د متقین خطبه

د wikishia لخوا

د مُتّقین خُطبه یا هَمّام خطبه د اخلاقو او تقوا په ډګر کې د نهج البلاغې له مشهورو خطبو څخه ده. امام علی(ع) دا خطبه د خپل یو ملګری همّام په غوښتنه ورکړه. د دې خطبې په اورېدو سره همام بې هوښه شو او په هماغه شېبه وفات شو. د متقین په خطبه کې د متقینو شخصي، ټولنیز او عبادي چلندونه بیان شوي دي. له دې صفاتو څخه امانتدارۍ، غوسه څښلو او په عبادت کې تواضع او حلم ته اشاره کولای شو.

دا خطبه له نهج البلاغه پرته په نورو سرچینو کې هم ذکر شوې ده، لکه اَلتَّمحیص، امالي شیخ صدوق او کنزل الفوائد؛ له همدې امله ځینو څیړونکو دا خطبه متواتره ګڼلې ده. نور په دې اند دي چې دا خطبه په اصل کې لنډه وه او د وخت په تېرېدو سره، بیلا بیلې جملې په دې پسې ورزياتې شوي دي.

د ټولې نهج البلاغې په ژباړو او شرحو کې له راتلو سربیره، دا خطبه ځانګړې شرحې او ژباړې هم لري، چې له هغو څخه «اخلاق اسلامي در نهج البلاغه»، «راه و رسم پرهیزکاران» او «أشعةٌ مِن خطبةِ الْمتقین» ته اشاره کولی شو.

ویل شوي چې په دې خطبه کې چې کوم ادبیات کارول شوي دي هغه ډېر فصیح او بلیغ دي او په دې د کلام موسیقۍ او تال ته ډېره پاملرنه شوې ده.

پيژندنه او مقام

متقین خطبه د نهج البلاغې له مشهورو خطبو څخه ګڼل کېږي.[۱] او د عرفان او تربیت په اړه د امام علي(ع) له مهمو خطبو څخه ګڼل کېږي[۲] د شیعو د تقلید مرجع، ناصر مکارم شیرازي، دغه خطبه د اخلاقو او تقوا په برخه کې د نهج البلاغه تر ټولو جامعه خطبه ګڼلې ده.[۳] په ځینو څیړنو کې دغه خطبه د اخلاقو د پیژندګلو او د نفس د اصلاح لپاره یوه مناسبه سرچینه بلل شوې ده[۴] د قرآن له مفسرانو څخه د محمد تقي مصباح يزدي په وینا، دا خطبه له امام باقر(ع)[۵] او له امام صادق(ع)[۶] څخه هم نقل شوې ده چې اهميت يې ښايي.[۷] که څه هم سيد رضي په نهج البلاغه کې د دې خطبې نوم نه دی ياد کړی،[۸] خو په دې خطبه کې د متقيانو د صفتونو د بيانولو له امله دې خطبې ته د متقینو خطبه ویل شوي دي.[۹]

امام علی(ع) دا خطبه د خپل یوه ملګري په غوښتنه وکړه چې همام نومیږي.[۱۰] دا خطبه چې له نهج البلاغه په نورو سرچینو کې هم راغلې ده د متقیانو صفتونه[۱۱] یا د مؤمنانو صفتونه[۱۲] یا د شیعو صفتونه بیانوي.[۱۳] ویلي دي. ویل کیږي چې د دې خطبې په اوریدو سره همام بې هوښه شو او په همدې وخت کې وفات شو.[۱۴] په دې خطبه کې امام علي(ع) د پریزګارانو ستاینه کړې ده او د هغو شاوخوا سل صفتونه بیان کړي دي.[۱۵] د ځینې څېړونکو په اند، په دې خطبه کې کارول شوي ادبیات خورا روښانه دي او په هغه کې د کلمو موسیقۍ او تال ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.[۱۶]

د نسخې نامه د خطبې شمېره [۱۷]
المعجم المفهرس لالفاظ نهج البلاغه / صبحي صالح ۱۹۳
ابن‌ میثم بَحراني / ابن‌میثم بحراني ۱۸۴
حبیب‌ الله خویي / ملا صالح قزویني ۱۹۲
ابن ‌ابی‌ الحدید / محمد عبده ۱۸۶
ملا فتح ‌الله کاشاني ۲۲۱
محمد جواد مَغنیّه ۱۹۱

مینځپانګه

په متقين خطبه کې د پرهیزګارانو د ژوند بېلابېل اړخونه (د هغوي فردي او اجتماعي اخلاق او خدای سره د هغوی اړيکه)[۱۸] له سلو څخه د زياتو صفتونو په قالب کې بيان شوي دي.[۱۹] دا خطبه اووه برخې لري: 1. د خطبې د شورو برخه او د خدای حمد او ثنا. ۲. سریزه ۳. د متقینو کلي پيژندګلو ۴. د متقیانو شپې ۵. د متقیانو ورځې 6. د متقیانو نښې 7. د همام د کیسې پای.[۲۰]

د متقیانو ټولنیز صفتونه:

  • له بدو خبرو ډډه وکړئ
  • د امانت خیال ساتل
  • کَظْمِ غَیْظ، غوسه څښل
  • د هغه چا بخښنه چې په دوي یې ظلم کړی دی
  • د خلکو د هغه له شر څخه په امان کې کیدل
  • د دوي ښه کار ته د خلکو هیله

فردي صفتونه:

  • په ځان شک
  • د نورو لخوا د ستاینې وېره
  • دور اندیشۍ سره سره نرمښت
  • په یقین سره ایمان
  • حِلْم
  • کم خوراک کول او ساده ژوند کول

له خالق سره اړیکه:

اعتبار

د شیعه د تقلید له مراجعو څخه ناصر مکارم شیرازي د متقین خطبه چې په څو روایتي منابعو کې نقل شوې ده، ډېره معتبره ګڼلې ده.[۲۲] محمد تقي مصباح یزدي هم د دې خطبې په تواتر او اعتبار باور لري.[۲۳] دا خطبه په بیلا بیلو روايي سرچینو کې راغلې ده.[۲۴] په هغو کتابونو کې ځینې دا دي: الکافي چې د شيخ کليني ليکلي،[۲۵] التمحيص چې ابن همام اِسکافي ليکلی دی،[۲۶] تُحَفُ‌الْعُقول چې ابن شُعبه حَرّاني لیکلی،[۲۷] امالي د شیخ صدوق کتاب،[۲۸] کَنزُالْفَوائد د کَراجَکي تألیف[۲۹] او روضة الواعظین د فَتّال نیشابوري کتاب.[۳۰] لومړۍ سرچینې هم د دې خطبې په الفاظو او حجم کې یو شان نه دي.[۳۱] ځینې ليکوالانو د دې خطبې په نقلونو کې د اختلاف په دليل سره وايي چې د امام علی(ع) اصلي خطبه لنډه وه.[۳۲] او په تدریج سره ځینې جملې په کې اضافه شوي دي.[۳۳]

ترجمې او شرحې

په دې سربېره چې د نهج البلاغه په بشپړو ترجمو او شرحو کې دا خطبه راغلې ده په دې باندې په فارسۍ او عربۍ ژبو لسګونه ځانګړي تفسيرونه او ژباړې هم ليکل شوې دي.[۳۴] چې ځینې یې دا دي:

  • اخلاق اسلامی در نهج‌البلاغه، د فارسۍ شرحه چې ناصر مکارم شیرازي لیکلی؛
  • راه و رسم پرهیزکاران، د ناصر مکارم شیرازي یو بل کتاب؛
  • شرح خطبه‌ متقین (شرح حدیث همام)، د محمد تقي مجلسي کتاب؛
  • از پارسایان‌ برایم‌ بگو، په فارسۍ کې ترجمه‌ او شرحه چې جمال‌ الدین‌ دین‌ پرور لیکلی؛
  • أشعةٌ مِن خطبة المتقین، د همام د خطبې په عربۍ کې شرحه چې ام ‌علی قَبانچی لیکلی؛
  • متقین، د متقینو د خطبې د فارسۍ شرحه، چې سید مهدي‌ شجاعي لیکلی‌؛
  • اوصاف‌ پارسایان‌، د خطبې‌ شرحه چې عبدالکریم سروش لیکلی ده؛
  • اوصاف‌ متقین‌، د فارسۍ ترجمه‌، شرح‌ه او تفسیر چې قادر فاضلی‌ لیکلی او محمد تقي جعفري ورباندې سریزه لیکلی؛
  • نغمه‌ الهي، د متقین خطبې د فارسۍ منظومه شرحه او ترجمه‌، چې مهدي الهي قمشه اي لیکلی؛
  • صفات متقین (خطبه همام) مولای متقیان امیرمؤمنان علی(ع)، د غلامرضا یاسی پور په نثر او نظم کې ترجمه؛
  • مثنوی پارسانامه، د خطبه متقین او د امام علي(ع) امام حسن(ع) ته د لیک منظومه ترجمه چې عبدالمهدي معرف‌زاده لیکلی؛
  • صفات‌ متقین‌ در کلام‌ مولای‌ متقیان‌، په فارسۍ ژبه د همام د خطبې منظومه شرحه چې‌ محمد علي‌ محمدي دا شعرونه ویلي دي‌.

