ناکثین
ناکثین، د عهد ماتونکي په معنا، هغه کسانو ته اشاره کوي چې د امام علي(ع) د واکمنۍ په پیل کې یې ورسره بیعت وکړ، خو بیا یې خپل بیعت مات کړ او د جمل جګړه یې پیل کړه.[۱] د دې ډلې تر ټولو مهم غړي طلحه او زُبیر وو[۲] چې د سرچینو په وینا، د دوي د قدرت غوښتنې،[۳] لکه د امام علی په حکومت کې پوسټونه تر لاسه کول، د نه پوره کیدو له امله دوي له امام علي(ع) څخه لری شول[۴] او د عائشې سره یوځای د عثمان د غچ اخیستلو په بهانه یې د امام علي(ع) سره د مقابلې لپاره یو لښکر تنظیم کړ او د جمل جګړه یې پیل کړه.[۵]
د شیعه حدیث څیړونکي عالم محمدي ری شهري(وفات ۱۴۰۱ لمریز کال) په وینا، د دې ډلې چلند، د دې سبب شو چې ځینې عادي خلک چې په مشهورو شخصیتونو کې د حقیقت په لټه وو، شکمن شي؛ د امام علي دا مشهوره وینا: «لا يُعْرَفُ الْحَقُّ بِالرِّجَالِ اعْرِفِ الْحَقَ تَعْرِفْ أَهْلَه؛ حق د انسانانو له لارې نه پیژندل کیږي؛ حق وپیژنئ ترڅو تاسو اهل حق وپیژنئ» یې دې کسانو ته په خطاب کې په ژبې جاري کړه.[۶]
د هغه روایت له مخې چې له پیغمبر(ص) څخه په شیعه او سني سرچینو کې نقل شوی دی د وړاندی ویَنې په توګه یې امام علی(ع) دغه دریو ډلو ناکثین، قاسطین او مارقینو سره له جنګه خبر کړی و.[۷] د وقعة صفین د نقل له مخې امام علی(ع) د صفین په جنګ کې کله چې د شام لښکر سره مخ شو، د پيغمبر(ص) دې وړاندې وینې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د پیغمبر(ص) د حکم مطابق ناکثینو سره جنګیدلی دی.[۸]
په نهج البلاغه کې په شلو خطبو کې، لکه د شقشقیه خطبې[۹] او ۷۵ خطبه کې،[۱۰] او درې لیکونو او یو حکمت کې، د ناکثینو په اړه خبرې کړي دي.[۱۱] په ځینو احادیثو کې، په ناکثینو باندې د رسول الله(ص) لعنت هم ذکر شوی دی.[۱۲] د ندبه په دعا کې هم، د امام علي(ع) ناکثینو سره جګړې ته اشاره شوې ده.[۱۳]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ خاتمی، «کاوشی در نهج البلاغه»، ج۱، ص۳۵۸.
- ↑ خاتمی، «کاوشی در نهج البلاغه»، ج۱، ص۳۵۸.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت۲۰۲، ص۵۰۵.
- ↑ ابنقتیبة دينوری، الامامة والسياسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۷۱.
- ↑ مفيد، الجمل، ۱۴۱۳ش، ص۲۲۹.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امیرالمومنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۴۹۹ و ۵۰۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۰، ص۵۸۸.
- ↑ ابناعثم کوفى، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۷۷؛ نصر بن مزاحم، وقعه صفین، ۱۳۸۲ق، ص ۳۳۸.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۳، ص۴۹.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۷۵، ص۱۰۳.
- ↑ خزعلی، «ناکثین، قاسطین و مارقین در نهج البلاغه»، ص۳۹۸.
- ↑ صدوق، الأمالی، تهران، ۱۳۷۶ش، ص۶۰۶؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۲، ص۱۲۷؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۱۴۱.
- ↑ علامه مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۳۰۵.
سرچينې
- ابناعثم کوفي، احمد، الفتوح، تحقیق: علي شیري، بیروت، دارالأضواء، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ ق.
- ابنقتیبه دینوري، عبدالله بن مسلم، الامامة و السیاسة، محقق: علي شیري، بیروت، دارالأضواء، لومړی چاپ، ۱۴۱۰هـ ق.
- خاتمي، سید احمد، «کاوشی در نهج البلاغه» (په نهجالبلاغه کې یوه څېړنه)»، د نهجالبلاغه د نړیوال زرکلن کانګرس د مقالو او ویناوو په ټولګه کې، قم، د نهجالبلاغه بنسټ، لومړی ټوک، بېنېټې.
- خزعلي، ابوالقاسم، «ناکثین، قاسطین و مارقین در نهج البلاغه» (ناکثین، قاسطین او مارقین په نهجالبلاغه کې)، د نهجالبلاغه د نړیوال زرکلن کانګرس د مقالو او ویناوو په ټولګه کې، ټوک ۱، بېنېټې.
- سید رضي، محمد بن حسین، نهجالبلاغه، تصحیح: صبحي صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴هـ ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الجمل او النصرة لسید العترة فی حرب البصرة، محقق: علي میرشریفي، قم، د شیخ مفید کانګرس، لومړی چاپ، ۱۴۱۳هـ ش.
- صدوق، محمد بن علي، الأمالي، تهران، کتابچي، شپږم چاپ، ۱۳۷۶هـ ش.
- علامه مجلسي، محمدباقر، زاد المعاد – مفتاح الجنان، محقق: علاءالدین اعلمي، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، لومړی چاپ، ۱۴۲۳هـ ق.
- کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی (د فرات الکوفي تفسیر)، محقق: محمد کاظم، تهران، د اسلامي ارشاد وزارت د چاپ او خپرونو مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۰هـ ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحارالانوار، تحقیق: د څېړونکو یوه ډله، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳هـ ق.
- محمدي ريشهري، محمد، دانشنامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ (د قرآن، حدیث او تاریخ پر بنسټ د امیرالمؤمنین(ع) دانشنامه)، قم، ټوک ۴، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۳۸۶هـ ش.
- نصر بن مزاحم، وقعة صفین، قاهره، المؤسسه العربیة الحدیثة، دوهم چاپ، ۱۳۸۲هـ ق.