د سیف آیت

د wikishia لخوا
د سیف آیت انځور

سیف آیت یا قتال آیت (توبه سوره:۵) مسلمانانو ته امر کوي چې له څلورمیاشتني مهلته وروسته مشرکان ووژني یا یې اسیر او کلابند کړی؛ مګر دا چې اسلام راوړي. د شیعه سني مفسرانو په وینا، په دې ایت کې له مشرکانو مطلب، د پېغمبر(ص) په زمانه کې تړون ماتوونکي مشرکان دي؛ سره له دې، سلفي جهادي ډلي د ابتدایي جهاد لپاره په دې ایت استناد کوي.

ځینو سیف آیت د صلحې، جزیې او فدیې په موضوع د ځینو ایتونو ناسخ ګڼلی دی؛ د دې په مقابل کې ځینې بیا باوري دي چې دا ایت د هیڅ یو ایت ناسخ نه دی؛ بلکې د ورپسې ایت په وسیله یې چې پېغمبر ته امر کوي چې « که یو مشرک تا ته پناه راوړه چې د خدای کلام واوري نو ورته اجازه ورکړه او بیا یې امن ځای ته ورسوه» تخصیص خوړلی دی.

د توبې سورې ۲۹ او د حج سورې ۳۹ ایتونه هم د سیف او قتال ایتونه ګڼل شوې دي.

د آیت پېژندل

سیف یا قتال ایت د توبې سورې پینځم ایت دی. د دغه ایت مطابق ویل شوي چې د هجرت په نهم کال مسلمانانو ته امر وشو چې له څلورمیاشتني مهلته وروسته، له مشرکانو سره سخت چلند وکړي لکه وژل، اسیرول او محاصره کول.[۱]

د دغه ایت په اساس که مشرکان د ټاکل شوې مودې له ختمېدو مخکې اسلام راوړي او اسلامي شعایر چې تر ټولو مهم یې لمونځ او زکات دی قایم کړي، په امان کې به وي او بې له مرګ ژوبلې به له هغه څه چې مسلمانان ترې برخمن دي، برخمن شي.[۲] په ایت کې د لمونځ اقامه کول او د زکات ورکول د توبې او ایمان لپاره یوه نښه ګڼل شوې ده.[۳] د قران مفسر مکارم شیرازي ویلي د ایت ظاهر دا دی چې څلور خبرې « د لارو بندول، محاصره، اسیرول او وژل اختیاري موضوعات نه دي؛ بلکې د وخت او ځای او د پام وړ کسانو شرایطو ته په پام سره باید له دې هره یوه چاره چې مناسبه وي عملي شي.[۴]

مفسرانو په دې اړه چې په څلور میاشتني مهلت کې کومې میاشتې شاملیږي، د نظر اختلاف کړی دی. ځینو دغه میاشتې حرام میاشتې ګڼلې دي.[۵] د دې په مقابل کې، زیاتره مفسرانو د مهلت څلور میاشتې نورې میاشتې ګڼلې چې د هجرت د نهم کال د ذوالحجې له نهمې څخه د لسم هجري کال د ربیع الثاني تر لسمې پورې پکې شاملیږي.[۶]

ځینو فقیهانو په سیف ایت په استناد سره، تارک الصلاة مرتد ګڼلی او د هغه وژل یې واجب ګڼلې دي؛ ځکه چې په دې ایت کې لمونځ له هغو څو شرطونو یو دی چې د مشرک د وژلو خنډ کیږي.[۷] ځینو مفسرانو د توبې سورې ۲۹ ایت[۸][یادونه[۹]] او د حج سورې ۳۹ ایت [یادونه۲[۱۰]] هم د سیف او قتال ایتونه ګڼلې دي.[۱۱]

﴿فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴾ [توبه:5]


(نو کله چې حرام میاشتې ختمې شوې، مشرکان چې هر ځای ومومئ وې وژنئ او وې نیسئ او محاصره یې کړئ او په هر پټنځای کې هغوي ته په کمین کې کښېنئ نو که توبه یې وکړه او لمونځ یې قایم کړ او زکات یې ورکړ لاره ورته پرانیزئ ځکه چې خدای بخښونکی مهربان دی.)