متن او ترجمه

متن ژباړه
رُوی أنّ صاحِباً لأَمیرالمُؤمنِینَ(علیه السلام) یُقالَ لَهُ هَمّامُ کانَ رَجُلاً عابِداً، فَقالَ لَهُ: یا أَمیرالمُؤمنینَ، صِفْ لِی الْمُتَّقینَ حَتّى کَأَنى أَنظُرُ إِلَیْهِمْ. فَتَثاقَلَ(علیه السلام) عَنْ جَوابِهِ ثُمَّ قالَ: یا همَّام ! اِتَّقِ اللهَ وَ أَحْسِنْ: فَـ (ـإِنَّ اللهَ مَعَ الَّذِینَ اتَّقَوْا وَّ الَّذینَ هُمْ مُّحْسِنُونَ). فَلَمْ یَقْنَعْ هَمّامُ بِهذَا الْقَولُ حَتّى عَزَمَ عَلَیْه، فَحَمِداللهَ و أَثنى عَلَیهِ، وَ صلّى عَلَى النَّبِىِّ(صلى الله علیه وآله) ثُمَّ قالَ(علیه السلام):[۳۵] (وائي چې د امام يو پرهېزګار ملګري «همام»  وويل: اياميرالمومنينه! ماته پرهېزګاران داسې وستايه لکه چې په خپلوسترګو يې وينم، امام د هغۀ په ځواب کې ټکنی شو او وې فرمايل: ای همامه! له خدايه ووېرېږه او نېک چاری اوسه چې خدای پاک له نېکانواو پرهېزګارانو سره دی» خو همام په خپله خبره ټينګ ولاړ ؤ او بيا بيا يې غوښتل، تر دې چې امام ورته د پرهېزګارو ځينې صفتونه بيان کړل . د خدای له حمد او په پېغمبراکرم(ص) باندې له دروده وروسته يې وفرمايل: [۳۶]
أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ اللّهَ ـ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى ـ خَلَقَ الْخَلْقَ حِینَ خَلَقَهُمْ غَنِیًّا عَنْ طَاعَتِهِمْ، آمِناً مِنْ مَعْصِیَتِهِمْ، لاَِنَّهُ لاَ تَضُرُّهُ مَعْصِیَةُ مَنْ عَصَاهُ، وَ لاَ تَنْفَعُهُ طَاعَةُ مَنْ أَطَاعَهُ. فَقَسَمَ بَیْنَهُمْ مَعَایِشَهُمْ، وَ وَضَعَهُمْ مِنَ الدُّنْیَا مَوَاضِعَهُمْ. د پالونکي له ستائېنې وروسته! بې شکه خدای پاک مخلوقات وپنځول په داسې حال کې چې له طاعته يې بې نياز او له نافرمانۍ يې خوندی ؤ، ځکه چې نۀ د ګناهګارو ګناه هغه ته کوم تاوان او نۀ ورته د مومنانو اطاعت کومه ګټه رسوي، د بندګانو روزي يې ووېشله او هر يو يې په خپل مقام وټاکه.
فَالْمُتَّقُونَ فِیهَا هُمْ أَهْلُ الْفَضَائِلِ: مَنْطِقُهُمُ الصَّوَابُ، وَ مَلْبَسُهُمُ الاِقْتِصَادُ، وَ مَشْیُهُمُ التَّوَاضُعُ. غَضُّوا أَبْصَارَهُمْ عَمَّا حَرَّمَ اللّهُ عَلَیْهِمْ، وَ وَقَفَوا أَسْمَاعَهُمْ عَلَى الْعِلْمِ النَّافِعِ لَهُمْ. نُزِّلَتْ أَنْفُسُهُمْ مِنْهُمْ فِی الْبَلاَءِ کَالَّتِی نُزِّلَتْ فِی الرَّخَاءِ. نو متقيان په هغوي کې داسې دی چې ځينې لوړ فضيلتونه لري، خبرې يې رښتيا او جامه يې مينځ لاري ده، او په تواضع سره تګ کوي، له هغو څيزونو چې خدای حرام کړي دی سترګې پټوي او غوږونه يې ګټورو علمونو او خبرو ته وقف کړي دی، دوي په سختيو او راحتيو کې يو شان حالت لري
