هاجر

د wikishia لخوا

هاجَر یا بي بي هاجره د حضرت ابراهیم(ع) مېرمن او د حضرت اسماعیل مور د مصر د پاچا وینځه وه چې د ابراهیم مېرمنې ساره ته ډالۍ شوه او ساره هغه په حضرت ابراهیم(ع) خرڅه کړه او څه موده پس ترې اسماعیل پېدا شو.

د اسماعیل په زوکړې پسې په دې خبره د بي بي ساره له خپګانه وروسته چې هاجر د بچي مور شوه او زما بچی نه کیږي، ابراهیم د خدای په امر هاجر او بچی یې له شامه مکې ته چې په هغه وخت کې وچه کلکه دښته وه او څوک پکې نه وو استوګن، بوتله، د تورات په روایت، چې له اسلامي سرچینو سره فرق لري، د هاجر هجرت د اسحاق له زوکړې وروسته او بې د حضرت ابراهیم له ملګرتیا و، د هاجر مزار په حجر اسماعیل کې دی.

کورنۍ

د یو نقل له مخې، هاجر د مصر د پاچا لور وه چې د مصر په خلاف د عین الشمس د خلکو له ډله ایزې بلوا وروسته په وینځتوب بوتلل او د مصر په نوي پاچا خرڅه کړې شوه.[۱] په یو تاریخي روایت کې، د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) له خپلو اصحابو غوښتي وو چې د مصر له خلکو سره په نرمۍ سره چلند وکړي ځکه چې هاجر له هغوي وه.[۲]

هاجر، ساره ته د مصر د پاچا ډالۍ

د ابن اثیر له راپور سره سم، حضرت ابراهیم په کابو اویا کلنۍ کې د خدای له لوري مامور شو چې له بابله هجرت وکړي[۳] له دې امله له خپلې مېرمنې ساره، وراره حضرت لوط او یو شمېر نورو پېروانو سره مصر ته لاړ. د مصر پاچا په ساره بد نظر وکړ او ابراهیم د تقیې له مخې، ځان د ساره ورور معرفي کړ. د ابن اثیر په قول، هر ځل چې د مصر پاچا ساره ته بده اراده وکړه، لاس به یې وچېده. درې ځله دغه پېښه تکرار شوه تر دې چې پاچا له ساره وغوښتل دعا وکړي چې لاس یې سم شي. د ساره له دعا وروسته پاچا هغه ازاده کړه او هاجر یې چې یوه قبطي وینځه وه هغې ته ډالۍ کړه.[۴] د علامه طباطبایي په وینا دا چې ابراهیم ساره خپله خور معرفي کړې وي د نبوت له مقام سره نه ښایي او د اوسني تورات له تناقضاتو دي چې د اهل سنتو په تاریخي او حدیثي کتابونو کې ننوتې دي.[۵] همداراز د یو روایت له مخې چې علامه طباطبایي له الکافي نقل کړی ابراهیم په دې کیسې کې ساره خپله مېرمنه معرفي کړه او هر ځل چې به د پاچا لاس وچ شو د حضرت ابراهیم په دعا سره به سمېده.[۶]

له شامه مکې ته د هجرت کیسه

د ابراهیم له ساره بچي نه کېدل له دې امله ساره، هاجر په هغه خرڅه کړه چې شاید ابراهیم ترې د بچي خاوند شي.[۷] څه موده پس چې د هاجرې بي بي، حضرت اسماعیل وشو،[۸] دا خبره د ساره د خپګان سبب شوه چې په خپله یې اولاد نه درلود[۹] له دې وروسته خدای تعالی ابراهیم ته امر وکړ چې اسماعیل او مور یې له شامه د مکې ټاټوبي ته بوځي.[۱۰] ابراهیم هغه دواړه مکې ته چې په هغه زمانه کې وچه او شاړه دښته وه بوتلل او هغه په هغه ځای کې چې وروسته پکې د خدای کور بیا ورغول شو، د اوسني زمزم کوهي په څنګ کې پرېښودل.[۱۱] د هاجر نوم په قرآن کې نه دی راغلی خو په ابراهیم سوره کې له شامه مکې ته د هغې د بوتلل کېدو کیسې ته اشاره شوې ده.[۱۲]

هاجر حضرت ابراهیم ته په خطاب کې:« ایا مونږ په داسې ټاټوبي کې چې نه پکې څوک ملګری شته نه اوبه او خواړه، پرېږدې. ابراهیم هغې ته وویل: هغه خدای چې ماته یې د دې کار امر کړی ستاسو لپاره بس دی.[۱۳]

د هغه روایت په اساس چې له امام صادقه نقل شوی، هغه وخت چې ابراهیم، هاجر او اسماعیل د مکې په ټاټوبي کې پرېښوده او ستون شو، اسماعیل تږی شو اوهاجر د اوبو موندلو لپاره اوه ځله د صفا او مروه غرونو په مینځ کې لاړه راغله، خو اوبه یې پېدا نه کړې. هاجر چې کله اسماعیل ته نزدې شوه وې لیدل چې هغه له تندې په ځمکه پښې راښکلي او تر پښو لاندې یې چینه راخوټېدلې ده چې وروسته د زمزم په څاه مشهوره شوه، دغه پېښه د حج د یو عمل په توګه د صفا مروه تر مینځ د سعي (منډو وهلو) د واجبوالي سبب شوې ده.[۱۴]

د اسلامي سرچینې له مخې د بي بي هاجرې هجرت د اسحاق له زوکړې مخکې او له دې امله و چې ساره بي بي د هاجر د بچي په پېدا کېدو خپه وه[۱۵] په داسې حال کې چې د تورات د راپور په اساس، هاجر د اسحاق له زوکړې وروسته مکې ته تللې ده.[۱۶] په تورات کې له شامه مکې ته د هاجر او اسماعیل د بوتللو لپاره ابراهیم ته د خدای د حکم سبب داسې بیان شوی چې ساره ولیدل اسماعیل، اسحاق تنګوي . ابراهیم ته یې وویل د دې وینځې (هاجر) بچي زما د بچي په شتون کې ستا وارث نه شي کېدی؛ هغه او بچی یې له کوره وباسه.[۱۷] همداراز د تورات د روایت په اساس او د اسلامي روایتونو په خلاف[۱۸] ابراهیم په دغه هجرت کې له هاجر او اسماعیل سره ملګری نه و.[۱۹]

د حجر اسمعیل انځور او د هاجر د ښخولو ځای.

وفات

د یو قول مطابق هاجر په نوي کلنۍ کې وفات شوه[۲۰] د هغه حدیث مطابق چې له امام صادق(ع)نقل شوی اسماعیل، هاجر په حجر اسماعیل کې ښخه کړه او قبر یې لوړ کړ او لپاسه یې پرې یو دیوال جوړ کړ چې خلک پرې ونه ګرځي.[۲۱]

د ځینو روایتونو په اساس، د هغې د قبر د درناوي له امله ده چې مسلمانان د کعبې د طواف په وخت له حجره تاویږي او باید په هغې کې داخل نه شي چې د هاجر په قبر پښه کې نه ږدي.[۲۲]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. بلعمی، تاریخنامه طبری، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۵۰۳.
  2. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  3. ابن اثیر، الکامل،۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۰.
  4. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  5. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۲۲۶-۲۲۹.
  6. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۲۳۱-۲۳۲.
  7. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۲۳۱.
  8. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  9. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۸.
  10. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۸.
  11. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۸.
  12. سوره ابراهیم، آیه ۳۷.
  13. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶۰.
  14. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۳۲.
  15. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۸.
  16. کتاب مقدس، تکوین، ۲۱: ۹-۱۲.
  17. کتاب مقدس، تکوین، ۲۱: ۹-۱۲.
  18. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۳۲؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶۰.
  19. کتاب مقدس، تکوین، ۲۱: ۹-۱۲.
  20. ابن سعد، الطبقات‏ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۴
  21. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷.
  22. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۹۳.

سرچينې

  • قرآن
  • کتاب مقدس.
  • ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، ‌دار صادر -‌دار بیروت، ۱۳۸۵ق.
  • ابن سعد، الطبقات الکبرى، تحقيق محمد عبد القادر عطا، بيروت، دار الکتب العلمية، چاپ اول، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • بلعمی، تاریخنامه طبری، تحقیق محمد روشن، تهران، انتشارات البرز، ۱۳۷۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مکتبة النشر الإسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • قمی، علی بن ابرهیم، تفسیر القمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کلينى، محمد بن يعقوب، الکافي، تهران، اسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.