عمران صابي سره د امام رضا مناظره

د wikishia لخوا

له عمران صابي سره د امام رضا(ع) مناظره، د خدای د وجود او د هغه د صفاتو په باره کښې یوه کلامي مناظره ده. دا مناظره په یوه حدیث کې راغلې ده چې امام رضا(ع) د عباسی خلیفه مامون په غوښتنه له سترو مسیحیانو، یهودو، زردشتیانو او صابئیانو سره مناظره وکړه. په دې خبرو کښې عمران د خدای په باره کښې ډیرې پوښتنې کوي او امام رضا(ع) یې ځوابوي.

د دغه حدیث د راوي په وینا، عمران صابي د امام رضا(ع) ځوابونه قانع کوونکي مومي، شهادتین کلمه وايي او مسلمانیږي. دا حدیث په توحید او عیون اخبار الرضا کتابونو کې ذکر شوی دی چې د شیخ صدوق(۳۰۵-۳۸۱ هـ) لخوا لیکل شوی دی.

د مناظرې د جوړیدو شرایط

له عمران صابي سره د امام رضا(ع) مناظره په یوه حدیث کښې ذکر شوې ده چې هغه د مختلفو مذهبونو له علماو سره مناظره کړې ده[۱] د دغه حدیث راوی حسن بن محمد نوفلي د مناظرې د رامینځته کیدو کیسه داسې بیان کړې ده: کله چې امام رضا له مدینې څخه مرو ته د عباسي خلیفه مأمون په لور لاړ، مامون د مختلفو مذهبونو پوهان او متکلمان راغونډ کړل چې په هغو کې د جاثَلیق (د عیسایانو مشر)، رأس الجالوت (د یهودیانو مشر)، د صابئانو مشران او هِربِذ (د زردشتیانو مشر) شامل وو، او له هغوی یې وغوښتل چې د امام رضا(ع) مناظره وکړي.[۲]

بیا یې امام رضا(ع) ته وویل چې که غواړي نو په مناظره کې دې برخه واخلي. امام رضا(ع) دا وړانديز ومنلو او بله ورځ مامون ته لاړ.[۳] په دې مناظره کښې امام رضا(ع) له جاثليق، رأس الجالوت او هربذ سره له خبرو اترو او د هغوي له غندلو وروسته[۴] خلکو ته وويل. که څوک د اسلام مخالف وي نو خپله پوښتنه دې وکړي په دې وخت کې عمران صابي وايي چې په کوفه، بصره، شام او جزیره کې یې له ډېرو فقهاوو سره د خدای په وحدانیت خبرې وکړې او هیچا هم ثابت نه کړای شول. هغه له امام رضا(ع) څخه وغوښتل چې په دې اړه له هغه سره خبرې وکړي او امام رضا(ع) ومنله.[۵]

د عمران صابي پوښتنې

له عمران صابي سره د امام رضا علیه السلام په مناظره کښې عمران له امام رضا علیه السلام څخه د خدای په باره کښې ډېرې پوښتنې وکړې چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • په هستۍ کې لومړنی شی څه دی؟[۶]
  • ايا دا موجود خپل په خپله ورته ځان معلوم دی؟[۷]
  • د خدای مخلوق څه ډول دی او د پیدایښت څه معنې او ډولونه لري؟[۸]
  • ايا پيدایښت سره په خدای کې کوم بدلون راځي.؟[۹]
  • موږ د خدای وجود په کومه وسیله پیژنو؟[۱۰]
  • خدای څه دی؟[۱۱]
  • ایا خدای په مخلوقاتو کې دی که مخلوقات په هغه کې دي؟[۱۲]
  • ايا د خداى وحدانيت د هغه د ذات په پېژندلو سره معلومېږي او که د هغه د صفاتو په پېژندلو سره؟[۱۳]
  • خدای په څه کې دی؟ ایا یو څه هغه احاطه کړی دی؟ او آیا له یو ځای څخه بل ځای ته ځای بدولوي؟[۱۴]

د مناظرې پایله

د دې مناظرې خبريال حسن بن محمد نوفلي وايي، له دې وروسته چې امام رضا عليه السلام د عمران صابي ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، هغه قانع شو او ويې ويل: خداى هماغه شان چې امام رضا يې بيانوي. بیا شهادتین ووایي او مسلمانیږي. هغه همدارنګ وايي چې امام رضا عمران خپل کور ته د ماښام ډوډۍ خوړلو ته وبله او هغه ته یې جامې، سپرلي او لس زره درهم ډالۍ ورکړل.[۱۵]

د دې روايت پر بنسټ تر دې مناظرې څه موده وروسته به بېلابېل متکلمان عمران صابي ته ورتلل او له هغه سره به يې بحثونه کول او هغه به په ټولو بحثونو کې غالب و. له هغه وروسته مامون هغه ته لس زره درهمه ورکړل او امام رضا هغه د بلخ د صدقاتو مامور وټاکه.[۱۶]

د حدیث سرچینې

د مناظرې متن د لومړي ځل لپاره شیخ صدوق (305-381 هـ) په توحید[۱۷] او عیون اخبار الرضا[۱۸] کتابونو کې راوړی دی. احمد بن علي طبرسي (په شپږم هجري قمري پېړۍ کې اوسیده) د هغې لنډیز په احتجاج کې نقل کړی دی[۱۹] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کې د شیخ صدوق له دوو کتابونو څخه نقل کړی دی.[۲۰]

د حدیث د سند اعتبار

د دې حدیث د راویانو د سلسلې په اړه رجالیان مختلف نظرونه لري. يوې ډلې یې ټول ثقه ګڼلي او ځينو يې په هغو کې ځينې غير ثقه ګڼلي دي.[۲۱] سربېره پر دې د حديث سند مرسل دی؛ يعنې د روايت ځینې راویان نه دي ذکر شوې. له همدې امله دا حدیث د سند له لحاظه ضعیف ګڼل کیږي.[۲۲] سره له دې هم ځینې بیا دا حدیث ضعیفِ مقبول ګڼي. یعنی سره له دې چې په سند کې یې ضعف دی خو عمل ورباندې کیږي؛ ځکه چې د صدوق په شان معتبر عالم دا روايت کړی او هغه به يوازې هغه روايتونه نقل کول چې د معصومینو د هغوي په نقل مطمئن و.[۲۳]

د حدیث متن او ژباړه

عمران صابي سره د امام رضا مناظره متن او ژباړه

متن ژباړه
فَقَالَ الرِّضَا(ع) يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ فِيكُمْ أَحَدٌ يُخَالِفُ الْإِسْلَامَ وَ أَرَادَ أَنْ يَسْأَلَ فَلْيَسْأَلْ غَيْرَ مُحْتَشِمٍ فَقَامَ إِلَيْهِ عِمْرَانُ الصَّابِي وَ كَانَ وَاحِداً مِنَ الْمُتَكَلِّمِينَ فَقَالَ يَا عَالِمَ النَّاسِ لَوْ لَا أَنَّكَ دَعَوْتَ إِلَى مَسْأَلَتِكَ لَمْ أُقْدِمْ عَلَيْكَ بِالْمَسَائِلِ فَلَقَدْ دَخَلْتُ بِالْكُوفَةِ وَ الْبَصْرَةِ وَ الشَّامِ وَ الْجَزِيرَةِ وَ لَقِيتُ الْمُتَكَلِّمِينَ فَلَمْ أَقَعْ عَلَى أَحَدٍ يُثْبِتُ لِي وَاحِداً لَيْسَ غَيْرَهُ قَائِماً بِوَحْدَانِيَّتِهِ أَ فَتَأْذَنُ لِي أَنْ أَسْأَلَكَ

