منځپانگې ته ورتلل

ذعلب یماني

د wikishia لخوا

ذِعْلِب یَماني د امام علي(ع) له ملګرو څخه و. د رجال د علم پېژندونکو عالمانو لکه عبدالله مامقاني او سید محسن امین په وینا، نوموړي له امام علي(ع) څخه، وروسته تر هغه چې امام خلافت ته ورسېد، د خدای د لیدو په اړه پوښتنه وکړه.[۱] دا مکالمه د نهج‌البلاغې په ۱۷۹مه خطبه، او د الکافي، الارشاد او الاحتجاج په څېر روایي کتابونو کې ثبت شوې ده.[۲] کله چې امام علي(ع) دا جمله وفرمایله: سَلُونِي قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِي (له ما وپوښتئ مخکې له دې چې ما له لاسه ورکړئ)، ذِعلِب ترې وپوښتل: ایا تا خپل پروردګار لیدلی دی؟ امام ورته ځواب ورکړ: زه هغه نه لمانځم (عبادت یې نه کوم) چې نه مې وي لیدلی. بیا ذعلب د خدای د لیدو د څرنګوالي پوښتنه وکړه. امام وفرمایل: خدای د سر په سترګو نه لیدل کېږي، بلکې د زړه په سترګو لېدلی کېږي.[۳] امام علي علیه‌السلام بیا د جملو په ترڅ کې خدای داسې وصف کړ چې ذعلب بې‌هوښه شو. وروسته یې قسم وخوړه چې تر اوسه یې داسې ځواب نه و اورېدلی او نور به دا موضوع نه مطرح کوي.[۴]

له دې پوښتنې مخکې، چې امام علي(ع) د خپل علم د پراختیا، پر تورات او انجیل واک، او د قرآن د معناوو او حقایقو پر پوهه خبرې کړې وې. ذعلب خپلو ملګرو ته ویلي وو: نن به علي شرمنده کړم.[۵] ځینو دا خبره د هغه د بې‌ادبۍ او ناپوهۍ نښه بللې ده.[۶] خو ځینې نور بیا د امام د ځواب له اورېدو وروسته د هغه بې‌هوشي او توبه د ده د عقیدې بدلون او د ایمان نښه ګڼي.[۷]

وایي چې د ذعلب یماني نوم په لومړیو رجالي کتابونو کې نه دی راغلی.[۸] خو شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ق) په خپلو حدیثي کتابونو الامالي او التوحید کې، د اصبغ بن نباته له قوله، ذعلب یو فصیح‌اللسان او زړور انسان معرفي کړی دی.[۹] د ځینو رجالي علماوو لکه سید محسن امین او محمد تقي شوشتري په وینا، د ذعلب لپاره یماني صفت یوازې په نهج‌البلاغه کې د سید رضی (وفات: ۴۰۶ق) له خوا راغلی دی.[۱۰]

مامقاني په خپل کتاب تنقیح المقال کې، ذعلب امامي مذهب او د ستاینې وړ سړی بللی دی،[۱۱] او تفسیر نمونه هغه د امام علي(ع) له عالمو او پوهو ملګرو څخه ګڼلی دی.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. مامقانی، تنقیح المقال، مؤسسه آل البیت، ج۲۶، ص۳۷۸؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۳۱.
  2. هاشمی خویی، منهاج البراعه، ۱۴۰۰ق، ج۱۰، ص۲۵۷.
  3. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۶۲ش/۱۴۰۰ق، ص۳۴۲؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۳۱.
  4. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۶۲ش/۱۴۰۰ق، ص۳۴۲ ـ ۳۴۳.
  5. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۶۲ش/۱۴۰۰ق، ص۳۴۲ ـ ۳۴۱.
  6. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۳۰۷؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۳۱.
  7. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۳۱.
  8. جمعی از نویسندگان، دانشنامه نهج البلاغه، ۱۳۹۴ش، ج۱، ص۴۰۹؛ مامقانی، تنقیح المقال، مؤسسه آل البیت، ج۲۶، ص۳۷۸
  9. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۶۲ش/۱۴۰۰ق، ص۳۴۲؛ شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۳۰۵.
  10. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۳۱؛ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۳۰۷.
  11. مامقانی، تنقیح المقال، مؤسسه آل البیت، ج۲۶، ص۳۸۰
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۱۷.

سرچينې

  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، لبنان، دار التعارف، ۱۴۰۳ق.
  • جمعی از نویسندگان، دانشنامه نهج البلاغه، زیر نظر: سید جمال الدین دین‌پرور، تهران، مؤسسه فرهنگی مدرسه برهان، ۱۳۹۴ش.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، بیروت، أعلمی، چاپ پنجم، ۱۳۶۲ش/۱۴۰۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق: هاشم حسینی، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، ج۲۶، حاشیه: محی الدین مامقانی، قم، مؤسسه آل البیت، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ق.
  • هاشمی خویی، حبیب الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ترجمه: حسن حسن‌زاده آملی و محمدباقر کمره‌ای، تحقیق: ابراهیم میانجی، تهران، مکتبة الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۰ق.