د کاظمینو حرم

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د عراق په کاظمین ښار کې د امام کاظم(ع) او امام جواد(ع) حرم

د کاظِمَیْنو حرم د شیعیانو د اوم امام موسی کاظم(ع) او دهغه د لمسي نهم امام جواد(ع) قبرونه. دا حرم د بغداد د شمال په یوې سیمې کاظمین کې واقع دی او په عراق کې د مسلمانانو په تېره بیا شیعیانو زیارت دی.

د کاظمینو حرم کابو ۲۶ زره مربع میټره مساحت لري او له مختلفو برخو لکه انګڼ، روضې، ګلدستې، ضریح، برنډې او ګنبدې جوړې شوی دی او پکې مختلف هنرونه لکه آیینه کاري، کاشي کاري، طلاکاري، منبت کاري او خوشنویسي کارول شوې ده.

د امامین کاظمین د زیارت لومړۍ ودانۍ د ال بویه له پړاوه مخکې جوړه شوې وه. آل بویه، سلجوقیانو، آل جلایر، صفویه او قاجاریه حکومتونو د کاظمینو حرم بیا رغاونه، تعمیر او تکمیل کړی دی.

د صفویانو په پړاو کې د شاه اسماعیل صفوي په امر د حرم ودانۍ ورانې شوې او په ځای یې نوې ودانې جوړه شوه چې پکې ګنبد، ګلدسته او جومات شامل و. د قاجاریانو په زمانه کې هم د ناصرالدین شاه تره فرهاد میرزا په حرم کې لوی عمراني اقدامات وکړل چې د انګڼ د ودانۍ بیا رغول له هغو څخه دي.

د کاظمینو حرم دجله سیند ته د نزدې والی په وجه په مختلفو زمانو کې د سیلاب له امله تاوان لیدلی دی. همداراز په ۴۴۳ ق کال کې د شیعه سني د نښتو او د مغولو په ناتار کې وران شوی دی.

د صفویه پړاو له پېلېدو مخکې پورې د کاظمینو حرم د نقیب (څارونکي) په وسیله اداره کېده. سید عبدالکریم بن احمد حلي د حرم له مشهورو نقیبانو و. د صفویانو په پړاو کې یې اداره کول مشیخة الاسلام ته وسپارل شول. عبدالحمید کلیدار، شیخ عبدالنبی کاظمی او د هغه کورنۍ له صفویانو وروسته د حرم له متولیانو وو. اوس حیدر حسن الشمري د حرم متولي دی.

ځینې مشهور کسان لکه شیخ مفید، ابن قولویه، خواجه نصیرالدین طوسی او معزالدوله دیلمی د کاظمینو په حرم کې ښخ دي. د جعفر النقدي لیکلی تاریخ الامامین الکاظمین و روضتها الشریفة کتاب او د محمد حسن آل یاسین لیکلی تاریخ المشهد الکاظمي کتاب له هغو اثارو دي چې د کاظمینو د حرم په اړه لیکل شوې دی.

موقعیت او نومَونه

د کاظمینو حرم (پخوانی انځور)

د کاظمینو حرم د شیعیانو د اوم امام موسی کاظم (ع) او دهغه د لمسي نهم امام جواد (ع) د ښخېدو ځای دی. امام کاظم (ع) په هغه هدیره کې چې منصور عباسي په ۱۴۹ ق کال کې جوړه کړې وه او د قریشو په مقبرو مشهوره وه، ښخ کړی شو.[۲۴] د منصور زوی جعفر اکبر لومړی کس و چې په ۱۵۰ق کال کې په دغه هدیره کې ښخ کړی شو.[۲۵]

دا سیمه امام کاظم (ع) ته د منسوبوالي په وجه ، مشهد الامام موسی بن جعفر، المشهد الکاظمی او کاظمیه ونومول شوه.[۲۶] په ۲۲۰ق کال کې د شیعیانو د نهم امام محمد بن علي (ع) جنازه د خپل نیکه موسی بن جعفر څنګ ته ښخه کړی شوه.[۲۷] له دې امله په کاظِمَین ( دوو کاظمو) مشهوره شوه.[۲۸]

د کاظمینو حرم ته جوادَین ( دوه جواده) هم ویل کیږي.[۲۹] همداراز باب التَبن ته د نزدې والي په وجه ورته «مشهد باب التَبْن» هم ویل کېدل.[۳۰] تبن د بغداد له محلو و چې د احمد بن حنبل د زوي عبدالله قبر پکې و.[۳۱]

تاریخچه

د امام موسی کاظم (ع) په مرقد لومړۍ ودانۍ هغه بقعه وه چې یوه کوټه او یوه ګنبده یې لرله.[۳۲] شیعه تاریخ لیکونکي رسول جعفریان د دغه ودانۍ جوړول د مامون عباسي کار ګڼلی دی.[۳۳]

د ال بویه په پړاو کې بیا رغاونه

د کاظمینو حرم د آل بویه په پړاو کې بیا ورغول او ودانۍ یې زیاته شوه. په ۳۳۶ ق کال کې د معزالدوله دیلمي په امر تېره ودانۍ ورانه او د دواړو امامانو په قبر یوه بقعه، ګنبد او د ساج له لرګي جوړه جنګله ورزیاته او خواوشا یې دیوال جوړ شو. هغه همداراز د امنیت د ساتلو لپاره هلته عسکر ځای پر ځای کړل.[۳۴] له معز الدوله وروسته یې زوي عزالدوله دیلمی (۳۶۷-۳۵۶ق)، د حرم بیا رغاونه جاري وساتله او د زایرانو د ارامښت لپاره یې ځینې ځایونه جوړ کړل.[۳۵]

د خطیب بغدادي په راپور، عضدالدوله (۳۷۲-۳۶۷ق) په ۳۶۹ق، کال کې د کاظمینو خواوشا دیوال ودراوه او د کاظمین او بغداد تر مینځ یې یوه روغتون جوړ کړ چې د کاظمینو زایرانو ته به یې خدمات وړاندې کول.[۳۶]

د بغداد د ځینو حنبلیانو په لاس یې ړنګېدا

د کاظمینو حرم د شیعه سني په مذهبي نښتو کې تاوان ولید. په ۴۴۳ق کال کې د اهل سنتو یوې ډلې د بغداد د حنبلیانو په لمسه په کاظمینو برید وکړ، د حرم مالونه یې چور کړل او ضریح او ګنبد یې وسوزاوه.[۳۷] په اومه پېړۍ کې د اهل سنتو د مورخ ابن اثیر په وینا، هغوي د دوو امامانو د قبرونو د کیندلو او د احمد بن حنبل مقبرې ته یې د جسدونو د وړلو اراده لرله خو کوم ویجاړی یې چې رامینځته کړی و د هغه په وجه یې دغه دوه قبرونه ونه پېژندی شول.[۳۸] په ۴۵۰ ق کال کې ارسلان بساسیري حرم بیا ورغاوه او په قبرونو یې یو نوی صندوق جوړ کړ او دوه ګنبدې یې په یو ګنبد بدلې کړې.[۳۹]

د سلجوقیانو په پړاو کې بیارغاونه

په ۴۹۰ق کال کې د برکیارق سلجوقي (۴۸۷-۴۹۸ق) وزیر مَجْدالملک ابوالفضل براوستاني، د کاظمینوحرم بیا ورغاوه.[۴۰] مجد الملک نوي ودانۍ منجمله د دوو منارو یو جومات او د زایرانو د دمې لپاره یو ځای جوړ کړ او د حرم دیوالونو یې په کاشیو سره ښکلې کړل.[۴۱]

د دجلې سیند د سیلاب په وجه تاوان لیدل

د کاظمینو حرم په ۵۶۹ ق کال کې د دجلې سیند د سیلاب په وجه تاوان ولید[۴۲] د وخت خلیفه الناصر لدین الله عباسی (۶۲۲-۵۷۵ق) په ۵۷۵ ق کال کې په حرم کې ځینې تعمیرات وکړل او د انګڼ په خواوشا کې یې ځینې کوټې جوړې کړې.[۴۳] د هغه اقدامات د عباسیانو په پړاو کې اخري رغاونه او بیا رغاونه او تر ټولو پرتمینه ګڼل شوې ده.[۴۴]

په کاظمینو کې مذهبي نښتو کې په ۶۵۴ق کال کې ( د مغولو په لاس د بغداد له سقوطه دوه کاله مخکې) د حرم مالونه چور شول.[۴۵] دا پېښه هغه وخت وشوه چې د کرخ د خلکو په وسیله یو کس ووژل شو او خلک د بغداد له سني میشته محلو څخه د عباسي خلیفه له عسکرو سره یو ځای شول او په کرخ یې برید وکړ.[۴۶] البته د ابن فوطي په روایت، دغه نښتې په ۶۵۳ق کال کې شوې دي.[۴۷]

د مغولو د ناتار په پړاو کې

مغولو په ۶۵۶ق کال کې بغداد ونیوه. په دې پېښه کې، په بغداد کې ډېرې ودانۍ ورانې شوې او د کاظمینو حرم وسوزېد.[۴۸] البته همدا چې امیر قراتای بغداد ته ورسید، عمادالدین عمر بن محمد قزویني یې خپل قایم مقام کړ. عماد الدین د مسجد خلیفه او حرم د بیا رغولو امر وکړ.[۴۹] د جهانګشای جویني د کتاب لیکوال عطا ملک جویني ، له ۶۵۷ تر ۶۸۱ ق کاله پورې د مغولو په پړاو کې د بغداد واکمن و. ویل شوي: هغه حرم ته رسېدلي تاوانونه جبران کړل او هغه یې تېر حالت راوسته.[۵۰] د اتمې قمري پېړۍ نړۍ ګرځندی ابن بطوطه په ۷۲۷ق کال کې بغداد ته په سفر کې، د دوو امامانو په قبر د لرګین ضریح خبر ورکړی چې په سپینو زرو سره پوشل شوی و.[۵۱]

د آل جلایر په پړاو کې

د ال جلایر د حکومت په پړاو کې بغداد او کاظمین د دجلې سیلاب یوړل او د کاظمینو حرم ته هم تاوان ورسید.[۵۲] سلطان اویس جلایری (۷۷۷-۷۵۷ق) حرم بیا ترمیم کړ. د هغه په امر د دوو امامانو په قبرونو دوه صندوقه ولګول شول. [۵۳] هغه همداراز دوه منارې جوړې کړې او حرم یې په هغوي کاشیو سره چې د قرآن سورې پرې لیکل شوې وې مزین کړ.[۵۴] په ۷۷۶ق کال کې د دجلې سیلاب حرم ته ځینې تاوانونه ورسول چې سلطان ویس د خپل وزیر په هڅه، هغه جوړ او د زایرانو استوګنې لپاره یې کاروانسرایونه جوړ کړل.[۵۵]

د صفویانو په پړاو کې

د صفویانو په زمانه کې د کاظمینو حرم بیا ورغول شو. شاه اسماعیل په ۹۱۴ق کال کې بغداد فتح کړ. څه موده پس یې امر وکړ چې د حرم ټولې ودانۍ ورانې شي او په ځای یې یوه ودانۍ جوړه شي چې پکې برنډې، غولی، په شمال کې یو جومات، دوه ګنبدې او دوه منارې جوړې وي.[۵۶] شاه اسماعیل همداراز د دوو امامانو په قبرونو د سپین زرو دوه صندوقونه جوړل کړل.[۵۷] د حرم په دیوالونو د ۹۲۶ق یوه کتبیه لګېدلې چې د شاه اسماعیل اقدامات پکې تشریح شوي دي.[۵۸] شاه اسماعیل خپل ټول مال څوارلسو معصومانو ته وقف کړ چې ځینې برخه یې د کاظمینو حرم ته ورسیده.[۵۹] ویل شوي چې له دې امله چې صفویانو د خپلې سیدۍ نسب امام کاظم (ع) ته رساوه، شاه اسماعیل د کاظمینو حرم ته خاصه توجه لرله.[۶۰]

د عثماني ترکانو (۹۷۴-۹۲۶ق) په زمانه کې، د سلیمان خان په امر ځینې نیمګړتیاوې چې د صفویانو له دورې په حرم کې پاتې وې بشپړې شوې.[۶۱] منجمله د هغه منارې تکمیل چې جوړېدل یې د صفویانو په دوره کې پېل شوې وو، په ۹۷۸ کال کې پای ته ورسیدل.[۶۲]

لومړي شاه عباس په ۱۰۳۲ ق کال کې بغداد بیا ځلې فتح کړ. د هغه په امر د دوو امامانو د قبرونو لپاره پولادي ضریح جوړ شو.[۶۳] خو د ایران او عثمانیانو د اړیکو د خړپړېدو له امله، لګول یې ۱۱۱۵ کال ته وځنډېدل.[۶۴] شاه صفي هم په ۱۰۴۵ ق کال کې په حرم کې ځینې تعمیرات وکړل چې پکې د ګلدستو د بنیادونو پیاوړې کولو ته اشاره کولی شو. [۶۵]

د قاجاریانو په پړاو کې

په ۱۹۷۰ م کې د کاظمینو د حرم یو انځور

د قاجاریانو په زمانه کې د آقامحمدخان قاجار (۱۱۹۳-۱۲۱۲ق) په ملاتړ د کاظمینو د حرم دوه ګنبدې او جنوبي برنډه چې د امام کاظم (ع) د قبر «سر لوري» ته یې لاره لرله، وپوشل شوه او د حرم فرش د مرمرو جوړ شو.[۶۶]

په ۱۲۲۱ ق کال کې ، فتحعلی‌شاه قاجار (۱۲۵۰-۱۲۱۲ق) د کاظمینو د منارو سره زر، آیینه کاري، کاشي کاري او برنډې بیا سمې کړې.[۶۷] په ۱۲۸۲ق کال کې د میرزا خان امیر کبیر وکیل په شیخ العراقیین مشهور عبدالحسین تهراني، د امیر کبیر د میراث له دریمې برخې څځه په حرم کې ځینې جوړونې وکړې او د هغه د برنډو او ایوانونو بیا رغاونه او آیینه کاري یې وکړه. [۶۸]

ناصرالدین‌شاه (۱۳۱۳-۱۲۶۴ق)په ۱۲۸۳ق کال کې د صفوي دورې د ضریح په ځای د سپینو زرو ضریح جوړ کړ. هغه همداراز د حرم ختیځې ډېوډۍ آیینه کاري او طلاکاري کړې.[۶۹] د ناصر الدین شاه تره فرهاد میرزا، انګڼ بیا ورغاوه.[۷۰] هغه د حرم د خواوشا کورونه واخیستل او په انګڼ کې یې ورزیات کړل. همداراز دو ساعته یې، یو د دریو جنوب ورونو د داخلي برنډې لپاسه او یو د دریو ختیځو دروازو د ایوان لپاسه ولګوه.[۷۱]

د صدام له حکومته وروسته

د عراق د بعث ګوند د حکومت په پړاو کې د کاظمینو په حرم کې ودانیز فعالیت ونه شو. د دغه ګوند له سقوطه وروسته د عتبات عالیات د بیا رغاونې د کمېټې له خوا د حرم د پراختیا او بیا رغولولپاره مختلفې پروژې ترسره شوې. د ډیوډیو د کاڼو پیاوړې کول او بدلول، د چت لیوول، د ګنبدو او ګلدستو د خښتو مضبوطول او رغول، د امامین جوادین د قبرونو د صندوقچو جوړول، د ننوتلو د دروازو جوړول، د نویو دروازو جوړول، لیږدول او لګول، د ضریح د ګېر چاپیره کتیبې او مضجع روپوش ګنډل او د حرم په خوا کې د صفویانو د تاریخي جومات احیا او بیا رغاونه هغه کارونه دي چې د عتباتو عالیاتو د بیا رغاونې کمېټې کړې دي.[۷۲] همداراز د ضریح بدلول او د صاحب الزمان او حضرت علي (ع) په نامه د دوو انګڼونو جوړول په دغو فعالیتونو کې شامل دي.[۷۳]

معماري

د کاظمینو حرم ۱۴۵۱۴ مربع میټره رقبه لري چې له دې سره اړوند ودانیو او فضاګانو سره ۲۶ زره مربع میټرو ته رسیږي.[۷۴]

ضریح

د کاظمینو د حرم ضریح

د کاظمینو د حرم د سایټ د راپور له مخې د امام کاظم او امام جواد د قبر ضریحونه د صدام د حکومت له نسکورېدو[۲۰۰۳م) په وروسته پړاو پورې اړه لري.[۷۵] له ۱۳۲۴ ق کال مخکې د سلطان بېګم ډالی شوی ضریح په حرم کې لګېدلی و د دغه ضریح اوږدوالی ۶۷۶ سینټي میټره، سور یې ۵۱۷ سینټي میټره او لوړوالی یې کابو درې نیم میټره و.[۷۶] همداراز د ضریح داخلي چت له لرګي جوړ شوی او پکې په ثلث او نستعلیق خط ځینې کتیبې وې.[۷۷] د سلطان بیګم د ډالۍ شوې ضریح له لګول کېدو مخکې هغه ضریح چې د ناصر الدین شاه په زمانه کې جوړ شوی وی، ۱۰۹ کاله په حرم کې لګېدلی و.[۷۸]

ډېوډۍ

د حرم د ډېوډیو آیینه کاري

د کاظمینو حرم ۴ ډېوډۍ لري چې په مرمرو سره یې فرشونه ښکلې شوې دي.[۷۹] د ډېوډیو دیوالونه تر نیمې پورې په مر مر کاڼو سینګار شوي او نیمه پورته برخه او چت یې آیینه کاري شوی دی.[۸۰] د حرم ډېوډۍ یا رواقونه دا دي:

  1. ختیځه ډېوډۍ: له ختیځه طارمه «باب المراد» او له لویدیځ څخه ضریح ته لاره لري.[۸۱] شیخ مفید او د کامل الزیارات کتاب لیکوال ابن قولویه چې دواړه شیعه محدثان او متکلمان هم دي په دغه ډېوډۍ کې ښځ دي.[۸۲]
  2. لویدیځه ډېوډۍ: له ختیځه ضریح او له لویدیځه طارمه قریش ته لاره لري.[۸۳] په دې کې خواجه نصیرالدین طوسي د ښخېدو له امله په خواجه نصیر ډېوډۍ مشهور دی.[۸۴]
  3. جنوبي ډېوډۍ: له شماله ضریح ته او له جنوبه باب القبلې ته لاره لري.[۵۸]
  4. شمالي ډېوډۍ: له شماله د جامع صفوي جومات په لور او له جنوبه ضریح ته لاره لري.[۸۶]

دروازې

د کاظمینو د حرم له ډېوډیو شپږ ورونه روضې (د ضریح د خواوشا سرپوشلې چاپېریال) ته خلاصیږي. ډېوډۍ هم د اتو ورونو په وسیله له انګڼ سره نښلي.[۸۷] د فرهاد میرزا له اقداماتو وروسته، د حرم رواقونو اوه ورونه لرل چې له یوې مودې پس، د جنت د ورونو د سمبول په توګه چې اته دي، یو ور ورزیات کړی شو.[۸۸] د حرم دروازې له سرو او سپینو زرو او د کنده کارۍ او نستعلیقو خطونو دي او پر هغو د قرآن ځینې ایتونه، په فارسۍ او عربۍ ژبه ځینې شعرونه او د جوړېدو تاریخ لیکل شوی دی.[۸۹]

طارمې (لرګینې برنډې)

د کاظمینو د حرم یوه طارمه

د حرم د ډېوډیو خواشا درې طارمې (برنډې) دي برنډې چت لرونکې او مستطیل شکله دي او په اوسپنزو جنګلو سره له انګڼه جدا کیږی.[۹۰] باب المراد طارمه په ۱۲۸۱ ق کال کې او قبله طارمه په ۱۲۸۵ ق کال کې جوړې شوې دي. [۹۱] د قریشو د طارمې جوړښت هم په ۱۳۲۱ کال کې پېل او په ۱۳۳۲ کال کې پای ته رسېدلی دی.[۹۲]

غولی او دروازې یې

د یوې لیکنې په اساس چې د باب المراد په دیوال لګېدلې، فرهاد مېرزا په ۱۲۹۸ق کال کې د انګڼ د بیا جوړولو امر کړی دی.[۹۳] د انګڼ په خواوشا کې ځینې کوټې جوړې شوې او د هرې کوټې مخې ته یوه برنډه ده.[۹۴] د کاظمینو انګڼ د قاجاریانو د پړاو په لومړیو کې درې اصلي دروازې لرلې چې بره سر یې په لاجوردي کاشیو سره پوشل شوی و.[۹۵] وروسته د هغې د دروازو شمېر لسو ته ورسېد چې دا دي.

په کاظمینو حرم کې د امام کاظم د شهادت دستورې
  • باب المراد: د انګڼ په ختیځ دیوال کې کې واقع دی.
  • باب القبله:د انګڼ په جنوبي دیوال کې واقع دی.
  • باب الفرهادیه:د انګڼ د ختیځ دیوال په شمال ختیځ ګوټ کې واقع دی.
  • باب الرجاء:د حرم په ختیځ دیوال کې دی، دا دروازه د دیوال په لومړۍ ودانۍ کې نه وه او په ۱۳۷۶ق کال کې ورزیاته شوې ده.
  • باب الرحمه: د انګڼ په لویدیځ دیوال کې واقع ده او په ۱۳۷۵ ق کال کې پرانستل شوې ده.
  • باب المغفره: په جنوبي دیوال کې واقع دی او په ۱۳۶۰ ق کال کې پرانستل شوی دی.
  • باب صافی:د انګڼ د دیوال په جنوب لویدیځ ګوټ کې واقع دی.
  • باب صاحب الزمان: د انګڼ په لویدیځ دیوال کې واقع دی.
  • باب الجواهریه:د انګڼ په شمالي دیوال کې واقع دی.
  • باب القریش: په شمالي دیوال کې واقع دی.[۹۷]

د حرم د دروازو لپاسه د قرآن ایتونه، او په فارسۍ او عربۍ ژبه ځینې شعرونه او د هغو د لیکنې نېټه او د لیکوال نوم درج شوی دی.[۹۸]

د حرم تولیت او متولیان یې

په پینځمه قمري پېړۍ کې کاظمین چې د بغداد له محلو و جدا شو او ورته جدا نقیب او ساتونکی وټاکل شو. د نقیبانو یوه دنده، د حرم په چارو څارونه وه. له دې مخکې حرم د قیّم په وسیله چلېده.[۹۹] په المشهد الکاظمي تاریخ کتاب کې د کاظمینو د ۲۷ قیم یا نقیبانو خبره شوې چې پکې د طاووس د کورنۍ د عالم سید عبدالکریم بن احمد حلی (۶۴۸-۶۹۳ق)نوم لیدل کیږي.ابن جعفر القیم، ابوطالب علوی، علی بن علی، مشهور په فاخر علوی (وفات کابو ۵۶۹ق) او نجم‌الدین علی بن موسوي چې د اومې پېړۍ له علمانو څخه دي د کاظمینو نقیبان وو.[۱۰۰]

د صفویانو په پړاو کې، د کاظمینو د حرم اداره کول، مَشیخة الاسلام ته وسپارل شو. مشیخة الاسلام یوه اداره وه چې صفویانو د مشیخه ترکیه په مقابل کې چې مرکز یې په استانبول کې و جوړه کړه او مرکز یې په کاظمین کې وټاکه. د دغه مرکز له دندو څخه د کاظمینو د حرم مدیریت او چلول وو.[۱۰۱] کله چې عثمانیانو په عراق کې قدرت ترلاسه کړ، د کاظمین د حرم تولیت د ربیعه په نوم یو کس ته چې مخکې د کعبې متولي و وسپارل شو.[۱۰۲] له هغه وروسته د کاظمینو د حرم د متولیانو په اړه کره معلومات نیشته؛ یوازې د عبدالحمید کلیددار (۱۲۸۲-۱۳۳۶ق) او پلار یې شیخ طالب شیبی څخه د حرم د متولي په توګه یادونه شوې ده. ۱۰۳] تر دې چې عبدالنبی کاظمی (۱۱۹۸-۱۲۶۵ق) چې د تفرشي په نقد الرجال کتاب یې یوه تکمله لیکلې، د حرم تولیت په غاړه واخیست. له عبدالنبي وروسته یې بچیانو او لمسیانو دغه منصب په غاړه درلود.[۱۰۴]

اوس ډاکټر حیدر حسن الشمري د کاظمینو د حرم تولیت په غاړه لري.[۱۰۵]


په حرم کې ښخ شوي کسان

د کاظمینو د حرم نقشه چې د شیخ مفید، ابن قولویه او خواجه نصیرالدین طوسي قبرونه ښیي.

اصلي مقاله: په کاظمینو حرم کې د ښخ شوي کسان لړلیک

د کاظمینو په حرم کې زیات کسان ښخ شوي چې پکې سیاسي او علمي شخصتیونه هم شته دي.[۱۰۶] په تاریخ المهشد الکاظمي کتاب کې تر دېرشو زیاتو کسانو نومونه اخستل شوي چې د بني عباسو په زمانه کې د کاظمینو په حرم کې ښخ شوې دي. منجمله شپږم عباسي خلیفه ابوعبدالله محمد امین د هارون عباسي مېرمن زبیده او شیعه محدث ابن قولویه (وفات ۳۶۸ق) یادولی شو.[۱۰۷]

د عباسیانو له پړاو وروسته په حرم کې د ښخېدونکو کسانو شمېر زیات شو.[۱۰۸] په کاظمینو حرم کې د ځینو ښخو شویو کسانو نومونه دا دي:

  • معزالدوله دیلمی ( وفات ۳۵۶) د آل بویه له پاچاهانو [۱۰۹]
  • شیخ مفید، امامیه متکلم او فقیه [۱۱۰]
  • خواجه نصیرالدین طوسی (۵۹۷-۶۷۲ق)[۱۱۱]
  • موسی بن ابراهیم بن موسی بن جعفر، مشهور په ابوسبحه د امام کاظم له لمسیو [۱۱۲]‏ او د سلسلة الذهب حدیث له راویانو [۱۱۳] دی .[۱۱۴]
  • فرهاد میرزا (۱۲۳۳-۱۳۰۵ق) د نایب السلطنه عباس میرزا زوی او د ناصر الدین شاه تره.[۱۱۵]

ځانګرینې لیکنه

د کاظمینو د حرم په اړه جدا کتابونه لیکل شوي دي چې منجلمه تاریخ المشهد الکاظمی، لیک د محمدحسن آل یاسین (وفات ۱۳۷۲ق) دی. لیکوال په دې کتاب کې د عباسیانو، آل بویه، سلجوقیانو، مغولو ، صفویانو، عثمانیانو او قاجاریانو په زمانه کې د کاظمینو د حرم تاریخ لیکلی دی.[۱۱۶] همداراز په یوه برخه کې یې د حرم د حالت په اړه راپور ورکړی دی.[۱۱۷] کتاب ځینې پېوستونه لري چې پکې د امام کاظم بچیان، نقیبان ، متولیان او په حرم کې ښخ شوي کسان او میوزیم یې ذکر شوی دی.[۱۱۸] غلام رضا اکبري دا کتاب په فارسۍ ژبه د تاریخ حرم کاظمین په نوم ژباړلی دی.

تاریخ امامین الکاظمین و روضتها الشریفه لیک د جعفر النقدی( وفات ۱۳۷۰ق)[۱۱۹] او مشهد الکاظمین لیک د مصطفی جواد کتابونه، هغه نور اثار دي چې د کاظمینو د حرم په اړه لیکل شوې دي. [۱۲۰]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن اثیر، علی بن ابی‌کرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۹۶۵ق/۱۳۸۵ق.
  • ابن عنبه حسنی، عمدة الطالب فی انساب آل ابی طالب، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • ابن فوطی، عبدالرزاق بن احمد، الحوادث الجامعه فی مأئة السابعه، تحقیق: مهدی عبدالحسین نجم، بیروت، دار الکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، بی‌تا.
  • اعتمادالسلطنه، محمدحسن‌خان، روزنامه خاطرات، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۷۷ش.
  • آل یاسین، محمدحسن، تاریخ المشهد الکاظمی، الامانه العامه للعتبة الکاظمیة المقدسه، ۱۴۳۵ق/۲۰۱۴م.
  • امینی هروی، امیر صدرالدین ابراهیم، فتوحات شاهی تاریخ صفوی از آغاز تا۹۲۰ قمری، تصحیح و توضیح و تعلیقات از محمدرضا نصیری، تهران: انجمن آثار و مفاخر فرهنگی، ۱۳۸۳ش.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، کتابنامه امام کاظم علیه‌السلام، کنگره جهانی حضرت رضا علیه‌السلام، ۱۳۷۰ش.
  • ایدرام، حسن، سیمای کاظمین، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • ایزدی، حسین، «تاریخچه حرم کاظمین» در مجموعه مقالات همایش سیره و زمانه حضرت امام موسی کاظم علیه‌السلام، قم، انجمن تاریخ‌پژوهان حوزه علمیه قم، ۱۳۹۲ش.
  • بوداق منشی قزوینی، جواهر الاخبار، (بخش ایران از قراقوینلو تا سال ۹۸۴ق)، مقدمه و تصحیح و تعلیق از محسن بهرام‌نژاد، تهران، نشر میراث مکتوب ۱۳۷۸ش.
  • جعفریان رسول، اطلس شیعه، سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، ۱۳۹۱ش.
  • حسینی جلالی، محمدحسین، مزارات اهل بیت(ع) و تاریخها، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.
  • خلیلی، جعفر، موسوعة العتبات المقدسة (ج۱۰=قسم الکاظمین)، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۷م.
  • شوشتری، قاضی نورالله، مجالس المؤمنین، تهران: کتاب‌فروشی اسلامیه، ۱۳۷۷ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۳ق.
  • علوی، احمد، راهنمای مصور سفر زیارتی عراق، قم، معروف، ۱۳۸۹ش.
  • فیض قمی، میرزا عباس، تاریخ کاظمین و بغداد، قم: ۱۳۲۷ش.
  • قزوینی رازی، عبدالجلیل، نقض، تهران، انتشارات انجمن آثار ملی، ۱۳۵۸ش.
  • قزوینی، ابوالحسن، فواید الصفویه، به تصحیح و مقدمه مریم میر احمدی، تهران: موسسه مطالعات و تحقیقات فرهنگی، ۱۳۶۷ش.
  • محدث قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال فی تواریخ النبی، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • موسوی زنجانی، سید ابراهیم، جولة فی الاماکن المقدسه، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • میلانی، محمد، راهنمای عتبات عالیات، مشهد، نشر محب، ۱۳۷۷ش.
  • موقع العتبة الکاظمیة المقدسه، الأمین العام للمزارات الشیعیة یقدم التهانی والتبریکات إلی الأستاذ الدکتور جمال عبد الرسول الدباغ، انتشار: ۱۴/ ۷/ ۲۰۱۶، بازبینی ۳۰ آبان ۱۳۹۷ش.
  • تاریخ آستان مقدس کاظمین، آستان مقدس کاظمین، بازبینی: ۳۰ آبان ۱۳۹۷ش.
  • کاظمین، وبگاه ستاد بازسازی عتبات عالیات، تاریخ بازدید: ۵ خرداد ۱۴۰۰ش.

بهرنۍ لینکونه