توبه سوره ۵ آیت



له تړون ماتوونکو مشرکانو سره جنګ

مفسرانو په ایت کې له مشرکانو مطلب د پېغمبر(ص) په زمانه کې عهد شکنه مشرکان ګڼلې دي چې له پېغمبر او مسلمانانو سره یې تړون وکړ، خو تړون یې مات کړ.[۱۲] ځینو ویلي چې له مشرکانو مطلب هغه مشرکان دي چې د توطئې په حال کې او حربي کافران وو.[۱۳]

ویل شوي اهل سنت مفسر رشید رضا (وفات: ۱۹۳۵م) د دغه ایت او مشرکانو سره اړوندو نورو ایتونو په تفسیر کې، مشرکان د مکې په مشرکانو پورې منحصر ګڼي چې خدای تعالی د قتال په ایتونو کې د هغوي په بیا بیا تړون ماتولو ټینګار کړی دی.[۱۴] د قرآن مفسرمحمد عزت دَروزه (وفات ۱۹۸۴م) باوري دی چې د توبې سورې د لومړیو ایتونو د احکامو موضوع هغه مشرکان دي چې وعده یې ماته کړې او په داسې شرایطو کې چې پېغمبر په تبوک کې په غزا اخته و، د مسلمانانو په خلاف یې د توطئې هڅه وکړه.[۱۵] د هغه په باور، د ټولو مشرکانو په باره کې د ایت د عمومیت او اطلاق قول، د یوې داسې معنا تحمیلول دي چې د ایتونو سیاق او فحوا یې نه زغمي.[۱۶]

ځینو څېړاندو ویلي چې د توبې سورې ۵ ایت باندې جهادي سلفي ډلو د ابتدایي جهاد لپاره استناد کړی دی.[۱۷] هغوي دا ایت د صلحې او عفوې د ټولو ایتونو ناسخ ګڼلی او له مشرکانو مطلب یې په دې ایت کې ټول کافران که هغه حربي وي او که غیر حربي ګڼلې دي.[۱۸] د دې په مقابل کې، د دغه ایت غلط تفسیر او ترې د دین د تپلو نتیجه اخستل د اسلام د څېرې د داغي کېدو سبب ګڼل شوي چې د مسلمانانو په عقیدو یې بد اثرات کړې دي.[۱۹]

د ایت ناسخ یا منسوخوالی

د ځینو مفسرانو له نظره، سیف آیت د هغو ۱۲۴ ایتونو ناسخ دی چې د مشرکانو عفوې، صلحې او فدیې ته اشاره لري.[۲۰] ځينو نورو دا ایت د عفوې او صلحې په ایتونو سره منسوخ ګڼلی دی.[۲۱] د ځینو نورو له نظره، سیف ایت او د محمد سورې ۴ ایت چې له مشرکانو د فدیې اخستلو ته اشاره لري، د یو بل ناسخ نه دي او دواړه محکم ایتونه دي؛ ځکه چې پېغمبر د مشرکانو په وړاندې هم د جنګ امر کړی او هم یې د عفوې او فدیې حکم ورکړی دی.[۲۲]

ځینو مفسرانو دا ایت له ورپسې ایت سره اړوند ګڼلی دی.[۲۳] په ورپسې ایت کې، خدای تعالی پېغمبر ته داسې امر کوي چې که یو مشرک له تا پناه وغوښته چې د خدای کلام واوري، هغه ته اجازت ورکړه او بیا یې امن ځای ته ورسوه.[۲۴] [یادونه۳ [۲۵]] اهل سنت مفسر رشید رضا (وفات ۱۹۳۵م) باوري دی چې دا ایت سیف ایت ته تخصیص ورکوي او دا له دې امله ده چې ځینو مشرکانو د خدای کلام نه دی اورېدلی او هغوي ته په بشپړه توګه دعوت نه دی رسېدلی. له همدې امله، خدای تعالی حقیقت ته د رسېدلو لاره هغوي ته پرانستې پرېښې او د سیف ایت حکم یې تخصیص کړی دی.[۲۶]

ځینو ویلي چې د سیف ایت ناسخوالي منتفي دی؛ ځکه چې د توبې سورې ۲۹ ایت چې له سیف ایته وروسته راغلی د اهل کتابو ازادي د جزیې ورکولو په مقابل کې ګڼي.[۲۷]