وَ لَوْلاَ الاَْجَلُ الَّذِی کَتَبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ لَمْ تَسْتَقِرَّ أَرْوَاحُهُمْ فِی أَجْسَادِهِمْ طَرْفَةَ عَیْن، شَوْقاً إِلَى الثَّوَابِ، وَ خَوْفاً مِنَ الْعِقَابِ. عَظُمَ الْخَالِقُ فِی أَنْفُسِهِمْ فَصَغُرَ مَادُونَهُ فِی أَعْیُنِهِمْ، فَهُمْ وَ الْجَنَّةُ کَمَنْ قَدْ رَآهَا، فَهُمْ فِیهَا مُنَعَّمُونَ، وَ هُمْ وَ النَّارُ کَمَنْ قَدْ رَآهَا، فَهُمْ فِیهَا مُعَذَّبُونَ. او که خدای تعالی د هغوي مرګ ته خاص برخليک او نېټه نه وې ټاکلې نو ارواګانې به يې يوه شېبه هم په کالبوت کې نه ايسارېدې، د جنت د ديدار د لېوالتيا او د دوزخ د اور له وېرې. خدای پاک يې په ځان او زړۀ کې لوی او نور مخلوقات ورته واړۀ دی، جنت ورته داسې دی لکه چې د سر په سترګو يې لىدلی وي او په نعمتونو کې يې پاتې شوي وي، او په دوزخ داسې باور لري لکه چې لىدلی يې وي او عذاب يې څکلی وي.
قُلُوبُهُمْ مَحْزُونَةٌ، وَ شُرُورُهُمْ مَأْمُونَةٌ، وَ أَجْسَادُهُمْ نَحِیفَةٌ، وَ حَاجَاتُهُمْ خَفِیفَةٌ، وَ أَنْفُسُهُمْ عَفِیفَةٌ. صَبَرُوا أَیَّاماً قَصِیرَةً أَعْقَبَتْهُمْ رَاحَةً طَوِیلَةً. تِجَارَةٌ مُرْبِحَةٌ یَسَّرَهَا لَهُمْ رَبُّهُمْ. أَرَادَتْهُمُ الدُّنْیَا فَلَمْ یُرِیدُوهَا، وَ أَسَرَتْهُمْ فَفَدَوْا أَنْفُسَهُمْ مِنْهَا. د پرهېزګارو زړونه خفه او خلک يې له آزاره په امن کې دی، بدنونه يې کمزوري او نري او غوښتنې يې وړې دی. نفسونه يې سوتره او لمنې يې پاکې دی. د دنيا په لڼد ژوند يې زړۀ صبر کړی چې د قيامت تل پاتې هوساينه ومومي دا هغه ګټه وره سودا ده چې خدای پاک وربرابره کړې ده. دنيا غولول غوښتل خو دنيا ته يې مخه نه کړه، ګېرول يې غوښتل خو د ځانونو په قربانۍ سره ترې وژغورېدل.
أَمَّا اللَّیْلُ فَصَافُّونَ أَقْدَامَهُمْ، تَالِینَ لاَِجْزَاءِ الْقُرْآنِ یُرَتِّلُونَهَا تَرْتِیلاً. یُحَزِّنُونَ بِهِ أَنْفُسَهُمْ وَ یَسْتَثِیرُونَ بِهِ دَوَاءَ دَائِهِمْ. فَإِذَا مَرُّوا بِآیَة فِیهَا تَشْوِیقٌ رَکَنُوا إِلَیْهَا طَمَعاً، وَ تَطَلَّعَتْ نُفُوسُهُمْ إِلَیْهَا شَوْقاً، وَ ظَنُّوا أَنَّها نُصْبَ أَعْیُنِهِمْ. پرهېزګاران هغه کسان دی چې د شپې په نمانځۀ ولاړ وي قرآن په ترتيل او په فکر سره لولي، په قرآن سره ځانونه محزونوي او د خپل درد درمل مومي. کله چې داسې آيت ته ورسيږى چې هڅونه پکې وي نو جنت ته د لېوالتيا په شوق هغې ته مخه کوي، او د زړۀ له تله ورځېريږي، او خيال کوي چې دجنت لورينې او نعمتونه يې د سترګو مخې ته دی،
وَ إِذَا مَرُّوا بِآیَة فِیهَا تَخْوِیفٌ أَصْغَوْا إِلَیْهَا مَسَامِعَ قُلُوبِهِمْ، وَ ظَنُّوا أَنَّ زَفِیرَ جَهَنَّمَ وَ شَهِیقَهَا فِی أُصُولِ آذَانِهِمْ، فَهُمْ حَانُونَ عَلَى أَوْسَاطِهِمْ، مُفْتَرِشُونَ لِجِبَاهِهِمْ وَ أَکُفِّهِمْ وَ رُکَبِهِمْ، وَ أَطْرَافِ أَقْدَامِهِمْ، یَطْلُبُونَ إِلَى اللّهِ تَعَالَى فِی فَکَاکِ رِقَابِهِمْ. او کله چې داسې آيت ته ورسېږي چې د خدای پاک وېره پکې وي نو د زړۀ غوږونه ورسپاري او تۀ به وائې د دوزخ د اور د لمبو غرهار يې په غوږونو کې انګازې کوي، نو رکوع ته ټيټ شي او لاسونه پښې په ځمکه ولګوي او له خدايه غواړي چې له اوره يې وساتي.
وَ أَمَّا النَّهَارَ فَحُلَمَاءُ عُلَمَاءُ، أَبْرَارٌ أَتْقِیَاءُ. قَدْ بَرَاهُمُ الْخَوْفُ بَرْیَ الْقِدَاحِ یَنْظُرُ إِلَیْهِمُ النَّاظِرُ فَیَحْسَبُهُمْ مَرْضَى، وَ مَا بِالْقَوْمِ مِنْ مَرَض; وَ یَقُولُ: لَقَدْ خُولِطُوا!. پرهېزګاران د ورځې خاکساره عالمان او داسې نېک چارې متقيان وي چې د خدای پاک وېرې د تراشل شوي غشي په شان نري کړې دی څوک چې ورته ګوري ګمان کوي چې بيماران دی خو هغوي بيماران نۀ دی او وائي چې خلک په غلطه دی!
وَ لَقَدْ خَالَطَهُمْ أَمْرٌ عَظِیمٌ! لاَ یَرْضَوْنَ مِنْ أَعْمَالِهِمُ الْقَلِیلَ، وَ لاَ یَسْتَکْثِرُونَ الْکَثِیرَ. فَهُمْ لاَِنْفُسِهِمْ مُتَّهِمُونَ، وَ مِنْ أَعْمَالِهِمْ مُشْفِقُونَ إِذَا زُکِّیَ أَحَدٌ مِنْهُمْ خَافَ مِمَّا یُقَالُ لَهُ، فَیَقُولُ: أَنَا أَعْلَمُ بِنَفْسِی مِنْ غَیْرِی، وَ رَبِّی أَعْلَمُ بِی مِنِّی بِنَفْسِی! اللَّهُمَّ لاَ تُؤَاخِذْنِی بِما یَقُولُونَ، وَ اجْعَلْنِی أَفْضَلَ مِمَّا یَظُنُّونَ، وَاغْفِرْ لی مَا لاَ یَعْلَمُونَ! حال دا چې ظاهري حالت يې د يوې لوې چارې خبر ورکوي، هغه دا چې له خپلو کمو عملونو راضي نۀ دی او خپل زيات عملونه، لوې نۀ ګڼي، خپل نفس تورنوي او له خپل کرداره وېرېږي.

که له دغو پرهېزګارو څخه څوک د يو ستائېنه وکړي نو له خپل صفته وېرېږي او وائي: زۀ ځان تر نورو ښۀ پېژنم او خدای پاک ما تر ما ښۀ پېژني. ای خدايه! ما په هغه څه چې دوي يې وائي مۀ محاکمه کوه او تر هغه څه مې غوره وګرځوه چې دوي يې وائي او زما هغه ګناهونه چې دوي ترې نه دی خبر وبخښې.

فَمِنْ عَلاَمَةِ أَحَدِهِمْ أَنَّکَ تَرَى لَهُ قُوَّةً فِی دِین، وَ حَزْماً فِی لِین، وَ إِیماناً فِی یَقِین، وَ حِرْصاً فِی عِلْم، وَ عِلْماً فِی حِلْم، وَ قَصْداً فی غِنىً، وَ خُشُوعاً فِی عِبَادَة، وَ تَجَمُّلاً فِی فَاقَة، وَ صَبْراً فِی شِدَّة، وَ طَلَباً فِی حَلاَل، وَ نَشَاطاً فِی هُدًى، وَ تَحَرُّجاً عَنْ طَمَع. او د پرهېزګارو يوه نخښه دا ده چې (يوپرهېزګار) به داسې وينې: په دين کې پياوړی، نرم خويه او لرليدې (دوراندېش)، دکلک ايمان لرونکی،د علم په حاصلولو کې حريص، خو له علم سره حلم او زغم لرونکی، په بې نيازۍ کې معتدل، په عبادت کې خاکسار، په بېوزلۍ او غريبۍ کې پسوللی او سينګار، په سختۍ کې صابر، د حلال رزق تکل کوونکی، د هدايت په لاره کې خوښ، او له طمعې او لالچ څخه ډډه کوونکی دی.
یَعْمَلُ الاَْعْمَالَ الصَّالِحَةَ وَ هُوَ عَلَى وَجَل. یُمْسِی وَ هَمُّهُ الشُّکْرُ، وَ یُصْبِحُ وَهَمُّهُ الذِّکْرُ. نېک عملونه کوي خو د خدای پاک وېره ورسره وي، ورځ په شکر تېروي او شپه د خدای په ياد سبا کوي،
یَبِیتُ حَذِراً وَ یُصْبِحُ فَرِحاً; حَذِراً لَمَّا حُذِّرَ مِنَ الْغَفْلَةِ، وَ فَرِحاً بِمَا أَصَابَ مِنَ الْفَضْلِ وَ الرَّحْمَةِ. إِنِ اسْتَصْعَبَتْ عَلَیْهِ نَفْسُهُ فِیما تَکْرَهُ لَمْ یُعْطِهَا سُؤْلَهَا فِیمَا تُحِبُّ. قُرَّةُ عَیْنِهِ فِیمَا لاَ یَزُولُ، وَ زَهَادَتُهُ فِیمَا لاَ یَبْقَى، یَمْزُجُ الْحِلْمَ بِالْعِلْمِ، وَ الْقَوْلَ بِالْعَمَلِ. په وېرې سره اودۀ کېږي اوخوشحالۍ سره راويښېږي، وېره يې له دې چې غافله نه شي او خوشحالي يې د هغه فضل او رحمت په وجه چې ورته رسېدلي دی، که نفس يې په سختو چاروکې خبره ونه مني له هغه څه يې چې د نفس خوښ دی بې برخې کوي، د پرهېزګارانو د سترګو تور په هغه څه کې دی چې تل پاتی دی او فاني څيزونه پرېږدی بردباري له علم او خبره له عمل سره اغږي.
تَرَاهُ قَرِیباً أَمَلُهُ، قَلِیلاً زَلَلَـهُ، خَاشِعاً قَلْبُهُ، قَانِعَةً نَفْسُهُ، مَنْزُوراً أَکْلُهُ، سَهْلاً أَمْرُهُ، حَرِیزاً دِینُهُ، مَیِّتَةً شَهْوَتُهُ، مَکْظُوماً غَیْظُهُ. اَلْخَیرُ مِنْهُ مَأْمُولٌ، وَ الشَّرُّ مِنْهُ مَأْمُونٌ، إِنْ کَانَ فِی الْغَافِلِینَ کُتِبَ فِی الذَّاکِرِینَ، وَ إِنْ کانَ فی الذَّاکِرِینَ لَمْ یُکْتَبْ مِنَ الْغَافِلِینَ. پرهېزګار به وينې چې ارمان او آرزو يې نږدې، خطا يې کمه، زړۀ يې عاجز،نفس يې قانع، خوراک يې کم، کار يې آسان، دين يې خوندی، د حرامو شهوت يې مړ او غصه يې څښلې ده. خلک يې خېر او نېکۍ ته طمعه دار او له شره يې په امان دی، که څه هم په غافلانو کې وي خو نوم يې د خدا ی پاک په ذاکرانو کې ليکل کېږي او که د خدای پاک په يادوونکو کې وي په غافلانو کې يې نوم نۀ ليکل کېږي.
یَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَهُ، وَ یُعْطِی مَنْ حَرَمَهُ، وَ یَصِلُ مَنْ قَطَعَهُ، بَعِیداً فُحْشُهُ، لَیِّناً قَوْلُهُ، غَائِباً مُنْکَرُهُ، حَاضِراً مَعْرُوفُهُ، مُقْبِلاً خَیْرُهُ، مُدْبِراً شَرُّهُ. فِی الزَّلاَزِلِ وَ قُورٌ، وَ فِی الْمَکَارِهِ صَبُورٌ، وَ فِی الرَّخَاءِ شَکُورٌ. لاَ یَحِیفُ عَلَى مَنْ یُبْغِضُ، وَ لاَ یَأْثَمُ فِیمَنْ یُحِبُّ. یَعْتَرِفُ بِالْحَقِّ قَبْلَ أَنْ یُشْهَدَ عَلَیْهِ، لاَ یُضِیعُ مَا اسْتُحْفِظَ، وَ لاَ یَنْسَى مَا ذُکِّرَ، وَ لاَ یُنَابِزُ بِالاَْلْقَابِ، وَ لاَ یُضَارُّ بِالْجَارِ، وَ لاَ یَشْمَتُ بِالْمَصَائِبِ، وَ لاَ یَدْخُلُ فِی الْبَاطِلِ، وَ لاَ یَخْرُجُ مِنَ الْحَقِّ. خپل ظالم بخښي،چاچې بې برخې کړی دی وربخښي يې،څوک چې ورځينې غوڅ شوی دی ځان ورګنډي، له سپکې خبرې لرې، خبرې يې نرمې، بدۍ يې پټې او نېک کار يې ښکاره وي. ښېګړه يې هر چاته رسي او ازار يې هيچا ته نۀ رسېږي، په سختيو کې قرار، په ناخوښيو کې صابر او په خوشحاليو کې شاکر وي، له چا سره چې دښمن وي ظلم پرې نه کوي او له چا سره چې مينه کوي د هغه په معامله کې ځان په ګناه نه ککړوي، په حق اعتراف کوي مخکې تر دې چې څوک يې په خلاف ګواهي ورکړي، څه چې وروسپارې ضائع کوي يې نه، څه چې ورياد کړې هېروي يې نه، خلک په سپکو نامو سره نۀ يادوي،ګاونډيان نه ځوروي، د نورو په غمونو نه خوشحالېږي او په ناروا چارو کې لاس نۀ وهي،د حق له ليکو او حدودو څخه نۀ وځي
إِنْ صَمَتَ لَمْ یَغُمَّهُ صَمْتُهُ، وَ إِنْ ضَحِکَ لَمْ یَعْلُ صَوْتُهُ، وَ إِنْ بُغِیَ عَلَیْهِ صَبَرَ حَتَّى یَکُونَ اللّهُ هُوَ الَّذِی یَنْتَقِمُ لَهُ. نَفْسُهُ مِنْهُ فِی عَنَاء. وَ النَّاسُ مِنْهُ فِی رَاحَة. أَتْعَبَ نَفْسَهُ لاِخِرَتِهِ، وَ أَرَاحَ النَّاسَ مِنْ نَفْسِهِ. بُعْدُهُ عَمَّنْ تَبَاعَدَ عَنْهُ زُهْدٌ وَ نَزَاهَةٌ، وَ دُنُوُّهُ مِمَّنْ دَنَا مِنْهُ لِینٌ وَ رَحْمَةٌ. لَیْسَ تَبَاعُدُهُ بِکِبْر وَ عَظَمَة، وَلاَ دُنُوُّهُ بِمَکْر وَ خَدِیعَة. که غلی وي چپتيا يې نه غمجنوي او که وخاندی خندا يې په اوچت اواز نۀ وي، که ظلم پرې وشي صبر کوي چې خدای پاک يې بدله واخلي،خپل نفس ترې په عذاب خو خلک ترې راحته وي، د قيامت لپاره ځان کړوي خو خلک هوسا او سوکاله ساتي، له ځينو کسانو لرې والی يې د زهد او پاکۍ او ځينو ته نږدې والی يې د مهربانۍ او نرمې له مخه وي، لرې والی يې د کبر او ځان خوښونې او نږدې والی يې د دهوکې او غولولو له امله نه وي.
قَالَ: فَصَعِقَ هَمَّامٌ صَعْقَةً كَانَتْ نَفْسُهُ فِيهَا. کله چې د امام خبره دې ځاي ته ورسېدله همام يوه چغه کړه او مړ شو،
فَقَالَ أَمِیرُالْمُؤْمِنِینَ(ع): أَمَا وَ اللّهِ لَقَدْ کُنْتُ أَخَافُهَا عَلَیْهِ. ثُمَّ قَالَ: هکَذَا تَصْنَعُ الْمَوَاعِظُ الْبَالِغَةُ بِأَهْلِهَا. امام وفرمايل: په خدای قسم زۀ په همام باندې له همدې خبرې وېرېدم.بيا يې وويل آيا رسېدونکي پندونه له هغو کسانو سره چې مني يې داسې کانه کوي؟