قَالَ الرِّضَا(ع) إِنْ كَانَ فِي الْجَمَاعَةِ عِمْرَانُ الصَّابِي فَأَنْتَ هُوَ قَالَ أَنَا هُوَ قَالَ سَلْ يَا عِمْرَانُ وَ عَلَيْكَ بِالنَّصَفَةِ وَ إِيَّاكَ وَ الْخَطَلَ‏ وَ الْجَوْرَ فَقَالَ وَ اللَّهِ يَا سَيِّدِي مَا أُرِيدُ إِلَّا أَنْ تُثْبِتَ لِي شَيْئاً أَتَعَلَّقُ بِهِ‏ فَلَا أَجُوزُهُ قَالَ سَلْ عَمَّا بَدَا لَكَ فَازْدَحَمَ النَّاسُ وَ انْضَمَّ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ فَقَالَ عِمْرَانُ الصَّابِي أَخْبِرْنِي عَنِ الْكَائِنِ الْأَوَّلِ وَ عَمَّا خَلَقَ فَقَالَ لَهُ سَأَلْتَ‏ فَافْهَمْ أَمَّا الْوَاحِدُ فَلَمْ يَزَلْ وَاحِداً كَائِناً لَا شَيْ‏ءَ مَعَهُ بِلَا حُدُودٍ وَ لَا أَعْرَاضٍ وَ لَا يَزَالُ كَذَلِكَ ثُمَّ خَلَقَ خَلْقاً مُبْتَدِعاً مُخْتَلِفاً بِأَعْرَاضٍ وَ حُدُودٍ مُخْتَلِفَةٍ لَا فِي شَيْ‏ءٍ أَقَامَهُ وَ لَا فِي شَيْ‏ءٍ حَدَّهُ وَ لَا عَلَى شَيْ‏ءٍ حَذَاهُ‏ وَ مَثَّلَهُ لَهُ فَجَعَلَ الْخَلْقَ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ صَفْوَةً وَ غَيْرَ صَفْوَةٍ وَ اخْتِلَافاً وَ ائْتِلَافاً وَ أَلْوَاناً وَ ذَوْقاً وَ طَعْماً لَا لِحَاجَةٍ كَانَتْ مِنْهُ إِلَى ذَلِكَ وَ لَا لِفَضْلِ مَنْزِلَةٍ لَمْ يَبْلُغْهَا إِلَّا بِهِ وَ لَا أرى [رَأَى‏] لِنَفْسِهِ فِيمَا خَلَقَ زِيَادَةً وَ لَا نُقْصَاناً تَعْقِلُ هَذَا يَا عِمْرَانُ قَالَ نَعَمْ وَ اللَّهِ يَا سَيِّدِي قَالَ وَ اعْلَمْ يَا عِمْرَانُ أَنَّهُ لَوْ كَانَ خَلَقَ مَا خَلَقَ لِحَاجَةٍ لَمْ يَخْلُقْ إِلَّا مَنْ يَسْتَعِينُ بِهِ عَلَى حَاجَتِهِ وَ لَكَانَ يَنْبَغِي أَنْ يَخْلُقَ أَضْعَافَ مَا خَلَقَ لِأَنَّ الْأَعْوَانَ كُلَّمَا كَثُرُوا كَانَ صَاحِبُهُمْ أَقْوَى وَ الْحَاجَةُ يَا عِمْرَانُ لَا يَسَعُهَا لِأَنَّهُ كَانَ لَمْ يُحْدِثْ مِنَ الْخَلْقِ شَيْئاً إِلَّا حَدَثَتْ فِيهِ حَاجَةٌ أُخْرَى وَ لِذَلِكَ أَقُولُ لَمْ يَخْلُقِ الْخَلْقَ لِحَاجَةٍ وَ لَكِنْ نَقَلَ‏ بِالْخَلْقِ الْحَوَائِجَ بَعْضَهُمْ إِلَى بَعْضٍ وَ فَضَّلَ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ بِلَا حَاجَةٍ مِنْهُ إِلَى مَنْ فَضَّلَ وَ لَا نَقِمَةٍ مِنْهُ عَلَى مَنْ أَذَلَ‏ فَلِهَذَا خَلَقَ‏ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي هَلْ كَانَ الْكَائِنُ مَعْلُوماً فِي نَفْسِهِ عِنْدَ نَفْسِهِ قَالَ‏ الرِّضَا(ع) إِنَّمَا يَكُونُ الْمَعْلَمَةُ بِالشَّيْ‏ءِ لِنَفْيِ خِلَافِهِ وَ لِيَكُونَ الشَّيْ‏ءُ نَفْسُهُ بِمَا نُفِيَ عَنْهُ مَوْجُوداً وَ لَمْ يَكُنْ هُنَاكَ شَيْ‏ءٌ يُخَالِفُهُ فَتَدْعُوهُ الْحَاجَةُ إِلَى نَفْيِ ذَلِكَ الشَّيْ‏ءِ عَنْ نَفْسِهِ بِتَحْدِيدِ مَا عَلِمَ مِنْهَا أَ فَهِمْتَ يَا عِمْرَانُ قَالَ نَعَمْ وَ اللَّهِ يَا سَيِّدِي فَأَخْبِرْنِي بِأَيِّ شَيْ‏ءٍ عَلِمَ مَا عَلِمَ أَ بِضَمِيرٍ أَمْ بِغَيْرِ ذَلِكَ‏ قَالَ الرِّضَا(ع) أَ رَأَيْتَ إِذَا عَلِمَ بِضَمِيرٍ هَلْ يَجِدُ بُدّاً مِنْ أَنْ يَجْعَلَ لِذَلِكَ الضَّمِيرِ حَدّاً تَنْتَهِي إِلَيْهِ الْمَعْرِفَةُ قَالَ عِمْرَانُ لَا بُدَّ مِنْ ذَلِكَ قَالَ الرِّضَا(ع) فَمَا ذَلِكَ الضَّمِيرُ فَانْقَطَعَ وَ لَمْ يُحِرْ جَوَاباً قَالَ الرِّضَا(ع) لَا بَأْسَ إِنْ سَأَلْتُكَ عَنِ الضَّمِيرِ نَفْسِهِ تَعْرِفُهُ بِضَمِيرٍ آخَرَ فَإِنْ قُلْتَ نَعَمْ أَفْسَدْتَ عَلَيْكَ قَوْلَكَ‏ وَ دَعْوَاكَ يَا عِمْرَانُ أَ لَيْسَ يَنْبَغِي أَنْ تَعْلَمَ أَنَّ الْوَاحِدَ لَيْسَ يُوصَفُ بِضَمِيرٍ وَ لَيْسَ يُقَالُ لَهُ أَكْثَرُ مِنْ فِعْلٍ وَ عَمَلٍ وَ صُنْعٍ وَ لَيْسَ يُتَوَهَّمُ مِنْهُ مَذَاهِبُ وَ تَجْزِيَةٌ كَمَذَاهِبِ الْمَخْلُوقِينَ وَ تَجْزِيَتِهِمْ فَاعْقِلْ ذَلِكَ وَ ابْنِ عَلَيْهِ مَا عَلِمْتَ صَوَاباً قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي أَ لَا تُخْبِرُنِي عَنْ حُدُودِ خَلْقِهِ كَيْفَ هِيَ وَ مَا مَعَانِيهَا وَ عَلَى كَمْ نَوْعٍ يَكُونُ قَالَ قَدْ سَأَلْتَ فَاعْلَمْ‏ أَنَّ حُدُودَ خَلْقِهِ عَلَى سِتَّةِ أَنْوَاعٍ‏ مَلْمُوسٍ وَ مَوْزُونٍ وَ مَنْظُورٍ إِلَيْهِ وَ مَا لَا ذَوْقَ لَهُ‏ وَ هُوَ الرُّوحُ وَ مِنْهَا مَنْظُورٌ إِلَيْهِ وَ لَيْسَ لَهُ وَزْنٌ وَ لَا لَمْسٌ وَ لَا حِسُّ وَ لَا لَوْنٌ وَ لَا ذَوْقٌ وَ التَّقْدِيرُ وَ الْأَعْرَاضُ وَ الصُّوَرُ وَ الطُّولُ وَ الْعَرْضُ وَ مِنْهَا الْعَمَلُ وَ الْحَرَكَاتُ الَّتِي تَصْنَعُ الْأَشْيَاءَ وَ تَعْمَلُهَا وَ تُغَيِّرُهَا مِنْ حَالٍ إِلَى حَالٍ وَ تَزِيدُهَا وَ تَنْقُصُهَا فَأَمَّا الْأَعْمَالُ وَ الْحَرَكَاتُ فَإِنَّهَا تَنْطَلِقُ لِأَنَّهُ لَا وَقْتَ لَهَا أَكْثَرَ مِنْ قَدْرِ مَا يَحْتَاجُ إِلَيْهِ فَإِذَا فَرَغَ مِنَ الشَّيْ‏ءِ انْطَلَقَ بِالْحَرَكَةِ وَ بَقِيَ الْأَثَرُ وَ يَجْرِي مَجْرَى الْكَلَامِ الَّذِي يَذْهَبُ وَ يَبْقَى أَثَرُهُ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي أَ لَا تُخْبِرُنِي عَنِ الْخَالِقِ إِذَا كَانَ وَاحِداً لَا شَيْ‏ءَ غَيْرُهُ وَ لَا شَيْ‏ءَ مَعَهُ أَ لَيْسَ قَدْ تَغَيَّرَ بِخَلْقِهِ الْخَلْقَ قَالَ لَهُ الرِّضَا(ع) قَدِيمٌ لَمْ يَتَغَيَّرْ عَزَّ وَ جَلَّ بِخَلْقِهِ الْخَلْقَ وَ لَكِنَّ الْخَلْقَ يَتَغَيَّرُ بِتَغَيُّرِهِ‏ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي فَبِأَيِّ شَيْ‏ءٍ عَرَفْنَاهُ قَالَ بِغَيْرِهِ قَالَ فَأَيُّ شَيْ‏ءٍ غَيْرُهُ قَالَ الرِّضَا(ع) مَشِيَّتُهُ وَ اسْمُهُ وَ صِفَتُهُ وَ مَا أَشْبَهَ ذَلِكَ وَ كُلُّ ذَلِكَ مُحْدَثٌ مَخْلُوقٌ مُدَبَّرٌ. قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي فَأَيُّ شَيْ‏ءٍ هُوَ قَالَ هُوَ نُورٌ بِمَعْنَى أَنَّهُ هَادٍ خَلْقَهُ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَ أَهْلِ الْأَرْضِ وَ لَيْسَ لَكَ عَلَى أَكْثَرَ مِنْ تَوْحِيدِي إِيَّاهُ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي أَ لَيْسَ قَدْ كَانَ سَاكِتاً قَبْلَ الْخَلْقِ لَا يَنْطِقُ ثُمَّ نَطَقَ قَالَ الرِّضَا(ع) لَا يَكُونُ السُّكُوتُ إِلَّا عَنْ نُطْقٍ قَبْلَهُ وَ الْمَثَلُ فِي ذَلِكَ أَنَّهُ لَا يُقَالُ لِلسِّرَاجِ هُوَ سَاكِتٌ لَا يَنْطِقُ‏ وَ لَا يُقَالُ إنَّ السِّرَاجَ لَيُضِي‏ءُ فِيمَا يُرِيدُ أَنْ يَفْعَلَ بِنَا لِأَنَّ الضَّوْءَ مِنَ السِّرَاجِ لَيْسَ بِفِعْلٍ مِنْهُ وَ لَا كَوْنٍ وَ إِنَّمَا هُوَ لَيْسَ شَيْ‏ءٌ غَيْرَهُ فَلَمَّا اسْتَضَاءَ لَنَا قُلْنَا قَدْ أَضَاءَ لَنَا حَتَّى اسْتَضَأْنَا بِهِ فَبِهَذَا تَسْتَبْصِرُ أَمْرَكَ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي فَإِنَّ الَّذِي كَانَ عِنْدِي أَنَّ الْكَائِنَ قَدْ تَغَيَّرَ فِي فِعْلِهِ عَنْ حَالِهِ بِخَلْقِهِ الْخَلْقَ قَالَ الرِّضَا(ع) أَحَلْتَ‏ يَا عِمْرَانُ فِي قَوْلِكَ إِنَّ الْكَائِنَ يَتَغَيَّرُ فِي وَجْهٍ مِنَ الْوُجُوهِ حَتَّى يُصِيبَ الذَّاتَ مِنْهُ مَا يُغَيِّرُهُ يَا عِمْرَانُ هَلْ تَجِدُ النَّارَ تُغَيِّرُهَا تَغَيُّرَ نَفْسِهَا وَ هَلْ تَجِدُ الْحَرَارَةَ تُحْرِقُ نَفْسَهَا أَوْ هَلْ رَأَيْتَ بَصِيراً قَطُّ رَأَى بَصَرَهُ قَالَ‏ عِمْرَانُ لَمْ أَرَ هَذَا إِلَّا أَنْ تُخْبِرَنِي يَا سَيِّدِي أَ هُوَ فِي الْخَلْقِ أَمِ الْخَلْقُ فِيهِ قَالَ الرِّضَا(ع) أَجَلُ‏ يَا عِمْرَانُ عَنْ ذَلِكَ لَيْسَ هُوَ فِي الْخَلْقِ وَ لَا الْخَلْقُ فِيهِ تَعَالَى عَنْ ذَلِكَ وَ سَاءَ عِلْمُكَ مَا تَعْرِفُهُ‏ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ‏ أَخْبِرْنِي عَنِ الْمِرْآةِ أَنْتَ فِيهَا أَمْ هِيَ فِيكَ فَإِنْ كَانَ لَيْسَ وَاحِدٌ مِنْكُمَا فِي صَاحِبِهِ فَبِأَيِّ شَيْ‏ءٍ اسْتَدْلَلْتَ بِهَا عَلَى نَفْسِكَ يَا عِمْرَانُ قَالَ بِضَوْءٍ بَيْنِي وَ بَيْنَهَا قَالَ الرِّضَا(ع) هَلْ تَرَى مِنْ ذَلِكَ الضَّوْءِ فِي الْمِرْآةِ أَكْثَرَ مِمَّا تَرَاهُ فِي عَيْنِكَ قَالَ نَعَمْ قَالَ الرِّضَا(ع) فَأَرِنَاهُ فَلَمْ يُحِرْ جَوَاباً قَالَ فَلَا أَرَى النُّورَ إِلَّا وَ قَدْ دَلَّكَ وَ دَلَّ الْمِرْآةَ عَلَى أَنْفُسِكُمَا مِنْ غَيْرِ أَنْ يَكُونَ فِي وَاحِدٍ مِنْكُمَا وَ لِهَذَا أَمْثَالٌ كَثِيرَةٌ غَيْرُ هَذَا لَا يَجِدُ الْجَاهِلُ فِيهَا مَقَالًا وَ لِلَّهِ الْمَثَلُ الْأَعْلى‏ ثُمَّ الْتَفَتَ إِلَى الْمَأْمُونِ فَقَالَ الصَّلَاةُ قَدْ حَضَرَتْ فَقَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي لَا تَقْطَعْ عَلَيَّ مَسْأَلَتِي فَقَدْ رَقَّ قَلْبِي قَالَ الرِّضَا(ع) نُصَلِّي وَ نَعُودُ فَنَهَضَ وَ نَهَضَ الْمَأْمُونُ فَصَلَّى الرِّضَا(ع) دَاخِلًا وَ صَلَّى النَّاسُ خَارِجاً خَلْفَ مُحَمَّدِ بْنِ جَعْفَرٍ ثُمَّ خَرَجَا فَعَادَ الرِّضَا(ع) إِلَى مَجْلِسِهِ وَ دَعَا بِعِمْرَانَ فَقَالَ سَلْ يَا عِمْرَانُ قَالَ يَا سَيِّدِي أَ لَا تُخْبِرُنِي عَنِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ هَلْ يُوَحَّدُ بِحَقِيقَةٍ أَوْ يُوَحَّدُ بِوَصْفٍ قَالَ الرِّضَا(ع) إِنَّ اللَّهَ الْمُبْدِئُ‏ الْوَاحِدُ الْكَائِنُ الْأَوَّلُ لَمْ يَزَلْ وَاحِداً لَا شَيْ‏ءَ مَعَهُ فَرْداً لَا ثَانِيَ مَعَهُ لَا مَعْلُوماً وَ لَا مَجْهُولًا وَ لَا مُحْكَماً وَ لَا مُتَشَابِهاً وَ لَا مَذْكُوراً وَ لَا مَنْسِيّاً وَ لَا شَيْئاً يَقَعُ عَلَيْهِ اسْمُ شَيْ‏ءٍ مِنَ الْأَشْيَاءِ غَيْرِهِ وَ لَا مِنْ وَقْتٍ كَانَ وَ لَا إِلَى وَقْتٍ يَكُونُ وَ لَا بِشَيْ‏ءٍ قَامَ وَ لَا إِلَى شَيْ‏ءٍ يَقُومُ وَ لَا إِلَى شَيْ‏ءٍ اسْتَنَدَ وَ لَا فِي شَيْ‏ءٍ اسْتَكَنَّ وَ ذَلِكَ كُلُّهُ قَبْلَ الْخَلْقِ‏ إِذْ لَا شَيْ‏ءَ غَيْرُهُ وَ مَا أُوقِعَتْ‏ عَلَيْهِ مِنَ الْكُلِّ فَهِيَ صِفَاتٌ مُحْدَثَةٌ وَ تَرْجَمَةٌ يَفْهَمُ بِهَا مَنْ فَهِمَ وَ اعْلَمْ أَنَّ الْإِبْدَاعَ وَ الْمَشِيَّةَ وَ الْإِرَادَةَ مَعْنَاهَا وَاحِدٌ وَ أَسْمَاؤُهَا ثَلَاثَةٌ وَ كَانَ أَوَّلُ إِبْدَاعِهِ وَ إِرَادَتِهِ وَ مَشِيَّتِهِ الْحُرُوفَ الَّتِي جَعَلَهَا أَصْلًا لِكُلِّ شَيْ‏ءٍ وَ دَلِيلًا عَلَى كُلِ‏ مُدْرَكٍ وَ فَاصِلًا لِكُلِّ مُشْكِلٍ‏ وَ بِتِلْكَ الْحُرُوفِ تَفْرِيقُ‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ مِنِ اسْمِ حَقٍّ وَ بَاطِلٍ أَوْ فِعْلٍ‏ أَوْ مَفْعُولٍ أَوْ مَعْنًى أَوْ غَيْرِ مَعْنًى وَ عَلَيْهَا اجْتَمَعَتِ الْأُمُورُ كُلُّهَا وَ لَمْ يَجْعَلْ لِلْحُرُوفِ فِي إِبْدَاعِهِ لَهَا مَعْنًى غَيْرَ أَنْفُسِهَا تَتَنَاهَى وَ لَا وُجُودَ لَهَا لِأَنَّهَا مُبْدَعَةٌ بِالْإِبْدَاعِ وَ النُّورُ فِي هَذَا الْمَوْضِعِ أَوَّلُ‏ فِعْلِ اللَّهِ الَّذِي هُوَ نُورُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ‏ وَ الْحُرُوفُ هِيَ الْمَفْعُولُ بِذَلِكَ الْفِعْلِ وَ هِيَ الْحُرُوفُ الَّتِي عَلَيْهَا مَدَارُ الْكَلَامِ وَ الْعِبَادَاتُ كُلُّهَا مِنَ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ عليها [عَلَّمَهَا] خَلْقَهُ وَ هِيَ ثَلَاثَةٌ وَ ثَلَاثُونَ حَرْفاً فَمِنْهَا ثَمَانِيَةٌ وَ عِشْرُونَ حَرْفاً تَدُلُّ عَلَى