د نهج البلاغې شرحه (ابن ابي الحدید)
د نهج البلاغې شرحه هغه کتاب دی چې په اوومه پېړۍ کې د سني عالم ابن ابي الحدید لخوا لیکل شوی چې د نهج البلاغې له مهمو شرحو څخه ګڼل کېږي. په دې شرحه کې د شیعه او سني د سرچینو کارول او همدارنګه څو اړخیزه (تاریخي، ادبي او فقهي) د دې شرحې له ځانګړتیاو ګڼل کیږي.
ابن ابي الحدید د دې شرحې په سریزه کې خپل ځینې نظرونه ذکر کړي دي. هغه امام علي(ع) له دريو خليفه ګانو څخه غوره ګڼي، خو ويې ويل چې د هغه د خلافت په اړه له رسول الله(ص) څخه هيڅ حدیث نشته. د هغه په وينا، خوارج، د جمل اصحاب او د شام هغه لښکر چې له علي(ع) سره يې په جګړه کې برخه اخيستې وه، دوزخیان دي.
په دې كتاب كې داسې محتويات شته چې له شيعه عقايدو سره، چې علي(ع) خپل لومړى امام ګڼي، سمون نه خوري. نو له دې سببه یې پر ضد کتابونه ليکل شوي دي. دا کتاب شل «جزء» یا برخې لري او په دوو ټوکونو، څلور ټوکونو او شل ټوکونو کې چاپ شوی دی.
لیکوال
اصلي مقاله: ابن ابي الحدید
عبدالحميد بن هبة الله چې په ابن ابي الحديد(۵۸۶-۶۵۶ ق) مشهور دی،[۱] په مدائن کې زېږېدلی دی.[۲] لومړۍ زده کړې یې په خپل زیږنځای یې ترسره کړې او بیا بغداد ته لاړ او د علم په زده کړې بوخت شو.[۳]
ابن ابی الحدید په فقه کې شافعي[۴] او په عقیده کې معتزلي و.[۵] هغه په کلام، منطق، تاریخ او شعر کې اثار لري.[۶] د نهج البلاغې شرحه او د قصائد السبعه علویات د هغه له اثارو څخه دي. د هغه ډېر شهرت د نهج البلاغې په سبب دى.[۷] ويل کېږي چې د نهج البلاغې په شرحې کې د هغه له بحثونو څخه د هغه په ادبياتو، فقهې، د اخلاقو بنسټونو، د اسلامي د لومړنیو وختونو تاريخ، باندې د هغه علمي توان څرګندېږي.[۸]
کلي معلومات
لکه څنګه چې ابن ابي الحديد د «شرح نهج البلاغه» کتاب په پای کې ويلي، د دې کار ليکلو څلور کاله او اته مياشتې وخت ونیوه، چې د حضرت علي(ع) د خلافت له دورې سره برابر و.[۹] ابن ابی الحدید دا کار د ۶۴۴ هجري قمري کال د رجب په لومړۍ نیټه شورو کړ او د ۶۴۹ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په پای کې یې سر ته ورسوه.[۱۰]
ابن ابي الحديد د عباسي شيعه وزير اِبْنِ عَلْقَمي (۵۹۱-۶۵۶ هـ ق) ته د نهج البلاغې شرحه وړاندې کړه او په بدل کې يې له هغه څخه ګران بيه تحفې ترلاسه کړې.[۱۱]
صفتونه
د ابن ابی الحدید د شرحې ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
- د شيعه او سني منابعو څخه استفاده: ابن ابي الحديد د نهج البلاغې په شرحې کې له شيعه او سني کتابونو څخه استفاده کړې ده[۱۲] د بېلګې په توګه يې د عثمان بن عفان په دفاع کې د قاضي عبدالجبار معتزلي په ردولو کې یې، د قاضي عبدالجبار په ځواب کې د سيد مرتضی د ځوابونو يوه برخه راوړې ده.[۱۳] ويل شوي دي چې ابن ابي الحديد د بغداد د کتابتونونو مشر و، د هغه په واک کې ډېرې اسانتياوې وې او د ابن علقمي د کتابتون لس زره کتابه هم د هغه په اختیار کې وو. له همدې امله يې له هغه كتابونو څخه ګټه واخيسته چې ځينې يې د درېيمې هجري پېړۍ د تاريخ ليکونکي محمد بن جرير طبري په لاس کې نه وو.[۱۴]
