د خدای لیدل

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د خدای لیدل، په سترګو سره د خدای د لیدلو د امکان په باره کې یوه کلامي مساله ده. امامیه او معتزله متکلمان عقیده لري چې خدای په ظاهري سترګو سره نه په دنیا کې او نه په اخرت کې لیدی شي. د دوي له نظره، په ظاهري سترګو د خدای د لیدلو لازمه او ضرورت دا دی چې خدای جسم ولري. د دې په مقابل کې بیا د اهل سنتو اکثره کلامي مذهبونه لکه اشاعره، اهل حدیث، مجسمه، کرامیه او سلفیه په دې نظر دي چې د خدای د لیدلو امکان شته دی.

په اسلام کې د خدای د لیدلو د مسالې مخینه دوهمې قمري پېړۍ ته ورګرځي. د ځینو له نظره، دا مساله د هغو یهودیانو او مسیحیانو له خوا چې په ظاهره یې اسلام راوړی و په اسلامي بحثونو کې راننوته. د خدای لیدل پر کلام سربېره، په قرآن ، روایتونو او عرفان کې هم د بحث وړ پاتې شوې ده. په دې اړه زیات کتابونه منجمله د جعفر سبحاني کتاب «رؤیة الله فی ضوء الکتاب و السنّة و العقل الصریح» لیکل شوی دی.

مفهوم او مقام

د خدای کتل یوه کلامي مساله ده. په دې اړه چې آیا خدای د سر په سترګو لیدلی شو که نه.[۱] د قران په ځینو ایتونو کې د خدای د لیدل کېدو خبره راغلې ده؛ لکه د قیامت د سورې ۲۲ او ۲۳ ایتونه، د مطففین سورې ۱۵ ایت، د یونس سورې ۱۶ ایت او د نجم سورې له ۱۱ تر ۱۳ ایتونه. په ځینو ایتونو کې بیا د خدای د لیدلو نفي شوې ده؛ لکه د انعام سورې ۱۰۳ ایت، د اعراف سورې ۱۴۳ ایت د بقرې سورې ۵۵ ایت د نساء سورې ۱۵۳ ایت، او د فرقان سورې ۲۱ ایت [۲] په شیعه سني روایي سرچینو کې د خدای د کتلو د امکان یا نه امکان په باره کې ډېر ایتونه نقل شوې دي.[۳]

د خدای د لیدلو د امکان موافقو او مخالفو مفسرانو، د دغه ایتونو په ذیل کې په مبسوط ډول د خدای د لیدل کېدو په باره کې بحث کړی دی.[۴]

ویل شوي چې په دې سبب چې صوفیان همیشه له خدای سره د بې واسطې تماس په لټه کې وو، د خدای لیدل په عرفان او تصوف کې هم په یوې سنجیده مسالې بدل شوې او تقریبا هغه ټول کسان چې د صوفیانو په لومړي پړاو کې دي، لکه ابراهیم ادهم، په دې اړه خبرې لري.[۵]

د مسالې تاریخچه

په اسلام کې د خدای د لیدلو په اړه د کلامي بحثونو مخینه دوهمې قمري پېړۍ ته ورګرځي.[۶] په دې پېړۍ کې دوه کلامي فرقو جَهْمیّه او معتزله د سر په سترګو د خدای د لیدلو انکار وکړ. د دریمې پېړۍ په لومړیو کې د خدای د لیدلو امکان د اهل سنتو د یو امام احمد بن حنبل او د هغه د پېروانو له اصلي عقایدو شو. د ماتُریدیه، اشاعره، مُجَسّمه، مُشَبّهه، کَرّامِیّه او سلفیه[۷] په شان کلامي فرقو د سر په سترګو د خدای د لیدلو امکان ومانه.[۸]

ځینې متکلمان منجمله د ۱۴ ق پېړۍ شیعه متکلم جعفر سبحاني باوري دي چې د خدای د لیدلو لیدتوګه د ځینو یهودیانو او مسیحیانو له خوا چې په ظاهره مسلمان شوې وو لکه کَعْبُ الاَحْبار اسلامي حدیثونو او بحثونو ته داخله شوه. د جعفر سبحاني له نظره، د خدای په لیدل کېدو پورې ټول اړوند حدیثونه په ظاهره د مسلمان شویو یهودیانو او مسیحیانو په وسیله د مسلمانانو په روایي سرچینو کې داخل شوې دي.[۱۰]

په نورو دینونو کې د خدای لیدل

له اسلامه مخکې د خدای د لیدلو مساله په تورات او انجیل کې مطرح وه.[۱۱] په تورات کې چې د یهویانوسپېڅلی کتاب دی خدای تعالی موسی (ع) ته وایي: «ته ما نه شې لیدلی؛ ځکه کوم انسان چې ما وویني ژوندی نه پاتې کیږي.»[۱۲] په یو بل ایت کې موسی (ع) ته په خطاب کې ویل شوي:« خپل لاس به اوچت کړم چې زما څټ ووینې، خو زما مخ نه لیدل کیږي.»[۱۳] د انجیل په یو ایت کې راغلي دي چې د پاکو زړونو خاوندان به خدای ویني؛[۱۴] خو په یو بل ایت کې ویل شوي چې خدای هیڅکله چا نه دی لیدلی.[۱۵]

د خدای د لیدلو په باره کې د اسلامي مذهبونو نظر

د خدای د لیدلو په باره کې درې اصلي نظرونه مطرح شوې دي: د اهل سنتو له کلامي فرقو مُجَسّمه او کَرّامیّه په دنیا او اخرت کې د خدای لیدل ممکن ګڼي؛ ځکه چې خدای تعالی جسماني او په مکان کې ځاییدونکې ګڼي.[۱۶]

د اهلت سنتو نورې کلامي فرقې لکه اشاعره،[۱۷] او اهل‌حدیث[۱۸] وایي چې خدای یوازې په اخرت کې د سر په سترګو لیدل کېدی شي؛ که څه هم د خدای په جسماني والي قایل نه دي.[۱۹]

امامیه،[۲۰]، زیدیه[۲۱] او معتزله[۲۲] په دنیا او اخرت کې د خدای لیدل محال ګڼي او په دې باره کې د نظر اتفاق لري.[۲۳]

په اخرت کې د لیدل کېدو د امکان دلایل

د خدای د لیدل کېدو د امکان موافقانو د د دې د اثبات لپاره په عقلي او نقلي دلایلو استناد کړی دی.[۲۴] چې ځینې یې په دې ډول دي:

عقلي دلایل

د خدای د لیدل کېدو د موافقانو ځینې عقلي دلایل په دې ډول دي:

  • د هغه چا لپاره چې ځان او شیان ویني دا امکان شته چې نور هم هغه وویني. له دې امله چې خدای ځان او شیان ویني امکان لري چې مونږ ته هم د خپلو لیدلو وس راکړي.[۲۵]
  • مختلف مخلوقات د لیدلو وړ دي او د هغو د لیدل کیدو وړتیا د هغوي په ذات او وجود پورې اړوند ده. په دې بڼه کې خدای تعالی هم چې موجود دی، باید د لیدو وړ وي.[۲۶]

نقلي دلایل

په نقلي دلایلو کې د قرآن ایتونه او روایتونه شامل دي:

منجمله د قرآن له ایتونو د اعراف سورې ۱۴۳ ایت دی چې پکې حضرت موسی له خدایه غواړي چې هغه وویني، خو خدای ځواب ورکوي چې موسی هغه نه شي لیدلی. د دوي استدلال دا دی چې که د خدای لیدل محال وای، حضرت موسی (ع) به دغه شان غوښتنه له خدایه نه کوله.[۲۷]

د خدای د لیدل کېدو د جواز لپاره په نورو ایتونو لکه د احزاب سورې په ۴۴ د قیامت سورې په ۲۲ او ۲۳ او مطففین سورې په ۱۵ ایت[۲۸] او د انعام سورې په ۱۰۳ ایت[۲۹] هم استدلال شوی دی.

په اخرت کې د خدای د لیدل کېدو د اثبات لپاره یې له پېغمبر (ص) په منقولو روایتونو هم استناد کړی دی؛[۳۰] لکه دا نبوي روایت:[۳۱]« خپل پالونکی به ووینئ، لکه څنګه چې د څوارلسمې سپوږمۍ وینئ» [۳۲]

د خدای د لیدل کېدو د ناممکنوالي دلایل

د خدای د لیدل کېدو د امکان مخالفانو په عقلي او نقلي دلیلونو استناد کړی دی:

عقلي دلایل

د جعفر سبحاني په وینا، د عقلي دلیلونو اساس دا دی چې د خدای لیدل د دې مستلزم دي چې د خدای لپاره د جسم یا د جسم د صفاتو قایل شو.[۳۳]ځینې عقلي دلیلونه دا دي:

  1. په ظاهري سترګو د خدای د لیدلو تقاضا دا ده چې خدای تعالی اړخونه، مکان او زمان ولري؛ په داسې حال کې چې خدای تعالی له دغه صفاتو پاک دی.[۳۴] د علامه حلي له نظره، د خدای د وجود د وجوب اقتضا، د خدای مجرد والی او له هغه د جهت (لوري) او مکان نفي کول دي. د دغه مواردو په نفي سره، په ظاهري سترګو سره د خدای لیدل کېدل منتفي کیږي.[۳۵]
  2. خدای تعالی یا په خپل ټول ذات سره د کتلو وړ دی یا یې د ذات یو جز او برخه لیدل کیږي. لومړۍ بڼه د خدای د محدودوالي او متناهي والي سبب کیږي او دوهمه بڼه د دې مستلزمه ده چې خدای مرکب، مکان لرونکی او لور لرونکی وي چې دا دواړه صورتونه محال او باطل دي. نو خدای د لیدلو او کتلو وړ نه دی.[۳۶]

نقلي دلایل

«رؤیة الله» کتاب د آیت‌الله سبحاني لخوا.
«رؤیة الله» کتاب د آیت‌الله سبحاني لخوا.

