د زیارت لمونځ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د زیارت لمونځ هغه مستحب لمونځ دی چې د معصومانو د زیارت په وخت لوستل کیږي. په لومړي رکعت کې له حمده وروسته یس سورې لوستل او په دوهم سورت کې د الرحمان سورې لوستل مستحب ګڼل شوې دي. شیخ عباس قمي په خپل کتاب مفاتیح الجنان کې د پېغمبر اکرم (ص) د زیارت د لمانځه لپاره تر ټولو ښه ځای د هغه حضرت د حرم روضه او د نورو معصومانو لپاره د هغوي د قبر د سر لوری ګڼلی دی. د تقلید د مراجعو په فتوا، قبر ته په شا کولو سره د زیارت د لمانځه لوستل، که د خلکو په عرف کې د معصوم کس بې احترامي وي، حرام دی.

په روایتونو کې د غیر معصوم لپاره د زیارت د لمانځه په توګه څه نه دي بیان شوې؛ پر دې اساس د دغه شان لمونځ کول صحیح نه دي؛ خو کولی شي له زیارت وروسته مستحب لمونځ وکړي او ثواب یې د قبر څښتن ته ډالۍ کړي.

د زیارت لمانځه د کولو طریقه

د زیارت لمونځ دوه رکعتي لمونځ دی چې د معصومانو د زیارت په وخت ادا کیږي[۱] د زیارت په هغه لمانځه کې چې کومه خاصه سوره ورپاره نه ده بیان شوې، غوره ده چې په لومړي رکعت کې له حمد ورسته سوره یس او په دوهم کې سوره رحمان تلاوت کړي.[۲]

له لرې څخه د پېغمبر اکرم(ص) په زیارت کې، د زیارت لپاره څلور رکعته لمونځ (دوه ، دوه رکعتي لمونځونه) نقل شوې.[۳] د نورو معصومانو د زیارت لپاره څو دوه رکعتي لمونځونه کولی شی.[۴]

ځینې فقیهان باوري دي چې که زیارت د معصوم د قبر یا زیارت په خوا کې وي، د زیارت لمونځ باید له زیارته وروسته وشی او که زیارتنامه له لرې لولي نو اول دې د زیارت لمونځ وکړي.[۵]

د زیارت د لمانځه تر ټولو ښه ځای

شیخ عباس قمي په خپل کتاب مفاتیح الجنان کې د پېغمبر اکرم (ص) د زیارت د لمانځه لپاره تر ټولو ښه ځای د هغه حضرت د حرم روضه او د نورو معصوانو لپاره د هغوي د قبر د سر لوری ګڼلی دی.[۶] د تقلید د مراجعو په فتوا، قبر ته په شا کولو سره د زیارت د لمانځه لوستل، که د خلکو په عرف کې د معصوم کس بې احترامي وي، حرام دی.[۷]

د سر لپاسه او د شاته جنجال (اختلاف)

په دیارلسمې پېړۍ کې د سر لپاسه او د شاته په نامه جنجال او اختلاف پېدا شو. شیخیه فرقه به د امامانو (ع) په حرم کې د لمانځه لوستلو په وخت په داسې طریقه په امام جماعت پسې ودرېده چې د امام قبر به د هغوي او د قبلې تر مینځ راتله هغوي په دې کار سره په (شاته) مشهور او تورن شول چې قبر یې قبله ګرځولې ده. د هغوي په مقابل کې، هغه شیعیان چې دغه کار یې غلو ګاڼه، عمدا به د امام د سر لوري ته (د امام د قبر ښي لاس ته) لمانځه ته ودرېدل. له دې امله یې هغوي ته «د سر لپاسه» ویل.[۸]

د امامزاده ګانو زیارت

په روایتونو کې د غیر معصوم لپاره د زیارت د لمانځه په توګه کوم لمونځ نه دی بیان شوی. خو ویل شوې چې انسان کولی شي د زیارت له لوستلو وروسته یو مستحب لمونځ وکړي او ثواب یې د قبر خاوند ته ډالۍ کړي.[۹]

نیابتي د زیارت لمونځ

زیارت او د زیارت مستحب لمونځ د ژوندیو او مړو کسانو په نیابت هم کولی شو[۱۰] همداراز زیارت او د زیارت لمونځ د ټولو یا د یو یو کس په نیابت هم کولی شو.[۱۱] د ځینو روایتونو له مخې د هغو مستحبو عملونو ثواب چې د نورو په نیابت کیږي هم په خپله د کوونکي لپاره ثواب لري او هم د هغه چا لپاره چې په نیابت یې لمونځ شوی وي؛ بې له دې چې د کوونکو له ثوابه یې څه کم شي.[۱۲]