- جامعیت: د ابن ابی الحدید شرحه د ادب، کلام، فقهې، اخلاقو، د اسلام د ابتدایي تاریخ، د عامو عربو د نسب او مشهورو کلتورونو یو پوهنغونډ ګڼل کیږي.[۱۵] د مهدوي دامغاني په وینا چې د نهج البلاغې مترجم دی، که څه هم ياد شوی شرحه بېلابېل معلومات لري، خو درې اړخونه ادبي، تاريخي، ټولنيز او کلامي یې له نورو اړخونو زیات دي.[۱۶] دا کتاب د اسلام تاريخ له پېغمبر(ص) څخه تر ۶۲۳ هجري قمري يعنې د منګوليانو په لاس د بغداد له سقوط څخه ديارلس کاله وړاندې، پورې رانغاړي.[۱۷] تقريباً د کتاب نيمايي د لومړۍ قمري پېړۍ د لومړۍ نيمايۍ ټولنيزو او تاريخي چارو ته خاص شوی دی.[۱۸] همدارنګ په دې كتاب كې تقریبا اته زره بیته شعرونه استعمال شوي دي.[۱۹] ابن ابي الحدید د هغه کسانو ځواب هم ورکړی دی چې په نهج البلاغې کې یې د سجع د شتون اعتراض کړی دی.[۲۰] هغه د هغو كسانو خبرې هم رد كړې چې وايي نهج البلاغه يا د هغې ځينې برخې په دروغو سره امام علي(ع) ته منسوبې شوې دي.[۲۱] هغه د امام علي(ع) خبرې هغه بدن سره تشبیه کړي دي چې د هغې بیلا بیلې برخې په ماهیت کې له یو بل سره توپیر نه لري.[۲۲]
- د ستونزمنو کلمو شرحه: ابن ابي الحديد لومړى د نهج البلاغې د متن يوه برخه د «اصل» تر عنوان لاندې نقلوي، بيا د «شرحې» تر سرليك لاندې یې شرحه وړاندې كوي.[۲۳] هغه د شرحې په ذیل کې د سختو الفاظو شرحه كوي او د متن تفصیل بیانوي.[۲۴]
- د لیکوال د زمانې د حالاتو راپور: ابن ابي الحدید له دې سببه چې د مغولو معاصر و،[۲۵] د منګولیانو د ظهور د پیل او د ماوراءالنهر او د خراسان د فتحې راپور او پر عراق او نورو سيمو او پر بغداد د هغوى يرغل، وړاندې کړی دی[۲۶] د ابن ابي الحدید د نهج البلاغې شرحه له همدې امله په دې برخه کې له مهمو تاريخي سرچينو څخه یوه سرچینه ګڼل کېږي.[۲۷]
- د سيد رضي ژوند ليک: ابن ابي الحديد د کتاب په سريزه کي د امام علي(ع) نسب، د سيد رضي نسب (د نهج البلاغې د راټولونکی) او د هغه ژوندلیک او لنډ شرح حال هم ذکر کړی دی.[۲۸]
په سریزه کې د لیکوال نظرونه
ابن ابي الحدید په سریزه کې چې د نهج البلاغه د شرحې په اړه یې لیکلی، د امامت، د امام علي(ع) د برتری، د هغه پر ضد راپاڅېدلو کسانو او خوارج په اړه د معتزله نظرونه ذکر کړي دي.[۲۹]
- په دريو خليفه ګانو باندې د امام علي(ع) فوقيت: د ابن ابي الحديد په وينا د خليفه ګانو د فوقيت په هکله د معتزله نظريات په درې ډوله دي. ځينې امام علي(ع) غوره ګڼي، ځينې بيا ابوبکر او ځينې نورو په دې مسئله کې توقف کړی دی او قضاوت يې نه دی کړی.[۳۰] ابن ابي الحدید د بغداد د معتزله په پیروۍ کې امام علی(ع) په دریو خلیه ګانو لوړ ګڼي؛ ځکه چې د هغه اجر ډېر دی او ډېر د خوښې وړ صفتونه لري.[۳۱] خو ابن ابي الحديد په باوري و چې د حضرت علي(ع) د خلافت په اړه له رسول الله(ص) څخه کوم صريح متن او حکم نشته.[۳۲]