د مخالفانو له نقلي دلیلونو، یو هماغه د اعراف سورې ۱۴۳ ایت دی چې موافقانو پرې هم استناد کړی دی او پکې خدای تعالی حضرت موسی ته وايي چې ته ما نه شې لیدلی: «لَنْ تَرانِی». ته ما نه شې لیدلی. له دې امله چې د «لن» ټکی د ابدي نفي په معنا دی،«لَنْ تَرانِی» د خدای د لیدل کېدو په ابدي نفي او د دغه لیدلو په نه واقع کېدو دلالت لري.[۳۷]

بل ایت دا دی: «لَا تُدْرِ‌کهُ الْأَبْصَارُ‌ وَهُوَ یُدْرِ‌ک الْأَبْصَارَ‌؛ سترګې هغه نه شي درک کولی او هغه دی چې سترګې درک کوي»[۳۸] د امامي او معتزلي متکلمانو له نظره دا ایت دلالت لري چې خدای په سترګو نه لیدل کیږي؛ [۳۹]

له شیعه امامانو منقول روایتونه هم دلالت لري چې خدای په ظاهري سترګو نه لیدل کیږي.[۴۰] په یو روایت کې، یو کس له امام علي (ع) وپوښتل چې ایا خدای یې لیدلی دی، هغه ځواب ورکړ چې کوم خدای ونه وینم عبادت یې نه کوم؛ خو هغه د ایمان په حقیقت سره لیدل کیدی شي نه د سر په سترګو.[۴۱]

د خدای د لیدلو د امکان د مخالفانو له نظره، هغه نبوي روایت چې موافقانو پرې استناد کړی، که صحیح هم وي، د خدای په علم دلالت لري، نه په ظاهري سترګو په لیدلو؛ ځکه چې که مطلب په ظاهري سترګو لیدل وي، دغه لیدل کېدل د دې مستلزم کیږي چې خدای لوری ولري چې محال دی.[۴۲]


کتاب «رؤیة الله جل و علا» لیک دارقطنی.
کتاب «رؤیة الله جل و علا» لیک دارقطنی.

کتابونه

د خدای د لیدل کېدو په مساله په ډېرو کلامي تفسیري کتابونو او ځینو عرفاني او روایي کتابونو کې بحث شوی دی. پر دې سربېره، د خدای د لیدل کېدو په اړه مستقل کتابونه هم لیکل شوې دي چې ځینې یې دا دي:

  • کلمةٌ حَولَ الرّؤیة،‌ لیک د سید عبدالحسین شرف‌الدین. دا کتاب په شیعي نظر سره د خدای د لیدل کېدو د محال والي په اثبات خبرې کوي.[۴۳] دا کتاب د «موسوعة الامام السید عبدالحسین شرف الدین» په څلورم ټوک کې چې د مرکز العلوم والثقافة الاسلامیه، مرکز له خوا راغونډ شوی چې د دارالمورخ العربي خپرنځي چاپ کړی او د مهدي انصاري قمي په څېړنه د ««رؤیة الله و فلسفة المیثاق و الولایة» په نوم د لوح محفوظ د خپرنځي له خوا خپور شوی دی.
  • رؤیة الله فی ضوء الکتاب و السنّة و العقل الصریح، لیک د جعفر سبحانی. په دې کتاب کې د خدای لیدل کېدل د یهودو له خوا په اسلام کې داخله شوې نظریه ګڼل شوې او د دغه نظریې د ابطال او په عقلي، قرآني او روایي برهانونو سره د شیعه لیدتوګې د دفاع هڅه شوې ده.
  • رؤیة الله جل و علا، علی بن عمر دارقُطنی. دارقُطنی، د څلورمې پېړۍ مشهور محدث او اهل حدیث. په دې کتاب کې د خدای د لیدل کېدو د جواز لپاره، ایتونه او د لیدل کېدو روایتونه راغونډ شوې دي.[۴۴] دا کتاب له دوو ضمیمو سره «رؤیة الله تبارک و تعالی» تألیف د ابن‌نحاس او «ضوء الساری إلی معرفة رؤیة الباری» په قلم د ابی‌شامه مقدسي د دارالکتب العلمیه خپرنځي له خوا چاپ شوی دی.همداراز د «المصباح المنیر فی رؤیة الرب الخبیر» و «المحلق الضّافی إلی ما فی کتاب الرؤیة الوافی» په ضمیمې سره د ابو اویس الکردي په قلم په دار ابن تیمیه په خپرنځي کې خپور شوی دی.

په دې اړه نور اثار دا دي: رؤیة الله بین التنزیه و التشبیه،‌ عبدالکریم بهبهانی،‌ مجمع جهانی اهل بیت؛ رویت ماه در آسمان: بررسی تاریخی مسئله لقاءالله در کلام و تصوف، نصرالله پورجوادی، مرکز نشر دانشگاهی؛ رویت خداوند؟ در این جهان و جهان دیگر، سید عبدالمهدی توکل، د ناصر مکارم شیرازي تر څارنې لاندې،

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینک