د عسکریینو د حرم ویجاړول

د wikishia لخوا
دا مقاله د عسکریینو د حرم ویجاړولو په اړه ده. د امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) د حرمو د پېژندلو لپاره د عسکریینو حرم مدخل وګورئ.
د عسکریینو د حرم ویجاړول د ترهګريزو چاودنو له امله

د عسکريینو(ع) د حرم ویجاړول د ترهګريزو چاودنو له امله د عسکريینو(ع) د حرم ویجاړتیا ته اشاره کوي چې په ١٣٨٤ او ١٣٨٦ کلونو کښې د تکفيري ترهګرو لخوا د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) زيارتونه د چاودنې له امله ویجاړ شوو. دغه عمل د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د تقلید مراجعو او شیعو له غبرګون سره مخ شو او ویې غنده.

د ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۴ کلونو په اوږدو کې د ایران ستاد بازسازی عتبات عالیات د عسکریینو حرم بیا جوړ کړ.

د عسکریینو حرم

اصلی مقاله: د عسکریینو حرم

د عسکريینو حرم تر ورانولو مخکې

د عسکريینو حرم د لسم امام حضرت امام هادي(ع)(شهادت ۲۵۴ق) او د هغه د زوي امام حسن عسکري(ع) (شهادت ۲۶۰ق) چې د شیعو يولسم امام دی، مقبره ده چې د سامرا په ښار کښې د شيعو د زيارت ځاي دے.[۱]

لومړی ویجاړتیا

د عسکريینو(ع) د حرم لومړۍ ويجاړتیا په ١٣٨٤ کال

د ۱۳۸۴ کال د کب د میاشتې په دریمه نیټه چې د ۱۴۲۷ هجري قمري کال د محرم ۲۳ نيټې سره برابره ده، په القاعدې پورې تړلو ترهګرو د چاوديدونکو توکو په وسيله دا چاودنه وکړه.[۲] د دې چاودنې په نتیجه کې د سروزرو ګنبد او د دیوالونو کاشي کاري راوغورځیده او د ګنبد ستنې او بنیادونه پرځای پاتی شوو.[۳]

غبرګونونه

له دې پېښې وروسته د تقلید مراجع او د ایران او عراق د دیني حوزې عالمانو خپل درسونه تعطیل کړل.[۴] همدارنګه په ایران او عراق کې بازارونه وتړل شوو او عام ماتم اعلان شو.[۵] په ایران کې د تقلید د مراجعو او د قم د مدرسو د علماو په شتون سره په مسجد اعظم کښې د اعتراض غونډې ترسره شوې.[۶] همدارنګه آیت الله خامنه اي او د ایران او عراق نورو سیاسی شخصیتونو هم د بیانونو په صادرولو سره دغه عمل وغنده.[۷]

د اسلامي هېوادونو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو، اروپايي حکومتونو او د ملګرو ملتونو د هغه وخت سرمنشي هم دغه عمل غندلی دی.

دوهم ویجاړتیا

د عسکريینو حرم له دوهمي ویجاړولو وروسته

د ۱۴۲۸ق د جمادي الاول د میاشتې په ۲۷ نیټه چې د ۱۳۸۶ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۲۳ نیټې سره سمون خوري، د عسکریینو په حرم کې دوه چاودنې وشوې. په دغو چاودنو کې د هغه منارې په بشپړه توګه له منځه لاړې.[۸]

له دې وړاندې هم د بېلګې په توګه په ۱۳۵۵ هجري سپوږمیز او ۱۳۵۶ هجري سپوږمیز کال کې پر مزار برید شوی او مالونه یې لوټ شوي وو.[۹]

د مرتکبینو غرض

د ایران د بشری او کلتوری مطالعاتو د انسټیټیوټ د علمی څانګې غړی کامیار صداقت ثمر حسیني د عسکریینو د زیارت له ورانولو د تکفیریانو غرض سیاسی او مذهبی ګڼلی دی. د هغه په ​​وينا، د دغه غورځنګ سياسي اړخ د شيعه او سني تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو او د امريکا، انګلستان او اسراييلو د هېوادونو له موخو سره سم ترسره شوى او مذهبي اړخ يې د وهابي اعتقاداتو لکه د زیارت او په قبرونو وداني جوړول په لور ورګرځي.[۱۰] ابن تيميه په قبرونو وداني جوړول حرام ګڼي او ویجاړول یې واجب ګني.[۱۱] وهابيانو په همدې مقصد او د خپلو مفتيانو د فتوا مطابق په ۱۳۴۴ هجري قمري کال کښې د بقيع هدیره ټول تاريخي اثار ويجاړ کړل.[۱۲] البته د وهابیانو دا عقیده د نورو مسلمانانو د عقیده په خلاف ده.[۱۳]

