منځپانگې ته ورتلل

د سپي نجاست

د wikishia لخوا

د سپي نجاست د سپي او د هغه د ټولو اجزاوو نجسوالي ته اشاره لري. شیعه او اهل سنتو فقیهانو زیاتره د سګ په نجسوالي فتوا ورکړې ده. همداراز پېر پلور یې، بې له ښکاري او ساتندویي سپي، حرام دی. د خوراک څښاک او هغو کارونو لپاره چې طهارت ته اړتیا لري د سپي له څرمنې استفاده جایزه نه ده. هغه لوښی چې سپي څټلی وي یا یې ترې اوبه څښلې وي، باید په خاورو سره ومږل شي. د سپي د نجسوالي په حکم کې د اوبو (سمندري) سپی نه شاملیږي.

شیعه فقیه سید مرتضی باوري دی چې د سپي او سرکوزي (خنزیر) وېښته له دې امله چې بې روحه اجزا دي؛ نجس نه دي. د اهل سنتو له څلورګونو امامانو څخه مالک بن انس سپی پاک ګڼلی دی.

مفهوم پېژندنه

د سپي نجاست یعنې دا چې د سپي بدن او ټول اجزا او غړي یې حتی وېښته، پنجه، نوکونه او ټول رطوبتونه او لنده بل یې نجس دي.[۱] البته شیعه فقیه سید مرتضی باوري دی چې د سپي او سرکوزي (خنزیر) وېښته له دې امله چې بې روحه اجزا دي؛ نجس نه دي.[۲] د محمد حسن نجفي په وینا سید مرتضي د نورو شیعه فقیهانو په اپوټه فتوا ورکړې ده.[۳] البته د اهل سنتو له څلورګونو امامانو څخه مالک بن انس سپی پاک ګڼلی دی.[۴]

د سپي د نجاست د حکم مستند هغه روایتونه دي چې له معصومو امامانو نقل شوې دي. دغه روایتونه په وسائل الشیعه کتاب کې د «بَابُ نَجَاسَةِ الْکلْبِ وَ لَوْ سَلُوقِیا؛د سپي نجاست که څه هم ښکاري وي »[۵] او «بَابُ نَجَاسَة سُؤْرِ الْکَلْبِ وَ الْخِنْزِیرِ»[۶] بابونو کې راغلي دي.

په خاورو مږل

اصلي مقاله: په خاورو مږل

هغه لوښی چې سپي څټلی یا یې ترې بله کومه مایع خوړلې وي، د پاکولو لپاره باید په خاورو ومږل شي او بیا په قلیلو یا کر اوبو سره ووینځل شي.[۷] او په خاورو له مږلو پرته په بله طریقه نه پاکیږي.[۸]

د پېر پلور حکم

د فقیهانو له نظره، د سپي پېر پلور حرام دی؛ ځکه چې عین نجاست، مالي ارزښت نه لري او هغه خرڅولی اخستلی نه شو.[۹] دا حکم یوازې له کوڅه ډب سپی سره اړوند دی.[۱۰] او ښکاري سپی یا څوکیداري ورکوونکی سپی د هغو ګټو له امله چې لري یې له دې حکمه استثناء شوې دي.[۱۱]

د سپي ساتنه

د ایت الله مکارم شیرازي په فتوا د هغو سپو ساتنه او پالنه چې څه فایده رسوي؛ لکه د څوکیداري ورکوونکي سپي، ښکاري سپي، ژوندي موندونکي سپی، او مواد موندونکي سپي، باک نه لري که څه هم نجس دي، خو د زینتي سپو ساتنه او پالنه د ګډ ژوند او یا سات تېرۍ لپاره، اشکال لري.[۱۲] او ساتنه یې د مسلمان په شان کې نه ده.[۱۳]

ځینو د تقلید مراجعو په کور کې د سپي ساتل مکروه ګڼلې دي.[۱۴]