لُغَاتِ الْعَرَبِيَّةِ وَ مِنَ الثَّمَانِيَةِ وَ الْعِشْرِينَ اثْنَانِ وَ عِشْرُونَ حَرْفاً تَدُلُّ عَلَى لُغَاتِ السُّرْيَانِيَّةِ وَ الْعِبْرَانِيَّةِ وَ مِنْهَا خَمْسَةُ أَحْرُفٍ مُتَحَرِّفَةً فِي سَائِرِ اللُّغَاتِ مِنَ الْعَجَمِ وَ الْأَقَالِيمِ وَ اللُّغَاتِ كُلِّهَا وَ هِيَ خَمْسَةُ أَحْرُفٍ تَحَرَّفَتْ مِنَ الثَّمَانِيَةِ وَ الْعِشْرِينَ حَرْفاً مِنَ اللُّغَاتِ فَصَارَتِ الْحُرُوفُ ثَلَاثَةً وَ ثَلَاثِينَ حَرْفاً فَأَمَّا الْخَمْسَةُ الْمُخْتَلِفَةُ فيتجحخ‏ [فَبِحُجَجٍ‏] لَا يَجُوزُ ذِكْرُهَا أَكْثَرَ مِمَّا ذَكَرْنَاهُ ثُمَّ جَعَلَ الْحُرُوفَ بَعْدَ إِحْصَائِهَا وَ إِحْكَامِ عِدَّتِهَا فِعْلًا مِنْهُ كَقَوْلِهِ عَزَّ وَ جَلَ‏ كُنْ فَيَكُونُ‏ وَ كُنْ مِنْهُ صُنْعٌ‏ وَ مَا يَكُونُ‏ بِهِ الْمَصْنُوعُ فَالْخَلْقُ الْأَوَّلُ مِنَ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ الْإِبْدَاعُ لَا وَزْنَ لَهُ وَ لَا حَرَكَةَ وَ لَا سَمْعَ وَ لَا لَوْنَ وَ لَا حِسَّ وَ الْخَلْقُ الثَّانِي الْحُرُوفُ لَا وَزْنَ لَهَا وَ لَا لَوْنَ وَ هِيَ مَسْمُوعَةٌ مَوْصُوفَةٌ غَيْرُ مَنْظُورٍ إِلَيْهَا وَ الْخَلْقُ الثَّالِثُ مَا كَانَ مِنَ الْأَنْوَاعِ كُلِّهَا مَحْسُوساً مَلْمُوساً ذَا ذَوْقٍ مَنْظُوراً إِلَيْهِ وَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى سَابِقٌ لِلْإِبْدَاعِ‏ لِأَنَّهُ لَيْسَ قَبْلَهُ عَزَّ وَ جَلَّ شَيْ‏ءٌ وَ لَا كَانَ مَعَهُ شَيْ‏ءٌ وَ الْإِبْدَاعُ سَابِقٌ لِلْحُرُوفِ وَ الْحُرُوفُ لَا تَدُلُّ عَلَى غَيْرِ نَفْسِهَا قَالَ الْمَأْمُونُ وَ كَيْفَ لَا تَدُلُّ عَلَى غَيْرِ أَنْفُسِهَا قَالَ الرِّضَا(ع) لِأَنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى لَا يَجْمَعُ مِنْهَا شَيْئاً لِغَيْرِ مَعْنًى‏ أَبَداً فَإِذَا أَلَّفَ مِنْهَا أَحْرُفاً أَرْبَعَةً أَوْ خَمْسَةً أَوْ سِتَّةً أَوْ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ أَوْ أَقَلَّ لَمْ يُؤَلِّفْهَا بِغَيْرِ مَعْنًى وَ لَمْ يَكُنْ إِلَّا لِمَعْنًى مُحْدَثٍ لَمْ يَكُنْ قَبْلَ ذَلِكَ شَيْ‏ءٌ قَالَ عِمْرَانُ فَكَيْفَ لَنَا بِمَعْرِفَةِ ذَلِكَ قَالَ الرِّضَا(ع) أَمَّا الْمَعْرِفَةُ فَوَجْهُ ذَلِكَ وَ بَيَانُهُ‏ أَنَّكَ تَذْكُرُ الْحُرُوفَ إِذَا لَمْ تُرِدْ بِهَا غَيْرَ نَفْسِهَا ذَكَرْتَهَا فَرْداً فَقُلْتَ ا ب ت ث ج ح خ حَتَّى تَأْتِيَ عَلَى آخِرِهَا فَلَمْ تَجِدْ لَهَا مَعْنًى غَيْرَ أَنْفُسِهَا وَ إِذَا أَلَّفْتَهَا وَ جَمَعْتَ مِنْهَا أَحْرُفاً وَ جَعَلْتَهَا اسْماً وَ صِفَةً لِمَعْنَى مَا طَلَبْتَ وَ وَجْهِ مَا عَنَيْتَ‏ كَانَتْ دَلِيلَةً عَلَى مَعَانِيهَا دَاعِيَةً إِلَى الْمَوْصُوفِ بِهَا أَ فَهِمْتَهُ قَالَ نَعَمْ قَالَ الرِّضَا(ع) وَ اعْلَمْ أَنَّهُ لَا يَكُونُ صِفَةٌ لِغَيْرِ مَوْصُوفٍ وَ لَا اسْمٌ لِغَيْرِ مَعْنًى وَ لَا حَدٌّ لِغَيْرِ مَحْدُودٍ وَ الصِّفَاتُ وَ الْأَسْمَاءُ كُلُّهَا تَدُلُّ عَلَى الْكَمَالِ وَ الْوُجُودِ وَ لَا تَدُلُّ عَلَى الْإِحَاطَةِ كَمَا تَدُلُّ الْحُدُودُ الَّتِي هِيَ التَّرْبِيعُ وَ التَّثْلِيثُ وَ التَّسْدِيسُ لِأَنَّ اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ تُدْرَكُ مَعْرِفَتُهُ بِالصِّفَاتِ وَ الْأَسْمَاءِ وَ لَا تُدْرَكُ بِالتَّحْدِيدِ بِالطُّولِ وَ الْعَرْضِ وَ الْقِلَّةِ وَ الْكَثْرَةِ وَ اللَّوْنِ وَ الْوَزْنِ وَ مَا أَشْبَهَ ذَلِكَ وَ لَيْسَ يَحُلُ‏ بِاللَّهِ [جَلَ‏] وَ تَقَدَّسَ شَيْ‏ءٌ مِنْ ذَلِكَ حَتَّى يَعْرِفَهُ خَلْقُهُ بِمَعْرِفَتِهِمْ أَنْفُسَهُمْ بِالضَّرُورَةِ الَّتِي‏ ذَكَرْنَا وَ لَكِنْ يُدَلُّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ بِصِفَاتِهِ وَ يُدْرَكُ بِأَسْمَائِهِ‏ وَ يُسْتَدَلُّ عَلَيْهِ بِخَلْقِهِ حق [حَتَّى‏] لَا يَحْتَاجَ فِي ذَلِكَ الطَّالِبُ الْمُرْتَادُ إِلَى رُؤْيَةِ عَيْنٍ وَ لَا اسْتِمَاعِ أُذُنٍ وَ لَا لَمْسِ كَفٍّ وَ لَا إِحَاطَةٍ بِقَلْبٍ وَ لَوْ كَانَتْ صِفَاتُهُ جَلَّ ثَنَاؤُهُ لَا تَدُلُّ عَلَيْهِ وَ أَسْمَاؤُهُ لَا تَدْعُو إِلَيْهِ وَ الْمَعْلَمَةُ مِنَ الْخَلْقِ لَا تُدْرِكُهُ لِمَعْنَاهُ كَانَتِ‏ الْعِبَادَةُ مِنَ الْخَلْقِ لِأَسْمَائِهِ وَ صِفَاتِهِ دُونَ مَعْنَاهُ فَلَوْ لَا أَنَّ ذَلِكَ كَذَلِكَ لَكَانَ الْمَعْبُودُ الْمُوَحَّدُ غَيْرَ اللَّهِ لِأَنَّ صِفَاتِهِ وَ أَسْمَاءَهُ غَيْرُهُ أَ فَهِمْتَ قَالَ نَعَمْ يَا سَيِّدِي زِدْنِي قَالَ الرِّضَا(ع) إِيَّاكَ وَ قَوْلَ الْجُهَّالِ مِنْ أَهْلِ الْعَمَى وَ الضَّلَالِ الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّ اللَّهَ جَلَّ وَ تَقَدَّسَ مَوْجُودٌ فِي الْآخِرَةِ لِلْحِسَابِ فِي الثَّوَابِ وَ الْعِقَابِ وَ لَيْسَ بِمَوْجُودٍ فِي الدُّنْيَا لِلطَّاعَةِ وَ الرَّجَاءِ وَ لَوْ كَانَ فِي الْوُجُودِ لِلَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ نَقْصٌ وَ اهْتِضَامٌ‏ لَمْ يُوجَدْ فِي الْآخِرَةِ أَبَداً وَ لَكِنَّ الْقَوْمَ تَاهُوا وَ عَمُوا وَ صَمُّوا عَنِ الْحَقِّ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ وَ ذَلِكَ قَوْلُهُ عَزَّ وَ جَلَ‏ وَ مَنْ كانَ فِي هذِهِ أَعْمى‏ فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمى‏ وَ أَضَلُّ سَبِيلًا يَعْنِي أَعْمَى عَنِ الْحَقَائِقِ الْمَوْجُودَةِ وَ قَدْ عَلِمَ ذَوُو الْأَلْبَابِ أَنَّ الِاسْتِدْلَالَ عَلَى مَا هُنَاكَ لَا يَكُونُ إِلَّا بِمَا هَاهُنَا وَ مَنْ أَخَذَ عِلْمَ ذَلِكَ بِرَأْيِهِ وَ طَلَبَ وُجُودَهُ وَ إِدْرَاكَهُ عَنْ نَفْسِهِ دُونَ غَيْرِهَا لَمْ يَزْدَدْ مِنْ عِلْمِ ذَلِكَ إِلَّا بُعْداً لِأَنَّ اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ جَعَلَ عِلْمَ ذَلِكَ خَاصَّةً عِنْدَ قَوْمٍ يَعْقِلُونَ وَ يَعْلَمُونَ وَ يَفْهَمُونَ‏ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي أَ لَا تُخْبِرُنِي عَنِ الْإِبْدَاعِ أَ خَلْقٌ هُوَ أَمْ غَيْرُ خَلْقٍ قَالَ الرِّضَا(ع) بَلْ خَلْقٌ سَاكِنٌ لَا يُدْرَكُ بِالسُّكُونِ وَ إِنَّمَا صَارَ خَلْقاً لِأَنَّهُ شَيْ‏ءٌ مُحْدَثٌ وَ اللَّهُ تَعَالَى الَّذِي أَحْدَثَهُ فَصَارَ خَلْقاً لَهُ وَ إِنَّمَا هُوَ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ وَ خَلْقُهُ لَا ثَالِثَ بَيْنَهُمَا وَ لَا ثَالِثَ غَيْرُهُمَا فَمَا خَلَقَ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ لَمْ يَعْدُ أَنْ يَكُونَ خَلْقَهُ وَ قَدْ يَكُونُ الْخَلْقُ سَاكِناً وَ مُتَحَرِّكاً وَ مُخْتَلِفاً وَ مُؤْتَلِفاً وَ مَعْلُوماً وَ مُتَشَابِهاً وَ كُلُّ مَا وَقَعَ عَلَيْهِ حَدٌّ فَهُوَ خَلْقُ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ اعْلَمْ أَنَّ كُلَّ مَا أَوْجَدَتْكَ الْحَوَاسُ‏ فَهُوَ مَعْنًى مُدْرَكٌ لِلْحَوَاسِّ وَ كُلُّ حَاسَّةٍ تَدُلُّ عَلَى مَا جَعَلَ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ لَهَا فِي إِدْرَاكِهَا وَ الْفَهْمُ مِنَ الْقَلْبِ بِجَمِيعِ‏ ذَلِكَ كُلِّهِ وَ اعْلَمْ أَنَّ الْوَاحِدَ الَّذِي هُوَ قَائِمٌ بِغَيْرِ تَقْدِيرٍ وَ لَا تَحْدِيدٍ خَلَقَ خَلْقاً مُقَدَّراً بِتَحْدِيدٍ وَ تَقْدِيرٍ وَ كَانَ الَّذِي خَلَقَ خَلْقَيْنِ اثْنَيْنِ التَّقْدِيرَ وَ الْمُقَدَّرَ وَ لَيْسَ فِي كُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا لَوْنٌ وَ لَا وَزْنٌ وَ لَا ذَوْقٌ فَجَعَلَ أَحَدَهُمَا يُدْرَكُ بِالْآخَرِ وَ جَعَلَهُمَا مُدْرَكَيْنِ بِنَفْسِهَا وَ لَمْ يَخْلُقْ شَيْئاً فَرْداً قَائِماً بِنَفْسِهِ دُونَ غَيْرِهِ لِلَّذِي أَرَادَ مِنَ الدَّلَالَةِ عَلَى نَفْسِهِ وَ إِثْبَاتِ وُجُودِهِ فَاللَّهُ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى فَرْدٌ وَاحِدٌ لَا ثَانِيَ مَعَهُ يُقِيمُهُ وَ لَا يَعْضُدُهُ وَ لَا يَكُنُّهُ وَ الْخَلْقُ يُمْسِكُ بَعْضُهُ بَعْضاً بِإِذْنِ اللَّهِ تَعَالَى وَ مَشِيَّتِهِ وَ إِنَّمَا اخْتَلَفَ النَّاسُ فِي هَذَا الْبَابِ حَتَّى تَاهُوا وَ تَحَيَّرُوا وَ طَلَبُوا الْخَلَاصَ مِنَ الظُّلْمَةِ بِالظُّلْمَةِ فِي وَصْفِهِمُ اللَّهَ تَعَالَى بِصِفَةِ أَنْفُسِهِمْ فَازْدَادُوا مِنَ الْحَقِّ بُعْداً وَ لَوْ وَصَفُوا اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ بِصِفَاتِهِ وَ وَصَفُوا الله الْمَخْلُوقِينَ بِصِفَاتِهِمْ لَقَالُوا بِالْفَهْمِ وَ الْيَقِينِ وَ لَمَا اخْتَلَفُوا فَلَمَّا طَلَبُوا مِنْ ذَلِكَ مَا تَحَيَّرُوا فِيهِ ارْتَكَبُوا وَ اللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشاءُ إِلى‏ صِراطٍ مُسْتَقِيمٍ‏ قَالَ عِمْرَانُ يَا سَيِّدِي أَشْهَدُ أَنَّهُ كَمَا وَصَفْتَ وَ لَكِنْ بَقِيَتْ لِي مَسْأَلَةٌ قَالَ سَلْ عَمَّا أَرَدْتَ قَالَ أَسْأَلُكَ عَنِ الْحَكِيمِ فِي أَيِّ شَيْ‏ءٍ هُوَ وَ هَلْ يُحِيطُ بِهِ شَيْ‏ءٌ وَ هَلْ يَتَحَوَّلُ مِنْ شَيْ‏ءٍ إِلَى شَيْ‏ءٍ أَوْ بِهِ حَاجَةٌ إِلَى شَيْ‏ءٍ قَالَ الرِّضَا(ع) أُخْبِرُكَ يَا عِمْرَانُ فَاعْقِلْ مَا سَأَلْتَ عَنْهُ فَإِنَّهُ مِنْ أَغْمَضِ‏ مَا يَرِدُ عَلَى الْخَلْقِ‏ فِي مَسَائِلِهِمْ‏ وَ لَيْسَ يَفْهَمُ‏ الْمُتَفَاوِتُ عَقْلُهُ الْعَازِبُ حِلْمُهُ‏ وَ لَا يَعْجِزُ عَنْ فَهِمِهِ أُولُو الْعَقْلِ الْمُنْصِفُونَ أَمَّا أَوَّلُ ذَلِكَ فَلَوْ كَانَ خَلَقَ مَا خَلَقَ لِحَاجَةٍ مِنْهُ لَجَازَ لِقَائِلٍ أَنْ يَقُولَ يَتَحَوَّلُ إِلَى مَا خَلَقَ لِحَاجَتِهِ إِلَى ذَلِكَ وَ لَكِنَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ لَمْ يَخْلُقْ شَيْئاً لِحَاجَةٍ وَ لَمْ يَزَلْ ثَابِتاً لَا فِي شَيْ‏ءٍ وَ لَا عَلَى شَيْ‏ءٍ إِلَّا أَنَّ الْخَلْقَ يُمْسِكُ بَعْضُهُ بَعْضاً وَ يَدْخُلُ بَعْضُهُ فِي بَعْضٍ وَ يَخْرُجُ مِنْهُ وَ اللَّهُ جَلَّ وَ تَقَدَّسَ بِقُدْرَتِهِ يُمْسِكُ ذَلِكَ كُلَّهُ وَ لَيْسَ يَدْخُلُ فِي شَيْ‏ءٍ وَ لَا يَخْرُجُ مِنْهُ وَ لَا يَئُودُهُ‏ حِفْظُهُ وَ لَا يَعْجِزُ عَنْ إِمْسَاكِهِ وَ لَا يَعْرِفُ أَحَدٌ مِنَ الْخَلْقِ كَيْفَ ذَلِكَ إِلَّا اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ وَ مَنْ أَطْلَعَهُ عَلَيْهِ مِنْ رُسُلِهِ وَ أَهْلِ سِرِّهِ وَ الْمُسْتَحْفِظِينَ لِأَمْرِهِ وَ خُزَّانِهِ الْقَائِمِينَ بِشَرِيعَتِهِ وَ إِنَّمَا أَمْرُهُ‏ كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ‏ إِذَا شَاءَ شَيْئاً فَإِنَّما يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ‏ بِمَشِيَّتِهِ وَ إِرَادَتِهِ وَ لَيْسَ شَيْ‏ءٌ مِنْ خَلْقِهِ أَقْرَبَ إِلَيْهِ مِنْ شَيْ‏ءٍ وَ لَا شَيْ‏ءٌ أَبْعَدَ مِنْهُ مِنْ شَيْ‏ءٍ أَ فَهِمْتَ يَا عِمْرَانُ قَالَ نَعَمْ يَا سَيِّدِي قَدْ فَهِمْتُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ اللَّهَ تَعَالَى عَلَى مَا وَصَفْتَ وَ وَحَّدْتَ‏ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً ص عَبْدُهُ الْمَبْعُوثُ بِالْهُدَى وَ دِينِ الْحَقِّ ثُمَّ خَرَّ سَاجِداً نَحْوَ الْقِبْلَةِ وَ أَسْلَمَ.[۲۴]


حضرت رضا خلکو ته خطاب کې وفرمایل: که په تاسو کې داسې څوک وي چې د اسلام خلاف وي او پوښتنه کول غواړې، نو بې له شرمه او مخامخ دې پوښتنه وکړي. په دې وخت کې عمران صابي، چې له متکلمانو څخه یو متکلم و، ولاړ شو او ویې ویل: ای عالمه، که تا ما ته د پوښتنې لپاره بلنه نه وای راکړې، نو ما به پوښتنه نه کوله. ما کوفې، بصرې، شام او جزيرې ته سفرونه کړي دي او له ډېرو متکلمینو سره مې ليدل کړي دي، خو داسې څوک مې پيدا نه کړل، چې ما ته د داسې «واحد» (خدای) موجوديت ثابت کړي، چې بل څوک ورسره په وحدانیت کې شریک نه وي. ایا اجازه راکوئ چې پوښتنه وکړم؟ حضرت وفرمایل: که عمران صابي په ګڼه ګوڼه کې وي، باید هغه ته وې، هغه وویل: هو، زه یم. حضرت وفرمایل: پوښتنه وکړه، خو له عدل څخه سترګې مه پټوه او له باطلو، فاسدو او له حق څخه د ګمراه شویوخبرو څخه ډډه وکړه.

عمران وویل: ای زما مشره، زه په خدای قسم خورم، چې ته زما لپاره یو څه ثابت کړه چې زه ورسره تمسک وکړم او منګولی پرې ولګوم او بل څه پسې لاړ نه شم. حضرت وفرمایل: څه چې غواړې پوښتنه وکړه. د مجلس ټول خلک راټول شول او یو بل ته نږدې شول. عمران وویل: لومړنی موجود څه وو او څه شی یې پیدا کړل؟ حضرت وفرمایل: تا پوښتنه وکړه، نو ښه پام وکړه. «واحد» تل واحد و، تل موجود و، پرته له دې چې هیڅ شی ورسره ملګری وي، پرته له کوم محدودیت او اَعراضو څخه، او به تل همداسې وي. بیا یې پرته له کومې مخینې یو مخلوق پیدا کړ، مختلفو اعراضو او حدودو سره، نه یې په کوم شی کې ځای کړ، نه یې په کوم شی کې محدود کړ او نه یې د یو شی سره مشابه او ورته پیدا کړ. د هغه په ​​شان یې هیڅ شی نه کړ جوړ او له هغه وروسته یې په مختلفو شکلونو مخلوقات پیدا کړل، چې په مختلفو شکلونو کې خالص او ناخالص، مختلف او یو شان، په مختلفو رنګونو او خوندونو سره، پرته له دې چې دوي ته کومه اړتیا ولري او یا یو مقام او منزلت ته د رسیدو لپاره دوي ته کومه اړتیا ولري. په دې تخلیق کې یې په ځان کې کوم زیادښت یا کمښت ونه لید. ایا تاسو دې خبرو  پوهیږئ؟ هغه وویل: هو، قسم په خدای، ای زما مشره. حضرت دوام ورکړ: او پوه شو چې که خدای مخلوقات د دې لپاره پیدا کړې وای چې اړتیا یې ورته لرله، نو یوازې هغه شیان به یې پیدا کړي وای چې له هغه څخه به یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرسته ترلاسه کولی شوی، او په دې حالت کې به دا مناسبه وه چې هغه څه چې هغه یې پیدا کړي وو، د هغې څو چنده یې باید پیدا کړې وای. ځکه چې هر څومره چې اعوان او انصار ډېر وي، هغومره به مرسته ترلاسه کوونکی ځواکمن وي او په دې صورت کې به يې حاجتونو خلاصی نه درلود. ځکه چې هر مخلوق چې به یې پیدا کاوه، په هغه کې به بل حاجت ورته پیدا کیده، او له همدې امله زه وایم: مخلوقات یې د اړتیا له مخې نه دي پیدا کړی. بلکي د مخلوقاتو په پيدايښت سره يو له بل څخه بل ته انتقالوي او ځينو ته پر نورو برتري ورکوي، پرته له دې چې لوړ شخص اړتيا ولري او يا له لاندې کس څخه د غچ اخيستلو اراده ولري، د همدې لپاره يې پيدا کړي دي. عمران وپوښتل: ايا هغه موجود په خپله ځان ورته معلوم و؟ (پر ځان یې علم درلود؟) حضرت وفرمایل: بې له دې بل څه نه ده چې د هر یو څیز علم او پيژندګلوي د دې لپاره وي چې له نورو څخه جلا شي او د دې لپاره وي چې موجودیت یې ثابت او وپيژندی شي؛ او هلته خالص وجود و او بل څه نه وو،چې جدايي او فرق لازم وې او د دې ضرورت نه و چې د هر یوه د پيژندګلو نښه معلومه شي. یوازی بَحت او بسیط وجود و او بل څخه نه وو څو لازمه شي د هر یو حد معلوم شي. آیا ته پوه شوې، ای عمرانه؟ هغه وویل: هو، زما سرداره. نو اوس راته دا وایه چې هغه په څه پوهیده چې هغه پوهیږي؟ يعنې هغه څه شې و چې د هغې په وسیله پوه شو چې علم لري؟ ایا د ضمیر په وسیله و یا د بل څه په وسیله؟ حضرت وفرمایل: که چیرې د هغه علم د «ضمیر» (او هغه شکل چې فکر ته راځي) په وسیله ترسره شي، نو ایا دا ممکنه ده چې د هغه «ضمیر» د پيژندګلو لپاره حدونه ونه ټاکو؟ هغه وویل: نه، نه شو کولی. امام وفرمایل: هغه ضمیر څه دی؟ عمران ځواب ورنه کړ. ویې وفرمایل: هیڅ خبره نه ده. اوس که زه له تاسو څخه د «ضمیر» په اړه پوښتنه وکړم چې آیا دا «ضمیر» د یو بل «ضمیر» سره پیژنئ، که تاسو ووایئ: هو، نو تاسو په حقیقت کې خبرې او ادعاګانې باطلې کړې. ای عمرانه! ایا دا مناسبه نه ده چې پوه شئ چې «واحد» یا «ضمیر» نه تعریفیږي؟ او داسې هم نه ده چې د هغه په ​​اړه له کړنو او کاره پرته څه ونه وویل شي، او هغه داسې نه دی چې د هغه په ​​اړه اړخونه او برخې، په توهم او خیال کې راشي وي، یا د هغه په ​​اړه مختلف اړخونه او برخې د نورو مخلوقاتو په شان تصور شي. په دې ښه پوه شه او د خپل علم بنسټ دې په دې باندې جوړ کړه. عمران وپوښتل: آیا ما د مخلوقاتو د حدودو له کیفیته او د هغو د معنی او ډولونو په اړه خبروې؟ حضرت وفرمایل: تا خپله پوښتنه وکړه، نو اوس ښه ځیر شه چې پوه شې: د الله تعالی د مخلوقاتو حدود شپږ ډوله دي: د لمس وړ، د وزن وړ، لیدل کیږي، هغه شی چې وزن نه لري چې هغه هماغه روح دی او بل ډول چې لیدل کیږي خو وزن نه لري او د لمس او حس وړ نه دی، رنګ نه لري، او څکلی هم نه شي، او نه اندازه، عرض، شکل، اوږدوالی او عرض لري، او له هغو ځینې هغه حرکات دي چې شیان جوړوي او له یوه حالته یې بل حالت ته بدلوي، او ډیروي او کموي یې؛ خو عملونه او حرکتونه ځي او له هغه څه زیات وخت نه لري چې ورته اړتیا وه. نو کله چې له هغه فعل څخه وزګار او فارغ شي، هغه له منځه تلی دی او اثر یې باقي پاتې دی، او دا د وینا په څېر دی چې تیریږي او یوازې د هغې اثر پاتې کیږي. عمران وويل: مهرباني وکړئ ووایئ، که خالق «واحد» وي، پرته له هغه بل څه وي، او له هغه سره بل څه نه وي، آيا مخلوق په خپله نه بدلیږي؟ حضرت وفرمايل: خدای شته او د مخلوق په پيدايښت سره نه بدليږي. بلکه، مخلوقات په هغه بدلونونو سره بدلیږي چې خدای یې په دوی کې ایجادوي. عمران وپوښتل: موږ خدای په څه شي پیژندلی دی؟ حضرت وفرمايل: له هغه پرته په بل څه. هغه وپوښتل: له هغه پرته بل څه دي؟ حضرت وفرمایل: د هغه غوښته، د هغه نوم، د هغه صفت، او نور هر څه چې دې ته ورته دي او دا ټول د خدای مخلوق، حادث او تدبیر شوي دي. عمران وپوښتل: هغه څه شی دی؟ حضرت وفرمایل: نور دی، په دې معنی چې د خپلو مخلوقاتو لارښوونه کوي، که هغه د اسمانونو وي یا د ځمکې، او په ما باندې بې د هغه د هغه د وحدانیت له اثباته او بیانه، بل څخه نه دي واجب. عمران وپوښتل: ايا داسې نه ده چې له پيدايښته مخكې غلى و، بيا يې خبرې وكړې؟ حضرت وفرمايل: خاموشي په هغه ځای کې معنا لري چي مخکې په کې وينا وي. د مثال په توګه، څراغ ته نه شوي ویل چې دا «خاموش» دی. او همدارنګه د څراغ د کار په اړه دا نه شي ویلی: «چراغ روښانه شو»؛ ځکه چې «نور» او «ځلا»، «کار» او «وجود» له څراغ څخه نه دي؛ بلکې بې له څراغه بل څه نه دي او د څراغ له کارونو نه ګڼل کیږي او په خپله بې له رڼا بل څه نه دی. نو، کله چې دا موږ ته رڼا راکوي، آیا موږ دا وایو چې زموږ لپاره روښانه شو او موږ ترې رڼا واخسته، او تا په هغه رڼا سره خپل کار ته رسی، په خپل کار کې لیدونکی کیږې؟ عمران وویل: ما فکر کاوه چې خالق د مخلوق په پیدا کولو سره  او د هغه بدلون له سببه چې په هغوي کې کوي له خپل حالت څخه بدلیږي. حضرت وفرمایل: تاسو محاله خبره وکړه چې موجود بدلیږي، مګر دا چې یو څه په کې بدلون راولي. ایا تاسو لیدلي چې د اور بدلول اور بدل کړي؟ یا تاسو کله لیدلي چې تودوخه ځان وسوځوي؟ یا هیڅ مو لیدلي چې یو لید لرونکی سړی خپل لید وویني؟ عمران وویل: نه، ما نه مې دي لیدلي. اوس راته دا ووایه چې هغه په ​​مخلوقاتو کې دی که مخلوقات په هغه کې دي؟ حضرت وفرمایل: هغه له دې خبرو څخه لوړ دی. نه هغه په ​​مخلوقاتو کې دی او نه مخلوقات په هغه کې دي. هغه له دې حالته لوړ او غوره دی. اوس به زه تاسو ته د خدای په مرسته تشریح کړم. راته ووایه، ته په آینه کې یې که آئینه په تا کې؟ که ستاسو څخه هیڅوک په بل کې نه وي، نو تاسو خپل ځان څنګه په آئینه کې ګورئ؟ هغه وویل د هغه رڼا په واسطه چې زما او د هغې ترمنځ دی. حضرت وفرمایل: ایا ته هغه رڼا چې په خپلو سترګو یې وینې له هغه زیاته یې په آئینه کې وینې؟ هغه وویل: هو. ويې فرمايل: موږ ته يې وښيه. عمران ځواب ورنه کړ. حضرت وفرمایل: زما په اند رڼا تا او آئینه یو بل ته ښايي بې له دې چې په تاسو دوو کې شتون ولري. دا مسله نور مثالونه هم لري چې په هغه کې ناپوهه کس ته لاره نشته. د خدای کیسه لوړه ده. بیا یې مامون ته مخ کړ او ویې فرمایل: د لمانځه وخت دی. عمران وویل: زما مولی، زما په پوښتنه مه پرې کوه. زړه مې نرم شوی دی. ویې فرمایل: لمونځ کوو او بیرته راګرځو. بیا هغوي پاڅېدل او مامون هم پاڅېد. حضرت دننه لمونځ وکړ او خلکو بهر د محمد بن جعفر (د حضرت تره) پسې لمونځ وکړ. بیا هغوي راووتل او خپل ځای ته راستانه شول او عمران ته یې غږ وکړ او ویې فرمایل: خپلې پوښتنې بیان کړه. ويې ويل: ماته ووايه: آيا د خداى په وحدانيت په حقيقت کې ورباندې پوهیدلی شو او که په وصف سره؟ حضرت وفرمايل: خداى بې ساري خالق دى، هماغه ذات چې له پيل څخه و، تل بې ساري دى، پرته له دې چې هيڅ شي ورسره وي. هغه واحد دی او هیڅ ثانی نلري. نه معلوم دی او نه مجهول. نه محکم دی او نه متشابه. نه په یادونو کې دی او نه هیر شوی دی او نه هغه داسې څه دی چې بې له خپل ځان ورباندې د بل څه نوم کیښودلی شي. داسې نه دی چې له یوه «خاص» زمانې څخه وجود لري او تر یوه «ټاکلي» وخت پورې به پاتې وي، یا دا چې بل څه په سبب ولاړ وي، یا د بل څه تر پولې قایم وي. دا په هیڅ شي یې تکیه نه ده کړی او په هیڅ شی کې نه دی پټ شوی، او دا ټول له پیدایښت څخه مخکې دي؛ ځکه له هغه پرته بل څه نه وو او کوم صفت چې ته هغه ته ورکړی، هغه ټول هغه صفتونه چې حادث دی او داسې ترجمان دي چې د پوهیدو سبب کیږي. او پوه شه چې ابداع، مشیت او اراده د یو شي لپاره درې نومونه دي؛ او د هغه لومړنۍ ابداع، اراده او مشیت، هغه توري وو چې هغه د هر څه اصل جوړ کړل او د هر یو مدرک لپاره لارښود او د هر یو مشتبه کار لپاره یې روښانوونکی وګرځول. او د همدغو حروفو په مرسته یې هر څیز حق او باطل، فعل او مفعول، يا معنى او غير معنى له یو بله جلا کیږي او پيژندل کیږي او ټولې چارې پر هغو باندې جمع شوي دي او د دغو حروفو په پيدايښت کې یې د هغوي لپاره متناهي معنې او د هغوي له نفسه پرته بل وجود جوړ نه کړ؛ ځکه چې هغه ابداع او ایجاد سره په وجود کې راغلي دي او نور دلته د خدای لوړی کار دی؛ هغه خدای چې د اسمانونو او ځمکې نور دی او حروف له همدې فعل څخه فعلیت ته رسیدلي دي او هغه داسې توري دي چې د ویناو اساس پر هغې دی او ټول عبارتونه د خدای له خوا دي چې خپل مخلوق ته یې ورزده کړي دي. دا توري درې دېرش توري دي: ٢٨ يې د عربۍ ژبې (لهجو) ژبو ته اشاره کوي. او د اته ویشت تورو څخه، 22 توري د سریاني او عبري ژبو ښوونکي دي. او په هغو کې پنځه توري د په ټولو عجمي ژبو کې په مختلفو سیمو او ژبو کې خپاره دي. او دا پنځه حروفونه دي چې له اته ویشتو حروفو څخه جلا شوي دي چې په پایله کې حروف دری دېرش توري شو. او دا پنځه حروف د هغه دلیلونو په سبب دي چې د له دې وړاندې مو وویل چې ذکر کول یې روا نه دي. بيا يې حروف له شمېرلو او راغونډولو وروسته خپل «فعل» جوړ کړل؛ لکه د دې مبارک آيت په شان: «کن فيکون» (موجود شه نو هغه موجود شو). «کن» د خدای صفت او مخلوق دی، او هغه څه چې له هغه څخه پیدا شوي یو مصنوع او مخلوق دی، د خدای تعالی لومړنی خلقت ابداع دی. بې له وزن او حرکته دی، د اوریدلو وړ نه دی، هیڅ رنګ نلري، د حس کیدو او ټچ کیدو وړ نه دی. دوهم مخلوق یې حروف دي چې وزن او رنګ نلري. د اوریدو او وصف وړ دي، خو د لیدل کیدو وړ نه دي. دریم مخلوق یې د هر ډول محسوس او لمس قابل، څکل کیږي  او د لیدلو وړ دی. او خدای تعالی له پیدایښت څخه مخکې و؛ ځکه چې له الله تعالی وړاندې او هغه سره بل څه نه وو؛ او ابداع له حروفو څخه مخکې وه، او حروف له ځانه پرته بل څه نه ښايي؟ مامون وپوښتل: حروف څنګه له ځانه پرته بل څه نه ښايي؟ حضرت وفرمایل: ځکه چې خدای پاک دوی د معنی لپاره د یو بل تر څنګ راټولوي. کله چې هغه یو څو سره یوځای کوي، د بیلګې په توګه، څلور یا پنځه یا شپږ یا ډیر یا لږ، دا داسې معنې لپاره دي چې هغه مُحدَث معنې لپاره ده چې نوې معنی ده چې له دې مخکې یې شتون نه درلود. عمران وپوښتل: څنګه کولای شو په دې موضوع ښه پوه شو؟ حضرت وویل: د دې مسلې وضاحت دا دی چې کله ستاسو مطلب له حروف څخه پخپله همدا حروف وي، نه بل څه، نو تاسو دا جدا جدا ذکر کوئ او وایئ: ا، ب، ت، ث، ج، ح، خ، تر پایه پورې. په دې حرفونو کې به له دې حروفو پرته بله معنا ونه مومئ؛ خو کله چې تاسو دا حروف سره یوځای کړئ او د خپلې معنې لپاره چې تاسو یې غواړئ اسم او صفت جوړ کړئ، نو دا به خپله معنی او صفت څرګند کړي، ایا تاسو پوه شوئ؟ هغه وویل: هو. او پوه شه چې یو صفت له موصوف پرته نه شي کیدای، او همدرانګ نوم بې له معنی نه شي کیدی، او یو حد به بې محدوده نه وي، او صفات او نومونه ټول د کمال او وجود نښې دي. او د حدودو په څیر، لکه تربیع (څلور کول)، تثلیث (درې کول)، او تسدیس (شپږکول)، دا په احاطې او ټول شمول باندې دلالت نه کوي؛ ځکه چې د خدای معرفت د صفاتو او اسمونو له لارې معلومیږي او د طول او عرض، کمښت او کثرت، رنګ او وزن او داسې نورو په وسیله په محدودولو سره نه پيژندل کیږي. او د دې ذکر شوو څیزونو کې هیڅ یو د لوی خدای لپاره د تطبیق وړ نه دی، ترڅو مخلوقات د خپل علم له لارې هغه (د دې حدونو په واسطه) وپیژني. او دا خبره ضرور زموږ له بیانونو او دلایلو څخه ثابته ده؛ خو د خدای صفتونه په خدای باندې دلالت کوي. او هغه د خپلو ​​نومونو په سبب پیژندل کیږي، او د مخلوقاتو په شتون سره، موږ کولی شو د هغه په وجود دلیل راوړو. په دې ډول چې د (حقیقت) په لټه کې سړی په سترګو لیدلو یا په غوږونو اوریدلو او په لاسونو لمس کولو او په روح او زړه سره محاصره کولو ته اړتیا نلري. او که د هغه صفتونه او نومونه هغه نه وې څرګند کړی او د مخلوقاتو علم د هغه په ​معنا باندې نه پوهېدای، نو مخلوقاتو به د هغه د نومونو او صفتونو عبادت به کاوه، نه د هغه د معنی؛ او كه له دې پرته بل څه وې؛ نو له «الله» پرته به بل یو معبود وې؛ ځکه چې نومونه او صفتونه د هغه پرته بل څه دي. آیا ته پوه شوې؟ ويې ويل: هو، نور بيان توضیح ورکړه. حضرت وفرمایل: مه پرېږده چې د جاهلانو خبرې دې په ژبه جاري شي. هغه کسان چې باور لري چې خدای به په آخرت کې د اجر او عذاب لپاره حاضر وي، خو په دې دنیا کې د بندګانو د اطاعت او امید لپاره شتون نلري؛ او که د خدای موجودیت د هغه لپاره د نقص او ماتیدو سبب ګڼل کیدی، نو هغه به په آخرت کې هم نه وې حاضر؛ خو دا خلک چې دا ډول فکر لري ګمراه شوي دي او د حق په وړاندې ړانده او کاڼه شوي دي. او دغه مبارک آيت دې مسئلې ته اشاره کوي: «وَ مَنْ کانَ فِی هذِهِ أَعْمى‏ فَهُوَ فِی الْآخِرَةِ أَعْمى‏ وَ أَضَلُّ سَبِیلًا» (او څوک چې په دې دنيا کې ړوند وي، په اخرت کې به هم ړوند او تر دې زيات ګمراه وي.) (اسراء، آیت 72) په دې آیت کې د ړوند معنی له حقایقو څخه ړندیدل دي؛ او هوښیاران پوهیږي چې په دې دنیا کې پرته له هغه څه چې په دې دنیا کې دي بحث کول ممکن نه دي، او څوک چې غواړي د هغه په ​​اړه پوه شي نو په خپل نظر او د خپل ځان په اړه پوهیږي، او که په دې کار سره یوازې د دې حقیقتونو له پوهیدو څخه به ځان لرې کړي، ځکه چې خدای د دې پوهه هغه چا ته ورکړې ده چې هوښيار، پوه او د عقل خاوندان دي، عمران وویل: ما ته ووایه، ایا «ابداع» مخلوق دی که غیر مخلوق؟ حضرت وفرمایل: یو خاموش مخلوق دی چې په خاموشۍ نه ورباندې نه شي پوهیدلی. او له دې نظره مخلوق دی چې: دا یو شی دی چې پیدا شوی او مُحدَث دی، او دا خدای دی چې دا یې پیدا کړی او ایجاد کړی دی نو په پایله کې یې «مخلوق» شوی دی. او په نور ټکو سره، خدای دی او د هغه مخلوق، د دوي په منځ کې دریم شی نشته. هر هغه څه چې خدای پیدا کړي، له مخلوق شونی نه تښتي، او د خدای مخلوق یا ساکن او ولاړ دی یا حرکت کوي، یا مختلف یا یو شان، یا پیژندل شوی یا شکمن دی. او هر هغه څه چې محدود کیدی شي د خدای تعالی مخلوق دی. او پوه شه چې هر څه چې ستاسو حواس رامینځته کوي هغه یو معنی ده چې حواس سره درک کولی شي، او هر یو حِس د هماغه شي ښودونکی دی چې خدای د هغې په ادراک کې د هغه لپاره ایښی دی او پوهه له زړه څخه سرچینه اخلي. او پوه شه چې هغه ذات چې تل ولاړ وي، بې له کومې اندازې او حدونو، یو مخلوق یې په اندازې او (خاص) حد سره پیدا کړ، او هغه څه چې پیدا کړل دوه شیان دي: یوه اندازه او بل په اندازې سره یو څیز، او هيڅ يو يې رنګ او وزن نه درلود او د څکلو وړ نه وو او يو يې د بل د احساس د وسيلې په توګه جوړ کړ او هغه دواړه يې داسې جوړ کړل چې پخپله د پوهی وړ وي او داسې یو څه یې پيدا نه کړل چې یو وي او په خپله قایم وي نه د بل په وسیله، ځکه یې نه دی جوړ کړی، چې غوښتل یې د خپل وجود په اړه د استدلال او ثابتولو لپاره یوه لاره وګرځوي. خدای یو او یوازې دی. هغه دوهم نه لري چې د هغه په وسیله ولاړ پاتی شي او له هغه سره مرسته وکړي یا د هغه ساتنه وکړي. او مخلوقات د خدای په اجازې او ارادې سره، ځینې مخلوقات د نورو ساتنه کوي. خلکو په دې مسله کې له یو بل سره تر دې حده اختلاف وکړ چې حیران او لالهانده شول او له تیارو په استفادې سره یې له تیارو د خلاصون هڅه وکړه. ځکه چې دوي خدای په خپلو صفاتو سره وستایه (او په پایله کې د دې پر ځای چې هدایت شي او خپل منزل ته ورسیږي ګمراه شو) او له حقه لرې شول. او که دوی خدای د هغه په صفاتو سره او مخلوقات یې په خپلو صفاتو سره بیان کړي وای، نو سمه خبره به یې کړې وای او له یو بل سره به یې اختلاف نه وای کړی؛ خو دا چې دوي په هغه څه پسې لاړل چې په هغه کې سرګردانیدل، نو دوی په هغه کې ښکیل شول او خدای چې څوک وغواړي سمې لارې ته یې لارښوونه کوي. عمران وویل: زما سرداره! زه شاهدي ورکوم چې هغه هماغه شان دی لکه تا چې بیان کړ؛ خو زه بله پوښتنه لرم. حضرت وفرمایل: پوښتنه وکړه، عمران پوښتنه وکړه: حکیم خدای په څه کې دی؟ او ایا څه شي هغه احاطه کړی دی؟ او ایا له یو شی (یا ځای) څخه بل شی (یا بل ځای) ته بدلیږي؟ یا یو څه ته اړتیا لري؟ حضرت وفرمايل: دا مسله يو له هغو پېچلو ټکو څخه ده چې خلک یې پوښتنه کوي. او هغه کسان چې په عقل او پوهه کې کمزوري دي، نه پوهیږي. او له بلې خوا، عادلان ذهنونه یې د پوهیدو عاجزه نه دي. نو زما ځواب ته ښه پام وکړه او پوه شه، ای عمرانه: لومړی ټکی: که خدای (ج) مخلوقاتو ته د اړتیا له امله دوي پیدا کړي وای، نو دا به روا وه چې ویلی مو وې هغه د خپل مخلوق په لور ځای بدلوي؛ ځکه چې دوی ته اړتیا لري؛ خو هغه مخلوقات د دې لپاره نه دي پیدا کړی چې ورته ضرورت لري هغه تل ثابت دی. نه په څه شی کې او نه په څه شي باندې؛ پرته له دې چې مخلوقات یو بل ساتي او ځینې یې نورو کې ننوځي او ځینې یې له نورو څخه وځي. او الله جل جلاله دا ټول په خپل قدرت سره ساتي او نه په هیڅ شی کې ننوځي او نه له کوم شی څخه وځي، نه یې ساتل هغه ستړی او کمزوری کوي او نه یې له ساتلو ناتوانه دی، او هیڅ یو مخلوق نه پوهیږي چې دا امر څنګه دی، خو یواځې خدای په خپله او هغه کسان چې خدای پاک په ​​دې موضوع خبر کړي دي، چې هغه دا دي: د خدای پیغمبران او خاص کسان او هغه څوک چې د هغه په ​​رازونو خبر دي، د هغه د شریعت ساتونکي. د هغه حکم د سترګو په رپ کې، بلکې له دې هم ژر اجرا کیږي. هغه چې څه وغواړي، یوازې هغه ته وایي: «وشه» او هغه شی هم د خدای په ارادې او غوښته موجود شي. او د هغه په ​​مخلوقاتو کې هیڅ شی تر بله هغه ته نږدې نه دی او هیڅ شی هم له بله له هغه زیات لری نه دی. آیا پوه شوې عمرانه؟ ويې ويل: هو، زما سرداره، زه پوهېږم او ګواهي ورکوم، چې الله جل جلاله هغه دی، لکه څنګه چې تا بيان کړ او په بې سارۍ دې وستایه، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده دی، چې د هدایت په نور او حق دين سره رالېږل شوی دی. بيا يې قبلې ته مخ کړ او په سجده پریوته او اسلام يې قبول کړ.[۲۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  2. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۱۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۵۵.
  3. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۰-۴۳۰؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۶-۱۶۸.
  4. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  5. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۳۰؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۸.
  6. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۹.
  7. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۹.
  8. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۰.
  9. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۱.
  10. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۱.
  11. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۱.
  12. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۳.
  13. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۲.
  14. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۶.
  15. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۸.
  16. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۸.
  17. شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱.
  18. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  19. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  20. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۹۹-۳۱۸.
  21. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۱۲-۱۱۳، ۱۱۶-۱۲۵.
  22. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  23. خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  24. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۸-۱۷۷.
  25. شیخ صدوق، ترجمه عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۲ش، ص۳۴۰-۳۵۸.

سرچينې

  • خسرویان قله‌زو، جعفر، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، در پژوهش‌های قرآن و حدیث، شماره ۱، ۱۳۹۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.

بهرنۍ لینک