- د جمل اصحاب دوزخیان دي: د ابن ابي الحديد په وينا د جمل د جګړې بنسټ ايښودونکي له دوزخیانو دي، پرته له عائشې، طلحه او زبير څخه چې توبه يې کړې وه.[۳۳] همدارنګه د صفين په جګړه کې د شام لښکرې او خوارج له جهنمیان دي، ځکه چې هغوي په بغی ټينګار کاوه.[۳۴]
- د امام علي(ع) نظر تر ټولو قوي نظر و او تګلاره يې تر ټولو سمه تګلاره وه: د ابن ابي الحديد په وينا، کله چې عمر بن خطاب له روميانو او ايرانيانو سره جګړې ته تله نو امام علي(ع) هغه ته مشوره ورکړه.[۳۵] او عثمان ته يې هم ځینې خبرې وکړې چې په هغې كې یې خیر و او كه يې منلې واى نو دا پېښې به ورسره نه وې شوې.[۳۶]
- دين ته د امام علي ژمنتيا: د ابن ابي الحديد په وينا امام علي دين ته ژمن و او د هغه خلاف يې عمل نه کاوه، خو نورو خليفه ګانو به د خپلو ګټو مطابق عمل کاوه؛ که هغه د شريعت مطابق وي او که نه. ابن ابي الحديد په دې عقیده و چې څوک چې د خپل اجتهاد مطابق عمل وکړي او په داسې محدودیتونو کې رانه شي چې هغه له مصلحت څخه لرې کړي، د هغه دنیاوي پلانونه به ښه تنظیم شي.[۳۷]
کتابونه
د ابن ابي الحدید د نهج البلاغه په شرحې باندې نقدونه، خلاصې او ترجمې لیکل شوي دي. د رضا استادي له قوله شاوخوا شل کتابونه یې په شرحه، ترجمې، حاشيې او په مخالفت کې ليکل شوي دي.[۳۸]
ردونه
شیعه علماوو د ابن ابي الحدید د نهج البلاغې شرحه رد کړی او مخالفت یې کړی دی. ځکه په دې کار کې داسې څه شته چې د امامت په اړه د شیعو له عقایدو او په دې اړوند تاریخي مسائلو سره سمون نه لري.[۳۹] سلاسل الحدید لتقیید ابن ابیالحدید، د شیخ یوسف بحراني (درگذشته ۱۱۸۶ق/۱۷۷۲م) تالیف،[۴۰] الروح فی النقض ما ابرمه ابن ابي الحدید، د احمد بن طاووس حلي (درگذشته ۶۷۳ق/۱۲۷۴م) تالیف، الرّد علی ابن ابیالحدید،، د علي ابن حسن بلادي بحراني (وفات ۱۳۴۰ هـ ق/۱۹۲۲) تالیف، سلاسل الحديد في الرد علي ابن ابي الحديد، شيخ يوسف کوفي تالیف او النقد السدید لشرح الخطبة الشقشقیه لابن ابي الحدید.[۴۱]
ژباړې
د نهج البلاغې دا شرحه په فارسي ژباړل شوې ده. ملا شمس الدین بن محمد بن مراد (وفات 1013هـ) او نصرالله بن فتح الله دزفولي په فارسي ژبه ژباړلې ده.[۴۲] ځينې کتابونه لکه «جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه ابنابیالحدید» د محمود مهدوي دامغاني له ژباړې او حاشیې سره په اتو ټوکونو کې او د نهج البلاغه ابن ابي الحديد په شل ټوکونو کې ژباړه چې غلام رضا لایقي لیکلې ده د دې کتاب نورې د فارسۍ ژباړې دي. همدارنګه د حسین طیبیان کتاب «امام علی علیهالسلام از دیدگاه ابنابیالحدید معتزلی» د نهج البلاغه له شرحې څخه اخیستل شوی دی.[۴۳]
لنډیز
د نهج البلاغې لنډیزونه دا دي:
- العقد النضید المستخرج من شرح ابن ابیالحدید د فخرالدین عبدالله المؤید بالله له خوا[۴۴]
- سلطان محمود طبسي هم دا لنډیز کړی او شیخ محمد قنبر علي کاظمي له هغه څخه د «التقاط الدرر المنتخب» کتاب را راوباسلی دی.[۴۵]