فوټ نوټ

  1. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۱۵۲.
  2. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۱۲.
  3. بیضاوی، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۷۱.
  4. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۹۲.
  5. هاشمی رفسنجانی، راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۱۶؛ نجفی جواهری، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۳۳.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۲؛ طباطبایی، المیزان‏، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۱۵۱.
  7. استرآبادی، آیات الأحكام، مکتبه المعراجی، ج۱، ص۲۴۹.
  8. خوئی، البیان، ۱۴۳۰ق، ص۲۸۶.
  9. «قَاتِلُوا الَّذِینَ لَا یُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْیَوْمِ الْآخِرِ وَلَا یُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا یَدِینُونَ دِینَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ حَتَّیٰ یُعْطُوا الْجِزْیَةَ عَنْ یَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ؛
  10. «أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَیٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِیرٌ؛
  11. مرکز اطلاعات و مدارک اسلامی، فرهنگ‌نامه علوم قرآن، ۱۳۹۴ش، ج۱، ص۴۱۵.
  12. کاشفی، تفسیر حسینی (مواهب علیه)، کتابفروشی نور، ص۳۹۸؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۳۲۲. اشکوری، تفسیر شریف لاهیجی، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۲۲۷. بیضاوی، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۷۱.
  13. قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ج۴، ص۱۸۸.
  14. آرمین، جریان‌های تفسیری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۱۴۰.
  15. آرمین، جریان‌های تفسیری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۳۹۵.
  16. آرمین، جریان‌های تفسیری معاصر، ۱۳۹۶ش، ص۳۹۵.
  17. لطفی، «نقد دیدگاه سلفیه جهادی دربارهٔ جهاد ابتدایی با تکیه بر آیه ۵ سوره توبه»، ص۳۵.
  18. لطفی، «نقد دیدگاه سلفیه جهادی دربارهٔ جهاد ابتدایی با تکیه بر آیه ۵ سوره توبه»، ص۳۵.
  19. شایق، «حل تعارض ظاهری بین آیات سیف و نفی اکراه و تأثیر آن در مسئلهٔ آزادی در انتخاب دین»، ص۸۲.
  20. سیوطی، الاتقان، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۵۱؛ جزایری، عقود المرجان، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۲۸۸.
  21. النحّاس، الناسخ والمنسوخ، ۱۴۰۸ق، ص۴۹۳.
  22. شاه‌عبدالعظیمی، تفسیر اثنی‌عشری، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۲۲.
  23. رشید رضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۱۰، ص۱۵۹.
  24. سوره توبه، آیه۶.
  25. «وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِکِینَ اسْتَجَارَکَ فَأَجِرْهُ حَتَّیٰ یَسْمَعَ کَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذٰلِکَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا یَعْلَمُونَ؛
  26. رشید رضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۱۰، ص۱۵۹.
  27. شایق، «حل تعارض ظاهری بین آیات سیف و نفی اکراه و تأثیر آن در مسئلهٔ آزادی در انتخاب دین»، ص۸۱.

سرچينې

  • استرآبادی، میرزا محمد بن علی، آیات الأحكام، تهران، مکتبه المعراجی، بی‏‎‌تا.
  • آرمین، محسن، جریان‌های تفسیری معاصر، تهران، نی، ۱۳۹۶ش.
  • اشکوری، محمد بن علی‏، تفسیر شریف لاهیجی، تهران، دفتر نشر داد، ۱۳۷۳ش.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت، دار إحیاء التراث العربی‏، ۱۴۱۸ق.
  • جزائری، سید نعمت‌الله، عقودالمرجان فی تفسیر القرآن، قم، نور وحی، ۱۳۸۸ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، البیان فی تفسیرالقرآن، قم، مؤسسه احیاء آثار امام خوئی، ۱۴۳۰ش.
  • رشیدرضا، محمد، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریه العامه للکتب، ۱۹۹۰م.
  • سیوطی، جلال الدین، الاتقان فی علوم القرآن، قاهره، الهیئة المصریه العامه للکتاب، ۱۴۱۵ق.
  • شاه‌عبدالعظیمی، حسین، تفسیر اثنی عشری، تهران، میقات، ۱۳۶۳ش.
  • شایق، محمدرضا، «حل تعارض ظاهری بین آیات سیف و نفی اکراه و تأثیر آن در مسئلهٔ آزادی در انتخاب دین»، پژوهش‌نامه تفسیر کلامی قرآن، شماره ۹، بهار ۱۳۹۵ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن‏، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی‏، تفسیر الصافی، تهران، مکتبة الصدر، ۱۴۱۵ق.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت‏، ۱۳۷۵ش.
  • کاشفی، حسین بن علی‏، تفسیر حسینی (مواهب علیه)، سراوان، کتابفروشی نور، بی‌تا.
  • لطفی، علی‌اکبر، «نقد دیدگاه سلفیه جهادی دربارهٔ جهاد ابتدایی با تکیه بر آیه ۵ سوره توبه»، سراج منیر، شماره ۲۷، پاییز ۱۳۹۶ش.
  • مرکز اطلاعات و مدارک اسلامی، فرهنگ نامه علوم قرآن، قم، پژوهشگاه فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، قم، دار الکتاب الإسلامی‏، ۱۴۲۴ق.
  • نحّاس، ابوجعفر احمد بن محمد، الناسخ والمنسوخ، کویت، الفلاح، ۱۴۰۸ق.
  • نجفی جواهری، جواهرالکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ش.