د عسکریینو د ګنبد بیا رغونه

دا هم وګورئ: پر قبرونو ودانۍ جوړول

بیا رغول

له ویجاړیدو وروسته، د دې حقیقت له امله چې د عسکریینو حرم گنبد د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې ثبت شوی و، نو د زیارت بیا رغونه باید د یونیسکو تر څارنې لاندې ترسره شوې وې؛ خو د بیارغونې عملیات ډېر ورو ورو تسره شول او د عراق حکومت دا مسؤلیت د ایران بازسازي عتبات عالیات دفتر ته وسپاره.[۱۴]

د عسکریینو(ع) نوی ضریح

د عسکريینو امامانو(ع) د زيارت د بيارغاونې چارې د ۱۳۹۴ کال په وږي مياشت کې بشپړې شوې. د ايران ستاد بازسازي عتبات د مرکزي دفتر د مشر په وينا په دې عملياتو کښې څو پړاوونه شامل دي چې پکښې د ګنبد او سرو خښتې جوړول او د هغې نصبول، د زيارت په دننه کښې د کاشي کاري، آئینه کاري، معرق کاري او سنګ کاري شامل دي.[۱۵]

نوی ضریح

همدارنګه د بیارغاونې د چټکتیا لپاره د شیعه د تقلید مرجع ایت الله سیستانی دفتر د عسکریینو(ع) د حرم ضریح د جوړولو چارې په غاړه واخیستې[۱۶] د عسکریینو د حرم د ضریح د جوړولو کارځای په ۱۳۸۹ کال کې په قم کې، په ایران د ایت الله سیستاني د استازي سید جواد شهرستاني تر څارنې لاندې پرانیستل شو. د لاجوردي په وينا، چې د امامین عسکريینو(ع) د زيارت د جوړولو د پروژې مشر و، په دې پروژه کې ٤٥٠٠ کيلو سپين زر، ٧٠ کيلو سره زر او ١١٠٠٠ کيلو د ساګو لرګي کارولی شوي دي.[۱۷]

د ۹۴ کال د وږي په میاشت کې د عسکریینو حرم د ګنبد د بیارغونې بشپړتیا

د عسکريینو(ع) د ضریح د جوړولو چارې په ١٣٩٣ کال کې بشپړې شوې.[۱۸] او د ١٣٩٥ کال د سلواغې په میاشت کې سامرا ته ولېږل شو او د ١٣٩٦ کال د غويي په څلورمه پرانېستل شو.[۱۹] همدارنګه د امام هادي(ع)، امام حسن عسکري(ع)، نرجس خاتون او د امام جواد د لور حکيمه تابوتونه هم په دوو کلونو کې په شيراز کې جوړ شوو.[۲۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‎‌های اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، ص۲۹.
  2. صحتی سردرودی، گزیده سیمای سامرا، ۱۳۸۸ش، ص۶۸.
  3. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‎‌های اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، ص۲۹ و ۳۰.
  4. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‎‌های اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، ص۳۲.
  5. العتبة العسکریة المقدسة، پایگاه اینترنتی حرمین عسکریین.
  6. «گزارش، سالروز تخریب بارگاه ملکوتی امامین عسکریین»، خبرگزاری حوزه.
  7. آخرین مراحل بازسازی حرم‌ و ضریح امام هادی(ع)، خبرگزاری حج.
  8. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‌های اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، ص۳۰.
  9. صحتی سردرودی، گزیده سیمای سامرا، ۱۳۸۸ش، ص۶۷.
  10. «تخریب حرمین عسکریین(ع)؛ طرح تروریست برای تقویت خشونت کور مذهبی تکفیری‌هاست»، خبرگزاری شبستان.
  11. ابن تیمیه، اقتضاء الصراط المستقیم، ۱۴۰۷ق٬ ص۱۰۸-۱۱۰.
  12. ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹.
  13. مدنی، التاریخ الأمین، ۱۴۱۸ق، ص۴۳۱-۴۵۰.
  14. تصاویر جدید از بازسازی حرمین عسکریین در سامرا، خبرگزاری حج.
  15. عملیات بازسازی گنبد حرم امامین عسکریین پایان یافت، خبرگزاری ایلنا.
  16. آخرین وضعیت ساخت ضریح حرمین عسکریین(ع)، خبرگزاری ابنا.
  17. «آخرین وضعیت پروژه ساخت ضریح حرم امامین عسکریین(ع)»، خبرگزاری فارس.
  18. آخرین وضعیت ساخت ضریح حرمین عسکریین(ع)، خبرگزاری ابنا.
  19. رونمایی از ضریح حرم مطهر امامین عسکریین(ع)، خبرگزاری ابنا.
  20. عملیات بازسازی گنبد حرم امامین عسکریین پایان یافت، خبرگزاری ایلنا.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه