منځپانگې ته ورتلل

کرخ

د wikishia لخوا
کرخ
د بغداد یوه زړه نقشه چې له ۱۵۰ څخه تر ۳۰۰ هجري پورې وه
د بغداد یوه زړه نقشه چې له ۱۵۰ څخه تر ۳۰۰ هجري پورې وه
هیوادعراق
ولایتبغداد
ژبهعربي
دینونهاسلام
مذهبشیعه
د تاسیس کال۱۵۷ق
زیارت ځایونهد څلورو نوابانو مقبره
جوماتونهبراثا جومات


کَرْخ د بغداد له هغو پخوانیو سیمو څخه یو سیمه ده چې د اسلامي کلیزې په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې د شیعیانو مرکز و. په بغداد کې کرخ لومړی ځل په ۱۵۷ هجري قمري کال کې د منصور عباسي په امر د بغداد د بازار په توګه جوړ شو. په څلورمه پېړۍ کې د آل بویه په راڅرګندېدو سره، شیعه مذهب په بغداد کې خپور شو، او کرخ د شیعیانو اصلي مرکز شو. د کاظمین زیارت او د څلورو نایبانو د استوګنې ځای په دې سیمه کې د شیعه مذهب د خپریدو له نورو عواملو څخه ګڼل کیږي.

د تاریخ پوهانو په وینا، شیعیانو د آل بویه د حکومت په ملاتړ سره په کرخ کې لوی ځواک ترلاسه کړ. تر دې چې د شیعیانو ځینې مراسم، لکه د محرم په میاشت کې ماتم او د غدیر د اختر لمانځل، د لومړي ځل لپاره په دې ښار کې ترسره شول.

د قمري کال په څلورمه او پنځمه پېړۍ کې، د کرخ د شیعیانو او سنیانو ترمنځ شخړې رامنځته شوې، چې ښار، کورونو او خلکو ته یې ډېر زیان ورساوه. په پای کې، وروسته له هغه چې سلجوقیانو په کرخ برید وکړ، د شیعو علمي مرکز نجف ته ولېږدول شو.

پیژندنه او مقام

کرخ په بغداد کې یو مالت دی چیرې چې شیعو د اسلامي تقویم په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې وده وکړه او ډیره پراختیا یې ومونده.[۱] د امام رضا(ع) په یوه حدیث کې، کرخ په بغداد کې تر ټولو خوندي ځای بلل شوی دی.[۲] څلورو نایبانو د لنډمهاله غیبت په دوره کې کرخ د شیعیانو مرکز ګرځولی و.[۳]

کرخ د بغداد په لوېدیځه برخه کې موقعیت درلود، او د هغې په مقابل کې، د بغداد په ختیځه برخه کې، د رَصافه مالت و، چې د سنیانو مرکز و.[۴] د کرخ په نوم نور ځایونه هم شته چې ممکنه د بغداد کرخ سره ګډوډ شي؛ لکه د سامرا کرخ، د جُدّان (یا جَدّان) کرخ، د خوزستان کرخ، او د میسان کرخ.[۵]

جوړښت

د کرخ ښار په لومړیو کې د دجلې په غاړه یو کلی و.[۶] تاریخ پوهان وايي چې دا سیمه په ۱۵۷ هجري کال کې د منصور عباسي په امر جوړه شوې وه؛[۷] خو د حدود العالم په کتاب کې، چې د څلورمې هجري پېړۍ جغرافیایي کتاب دی، د کرخ د جوړولو پیل د مامون عباسي له وخت او د هغې بشپړیدل د المعتصم په وخت پورې منسوب شوي دي.[۸]

تاریخ پوهان وايي چې د بغداد له تاسیس وروسته، منصور امر وکړ چې د بغداد بازار له ښار څخه بهر ولیږدول شي.[۹] کله چې بازار له بغداد څخه کرخ ته ولېږدول شو، د تاجرانو سربیره، کوچني سوداګر لکه قصابان هم هلته کډه شول.[۱۰] له همدې امله، د دوی د راټولیدو لپاره یو جومات جوړ شو.[۱۱] په تدریجي ډول، ځینو خلکو خپل کورونه هم هلته ولېږدول.[۱۲] د څلورمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي مَقدِسی په وینا، کرخ، یو څه وخت وروسته، دومره آباد شو چې د بغداد تر ټولو زیات آبادي لرونکې سیمه ګڼل کېده.[۱۳]

د شیعیانو خپریدل

ابن جوزي، چې د شپږمې پېړۍ یو تاریخ پوه دی، په دې باور دی چې شیعه مذهب په ۳۳۱ هجري کال کې په کرخ کې په خپریدو شو؛[۱۴] تر دې حده چې دا په ۳۶۱ هجري کال کې د شیعه مذهب مرکز وګڼل شو.[۱۵] ځینې پوهان په دې باور دي چې کرخ په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې د شیعیانو کلتوري مرکز و.[۱۶] په څلورمه پېړۍ کې د آل بویه له راڅرګندېدو سره، په بغداد کې د شیعه کلتور د خپریدو لپاره یوه ازاده فضا رامنځته شوه، او شیعه عالمانو له دې فرصت څخه ګټه پورته کړه ترڅو د اهل بیتو(ع) تعلیمات خپاره کړي.[۱۷] هغه عوامل چې په کرخ کې یې د شیعیانو شتون پیاوړی کړ په لاندې ډول یاد شوي دي:

  1. د قریش په هدیره کې او کرخ ته نږدې د کاظمین د امامانو د زیارت شتون.[۱۸]
  2. د څلورو نایبانو شتون: دوي د بغداد په کرخ کې د استوګنې له لارې دا د شیعیانو لپاره یو مرکز جوړ کړ او دې سیمې ته د شیعه عالمانو د مهاجرت لامل شو.[۱۹]
  3. د براثا جومات: د ځینو څېړونکو په وینا، له دې سببه چې شیعیانو دا جومات مقدس ګڼلو، نو دوی ورته ځانګړې پاملرنه کوله او هلته به راټولیدل.[۲۰]
  4. علوي نقیبان.[۲۱]
  5. د آل بویه د حکومت ملاتړ.[۲۲]

د شیعه مراسمو او دیني پروګرامونو ترسره کیدل

ویل کیږي چې ځینې شیعه مذهبي مراسم، لکه د عاشورا ماتم او د غدیر د اختر لمانځل، لومړی په کرخ کې ترسره شول.[۲۳] د اوومې پېړۍ د تاریخ پوه ابن اثیر په وینا، د ۳۵۲ هجري قمري کال د محرم په لسمه نیټه، د هغه وخت د بغداد والي مُعِزُّالدّوله په امر، د کرخ دوکانونه او بازار وتړل شول، خلکو تورې جامې واغوستې، په ټول ښار کې عام ماتم او نوحه خواني وشو، او سنيانو د شیعیانو د ځواک له امله دوي سره د مقابلې توان نه درلود.[۲۴] د همدې کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه، معز الدوله د غدیر خم د اختر په مناسبت د جشن او خوښۍ د مراسم ترسره کولو امر وکړ له همدې امله، ښار سينګار شو او لکه څنګه چې د نورو جشنونو دود و، دوی اورونه بل کړل او ډولونه او شپیلۍ یې وغږولې.[۲۵]

د سنیانو او ترکیانو سره شخړې

د اسلامي کلیزې په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې، په کرخ کې د شیعیانو او سنیانو ترمنځ شخړې رامنځته شوې.[۲۶] دا شخړې به کله ناکله د اور لګېدو لامل شوې چې خلک په په کې ووژل شو او ټپیان به شول او کورونه، دوکانونه او جوماتونه به په کې ویجاړ شول.[۲۷] د ابن اثیر په وینا، په ۳۹۱ هجري کال کې، په بغداد کې ترکانو د آل بویه د وزیر ابو نصر شاپور پر وړاندې پاڅون وکړ.[۲۸] ابو نصر له بغداده وتښتېد او د کرخ د شیعیانو او ترکیانو ترمنځ سخته شخړه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ډېر خلک ووژل شول.[۲۹] په دې پېښه کې سنيانو هم له ترکانو سره مرسته وکړه.[۳۰] په ۴۴۱ هجري کال کې، د کرخ خلک د عاشورا په ورځ له ماتم کولو څخه منع شول؛ خو شیعیانو د دې بندیز له منلو څخه انکار وکړ او ماتم یې پیل کړ. په پایله کې، د شیعیانو او سنیانو ترمنځ یوه لویه شخړه رامنځته شوه، او ډیری یې ووژل شول او ټپیان شول.[۳۱]

ويل کېږي چې د بغداد يو له مهمو مالتونو څخه، چې د «باب البصرة»، په نوم يادېږي، په دې ښار کې د حنبليانو د اوسیدو ځای و، چې ډېر متعصب وو او په دوامداره توګه به د کرخ د شيعه مالت سره په سيالۍ او شخړه کې ښکېل وو.[۳۲] د ابن اثیر په وینا، د ډیرو شخړو وروسته، شیعه ګانو پریکړه وکړه چې د یو دیوال په جوړولو سره کرخ د سنيانو له یرغل څخه وساتي.[۳۳] سنيانو هم د دوي په مقابله کې خپله سيمه د ديوال په جوړولو سره جلا کړه؛ خو حتی د دې دیوالونو جوړول هم د دوي ترمنځ د شخړو مخه ونه نیولی شوه.[۳۴] په ۴۴۵ هجري کال کې، کله چې د شیعه او سني ترمنځ لویه شخړه رامنځته شوه، ترکانو د کرخ بازار وسوځاوه او ډېر خلک له کرخ څخه نورو سیمو ته لاړل.[۳۵]

بالاخره، په ۴۴۷ هجري کال کې، کله چې لومړی سلجوقي پاچا طغرل کرخ ته ورسېد، د ښار دار العلم، د هغې له ټولو کتابونو سره یوځای، وسوځول شو.[۳۶] په ۴۴۹ هجري کال کې د شیخ طوسي په کور برید وشو او د هغه د درس څوکۍ او کتابچې هم وسوځول شوې.[۳۷] په دې توګه، شیخ طوسي نجف ته هجرت وکړ، او هلته یې د نجف اشرف دیني حوزه تاسیس کړه.[۳۸] د هغه په مهاجرت سره، د بغداد د عقلي کلامي مکتب د زوال ښکار شو.[۳۹]

مذهبي او کلتوري ودانۍ

د براثا جومات

د براثا جومات یوه منظره

بَراثا یا بُراثا په کرخ کې د شیعیانو لپاره یو مقدس جومات دی. د ځینو روایتونو له مخې، کله چې امام علي(ع) د نهروان له جګړې څخه راستون شو، نو په جومات کې پاتې شو، او هلته هغوي ځینې کرامتونه وکړل.[۴۰] د دریمې پیړۍ په وروستیو او د څلورمې پیړۍ په لومړیو کې، د براثا جومات په بغداد کې د شیعه فعالیتونو مرکز شو چې یو کار یې د شیعه احادیثو خپرول وو.[۴۱]

د څلورو نایبانو قبرونه

د څلورو نایبانو قبرونه په کرخ کې موقعیت لري: د عثمان بن سعید قبر د درب جبله جومات کې دی،[۴۲] چې د اوس هغه د شورجه بازار دی.[۴۳] محمد بن عثمان په کرخ کې په خپل کور کې دفن شوی دی،[۴۴] چې اوس د شیخ خلّاني په مالت پیژندل کیږي.[۴۵] د حسین بن روح نوبختي قبر د کرخ په نوبختیه مالت کې دی.[۴۶] او د علي بن محمد سمري قبر د خَلَنجی په مالت کې دی.[۴۷]

فوټ نوټ

  1. احمدی، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، ص۸.
  2. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۷۱.
  3. حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۹.
  4. یعقوبی، شیعیان بغداد، ۱۳۸۵ش، ص۳۰-۳۲.
  5. اصفهانی، «کرخ در قلمرو تاریخ»، ص۱۴۱ و ۱۴۲.
  6. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۷۳ش، ص۳۷۹.
  7. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۶۵۳؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۹۸؛ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۴۴۸.
  8. حدود العالم، ۱۳۶۲ش، ص۱۵۴.
  9. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۶۵۳؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۹۹؛ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۴۴۸.
  10. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۹۹.
  11. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۰۰.
  12. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۶۵۳.
  13. مقدسی، احسن التقاسیم، ۱۴۱۱ق، ص۱۲۰.
  14. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۲۷.
  15. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۸، ص۶۱۹.
  16. احمدی، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، ص۲۱.
  17. احمدی، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، ص۲۱.
  18. جاویدان، «کرخ مرکز تشیع در بغداد»، ص۱۳۱؛ احمدی، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، ص۲۰.
  19. یعقوبی، شیعیان بغداد، ۱۳۸۵ش، ص۳۸.
  20. احمدی، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، ص۲۰.
  21. یعقوبی، شیعیان بغداد، ۱۳۸۵ش، ص۳۹.
  22. یعقوبی، شیعیان بغداد، ۱۳۸۵ش، ص۴۰.
  23. احمدی، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، ص۲۷.
  24. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۸، ص۵۴۹.
  25. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۸، ص۵۴۹ و ۵۵۰.
  26. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۵، ص۱۲۵.
  27. د مثال په توګه وګورئ: ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۳، ص۱۹۹ و ۳۴۹، ج۱۴، ص۲۱۵ و ۲۲۷ و ۲۸۱، ج۱۵، ص۱۲۵ و ۱۷۵.
  28. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۱۶۸.
  29. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۱۶۸.
  30. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۱۶۸.
  31. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۶۵۱.
  32. جعفریان، اطلس الشیعة، ص۳۴۰-۳۴۳.
  33. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۶۵۱.
  34. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۶۵۱.
  35. ابن‌اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۵۹۴.
  36. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۱، ص۵۳۴.
  37. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۶، ص۱۶.
  38. آقابزرگ تهرانی، طبقات اعلام الشیعه، ۱۴۳۰ق، ج۲،ص۱۶۲.
  39. عابدی، مکتب کلامی قم، ۱۳۸۴ش، ص۴۱.
  40. شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۱۹۹ و ۲۰۰.
  41. صادقی، «براثا»، در دایرة المعارف بزرگ اسلامی.
  42. اصفهانی، «کرخ در قلمرو تاریخ»، ص۱۵۶ و ۱۵۷.
  43. گروهی از نویسندگان، ره توشه عتبات عالیات، ۱۳۹۱ش، ص۳۶۷.
  44. اصفهانی، «کرخ در قلمرو تاریخ»، ص۱۵۶.
  45. گروهی از نویسندگان، ره توشه عتبات عالیات، ۱۳۹۱ش، ص۳۶۷.
  46. اصفهانی، «کرخ در قلمرو تاریخ»، ص۱۵۷.
  47. شیخ طوسی، الغیبة، ص۱۴۱۱ق، ۳۹۶.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۳۰ق.
  • ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • احمدی، محمدقاسم، «کرخ بغداد، پایگاه تشیع در سده‌های چهارم و پنجم هجری»، در مجله تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شماره ۲۸، تابستان ۱۳۸۸ش.
  • اصفهانی، عبدالله، «کرخ در قلمرو تاریخ»، در مجله فرهنگ زیارت، شماره ۱۷، زمستان ۱۳۹۲ش.
  • جاویدان، محمدعلی، «کرخ مرکز تشیع در بغداد»، در مجله وقف میراث جاودان، شماره ۲۵ و ۲۶، بهار و تابستان ۱۳۷۸ش.
  • جعفریان، رسول، اطلس الشیعة؛ دراسة للجغرافیة الدینیة للتشیع، تعریب: نصیر الکعبی؛ سیف علی، المرکز الأکادیمی للأبحاث، ۲۰۱۳م.
  • حدود العالم، به‌کوشش منوچهر ستوده، تهران، کتابخانه طهوری، ۱۳۶۲ش.
  • حسین، جاسم، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ترجمه سید محمدتقی آیت‌اللهی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
  • خطیب بغدادی، ابوبکر احمد بن علی، تاریخ بغداد و ذیوله، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
  • دینوری، ابن قتیبه، الاخبار الطوال، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۳۷۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، دار المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • صادقی، مریم، «براثا»، در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۱ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • عطائی نظری، حمید، «نگاهی به ادوار و مکاتب کلامی امامیه در قرون میانی»، در مجله آینه پژوهش، شماره ۱۷۱، مرداد و شهریور ۱۳۹۷ش.
  • گروهی از نویسندگان، ره توشه عتبات عالیات، تهران، مشعر، ۱۳۹۱ش.
  • مقدسی، محمد بن احمد، احسن التقاسیم فی معرفة الاقالیم، قاهره، مکتبة مدبولی، ۱۴۱۱ق.
  • موسوی، سید حسن، و نورالله کسایی، «پژوهشی پیرامون زندگی سیاسی و فرهنگی نواب اربعه»، در مجله دانشکده ادبیات و علوم انسانی دانشگاه تهران، شماره ۳۸، تابستان ۱۳۷۸ش.
  • یاقوت حموی، معجم البلدان، بیروت، دار صادر،‌ ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، محمدطاهر، شیعیان بغداد، قم، شیعه شناسی، ۱۳۸۵ش.

باندنۍ تړنې