(يو کس وويل: ای اميرالمومنينه! له تاسره يې ولې داسې ونۀ کړل؟)

وَیْحَکَ، إِنَّ لِکُلِّ أَجَلٍ وَقْتاً لاَیَعْدُوهُ، وَ سَبَباً لاَ یَتَجَاوَزُهُ. فَمَهْلاً ! لاَ تَعُدْ لِمِثْلِهَا، فَإِنَّمَا نَفَثَ الشَّیْطَانُ عَلَى لِسَانِکَ! امام ځواب ورکړ: افسوس دې وي په تا باندې، هر اجل خپله نېټه لري چې مخکې کېږي نه،او يو خاص لامل او سبب لري چې تېرېږي ترې نه، غلی کښېنه او بيا داسې خبره ونۀ کړې، دا خبره شېطان ستا په خوله باندې جاري کړې ده.

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۵۲۷.
  2. هوشیار، و جلیل تجلیل، «بررسی تطبیقی سیمانی انسان کامل در خطبۀ متقین نهج البلاغه و آثار عزیز‌الدین نسفی»، ص۲۰.
  3. مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۸.
  4. شفیعی، امام شناسی، ۱۳۹۷ش، ص۱۴۵.
  5. شیخ صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، ص۵۷۰-۵۷۴.
  6. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ۲۲۶-۲۳۰.
  7. مصباح یزدی، «سیمای پرهیزکاران در خطبه متقین امیرالمؤمنین(ع)»، ص۶.
  8. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳.
  9. سلیمانی رحیمی، «نامگذاری خطبه‌های نهج البلاغه؛ یک پیشنهاد»، ص۲۰۶.
  10. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳.
  11. وګورئ: ابن شعبه حرّانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۹؛ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳.
  12. وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ۲۲۶.
  13. وګورئ: کراجکی، کنز الفوائد، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۸۹.
  14. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۶.
  15. مطهری، مجموعه آثار شهید مطهری، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۳۶۰.
  16. اقبالی، و مهوش حسن‌پور، «نگاهی سبک‌شناسانه به خطبۀ متقین»، ص۱۲۵-۱۲۶.
  17. دشتی، و کاظم محمدی، المعجم المفهرس لالفاظ نهج البلاغه، ۱۳۷۵ش، ص۵۱۲.
  18. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۵۲۸-۵۲۹؛ شفیعی، امام شناسی، ۱۳۹۷ش، ص۱۴۴.
  19. وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳-۳۰۶.
  20. استادی، «بررسی تطبیقی متن خطبۀ متقین (همام) در منابع متقدم»، ص۱۱۷.
  21. شفیعی، امام شناسی، ۱۳۹۷ش، ص۱۴۵.
  22. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۵۲۷.
  23. مصباح یزدی، «سیمای پرهیزکاران در خطبه متقین امیرالمؤمنین(ع)»، ص۶.
  24. برای دیدن منابع این خطبه نگاه کنید به: دشتی، اسناد و مدارک نهج البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص۲۵۱-۲۵۳؛ استادی، «شناسایی گوینده خطبه مشهور به متقین»، ص۱۱۸-۱۲۰.
  25. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ۲۲۶-۲۳۰.
  26. ابن‌همام اسکافی، التمحیص، ۱۴۰۴ق، ص۷۰-۷۳.
  27. ابن شعبه حرّانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۹-۱۶۲.
  28. شیخ صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، ص۵۷۰-۵۷۴.
  29. کراجکی، کنز الفوائد، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۸۹-۹۲.
  30. فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۴۳۸-۴۳۹.
  31. استادی، «بررسی تطبیقی متن خطبۀ متقین (همام) در منابع متقدم»، ص۱۴۰.
  32. استادی، «بررسی تطبیقی متن خطبۀ متقین (همام) در منابع متقدم»، ص۱۴۱.
  33. استادی، «شناسایی گوینده خطبه مشهور به متقین»، ص۴۴-۴۸.
  34. علوی، شرح خطبه متقین در نهج البلاغه، ۱۳۷۱ش، ص۲۱.
  35. وَ مِن خُطبَةٍ لَامیرِ المُؤمِنینَ(ع) يَصِفُ فيها المُتَّقينَ
  36. ترجمه آیت الله مکارم شیرازی(په فارسی کې)

سرچينې

  • ابن شعبه حرّانی، حسن بن علی، تحف العقول عن آل‌الرسول(ص)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌همام اسکافی، محمد، التمحیص، قم، مدرسه امام مهدی(ع)، ۱۴۰۴ق.
  • استادی، کاظم، «بررسی تطبیقی متن خطبۀ متقین (همام) در منابع متقدم»، در مجله معارف اهل‌بیت(ع)، شماره ۲، تابستان ۱۴۰۱ش.
  • استادی، کاظم، «شناسایی گوینده خطبه مشهور به متقین»، در مجله مطالعات ادبیات شیعی، شماره ۲، بهار ۱۴۰۱ش.
  • اقبالی، و مهوش حسن‌پور، «نگاهی سبک‌شناسانه به خطبۀ متقین»، در مجله پژوهش‌های نهج البلاغه، شماره ۱۴، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • دشتی، محمد، اسناد و مدارک نهج البلاغه، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیر‌المؤمنین(ع)، ۱۳۷۸ش.
  • دشتی، محمد، و کاظم محمدی، المعجم المفهرس لالفاظ نهج البلاغه، قم، موسسه فرهنگی تحقیقاتی امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۵ش.
  • سلیمانی رحیمی، امیر، «نامگذاری خطبه‌های نهج البلاغه؛ یک پیشنهاد»، در مجله مشکات، شماره ۶۸ و ۶۹، پاییز و زمستان ۱۳۷۹ش.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • شفیعی، محمدحسن، امام‌شناسی، قم، میراث نبوت، ۱۳۹۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • علوی، سید مجتبی، شرح خطبه متقین در نهج البلاغه، قم، هجرت، ۱۳۷۱ش.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، ۱۳۷۵ش.
  • کراجکی، محمد بن علی، کنز الفوائد، قم، دار الذخائر، ۱۴۱۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدتقی، شرح خطبه متقین (شرح حدیث همام)، مصحح: جویا جهانبخش، تهران، اساطیر، ۱۳۸۵ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، «سیمای پرهیزکاران در خطبه متقین امیرالمؤمنین(ع)»، در مجله معرفت، شماره ۲۱۷، دی ماه ۱۳۹۴ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار شهید مطهری، تهران، صدرا، ۱۳۷۲ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه، قم، نسل جوان، ۱۳۸۵ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • هوشیار، یاسر، و جلیل تجلیل، «بررسی تطبیقی سیمانی انسان کامل در خطبۀ متقین نهج البلاغه و آثار عزیز‌الدین نسفی»، در مجله پژوهش‌های نهج البلاغه، شماره ۴۶، پاییز ۱۳۹۴ش.