نور احکام

  • هغه څه چې د سپي له بدن سره ولګیږي، که د سپي له بدنه ورته لوندوالی منتقل شي، نجس کیږي.[۱۵]
  • د شیعه فقهیانو په فتوا د سپي د نجاست حکم له هغه سپي سره مخصوص دی چې په وچه کې ژوند کوي او د اوبو سپی پکې نه شاملیږي.[۱۶]
  • په هغه لوښي کې خوراک څښاک چې د سپي له څرمنې جوړ شوی وي، حرام دی.[۱۷] همداراز د فقیهانو په وینا،له داسې لوښي باید د هغو کارونو لپاره چې طهارت پکې ضروري دی، لکه اودس او غسل استفاده ونه شي.[۱۸] ډېری فقیهان باوري دي چې د سپي او خنزیر له پوستکي حتی له خوراک څښاک پرته د نورو کارونو لپاره هم استفاده نه ده پکار.[۱۹]
  • سپی عین نجس دی، له دې امله یوازې په استحاله سره پاکیږي. او په نورو مطهراتو سره پاکېدونکی نه دی.[۲۰]
  • د فقیهانو په فتوا، د سپی صفا کول او واکسن لګول د هغه د طهارت سبب نه ګرځي؛ ځکه چې په دې خبره هیڅ دلیل نیشته چې د سپي نجاست د هغه د کوڅه ډب والي یا خیرنوالي په وجه وي.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۳۵؛ شبیری زنجانی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۳۰ق، ص۲۸.
  2. ↑ سید مرتضی، المسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۱۰۰.
  3. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۳۳۱.
  4. ↑ ابن‌الجلاب، التفریع فی فقه الإمام مالک بن أنس، ۲۰۰۷م، ج۱، ص۵۲؛ مغنیه، الفقه على المذاهب الخمسة، ۱۴۳۰ق، ص۲۵.
  5. ↑ حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۱۴-۴۱۷.
  6. ↑ حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۵-۲۲۷.
  7. ↑ رساله توضیح المسائل (مراجع)، ج۱، ص۱۰۱.
  8. ↑ شیخ انصاری، صراط النجاة، ۱۴۱۵ق، ص۵۲؛ بهجت، استفتائات، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۰۴؛ امام خمینی، توضیح‌المسائل، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۰۱.
  9. ↑ شیخ انصاری، المکاسب، ۱۴۱۰ق، ج۱، ۵۴-۵۷؛ مشکینی اردبیلی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۴۷.
  10. ↑ مشکینی اردبیلی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۴۷؛ بهبهانی، رساله عملیه متاجر وحید بهبهانی، ۱۳۱۰، ص۱۷-۱۸؛ نراقی، أنیس التجار، ۱۴۲۵ق، ۳۶-۳۷.
  11. ↑ مشکینی اردبیلی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۴۷.
  12. ↑ «احکام نگهداری حیوانات»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله مکارم شیرازی.
  13. ↑ مکارم شیرازی، استفائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۲۶.
  14. ↑ بهجت، استفتائات، ۱۴۲۸ق، ج۴، ص۵۷۴.
  15. ↑ مشکینی اردبیلی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۴۶.
  16. ↑ مثال په توګه وګورئ: نراقی، أنیس التجار، ۱۴۲۵ق، ۳۶-۳۷؛ مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۳۵؛ شبیری زنجانی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۳۰ق، ص۲۸؛ وحید خراسانی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۸ق، ص۲۴؛ سبحانی تبریزی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۱۲۷.
  17. ↑ امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۳۵.
  18. ↑ امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۳۵.
  19. ↑ امام خمینی، توضیح‌المسائل، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۳۵.
  20. ↑ مشکینی اردبیلی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۴۶.
  21. ↑ موسوی گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۹.

سرچينې

  • ابن‌الجلاب، عبیدالله بن حسین، التفریع فی فقه الإمام مالک بن انس، تحقیق: سید کسروی حسن، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۲۰۰۷م.
  • «احکام نگهداری حیوانات»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله مکارم شیرازی، بازدید ۱۲ بهمن ۱۳۹۹ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل(المحشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‌، ۱۴۲۴ق.
  • بنی‌هاشمی خمینی، محمدحسن، رساله توضیح المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • بهبهانی، محمدباقر بن محمداکمل‌، رساله عملیه متاجر وحید بهبهانی با تعلیقات میرزای شیرازی، تهران، حاج شیخ رضا تاجر تهرانی، ۱۳۱۰ق.
  • بهجت، محمدتقی، استفتائات، قم، دفتر حضرت آیت‌الله بهجت، ۱۴۲۸ق.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۹ق.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۹ق.
  • سید مرتضی، المسائل الناصریات، تهران، رابطة الثقافة و العلاقات الإسلامیة‌، ۱۴۱۷ق.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات سلسبیل، ۱۴۳۰ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، المکاسب، تحقیق محمد کلانتر، قم، دارالکتاب، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، صراط النجاة(محشّٰی)، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری‌، ۱۴۱۵ق.
  • مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات الفقه و معظم عناوینه الموضوعیة، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الفقه على المذاهب الخمسة، دار الغدير، قم، ۱۴۳۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، استفائات جدید، قم، انتشارات امام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات امام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۹ق.
  • موسوی گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل، قم، ‌دار القرآن الکریم، ۱۴۰۹ق.
  • نراقی، ملامحمدمهدی بن ابی‌ذر‌، أنیس التجار(محشّٰی)، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم‌، ۱۴۲۵ق.
  • وحید خراسانی، حسین، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات مدرسه امام باقر(ع)، ۱۴۲۸ق.
  • ‌ نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام‌، تحقیق: عباس قوچانی، علی آخوندی‌، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.