همدارنګه العُذَیق النضید بمصادر ابن ابیالحدید فی شرح نهجالبلاغه د احمد ربیعی کتاب، د هغو منابعو او سرچینو په اړه دی چې ابن ابی الحدید ترې ګټه اخیستې ده.[۴۶] په دې کتاب کې د ابن ابی الحدید د منابعو شمیر ۲۲۲ ذکر شوی دی.[۴۷]
خپریدل
د ابن ابي الحدید شرحه په شلو برخو کې تالیف شوې ده.[۴۸] د رضا استادي په وینا دا کتاب په دوه ټوکونو، څلور ټوکونو او شل ټوکونو کې چاپ شوی دی.[۴۹] په تهران کې (۱۲۷۱، ۱۳۰۲-۱۳۰۴هـ ق)، قاهره کې (۱۳۲۹هـ ق) او په بیروت کې (۱۳۷۸هـ ق) چاپ شوی دی.[۵۰]
د دې اثر یوه کاپي د آستان قدس رضوي په کتابتون کې ساتل کیږي،[۵۱] چې کیدی شي د لیکوال په ژوند کې لیکل شوی وي.[۵۲]
دا کتاب د ابن ابي الحدید د وېش پر بنسټ د محمد ابوالفضل ابراهیم له په تصحیح سره تدوین شوی او په شل ټوکونو او ۶۴۶۰ مخونو کې خپور شوی دی.[۵۳] او همدارنګ د عبدالکریم نمري په تصحیح سره په یوولسو ټوکو کې د انتشارات دارالکتب العلمیه بیروت له خوا خپور شوی دی.[۵۴]
فوټ نوټ
- ↑ ابن فوطی، مجمع الآداب فی معجم الالقاب، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۱۴.
- ↑ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۳، ص۱۹۹.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص هفت.
- ↑ ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۹۹۴م، ج۷، ص۳۴۲.
- ↑ فکرت، «ابن ابیالحدید»، ص۶۴۲-۶۴۱.
- ↑ وګورئ: ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۹۹۴م، ج۷، ص۳۴۲.
- ↑ فکرت، «ابن ابیالحدید»، ص۶۴۲-۶۴۱.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص دوازده.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲۰، ص۳۴۹.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲۰، ص۳۴۹.
- ↑ هندوشاه، تجارب السلف در تواریخ خلفا و وزرای ایشان، ۱۳۵۷ش، ص۳۴۹.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص پانزده.
- ↑ سبحانینیا، «شرح نهجالبلاغه ابن ابیالحدید»، ص۵۹.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص پانزده.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص هفده.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص چهارده.
- ↑ حسینی، مصادر نهجالبلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۳.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص چهارده.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص هجده.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۲۶-۱۳۰.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۱۲۸و۱۲۹.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۱۲۸و۱۲۹.
- ↑ وګورئ: ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۷-۵۸.
- ↑ حسینی، مصادر نهج البلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۴.
- ↑ حسینی، مصادر نهجالبلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۳.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۸، ص۲۱۹-۲۴۳.
