِ أَمْ بِالْعِبْرَانِيَّةِ فَأَخَذَ أَبُو قُرَّةَ بِلِسَانِهِ فَقَالَ إِنَّمَا أَسْأَلُكَ عَنْ هَذَا اللِّسَانِ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا تَقُولُ وَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ يُشْبِهَ خَلْقَهُ أَوْ يَتَكَلَّمَ مَا هُمْ بِهِ مُتَكَلِّمُونَ- وَ لَكِنَّهُ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى‏ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَ لَا كَمِثْلِهِ قَائِلٌ وَ لَا فَاعِلٌ قَالَ كَيْفَ ذَلِكَ؟ قَالَ كَلَامُ الْخَالِقِ لِمَخْلُوقٍ لَيْسَ كَكَلَامِ الْمَخْلُوقِ لِمَخْلُوقٍ وَ لَا يَلْفَظُ بِشَقِّ فَمٍ وَ لِسَانٍ وَ لَكِنْ يَقُولُ لَهُ كُنْ فَكَانَ بِمَشِيَّتِهِ مَا خَاطَبَ بِهِ مُوسَى(ع) مِنَ الْأَمْرِ وَ النَّهْيِ مِنْ غَيْرِ تَرَدُّدٍ فِي نَفَسٍ فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ فَمَا تَقُولُ فِي الْكُتُبِ-؟ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) التَّوْرَاةُ وَ الْإِنْجِيلُ وَ الزَّبُورُ وَ الْفُرْقَانُ وَ كُلُّ كِتَابٍ أُنْزِلَ كَانَ كَلَامَ اللَّهِ أَنْزَلَهُ لِلْعَالَمِينَ نُوراً وَ هُدًى وَ هِيَ كُلُّهَا مُحْدَثَةٌ وَ هِيَ غَيْرُ اللَّهِ حَيْثُ يَقُولُ‏ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْراً وَ قَالَ‏ ما يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنْ رَبِّهِمْ مُحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَ هُمْ يَلْعَبُونَ‏ وَ اللَّهُ أَحْدَثَ الْكُتُبَ كُلَّهَا الَّتِي أَنْزَلَهَا فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ فَهَلْ تَفْنَى؟

فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) أَجْمَعَ الْمُسْلِمُونَ عَلَى أَنَّ مَا سِوَى اللَّهِ فَانٍ وَ مَا سِوَى اللَّهِ فِعْلُ اللَّهِ وَ التَّوْرَاةُ وَ الْإِنْجِيلُ وَ الزَّبُورُ وَ الْفُرْقَانُ فِعْلُ اللَّهِ أَ لَمْ تَسْمَعِ النَّاسَ يَقُولُونَ رَبُّ الْقُرْآنِ وَ إِنَّ الْقُرْآنَ يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَا رَبِّ هَذَا فُلَانٌ وَ هُوَ أَعْرَفُ بِهِ مِنْهُ قَدْ أَظْمَأْتُ نَهَارَهُ وَ أَسْهَرْتُ لَيْلَهُ فَشَفِّعْنِي فِيهِ وَ كَذَلِكَ‏ التَّوْرَاةُ وَ الْإِنْجِيلُ وَ الزَّبُورُ وَ هِيَ كُلُّهَا مُحْدَثَةٌ مَرْبُوبَةٌ أَحْدَثَهَا مَنْ‏ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ هُدًى لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ فَمَنْ زَعَمَ أَنَّهُنَّ لَمْ يَزَلْنَ مَعَهُ فَقَدْ أَظْهَرَ أَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَوَّلِ قَدِيمٍ وَ لَا وَاحِدٍ وَ أَنَّ الْكَلَامَ لَمْ يَزَلْ مَعَهُ وَ لَيْسَ لَهُ بَدْءٌ وَ لَيْسَ بِإِلَهٍ قَالَ أَبُو قُرَّةَ وَ إِنَّا رُوِّينَا أَنَّ الْكُتُبَ كُلَّهَا تَجِي‏ءُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَ النَّاسُ فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ صُفُوفٌ قِيَامٌ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ يَنْظُرُونَ حَتَّى تَرْجِعَ فِيهِ لِأَنَّهَا مِنْهُ وَ هِيَ جُزْءٌ مِنْهُ فَإِلَيْهِ تَصِيرُ قَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) فَهَكَذَا قَالَتِ النَّصَارَى فِي الْمَسِيحِ إِنَّهُ رُوحُهُ جُزْءٌ مِنْهُ وَ يَرْجِعُ فِيهِ وَ كَذَلِكَ قَالَتِ الْمَجُوسُ فِي النَّارِ وَ الشَّمْسِ إِنَّهُمَا جُزْءٌ مِنْهُ تَرْجِعُ فِيهِ تَعَالَى رَبُّنَا أَنْ يَكُونَ مُتَجَزِّياً أَوْ مُخْتَلِفاً وَ إِنَّمَا يَخْتَلِفُ وَ يَأْتَلِفُ الْمُتَجَزِّي لِأَنَّ كُلَّ مُتَجَزٍّ مُتَوَهَّمٌ وَ الْكَثْرَةُ وَ الْقِلَّةُ مَخْلُوقَةٌ دَالَّةٌ عَلَى خَالِقٍ خَلَقَهَا فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ فَإِنَّا رُوِّينَا أَنَّ اللَّهَ قَسَمَ الرُّؤْيَةَ وَ الْكَلَامَ بَيْنَ نَبِيَّيْنِ فَقَسَمَ لِمُوسَى(ع) الْكَلَامَ وَ لِمُحَمَّدٍ(ص) الرُّؤْيَةَ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) فَمَنِ الْمُبَلِّغُ عَنِ اللَّهِ إِلَى الثَّقَلَيْنِ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ أَنَّهُ‏ لا تُدْرِكُهُ الْأَبْصارُ وَ لا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْماً وَ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ أَ لَيْسَ مُحَمَّدٌ(ص)؟ قَالَ بَلَى- قَالَ أَبُو الْحَسَنِ فَكَيْفَ يَجِي‏ءُ رَجُلٌ إِلَى الْخَلْقِ جَمِيعاً فَيُخْبِرُهُمْ أَنَّهُ جَاءَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَ أَنَّهُ يَدْعُوهُمْ إِلَى اللَّهِ بِأَمْرِ اللَّهِ وَ يَقُولُ إِنَّهُ‏ لا تُدْرِكُهُ الْأَبْصارُ وَ لا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْماً وَ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ ثُمَّ يَقُولُ أَنَا رَأَيْتُهُ بِعَيْنِي وَ أَحَطْتُ بِهِ عِلْماً وَ هُوَ عَلَى صُورَةِ الْبَشَرِ أَ مَا تَسْتَحْيُونَ مَا قَدَرَتِ الزَّنَادِقَةُ أَنْ تَرْمِيَهُ بِهَذَا أَنْ يَكُونَ أَتَى عَنِ اللَّهِ بِأَمْرٍ ثُمَّ يَأْتِي بِخِلَافِهِ مِنْ وَجْهٍ آخَرَ فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ إِنَّهُ يَقُولُ‏ وَ لَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرى‏ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) إِنَّ بَعْدَ هَذِهِ الْآيَةِ مَا يَدُلُّ عَلَى مَا رَأَى حَيْثُ قَالَ‏ ما كَذَبَ الْفُؤادُ ما رَأى‏ يَقُولُ مَا كَذَبَ فُؤَادُ مُحَمَّدٍ(ص) مَا رَأَتْ عَيْنَاهُ ثُمَّ أَخْبَرَ بِمَا رَأَتْ عَيْنَاهُ فَقَالَ‏ لَقَدْ رَأى‏ مِنْ آياتِ رَبِّهِ الْكُبْرى‏ فَآيَاتُ اللَّهِ غَيْرُ اللَّهِ وَ قَالَ‏ وَ لا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْماً فَإِذَا رَأَتْهُ الْأَبْصَارُ فَقَدْ أَحَاطَ بِهِ الْعِلْمُ وَ وَقَعَتِ الْمَعْرِفَةُ فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ فَتُكَذِّبُ بِالرِّوَايَةِ؟ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) إِذَا كَانَتِ الرِّوَايَةُ مُخَالِفَةً لِلْقُرْآنِ كَذَّبْتُهَا وَ مَا أَجْمَعَ الْمُسْلِمُونَ عَلَيْهِ أَنَّهُ لَا يُحَاطُ بِهِ عِلْماً وَ لا تُدْرِكُهُ الْأَبْصارُ وَ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَ سَأَلَهُ عَنْ قَوْلِ اللَّهِ‏ سُبْحانَ الَّذِي أَسْرى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) قَدْ أَخْبَرَ اللَّهُ تَعَالَى أَنَّهُ أَسْرَى بِهِ ثُمَّ أَخْبَرَ أَنَّهُ لِمَ أَسْرَى بِهِ فَقَالَ‏ لِنُرِيَهُ مِنْ آياتِنا فَآيَاتُ اللَّهِ غَيْرُ اللَّهِ فَقَدْ أَعْذَرَ وَ بَيَّنَ لِمَ فَعَلَ بِهِ ذَلِكَ وَ مَا رَآهُ وَ قَالَ‏ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَ اللَّهِ وَ آياتِهِ يُؤْمِنُونَ‏ فَأَخْبَرَ أَنَّهُ غَيْرُ اللَّهِ فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ أَيْنَ اللَّهُ؟ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) الْأَيْنُ مَكَانٌ وَ هَذِهِ مَسْأَلَةُ شَاهِدٍ مِنْ غَائِبٍ فَاللَّهُ تَعَالَى لَيْسَ بِغَائِبٍ وَ لَا يَقْدَمُهُ قَادِمٌ وَ هُوَ بِكُلِّ مَكَانٍ مَوْجُودٌ مُدَبِّرٌ صَانِعٌ حَافِظٌ مُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ.

فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ أَ لَيْسَ هُوَ فَوْقَ السَّمَاءِ دُونَ مَا سِوَاهَا؟ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) هُوَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَ فِي الْأَرْضِ‏ وَ هُوَ الَّذِي فِي السَّماءِ إِلهٌ وَ فِي الْأَرْضِ إِلهٌ‏ وَ هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحامِ كَيْفَ يَشاءُ وَ هُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ ما كُنْتُمْ‏ وَ هُوَ الَّذِي‏ اسْتَوى‏ إِلَى السَّماءِ وَ هِيَ دُخانٌ‏ وَ هُوَ الَّذِي‏ اسْتَوى‏ إِلَى السَّماءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَماواتٍ‏ وَ هُوَ الَّذِي‏ اسْتَوى‏ عَلَى الْعَرْشِ*- قَدْ كَانَ وَ لَا خَلْقَ وَ هُوَ كَمَا كَانَ إِذْ لَا خَلْقَ لَمْ يَنْتَقِلْ مَعَ الْمُنْتَقِلِينَ

فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ فَمَا بَالُكُمْ إِذْ دَعَوْتُمْ رَفَعْتُمْ أَيْدِيَكُمْ إِلَى السَّمَاءِ؟ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) إِنَّ اللَّهَ اسْتَعْبَدَ خَلْقَهُ بِضُرُوبٍ مِنَ الْعِبَادَةِ وَ لِلَّهِ مَفَازِعُ يَفْزَعُونَ إِلَيْهِ وَ مُسْتَعْبَدٌ فَاسْتَعْبَدَ عِبَادَهُ بِالْقَوْلِ وَ الْعِلْمِ وَ الْعَمَلِ وَ التَّوَجُّهِ وَ نَحْوِ ذَلِكَ اسْتَعْبَدَهُمْ بِتَوَجُّهِ الصَّلَاةِ إِلَى الْكَعْبَةِ وَ وَجَّهَ إِلَيْهَا الْحَجَّ وَ الْعُمْرَةَ وَ اسْتَعْبَدَ خَلْقَهُ عِنْدَ الدُّعَاءِ وَ الطَّلَبِ وَ التَّضَرُّعِ بِبَسْطِ الْأَيْدِي وَ رَفْعِهَا إِلَى السَّمَاءِ لِحَالِ الِاسْتِكَانَةِ وَ عَلَامَةِ الْعُبُودِيَّةِ وَ التَّذَلُّلِ لَهُ

قَالَ أَبُو قُرَّةَ فَمَنْ أَقْرَبُ إِلَى اللَّهِ الْمَلَائِكَةُ أَوْ أَهْلُ الْأَرْضِ؟ قَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) إِنْ كُنْتَ تَقُولُ بِالشِّبْرِ وَ الذِّرَاعِ فَإِنَّ الْأَشْيَاءَ كُلَّهَا بَابٌ وَاحِدٌ هِيَ فِعْلُهُ لَا يَشْغَلُ بِبَعْضِهَا عَنْ بَعْضٍ يُدَبِّرُ أَعْلَى الْخَلْقِ مِنْ حَيْثُ يُدَبِّرُ أَسْفَلَهُ وَ يُدَبِّرُ أَوَّلَهُ مِنْ حَيْثُ يُدَبِّرُ آخِرَهُ مِنْ غَيْرِ عَنَاءٍ وَ لَا كُلْفَةٍ وَ لَا مَئُونَةٍ وَ لَا مُشَاوَرَةٍ وَ لَا نَصَبٍ وَ إِنْ كُنْتَ تَقُولُ مَنْ أَقْرَبُ إِلَيْهِ فِي الْوَسِيلَةِ فَأَطْوَعُهُمْ لَهُ وَ أَنْتُمْ تَرَوْنَ أَنَّ أَقْرَبَ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ إِلَى اللَّهِ وَ هُوَ سَاجِدٌ وَ رَوَيْتُمْ أَنَّ أَرْبَعَةَ أَمْلَاكٍ الْتَقَوْا أَحَدُهُمْ مِنْ أَعْلَى الْخَلْقِ وَ أَحَدُهُمْ مِنْ أَسْفَلِ الْخَلْقِ وَ أَحَدُهُمْ مِنْ شَرْقِ الْخَلْقِ وَ أَحَدُهُمْ مِنْ غَرْبِ الْخَلْقِ فَسَأَلَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً فَكُلُّهُمْ قَالَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ أَرْسَلَنِي بِكَذَا وَ كَذَا فَفِي هَذَا دَلِيلٌ عَلَى أَنَّ ذَلِكَ فِي الْمَنْزِلَةِ دُونَ التَّشْبِيهِ وَ التَّمْثِيلِ فَقَالَ أَبُو قُرَّةَ أَ تُقِرُّ أَنَّ اللَّهَ مَحْمُولٌ؟ - فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) كُلُّ مَحْمُولٍ مَفْعُولٌ وَ مُضَافٌ إِلَى غَيْرِهِ مُحْتَاجٌ فَالْمَحْمُولُ اسْمُ نَقْصٍ فِي اللَّفْظِ وَ الْحَامِلُ فَاعِلٌ وَ هُوَ فِي اللَّفْظِ مَمْدُوحٌ وَ كَذَلِكَ قَوْلُ الْقَائِلِ فَوْقٌ وَ تَحْتٌ وَ أَعْلَى وَ أَسْفَلُ وَ قَدْ قَالَ‏ اللَّهُ تَعَالَى‏ وَ لِلَّهِ الْأَسْماءُ الْحُسْنى‏ فَادْعُوهُ بِها وَ لَمْ يَقُلْ فِي شَيْ‏ءٍ مِنْ كُتُبِهِ إِنَّهُ مَحْمُولٌ بَلْ هُوَ الْحَامِلُ فِي الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ وَ الْمُمْسِكُ لِلسَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ وَ الْمَحْمُولُ مَا سِوَى اللَّهِ وَ لَمْ نَسْمَعْ أَحَداً آمَنَ بِاللَّهِ وَ عَظَّمَهُ قَطُّ قَالَ فِي دُعَائِهِ يَا مَحْمُولُ قَالَ أَبُو قُرَّةَ أَ فَتُكَذِّبُ بِالرِّوَايَةِ أَنَّ اللَّهَ إِذَا غَضِبَ يَعْرِفُ غَضَبَهُ الْمَلَائِكَةُ الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ يَجِدُونَ ثِقْلَهُ فِي كَوَاهِلِهِمْ فَيَخِرُّونَ سُجَّداً فَإِذَا ذَهَبَ الْغَضَبُ خَفَّ فَرَجَعُوا إِلَى مَوَاقِفِهِمْ؟ فَقَالَ أَبُو الْحَسَنِ(ع) أَخْبِرْنِي عَنِ اللَّهِ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى مُنْذُ لَعَنَ إِبْلِيسُ إِلَى يَوْمِكَ هَذَا وَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ فَهُوَ غَضْبَانُ عَلَى إِبْلِيسَ وَ أَوْلِيَائِهِ أَوْ عَنْهُمْ رَاضٍ؟ فَقَالَ نَعَمْ هُوَ غَضْبَانُ عَلَيْهِ قَالَ فَمَتَى رَضِيَ فَخَفَّ وَ هُوَ فِي صِفَتِكَ لَمْ يَزَلْ غَضْبَانَ عَلَيْهِ وَ عَلَى أَتْبَاعِهِ؟ ثُمَّ قَالَ وَيْحَكَ كَيْفَ تَجْتَرِئُ أَنْ تَصِفَ رَبَّكَ بِالتَّغَيُّرِ مِنْ حَالٍ إِلَى حَالٍ وَ أَنَّهُ يَجْرِي عَلَيْهِ مَا يَجْرِي عَلَى الْمَخْلُوقِينَ سُبْحَانَهُ لَمْ يَزَلْ مَعَ الزَّائِلِينَ وَ لَمْ يَتَغَيَّرْ مَعَ الْمُتَغَيِّرِينَ قَالَ صَفْوَانُ فَتَحَيَّرَ أَبُو قُرَّةَ وَ لَمْ يُحِرْ جَوَاباً حَتَّى قَامَ وَ خَرَجَ.[۲۳]


صفوان بن یحیی وايي: ابوقُرّه‏ محدث چې د شُبْرُمه ملګري و، له ما څخه وغوښتل چې له امام رضا علیه السلام سره د ملاقات بندوبست وکړم. ما هم د ننوتلو اجازت وغوښت او هغه اجازه راکړه. ابو قره راننوت او له امام عليه السلام يې د حلال او حرام، فرائض او احکامو په اړه پوښتنې وکړې، تر دې چې د توحید پوښتنو ته راورسېد. ویې ویل: له تا ځار شم، دا ووایه چې خدای څنګه له موسی سره خبرې وکړې؟

ويې فرمايل: خداى او د هغه رسول ښه پوهيږي چې په کومه ژبه يې ورسره خبرې کړې دي. په سریاني یا عبراني ژبه. ابو قره خپلې ژبې ته اشاره وکړه او ویې ویل: زه یوازې له تا څخه د دې ژبې په اړه پوښتنه کوم! ويې ويل: سبحان الله چې ته داسې فکر لرې! او خدای ته پناه وړو له دې چې هغه مخلوقاتو ته ورته وګڼو یا دا چې هغه د ویناوالو په شان وینا وکړي، خو د الله په شان هیڅ څیز نیشته؛ نه ویونکی او نه عمل کوونی. ويې پوښتل: نو څنګه وې؟ هغه وفرمایل: د خبرو د خالق خبرې د مخلوق د خبرو په څیر نه دي او نه د شونډو او ژبې په حرکت سره دي. بلکي هغه ته وايي: «شه». او له موسى سره د حضرت حق خبرې د هغه د حکم او مشیت له مخې د امر او نهي وې، پرته له دې چې په روح کې کوم تردید مخې ته راشي. ابو قره وپوښتل: د آسماني کتابونو په اړه ستا څه نظر دی؟ هغه وفرمایل: تورات، انجیل، زبور، فرقان او هر هغه کتاب چې نازل شوی دی ټول د خدای کلام دی چې د نړۍ د روښانیدو او هدایت لپاره یې نازل کړی دی او دا ټول مُحَدَّث (پيدایښت) دي. او غیر له خدای دي. هلته چې فرمايي: «يا يې هغوي ياد کړل او عبرت يې پيدا کړ» (طه، ۱۱۳)؛ او همدارنګه: «هغوي چې هیڅ یاد کړل او د دوی له رب څخه هیڅ نوی نصیحت نه دی راغلی، مګر دا چې دوي به دا اوري په داسې حال کې چې لوبې کوي.(انبیاء) ، 2»، او خدای پخپله د ټولو کتابونو لامل دی چې هغه یې نازل کړی دی.

ابو قره وويل: آيا هغوي هلاک او نابودیږي نه؟ ويې فرمايل: د مسلمانانو اجماع دا ده چې له الله پرته هر څه له منځه ځي؛ او له الله پرته هر څه د هغه کار دی او تورات، انجیل، زبور او فرقان هم د هغه کار دی، ایا تا نه دي اورېدلی چې خلک وایی: «د قرآن رب» او قرآن به پخپله د قیامت په ورځ وايي: «اې پروردګاره، دا فلانی دی- په داسې حال کې چې خدای هغه له ځانه ښه پیژني – د هغه ورځ په تندې سره وه او شپه یې په ویښه وه، زما شفاعت د هغه په حق کې قبول کړه»؛ او د تورات، انجیل او زبور کار همدارنګ دی، او دا ټول مُحدِّث او مخلوق دي. د دوی مُحدِّث (پیدا کونکی) هغه څوک دی چې هیڅوک د هغه په ​​​​څیر نیشته او دا د هوښیارانو لپاره د لارښوونې سرچینه ده. نو هغه څوک چې دا فکر کوي چې دوی په دوامداره توګه له هغه سره دي، په اصل کې وايي چې خدای لومړنی قدیم او بې ساري نه دی او کلام تل له هغه سره و او هیڅ پیل نه لري او هغه معبود نه دی. ابو قره وویل: روایت شوی دی: «هغه ټول كتابونه به د قيامت په ورځ راپاڅيږي، په داسې حال كې چې ټول خلك به د رب العالمين په وړاندې په يوه لوىه ځمكه كې په يوه ليكه كې ولاړ وي او ټول به ګوري چې هغه کتابونه به د قیامت له صحنې څخه حضرت حق ته ورستانه شي. ځکه چې هغوي له خدایه دي او د هغه برخه دي. نو د حضرت حق په لور به ځي.»

حضرت رضا علیه السلام وفرمایل: دا د مسیح په اړه د عیسایانو د عقیدې په څیر ده چې: هغه د هغه روح دی او د هغه برخه ده او هغه ته بیرته ورګرځي. په ورته ډول، مجوس د اور او لمر په اړه باور لري: دا دواړه د خدای برخه دي او بیرته به ورستنیږي. زموږ رب د جلا کیدو یا برخه برخه کیدو څخه ډېر لوړ دی. او ترکیب او جلا جلا کیدل د متجزي له ځانګړتیاو دي؛ ځکه چې هر برخه برخه شوی شی په توهم کې راځي، او کثرت او قلت یو مخلوق دی چې په داسې خالق دلالت کوي چې دا یې پیدا کړي دي. ابو قره وویل: روایت شوی دی: الله جل جلاله خپل دیدار او خبرې د دوو پیغمبرانو تر منځ ویشلی دي: موسی علیه السلام ته یې خبرې ورکړي او محمد صلی الله علیه وآله ته یې لیدل ورکړي.» حضرت وفرمایل: نو چا چې د خدای له لوري پېریانو او انسانانو ته دا خبره رسولې ده چې: سترګې هغه نه شي درک کولی، د مخلوقاتو علم هغه نه شي احاطه کولی، او د هغه په ​​څیر هیڅ شی نشته آیا دا له محمد صلی الله علیه وآله پرته بل څوک و؟ ويې ويل: نه؟ ويې فرمايل: دا څنګه ممکنه ده چې يو انسان ټول مخلوق ته راشي او ووايي چې د خداى له لوري راغلى دى او د خداى په حکم خلک خداى ته وبولي او ووايي: سترګې خدای نه شی لیدلی او د هغوى علم هغه نه شي ​​احاطه کولی او د هغه په ​​څیر هیڅ شی نیشته، او بیا هماغه سړی ووایي: ما په خپلو سترګو خدای لیدلی او ما هغه علم سره احاطه کړی دی او هغه د انسان په شکل دی؟! ته نه شرمېږې؟! زندقه هغه ته داسې نه دی ورکړی چې هغه له خدایه څه راوړي او بیا یې په د هغه په خلاف خبره کړی وي.

ابو قره وویل: خدای وفرمایل: «په حقیقت کې یې هغه په ​​بل نزول کې ولید» (نجم، 13). حضرت وفرمایل: له دې آیته وروسته یو آیت دی چې هغه څه ته اشاره کوي چې رسول الله صلی الله علیه وآله لیدلي دي، خدای وفرمایل: «هغه څه چې زړه ولیدل دروغ یې ونه ګڼل» يعنې د محمد زړه هغه څه چې سترګو يې ليدلي دروغ ونه ګڼل. بیا خدای هغه څه بیانوي چې محمد لیدلي دي او فرمايي: «پیغمبر د خپل رب لویې نښې ولیدلې» او د خدای نښې پخپله غیر له خدای دي. او بیا یې وفرمایل: «خلک په خدای باندې علمي احاطه نه شي پيدا کولی»؛ په داسې حال کې چې که هغه څوک وویني نو ورباندې یې احاطه پيدا کړې ده او د هغه علم ګرځیدلی دی. ابو قره ورته وویل: نو ته له روایتونو انکار کوې؟ هغه حضرت وفرمايل: هرکله چې داسې احاديث راشي چې له قرآن سره مخالف وي، زه يې ردوم، او په کوم څه باندې چې مسلمانان متفق دي، هغه دا دی چې په خدای باندې علمي احاطه نه شي کیدی. سترګې هغه نه شي لیدلی، او د هغه په شان هيڅ شی نشته. او هغه له حضرت څخه د دې آیت په اړه پوښتنه وکړه: «پاک دی هغه څوک چې خپل بنده د شپې له مسجد الحرام څخه مسجد اقصی ته بوتله»(اسراء، ۱)

حضرت وفرمایل: خدای خبر ورکړ چې هغه یې بوتلی دی، او بیا یې د دې علت بیان کړی دی: «چې هغه ته خپلې ځینې نښې وښایي.» نو د خداى نښې غیر له خداى دي، نو په څرګنده خپل عذر بیان کړی دی چې ولې يې دا کار وکړ او څه یې ورته ښودلي دي؛ بیا یې وفرمایل: «نو د خدای او د هغه له نښو وروسته په کومو خبرو ایمان راوړي؟» (جاثیہ، ۶) نو هغه خبر یې ورکړی دی چې دا غیر له خدایه دي. ابو قره وویل: خدای چیرته دی؟ حضرت وفرمایل: «چیرته» خو مکان دی، او دا پوښتنه د حاضر له غایبه ده، او خدای تعالی غایب نه دی، او هیڅوک پر هغه نه دی وارد شوي، او هغه په هر مکان کې موجود، مدبر، جوړوونکی، ساتونکی او د اسمانونو او ځمکې ساتونکی دی. ابو قره وويل: آيا هغه له ټولو څخه جلا په آسمان کې نه دی؟ ویې فرمایل: هغه د اسمانونو او ځمکې خدای دی. هغه ذات دی چې په اسمان کې معبود دی او په ځمکه کې معبود دی، او هغه هغه دی چې تاسو په رحم کې ساتي لکه څنګه چې هغه غواړي، او هغه له تاسو سره دی په هر ځای کې چې تاسو یاست. هم هغه هغه ذات دی چې اسمان ته یې مخه کړه او هغه لوګی و او همغه ذات دی چې اسمان ته مخه کړه او اوه اسمانونه یې جوړ کړل او همغه ذات دی چې پر عرش یې استیلا پیدا کړه (د جهان د تدبیر لپاره). هغه و او هیڅ مخلوق نه و، هغه هماغه شان و او هیڅ موجودات نه وو لکه د نورو منتقلینو انتقال نه پيدا کوي. ابو قره ورته وويل: د لمانځه پر مهال لاسونه اسمان ته ولې پورته کوې؟

ویې فرمایل: الله تعالی هر بنده په یو ډول عبادت باندې تړلی دی او خدای د عبادت لپاره ځایونه او پناه ګاهې موجودې دي چې ورته پناه وړي. هغه خپل بندګان مکلف کړل چې په قول، علم، عمل، توجه او د دې په څېر څیزونه رعایت کړي. په لمانځه کې یې کعبې ته متوجه کړل او د حج او عمره ورپاره توجيه کړل او له خپل مخلوق څخه يې وغوښتل چې د دعا او استغفار په وخت خپل لاسونه پرانيزي او اسمان ته یې پورته کړي، تر څو د خدای په وړاندې د تسليمۍ، بندګۍ او عاجزي حالت څرګند کړي. ابو قره وویل: آیا د ځمکې خلک خدای ته نږدې دي که ملائکې؟ ويې فرمايل: كه له نږديوالي مراد لیشت او زراغ (فټ او اینچ وغیره) وي، نو پوه شه چې دا ټول د خدای فعل دي. هیڅ یو یې د بل مخه نه نیسي. لکه څنګه چې هغه د لوړو مخلوقاتو اداره کوي، هماغه شان د ټیټو مخلوقاتو هم اداره کوي، او پرته له کوم مشکل او هڅې او پرته له کومې مشورې او تکلیف څخه، د دوي لومړی او وروستنی یو شان اداره کوي. او كه تاسي مطلب دا وي چي هغه ته په وسيله کې كوم يو ډېر نږدې دى، نو په دوى كې تر ټولو ډېر اطاعت كوونكى الله ته ډېر نږدې دى. او تاسو پخپله روایت کړی دی چې خدای ته د بنده تر ټولو نږدې حالت د سجدې حالت دی او همدارنګه هغه څلور فرښتې چې د مخلوق په څلورو خواوو کې دي، پورته او لاندې، ختیځ او لویدیځ ته، یوه ورځ یې له یو بل سره وکتل او د له یوه بله یې پوښتنه وکړه. نو ټولو وویل: «دا د خدای له خوا دي، هغه زه د فلانکي مقصد لپاره رالېږلی یم» او دا مطلب دا ښایي چې هغه (نږدې والی) په منزلت کې دی، نه تشبیه او تمثیل کې. ابو قره وپوښتل: آيا ته دا منې چې خدای محمول(وړل کیږي) دی؟ ويې فرمايل: هر یو محمول مفعول دی او بل ته مجتاج دی. نو محمول یو داسې لفظ دی چې په کې نقص دی او فاعل ستایل کیږي. او همدرانګ دا خبره چې وايي: باندې، لاندې، پورته او ښکته، او په داسې حال کې چې خدای وفرمایل: د خدای لپاره غوره نومونه دي هغې سره یې وبلئ (اعراف، ۱۸۰).» او په خپلو کتابونو کې یې په هیڅ برخه کې، خپل نوم محمول نه دی بللی؛ بلکي هغه په خشکۍ او بحرونو کې حامل دی او د اسمانونو او ځمکې پالونکی دی او له خدایه پرته چې نور هر څه دي هغه محمول دي. او تر اوسه مو داسې څوک نه دي اوریدلي چې په خدای ایمان ولري او هغه ته سجده وکړي. او په خپلې دعا کې وايي: «اې محموله». ابو قره وویل: آيا تاسو دا روايت دروغ ګڼئ چې وايي: «کله چې خداى غصه شي، د عرش پرښتې د خداى په غضب پوهېږي او په خپلو اوږو يې د وزن احساس کوي، سجده کوونکي پرې وځي، او کله چې غصه کمېږي عرض سپکیږي او بیرته خپل پخواني ځای ته ستنیږي.» ویې فرمایل: دا راته ووایه چې الله جل جلاله له ابلیس او د هغه پر ملګرو له هغه وخته تر ننه او تر قیامت ورځې پورې، چې په ابلیس یې لعنت کړی دی له هغه راضي دی که ناراضه؟ ويې ويل: هو، په هغوي ټولو په غصې دی. ويې فرمايل: نو هغه به کله راضي کیږي چې د تخت بوج يې پر اوږو کم شي، په داسې حال کې چې هغه د شيطان او د هغه د پيروانو پر تلپاتې غوسه کې دی؟! بیا حضرت وفرمایل: افسوس دې وي په تاسو، تاسو څنګه دا جرئت کوئ چې خپل رب د یو حالت څخه بل حالت ته بدل کړئ او هغه څه چې په مخلوقاتو باندې پلي کیږي په الله تعالی باندې یې تطبیق کړئ؟! الله تعالی له دې پاک او منزه دی چې فنا کیدونکی مخلوق وي او بدلون په کې راشي! صفوان وويل: ابو قره د هغه حضرت په ځواب حيران شو او له هر ځوابه پاتی شو تر دې چې پورته شو او لاړ.[۲۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. سبحانی، مناظره‌های معصومان، ۱۳۹۲ش، ص۱۵۰.
  2. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۳۰؛ شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۱۱؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵.
  3. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵.
  4. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵-۴۰۸.
  5. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵-۴۰۸.
  6. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۸.
  7. سوره انعام، آیه ۱۰۳.
  8. سوره طه، آیه ۱۱۰.
  9. سوره شورا، آیه ۱۱.
  10. سوره نجم، آیه ۱۳.
  11. سوره نجم، آیه ۱۱.
  12. سوره نجم، آیه ۱۸.
  13. سوره طه، آیه ۱۱۰.
  14. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۶.
  15. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۳۰-۱۳۱.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۹۵-۹۶.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۳۰-۱۳۲.
  18. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۱۰-۱۱۱.
  19. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵-۴۰۸.
  20. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۵، ص۱۴-۱۵.
  21. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۶.
  22. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۳۴۴-۳۴۷.
  23. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵-۴۰۸.
  24. طبرسی، متن و ترجمه کتاب شریف احتجاج، ۱۳۸۱ش، ج۲، ص۳۹۳-۴۰۲.

سرچينې

  • سبحانی، جعفر، مناظره‌های معصومان، قم، توحيد قم، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.

بهرنۍ لینک