- ↑ فکرت، «ابن ابیالحدید»، ص۶۴۱.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۱-۴۲.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶-۱۱.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۷-۸.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۹.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۵۹.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۹.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۹.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۸.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۸.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۸.
- ↑ استادی، کتابنامه نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش، ص۳۷-۳۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ج۲، ص۵۹.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۲، ص۲۱۰.
- ↑ حسینی، مصادر نهجالبلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۷-۲۳۸؛ استادی، کتابنامه نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش، ص۳۷-۳۹.
- ↑ حسینی، مصادر نهجالبلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۸.
- ↑ «امام علی علیهالسلام از دیدگاه ابنابیالحدید معتزلی/ نگارنده حسین طیبیان.»
- ↑ حسینی، مصادر نهجالبلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۸.
- ↑ حسینی، مصادر نهجالبلاغه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۸.
- ↑ ربیعی، العُذَیق النضید بمصادر ابن ابیالحدید فی شرح نهجالبلاغه، مقدمه، ۱۴۰۷ق، ص ۵-۶.
- ↑ سبحانینیا،«شرح نهجالبلاغه ابن ابیالحدید»، ص۵۹.
- ↑ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۳، ص۱۹۹.
- ↑ استادی، کتابنامه نهجالبلاغه، ۱۳۵۹ش، ص۳۷.
- ↑ فکرت، «ابن ابیالحدید»، ص۶۴۲.
- ↑ آستان قدس، فهرست، ج۵، ص۱۱۲-۱۱۳: به نقل از فکرت، «ابن ابیالحدید»، ص۶۴۲.
- ↑ فکرت، «ابن ابیالحدید»، ص۶۴۲.
- ↑ مهدوی دامغانی، جلوه تاریخ در شرح نهجالبلاغه، ۱۳۷۹ش، مقدمه مترجم، ص هفده.
- ↑ «شرح نهج البلاغة ۱-۱۱ مع الفهارس »
سرچينې
- ابن ابیالحدید، عبدالحمید، شرح نهجالبلاغة، تصحیح محمدابوالفضل ابراهیم، قم، آیةالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- ابن خلکان، شمسالدین احمد بن محمد، وفیات الاعیان و انباء الزمان، تحقیق احسان عباس، بیروت، دارصادر، ۱۹۹۴م.
- ابن کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق./۱۹۸۶م.
- ابن فوطی، عبدالرازق بن احمد، مجمع الآداب فی معجم الالقاب، تحقیق محمد الکاظم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۳۵ق/۱۳۷۴ش.
- استادی، رضا، کتابنامه نهج البلاغه، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۳۵۹ش.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم و تهران، اسماعیلیان و کتابخانه اسلامیه، ۱۴۰۸ق.
- «امام علی علیهالسلام از دیدگاه ابنابیالحدید معتزلی/ نگارنده حسین طیبیان.»، سازمان اسناد و کتابخانه ایران، مشاهده ۳۰ دی ۱۳۹۸ش.
- حسینی، عبدالزهراء، مصادر نهجالبلاغة و اسانیده، بیروت، دار الزهراء، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۸م.
- ربیعی، احمد، العُذَیق النضید بمصادر ابن ابی الحدید فی شرح نهج البلاغه، بغداد، عبدالمجید حسین الربیعی، ۱۴۰۷ق.
- سبحانینیا، محمدتقی، «شرح نهجالبلاغه ابن ابیالحدید»، دوفصلنامه حدیث اندیشه، شماره ۶، پاییز و زمستان ۱۳۸۷ش.
- فکرت، محمدآصف، ابن ابیالحدید، در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۲، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۷۴ش.
- مهدوی دامغانی، محمود، جلوه تاریخ در شرح نهج البلاغه، تهران، نشر نی، ۱۳۷۹ش.
- هندوشاه بن سنجر، تجارب السلف، به کوشش عباس اقبال آشتیانی، تهران، ۱۳۵۷ش.